د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو سيندګی(مترادفات)


مجيب انګار
20.11.2003

أبېڅې::الفبې،قاعده//٢)اټال::ځنډ،ايسارتيا//٣)اډانه::هډوانه،اسکليټ،چوکاټ//٤-أړ:خنډ//٥-اړپيچ:تضاد،توتريخولی//٦-اند:سوچ،خيال//٧-انډۍ:ښوروا(شوربا)پيوه//٨-انګروزه:انګازه،اوازه/٩-اوبتل:اوبډوب،زيردريايي/١٠-اوبکښ:واټرپمپ/١١-اورشيند:أتشفشان/١٢-اورګډی:اورپکی،أشوبګر
١٣-اېرغۍ:اورغۍ،تورکي،(دودۀ سقف وغيره)١٤-اېشنا:جوش،ځوښ خوټ/١٥-اېل:ښکيل،محکوم/١٦-بامل:پالل،پالنه،دچاخيال ساتل/١٧-ببری:کشمالي،ريحان /١٨-بدلغامه:ګدۍ،بدلمنه،پلشته/١٩:بډ:سيال،ساری،جوګه/٢٠-برسيراند:لڅاوو،کشاف،کاشف/٢١-برم:دروګه،اوکوب،(شان وشوکت)٢٢-برماڼو:وحشي،ځنګلي/٢٣-بروټی:خواپخی،کونروکی،دسترخوان/٢٤-بل اندی:ازادخياله/٢٥-بلغاک:شورماشور/
٢٦-بلندره:بلنه،ميلمستيا/٢٧-بلوده:کينګس،تيندک/٢٨-بلوس:تيری،تجاوز/٢٩-بلهار:قربان،فدا/٣٠-بلينډه:څيراغ--------
نوربيا


Re: پښتو سيندګی(مترادفات)

نقاد
26.11.2003

[quote:55254541ef="مجيب الرحمن انګار"]أبېڅې::الفبې،قاعده//٢)اټال::ځنډ،ايسارتيا//٣)اډانه::هډوانه،اسکليټ،چوکاټ//٤-أړ:خنډ//٥-اړپيچ:تضاد،توتريخولی//٦-اند:سوچ،خيال//٧-انډۍ:ښوروا(شوربا)پيوه//٨-انګروزه:انګازه،اوازه/٩-اوبتل:اوبډوب،زيردريايي/١٠-اوبکښ:واټرپمپ/١١-اورشيند:أتشفشان/١٢-اورګډی:اورپکی،أشوبګر
١٣-اېرغۍ:اورغۍ،تورکي،(دودۀ سقف وغيره)١٤-اېشنا:جوش،ځوښ خوټ/١٥-اېل:ښکيل،محکوم/١٦-بامل:پالل،پالنه،دچاخيال ساتل/١٧-ببری:کشمالي،ريحان /١٨-بدلغامه:ګدۍ،بدلمنه،پلشته/١٩:بډ:سيال،ساری،جوګه/٢٠-برسيراند:لڅاوو،کشاف،کاشف/٢١-برم:دروګه،اوکوب،(شان وشوکت)٢٢-برماڼو:وحشي،ځنګلي/٢٣-بروټی:خواپخی،کونروکی،دسترخوان/٢٤-بل اندی:ازادخياله/٢٥-بلغاک:شورماشور/
٢٦-بلندره:بلنه،ميلمستيا/٢٧-بلوده:کينګس،تيندک/٢٨-بلوس:تيری،تجاوز/٢٩-بلهار:قربان،فدا/٣٠-بلينډه:څيراغ--------
نوربيا[/quote:55254541ef]

انګار صاحب کور مو ودان ، ښه مترادف لغات مو را ټول کړي ، زما سلامونه ومنئ او بيا داچې
١ــ مترادفې کلمې ته سيندګی وايي د حيرا نتا وړ راته وبريښيده، حال داچې سيندګی راته د شعر او بيتونو د تول او وزن سره يوه اړونده ځانګړتيا ښکارېده ، که تاسو ددې کلمې په کارولو کې له ډاډه دقت څخه کار نه وي اخيستی ، نو يو ځل يې کنترول کړئ اوله شک څخه يې وباسئ .

٢ــ ا بيڅې د الفبې لپاره په باور سره ( ا ، ب، ث) ته په عاميانه او دهقاني کچه کارول شوې ده ، چې دلته يې بايد د سواد په شکل ( ا ب ث )وليکل شي نه ابيڅې .
٣ ــ اړ : د مجبور او محتاج ، ټال ( نه اټال) : د ځنډ له پاه او اډانه : د ساحې په معنی کارول کيږي ،
دغه راز اړپيچ به تاو تريخوالې ته وايي ، خو تضاد يو علمي ، پراخه اوژور مفهوم دی او عيني اوذهني دواړو نړيو کې ځای لري .
٤ــ انګازه او انګروزه به هم د اوازې عاميانه او ناسم تعميم وي چې مأنوص نه بريښي .
٣ ــ اړ : د مجبور او محتاج ، ټال ( نه اټال) : د ځنډ او اډانه : د ساحې په معنی کارول کيږي ، بد لغامه هم همهغه د فارسي بدلګام دی او يواځې په (غ) سره د ( ګ) په بدلولو ورانيدای شي خو پښتو کيدای نشي . نور ستاسو هڅوب د قدر وړ دي بريالي اوسئ . په مينه .


سلامونه وروره


مجيب انګار
03.12.2003

سلامونه وروره
داټکي چې تاسو ناسم ګڼلي ما دخپله ځانه نه دي ليکلي بلکې دښاغلي پوهاندزيارله کتاب څخه مې راټول کړي


Re: سلامونه وروره

نقاد
18.12.2003

[quote:7d4e92627b="مجيب الرحمن انګار"]سلامونه وروره
داټکي چې تاسو ناسم ګڼلي ما دخپله ځانه نه دي ليکلي بلکې دښاغلي پوهاندزيارله کتاب څخه مې راټول کړي[/quote:7d4e92627b]

ورور جانه منم ، چې زيار صاحب به د اړوندو ټکو تش شته والی په پښتو کې تثبيتول غوښته ، نه د هغوی ادبي
وړتيا او دتعميم لوښه ، چې د هر علمي څېړونکي دنده ده . د ساري په توګه اوازه په اولس په ا نګازه اړول شوې او د بي بي سي ځينې بيځواکه پښتو نطاقان لکه ..... يې هم په خپلو ماتو ګوډو جملو کې کاروي ، خو دا ټول د ادبي تعميم لوښه نلري او کارول يې د اصلاح تر فرصت پورې زغمل کيږي . تاسو يې د خپل کار په اډانه ې بايد ونه زغمئ . په درنښت .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more