د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

روښان
26.11.2003

ځو، يوبل نه بېــــــــل بـــــــه ځو، سم به ځو
چا لمو کې ښکېل به نــــه ځـــو، سم به ځو
لوړه کړو جنډه به ټول افغان پـــــــــه نــــــوم
کور کې خېل په خېل به نه ځو، سم به ځو
زده کړو له دنيا نــــــه د يــــــــووالي چــــــــل
خپل منځ کې په ځېل به نه ځو، سم به ځو
کړو ټينګه دوستي، خـو خپلواکي به وي
هيچا مخکې اېل بــــه نــــه ځو، سم به ځو
غواړو کـــه بيــا شمار شو په سيالانو کې
ګډوډ او پــــه ټېل بــــه نـــه ځو، سم به ځو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more