د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د اداري اصلاحاتو ژباړه، يوځل بيا د مهمو مسئلو په سركې

Jalazai
08.12.2004

لكه چې ټول خبر يو، د افغانستان په اداري سيستم كه بنسټيز تغير راتلونكى دى. له زړو كړنلارو او ميتودونو سره سره زاړه اصطلاحات هم ځاى نويو او عصري اداري اصلاحاتو ته پرېږدي.
اوسنۍ مرحله د لېږدمرحله ده او له همدې ټكي څخه خپل مهموالى اخلي. ددې لپاره چې ژبه مو په عملي لحاظ د اداري ژبې جوړېدلو وړ شي، بايد د انګليسي اداري اصلاحاتو لپاره دقيق پښتو اصطلاحات وضع او په متفق ډول وكارول شي. دغه كار به نهايتاً كومه علمي موسسه كوي خو كه يو كار هم د بايدونو په اساس نه كېږي نو بيا دا كار تر ټولو زيات ددې وړ دى چې د بايد خبره د ضرورت له مخې پكې له پامه وغورځوو.
ددې كار نه كېدلو ضررونه:
o څرنګه چې دغه اصطلاحات زمونږ د ژوند برخه ګرزي نو خلك د اړتيا له مخې په پښتو او دري ژبو كې د هغوى انګليسي توري كاروي چې د ژبې نږه والي ته صدمه رسوي.
o د پښتو ژبې اداري كفائت ته ضررت رسېږي او د خلكو په نظر پښتو ددفتري چارو وړتيا نه لرونكي ژبه ورپېژندل كېږي
o كه متفقه ژباړه و نشي نو هر يو كارونكى به دغه توري په خپله خوښه او خپلسر ژباړي چې دغه كار د ژبنۍ هله ګولي او بې دستوري سبب كېږي.
o پدې مسئله پورې ډېرې نوري اقتصادي، حقوقي او قانوني چارې تړلي دي چې د اداري تورو له ناسمې كارونې څخه مينځته راتلاى شي. که منیجر ته هم مدیر ووایو او اېډمنسټرېټر ته هم مدير ووايو نو دلته دهغوى د صلاحيتونو، تنخواوو او ..... خبره څنګه كېږي؟

نور نو ستونزه پوه شه او د پښتو غمخواره ، كه څوك كوم ګټور نظر پرې وركولاى شي نو همدا د ټول افغان فورم يې ځاى دى.

په درناوي


ghafar
09.12.2005

ګرانه وروره Jalazai صاحب سلامونه او نيکې هيلې!
که څه هم تاسو دغه موضوع څه د پاسه يو کال مخکې د بحث لپاره ليکلې وه، خو
داسې ښکاري چې د پښتو د ژبې مينه وال دې موضوع ته دومره علاقه نلری. د دې لپاره چې ستاسې زحمتونه بې ځوابه پاتې نشي زه به په دې هکله خپل نظر وړاندې کړم:

د ټولو د مخه عرض کوم ، چې دا ډول بحثونه بايد د احساساتو او تعصب له ليارې نه، بلکه علمي او منطقي بنسټ ولري. که دا خبره مو ومنله ، نو دا هم بايد ومنو چې:

1- ژبه د انسانانو لپاره ده، نه دا چې انسانان د ژبې لپاره خلق شوي وي !
2- ژبه د افهام او تفهيم يوه وسيله ده.
3 - کله چې خلکو يو نوم يا يوه کلمه پخپلې ژبې کې ومنله، نو بيا هغه پردۍ کلمه نه، بلکه د هغې ژبې يوه برخه ده .
4 - د انګليسی نومونه د ضرورت له کبله نه يواځې په پښتو بلکې په نورو ژبو کې شامل شوي دي. دا نومونه تخنيکي نومونه دي ، چې اکثراَ د هغو اختراع په
انګليسی ژبي هېوادونو کې شوي دي. لکه راديو، تلويزيون، ټاير، ټيوب، کمپيوتر او داسې نور. که اوس مونږ هڅه وکړو، د دغو او د دغه شان نورو نومونو پر ځاې
پښتو نومونه پرېږدو، نو به ټول عمر مو په همدې کار تېر شي، ځکه انګليسی ژبي
خلک هره ورځ نوې اختراعګانې کوي. د حل لاره به دا وي، چې مونږ پخپله يوه اختراع وکړو او يو سوچه پښتو نوم ور باندې پرېږدوو. او پرته لدې عام خلک يې هم نه مني. بايد هېر نشي، چې په پښتو مينان هېوادوال يو ځل راديو ته يې " د غږډبلۍ " ويلي وو، چې تر ننه پورې عام خلک پرې ملنډې وهي.
په دې هکله د ويلو ډېرې نورې خبرې شته، خو زما په فکر د همده بحث لپاره دا کفايت کوي.
په درناوي
غفار


Ghairat
02.02.2006

ښاغلي غفار خان ورور ته سلام او درناوي!
ستاسو اندېښنه راته بيځايه نه ښکاري ، تاسولا ښه منئ چې ژبه ، ژبـوَده او ژبني خوځښتونه د انسانانو د ټولنيز ــ کولتوري يون سره جوخت پرمختګ کوي . ددې پرمختګ او پراختيا عيني غوښتنې هم لومړی د ويښو ، حساسو ، پرمخ تلونکو او خوځنده اندوالو په ذهن کې راپورته کيږي او د عيني هستۍ او ذهني شعور له ديالکتيک څخه د خپلې بشپړتيا له پاره اړينه او اړيندويه غذا او ځواک تر لاسه کوي . کوم ژبني غورځنګ چې نن سبا د برې پښتونخوا په پښتو کې ساه راښکلې ډير ورته د بيلابېلو ارزونو اوارزښتونو له پلوه ګوته په غاښ پاتې شوي دي. تير ساتي يا محافظه کار ځواکونه ددغه شتمن ژبني غورځنګ پر ګټه او اړينتيا له پوهيدو څخه پاتې راغلي دي . د ژبي د مصنوعي کولو او په نيولوژي کې دافراط کولو زه هم پلوی نه کوم ، خو په پښتو کې اړين او طبيعي نوښت، نوښتګری او نوَيوالی له پامه غورځول او يا يې د مخنيوي په هيله پر وړاندې ټينګار کول د بښنې وړ نه بريښي .
هره ژبه په تکنوکراتيکه بڼه هم پرمختګ او پراختيا لري او پښتو هم بايد ترې مستثنی نه وي. دا کار ددولت د جوړېدلو او يوې ملي ژبي رسميت ته د رسيدلو سره سم پيل کيږي ، خو متأسفانه د افغاني دو لت د جوړېدو له پيل څخه له دوه نيم سوه کالو زياتې مودې وروسته اوس هم ددغسې رغانده هڅو منلو او هزمولو ته ﻻ ډير کسان چمتو شوي نه دي . آيا دا د فکري يون يو حلزوني سرعت نه دی ؟ او پر دې سستۍ دخوښۍ خندا پر ځان خندا او ملنډې نه دي ؟ په هر صورت که پخپله د پښتو څپانده مخ په وړاندې يون له بدرګې څخه پاتې راغلي يو، بايد لږ تر لږه د نورو ، په تيره بيا د ځوان نسل هلو ځلو ، نوښت کار او زيار ته په ولولو سره هرکلی ووايو..
په ټوله افغاني پښتنې مينه او درناوي !.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more