د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

و ؤ ه ۀ ء ئ ۍ ......... زما پوښتنې

پښتون ځلمی
20.10.2003

سلامونه ورونو او خويندو
زۀ د پښتو ليکدود پۀ هکله يو څو پوښتنې لرم. هيله کوم چې تاسو را سره مرسته وکړئ.
[color=darkred:1bb8147d16]١. پۀ " و " او " ؤ " کې څۀ فرق دى؟ ؤ کله کارول کېږي؟
٢. پۀ " ه " او " ۀ " کې څۀ فرق دى؟ " ۀ " ته زما پام د بي بي سي پاڼې وګرځول. هلته هم پۀ دغه ډول کارول کېږي چې زۀ يې کاروم. دا معيار دى کۀ نه او ټول پښتانۀ پۀ دې را ټول دي کۀ نه؟ کۀ وي، بيا ولې پۀ کتابونو، اخبارونو، د انټرنيټ پۀ پاڼو دومره نۀ ليدل کېږي؟ ځکه چې خلکو د لاسه نۀ کېږي او دومره مهمه نۀ ده او کۀ څنګه؟
٣. " ئ " د امريه فعلونو نه پرته پۀ نورو ځايونو کې هم کارول کېږي کۀ نه؟ د ساري پۀ توګه ځينې ښځينه نومونه لکه سائره، نائله، شائسته ....... او يا ځينې وييزونه لکه د پښتو ښائسته، او د نورو ژبو آئينه، فائده، ذائقه ..... بايد څنګه وليکل شي؟
٤. ما لوستلي چې د تلفظ لۀ پلوه پۀ " ۍ " او " ئ " کې څۀ توپير نۀ شته. کۀ داسې وي، نو بيا ولې ځينې خلک "دى" پۀ " ئ " باندې ليکي؟ آيا دا کار يواځې کندهاريان کوي؟ او دا ځکه چې کندهاريان يې "دئ = دۍ" تلفظ کوي؟ کۀ "دۍ" يې نۀ تلفظ کوي نو بيا څۀ خبره ده؟؟؟؟[/color:1bb8147d16]

ځينې او يا هم ټولې پوښتنې کېداى شي پوښتنې نۀ بلکې بحثونه وي. هر څۀ چې وي، زۀ غواړم ځان پوه کړم. :)
کۀ پۀ ليک کې مې تېروتنې وي او راته يې پۀ ګوته کړئ، خوښ به شم.
نورې پوښتنې بيا .......
پۀ درنښت


Re: و ؤ ه ۀ ء ئ ۍ ......... زما پوښتنې

نقاد
20.10.2003

[size=24:9e3399acad][color=blue:9e3399acad]پښتون ځلمی"]سلامونه ورونو او خويندو
زۀ د پښتو ليکدود پۀ هکله يو څو پوښتنې لرم. هيله کوم چې تاسو را سره مرسته وکړئ.
١. پۀ " و " او " ؤ " کې څۀ فرق دى؟ ؤ کله کارول کېږي؟
خوږ شنا په خير راغلې او هر کله راشې ، لنډ ويلی شم چې :
ؤ صرف په عربي کلمو لکه مؤمن کې کارول کيږي اوپه پښتو ټکو کې يې هډو پيژنم هم نه .
٢. پۀ " ه " او " ۀ " کې څۀ فرق دى؟ " ۀ " ته زما پام د بي بي سي پاڼې وګرځول. هلته هم پۀ دغه ډول کارول کېږي چې زۀ يې کاروم.
دغسې ټيک بريښي ، که نه پښتو کې ۀ نشته ، صرف په دري کلماتو کې د اضافت ، مو صوف يا مقيد چې په ه ختميږې ۀ ليکل کيږي خو په پښتو کې ۀ نشته . په کوم ډول يې چې د بي بيسي پاڼه کاروي ، دستونزې د حل يوه ممکنه ﻻر ده ، خو معياري شوې ﻻ نه ده ، نو ځکه په کتابونو او مطبوعاتو کې عام استعمال نه لري .

٣. " ئ " د امريه فعلونود جمع له حالت نه پرته پۀ نورو ځايونو کې د ئ کارول د کلمې په پای کې غلط دي ، په عربي او دري کلمو او نومونو لکه مسئول سائره، نائله، آئينه، فائده، ذائقه کې ليکل کيږي .
٤. ما لوستلي چې د تلفظ لۀ پلوه پۀ " ۍ " او " ئ " کې څۀ توپير نۀ شته. کۀ داسې وي، نو بيا ولې ځينې خلک "دى" پۀ " ئ " باندې ليکي؟
البته ښه نه کوي ، له معيار او ليکدود څخه سرغړونه ده او له ځانه يې ليکي ، دوی د ئ د جمع امريه دنده نه پيژني او په تيروتنه کی يې د معروفې ی پرځای ليکي ، ليکدود ته زيان رسوي او بس . د معروفې ی پر ځای ئ ليکل همدغسې يوهتيروتنه ده لکه څوک چې د معروف و پر ځای ؤ ليکي. څينې د (وه ، يا: وۀ ) پر ځای ؤ ليکي ، چې غټه تيردتنه ده

آيا دا کار يواځې کندهاريان کوي؟ نه وروره ، نور ډير خلک يې هم کوي ، خو ښايي قندهاريان به يې ډير کوي ، هغوی تل دومره د قواعدو ، قوانينو او ليکدودونو پابند نه ښکاري ، ولي نور ډير وګړي هم دغه تيروتنه کوي .

ځينې او يا هم ټولې پوښتنې کېداى شي پوښتنې نۀ بلکې بحثونه وي. هر څۀ چې وي، زۀ غواړم ځان پوه کړم. :)
کۀ پۀ ليک کې مې تېروتنې وي او راته يې پۀ ګوته کړئ، خوښ به شم.
نورې پوښتنې بيا ....... تير وتنې خو نشته ، له غلاقې لرلو څخه مو ډيره مننه ،وسلام
پۀ درنښت[/color:9e3399acad][/size:9e3399acad]


پښتون ځلمی
09.11.2003

سلامونه او نېکې هيلې
يوه نړۍ مننه پاڅونوال صيب د ځوابونو او وضاحت نه مو.
نورې پوښتنې:

نو کۀ نورو ژبو کې داسې کلمې وي چې د پښتو ليکدود برخه نۀ وي، نو موږ کولاى شو همغسې يې و ليکو چې پۀ هغو ژبو کې ليکل کېږي؟ زما ناڅيزه فکر وايي چې ښه به دا وي چې تر څو کېداى شي، موږ يې د خپلې ژبې پۀ قانون و ليکو. مثلا د پښتوپۀ يوه ليکنه کې کۀ د فارسي يو اقتباس را نقل کوو، لکه "[color=indigo:a4b987d5c8]بچۀ که در مکتب بچى کاکاى ما درس فارسي ميخواند[/color:a4b987d5c8]" به زۀ داسې ليکم، "[color=green:a4b987d5c8]بچه يې کې در مکتبې بچې کاکايې ما درسې فارسي مېخواند[/color:a4b987d5c8]" : ))) هغوى "پښتو" پۀ "ش" ليکي، نو موږ ولې 'درس فارسي' 'درسې فارسي' و نۀ ليکو : ) دا کېداې شي يو لوى بحث وي.
د عربي ژبې کلمې پرواه نۀ لري، رغېدنه مو ترې نۀ شته، او د پاک قرآن ژبه ده. و انا احب الغت العربيه : )

٥. تاسو هم د "وه" يادونه کړې ده. دا همغه "وه" دى چې پۀ انګلېسي کې ورته was وايي؟
[color=indigo:a4b987d5c8]پرون اووه لسم (١٧) د لړم[/color:a4b987d5c8] [color=darkred:a4b987d5c8]وۀ[/color:a4b987d5c8]. داسې ليکل کېږي؟ ما فکر کول چې "و" ليکل کېږي.
ډېر خلک "ول" هم وايي، لکه: [color=green:a4b987d5c8]هغوى راغلي ول.[/color:a4b987d5c8] نو پۀ 'وه' او 'ول' کې څۀ فرق شته، يانې 'ول' د جمعې حالت د پاره کارول کېږي يا څنګه، او کۀ دا هسې د لهجې توپير دى.

٦. پسته "ى" خو د تعريف لۀ پلوه هغه ى ده چې دay /ai غږ ورکوي. نو بيا ولې "هغوى، دوى، ..." پۀ ى ليکل کېږي. ولې بايد "هغوي، دوي" يا "هغويي، دويي" و نۀ ليکل شي؟ (زۀ نۀ پوهېږم چې دقيق تلفظ يې haghwee, dwee دى، کۀ haghoyee, doyee او کۀ د دواړو پۀ مينځ کې يو څۀ)

٧. نورې کلمې چې پۀ ى پاى ته رسي، د دې ټولو تلفظ پۀ آخر کې پۀ يو ډول دى او کۀ توپير لري. اوس "ځل[color=darkred:a4b987d5c8]مى[/color:a4b987d5c8]، پر[color=darkred:a4b987d5c8]دى[/color:a4b987d5c8]، من[color=darkred:a4b987d5c8]ګى[/color:a4b987d5c8]، س[color=darkred:a4b987d5c8]ړى[/color:a4b987d5c8]، [color=darkred:a4b987d5c8]دى[/color:a4b987d5c8]، پې[color=darkred:a4b987d5c8]رى[/color:a4b987d5c8]، س[color=darkred:a4b987d5c8]پى[/color:a4b987d5c8]، ....." پۀ پاى کې يو ډول غږ کاږي او کۀ فرق لري. مثلا، ځينې خلک zalmAI, pradAI, mangAI, sarrAI وايي (يانې لږ څۀ يې دا وروستى سيلاب اوږدوي, لکه څنګه چې برطانويان او اسټراليوان pay, betray, away, way وايي)، او ځينې خلک zalmAY, pradAY, mangAY, sarrAY وايي (وروستى سيلاب يې لنډ وايي, لکه څنګه چې امريکايان او کاناډيان pay, betray, away, way وايي). زۀ خپله پۀ غالب ګومان پۀ دې دويمه ډله کې يم. داسې خو به نۀ وي چې ځينې يې ai تلفظ کېږي او ځېڼې هم ay؟
هم دومره به بس وي نن د پاره : ) نورې پوښتنې مې اوس پۀ زړۀ کې هم نۀ ګرځي : )
پۀ درنښت


نقاد
13.11.2003

[quote:a5d04710db="پښتون ځلمی"]سلامونه او نېکې هيلې
يوه نړۍ مننه پاڅونوال صيب د ځوابونو او وضاحت نه مو.
نورې پوښتنې:

نو کۀ نورو ژبو کې داسې کلمې وي چې د پښتو ليکدود برخه نۀ وي، نو موږ کولاى شو همغسې يې و ليکو چې پۀ هغو ژبو کې ليکل کېږي؟ زما ناڅيزه فکر وايي چې ښه به دا وي چې تر څو کېداى شي، موږ يې د خپلې ژبې پۀ قانون و ليکو. مثلا د پښتوپۀ يوه ليکنه کې کۀ د فارسي يو اقتباس را نقل کوو، لکه "[color=indigo:a5d04710db]بچۀ که در مکتب بچى کاکاى ما درس فارسي ميخواند[/color:a5d04710db]" به زۀ داسې ليکم، "[color=green:a5d04710db]بچه يې کې در مکتبې بچې کاکايې ما درسې فارسي مېخواند[/color:a5d04710db]" : ))) هغوى "پښتو" پۀ "ش" ليکي، نو موږ ولې 'درس فارسي' 'درسې فارسي' و نۀ ليکو : ) دا کېداې شي يو لوى بحث وي.
د عربي ژبې کلمې پرواه نۀ لري، رغېدنه مو ترې نۀ شته، او د پاک قرآن ژبه ده. و انا احب الغت العربيه : )

٥. تاسو هم د "وه" يادونه کړې ده. دا همغه "وه" دى چې پۀ انګلېسي کې ورته was وايي؟
[color=indigo:a5d04710db]پرون اووه لسم (١٧) د لړم[/color:a5d04710db] [color=darkred:a5d04710db]وۀ[/color:a5d04710db]. داسې ليکل کېږي؟ ما فکر کول چې "و" ليکل کېږي.
ډېر خلک "ول" هم وايي، لکه: [color=green:a5d04710db]هغوى راغلي ول.[/color:a5d04710db] نو پۀ 'وه' او 'ول' کې څۀ فرق شته، يانې 'ول' د جمعې حالت د پاره کارول کېږي يا څنګه، او کۀ دا هسې د لهجې توپير دى.

٦. پسته "ى" خو د تعريف لۀ پلوه هغه ى ده چې دay /ai غږ ورکوي. نو بيا ولې "هغوى، دوى، ..." پۀ ى ليکل کېږي. ولې بايد "هغوي، دوي" يا "هغويي، دويي" و نۀ ليکل شي؟ (زۀ نۀ پوهېږم چې دقيق تلفظ يې haghwee, dwee دى، کۀ haghoyee, doyee او کۀ د دواړو پۀ مينځ کې يو څۀ)

٧. نورې کلمې چې پۀ ى پاى ته رسي، د دې ټولو تلفظ پۀ آخر کې پۀ يو ډول دى او کۀ توپير لري. اوس "ځل[color=darkred:a5d04710db]مى[/color:a5d04710db]، پر[color=darkred:a5d04710db]دى[/color:a5d04710db]، من[color=darkred:a5d04710db]ګى[/color:a5d04710db]، س[color=darkred:a5d04710db]ړى[/color:a5d04710db]، [color=darkred:a5d04710db]دى[/color:a5d04710db]، پې[color=darkred:a5d04710db]رى[/color:a5d04710db]، س[color=darkred:a5d04710db]پى[/color:a5d04710db]، ....." پۀ پاى کې يو ډول غږ کاږي او کۀ فرق لري. مثلا، ځينې خلک zalmAI, pradAI, mangAI, sarrAI وايي (يانې لږ څۀ يې دا وروستى سيلاب اوږدوي, لکه څنګه چې برطانويان او اسټراليوان pay, betray, away, way وايي)، او ځينې خلک zalmAY, pradAY, mangAY, sarrAY وايي (وروستى سيلاب يې لنډ وايي, لکه څنګه چې امريکايان او کاناډيان pay, betray, away, way وايي). زۀ خپله پۀ غالب ګومان پۀ دې دويمه ډله کې يم. داسې خو به نۀ وي چې ځينې يې ai تلفظ کېږي او ځېڼې هم ay؟
هم دومره به بس وي نن د پاره : ) نورې پوښتنې مې اوس پۀ زړۀ کې هم نۀ ګرځي : )
پۀ درنښت[/quote:a5d04710db]

منلي ځلمي پښتون ته سلامونه او بيا :
ـــ نه ، فارسي چې څنګه زده شوې وي ليکل يې همغسې پاتې کيږي ، انګليسي هم په پښتو يکل سم کار نه دی . البته زمونږ قندهاريان پښتو پشتولولي نو ځکه يې دري ژبي هم پشتو ليکي او لولي .
٥ ـ وه ، او ( و ) دواړه سم او مفرد دي، سمه جمع يې وو دی ، نه ( ول )، کوم چې په کويټه يوه سيمه ييزه لهجه ده او د معيار سره څه تړاو نه لري .
٦ــ نه پسته ې دغه ( ې) ده ، کومه چې تاسو په ګوته کړې هغه ( مغروفه ) (ی ) ده و په حقيقت کې يې اواز د يو توري په ډول دی لکه (y ) ، يا ساکنه (ی) ، خو مځکينی توری ترې زور او يا هم نه . اصلأ همدغه ې ده چې په يو ، وياله، يوم پای لوی ځوی ، دوی هغوی کې هم هم استعماليږي ، دلته يې مخکينی توری زور نه لري .
البته ي د انګلش د ( e ) سره او (ې) د ( i ) سره معادل ده .
٧ ـ هو تلفظ يې يو ډول دی ، خو لهجوي تو پير سره سره يې د ليکلودود يو ډول او په دوه ثابتو لهجوي توپير سره تلفظ کيږي ، چې تاسو ورته اشاره کړې ده . لکه دی dai او day . وال سلام


ghafar
05.12.2005

ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم !

په پښتو کې د بېلابېلو ( ی ) ګانو شته والئ لوی نعمت دئ، په ځانګړي توګه د نورو ژبو د نومونو د تلفظ په برخه کې.
( ی ) ګانې بايد د تلفظ له لحاظه استعمال شي!

- د تأنيث د ( ۍ ) لکه ( څوکۍ، نجلۍ، نړۍ، کړکۍ ) او د مجهولې د ( ې) لکه ( دېرش، درې، کېدل) او داسې نور استعمالول دومره ستونزې نلري.

- يوه ستونزه د معروفې ( ی ) او د تذکير فعل د ( ئ ) د کارولو تر منځ موجوده ده، چې څه وخت، کومه ( ی، ئ ) استعماله شي. د مثال په توګه که مونږ وليکو:
( دی ناروغ دی )، نو مونږ وينو، چې د ( دی ) کلمه دوه ځلي استعماله شوې ده، يو ځل د مفرد مذکر شخصی ضمير پر ځای او بيا دفعل پرځای. د دې لپاره چې د دواړو کلمو تلفظ نږدې يو شان دئ، نو ښه به وي، چې په داسې حالت کې معروفه ( ی ) د مفرد مذکر شخصی ضمير پر ځای، لکه د احمد پر ځای ( دی ) استعمال شي او په دوهم ( دی ) او په نورو ځايونو کې چې همداسې تلفظ کېږي د تذکير فعل ( ئ ) استعماله شي او جمله داسې وليکله شي: ( دی ناروغ دئ ).

- بله ستونزه د جمع مخاطب امريه او سواليه ده: لکه ( تاسې دغې ودانۍ ته وګورۍ)، ( مهرباني وکړۍ ) او ( تاسې کار کوۍ ؟) او داسې نور. که د ( وګورۍ، وکړۍ او کوۍ ) کلمو تلفظ ته ځير شو، نو وينو چې دغه کلمې د ( ودانۍ، څوکۍ، نړۍ ) په شان تلفظ لري. نو منطقي نتيجه به يې دا وي، چې په دغه شان کلمو کې د تأنيث ( ۍ) استعماله شي.

په درناوی
غفار


hewad
16.03.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه!
پۀ دې بحث کې د يا ګانو برخې ته يو څۀ اشاره شوې خو د (ه) او (ۀ) پۀ هکله چا خپل نظر نۀ دئ څرګند کړی٠
د هر څۀ دمخه اړينه ګڼم چې بايد ووايم موږ نۀ بايد دپښتو وينګ دنورو ژبو د وينګ سره پرتله کړو،ځکه چې دا ډول پرتلنه بۀ هرومرو سمه وي او کنه ؟کۀ چېرې موږ د انګرېزۍ واول تورې پۀ پام کې ونيسو هر يو پۀ خپل ځای کې بېل بېل غږونه ورکوي٠ لکه A چې مختلف غږونه لري د پښتو لۀ کوم توري سره برابر دی
اوياهم o د کوم توري غږ ورکوي او داسې نور٠
پۀ پښتوکې پينځۀ ډوله ياګانې دي چې دغږ يا وينګ لۀ مخې څۀ نا څۀ توپير لري او تر اوسه د معياري ليکدود همدا بڼه ده٠
ی،ي،ۍ،ې،ئ٠ لاندې د وينګ لۀ مخې يې بېلګې ليکم٠
ی :زمری، کودی،پردی،ښاغلی ،ځلمی ٠٠٠
ي:زمري،کودي،پردي،ښاغلي،ځلمي٠٠٠
ۍ:زمرۍ،کودۍ،پردۍ،اغلې،غوټۍ٠٠٠
ې:لېونی،لېونۍ،چې،کې،پرېږده،لېمه٠٠٠
ئ :غږ ياوينګ د( ۍ)سره يو ډول دی چې د کړ(فعل) پۀ امري حالت کې کارول کېږي٠
وکړئ، وڅښئ،پرېوزئ ،وګورئ،ورکړئ٠٠٠
ه :هغوويی يالغت کې استعمالېږي چې لاندې ډول غږ ولري٠
هغه٠شمله،ډېوه،پرته،ناوه٠٠٠
ۀ :هغوويی يالغت کې کارول کېږي چې لاندې ډول غږ ولري٠
زړۀ،کالۀ ،واښۀ ،وادۀ ،زۀ٠٠٠
دلاښۀ معلومات لپاره دپښتومعياري ليکدودليکنه ولونئ٠
پۀ درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more