د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پاړسي ګرامرپه پښتو کي نقل کول،يوه تېروتنه

Anonymous
27.12.2005

"افغان علماووله ملى شورا څخه ملاتړ اعلان کړ"
نن ما دغه سرټکي د بېنوا په پاڼه کي ولوستل، او خيال مو وکړ چي د بري پښتونخوا د ليکوالانو او لوستونکو پام په دغه رنګه ليکنو کي يوې تېروتني ته را واړه وم٠
دلته ګرامري تېروتنه په ټکي "څخه" کي ده.
دغه سرټکي کټ مټ له پاړسي نقل شوي دي ٠ په پاړسي کي به دا ټکي دغه ډول ليکل شوي وای٠ "علماې افغانستان حمايت را 'از' شوراې ملي اعلان کردند"
په پښتو کي چي مونږ کله 'از' په 'څخه / نه' ترجمه کړو، نو د دغه ډول ليکنو مانا يا مطلب بيخي بل څه شي٠
دغه يوڅو توري په کار وای چي په سمه پښتو کي په دې ډول ليکل شوي وای٠

"افغان علماوو د ملي شورا ملاتړ اعلان کړ"

هم دغه رنګه د بري پښتونخوا د ليکوالانو په ليکنو کي اکثر ليدلکيږي او د عادي وګړو له خولې اورېدلکيږي٠ "افغانان له خپل څخه دفاع کوي" يا "افغانان له خپل وطن نه دفاع کوي"
د پورتنی جملې په شان دغه هم له دغي پاړسي جملې نه کټمټ اخيستل کيږي٠ "افغانها از وطن خود دفاع٠٠٠"
په پښتوکي دغه ټکي په کار ده داسي وليکل شي٠
"افغانان د خپل وطن دفاع کړي٠ "
دلته "څخه" او "نه" دواړه د پاړسي د ټکي "از" نقل" دي، چي پښتو ترجمه يې د پښتو جملې اصل مانا بېخي له مينځه وړي٠

" نه" او "څخه" ته په انګليسي ژبه کي "From" ټکی کاره ول کيږي . نو
"افغانان له خپل څخه دفاع کوي" يا "افغانان له خپل وطن نه دفاع کوي" انګليسي ترجمه به دا ډول وي٠ " Afghans are defending from their country"
"افغانان د خپل وطن دفاع کوي٠ " ترجمه به يې دا ډول وي "Afghans are defending their country"

د پورتنی جملې مانا به دا وي چي د افغانانو وطن په افغانانو بريد کړی او دوی د خپل سر دفاع د وطن نه/څخه کوي٠ او د لاندينی جملې مانا به داوي چي د دوی په وطن بل چا بريد کړی او دوی د خپل وطن دفاع کوي٠

په درناوي
ابراهيم ناسر


Anonymous
27.12.2005

ګران ورور ابراهيم ناسر صاحيب نيکي هيلي مي ومنه!
د کره پښتو دودولو د پاره زياتو هڅو ته اړتيا شته . دا لړۍ به پر له پسې ساتو. زما په اند ستاسو په يادو شويو بېلګو کي درې رښتيني ستونزي شته . لومړۍ په پښتو ګرامر کي د (( کول )) او (( کړل )) فعل پر ځای کارونه ؛ دوهم پر ليکوال د سيمه ايزو ګړدودونو واکمني او دريم د ليکوال ځير تيا . په همدي يادوشويو بيلګو کي دا درې ستونزي را برملا کوو:
((افغانان د خپل وطن دفاع کړي )) دا (( کړي )) جاري فعل دۍ . او کيدای شي داسي هم وليکل شي چي (( افغانان د خپل وطن دفاع کوي )) په پورتنيو دوو جملو کي زما په اند ښايې په کندهار او شا او خوا سيمو کي د (( کوي )) فعل کارول پرځای ښکاره شي او په ختيځو سيمو کي د (( کړي )) کارول پرځای وبرېښي .
د (( له )) (( نه )) او (( څخه ))چي درې واړه د انګريزي د From تړوکي يا سربل سره سمون خوري ، په پښتود کاروني او کارېدني بيلا بيل ځايونه لري . د بيلګي په توګه :
(( له خوازک څخه مي پته واخيستل )) دلته هم (( له )) او هم (( څخه )) و کاريدل . او دا کيدای شي داسي وليکل شي چي (( له خوازک نه مي پته واخستل )) چي په داسي حالاتو کي (( څخه )) او (( نه )) نه شي ليري کيدای ، که ليري شي نو دا اړينه ده چي په نوم کي بدلون راشي او هغه داسي چي (( له خوازکه مي پته واخيستل )).
داسي جملې هم شته چي په هغو کي د (( څخه )) (( نه ))او (( له )) ليري کيدای شي . (( بې له اوبو څخه ژوند نشته )) يا (( بې له اوبو ژوند نشته )) او داسي نور .په داسي حالاتو کي چي تاسو يې بيلګي يادي کړيدي ، کيدای شي (( څخه )) ليري شي .
زما په اند په دې برخه کي د ليکوال پاملرنه اړينه ده چي پوه شي په کومو ځايونو کي بايد د ا سربلونه يا تړونکي وکاروي او په کومو ځايونو کي يې کارول اړين نه دي .
په درنښت
سمون


Anonymous
27.12.2005

وروره زمونږ خپل مشکلات دومره زيات دي چې ولاکه يې د حل لاره راته معلومه وي ته بياپکی داسی خبرې راوباسې چې سرفی مير خوتی ډېر اسان دې ٠ داڅه کاړي واړي دی ليکلي سريې راباندی وچورلاوه ٠
دفاع ديوڅه نه \څخه کيږي ښه ، په همدغه پخوانۍ توګه يې کاروه ښه !

اودادی څه ليکلي ؟

((د پورتنی جملې مانا به دا وي چي د افغانانو وطن په افغانانو بريد کړی او دوی د خپل سر دفاع د وطن نه/څخه کوي٠ او د لاندينی جملې مانا به داوي چي د دوی په وطن بل چا بريد کړی او دوی د خپل وطن دفاع کوي٠ ))

رښتيا يوه بله خبره راياده شوه ٠ په مردان کی به کومه دوه مياشتينۍ خپرونه وي چې نوم يې ((((((((((( پاسون ))))))))) ورته ايښې ٠ د (( پاسون )) او ((پاڅون )) معنا ګانې هم بېلې دي ٠ (پاڅون ) دودرېدو او سياسي قيام معنا لري او (پاسون )) د جګوالي اوارتفاع په مفهوم دې ٠ نو زه په دې کی هم ګنګس شوې يم چې د وی (پاسون ) په پښتوکی څنګه تعبيروي ٠

کوږ ځوان


نقاد
28.12.2005

سمون صاحب ترسلامونو او نيکو هيلوورسته :
تاسو د ښاغلي ابراهيم ناصرموخه نه ده تشخيص کې ، خو ليکنه مو ماغوندې لوستونکوله پاره ډيره ارزتمنه ده .
د ناصر مطلب د له او څخه يو له بل نه نۀ بيول اونۀ سره تړل دي، د هغه بحث په دې هډو دې نه ،بلکې وايي چې
په پښتو کې (له ...څخه ) اضافي حالت نه دې ، خو ( د وطن دفاع ) بالکل اضافي حالت دی :
دڅشي دفاع ؟ د وطن دفاع! ، د چا دفاع ؟ د ځان دفاع !
که څوک ووايي له وطن څخه مېفاع وکړه ، نو پښتنه راپورته کيږي چې له وطن څخه دې څشی دفاع کړ ؟
خو که ووايي : د وطن فاع مې وکړه ،په ډاګه کيږي چې[color=white:4b4b9dfb25]
له دوښمن څخه يې د طن دفاع کړې ده ، يا له دښمن څخه يې وطن دفاع کړی دی . [/color:4b4b9dfb25]
وګورئ په دې وروستۍ جملې کې [color=yellow:4b4b9dfb25]له دښمن څخه [/color:4b4b9dfb25]د يو شي د فاع يي چې هغه وطن دی، [color=white:4b4b9dfb25]نه له وطن څخه د بل کوم شي دفاع [/color:4b4b9dfb25]کيږي .. ګناه او نيمګړتيا د ناصر صيب خبره هاغه د فارسي تقليد دی چې از وطن خود درقابل دشمنان فاع نمود کټ مټ راژباړل کيږي : له وطن څخه يې د دښمنانو
په وړاندې دفاع وکړه . .دا ډول را کاپي کول غير شعوري پيښيږي او لکه د بوسو ﻻندې د مړو ابو په څير خوندي ځای نيسي . دا غلط کار دی .او سمه جمله هماغه پاس ده چې : [color=blue:4b4b9dfb25]له دښمانو څخه يې د وطن دفاع وکړه [/color:4b4b9dfb25]
بله پوښتنه په دې ﻻندې اقتباس کې (واخيستل) وييز دی :[quote:4b4b9dfb25] له خوازک نه مي پته واخستل [/quote:4b4b9dfb25]
[color=blue:4b4b9dfb25] اصلأ خو ( له خوازک نه مې پته واخيسته ) يوه روښانه او په ګرد افغانستان کې آن د محکومې پښتونخواپه شمول پرې دنړۍ په هر ځای کې پښتانه پوهيږي .
اوبيا (واخيستل ) جمع د ه نه مفرد :لکه کتابونه مې واخيستل او کتابتون ته مې وسپارل. ښکاره خبره ده چې دغه ګرامري حالت هم ماضي ،هم مفعولي هم جمع اوهم مذکر دی ، خو په پورتني اقتباس کې ددې پرخلاف هم مفرد او هم مؤنث کارول شوی دی، چې له کومې غير معياري سيمه ييزې استثنا پرته ښايي بل هيڅ ډول تفسير
ونه لري . که همداسې وي ، نو پوښتنه داد چې د معياري بڼې له شته والي سره سره د سيمه ييزو استثناو کارول بايد څنګه و انګيرل شي او ددې کار انګېزه به څه وي ؟ . والسلام .[/color:4b4b9dfb25]


نقاد
28.12.2005

لومړی سلامونه ، او بيا مې نيکه هيله درته د ا دعا ده چې : کوږ ځوانه خدای دې سم کړه!
[quote:046d8c75f4]چې د وی (پاسون ) په پښتوکی څنګه تعبيروي [/quote:046d8c75f4]٠
١ـ د وی ( پاسون) ؟ د وی (؟) ، په هر صورت که مطلب مو له (وی) ځنې بدمرغه ( وېي) وي او بيا له پاسون سره يې ځای هم بدل شي نو (د پاسون وېی ) به مو مطلب وي : په دې صورت کې د پښوريانو او مردانيانو ملي بدمرغي داده چې دوی د ملي ځپلو ﻻندې په خپله ژبه ښونځي نه لري او د څ پر ځای هر چيرې س ليکي لکه سنګه ،سوک او سه نا سه . همغسې پاڅون هم پاسون ليکي اوله پاس ماس سره هيڅ تړاو نه لري .
د پا س په تړاوپاسون هډو شته نه ، که نه نو د ﻻندې اواړخ سره به هم ﻻندون اواړخون موجود وَی . والسلام . .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more