د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دلاسونو نه ګرمی او اور را وتل یا (دلاسونو سوځیدل)

Afghan Abdul Malik
06.03.2006

سلام ملګرو،
زما نوم عبدالمالک افغان دی زما عمر ۲۷ کاله دی زه په افغانستان کی اوسیږم زما مشکل دا دی چه د یو کال را هیسی می ډیره زیاته ګرمی کیږی که موسم ډیر لږ ګرم سی نو زه ډیر په تکلیف کیږم خو یو شی چه ډیر ترینه په عذاب یم هغه داچه که چیری داطاق ګرمی د ۱۵ درجی نه زیاته شی نو زما دکیڼ لاس ورغوی او ګوتو نه ډیره ګرمی راوزی او داسی احساس کوم چه په لاس کی می اور بل دی او زړه می غواړی چه کوم یخ شی په لاس کی ونیسم چه لږ په ارام شم ډیرو ډاکټرانو ته ورغلی یم خو مشکل دادی چه دلته په افغانستان کی داسی پوه ډاکټران نشته ځینی ډاکټرانو راته وویل چه دا (ډیپریشن)دی او د ډیپریشن په وجه دا مشکل درته پیښ دی او د ډیپریشن ضد دارو یی را کړل او ځینی نور بیا بل څه وایی خو نه پوهیږم چه دا د څه شی په وجه دی ،تیر کال د علاج له پاره پاکستان ته ولاړم او هلته یو د اعصابو متخصص ته ورغلم هغه هم را ته وویل چه دا (ډیپریشن) دی او هغه را یو رقم ګولی د (Citalopram) په نامه او د (کلشیم او ویټامین سی) ګولی را کړی او راته ویل یی چه دا به دری میاشتی استعمالوی خو ما یوه میاشت د ا دوا وخوړل چه د هغه سره جوړ شو م خو څو میاشتی وروسته بیا هغه بیماری را پیدا شوه چه ما بیا هغه دوا شروع کړل خو دا څل یی هیڅ فایده را ته وه نه کړل ، خو اوس نه پو هیږم چه ددی بیماری اصل علت څه دی او علاج یی څه دی نو تاسو ته ددی بیماری په هکله معلومات وی او یا یی علاج درته معلوم وی نو لطفا په لاندی ادرس زما سره تماس ونیسی.

په درنښت ،
عبدالمالک افغان کندهار افغانستان.

Abdul Malik "Afghan"
Email: Amalik@anbpafg.org
Abdulkhan102@gmail.com
Abdulkhan102@hotmail.com
Mobile: +93(0)70319853


خیریوسی
09.03.2006

محترم افغان عبدالمالک صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانه وروره یوه ډیره اسانه دوا داده چی تازه لیمبو او یا دلیمبو اوبه په خپل لاس پوری دری ورځې وموږه
زما تر تلو هم داسی توښونه وتل ما لیمبو پوری وموښې جوړی سوی

مینه مننه
ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more