د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو ژبي سوچه ويي ، ويوني يا وييزي (لغتونه)

MN.Waqar
29.12.2005

درنو ورونو او پښتو ژبي ته د چوپړ پتنګانو نيکي چاري و مني.
ددي سريزي موخه داده ترڅو وکولاي شو دنورو ژبو هغه وينکو (لغتونو)ته چي په پښتوژبه کي ډير عام دې او خلک يې په روزمره خبرو اتروکي استعمالوې دپښتو ژبي سوچه وينکې راپيداکړو.
کوم وينکې چي تاسي يې دلته ليکئ بايد دځانه نه وي دکوم ژبپوه اويا دپښتو دژبدود(ګرامر) دښوونکې لخوا غوره شوي وې.

دبلي ژبي وينکې ------------- دپښتوژبي سوچه وينکې
خدمت--------- ------------- چوپړ
تيليفون--------------------- لرغږي
موبايل------- -------------- ګرځنده لرغږي
حمام--------- -------------- تودوبي
ديګ بخار----- ------------- کوړکوړي
کله کشک----- ------------ غلچکی
مسجد-------------------- مزدک
راديو--------- ----------- غږډبلي
کوټ بند------ ----------- ځوړندوني

هيله ده چي په دي برخه کي مرسته وکړي تر څو د پښتو ژبي سوچه وينکې په خلکو کي داستعمال جوګه وګرځې او په دي ډول پښتو ژبي ته چوپړ وکړو. ترڅو پښتو ژبه د ښووني او ددربار د ژبي ځاي و نيسې.

م ن٠وقار بهسودي


پښتون ځلمی
18.01.2006

سلامونه او ښۀ راغلئ
ډېره ښه موضوع مو را سپړلې ده . هيله کوم چې زموږ نور ورونه هم پکې برخه واخلي . خو لومړی زۀ غواړم ځان پوه کړم چې خپله دې (لغت) ته پۀ پښتو کې څۀ وايي . تاسو وينکې (لغتونه) == وينک (لغت) ياد کړی، بل ځای ما (ويی) او (وييز) هم لوستلي . (وييز) خو ښۀ داسې برېښي چې د (لغوي) معنا ورکړي .
بله دا چې ډېر نوي لغتونه جوړ شوي دي خو داسې ښکاري چې ټول پښتانۀ پرې راټول نۀ دي . ژبپوهان او ليکوالان نوي نوي لغتونه کاروي خو داسې برېښي چې څوک پرې سر ڼه خوږوي او څنګه به يې خوږ کړي نۀ داسې سمه پښتو ټولنه لرو، نۀ داسې کمېټه لرو چې سره کښېني او خبرې اترې وکړي .


زهيرشينواری
06.02.2006

وقار صيب سلامونه او نيکې هيلې !
د ژبپوهنې له مخې يو فورمول بايد له پامه ونه غورځول شي او هغه دادی چې دهرې ژبې وده او پرمختګ له څلورو لارو پر مخ ځي :
١ _ په سلو کې ٢٥ ورته نوي جوړيږي چې دا پروسه د نيولوجيزم په نامه ياديږي
٢_ په سلو کې ٢٥ له بيلابيلو ګړدودونو ( لهجو ) نه را اخلي
٢_ په سلو کې ٢٥ زاړه او له منځه تللي لغتونه بايد راژوندي شي چې ارکيالوجيزم ورته وايي .
٤ _ په سلو کې ٢٥ له بهرنيو ژبو را اخلي لکه : راديو ، تليفون ، مو ټر او داسې نور .
زما په نظر به سم نه وي چې مو ږ راډيو ته غږ دبلی او يا هم تليفون ته لر غږی ووايو .دا کار څو ګټې لري يو دا چې د نړی په زياتو ژبو کې دا کلمې په همدې بڼه دي نو بيا مو ږ هم ضرورت نه لرو چې دغسې کلمې نوې کړو .په خپله بڼه ساتل به يې زما په ګټور وي . هڅه دې وشي هغه نوې کلمې چې د لومړي ځل له پاره زموږ ژبې ته را ننوځي . که په پښتو کې ورته خوندور ، موذون او اهنګ لرونکی لغت جوړ شي نو دا به ښه وي . خو هغه لغتونه چې کلونه کلونه زموږ په ژبه کې شتون لري او عام ولس هم ورباندې پوهيږي اړول به يې زما په نظر سم نه وي . په ډيرې درناوې .


وقار
15.02.2006

قدرمنو ورونو نېکې پېرزوينې ومنئ.
ډيره زياته بخښنه غواړم چې ما په پورته ليکنه کې د ويېز يا و يوکي پرځاي ويونکی ليکلی دی.

وقار



24.05.2006

[quote:9c044841a6]اساسي قانون ==== بنسټيزه کړنلاره ، دوربين ==== لرليد[/quote:9c044841a6]

جوهري صيب   کړنلار پلان يا  د حکومت  تګ ﻻرې ته وايي او له قانون سره ډير توپير لري . لرليد هم شته او دورنما (ياافقونو ) ته وايي او د دوربين له تخنيکي آلې سره يې فرق له ځمکې نه آسمان ته رسيږي . کوم بل لغت راولټوئ ښايي بری مو په برخه شي ، مينه ، علاقه او هڅې مو د ارزښتونې وړ دي !  


جوهري
10.06.2006

سلامونه مو ومنی

بنسټيزه کړنلاره - اساسي قانون

سمه ده چې کړنلاره دحکومت تګ ﻻرې ته وايي خو کله چې بنسټيزه کليمه ورسره يوځای شي د اساسي قانون مانا ورکوي ٠ تګ ﻻر ه هم په خپله ديوه قانون مانا لري

مينه ، علاقه او هڅې مو د ارزښتونې وړ دي !


Ghairat
14.06.2006

ګران ځلمی جوهر ي  نيکمرغه  اوسې ٠
 تګ  لاره صرف د حکومت يوبنسټيز پروګرام دی  او پرهرچا  پورې اړه نه لري  ٠ قانون پروګرام نه دی ٠ او  هر څوک يې په مراعتولو مسول دی و السلام٠
 


صافی
17.07.2006

کوشانه!وروره ښې چارې:
زما د(سیری) یاسیرکردن ،پښتومرادفه ،دا یوه کلمه نظرته راځې : [color=red:b2079446c3]مړښت.[/color:b2079446c3]
مړیدل (مصدر)
مړښت(دمصدرحال)
ښایی نورې هم وي ،که دنورو دوستانو په یاد وي مونږسره دې شریکې کړي .
په مینه[color=red:b2079446c3][/color:b2079446c3]


مشواڼې
18.07.2006

قدرمنوسلامونه !

' سېري ' ته په پښتو کې ' موړ توب ' وايي او که بل شي ؟؟

په نوروژبوکی هم کله فعل د نوم په ځای اوکله برعکس هم وي ٠ لکه د ' خواړه' څخه 'خوړل' ، يا لکه ' ژړا'
نو' مړېدل ' چی فعل دې ، داسم پرځای هم کارول کيږي ٠ دا لاندې وويونه ټول مترادف دي خوکله د صفت په توګه هم کاروول کيږي اومانا يې هم بېله وي ٠ لکه ستاسوخبره ( زه موړ يم ) هم فعل کېدای شي هم صفت ٠ که تاسوډوډۍ خوړلي وي ويلای شۍ چی ' زه موړ يم ' خوهمدغه جمله مو دا مانا هم ورکولای شي چی ستاسو مطلب له دولت مندۍ (پانګه ) څخه دې ٠
'' سېر '' هم لکه پښتو هم صفت کېدای شي او هم فعل ٠

نود ( موړتوب ) لپاره دا وويونه هم مترادف دي :

مړښت
مړېدل
موړوالې
موړتيا

-----------------------------------------------------------------

مشواڼې


مشواڼې
18.07.2006

وقارصاحب سلامونه !

خفه نه شې خو زه غواړم ستاسو په نوو لغاتونو نظر ورکړم ٠
له بده مرغه اوس هر څوک کوښښ کوي چی له خپله ځانه لغاتونه جوړ کړي اوپخپله ليکنه کی يې وځلوي ٠ خودا کاردپښتوژبې پرمختګ اومعيارته سخت تاوان رسوي نوځکه بايددهرې غلطې پښتواصطلاح مخه ونيول شي ٠
لومړې ستاسوپه وړانديز يوه کتنه او بيا نورې نيمګړتياوته موپام اړووم ٠

تاسود' لغت ' لپاره چی عربي دې ، د ' وينکي ' پښتولغت موندلې چی زما په نظر سم نه برېښي ٠ علت يې دادې چی داسی لغت زېليز - اړم نه لري ، نه کوم مترادف لغت دې اونه د پښتوپه کومه لهجه کی موندل کيږي ٠
که تجزيه يې کړو( وين ) او (کې ) به لاس ته راشي چی (وين ) په مانا کی لېدلو ته نيږدی ښکاري او چی د (کې) وروستاړې ورپوری غوټه کړو نو مانا به يې ديوشي چی ليدل کوي ياليدل کيږي ، وي ٠ د تيليفون لپاره " لرغږي " هم مناسب لغت نه دې ٠ تليفون يو بين المللي نوم اولغت دې اوتقريبا '' دنړۍ په ټولوژبوکی کاروول کيږي ٠ پښتانه ژبپوهان ددارنګه لغاتونواړوولوته اړتيا نه لري ٠ داچی '' لرغږي '' مفهوم نه افاده کوي ، ' ګرځنده تليفون ' يو ښه معياري نوم دې ٠
همدغه شان د '' ديګ بخار'' لپاره '' کوړکوړي '' ، د '' مسجد '' لپاره '' مزدک '' ، د ''راديو '' لپاره '' غږډبلي ''، د ''کله کشک '' لپاره '' غلچکی '' اود '' کوټ بند'' لپاره '' ځوړندوني '' سم اواساسي وويونه - نه دي ٠

زه له ټولوپښتوليکونکوڅخه هيله کووم چی په انټرنيټ کی غلط پښتولغاتونه رواج نه کړي ٠

مننه

مشواڼې


لرګبه
20.07.2006

[quote:45e9735732="صافی"]کوشانه!وروره ښې چارې:
زما د(سیری) یاسیرکردن ،پښتومرادفه ،دا یوه کلمه نظرته راځې : [color=red:45e9735732]مړښت.[/color:45e9735732]
مړیدل (مصدر)
مړښت(دمصدرحال)
ښایی نورې هم وي ،که دنورو دوستانو په یاد وي مونږسره دې شریکې کړي .
په مینه[color=red:45e9735732][/color:45e9735732][/quote:45e9735732]
تاسوته ښه ورځ غواړم،
بل ئې [color=blue:45e9735732] مړول [/color:45e9735732] ( فعل) = بل څوک ( شخص يا څاروۍ)مثلا په خوړو، پيسو٠٠٠ مړول ; پاړسی ئې سير ساختن ؟ ،


ليلا
21.07.2006

وروڼو سلامونه مو ومنئ ،
مهرباني به مو وي ، که د د ې الاندې دوو کلماتو رېښه راوښيئ چې د کومې ژبې دي .

لېسه ؟
لېليه ؟
ستاسې د جواب پۀ هيله


مشواڼې
21.07.2006

له درنښت وروسته :

فکرکووم چی '' لېسه '' فرانسوي اصطلاح وي او '' ليليه '' عربي ٠

مشواڼې


ليلا
21.07.2006

ښاغلی مشواڼی صيب ،
له جوابي ليکنې مو منندويه يم !


مشواڼې
21.07.2006

کوشان صاحب !

ستاسوپوښتنه ډېره (په زړه پوری ) ده !

مشواڼې


hewad
23.07.2006

ښاغلی کوشان صاحب سلامونه مې ومنه !
څومره چې ماته جوته ده دلچسپي ته پښتو کې پۀ زړۀ پورېتوب وايي٠
بله بېلګه :ښکلی :مقبول ؛ښکلي توب يا ښکلی والی :مقبولی
پۀ پښتو کې دا ډول بېلګې ډېرې دي٠ پۀ درنښت هېواد


لرګبه
25.07.2006

[quote:a8afea95c8="hewad"]....
بله بېلګه :ښکلی :مقبول ؛ [color=blue:a8afea95c8]ښکلي توب يا ښکلی والی[/color:a8afea95c8] :مقبولی
پۀ پښتو کې دا ډول بېلګې ډېرې دي٠ پۀ درنښت هېواد[/quote:a8afea95c8]
هيواد صيبه، درناوی مې ومنه،
د پاړسئ [color=red:a8afea95c8]زيبائي[/color:a8afea95c8] يا د هغه معربې بڼې [color=blue:a8afea95c8]مقبولی[/color:a8afea95c8] لپاره تر هرڅه دمخه خپله د[color=red:a8afea95c8] ښکلا[/color:a8afea95c8] وئی نه په پښتو کې ترې د صفتي حالت کاراخيستل کيږي ، چې پدې ډول د ښکليتوب يا ښکليوالي وئېو نه چې په ګرامري لحاظ سهي هم دې خو د کارولوا ړينتېا ئې را کموي٠

[quote:a8afea95c8="کوشان"]په زړه پورې ، ته په پارسي کې ، دلچسپ وايي .

[size=18:a8afea95c8][color=red:a8afea95c8]دلچسپي ته په پښتو[/color:a8afea95c8][/size:a8afea95c8] کې څه وايي ؟؟[/quote:a8afea95c8]

او کوشان صيب، راغلو د[color=blue:a8afea95c8] دلچسپئ [/color:a8afea95c8]پښتوسوچه معادل ته، زما په اند په مروجه پښتو کې ورته خالص پښتو وئې چې کټ مټ ئې مانا کړي نشته، خو دا دپښتو دضعف او د پاړسئ د قوت مسئله نده، تاسو د دغه وئې د پاړسي بڼې کارول په اردو او ورځنئ هندی کې هم په پراخه توګه ليدلې شئ، ( يه بهت دلچسپ بات هې، اس بات سې همې بړی دلچسپي هې....) خو دا د تاريخي، سياسي لاملونو په پايله کې
داسې شوي، چې په اوسمهال کې بيا حتمي نده چې پښتو دې نو يوازې دهغې او داسې ورته وئېونو د استعمال په بند کې پاتې شي، بله دا چې دا هم ضرور نه ده چې يوه ژبه دې هرو مرو (١٠٠ په سلو کې ) د بلې ژبې وئېونه د وژباړي، دا کار د افادې دهغو مروجو بڼو له لارې هم کېدای شي چې په نوموړې ژبې (دلته پښتو مطرح ده) کې بې ستونځې ترې کار اخيستل کيږي٠ د مثال په ډول : ايران درحوادث لبنان دلچسپی های معينې دارد٠٠٠
پښتو ئې : ايران د لبنان په پيښو کې خپلې ځانګړې ګټې څاري ،
ژباړه 100% نده، خو پوهيځ ئې کټ کټ معادل دی ځکه اصلا دلچسپي هم د لاتيني interest = Interes په مانا لومړی پاړسي ژبې کې کارول شوی نو بيا د[color=blue:a8afea95c8] ګټې[/color:a8afea95c8] د وئې نه په پښتو ژبه کې "مرسته" اخيستلو کې کوم خڼډ نه ليدل کيږي ٠ دغه راز دې ته ورته حالات په پښتو کې ډېر ليدل کيږي، چې پخوا به (لا تراوسه هم ) يواځې له عربی او يا پاړسي وئېونه کار اخيستل کېده چې دغه تسهيلی چلند د پښتو د ژبنيو امکاناتو د راسپړېدو ؤ مخې ته غټ خنډ ګرځېده
، خو زما په اند دغه طرزالعمل کوم اسمانی تجويز ندی چې سړی دې د ېوه بدلون نه منونکي ار په څېر دقدسيت درجه ورته قايل شي٠ خپله پښتو او د هغې پراخې ژبنئ زيرمې چې د پښتونخوا په بيلا بيلو محلي لهجو کې نغښتې دي، د غې ژبې ته د لا هم ډېرې ودي طبيعی شونتاوې ور په برخه کړي، چې د وخت په تېرېدو به هرومروځان لا هم بشپړوي او بډای کوي به٠
خو شاله اوسئ
لرګبه


صافی
26.07.2006

محترمو ورونو!السلام علیکم......
لرګبه صاحب ! د ګټورې څیړنې او معلوماتو نه مو ډیره مننه. سره ددې چې پوښتنه د ښاغلی کوشان وه خولیکنه مو ماته هم په زړه پورې او خوندوره وه.
په پښتو کې د هغو مروجه کلمو او لغاتو چې اصل یی پښتو نه دی اویا هو به هو ترجمه اویا په اصطلاحې توګه ورځینې استفاده کیږی دپښتو ګرامر او دکلمو دتصریف دقاعدې لاندې نه راځی، چې هر راز مو زړه وغواړی هغسې یې ماتې راماتې کړو دمثال په توګه[ ګټه] پښتو کلمه ده چې ترې نه [ګټې،ګټور] هم جوړیږی ولې د[په زړه پورې] نه بله کلمه نه مشتق کیږی . همدا راز داصطلاحی کلماتو په معنی پوهیدل پرته دجملې نه په استعمال کې امکان نشته. دمثال په توګه [من به اموختن لغات نو پشتودلچسپی خاصی دارم] دلچسپی په فارسی کې هم اصطلاح ده . پورتنی جمله په پښتو کې داسې لیکو [زه دپښتو ژبې دنوولغاتودزدکړې سره خاصه مینه او یا علاقه لرم] په زړه پورې کلمه اصلا دلته ځای نه لری.
په درناوی
وروره! لرګبه څه معنی ؟بښنه غواړم ،زه خویې په مذکر او مونث هم نه پوهیږم.


لرګبه
26.07.2006

[quote:805a3ff4e7="صافی"]..... دمثال په توګه [من به اموختن لغات نو پشتودلچسپی خاصی دارم] دلچسپی په فارسی کې هم اصطلاح ده . پورتنی جمله په پښتو کې داسې لیکو [زه دپښتو ژبې دنوولغاتودزدکړې سره خاصه مینه او یا علاقه لرم] په زړه پورې کلمه اصلا دلته ځای نه لری.
[/quote:805a3ff4e7]
صافی صيب خدای دی راوله ستړی مشې،
په پورتني مثال کې مومطلب لا هم روښانه کړ ، بيخي همداسې ده ډېره مننه،

[quote:805a3ff4e7]وروره! لرګبه څه معنی ؟بښنه غواړم ،زه خویې په مذکر او مونث هم نه پوهیږم[/quote:805a3ff4e7]
لرګبه سره له دې چې په اخر کې ( ه) لري ،مذکر دی او په مانا کې د لرګيو ، خسو ټولوونکي او ماتوونکي ته وائي٠ صفت ئې ( د وظيفې يا کاروبار په مفهوم) لرګبنه دی٠ پاړسئ کې هيزم شکن، چوب شکن٠ دغه وئې د پکتيا په ځينوسيمو کې په ورځنېو محاورو کې معمول دی، ښائی هلته د دغې غريبئ دپراخ رواج لامله٠ ما په
خپله د لايق د يوه شعر له برکته د لومړي ځل لپاره دغه پښتو وئی وپيژند او خدای شته چې ډېر ئې خوند راکړ، هم وئې او هم شعر، دواړه د پښتون بخت او برخه ښه انځوروي٠ دشعر نوم " درې غوښتنې" او د لايق په کيسې او افسانې نومي اثر کې خپور شوی دی ٠ د جهاني په اشعارو کې هم لرګبه او لرګبنه شته٠
خوشاله اوسئ

لرګبه
_____________________________________________________
[color=blue:805a3ff4e7]يولرګبه چې غرېبئ وکړولی
لوږې تندې په اورونواړولی
چاودو پښو ئې پارولي وو دردونه
خوږمن زړه ئې خوځولي وو موجونه [/color:805a3ff4e7].....

د بشپړ کتاب لوستلو لپاره دغه لينک نه کار اخيستل کېدا ی شي ، نوموړی شعر د کتاب په 30 مخ کې دی٠

http://www.payamewatan.com/Literature/QesiAwAfsani.pdf
[/quote]


مشواڼې
26.07.2006

ښاغلی کوشان صاحب ، سلامونه !

تاسوپوښتلې يم چی ستاسو ددې پوښتنې ((دلچسپي ته په پښتو کې څه وايي ؟؟ )) اوما ځواب درکړې ؤ چی ستاسوپوښتنه ډېره '' په زړه پورې '' وه ٠ خوتاسوبيا وپوښتلم چی ددې ' په زړه پورتيا ؟، په زړه پورې والی ؟، او يا په زړه پورې توب ؟ ' په څه شي کې دی ؟

هغه په سرچپه کوولوکی دې ٠

تاسوليکلي چی ' په زړه پورې ، ته په پارسي کې دلچسپ وايي . ' نو ' دلچسپي ته په پښتو کې څه وايي ؟؟ '

ماته داسې وبرېښېده لکه په فارسي کی چی وواياست چی ( اوبچه شکور! نامت چيست ؟ )٠

مننه

مشواڼې


مشواڼې
26.07.2006

دښکلا لپاره يوبل لغت هم شته اوهغه ' ښائيست ' دې

ښکلا = ښائيست
ښکلېتوب ، ښکلېوالې = ښائسته توب ، ښائسته والې
ښکلې\ښکلی \ښکلي = ښائيسته

مشواڼې


hewad
26.07.2006

ټولو ګرانو هېوادوالوته سلامونه او پېرزوينې وړاندې کوم !
د ژورتيا ،ژورتوب ،ژوروالی ٠٠٠ او داسې نورو کلماتو ته بۀ هرومرو کومه قاعده شته وي خو زماسره اوس دپښتو پښويه (ګرامر) نشته چې اړونده سکالو ترې رانقل کړم٠
زما پۀ اندد يوۀ لغت لپاره د هغۀ څو ډولونه لرل سميزو ګړدودونو سره تړاو لري ٠
د بېلګې پۀ ټوګه ګوندې ځينو سيمو کې بۀ لوی ،لويوالی ،بله سيمه کې لوی ، لويتوب کارول کېږي٠
دا سمه خبره ده چې لۀ بلې ژبې څخه کټ مټ ژباړه نۀ کېدونکې ده،اما د دلچسپی پر ځای د پۀ زړۀ پورېتوب لغت ما پۀ ډېرو ليکنو او کتابونو کې لوستی دی همدا ډول د علاقې لغت لپاره د لېوال ،لېوالتيا لغت هم شتون لري٠ لۀ بلې ژبې څخه پۀ خپل سرژباړې سره زۀ همنظره نۀ يم٠
ښکلا:ښکلي توب :ښکلی والی
ښايست :ښايسته توب:ښايسته والی
درونډتيا:درونډتوب :درونډوالی
سپکتيا:سپک توب:سپک والی
رغښت:روغ توب:روغ والی
تودښت:تودتوب:تودوالی
مينه:مين توب:مين والی (دا زما پۀ اند استثنابۀ وي)


لرګبه
28.01.2008

[quote:c96068a321="مشواڼې"]ښاغلی کوشان صاحب ، سلامونه !

تاسوپوښتلې يم چی ستاسو ددې پوښتنې ((دلچسپي ته په پښتو کې څه وايي ؟؟ )) اوما ځواب درکړې ؤ چی ستاسوپوښتنه ډېره '' په زړه پورې '' وه ٠ خوتاسوبيا وپوښتلم چی ددې ' په زړه پورتيا ؟، په زړه پورې والی ؟، او يا په زړه پورې توب ؟ ' په څه شي کې دی ؟

هغه په سرچپه کوولوکی دې ٠

تاسوليکلي چی ' په زړه پورې ، ته په پارسي کې دلچسپ وايي . ' نو ' دلچسپي ته په پښتو کې څه وايي ؟؟ '

[/quote:c96068a321]
[color=blue:c96068a321]بېا هم دلچسپي [/color:c96068a321]:

که موخه دا وي چې مثلا زه د کوم شي/کار لاسته راوړل غواړم په پاړسئ کې به وواېم - من به خواندن کتاب بسيار دلچسپی /علاقه دارم،
من بسيارعلاقمند خواندن کتاب ميباشم
اين کتاب بسيار دلچسپ است
پښتو ئې :
زه د کتابونو لوستلو سره ډېره لېوالتېا لرم،
زه د کتابونو لوستلو ډېر لېوال ېم
دا کتاب ډېر په زړه پورې دۍ
لنډه دا چې:
د لچسپی = لېوالتېا
علاقمند = لېوال
دلچسپ = په زړه پورې،
[quote:c96068a321="کوشان"]
[color=darkred:c96068a321]نوشيدن [/color:c96068a321] ته په پښتو کې څښل او يا دا چې شکل ويل کېږي . کوم يو يې سم دی ؟؟

ما اوبه وشکل سمه ده او يا دا چې ما اوبه وڅښل .

په جرمني ژبه کې داسې يوه اصطلاح ده په نوم د

Schonheits Sinn

دغه اصطلاح سړی څنګه په پښتو ژباړلی شي ؟
او يا

Sinn für Humor

.[/quote:c96068a321]
د اوبو څښل ېا څکل دواړه سم دي، خو([color=red:c96068a321] شکل[/color:c96068a321] ) بيخي اصطلاحي ده او ېواځې په اړونده سيمو کې لکه لغمان کاريږي ،همدارنګه په کندهار (اتو) کې چشنګ، چشل چې شفاهي وئېل کيږي خو ليکلې بڼه ئې څښل ده٠
[color=blue:c96068a321]Schönheitssinn[/color:c96068a321] = سليقه، ذوق، د شوق لرل (هغه ډېر شوقي سړۍ دۍ)
[color=yellow:c96068a321]Sinn für Humor [/color:c96068a321]= شوخ طبيعت (لرل) -
پلانکۍ سړۍ دشوخې طبعې خاوند دۍ،
او ېا : هغه ډېر ټوکي دۍ،

[quote:c96068a321="کوشان"]خاستګاري
ته په پښتو کې څه وايي ؟؟[/quote:c96068a321]

[color=yellow:c96068a321]خاستګاري [/color:c96068a321] = مرکه استول، څوک غوښتل :
خانۀ کسی خاستګاری رفتن = چاکره [color=blue:c96068a321]مرکه [/color:c96068a321]تلل،
از کسی خاستګاری نمودن = چا ته (کره) رېبا ر استول
خاستګار = مرکه چي ، رېبار

اود لاندينئ پوښتنې ځواب دې را باندې پور وي، سملاسي ځواب ورته نه لرم ، که کوم بل عزيز پرې رڼا واچوي نو مننه ترې کوم٠
[quote:c96068a321="کوشان"]درنو ګډونوالو

دغه ،
نوزاد يا طفل ء نوزاد
ته په پښتو کې څه وايي ؟؟[/quote:c96068a321]
لرګبه


لرګبه
13.02.2008

[quote:c4e101fc81="کوشان"]
نو ؛ د /\ طفل ء نوزاد /\ تر څنګ ، دغه
مروج کردن ته په پښتو کې څه وايي ؟؟

او
Regenerieren

په پښتو کې څنګه ژباړېدلی شي ؟؟

او بل دا چې دغه ژباړېدلی د // ترجمه کردن //معنا ورکوي او کنه ؟؟

په درناوۍ[/quote:c4e101fc81]

ښاغلۍ کوشان،
١-لاندې معلومات مې په الماني قا موس کې وليدل، نو ښائي پښتو ژباړنه ئې هم
له الماني ماناګانو سره پرتله شي
regenerieren
[color=blue:c4e101fc81]Bedeutung 1[/color:c4e101fc81]
Synonym [color=yellow:c4e101fc81] erneuern[/color:c4e101fc81]
Im Sinn von sich erneuern oder regenerieren
Beispiele "Der Wald wird sich nur langsam regenerieren."
"Haut und Haare erneuern sich ständig."
Oberbegriff verbessern

[color=blue:c4e101fc81]Bedeutung 2 [/color:c4e101fc81]
Synonym erneuern
Im Sinn von jemand erneuert oder regeneriert etwas; ein weiteres Mal für gültig erklären, von neuem genehmigen; ein Stipendium/einen Vertrag erneuern
Beispiel "Sie musste ihre Aufenthaltserlaubnis erneuern lassen."
Oberbegriff verbessern

[color=white:c4e101fc81]Bedeutung 3[/color:c4e101fc81]
Beispiele "Die Haut regeneriert sich ständig."
"Sie hat sich körperlich schnell regeneriert."
[color=blue:c4e101fc81]Oberbegriff[/color:c4e101fc81] gesunden
[color=yellow:c4e101fc81]Unterbegriffe[/color:c4e101fc81] entgiften, entschlacken, entkrampfen, auftanken, kuren, saunen
نو بېاخوځول، بېا پکارول، بېاشنه کېدل (د ويښتانو په اړه)،
همدارنګه ،بېا روغېدل او داسې نور، خو ېو شۍ به پکې ګډ راځي او هغه د
-re لپاره د(([color=blue:c4e101fc81] بېا[/color:c4e101fc81] )) د مختاړي کارول دي ;
٢-رواج عربي ده، مروج د رواجولو په پوهيځ چې مروج کول "له پاسه" مثلا له حکومته کيږي او رواج ېافتن بېا رواجېدل او خپرېدل دي،
مروج کرد ن = رواجول ېا ، خپر ول،
دطالبانو په وخت کې اوږدو ږيرو ته رواج ورکړ شوېا اوږدې ږيرې رواجې کړای شوې;
دکرزي په اداره کې نوي بانکنوټونه خپارۀ شول
٣-ترجمه کردن = ژباړل;
او
[color=yellow:c4e101fc81] ژباړېدلی[/color:c4e101fc81] دغه شعر په پښتو نشي [color=white:c4e101fc81]ژباړېدلی[/color:c4e101fc81] - استمراري مفعولي حالت ؟

د مثال په ډول په لاندې الماني وېتوکي (جمله)کې

- kann nicht haargenau auf Paschto [color=blue:c4e101fc81]übersezt werden[/color:c4e101fc81]
و[color=yellow:c4e101fc81]نوزاد[/color:c4e101fc81] دې لا اوس هم "بېدۀ" وي!
لرګبه


Ghairat
04.05.2008

[quote:a1c7d4f95d]نوزاد يا طفل ء نوزاد ته په پښتو کې څه وايي ؟؟[/quote:a1c7d4f95d]
تي خور یا د غیږې ماشوم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more