د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

څنګه کولای سو چی خپل کمبیوتر format او بیرته ویندوز نصب کړو

خیریوسی
14.11.2005

یوه لویه ستونزه چی هر کمبیوتر لرونکی ورسره مخامخ کیږی دکمیوتر ستونزی دی چی هغه یو وخت هیڅ نه اصلاح کیږی بیله دی چی کمیوتر format نه شی
زما سوال دګرانووروڼو کمبیوتر پوهانو څخه داده څنګه کولای شو چی خپل کمبیوتر پخپله format کړو بیله دی چی وکم ورکشاف ته یوسو هیله کوم چی خپله پوهنه دلوستنکو څخه ونه سپموې

مینه مننه
ابو محمود


خیریوسی
24.11.2005

:Format( مسحه کول د ویندوزاو ټوله فروګرامونو )
دکمبیوتر دفرمت کولو دپاره لازمه ده چی ستاسو سره دا لاندی سی ډی ګانی وجود ولری:
1- د ویندوز سی ډی CD win
2- داوفس سی ډی office CD
3- د لازم فروګرامونو سی ډی (مودیم ، فیدیو ، اواز)
4- او یو بلوبی دسک start up درسره وی
هار دیسک همیشه پر دوو یادرو حیصو ویشل سوی وی یعنی ( C , D ) اویا C, D , F ))
تاسو ته باید معلوم وی چی ویندوز پر C نصب سوی او که پر D

اول : خپل ضروری فایلونه پر یوه سی ډی کافي کړی دځان سره یی وساته اویا که ویندوز پر C با ندی نصب وی ټوله ضروری فایلونه و D ته کافي کړی
دوهم : تاسو هغه جوړه سوی بلوبی دیسک start up په بلوبی دریور کی داخل کړی او کمبیوتر ری ستارت کړی ( کمبیوتر بند او بیرته چالان کړی) نو تاسوته به څلور شیان ښکاره شی

1- Help

-start computer with CD-Rom support 2

3-start computer without CD-Rom support

4-minimal boot
تاسو دهغه څخه دوهم نمبر ( -start computer with CD-Rom support2) اختیار کړی وتاسو ته به داسی لیکل ښکاره شی
په اخیر کی به داسی لیکل سوی وی (<:A)

Drive X:=Drive MSD001

your CD-RON is drive X دا ستاسو د cd- rom رمز دی

x = ( دسی ډی روم نوم دی) او یا D,E,F,G,H تاسو دغه دسی ډی روم نوم دڅان سره حفظ کړی څکه چی دغه رمز ډیر مهم دی چی ستاسو څخه په راتلونکی وخت کی طلب کیږی

اوس تاسو فورمات شروع کړی داجمله ( :A:>format c )ولیکه او هیر نه کړی چی د format تر لیکولو وروسته مسافه او بیا C لیکل دی

او تاسو انتر Entr وواهه

وتاسو ته به WARNING , ALL DATA ON NON-REMOVABLE DISK DRIVE C: WILL BE LOST!
PROCEED WITH FORMAT(Y/N
یعنی ټوله بیانات و فایلونه چی پر هادیسک C باندی دی ټوله پاکه وی تاسو Y ورته ولیکي

Entr وواهه
اوس ى 1 څخه تر 100 ليكل كوي تاسو انتظار وباسي چی تر 100 پوری پوره شی تر فورمات وروسته تاسو ته به
valume lable (11 characters , Enter for none)?name لیکل ښکاره شی
یعنی هاردیسک ته نوم ورکه هر نوم چی ته ورکوی ویی لیکه او انتر Entr وواهه

اوس فورمات خلاص سو ستاسو ویندوز او ټوله فایلونه پاک سول
وتاسو ته (<:A) ...... ښکاره شي اوس تاسو خپل دویندوز سي ډی sd win و سی ډی روم ته داخل کړی

هغه حرف چی موږ مخکی حفظ کړی و یعنی دسی ډی روم نوم x D,E,F,G,H هغه اوس ومو ږ ته په کار راځی
د فلوبي څخه و سی ډی روم ته انتقالیږو
( <:A ) معنی دوس په بلوبی کی کار کوی
اوس موږ د A پر ځای G لیکو (<:G) چی دسی ډی روم ته نقل سو
G چی زموږ دسی ډی روم رمز( نوم ) دی
یعنی په داسی شکل G:>cd winxp/loc
اوس موږ د winxp سی ډی بنده کړه
انتر Entr وواهه

بیا به داسی ورته لیکو
G:winxploc>setup یعنی ویندوز نصب کړه

انتر Entr وواهه

وتاسو ته به داسی لیکل ښکاره شی

setup is now going to perform aroutine check on your sestem
to continu , press Enter > to quit setup , press Esc

تاسو بیا انتر Entr ووهی
بیا به وروسته داسی لیکل ښکاره شی
scane disk checked the following drive
drive C had no errors
drive D had no errors
لاندی دوه خیاره نور تاسو و (Exit) ته زور ورکړی

ملاحظه : که چیری په هاردیسک کی څه مشاکل وی نو و دوس DOS ته واپس کیږې نو تاسو دفلو بي ديسك (start up) څخه و و G یعنی و سی ډی روم ته انتقال وکړی او بیا دسره دویندوز دنصب کولو طریقه استعمال کړی

ګرانو وروڼو کمبیوتر پوهانو هیله کوم که کومه نیمکړتیا وی ولری تاسو یی اصلاح کړی چی زموږ ګران پښتانه وروڼه وكولاي شي دخپل کمبیوتری ستونزي پخپله اصلاح كړی

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more