د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
11.12.2011

99 ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عِيسَى وَهُوَ ابْنُ الطَّبَّاعِ ، قَالَ
: حَدَّثَنَا عَبَّادُ بْنُ الْعَوَّامِ ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي عَرُوبَةَ ، عَنْ قَتَادَةَ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ
.أَنَّهُ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ . قَالَ أَبُوعِسَي : هذا حَدِيْثُ غَرِيْبُ لاَ نَعْرِفًهً
مِنْ حَدِيثِ سَعِيدِ بْنِ أَبِي عَرُوبَةَ عَنْ قَتَادَةَ , عَنْ أَنَسٍ , عَنِ النَّبِيِّ صلي الله عليه وسلم نَحْوَ هَذَا
إِلاَ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ . وَ رًوِيَ بَعْضً أَصْحَابِ قَتَادَة َ عَنْ قَتَادَةَ , عَنْ أَنَسٍ , عَنِ النَّبِيِّ صلي الله عليه وسلم.أَنَّهً كَانَ يَتَخَتَّمُ فِي يَسَارِهِ وَهًوَحَدِيثُ لاَ يَصِحًّ أَيْضاً .

ژباړه :
انس بن مالك رضي الله عنه وایې: رسول الله صلي الله عليه وسلم به په ښي لاس ګوته په ګوته
كوله . مصنف یعني ابوعیسي الترمذي وایې :دا غریب حدیث دی ددي حدیث په څیر یې د سعیدبن ابي عروبه ، هغه له قتاده ، هغه له انس او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یواځي
له دې لارې نه پیژنو . او دقتاده ځيني شاګردانو له قتاده نه ، هغه له انس نه او هغه له رسول
الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چې هغه به په چپ لاس ګوتي په ګوته کوله . اودا
راز دا حدیث هم ندی صحي .

لنډه تشريح :
مخكي هم موږپه دي اړه خبري كړي دي امام ترمذي رحمه الله تعالي ى تختم في اليمين روايات غوره بولي .أَنَّهُ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ او دتختم في اليسار روايات كمزوري بولي او دادده نظر دي خو له تحقيق وروسته داسي معلوميږي چي خبره داسي نده لكه دي چي وايې بلكي په مسلم ابوداوداود أبوالشيخ په أخلاق النبي كې د تختم باليسار په اړه هم صحي روايات راغلي دي او امام النووي رحمه الله وايې : په دواړو ځايونوكي صحي روايات شته .
دلته دمصنف په قال ابوعیسي سره پیل شوی عبارت د شمائل په ځيني نسخو کې نشته او دا
زموږ په نسخه کې شته

التخريج :
إسناده صحيح أخرجه النسائي في الزينة (8_173) وكذلك في السنن الكبري (9519) وأبوالشيخ في أخلاق النبي صلي الله عليه وسلم (ص130_131)كلاهما من طريق محمدبن عيسي الطباع به فذكره .


رښتینی
11.12.2011

100 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عُبَيْدِ اللهِ الْمُحَارِبِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ أَبِي حَازِمٍ ، عَنْ مُوسَى
بْنِ عُقْبَةَ ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : اتَّخَذَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم خَاتَمًا مِنْ ذَهَبٍ ،
فَكَانَ يَلْبَسُهُ فِي يَمِينِهِ ، فَاتَّخَذَ النَّاسُ خَوَاتِيمَ مِنْ ذَهَبٍ فَطَرَحَهُ صلى الله عليه وسلم ، وَقَالَ : لا
أَلْبَسُهُ أَبدًا فَطَرَحَ النَّاسُ خَوَاتِيمَهُمْ .
ژباړه :
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان ته د سرو زرو ګوتي
جوړه کړه ، نودښي لاس په ګوته به یې په ګوته کوله ، نو نورو خلکو هم دسرو زرو ګوتې جوړي
کړي ، کله چې خلکو جوړې کړي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دسرو زرو ګوتي وغورځوله
او ویې ویل : زه به هیڅکله دسرو زرو ګوتي په لاس نکړم ، نو خلکو هم خپلې ګوتې وغورځولې .

تشریح :
دا کیسه په نارینه و باندي دسرو زرو دکارولو له تحریم نه مخکې رامنځته شوې ده اوپه دي
روایت کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي په ښي لاس کړه نو همدا خبره
له ترجمه الباب سره برابره شوه او همدا د مصنف موخه ده .اوپه حدیث کې د (الناس) له توري
نه نراوښځي یا یواځي نارینه مراد دي وروسته بیا دنارینه و له پاره حرام او ښځوته روا پاتې
شول .

دنارینه له پاره سره زر کارول حرام دي

وَقَالَ : لا أَلْبَسُهُ أَبدًا فَطَرَحَ النَّاسُ خَوَاتِيمَهُمْ : له دي حدیث نه په ښکاره توګه د نارینه و له پاره د سرو
زرو دکارولو حرمت معلومیږې او په پآی کې یې دصحابه کرامو دخپلو ګوتو له غورځولو څخه داهم معلومیږې
چې هغوی هم دا امر سمدستي عملي کړ ابن حجر وایې دا حدیث د سرو زرو دحلت ناسخ دی یعني
مخکي روا وو او په دي حدیث سره حرام شول ، اوپه نورو حدیثو کې هم دنارینه و له پاره دسرو زرو کارول
حرام بلل شوې دي لکه په یوه صحیح حدیث کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره
زر په یوه لاس کې او ورېښمن یې په بل لاس کې نیولې وو او ویل یې : دا دواړه زما د امت پر نارینه و
حرام دي او ښځینه و ته روا دي .

ملا علی القاري رحمه الله وایې : څلور واړه مذاهب دنارینه و له پاره سره زر حرام بولي یواځي یوې ډلي
خلکو یې مخالفت کړی دی او دهغوی دلیل ناسم دی دی وایې چې دسلفو او خلفو جمهور په دي نظر
دي چې دنارینه له پآره دسرو زرو کارول حرام دي او احناف په دي نظر دي چې دګوتي کړۍ د سر و زرو
وې نو حرامه ده او که دغمي په ځای یې دسرو زرو میخ لګیدلې وي پروا نلرې یعني اعتباریې کړۍ لره ده
اوقاضي عیاض وایې چې دسرو زرو په حرمت باندي د ټول امت اجماع ده که څه هم په ځیني روایاتو کې
راغلې دي چې ځیني صحابه و به دسرو زرو ګوتي په لاس کولي لکه سعدبن ابی وقاص ، طلحه بن
عبیدالله صهیب اوجابر رضی الله عنهم خو محدثین ددوی له پاره ځانګړې وجوهات بیانوې او وایې چې
له هغو وروسته یې په حرمت باندي دامت اجماع ده ،

التخريج :
أخرجه مسلم في صحيحه كتاب اللباس والزينة (2091)وأخرجه المصنف في جامعه كتاب اللباس بهذا
الإسناد سواء وقال : حسن صحيح (1741) وأخرجه البخاري في صحيحه (5865) وأحمد (2_153)وأبو
الشيخ (ص 131) وأبوداود (4218) وابن سعد في الطبقات وقد زاى البخاري وغيره في رواية ثم اتخذ
خاتما من فضة فاتخذ الناس خواتيم الفضة .


رښتینی
12.12.2011

14

باب ماجاء في صفة سَيْفِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم

دعنوان تشریح :

د( صفةالسیف) معنا درسول الله صلی الله علیه وسلم دتورې بیان اوڅرنګوالی ده دسیف جمعه
سیوف او اسیاف راځي عرب وایې (رجل سایف) یعني له هغه سره توره ده ،داراز عرب وایې :
سفته واسفه یعني په توره مې وواهه ، ددې باب له مخکیني باب سره د مناسبت وجه داسې بیان
شوې ده چې په تیرباب کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دګوتي بیان شوی دی او دلته خبره
د پاچایانو دلوښو او هغه څیزونو راغله چې له دوی سره وې او توره هم له هغو نه ده اویا خو دیته
اشاره مراد ده چې لومړۍ رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت واکمنوته مهرکړل شوې لیکونه
ولیږل څو هغوی اسلام ته راوبولې او دتورې نوبت وروسته راغلی دی ،
دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جګړې په وسائلو کې د تورې یادونه ځکه لومړۍ راوړل
شوې ده چې په هغو ټولو کې توره ډیره کاریدونکي ده او مهمه او اغیزمنه ده نوخکه یې ددې
یادونه په پیل کې وکړه .
دشمائل یو وتلی شارح عصام د ګوتي او تورې د یوځای راوړلو یوه بله وجه هم بیان کړې ده او
هغه داسي چې ګوتي هغه شی ده چې تټولو نورو شیانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدې
او هر وخته ورسره وه او په جنګې وسايلو کې توره بیا هغه شی دی چې ترټولو له رسول الله صلی
الله علیه وسلم نه لرې وه ځکه رسول الله درحمت نبي و اوپه خپل لاس یې دکوم کافر دوژلو هڅه
نده کړې او ډال او زغره بیا ورته نږدې و یعني هغه یې ډیر کارو ل ،او په دې وجه باندې ځیني
شارحینو نیوکي هم کړې دي والله اعلم .

101 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا وَهْبُ بْنُ جَرِيرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبِي ، عَنْ
قَتَادَةَ ، عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : كَانَتْ قَبِيعَةُ سَيْفِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ فِضَّةٍ

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم د توري دقبضي مخکینی
حلقه دسپېنو زرو وه .

تشریح :
كَانَتْ قَبِيعَةُ سَيْفِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ فِضَّةٍ : قبیعة توری د سفینه توري په څیر
تلفظ کیږې او دا دتورې دموټي مخکینی برخي ته ویل کیږې هغه چې ترده پورې دتوري پو
ښ را رسیږې او په دې ځای باندې دانسان موټی تم وې او په همدې قبیعه کې یوه کړۍ وي
چې په هغه کې یوه حلقه وې اوپه هغه حلقه کې دهغه تاریو سر وې چې بل یې دتورې دپوښ
په بل سر کې تړلی وي همدا برخه او په هغه کې کړۍ یې دسپېنو زرو وې . لکه په یوه بل روایت
کې هم راغلې دي .
شارحینو لیکلې دي چې دتوري کمه برخه په سپینو زرو پوښل یا یې کوم کوچنۍ ځای دسپینو
زرو جوړول روادي او دنورو الاتو یا دآس په مختلفو شیانو کې دسپینو یاسرو زرو کارول نا
روا او حرام دي او استدلال یې هم په دي حدیث سره کړی دی نور نو دا موضو ع په فقه پورې
تړاو لرې باید هلته وکتل شي که څه هم دلته دشمائل شارحینو یوڅه تفصیلات اوپریوه بل
نیوکي کړې دي خو داموضوع دحدیثو له فن سره اړیکه نلرې .

التخريج :
الحديث صحيح وقدأخرجه أبوداود في سننه (2583) وأخرجه المصنف في جامعه (1691)
وقال : حسن غريب , وأخرجه النسائي في سننه (5374) , وأخرجه الدارمي في السير(2-221)
والبغوي في شرح السنة (2655- 2256) والطحاوي في مشكل الاثار (1400) والبيهقي
وأبوالشيخ كلهم من طريق جريربن حازم به فذكره .


رښتینی
15.12.2011

102 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُعَاذُ بْنُ هِشَامٍ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبِي ، عَنْ قَتَادَةَ ،
عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي الْحَسَنِ ، قَالَ : كَانَتْ قَبِيعَةُ سَيْفِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ فِضَّةٍ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم د توري دقبضي مخکینی
حلقه دسپېنو زرو وه . اونور تفصیل په مخکیني حدیث کې تیرشوی دی .

راوي
داروایت دسعیدبن ابی الحسن دی ، هغه د مشهور تابعي حسن البصري رحمه الله تعالی
ورور دی له کره تابعینو څخه دی له خپلي مور خیره ،ابوهریره ،ابن عباس اونورو څخه یې
روایتونه کړې دي او له ده څخه قتاده ،سلیمان التیمي ، خالد الحذاء اونورو روایتونه
کړې دي امام النسائي اونورو ثقه او کره بللی دی اوکله چې وفات شو ورور (حسن البصري)
ډیر پرې خپه شو او ډیر یې پرې وژړل . ویل کیږې له هغه نه یوکال مخکې وفات شوی دی
خو کره خبره داده چې په سل هجري کال کې وفات شوی دی او دی د دین په رهب سره یادیدی
اودحدیثوپه ټولو کتابونوکې دده زوایات راغلي دي . رضي الله عنه

التخريج :
صحيح مرسل :
رواه أبوداود في الجهاد (2584) والدارمي في السير ((2-221) والبيهقي في الكبري
(4-143)والطحاوي في مشكل الاثار (1401)وأبوالشيخ في أخلاق النبي صلي ا لله
عليه وسلم ,(ص140)كلهم من طريق هشام عن قتادة به فذكره واشار تايه المصنف في
الجهاد(4-174)وقال الدارمي : وزعم الناس أنه هم المحفوظ اهــ


رښتینی
16.12.2011

103 ـ حَدَّثَنَا أَبُو جَعْفَرٍ مُحَمَّدُ بْنُ صُدْرَانَ الْبَصْرِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا طَالِبُ بْنُ حُجَيْرٍ ،
عَنْ هُودٍ وَهُوَ ابْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَعْدٍ ، عَنْ جَدِّهِ ، قَالَ : دَخَلَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه
وسلم مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ وَعَلَى سَيْفِهِ ذَهَبٌ ، وَفِضَّةٌ ، قَالَ طَالِبٌ : فَسَأَلْتُهُ عَنِ الْفِضَّةِ ،
فَقَالَ : كَانَتْ قَبِيعَةُ السَّيْفِ فِضَّةً .

ژباړه :
مزیده رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي دفتحي په مهال مکي ته
په داسي حال کې ننووت چې په په توره یې سره او سپین زر لګولي وو ، د طالب په نامه
ددې روایتیو راوي وایې ما یې دسپینو زروپه اړه پوښتنه وکړه ، هغه وویل : درسول الله
صلی الله علیه وسلم د توري دقبضي مخکینی حلقه دسپېنو زرو وه .

تشریح :
وَعَلَى سَيْفِهِ ذَهَبٌ ، وَفِضَّةٌ : دلته په دي روایت کې دمخکیني روایت په خلاف دسرو او
سپینو زرو دواړو یادونه شوې ده او مخکي په یوه روایت کې د سرو زرو دحرمت خبره هم
په تفصیل سره بیان شوه نو دځواب له پاره یې شارحینو دوه هڅې کړې دي یودا چې دا
حدیث ضعیف دی او په سندکې یې ستونزه ده او ددي روایت د اعمال په موخه دا حدیث
په ماقبل الحرمت زمانه باندي حمل کول هم بیځایه خبر ده ځکه داثابته ده چې دسرو زرو
حرمت دمکي له فتحي نه مخکي رامنځته شوی و او دا روایت د مکي دفتحي دمهال خبره
کوې نوښه خبره داده چې داروایت ضعیف ده اوپه دې اړه به موږ دتخریج په برخه کې
تفصیلات راوړو .
اوبل ځواب شارحینو داکړی دی چې دلته چې دسرو زرو یادونه شوې ده له دې نه مراد یواځې
دسرو زرو اوبه دي یعني سپینو زرو ته دسرو زرو اوبه ورکړل شوې وي اوپه دي سره خبره سمه
شوه ځکه یو عیني سره زر دي او بل یې اوبه دي ددې دواړو په حکمونوکې توپیر شته اودي
خبرې ته د طالب نومي راوي په پوښتنه کې هم اشاره شته ځکه هغه وایې ماد سپینو زرو
پوښتنه وکړه هغه راته وویل چې د توري دقبضي مخکینی حلقه دسپېنو زرو وه یعني اصلا
هغه برخه یې وه دسپینو زرو خو دسرو زرو اوبه ورکړل شوې وي .

راوي :

دلته د هود نومي راوي نیکه یاد کړل شوی دی او هغه مزیده بن جابر یا بن مالک العصري
نومیږې ، او دمور له خوا یې نیکه دی ،مزیده یو صحابی دی اوپه یوه وفد کې رسول الله
صلی الله علیه وسلم ته راغلی و دی وایې زه چې کله هغه ته ورغلم نو ښکته شوم او دهغه
لاسونه مې ښکل کړل .

التخريج :
إسناده ضعيف : فيه هود بن عبدالله العبدي العصري قال فيه ابن القطان : مجهول وقال
الذهبي : لايكاد يعرف , تفرد عنه طالب بن حجير , وقال الحافظ : مقبول يعني
عندالمتابعة ولايوجد له المتابع ههنا فحديثه منكر لتفرده به , وانظر الميزان , والتهذيب
, والتقريب . واخرجه المصنف في جامعه بسنده ومتنه سواء وقال : حسن , غريب .
واخرجه أبو الشيخ في أخلاق النبي صل يالله عليه وسلم . قال الذهبي في الميزان : قال ابن
القطان : وهو عندي ضعيف لاحسن وهذا منكر فما علمنا في حلية سيفه صلي الله عليه
وسلم ذهبا , فالحديث منكر سندا ومتنا .


رښتینی
17.12.2011

104 ـ حَدَّثَنَا محمد بن شجاع البغدادى , حَدَّثَنَا أبو عبيدة الحداد , عن عثمان بن سعد ,
عن ابن سيرين قال : صنعت سيفي على سيف سمرة بن جندب : وزعم سمرة أنه صنع سَيْفِه
على سيف رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم , وكان حنيفيا .
حدثنا عقبة بن مكرم البصري , قال : حدثنا محمد بن بكر , عن عثمان بن سعد , بهذا
الإسناد , نحوه .
ژباړه :
ابن سیرین وایې : ماخپله توره د سمرة بن جندب رضي الله عنه د توري په څیر جوړه کړه ، او
سمره ویل چې خپله توره یې درسول الله صلی الله علیه وسلم دتوري په څیر جوړه کړې ده . او
اود رسول الله صلی الله علیه وسلم توره دبنوحنبفه قبیلي په ډول جوړه شوې وه اویا دبنوحنیفه
له قبیلي نه راوړل شوې وه .
اومصنف داروایت په یوه بل سند سره هم راخیستی دی او هغه یې لاندي ذکر کړی دی او په
(بهذا الاسناد نحوه) سره یې دي خبري ته اشاره کړې ده .

تشریح ونحوي څیړنه :
صنعت سيفي على سيف سمرة بن جندب : یعني جوړونکي ته مې امر وکړ چې کټ مټ دسمره بن
جندب رضي الله عنه دتوري په څیر توره راته جوړه کړي ، صنعت له الصناعه څخه ده او جوړولو
ته وایې ، په ځیني نسخو کې (صغت) دصادپه ضمه او دغین په سکون سره راغلی ده او صغت
له الصیاغة څخه ده داهم جوړولوته وایې ،

وَزَعَمَ سَمًرَةً أَنَّهً صَنَعَ سَيْفَه عَلى سَيْفِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم زَعَمَ) ډیر
ځایه کټ مټ دقال په معنا سره هم راځې او دګومان (ظن) په معنا سره هم کارول کیږې او (صنع)
مخلومه صیغه ده ضمیریې سمره راجع دی او (سیفه) منصوب ده د صنع له پاره مفعول له ده
داراز (صنع) مجهوله هم کیدلی شي اوپه دي صورت کې به یې (سیفه) نائب فاعل شي او
داراز په ځیني نسخوکې (صیغ) له الصیاغه څخه هم راغلی دی اوپه دي صورت کې هم (سیفه)
نائب فاعل دی او مرفوع دی

وَكَانَ حَنَيْفِيّاً : په کان کې ضمیر یاخو( الصنع) ته راجع دی اویا (سیف) ته راجع دی او حنفیا
دبنوحنیفه مسلماني قبلي ته منسوب ده یعنی داتوره یا یې جوړښت ددې قبیلي په څیر شوی
و اویا ددط قبیلي کوم پښ جوړه کړې وه نومعنا داشوه چې درسول الله صلی الله علیه سولم توره
دبنوحنیفه دقبیلي دتوروپه څیر وه او یا دا چې له هغې قبیلي نه راوړل شوې وه او دا خبره چې
(وکان حنفیا ) یاخو ابن سیرین کړي ده یعني دسمره توره حنفي وه اویاد سمره خبره ده یعني د
رسول الله صلی الله علیه وسلم توره حنفي وه .ابن حجر الهیتمي لیکلې دي چې درسول الله صلی
الله علیه وسلم اته تورې وي او دهري یوې بیل نوم و.

التخريج :
إسناده ضعيف :
فيه : عثمان بن سعد الكاتب التيمي قال أبوزرعة : لين , وقال النسائي : ليس بثقة وقال
بن معين : ليس بذاك . وقال الحافظ ضعيف . وانظرالتقريب وتهذيب الكمال ورواه
المصنف في الجهاد (1683)بسنده ومتنه سواء وقال هذا حديث غريب لانعرفه غلا
من هذ ا الوجه وقدتكلم يحي بن سعيد القطان في عثمان بن سعد الكاتب وضعفه من
قبل حفظه .


رښتینی
21.12.2011

15

باب ماجاء في صفة درع رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم

دعنوان تشریح :
الدرع دبي ټکي دال په کسره سره ده او مؤنث ده ، الدرع دجګړي اوسپنیز پوښاک ده ، اوپه
پښتو کې یې زغره بولي ، درسول الله صلی الله علیه سولم اووه زغرې وي چې نومونه یې په
لاندي ډول دي :
(۱) ذات الفضول ، الفضول یعني زیاته او په دې نوم سره یې ځکه نومولې وه چې
هغه اوږده وه دا زغره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سعد بن عباد ه رضی الله عنه د بدر
غزا ته د تګ په مهال ورکړې وه ، ویل کیږې چې دا هغه زغره وه چې رسول الله صلی الله
علیه وسلم له ابو الشحم یهودي ته په رهن کې ایښې وه .
(۲)ذات الوشاح ،
(۳) ذات الحواشي ،
(۴)السغدية ،
(۵) الفضة ،دا وروستي دواړه یې د بنوقینقاع په غزاکې ترلاسه کړي وي او چا ویلي چې
السغدیه هغه زغره وه چې داود علیه السلام له جالوت سره په غزا کې اغوستي وه ،
(۶) البتراء
(۷) الخرنق ،
ابن سعد په طبقات کې له جابر بن عامر څخه یو روایت راخیستی دی هغه وایې : موږ ته علي
بن الحسین درسول الله صلی الله علیه وسلم زغره راوایستله ، چې هغه نرمه یماني زغره وه
او دوه تڼۍ یې لرلي کله به یې چې تڼۍ وتړل شوي په ځمکه به نه لګیده او چې خلاصي به
شوې بیابه په ځمکه لګیدله ،په یوه بل روایت کې راغلې دي چې درسول الله صلی الله علیه
وسلم زغري د تیو یا سیني په ځای دوه دسپینو زرو کړۍ لرلې ، او دوه کړۍ یې شاته لرلي
او داغوستلوپه مهال به په ځمکه لګیدله ،

105ـ حَدَّثَنَا أَبُو سَعِيدٍ عَبْدُ اللهِ بْنُ سَعِيدٍ الأَشَجُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ بُكَيْرٍ ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ
إِسْحَاقَ ، عَنْ يَحْيَى بْنِ عَبَّادِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ الزُّبَيْرِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَدِّهِ عَبْدِ اللهِ بْنِ الزُّبَيْرِ ، عَنِ
الزُّبَيْرِ بْنِ الْعَوَّامِ ، قَالَ : كَانَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ أُحُدٍ دِرْعَانِ ، فَنَهَضَ إِلَى
الصَّخْرَةِ فَلَمْ يَسْتَطِعْ ، فَأَقْعَدَ طَلْحَةَ تَحْتَهُ ، وَصَعِدَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم حَتَّى اسْتَوَى
عَلَى الصَّخْرَةِ ، قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، يَقُولُ : أَوْجَبَ طَلْحَةُ .

ژباړه :
زبر بن العوام رضي الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم داحد په غزا کې دوه زغري
اغوستې وي ، ده نیت وکړ چې یوه کمره ته ور ولاړ شي خو ویې نشوی کولی نو طلحه رضی
الله عنه لاندي ورته کېناست او دهغه په مرسته رسول الله صلی الله علیه وسلم کمره ته وخوت
ترڅو په کمره ودرید دی وایې : ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې ویې ویل :
طلحه ته جنت یا شفاعت او یا لوی اجر واجب شو .

تشریح :

كَانَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ أُحُدٍ دِرْعَانِ : یعني د بدر په غزا کې رسول الله صلی الله
علیه وسلم دوه زغرې اغوستې وي ، چې یوه یې ذات الفضول وه اوبله الفضه وه ځکه په یوه روایت
کې دازیادت راغلی دی : درعة ذات الفضول ودرعة فضة ،

فَنَهَضَ إِلَى الصَّخْرَةِ فَلَمْ يَسْتَطِعْ : یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم اراده وکړه چې یوه کمره او
غټي تیږي ته وخیږې څو یې خپل ملګرې په لیدلو سره ډاډه شي چې روغ دی او دده خواته راجمعه
شي خو ویې نشوی کولی چې کمره ته وخیږي او دا ځکه چې یا خو ده دوه زغرېاغوستي وې او
هغه درني وي نو ځکه ونشوی ختلی ، اویا دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زخمي شوی و او
په کاڼي دلګیدلو له کبله یې له سر او مخ څخه وینه تللې وه نو دکمزورې له کبله کمره ته نشوی ختلی
او دا وجه یوڅه قوي ده ،

فَأَقْعَدَ طَلْحَةَ تَحْتَهُ ، وَصَعِدَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم حَتَّى اسْتَوَى عَلَى الصَّخْرَةِ : یعنی طلحه بن
عبدالله رضي الله عنه د کمره خواته کېناست رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه پښه کېښودله
او هغه پورته شو نوپه دې توګه کمره ته وخوت .

قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، يَقُولُ : أَوْجَبَ طَلْحَةُ : زبیر بن العوام وایې : ما هغه مهال
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویې ویل : طلحه ته جنت یا شفاعت او یا لوی
اجر واجب شو . رسول الله صلی الله علیه له ېخمي کیدلو سره د مړیو په منځ کې لویدلی و او کله
چې صحابه و هغه ونه لیدنوټول خپه و خو طلحه رضي الله عنه دی دۍ کمره ته وخیږاوی نو ټولو
مسلمانانو ولید او ټول خوشاله شول او داراز طلحه رْضی الله عنه په دي ورځ ځان درسول الله صلی
الله علیه وسلم له پاره سپر ګرځولی و او دکفارو هر غشي او وار ته به ورمخته کیدی ځکه خو یې
په دې ورځ له ډیرو زخمونوڅخه یو لاس هم شل شوی واو ویل کیږې چې څه دپاسه اتیا ځایه زخمي
شوی و

راوي :

ددي سند راوي زبیر بن العوام رضی الله عنه دی او زبیر په حواری الرسول سره شهرت لاره دی له
لسو جنتیانو څخه شمیرل کیږې اوداراز صاحب الهجرتین هم دی یعنی یوځل یې حبشي او بیایې
مدیني منورې ته هجرت کړی و او داراز ویل کیږې چې دی په اسلام کې لومړۍ هغه کس دی چې
دالله جل جلاله په لاره کې یې په جهاد کې توره ایستلې ده یعني دی د مسلمانانو لومړۍ مجاهد
دی ، رضي الله عنه .

التخريج :
حسن . أخرجه المصنف في جامعه ( رقم 1692) في كتاب الجهاد وقال : حسن غريب , وروي في كتاب
المناقب من جامعه (3738) وقال حسن , صحيح , غريب , ورجاله ثقات غيريونس بن بكير فهو صدوق يخطئ
وقدتوبع , ومحمدبن اسحاق صدوق يدلس ولكنه قد صرح بالحديث في السيرة وعند أحمد والحاكم وابن
حبان فالإسناد حسن , والحديث أخرجه ابن هشام في السرة (3-21) وأحمد (1-165) مختصرا وابن حبان
في صحيحه والحاكم في مستدركه وصححه علي شرط مسلم ووافقه الذهبي .


رښتینی
22.12.2011

106 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ أَبِي عُمَرَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ خُصَيْفَةَ ،
عَنِ السَّائِب بْنِ يَزِيدَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، كَانَ عَلَيْهِ يَوْمَ أُحُدٍ دِرْعَانِ ،
قَدْ ظَاهَرَ بَيْنَهُمَا .

ژباړه :
سائب بن یزید رضي الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم داحدپه ورځ دوه زغرې
اغوستې وي اویوه یې پربله دپاسه اغوستي وه .

تشریح :
قَدْ ظَاهَرَ بَيْنَهُمَا : التظاهر دیوې جامې پربله دپاسه اغوستلو ته وایې . دلته ویل شوي دي چې
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه زغري اغوستي وي اوس به داګومان کیدی چې یوه به یې د
پر سینه اغوستي وه او بله به یې له هغي لاندې اغوستي وه ددې ګومان دمخنیوي له پاره راوي
زیاته کړه چې داسې نه وي بلکي یوه یې پر بله دپاسه اغوستې وه .
اورسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې ته دډیر اهمیت ورکولو په موخه دوه زغرې اغوستې وي
اوپه دې توګه سره یې غوښتل څو امت ته تعلیم ورکړي چې دجګړي په مهال دځان ساتنه ډیره
لازه او مهمه ده اوباید خورا زیات اتیات وکړل شي اوددې انتباه ورکول یې موخه وه چې له دښمن
حخه ځان ساتل او دځان حفاظت دتوکل او الله ته دتسلیمي خلاف کار نده

دا د صحابی مرسل روایت دی ځکه سائب رضی الله عنه دداحدپه غزا کې برخه نده لرلې دهغه
په اړه راځي چې دحج الوداع په مهال له خپل پلار سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی
او هغه مهال دده عمر اوه کاله و . دابوداود په روایت کې راغلي دي : له سائب ه او له یوه سړي نه
چې سائب ونوماوه (عن السائب عن رجل سماه .....)اوس دا نامعلوم سړی یاخو شاید زبیربن
العوام رضی الله عنه وي ځکه هغه مخکي حدیث هم تقریبا په دي معنا کې له ده څخه روایت
شوی دی .
او کیدی شي دا نامعلوم کس طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه وي ځکه امام بخاري له سائب رضی الله عنه څخه یو روایت راخیستی دی هغه وایې : ما له ابن عوف ، طلحه بن عبید الله ، مقداداو
سعد رضی الله عنهم سره ملګرتیا وکړه له یوه نه مې هم درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث
وا نه وریدیواځي طلحه د احد دغزا خبري راته کولي حافظ ابن حجر یې په شرحه کې وایې :
سائب چې د طلحه داحد داخبرو یادونه کړي ده دا معلومه نده چې هغه به کومي خبري یادوي
خو ابو يعلي له سائب بن یزید نه یورورایت راخیستی دی او یا له هغه چا نه چې هغه له طلحه
څخه روایت کاوه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم داحدپه ورځ دوه زغري لاندي بندي
اغوستي وي .

التخريج :
صحيح أخرجه ابن ماجه ( 2806) في الجهاد , والنسائي في سننه الكبري كتاب السير
كلاهما من طريق سفيان بن عيينه - به .
ويشهد لصحة الحديث ماسبق (105)وله شواهد كثيرة في مجمع الزوائد وغيره وقال
البوصيري في الزوائد (2-496) هذا إسناد صحيح رجاله ثقات علي شرط البخاري .
وأخرجه أحمد في مسنده وأبوالشيخ والبيهقي في سننه كلهم من حديث يزيد بن خصيفه
عن السائب بن يزيد - به


رښتینی
26.12.2011

16 ـ باب ما جاء في صفة مغفر رسول الله صلى الله عليه وسلم .

دعنوان تشریح :
مغفر دمیم په کسره او فاء په فتحه سره تلفظ کیږې دا په اصل کې له غفر نه ده او غفر ستر
اوپردې ته وایې ، مغفر داوسپني له کړیو جوړې شوي خولئ ته ویل کیږې چې دزغرې په
څیر دجګړې په وخت په سرکول کیږې دلته مصنف هغه دوه روایتونه راخیستي دي چې د
رسول الله صلی الله علیه وسلم دمغفرپه اړه دي .

107 ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَالِكُ بْنُ أَنَسٍ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم دَخَلَ مَكَّةَ وَعَلَيْهِ مِغْفَرٌ ، فَقِيلَ لَهُ : هَذَا ابْنُ خَطَلٍ مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ
الْكَعْبَةِ ، فَقَالَ : اقْتُلُوهُ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم مکي ته په داسي حالت
کې ننوت چې داوسپني خولۍ یې په سر وه ، چاورته وویل : ابن خطل دادی د کعبي په پردو
پوري یې لاسوه تم کړې دي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ویې وژنئ .

تشریح اونحوي څیړنه :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم دَخَلَ مَكَّةَ وَعَلَيْهِ مِغْفَرٌ : په دي روایت کې راغلي چې رسول الله
صلی الله علیه وسلم مکي ته له وسلي سره راغلی و او امام مسلم په خپل صحیح کې یو روایت
راخیستی دی په هغه کې راغلې دي :لا يحل لأحدكم أن يحمل بمكة السلاح یعني ستاسو یوه
ته هم روا نده چې په مکه کې وسله وګرځوې . نو مکي ته له وسلي سره درسول الله صلی الله
علیه وسلم ننوتل شارحین داسي توجیه کوې چې مکي ته له وسلي سره ننوتل دیوې ګړۍ له پاره
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته روا شوې واوله ده وروسته بل چا ته نده رواځکه دی یوڅه وخت
مکي ته دجګړې له پاره نوتلی و او داخبره په یوه روایت کې هم راغلې ده .
اویاخو داچې مکي ته بي ضرورته له وسلي سره ننوتل ناروا دي اوکه ضرورت و بیا له وسلي
سره ننوتل روا دي او له همدي کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام په عمرة القضا کې مکي ته په داسي حالت کې ننوتل چې خپلي وسلي یې خوندې کړي وي .
اویا خو دا چې مکي ته که څوک په دي نیت ورځي چې له مسلمانانو سره جګړه وکړي نوبیا هلته
دوسلي وړل ناروا دي اویادا چې داد رسول الله صلی الله علیه وسلم خصوصیت بلل کیږې او داسي
ځینې نور خصوصیات او ځانګړتیا هم هغه لرې .

دابن خطل د وژلو کیسه :

فَقِيلَ لَهُ : هَذَا ابْنُ خَطَلٍ مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ الْكَعْبَةِ فَقَالَ : اقْتُلُوهُ : یعنی يکله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مغفر لرې کړ یوچا ورته وویل ابن خطل دکعبي په پردوپورې نښتی دی , دخطل توری دخاء اوطا په
فتحو سره دی دده اصلي نوم هلال یا عبدالعزی دي اوبیا یې اسلام قبول کړ ، ابن اسحاق په خپل سیرت
کې دده کیسه داسي راخیستي ده چې دی رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې سیمي ته دزکات په راټولولو مقرر کړ له ده سره یو انصاري ملګری هم و او یو یې مریی و دوی یوځای واړول اوده خپل مریی ته وویل چې یو پسه حلال کړه اوپوخ یې کړه ،او دی ویده شو کله چې راپاڅیدی مریی یې هم ویده و او هیڅ
یې هم نه و تیار کړي په دي سره هغه ورته غوسه شو او خپل مریی یې مړکړ بیا یې د زکات اوښي له
ځانه سره مکي ته وتښتولي او له اسلام نه هم منکرشو ، په مکه کې یې دوه مینځي هم لرلي او هغو
به دمسلمانانو اورسول الله صلی الله علیه سولم پرخلاف سپک شعرونه ویل او دهغوی هجو به یې کوله .

دمکي دفتحي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم دڅو کسانو د وژلو اعلان وکړ او هغه داسي چې
دا کسان باید په هر حالت کې ووژل شي آن که دبیت الله په پردوپوري نښتي وي هم لکه په یوه روایت کې
زاغلې ي :رسول الله صلی الله علیه سلم وویل دڅلورو کسانو له پاره په حل او حرم کې امان نشته ،
حویرث بن نقید،هلال بن خطل ، مقیس بن صبابه او عبدالله بن ابی السرح اوپه یوه بل روایت کې د دوو
ښځو یادونه هم شوې ده دوی که د کعبي په پردوپ،رې نشتي وي هم ویې وژنئ داروایتونه حاکم ،
بیهقي ، البزار اونورو راخیستي دي

اوس دابن اخطل په اړه که څوک ووایې چې ولي دتوبي ایستلو مهلت ورنکړل شو او شرعي امر خو داده
چې مرتد ته څه وخت مهلت ورکول کیږې څو هغه بیرته اسلام ته راستون شي اوبل داچې رسول الله صلی
الله علیه وسلم مکي ته دننوتلوپه مهال دا اعلان هم وکړ :: " من دخل المسجد فهو آمن ، ومن دخل دار أبي سفيان فهو آمن ، ومن أغلق عليه بابه فهو آمن " څوک چې حرم ته ننوځي هغه په امن کې دی ، څوک
چې دابو سفیان کورته ننوځي هغه په امن کې دی اوڅوک چې ځان پسي دکور دروازه وتړي هغه په امن
کې دی ، ددي وروستي خبري ځواب دادی چې دا اعلان دعامو مشرکینو په اړه و او ابن خطل او څو نور
کسان له دي نه مستثنا دي ځکه په هرحالت کې دهغوی دوژلو امر شوی دی اوابن خطل ته مهلت ځکه
نده ورکړل شوی چې دهغه ګناه یواځي ارتداد نه وبلکي هغه دری غټي ګناوي کړي وي : یو یې ناحقه
قتل کړی و ، له اسلام څخه وتلی و او درسول الله صلی الله علیه وسلم هجوه او سپکاوی به یې کاوه
نو ددي دریوواړه ګناهونو د هري یوي مرتکب د وژلو وړه ده او ابن خطل دریواړه کړي وې ،

ابن خطل چیرته ووژل شو اوچا وواژه ؟ په دي کې د اهل السیر اختلاف دی او خورازیات روایات پکې راغلي
دي په مختلفو روایاتو کې مختلف کسان یادشوې دي لکه : سعیدبن زید ، سعدابن ابی وقاص ،زبیربن العوام
عماربن یاسر ، سعیدبن حریث او ابوبرزه الاسلمي خو ددي وروستیو دواړو په اړه خبره کره ده یعني دی
سعیدبن حریث او ابوبرزه وژلی دی په یوه روایت کې یې د وژلو ځای د رکن او مقام ابراهم ترمنځ ځای شودل
شوی دی اوپه بل روایت کې راغلې دي چې دمقام او زمزم ترمنځ وژل شوی دی

د ابن خطل د قاتل په اړه ددي اختلاف لامل ابن حجر الهیثمي په ډیره ښه توګه بیا ن کړی دی او هغه داسي
چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده دوژلو امر وکړ نو دا امر دفرضیت او وجوب له پاره و او دا وجوب
که وجوب کفایې وبلل شي نو دیوه تن په وؤلو سره نور له مسؤلیت څخه خلاصیږې او که دا وجوب وجوب
العین شي نو په ټولو دان خطل وژل فرض شول اوځکه نوډیرو کسانو دده د وژلو له پاره کوښښ کاوه لکه
د البزار ، الحاکم او البیهقي په روایتونو کې راغلي دي : سعید بن حریث او عمار بن یاسر دواړو منډي وهلي
څو ان خطل ووژني خو سعید ډیر قوي او تیز و نو هغه مخکي شو او ابن خطل یې وواژه .

التخريج :
إسناده صحيح : أخرجه المصنف في جامعه بسنده ومتنه سواء ورواه البخاري في الصيد (1846)وفي الجهاد
(3044)ورواه مسلم في الحج (450)وأبوداودفي الجهاد(2685)والنسائي في المناسك (5_201)وابن ماجه في
الجهاد (2805)والإمام أحمد في المسند (3_ 109,164,224,231,232,240)والإمام مالك في الموطأ في الحج
(1_337)وعنه محمدبن الحسن الشيباني في موطئه(523) .


رښتینی
30.12.2011

108 ـ حَدَّثَنَا عِيسَى بْنُ أَحْمَدَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ وَهْبٍ ، قَالَ : حَدَّثَنِي مَالِكُ بْنُ
أَنَسٍ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، دَخَلَ
مَكَّةَ عَامَ الْفَتْحِ ، وَعَلَى رَأْسِهِ الْمِغْفَرُ ، قَالَ : فَلَمَّا نَزَعَهُ جَاءَهُ رَجُلٌ ، فَقَالَ لَهُ : ابْنُ خَطَلٍ
مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ الْكَعْبَةِ ، فَقَالَ : اقْتُلُوهُ ، قَالَ ابْنُ شِهَابٍ : وَبَلَغَنِي أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله
عليه وسلم ، لَمْ يَكُنْ يَوْمَئِذٍ مُحْرِمًا .

ژباړه :
انس بن مالک رضي الله عنه وایې : دمکي دفتحي په کار رسول الله صلی الله علیه وسلم
مکي ته په داسې حال کې ننوت چې اوسپنیزه خولۍ یې پرسر وه کله یې چې هغه لرې کړه
یوسړی ورته راغی او ورته ویې ویل : ابن خطل دکعبي په پردوپوري نښتی دی ، رسول
الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ویز وژنئ ، ابن شهاب وایې :ماته داخبره رسیدلي
ده چې په دي ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم احرام نه و تړلی .

تشریح اونحوي څیړنه :

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، دَخَلَ مَكَّةَ عَامَ الْفَتْحِ ، وَعَلَى رَأْسِهِ الْمِغْفَرُ : دلته درسول الله
صلی الله علیه وسلم دمغفر خبره شوې ده اود راتلونکي باب په پیل کې یو روایت را روان دی
په هغه کې راغلې دي چې دامهال درسول الله صلی الله علیه وسلم توره پګړۍ په سر وه نو ددې
دواړو روایاتو د ظاهري تناقض قاضي عیاض داسې کړی دی چې کله رسول الله صلی الله علیه
وسلم مکي ته ننوت نو مغفر یې لرې کړ او کله یې چې دفتحي له تکمیل وروسته دکعبي خواته
خطبه ویله نو هلته یې سپینه پګړۍ په سر وه
اوځیني علماو ویلي دی چې ددي دواړو حدیثو په منځ کې یووالی اوجمعه داسي هم راتلی شي
درسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه په سر وو یعني په پګړۍ دپاسه یې مغفر ایښۍ و اود ګرمي
په حالت کې چې کله په پګړۍ دپاسه اوسپنیزه خولی ایښې وي نو پګړۍ خیرتوي او رنګ یې
خامخا بدلوي نوکله یې چې مغفر لرې کړ راوي ته پګړۍ توره وبریښیدله او ددي توجیه له پاره موږ یوبلروایت هم لرو هغه داسي چې رشول الله صلی الله علیه وسلم دمکي دفتحي په مهال یوه غوړه
پټۍ (عصابة دسماء )په سر تړلې وه اوملا علی القاري داتوجیه ترټولو غوره بللي ده .

قَالَ : فَلَمَّا نَزَعَهُ جَاءَهُ رَجُلٌ ، فَقَالَ لَهُ : ابْنُ خَطَلٍ مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ الْكَعْبَةِ ، فَقَالَ : اقْتُلُوهُ : دلته (قال )
توری د ابن الشهاب الزهري دی او د قال فاعل انس دی زهري وایې چې انس وویل ، اودلته
زهري ځکه بیا قال وویل چې دمخکي قال فاصله اوږده شوه او یا خو دا چې دا خبر یې بل وخت
له انس څخه اوریدلي وه او اوس یې دلته له هغي بلي سره یوځای کړه ،(فلما نزعه ) یعني کله یې
جې له سرنه مغفر لرې کړ یوسړۍ ورته راغلی چې هغه ابوبرزه الاسلمي رضي الله عنه و او ابن
خطل مبتدا متعلق باستار الکعبه یې خبر ده .
ددي باب په لومړي روایت کې د(اقتله) جمله راغلي وه یعني مفرد ته امر شوی و اوپه دي روایت
کې دجمعي (اقتلوه ) راغلي ده په دي کې کومه ستونزه نشته خکه کیدی شي دابن خطل خبره
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه ځله شوې وي نو دبه په لومړي ځل یواځي هغه یوه کس
ته ویلې وي او بیا چې ورته ویل شوې دي نو ده حوکسانو ته ویلي دي .

قَالَ ابْنُ شِهَابٍ : وَبَلَغَنِي أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، لَمْ يَكُنْ يَوْمَئِذٍ مُحْرِمًا : داحنافو په نزد
په عادي حالاتو کې (پرته له جګړییز اودویري له حالته ) افاقي له پاره مکي ته ننوتل ناروا دي
او واجب ده چې احرام وتړي که دحج یاعمري نیت نلري هم اورسول الله صلی الله علیه وسلم چې
په دي وخت کې بی له احرا م څخه ننوتی و دا بیلګړي حالت ده او دا مستثنا ده اویاخو دا د
رسول الله صلی الله علیه وسلم خصوصیت بلل کیږې لکه الطحاوي چې هم دا خبره کړې ده
دا د احنافو او جمهورومذهب ده او الشافعیه یې روا بولي او د احنافوپه نزد هغه خلک هم
له دي حکم څخه مستثنا دي چې دهغوی په مکرره توګه مکي ته دتګ ضرورت پیښیږې .

التخريج :
صحيح كالذي قبله .


رښتینی
01.01.2012

17
ـ باب ما جاء في عمامة رسول الله صلى الله عليه وسلم

د باب تشریح :
په ځیني نسخو کې د صفة توری هم راغلی دی یعني باب ماجاء في صفة عمامة رسول الله صلی الله
علیه وسلم ،داراز په نورو بابونوکې هم په ځیني نسخوکې د صفة توری راغلی اوپه ځینو کې ندی
راغلی ، العمامه دعین په کسره سره ده او داهر هغه شي ته ویل کیږې چې په سر تړل کیږې ،
اوموږ په پښتو کې پټکۍ اوپګړۍ ورته وایو .

109 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ ، عَنْ حَمَّادِ بْنِ سَلَمَةَ (ح) حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلانَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا وَكِيعٌ ، عَنْ حَمَّادِ بْنِ سَلَمَةَ ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ ، عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : دَخَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ ، وَعَلَيْهِ عِمَامَةٌ سَوْدَاءُ

ژباړه :
جابر رضی الله عنه وایې : دمکي دفتحي په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مکي ته په داسې
حال کې ننوت چې توره پګړۍ یې په سر وه .

تشریح :

دَخَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ ، وَعَلَيْهِ عِمَامَةٌ سَوْدَاءُ : مخکې درسول الله صلی
الله علیه وسلم د لباس په موضوع کې داخبره تیره شوې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به
سپیني جامي خوښولې او داخبره هلته ثابته شوه چې سپیني جامي غوره دي اودلته په دي روایت
کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دتوري پګړۍ خبره راغلې ده نو علماء وایې چې توره پګړۍ
په سر کول هم روا او مباح ده او په شرح الزیلعي کې راغلې دي چې توره پګړۍ سنت ده اودتور
لباس داغوستلو په اړه امام السیوطي یو کتاب لیکلی دی ،
او الطبراني ، أبو الشيخ اوالبيهقي یو ضعیف حدیث راخیستی دی په هغه کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په سفرکې خولۍ هم په سرکوله اوهغي خولۍ غوږونه لرل او کله به یې دلمانځه په مهال مخته ایښې وه ،

التخريج :
إسناده صحيح : أخرجه المصنف في اللباس (1735)بسنده ومتنه سواء وأخرجه مسلم في الحج
(1358)وأبوداودفي اللباس (4076)والنسائي في المناسك ,
ورواه ابن ماجه في الجهاد(2822)والدارمي في المناسك ( 2_ 74) والاإمام أحمد في مسنده
(3-313-387) و أخرجه غير واحد من اصحاب السنن والمسانيد


رښتینی
20.05.2012

السلام علیکم

حلیمی صاحب ددي موضوع نه مهم ګرڅول
به مناسب نه وې که ځنګه ؟

لطفا په دي پریکړه بیا نظر وکړﺉ


مسلم قلموال
21.05.2012

[quote:1676d800a1="رښتینی"]السلام علیکم

حلیمی صاحب ددي موضوع نه مهم ګرڅول
به مناسب نه وې که ځنګه ؟

لطفا په دي پریکړه بیا نظر وکړﺉ[/quote:1676d800a1]

دروند ورور ښاغلي رښتیني صیب ته د زړه له کومې ښه راغلاست او هرکلی وایم، او ورڅخه په ډیره کلکه توګه احترامانه هیله او غوښتنه کوم چې یو ځل بیا مو په خپلو درنو علمي لیکنو ونازوي .
او هو دغه پوښتنه زه هم د محترم مسؤل صیب څخه کوم چې ایا دا موضوع د مذهبي تفرقو او فکرونو د اختلاف په اړه د بعضو خلکو د خبرو څخه هم کم ارزښته ده چې هغه موضوع د ټولو په سر کې سریخ شوه او د سیرت نبوي موضوع د نبوي احادیثو په رڼا کې ؟؟؟؟؟
تجدید نظر، تجدید نظر!!!


حمید هڅــاند
21.05.2012

له محترم حامد ورور څخه بیا هیله او غوښتنه کوم چې بېرته ټول افغان ته راوګرځي او په راتګ مو و نازوي.
[quote:561b036429]او هو دغه پوښتنه زه هم د محترم مسؤل صیب څخه کوم چې ایا دا موضوع د مذهبي تفرقو او فکرونو د اختلاف په اړه د بعضو خلکو د خبرو څخه هم کم ارزښته ده چې هغه موضوع د ټولو په سر کې سریخ شوه او د سیرت نبوي موضوع د نبوي احادیثو په رڼا کې ؟؟؟؟؟
تجدید نظر، تجدید نظر!!![/quote:561b036429]

د مسلم قلموال ورور خبره زه هم غبرګوم؛ د موضوع مهم ګرځول باید د موضوع د اهمیت په نظر کې نیولو سره وي او بس.


رښتینی
21.05.2012

ښاغلی قلموال او هځاند صاحبانو په دواړو سترګو
مخکي دمحترم ډاکټر صاحب وطنمل دغوښتني په مهال
ما پریکړه وکړه چې ټول افغان نه پریږدم ټول افغان
زما ډیر زوړ او پرما ګران کور دی هیځکله به یې
پرینږدم خو البته راتګ به مو یوځه محدود وې

په مینه


رښتینی
10.02.2013

للرفع :(


حمید هڅــاند
11.02.2013

او دا لړئ خو یو مهال سریښ وه، بیا نه پوهېږم ولې له سریښه ایسته شوه؟؟


paylituzu
16.06.2017

او دا لړئ خو یو مهال سریښ وه، بیا نه پوهېږم ولې له سریښه ایسته شوه؟؟

[url=https://www.golden-slot.com][color=#B5986C:d989702247]Goldenslot
Casino Online[/color:d989702247][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#B5986C:d989702247]Gclub Casino[/color:d989702247][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#B5986C:d989702247]Gclub จีคลับ[/color:d989702247][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more