د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
26.03.2011

۵۸ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ بْنُ حُمَيْدٍ ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْفَضْلِ ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ ، عَنْ حَبِيبِ بْنِ الشَّهِيدِ ، عَنِ الْحَسَنِ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم خَرَجَ وَهُوَ متكِئُ عَلَى أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ عَلَيْهِ ثَوْبٌ قِطْرِيٌّ ، قَدْ تَوَشَّحَ بِهِ ، فَصَلَّى بِهِمْ. وَقَالَ عَبْدُ بْنُ حُمَيْدٍ : قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ الْفَضْلِ : سَأَلَنِي يَحْيَى بْنُ مَعِينٍ عَنْ هَذَا الْحَدِيثِ ، أَوَّلَ مَا جَلَسَ إِلَيَّ ، فَقُلْتُ : حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ ، فَقَالَ : لَوْ كَانَ مِنْ كِتَابِكَ ، فَقُمْتُ لأُخْرِجَ كِتَابِي فَقَبَضَ عَلَى ثَوْبِي ثُمَّ ، قَالَ : أَمْلِهِ عَلَيَّ فَإِنِّي أَخَافُ أَنْ لا أَلْقَاكَ ، قَالَ : فَأَمْلَيْتُهُ عَلَيْهِ ، ثُمَّ أَخْرَجْتُ كِتَابِي فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ
________________________________________

ژباره: حضرت انس بن مالک رصي الله تعالي عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم له کوره راووت او په اسامه بن زيد باندې يې تکيه کړې وه قطري جامې يې په تن وي او دڅادره يولورى يې په ښي ترخ کې داسې نيولى ؤ لکه محرم يې چې داضطباع په حالت کې نيسي . او بيايې صحابه کراموته لمونځ ورکړ. عبدبن حميد وايي : محمد بن الفضل ويلي دي : دلومړي ځل له پاره چې يحيى بن معين ماته دحديثو داورېدلو له پاره کېناست نو ددې حديث پوښتنه يې رانه وکړه او راته ويل يې چې راته ويې لوله ! ما ورته کړه چې : حدثنا حماد بن سلمة ........) ابن معين وويل : که له خپله کتابه دي راته ويلى وى نو ډېره به ښه وه ؟ زه دکتاب راوړلو له پاره ولاړشوم خوده له جامونه ونيولم او راته ويې ويل : چې حديث راته املاء کړه ځکه زه وېرېږم چې بيابه دې ونه وينم، محمد بن الفضل وايي ماده ته حديث املاء کړ او بيامي کتاب راوايست او له کتاب نه مي بيا حديث ورته قرائت کړ.

تشريح اوتفصيل اونحوى څيړنه

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم خَرَجَ وَهُوَ متَّكِئُ عَلَى أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ

يعني رسول الله صلي الله عليه وسلم له کورڅخه راووت او په اسامه باندې يې تکيه ځکه کړې وه چې ناروغي بېسېکه کړى ؤ ، د( متکئ ) تورى په يوه بل رواپت کې ( متوکئ) راغلى ، متکي له الاتکاء نه ده لکه په قرانکريم کې چې راغلي : متکئين على الارائک …..
او متوکئ له التوکؤ نه ده لکه داهم په قرانکريم کې راغلۍ دى : قال هي عصاى اتوکأ عليها…... او ددواړو معنى يوه ده ډډه لګولواوتکيه کولوته وايي.
په دې حالت کې له کورنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم راوتل ؛ کېدى شي دده دوفات دناروغي په مهال ؤ او داهم شونې ده چې بل کوم ځل ناروغي وي، دوفات ناروغي نه وي ، خو شارحين ليکي : چې غالب ګومان داده چې دابه دوفات دناروغي په مهال دراوتلودوخت بيان وي ، ځکه د دارقطني په روايت کې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم لمانځه ته له کوره راووت او داسامه بن زيد او فضل بن عباس په منځ کې ؤ ، او داپه هغه ناروغي کې ؤ چې بياله هغې نه وفات شو ، او صحابه ؤ ته يې لمونځ ورکړ دارازبخاري هم له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت کوي : خرج رسول الله صلي الله عليه وسلم في مرضه الذي مات فيه وعليه ملحفة متفطيا بها .

او ابن حجر العسقلاني دمتفطيا معنى په متوشحا سره کړې ده لکه دازمونږ په حديث کې چې قدتوشح راغلى دى او په دې روايت کې له دې لاندې جملې نه دلومړي نظر تائيد معلوميږي .

عَلَيْهِ ثَوْبٌ قِطْرِيٌّ ، قَدْ تَوَشَّحَ بِهِ ،

قطري قطر ته منسوب دى قطر دقاف او طاء په فتحو سره ويل کيږي خو دنسبت په حالت کې يې دقیاس پرخلاف قاف مکسوراو طاء ساکنه وي . مخکيني شارحين وايي چې داپه بحرين کې يوښارده او له هغه نه به داجامې راتلې خو اوس څوسوه کاله وروسته دنړۍ جغرافيه بدله شوې او سياسي تشکيلات په بله خوااوښتي او قطر يو مستقل او خوراشتمن هيواد دی دتېلو او ګاز پرېمانه ذخېرې لري ، هغه مهال داقطري جامې نورو عربي هيوادونو ته صادرېدلې ، ويل کيږي چې داله مالوچو جوړي خوځېږې جامې وې.
داتيري دواړه جملې ، يعني : وهومتکئ..... او عليه ثوب ... د( خرج) له ضميرنه حال دي، خو لومړۍ په واو او ضمير دواړو سره حال ده او وروستۍ يواځې په ضمير سره حال ده ، واو نشته لکه چې ويل کيږي ( کلمته فوه الى في) ځيني نحاتو بې له واو نه حال ضعيف بللى دى ، خو

کېدى شي دوى ته داحديث نه وي رسېدلى او يايې خبره په غالب استعمال بناء وي .
اوقد توشح به د(ثوب) له پاره درېم صفت ده او توشح لکه مونږ چې په ژباړه کې وويل لکه محرم چې داضطباع په حالت کې احرام اغوستى وي ، يعني له ښي ترخ نه يې اېستلى او په چپه مټه يې اچولى وي . او دې ته هم توشح وايي چې په اوږو يې واچوي او داميل په څېرپه غاړه راځړيږي.

فَصَلَّى بِهِمْ.

ابن سعد له انس رضي الله عنه نه روايت کړى چې هغه ويل : د رسول الله صلي الله عليه وسلم وروستى لمونځ چې له خلکو سره يې يو ځاى وکړ ، هغه ؤ چې د خپل مرګ په ناروغي کې يې وکړ او دالمونځ يې په يوه جامه کې وکړچې توشح يې پرې کړې وه : او په ناسته يې وکړ دلته يوه پوښتنه رامنځته کيږي هغه داچې دداډول جامو اغوستلو په حالت کې لمونځ کول دتواضع خلاف ده او دادکبرجنو خلکو خوى ده وا په داسي ډول سره لونځ مکروه کيږي . ددې ځواب داده چې ياخو دلته دتوشح دويمه معنى مراد ده لکه ډېرو شارحينوچې هم دادويمه معنى اخيستې ده ، او ياداچې داډول لمونځ يواځې دشوافعو په نزدمکروه ده ، او ياخوداچې کله کله رسول الله صلي الله عليه وسلم يو مکروه عمل دجواز په نيت کړى دى ، او څرنګه چې دى دامت معلم ؤ نو په دې عمل به خداى جل جلاله دواجبو په څېر ثواب ورکوي ، او ښه ځواب داهم ده چې داحالت خو د رسول الله صلي الله عليه وسلم له کورنه دراوتلو حالت ده په لمانځه ددرېدلو حالت خونده ، نو کېدى شي په لمانځه ددرېدلو په مهال به يې څادرسم کړى وي.

وَقَالَ عَبْدُ بْنُ حُمَيْدٍ : قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ الْفَضْلِ :
سَأَلَنِي يَحْيَى بْنُ مَعِينٍ عَنْ هَذَا الْحَدِيثِ

دمصنف په دې عبارت سره موخه داده چې ددې روايت سند تقويه شي او ديحيى بن معين کيسه يې دسند تاکيد له پاره راخيستې ده که نه په دې کيسه کې دلباس په اړه کومه خبره نشته اوله ترجمة الباب سره اړيکه نلري .

يحيى بن معين :

دحديثو او جرح وتعديل ستر امام دى ، ويل کيږي په خپل لاس يې لس لکه ( زرزره ) حديث ليکلي ؤو دده په امامت او لويوالي باندي مخکې او وروسته ټول علماء متفق او يوه خوله دي ، او دده دعظمت او مقبوليت له پاره دستر امام احمدبن حنبل داخبره کافي بولو چې وايي : هر حديث چې يحيى بن معين نه پېژني هغه حديث ندى . له ده نه په حديث اورېدلوسره دسينو شفاء ترلاسه کيږي ، دى په کال يوسل او اته پنځوس کې زېږېدلى او په دووه سوه درې اتياکې په مدينه منوره کې وفات شوى دى( رحمه الله تعالى) او دده دا هم لويه نېکمرغي وه چې په هغه تخته باندې غسل ورکړل شو په کومه تخته چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته غسل ورکړل شوى ؤ ، دابن معين دعلمي حرص او داچې ده ته وخت څومره ارزښت لاره ؛ له پاره دامام ترمذي رحمه الله تعالي داکيسه ډېره دلچسپه او په زړه پوري ده ، او دلته ددې کيسې متن په لنډه توګه تشريح کوؤ :

أَوَّلَ مَا جَلَسَ إِلَيَّ ، فَقُلْتُ : حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ ،
فَقَالَ : لَوْ كَانَ مِنْ كِتَابِكَ ، فَقُمْتُ لأُخْرِجَ كِتَابِي

يعني په لومړي ځل چې ماته د درس له پاره کېناست ، ياچې کېناست لومړى ځل ، فقلت حدثنا حماد.... له دې نه دا معلوميږي چې د حدثنااو اخبرناپه منځ کې کوم توپېر نشته ځکه دا روايت ترمذي رحمه الله تعالي په اخبرنااو ابن معين په حدثناسره رااخيستى دى .

فَقَالَ : لَوْ كَانَ مِنْ كِتَابِكَ

دلته (لو) دتمني له پاره دى او دتمني لو ځواب ته اړتيانه لري او يا خويې ځواب محذوف ده:يعني لوکان من کتابک لکان احسن .

فَقُمْتُ لأُخْرِجَ كِتَابِي:
يعني هغه کتاب چې ما خپل روايات پکې جمعه کړي ؤو

فَقَبَضَ عَلَى ثَوْبِي ثُمَّ ، قَالَ : أَمْلِهِ عَلَيَّ فَإِنِّي أَخَافُ أَنْ لا أَلْقَاكَ ،
قَالَ : فَأَمْلَيْتُهُ عَلَيْهِ ، ثُمَّ أَخْرَجْتُ كِتَابِي فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ
يعني زه يې له جامو ونيولم ځکه ده که څه هم واردمخه له کتاب نه د قرائت کولو غوښتنه وکړه چی په هغه توګه به دروايت توثيق هم راغلى ؤ ، خو څرنګه چې ده له علم سره زياته مينه او ډېر حرص لاره او دلوى اميد لرلو مخالف ؤ نو ځکه يې له جامو ونيولم چې هسي نه کورته دتګ او راتګ په دې لنډ وخت کې کومه داسې پېښه رامنځته شي چې دحديث له اورېدلو نه مانع وګرځي . ځکه خو يې وويل :

فَإِنِّي أَخَافُ أَنْ لا أَلْقَاكَ.ثُمَّ ، قَالَ : أَمْلِهِ عَلَيَّ

دامله: کلمه په يوه نسخه کې دهمزې په فتحه ، دميم په کسره ، او دلام په تشديد او فتحه سره راغلې ده چې د (املال ) امر دى ، او داملاء په معني ده ، او په بله نسخه کې دميم په سکون او دلام خيفيفه په کسره سره راغلى ده چې له املاء نه ده .

فَأَمْلَيْتُهُ عَلَيْهِ :
په ځيني نسخوکې بې له منصوب ضمير راغلى : فَأَمْلَيْتُ عَلَيْهِ :
اودايواځې دعبارتي تفنن په موخه داسې کيږي .

ثُمَّ أَخْرَجْتُ كِتَابِي فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ.
له دې روايت نه دمحمد بن الفضل توثیق هم په ډاګه شو ځکه د ده ديادو روايت له کتاب سره موافق شو او ديحيى بن معين دباور وړ وخوت ، او يحيى بن معين چې په چاباور کړى وي هغه به ثقه وي.

دراويانو حال

عبد بن حميد :
حميد په تصغير سره ده اودده نوم عبدالحميد بن بحردى، دى حافظ او ثقه دى او په حافظ جوال سره ياديږي ځکه دزده کړې په موخه يې داسلامي نړۍ ډېر ښارونه ليدلي دي اوپه ډېروسيموکې ګرځېدلى دى ، دې تصنيفات هم لري ، له علي بن عاصم ، النضربن شميل او ابن ابي فديک نه يې روايتوکړي دي ، او له ده نه امام مسلم او ترمذي اونورو روايتونه کړي دي ، او په کال دوه سوه او نه څلوېښت کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى

محمد بن الفضل :
حافظ ابو النعمان محمد بن الفضل السدوسي البصري . په (عارم ) سره يې شهرت لاره ، دى ډېر روايتونه لري ، صدوق او ثقه دى خو دعمر په وروستيو کې يې په حافظه کې خلط راغلى ؤ نو وروسته خلکو له ده نه روايت کول پرېښودل مختلفو محدثينو له ده نه حديث روايت کړي دي او په کال دوه سوه څلرويشت کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى

حبيب بن الشهيد
حبيب الازدي دبصري اوسېدونکى ،اوله کشرانو تابعينونه دى ، ابوالطفيل(صحابي) رضي الله عنه يې ليدلى دى ، او دى حبيب بن ابي قريبه دى په ثقه او ثبت سره يادشوى ، شپږو واړو امامانو دده روايتونه راخيستي دي،او په کال يوسل او پنځه څلوېښت کې وفات شوى دى رضي الله عنه تعالى. له حسن نه مراد حسن البصري دى او د حسن البصري حالات مخکې تېرشوي.

التخريج:

صحيح تفردبه المصنف ورجال اسناده ثقات فالاسناد صحيح لولا عنعنة الحسن البصري ولکنه قد توبع فسياتي للمصنف هنا الرقم ١٣٤ من طريق حميد عن انس رضي الله عنه بزيادة : ان النبي صلي الله عليه وسلم کان شاکيا فخرج ) وحميد مدلس وقد عنعنه ايضا ولکن عنعنته عن انس مقبولة فکل من الطريقين يقوى الاخر، وقد اخرجه من الوجهين ابو الشيخ في اخلاق النبي صلي الله عليه وسلم ، و ابن حبان في صحيحه واحمد في مسنده بتغيرما، والله اعلم .


رښتینی
27.03.2011

.

۵۹ـ حَدَّثَنَا سُوَيْدُ بْنُ نَصْرٍ ، حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ الْمُبَارَكِ ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ إِيَاسٍ الْجُرَيْرِيِّ ، عَنْ أَبِي نَضْرَةَ ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، إِذَا اسْتَجَدَّ ثَوْبًا سَمَّاهُ بِاسْمِهِ عِمَامَةً أَوْ قَمِيصًا أَوْ رِدَاءً ، ثُمَّ يَقُولُ : اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ كَمَا كَسَوْتَنِيهِ ، أَسْأَلُكَ خَيْرَهُ وَخَيْرَ مَا صُنِعَ لَهُ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ .

حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ يُونُسَ الْكُوفِيُّ ، حَدَّثَنَا الْقَاسِمُ بْنُ مَالِكٍ الْمُزَنِيُّ ، عَنِ الْجُرَيْرِيِّ ، عَنْ أَبِي نَضْرَةَ ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، نَحْوَهُ
________________________________________

ژباړه: ابو سعيد الخدري رضي الله تعالي عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم به چې کله نوې جامې واغوستلې نو هغه به يې په خپل نامه ونومولې ، يعني که کميس به يې واغوست کميس به يې وباله او که پګړۍ به يې وتړله پګړۍ به يې ونوموله او که څادر به يې واغوست څادربه يې وباله .
او بيا به يې وويل : خدايه ! يواځې تالره حمد ده ځکه زه دې په جامه پټ کړم او يا لکه زه چې دې په جامه پټ کړم له تانه ددې جامې دخير سوال کوم ، او له تانه سوال کوم چې دښه عمل دکارولو له پاره يې وکاروم ، او دجامو له شر نه پناه غواړم ، او دشرله پاره داستعمالولو نه يې له تانه پناه غواړم ، او ددويم سند حديث معنى ددې حديث په څېر ده .

.................................................................................................................................................................
________________________________________

دمتن تشريح او نحوي څېړنه

قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي الله عَلَيهِ وَسَلَّمَ ِذَا اسْتَجَدَّ ثَوْبًا سَمَّاهُ بِاسْمِهِ عِمَامَةً أَوْ قَمِيصًا أَوْ رِدَاءً

(اسْتَجَدَّ) يعني جامه به يې نوې کړه او يابه يې نوې جامه له کوروالونه وغوښتله نو يو نوم به يې ورکړ ، يعني پګړۍ ، ياکميس او ياهم څادر وغيره او ياخو داسې هم ويل شوي چې په هره جامه به يې ځانګړى نوم کېښود لکه ويل کيږي د رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه عمامه وه چې (السحاب) به يې بلله خو دلته لومړۍ توجيه مناسب ده . او دابن حبان په روايت کې راغلي دي : عن انس قال کان رسول الله صلي الله عليه وسلم اذا اسْتَجَدَّ ثوبا لبسه يوم الجمعة.

ثُمَّ يَقُولُ : اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ كَمَا كَسَوْتَنِيهِ ، أَسْأَلُكَ خَيْرَهُ
وَخَيْرَ مَا صُنِعَ لَهُ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ .

په (كَمَا كَسَوْتَنِيهِ ) کې کاف په معنى د (على ) له پاره دتعليل يا تشبيه ده او مامصدريه ده ، نو عبارت به داسې شي : الحمد لله على قدر انعامه بالکسوة...)او مونږ ژباړه هم ددې ترکيب په اساس کړې ده او دعبارت ظاهر هم داسې بريښي خو دحديثو وتلي شارح امام الطيبي يو بل ډول ترکيب هم کړى دى ، هغه داسې چې ( کماکسوتنيه ) مرفوع محلا ده او مبتدا ده او اسئلک يې خبرده او اعوذبک په اسئلک باندې عطف ده.
او داسې هم کېداى شي چې کما کسوتنيه ظرف لغو مقدم شي تعلق يې له اسئلک سره شي او معني به داسي چې زه سوال کوم دهغه خير چې داجامه ورته پيداکړل شوې ده،لکه په دې کې عبادت اودخير کارکول دي.
.................................................................................................................................
________________________________________
دنويو جامو اغوستلو په مهال ماثوري دعاګاني ويل سنت دي او په رواياتو کې ماثورې څو دعاوي دادي: الحمد لله الذي کساني هذا ورزقنيه من غير حول مني ولاقوة . اخرجه احمد والمؤلف في جامعه وابوداود،والحاکم وصححه ، وابن ماجة من حديث معاذبن انس مرفوعا.
او په حديث کې دي چې په دې دعاء سره دبنده ټولي ګناوي بښل کيږي او دحاکم په روايت کې راغلي : حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي څوک چې په دينار يانيم دينار جامه واخلي اوپه هغه دخداى جل جلاله حمد ووايي نو دا جامه يې لاټيټکيو ( رکبتين) ته نه وي رسېدلې چې الله صلي الله عليه وسلم مغفرت ورته وکړي :
داراز علماء ليکي که يو څوک بل کس وويني چې هغه نوې جامې اغوستې وي نو سنت طريقه ده چې بايد ورته ووايي:
البس جديدا وعش حميدا ومت شهيدا.
لکه دترمذي په يوه روايت کې چې راغلي داخبره رسول الله صلي الله عليه وسلم حضرت عمررضي الله عنه ته کړې وه ، هغه وخت چې دعمر په تن يې نوی جامې وليدلې . اودابوداود په يوه روايت کې راغلي چې صحابه ؤ دکوم يوه دنويو جامو د اغوستلو په مهال هغه ته ويل : تبلى ويخلف الله تعالى
او رسول الله صلي الله عليه وسلم ام خالد ته وويل : اخلقي! يعني خداى جل جلاله دې په خير درباندې زړي کړي .

.................................................................................................................................................................
________________________________________
دراويانو حال

سعيد بن اياس :

جرير (مصغر) دده کوم نيکه تېر شوى نو ځکه الجريري ورته وايي. ډېرو محدثينو ثقه بللى ، ويل کيږي له مرګ نه درې کاله مخکي يې په حافظه کې ګډوډي راغلې وه خو دا ګډوډي ډېره نه وه او له دې کبله يحيى بن سعيد القطان ضعيف بللى دى ، ابن معين هم ثقه بللى دى او ابو حاتم الرازي وايي چې مخکې له اختلاط نه يې حديث صالح دي
په يو سل او څلورڅلوېښت کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى.

په سند کې له سعيد نه مخکې دوه راويان ( سويد او عبدالله بن المبارک) دي او دوه وروسته ( ابو نضر او ابوسعيد الخدري ) دي ، ددې ټولو حالات مخکې تېر شوي دي . رحمهم الله تعالى اجمعين

دويم سند_ مخکې حديث دتاکيدله پاره مصنف په دووسندونوسره روايت کړي دي اودسندپه پاى کې د(نحوه) تورى دامعنى ده چې په دى سندسره چې کوم روايت راغلى هغه اودمخکيني روايت معنى يوه ده اوکه چيرته دايوالى په لفظ کې وى نو(مثله) به يى ويلى _ اوددى سنددووه بدل راويان نوي دى چى يو:

هشام بن يونس _ هشام بن يونس بن وابل النهشلى اللؤلؤى دکو فى محدث دى . دى محدثينوثقه بللى دى اوابوداوداوامام الترمذى له ده نه روايتونه کړى دى اوپه کال دووه سوه اودووه باندى پنځوس کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى

القاسم بن مالک : قاسم هم دکوفې او دمزينه دقبېلې دى ، امام احمد ، ابن عرفة او نورو له ده نه روايتونه کړي دي ،ابن حجر وايي صدوق دى ، وفيه لين دده روايتونه شيخينو ، امام النسائي ، ابن ماجة ، او مصنف راخيستي دي ، اوله نوي هجري کال وروسته وفات شوى دى  تعالى.

التخريج

رجاله ثقات ـــاخرجه ابوداود في سننه کتاب اللباس واخرجه المصنف في جامعه کتاب اللباس باب مايقول اذالبس ثوبا جديدا ، وحسنه ، واخرجه النسائي في الکبرى کتاب عمل اليوم والليلة باب مايقول اذااستجد ثوبا رووا هذاالحديث بالطرق المختلفة کلهم عن سعيدبن اياس الجريري_ به، ورجاله ثقات الا ان سعيدا الجريري قد اختلط ، ورواية من ذکرنا عنه انماهي بعد اختلاطه وقد جزم الحافظ ابن حجر رحمه الله بانهم سمعوا منه بعد اختلاطه فلذا رد تصحيح ابن حبان والحاکم لهذاالحديث وکذلک انتقد على النووي وقال : فعجب من الشيخ کيف جزم بانه حديث صحيح.


رښتینی
29.03.2011

۶۰ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، حَدَّثَنَا مُعَاذُ بْنُ هِشَامٍ ، ثَنِي أَبِي ، عَنْ قَتَادَةَ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ أَحَبَّ الثِّيَابِ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، يَلْبَسُهُ الْحِبَرَةُ
________________________________________
ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم چې کومې جامې اغوستلې په هغو کې د( حبره) نومي جاموډېر خوند ورکاوه . او (حبره) يو ډول يمني جامې وي چې شنې او زرغونې کرښې به يې لرلې . اوله مالوچوجوړي جامې وې.

تشريح او تفصيل او نحوي څېړنه

كَانَ أَحَبَّ الثِّيَابِ إِلَى رَسُولِ اللهِ
صلى الله عليه وسلم ، يَلْبَسُهُ الْحِبَرَةُ

( احب الثياب ) دکان له پاره اسم ده او مرفوع ده او ( الحبره ) يې خبرده ، او (يلبسه ) جمله داحب يا الثياب له پاره خبر ده ، او په ځيني صحي نسخو کې( يلبسها) مؤنث ضمير راغلى چې الثياب ته راجع ده يعني مضاف اليه معتبر شوى ده او په دې جمله سره هغه جامه ووتله چې دفرش او دې ته ورته شي له پاره کارول کيږي . او احب الثياب په نصب سره هم صحي کيږي او دنصب په صورت کې به خبر مقدم او الحبره به اسم مؤخر شي. (الحبرة). يو ډول يمني پستې او دهغه وخت ښکلې جامې وې او له همدې کبله ( الحبره) ورته ويل کېده چې هغه ښکلې وې ځکه تحبير ښايست ته وايي. لکه چې ويل شوي دي دقران کريم دا ايت هم له دې جملې نه دى : فهم في روضة يحبرون

.................................................................................................................................................................
________________________________________
څرنګه چې داد هغه وخت ښکلې جامې وې نوځکه يې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته خوند ورکاوه او يا خو داچې ددې جامو رنګ شين ؤ او دجنتيانو لباس هم شين وي نو ځکه يې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته خوند ورکاوه.، او ياخو داجامې ډېرې پستې وې او ښې کلکې اوبدلې شوې وې او په دې توګه د رسول الله صلي الله عليه وسلم له مبارک او پاسته بدن سره مناسبې وې .
مخکې دام سلمه رضي الله عنها په روايت کې تېرشول چې کميس رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ډېر خوند ورکاوه . ددې او هغه روايت د تدافع خبره شارحينوپه هغه روايت کې هم کړې وه او دلته يې هم کړې ده ، يو خو هغه دفعه دتدافع ده چې مشهوره ده او هغه دا چې کميس په ګنډلو جامو کې او حبره په ناګنډلو جامو کې هغه جامې وې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې خوند ورکاوه نو تدافع ختمه شوه . او ياخو داچې کله به دى له خپلو مېرمنو سره ؤ کميس به خوند ورکاؤه ، او که به له صحابه ؤ سره کېناست بيابه لنګ او څادر چې دحبره جاموبه ؤ ؛ خوند ورکاوه ، ځکه هغه مهال عربو له څادر او لنګ سره مينه لرله ، او يا خو داچې هغه کميس به خوند ورکاوه چې هغه به له (الحبره) رخت نه جوړ شوى ؤ او حافظ عراقي ويلي چې که بيا دتعارض په مهال ترجيح غوره کړو نو دانس روايت دام سلمه له روايت نه قوي دى ځکه په دې باندې دشيخينو اتفاق ده او دام سلمه روايت له هغې يوې وجې را نقل شوى دى . او ددې روايت دراويانو حالات مخکې تېرشوي دي .

.................................................................................................................................................................
________________________________________

التخريج

اخرجه البخاري في صحيحه کتاب اللباس باب البرود والحبر والشملة ، واخرجه مسلم في صحيحه کتاب اللباس والزينة باب فضل لباس ثياب الحبرة ، واخرجه المصنف في جامعه کتاب اللباس باب ماجاء في احب الثياب الى رسول الله صلي الله عليه وسلم وقال حسن ، صحيح ، غريب. واخرجه النسائي في سننه کتاب الزينة باب ( الحبرة) من طرق عن معاذبن هشام الدستوائي، به . واخرجه ابن سعد في الطبقات واحمد في المسند ، وابوالشيخ في اخلاق البني صلي الله عليه وسلم . والله اعلم


رښتینی
31.03.2011

۶۱ـ حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلانَ ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ عَوْنِ بْنِ أَبِي جُحَيْفَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، وَعَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ ، كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى بَرِيقِ سَاقَيْهِ قَالَ سُفْيَانُ : أُرَاهَا حِبَرَةً
________________________________________

ژباړه: ابوجحيفة رضي الله عنه وايي : ما رسول الله صلي الله عليه وسلم په سروجامو کې وليد ( سرې کرښې يې لرلې) همدا اوس لکه زه چې دده دلېنګيو ځلاوينم ، سفيان وايي ګومان کوم داجامې به دحبره وې .

تفصيل او تشريح :

قَالَ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ،

شارحين ليکي دابو جحيفه رضي الله عنه داليدنه دمکې په بطحاء نومې ځاى کې دحجة الوداع په موکه وه لکه د بخاري په روايت کې چې راغلي دي : ان النبى صلي الله عليه وسلم صلى بهم بالبطحاء بالهاجرة الى اخره ، او په دې روايت کې داجمله هم راغلې ده : وخرج في حلة حمراء مشمرا .
بطحاء هغه مهال له مکې مکرمې نه دباندې يو ځاى ؤ چې په الابطح سره هم ياديږي. او دبخاري په يوه روايت کې راغلى : ما رسول الله صلي الله عليه وسلم وليد او خلک می وليدل چې دده داوداسه پاته اوبو يعني استعمال شويو اوبو ته يې بېړه ورکوله ، چابه چې دا اوبه ترلاسه کړې مخ به يې پرې لوند کړ، او که به چاته ونه رسېدې هغه به دخپل ملګري دلاسونو په لوندوالي سره خپل لاسونه لانده کړل ، دبخاري ديوه بل روايت په يوه برخه کې ابوجحيفه

.................................................................................................................................................................
________________________________________
وايي : ماهم هغه اوبه راواخيستې او مخ مي پرې لوند کړ چې له واورې سړې وې ، او له مشکونه يې بوى ښه ؤ .

وَعَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ ، كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى بَرِيقِ سَاقَيْهِ
لنګ اوڅادر دواړه يو ځاى حله بلل کيږي په الصحاح کې وايي: ترهغو حله نشي ورته ويل کېدلى څو دوه جامې نه وي ، او له دې سرې حلیې نه هغه يمني حله مراد ده چې سرې او تورې کرښې به يې لرلې . او تکه سره نه وه ځکه دنارينه له پاره نګه سور رنګ کارول مکروه دى لکه د ابوداود په يوه روايت کې راغلي عبد الله بن عمررضي الله عنه وايي : په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې يو سړى تېر شو چې سره جوړه يې په تن وه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې سلام وکړ او رسول الله صلي الله عليه وسلم دسلام ځواب ورنکړ او بل داچې سور رنګ دشيطان او دشيطان دبانډ ښکلاده ، سور رنګ ، دتکبر او سرکشي نښه وي . حضرت حسن له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه روايت کړى چې سور رنګ دشيطان ښکلاده : ا ن الحمرة من زينة الشيطان
نوځکه علماء د رسول الله صلي الله عليه وسلم په الحلة الحمراء کې تاويل کوي چې هغې يواځې سرې کرښې لرلې تکه سره نه وه ، او که فرضا تکه سره وي نو بيا به داپه ماقبل النهى حمل کيږي او يا د مطلق جواز له پاره هم کېدى شي .
له ( بريق الساقین) نه دلينګيو دسپينوالی ځلا مراد ده ، وايي برق الشئ برقاوبريقا اى لمع ، او له دې جملې نه داهم معلوميږي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د

.................................................................................................................................................................
________________________________________
لينګي يوڅه برخه به لوڅه وه اوله دې کبله دجامو لنډوالى مستحب بلل شوى دى او په دې اړه نور تفصيلات به په خپل ځاى کې راشي .ا ن شاءالله تعالى

قَالَ سُفْيَانُ : أُرَاهَا حِبَرَةً
سفيان چې مطلق ذکر شي مراد سفيان الثوري رحمه الله تعالي وي لکه حسن چې مطلق ذکر شي او مراد حسن البصري رحمه الله تعالي وي او داراز عبد الله چې مطلق ذکر شي مراد عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وي ، نو دلته مراد سفيان الثوري دى ، رحمهم الله تعالى
(اراها) دمجهول واحد متکلم صيغه ده او په ځينې نسخو کې جمعه مجهول ( نراه) دنون په ضمه سره راغلى ده ، او ضميريې ځکه مذکر راوړى چې له حلة نه يې ثوب مراد ده .

دراويانو حال
ددې سند ټول راويان دصحابي ابوجحيفه په شمول مخکې تېرشوي دې يواځې دابو جحيفة رضي الله عنه دزوى عون حالات رااخلو :
عون بن جحيفة
دى دمشهور صحابي ابوجحيفة رضي الله عنه زوى دى شعبه ،سفيان او نوروله ده نه روايتونه کړي دي ، دى محدثينو ثقه بللى د ى او شپږواړه امامانو دده روايات په خپلوصحاحواو سننوکې راخيستي دي او په يو سل او شپاړس هجري کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى

.................................................................................................................................................................
________________________________________

التخريج

اخرجه مسلم في صحيحه کتاب الصلاة باب سترة المصلى ، واخرجه ابوداود في سننه کتاب الصلاة باب ماجاء في المؤذن يستدير في اذانه ، واخرجه المصنف في جامعه کتاب الصلاة باب ماجاء في ادخال الاصبع في الاذن عند الاذان وقال : حسن صحيح ، واخرجه النسائي في سننه کتاب الزينة باب اتخاذ الثیاب الحمر من طرق عن سفيان بن سعيد الثوري ، واخرجه البخاري في صحيحه في مواضع کثيرة منها ماهو اقرب لرواية المصنف من حديث عون بن ابې جحيفة عن ابيه – به ، وقد اخرجه احمد وابن سعد وابو الشيخ من حديث ابي جحيفة - به


رښتینی
04.04.2011

۶۲ـ حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ خَشْرَمٍ ، حَدَّثَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ ، عَنْ إِسْرَائِيلَ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ ، قَالَ : مَا رَأَيْتُ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ أَحْسَنَ فِي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ ، مِنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، إِنْ كَانَتْ جُمَّتُهُ لَتَضْرِبُ قَرِيبًا مِنْ مَنْكِبَيْهِ
________________________________________

ژباړه: براء بن عازب رضي الله عنه وايي: ما رسول الله صلي الله عليه وسلم په سره جوړه کې وليد دومره ښايسته ؤ چې په ټولو خلکوکې مې دده په خېر ښائسته انسان ندى ليدلى اوڅڼې يې وږوته نږدې وې

لنډ تفصيل او دراويانو حال

مَا رَأَيْتُ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ أَحْسَنَ فِي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ ،مِنْ رَسُولِ اللهِ
صَلَّي الله عَلَيهِ وَسلَّمَ إِنْ كَانَتْ جُمَّتُهُ لَتَضْرِبُ قَرِيبًا مِنْ مَنْكِبَيْهِ

ددې حديث تفصيل مخکې تېر شوى ، او دوېښتانو په بحث کې د(جمه) او ( لمه )او (وفره) بحث هم څو ځله مخکې بيان شوى. په ( ان کانت جمته ) کې ان ٩ مخفف له مثقل نه ده ځکه خو په داسې فعل داخل شوى چې هغه دمبتدا او خبر په سر کي راځي ( کانت ) او په (لتضرب) کې تاکيدي لام هم ددې نښه ده .
په سند کې درجالو حالات هم مخکې تېرشوي يواځې على بن خشرم او اسرائيل نوي راويان دي چې په لنډه توګه يې حالات رااخلو :

على بن خشرم :
خشرم دجعفر په څېر تلفظ کيږي په ځيني نسخو کې په فتحه دميم سره يعني غير منصرف راغلى چې عجمه او علميت يې اسباب بلل شوي دي ، دمرو روز او سېدونکى او دحديثو حافظ دى ، له مسلم ، نسائي ، ابن خزيمه او نورو نه يې روايتونه کړي دي او نسائي ثقه بللى دى . په ٢٥٧ ياڅه وروسته درمضان په مياشت کې دسلو کلونو په عمر وفات شوى دى رحمه الله تعالي

اسرائيل
اسرائيل دعيسى ورور دى ابويوسف يې کنيه اودکوفې دى له خپل نيکه ، عاصم الاحول ، سماک بن حرب ،اعمش ، او نورونه يې روايتو نه کړي دي اوله ده نه النضربي شمیل ، خپل ورور عيسى، ابوداود اوابوالوليد الطياليسيان ، عبد الرزاق ، وکيع اونورونه یی روايتونه کړي دي ،دده ورور عيسى وايي ماته خپل ورور اسرائيل وويل چې موږ به دخپل نيکه ابواسحاق روایتونه داسې يادول لکه دقرآنکريم سورتونه
امام احمد اوابوحاتم وايي چې ثقه او صدوق دى ، دى په کال سل (١٠٠) کې زوکړى او په کال يوسل شپېته (١٦٠) کې وفات شوى رحمه الله تعالي

________________________________________

التخريج
اسناده صحيح رواه البخاري في اللباس ومسلم في الفضائل والنسائي في الزينة وفي الکبرى وابوداودفی سننه في الترجل والترمذي في جامعه في اللباس وقال حسن صحيح واخرجه احمد في المسند وابو الشيخ في اخلاق النبى صلی الله علیه وسلم کلهم من طرق عن ابي اسحاق ــــ به نحوه


رښتینی
05.04.2011

.

.

۶۳ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، ثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ ، أنَا عُبَيْدُ اللهِ بْنُ إِيَادٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ أَبِي رِمْثَةَ ، قَالَ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، وَعَلَيْهِ بُرْدَانِ أَخْضَرَانِ
________________________________________

ژباړه: ابورمثه رضي الله عنه وايي : مارسول الله صليه عليه وسلم الپه داسې حال کې وليد چې دشنو کرښو جامې يې اغوستې وې .

تفصيل او تشریح

رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، وَعَلَيْهِ بُرْدَانِ أَخْضَرَانِ

ابن الاثير په خپل کتاب (النهايه) کې وايي چې (برد) هغو جامو ته وايي چې کرښې او خطوط لري ، او په حديث کې د(اخضران) توري مطلب داشو چې شنې کرښې يې لرلې ، دلته دشمائل دوه شارحين بيا سره اوښتي دي چې يو يې ابن حجراوبل ملاعصام دى
عصام د اخضران معني په شنو کرښو سره کړې ده ، ابن حجر وايې دابې دليله خبره ده مخکې مونږ دصاحب النهايه قول را واخيست په هغه سره د ملاعصام خبره ټينګېدلى شي – او ويل کيږي چې دجنتيانو جامو به شنې وي
دابو داود ، ابن ماجه ، احمد او دارمي په يوه روايت کې راځي : رايته يطوف بالبيت مطبقا ببرد اخضر

________________________________________

دراويانو حال :

په راويانو کې يو عبيدالله بن اياد نوى دى د نوروټولو حالات مخکې تېر شوي دي ،

عبيد الله :
داياد بن لقيط زوى او السدوسي دى ، دى صدوق بلل شوى له ابن ماجه پرته نورو پنځوامامانو له ده نه روايتونه کړي دي اوپه ١٦٩هـ کې وفات شوي رحمه الله تعالي

التخريج :

صحیح أحرجهابوداود في سننه کتاب اللباس باب الخضرة وکرره في الابواب واخرجه المصنف في جامعه کتاب الادب وقال : حسن غريب ، واخرجه النسائي في سننه کتاب صلاة العيدين باب الزينة وانظرماسبق هنا الحديث رقم (40 )


رښتینی
06.04.2011

.
.
.

۶۴ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ بْنُ حُمَيْدٍ ، حَدَّثَنَا عَفَّانُ بْنُ مُسْلِمٍ ، قال : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ حَسَّانَ الْعَنْبَرِيُّ ، عَنْ جَدَّتَيْهِ دُحَيْبَةَ ، وَعُلَيْبَةَ ، عَنْ قَيْلَةَ بِنْتِ مَخْرَمَةَ ، قَالَتْ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ أَسْمَالُ مُلَيَّتَيْنِ ، كَانَتَا بِزَعْفَرَانٍ ، وَقَدْ نَفَضَتْهُ وَفِي الْحَدِيثِ قِصَّةٌ طَوِيلَةٌ
________________________________________

ژباړه: قيله بنت مخرمه رضی الله عنها وايي : ما رسول لله صلي الله عليه وسلم په داسې حال کې وليد چې دوه زړې جامې يې اغوستې وې هغه جامې په زعفرانو کې رنګول شوې وې . وروسته له زعفرانو پاکې کړل شوې وې ، او په حديث کې اوږده کيسه هم راغلې ده .

تفصيل او تشريح

قَالَتْ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ أَسْمَالُ مُلَيَّتَيْنِ ،
د(اسمال ) اضافت (مليتين) ته اضافت بياني دى لکه په (جردقطيفة) کې ، اسمال د (سمل ) جمعه ده (سمل ) دسين او ميم په فتحويازورکيو سره ده ، او زړې جامې ته (سمل ) وايي
او(مليتين )د (ملية) تثنيه ده او (ملية) د(ملاء) تصغير دى (ملاء) دميم په ضمه او الف ممدوده سره ده ، او دتصغير په په حالت کې داهمزه حذف کيږي . (ملية ) هغه لوى څادره ته ويل کيږي جې ټول بدن پکې پټېدلى شي يعني بېله بېله ګنډل شوى نه وي بلکه اصلا او بدن يې دټول بدن له پاره شوى وي او په اسمال (جمعه) سره مراد له يوه زيات دى يعني دوه ، څويې له مليتين سره مطابقت راشي ، او څرنکه چې دبدن جامه ډيري او مختلفي برخې لري ځکه يې جمعه ذکر کړې ده .

________________________________________

كَانَتَا بِزَعْفَرَانٍ ، وَقَدْ نَفَضَتْهُ
داجامې په زعفرانو رنګېدلې وې .څرنګه چې په يوه بل حديث کې په زعفرانو رنګېدلې جامې اغوستل ناروابلل شوي دي ځکه حضرت قيله رضي الله عنها زياته کړه چې زعفران اودهغو اثرلرې کړل شوى ؤ (وَقَدْ نَفَضَتْهُ) داتورى په فاء سره ده او ااصلا النفض دګرد څنډلو ته وايي او دلته مطلب داده چې د زعفرانو رنګ لرې کړل شوى ؤ يواځې مامولي اثريې پاتې ؤ . په (نفضته ) کې دواحد مؤنث ضمير ده چې (اسمال) يا(مليتين) ته په اعتبار دکل واحد سره راجع ده ،او داکارنحات کوي . کله چې دضمير او مرجع په منځ کې دمطابقت لاره ورکه شي بياپه اعتباراتو پيل وکړي ، هغه نور ددوى دخوښې خبره ده ياپه تاويل دکل واحد سره ياپه تاويل دجماعة سره اوداسی نور
او (نفضته) تورى په ځينې نسخو کې دتثنيې په صيغه سره هم راغلى دى ، او صيغه مبني للفاعل ده ملا علي قاري رحمه الله تعالي وايي چې زموږ ميرک ته دماضي په معلومه تثنيه صيغه سره دا روايت رسېدلى دى ، او امام ترمذي چې په جامع کې دا روايت رااخيستى هلته هم داسې ده . او دلته دضمير خبره حل سوې ده ځکه مليتان ته راجع ده ، او دلته بيا دمفعول حذف راغلى چې هغه (لون الزعفران ) ده او دمفعول حذف کله کله رامنځته کيږي لکه په ( اهذا الذي بعث الله رسولا- اى بعثه الله ...)

دلباس په اړه تفصیل

دلباس دموضوع په اړه شريعت قاطع او پرېکنده حکم نه دى کړى چې ساده لباس ښه دی او ښائسته ندی ښهیا ښایسته ښه دی اوساده ندی ښه ، ځکه داد مکلف په نيت پورې اړه لري ، او داراز له وخت او رواج سره هم اړيکه لري ديوه لوى انسان په اړه ويل کيږي چې يوه حريص شتمن دده په ښوجامو نيوکه وکړه چې دومره قېمتي جامې دي اغوستې دي ! ده وويل ! زماښه لباس اوښه هيئت دحال په ژبه دالله جل جلاله ستاينه کوي ، اوستازړې جامې ستادسوالګري ترجماني کوي .
که دسړي نيت ښه وي په ښو او ښائسته جامو او زړوجامو کې مشکل نشته په حديثو او رواياتو کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دلباس په اړه دواړه خبرې شته ښکلې او ګران بيه جامې يې هم اغوستي دي او زړې هم ، دښه پوښاک او ښه خوراک شرعا هيڅ ممانعت نشته
قرآنکريم وايي: قل من حرم زينة الله التي اخرج لعباده والطيبات من الرزق يعنی ته ورته ووایه هغه څوک دی چی دالله بندګانو ته یی هغه ښکلا ناروا کړی ده چی ددوی له پاره یی پیداکړی ده او څوک دی چی دوی ته یی پاکه روزی حرامه کړی ده ؟؟اوداراز په قرآنکريم کې راځي : خذوا زينتکم عند کل مسجد. یعنی تاسودهر عبادت په مهال ښی جامی واغوندئ
رسول الله صلي الله عليه وسلم ښه لباس هم اغوستى او ښه خوراکونه يې هم خوړلي دي ، خوله رواياتوداسې معلوميږي چې اکثره يې زړې اوليږ قيمته لباس کارولى دى او په ځينې وختونو کې يې ښه لباس کارولى دى ؛
ځکه خو په رواياتو کې راغلي رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : ا ن الله جميل يحب الجمال )
اوپه يوه روايت کې راغلي : ا ن الله نظيف يحب النظافة )

________________________________________

او اصحاب السنن يو روايت رااخيستى : يوه سړي کمزورې جامې ياخيرنې جامې اغوستې وې رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ته شتمني لري ؟ هغه ورته وويل : هوکې . څه ډول مال؟ سړي وويل : خداى جل جلاله ډېر اوښآن او پسونه راکړي دي . رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: (فکثرنعمته وکرامته عليک) يعني دخداى جل جلاله دنعمت اثر ښکاره کړه (په حمد او شکرسره)
لکه په قرآنکريم کې چې راځي (وامابنعمة ربک فحدث) اوپه يوه بل روايت کې راځي چې الله جل جلاله په بنده باندې دخپل نعمت داثر له ليدلوسره مينه لري .
له دې رواياتو نه دافهمولى شو چې که دنویواوښکلیوجاموپه اغوستلوسره دالله صلي الله عليه وسلم دنعمت اظهار او دحال په ژبه دالله جل جلاله دنعمت دشکر ايستلو مطلب وي نوبيا ښې او ښکلې جامې دثواب کار دى او لوى څښتن به سړي ته اجر پرې ورکوي ، خوعلماء ليکي چې زړې او ليږ قېمته جامې اغوستل غوره دي ځکه چې په لومړنيوهغو کې دتکبر وېره وي ، او رسول الله صلي الله عليه وسلم هم اکثره ساده جامې اغوستې دي ، او په روايت کې هم راځي : البذاذه من الايمان، او په يوه بل روايت کې هم راځي چې الله جل جلاله ستاسو صورتونو او مالونو ته نه ګوري بلکې ستاسي زړونو او عملونو ته ګوري ، او دمنافقينو په باره کې الله جل جلاله وايي : واذا رايتهم تعجبک اجسامهم

________________________________________

وفي الحديث قصة طويلة

داقصه مصنف رحمه الله تعالي ځکه نه راوړه چې دباب له عنوان سره يې اړيکه نه وه او قصه طبراني داسې روايت کړې ده : يو سړى رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغى او ويې ويل ! السلام عليک يارسول الله ! رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : وعليک السلام ورحمة الله وبرکاته : رسول الله صلي الله عليه وسلم داوخت دوه سرې جامې اغوستې وې او دکجوري لښته يې په لاس کې وه او په مخصوص ډول ناست ؤ يعني ځنګنونه يې له نص سره لګولي او په هغو يې لاس راتاوکړي ؤ (قعدة القرفصاء لامعروفة)
دې سړي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وليد او دده له لوړ شان سره يې دده دعاجزي حالت وليد نو ويري واخيست او ډار ونيو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : مه وېرېږه ! هغه سړى وايي چې دده په دې خبره سره زما وېره ختمه شوه . او ځيني شارحينو ليکلي چې دا کيسه دحضرت قيله بنت مخرمه رضي الله عنها داسلام منلو کيسه ده چې ډېره اوږده او دلباس له موضوع سره يې اړيکې هم نشته .
وادامعلومه نده چې داسړى به ؤ که بل کوم يو، په يوه روايت کې راځي چې يو سړى له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه دده په ليدلوووېرېد رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل :
( هون عليک فانما انا ابن امراة تاکل القديد)يعني مه وېرېږه زه ديوې داسې غريبي ښځي زوى يم چې وچه غوښه به يې خوړه . ددې روايت په دې له فصاحته ډکو تورو کې که سړى غور وکړي نو د رسول الله صلي الله عليه وسلم له لوړ شان سره دهغه عاجزي به ورته روښانه شي

________________________________________

د سنداوراويانو حال
په دې سند کی یوڅه تفصیل ته اړتیا لیدل کیږی هغه داسې چې امام ترمذی رحمه الله تعالی په خپل سند کې دعبد الله بن حسان العنبري دوه نياګاني (دحيبه) او) عليبه ) يادې کړې دي چې دوى دواړې له حضرت قيله نه داروايت رااخيستى دى ، او دا خبره داسې نده ځکه چې دمصنف دخپل جامع سند ددې خلاف ده نو سمه خبره هغه ده چې دامام بيهقي او ابوداود په سندونو کې راغلى ده ، هلته داسې راغلى . عبيد الله بن حسان العنبري حدثني جدتاى صفيه ودحيبه بنتاعليبه ، نو صفيه او دحيبه دعليبه بن حرمله بن عبدالله بن اياس لوڼه شوې ، او مصنف په خپل جامع کې هم سند په دې توګه رااخيستى دى . صفيه او دحيبه دعبدالله بن حسان نياګاني دي يوه يې دپلار له لوري بله دمورلخوا او نور تفصيل دملاعلي قاري او عبدالرؤف المناوي په شروحوکې سپړلى پروت ده
ددې سند پنځه راويان رااخلو يواځې دعبدبن حميد حال مخکې تېرشوى دى لومړى يې :

عفان بن مسلم:

الباهلي البصري دى ، دده په ثقاهت او امامت کې دچا اختلاف نشته يواځې ابن عدي دى په ضعفاؤ کې شمېرلى دى خوامام ذهبي وايي چې ابن عدي په دې کارسره ځان ته تاوان رسولى دى، دجرح او تعديل منل شوى امام يحي بن سعيد القطان وايي : عفان چې له ماسره په کوم روايت کې موافق وي دبل هيچا دمخالفت پروانلرم ، څوورځې له مرګ مخکې تغير پکې راغلى ؤ ، شپږ واړو امامانو دده روايتونه رااخيستي دي ، اوپه کال دوه سوه شل کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

عبدالله بن حسان العنبري
کنيه او نسب يې: ابو الجنيد التميمي دى له حبان او نورونه يې روايتونه کړي دى ، عفان بن مسلم او نورو له ده نه روايتونه کړي دي ، په الکاشف او التقريب کې يې ثقه او مقبول بللى دى له اوومې طبقې څخه دى ، ابوداود او ترمذي دده روايتونه رااخيستي دي ، او امام بخاري په خپل تاريخ کې دده روايتونه رااخستي دي رحمه الله تعالي .

قيله بنت مخرمه رضي الله عنها
په سند کې دعبدالله بن حسان العنبري نياګاني دحيبه او عليبه هم شته چې اصلا دحيبه او صفيه دي او تفصيل يې مخکې تېرشو . دلته دابن الاثير له کتاب اسد الغابه في معرفة الصحابه نه يو روايت رااخلوپه دې سره به دهغو دواړو حالات هم يوه اندازه معلوم شي ، دقيله دنسبت په

________________________________________
اړه دى ليکي چې درجالوعلماؤ له دې سره درې توري ليکلي دي : الغنوية، العنـزية ، العنبرية
دى ليکي چې دالعنبريه نسبت سم دى ځکه له دې سره کله کله التميميه هم ليکل کيږي ، اوعنبر دتميم يوه پښه ده . ابن الاثير وايي: عبدالله بن حسان العنبري وايي : ماته مي زمانياګانو : صفيه او دحيبه حديث بياناوه دوى دواړه دعليبه لوړڼه دي او دقيله بنت مخرمه پرکټياني يعني دمېړه لوړڼه وې ، اودادعليبه (دصفيې او دحيبې پلار) اناوه . دوى دواړو ته قيله بنت مخرمه روايت کاوه ، قيله دحبيب بن ازهر مېرمن وه له حبيب نه يې لوڼه پيداشوې او هغه بياوفات شو له دې نه ددې لوڼې دهغو دتره زوى عمربن اثوب بن ازهر بوتلې ، يواځې کوچنۍ لوريې چې جويریه نومېده هغې زړل نوله ځانه سره يې بوتله نور روايت په اسدالغابه کې پروت ده زمونږ همدومره په کار ؤ

التخريج :

اخرجه ابوداود في سننه کتاب الخراج والامارة ، والفئ واخرجه المصنف في جامعه کتاب الادب باب ماجاء في الثوب الاصفر وقال : لانعرفه الامن حديث عبدالله بن حسان من طرق عن عبد الله بن حسان العنبريــ به ومدارالحديث على عبدالله بن حسان قيل ثقة وقال الحافظ مقبول يعني عند المتابعة والافلین الحديث . ودحيبه مقبولة کمافي التقريب وکذلک صفية ، واخرجه ابن سعد في الطبقات ولم يسق لفظه واخرج البخاري في الادب المفرد طرفا منه والطبراني في الکبير والبيهقي في الاداب و السنن وقال الهيثمي في مجمع الزوائد رواه الطبراني ورجاله ثقات والحديث حسن ا ن شاءالله تعالى ، فان عبد الله بن حسان روى عنه جمع من الثقات وقد قال عنه الذهبي في الکاشف ثقة کما ذکرنا في ترجمته وقدروى عن جدتيه وهما مقبولتان . والله اعلم


رښتینی
14.04.2011

۶۵ ــحدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ الْمُفَضَّلِ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُثْمَانَ بْنِ خُثَيْمٍ ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : عَلَيْكُمْ بِالْبَيَاضِ مِنَ الثِّيَابِ ، لِيَلْبِسْهَا أَحْيَاؤُكُمْ ، وَكَفِّنُوا فِيهَا مَوْتَاكُمْ ، فَإِنَّهَا مِنْ خِيَارِ ثِيَابِكُمْ
________________________________________
ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل تاسو تکې سپينې جامې غوره کړئ ، تاسوژوندي سپينې جامې اغوندئ او مړيوته مو په سپينو جامو کې کفنونه ورکوئ ځکه ستاسو په جاموکې ترټولو غوره جامې سپينې جامې دي.

تفصيل او تشريح:

عَلَيْكُمْ بِالْبَيَاضِ الحديث ....
(عليکم ) اسم فعل دى داپه حديثو کې ډېر راځي لکه عليکم بسنتي ... عليکم بهم فانهم لايعجزونک. په معنى د(خذوا) ده او دالزام معنى پکې پرته ده يعنې اى مسلمانانو تاسو سپينوالى يعني سپينې جامې غوره کړئ . دلته د (البياض) تورى مصدر دمبالغې له پاره راوړل شوى لکه په ( رجل عدل) کې او مراد (ذوالبياض) ده يعني سپينې جامې .

فَإِنَّهَا مِنْ خِيَارِ ثِيَابِكُمْ
په يوه نسخه کې (من خير ثيابکم ) راغلى ده دسپينوجامو دخيريت اوښه والي دليل په راتلونکي حديث کې راځي : فانها اطيب واطهر) په حديث کې فَإِنَّهَا مِنْ خِيَارِ ثِيَابِكُمْ ويل شوي دي

________________________________________
( فَإِنَّهَا خِيَارُ ثِيَابِكُمْ ) بې له (من) ندى ويل شوى ددې مطلب داده چې سپينې جامې په خپل ذات کې ښې جامې دي ، او دامطلب يې نه دى چې له نورورنګونونه دوى ښې دي ، بلکې دامطلب چې دسپينوپه څېر نور هم ښه رنګونه شته لکه شين رنګ چې مخکې ذکر شوو ، جنتيان به شين رنګه جامې اغوندي .
په ځينې رواياتو کې دزيړ رنګ هم ستاينه شوې ، او ويل کيږي چې عبدالله بن عمر رضي الله عنهما له زيړ رنګ سره مينه لرلهاوځینی نورو شارحینو لیکلی چی زیړ رنګ ندی صحی او دا ابن عمر په اړه چی په روایت کی راځی دادیوه صحابی مذهب دی په هرصورت سپين رنګ رسول الله صلي الله عليه وسلم ستايلى اوپه راتلونکو حديثوکې به موضوع نوره هم روښانه شي.اودکفن له پاره هم د سپينې جامې توصيه شوې ده .
ددې حديث دسند رجال ټول زاړه دي مخکې يې حالات بيان شوي دي
او دتخريج له پاره هم پنځوسم نمبر حديث ته بايد مراجعه وشي، راتلونکي شپږ شپېتم حديث هم ددې له پاره شاهد دى .


عزيز
14.04.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمن او دروند حامد صاحب نه مې غوښتل د نبوي شمائلو رانښلولې دا ښکلې لړۍ مو په خپلې لیکنې پرې کړم، خو ستاسو دې ستر خدمت چې ګرانو هیوادوالو ته په خپلې ژبې داسې علمي توکي ژباړئ او وړاندې کوئ، وهڅولم په خپل کمزوري تعبیر ستاسو د دې لوی زیار او همت ستاینه وکړم.
حامد صاحب تاسو ته دې الله جل جلاله ددې لوی خدمت بدله په دواړو دنیاوو درکړي، او مونږ ته دې پرې د عمل کولو توفیق.
په دې هیله چې په راتلونکي کې مو هم په همداسې علمي او ګټورو لیکنو ونازوئ.

مننه


رښتینی
17.04.2011

.
.

علیکم السلام ورحمه الله وبرکاته

محترم ورور عزیز صاحب ستاسو له نظرڅرګندونی نه ډیره مننه
الله دی خوشاله اوبریالۍ لره وروره الحمدلله دالیکنه اوس په
کتابی بڼه هم چاپ شوی ده اودلته په نټ کی لایوڅوحدیث پاتی
دی

[quote:d705a5cabe="عزيز"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمن او دروند حامد صاحب نه مې غوښتل د نبوي شمائلو رانښلولې دا ښکلې لړۍ مو په خپلې لیکنې پرې کړم، خو ستاسو دې ستر خدمت چې ګرانو هیوادوالو ته په خپلې ژبې داسې علمي توکي ژباړئ او وړاندې کوئ، وهڅولم په خپل کمزوري تعبیر ستاسو د دې لوی زیار او همت ستاینه وکړم.
حامد صاحب تاسو ته دې الله جل جلاله ددې لوی خدمت بدله په دواړو دنیاوو درکړي، او مونږ ته دې پرې د عمل کولو توفیق.
په دې هیله چې په راتلونکي کې مو هم په همداسې علمي او ګټورو لیکنو ونازوئ.

مننه[/quote:d705a5cabe]


رښتینی
17.04.2011

۶۶ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيَانُ ، عَنْ حَبِيبِ بْنِ أَبِي ثَابِتٍ ، عَنْ مَيْمُونِ بْنِ أَبِي شَبِيبٍ ، عَنْ سَمُرَةَ بْنِ جُنْدُبٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : الْبَسُوا الْبَيَاضَ ، فَإِنَّهَا أَطْهَرُ وَأَطْيَبُ ، وَكَفِّنُوا فِيهَا مَوْتَاكُمْ
________________________________________
ژباړه:: سمره بن جندب رضي الله عنه وايى :رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دى :تاسوسپينى جامى اغوند‌ئ ځکه سپينى جامى پاکې اوښې وى اوپه دى سپنوجاموکې مړوته کفنونه ورکوئ.

تفصيل اوتشريح:

الْبَسُوا الْبَيَاضَ ، فَإِنَّهَا أَطْهَرُ وَأَطْيَبُ
په تيرحديث کې موپه (البياض )خبره وکړه اوداهم چې عبارت دمضاف په حذف سره راغلى دى : (البسواذاالبياض ) په دى حديث کې دسپينوجامودغوره والى دووه دليله بيان شوي دى يوداچې سپيني جامې پاکې (اطهر) اوبل دا چې ښى (اطيب )وى ځينى شارحينودادواړه مترادف توري بللي دي خوڅرنګه چې (التاسيس اولى من التاکيد)ده نوداخبره خوندوره نده باید دهریوه بیله بیله تشریح وکړل شی :(اطهر)دامعنى چې سپينې جامې پاکې وي مامولي خيرى اوداغ سمدستي پرې ښکاره کيږي اوپه رنګينوجاموخيرى زرنه ښکاره کيږي ،اوبل داچې سپيني جامې ژرخيرني سى اوله دې کبله دنوروجاموپه پرتله ډيري مينځل کيږي اوپه ډيرومينځلوسره طبعاښه پاکې راځي:

________________________________________
او(اطيب)له (الطيب) نه ده يعني سپيني جامې ښې اوله نوروغوره دي ځکه دوى دعاجزي اوتواضع نښه ده اوتکبرنه پکى کيږي اوياخوځکه ښې دى چې دوى په خپل اصلي رنګ کې پاتي وی کوم چی الله جل جلاله په پيل کې ورکړى دى اودنورورنګينوجامو په څېرانساني تغيرنوي پکې راغلى لکه په قرانکريم کې راځي:فطرة الله التي فطرالناس عليهالاتبديل لخلق الله
اوله خپله وسه دالله مخلوق په خپل الهى خلقت پر‌ېښودل ښه کارده ترڅويې دتغيرپه اړه داستحباب امرنه وي راغلى لکه دښځولاسونه په نکريزورنګول چې داتغيرمستحب ده او(اطيب) دامعنى هم کيدى شي چې سپيني جامی خوندوري وي ځکه مومن له پاکوجامونه خونداخلى اوسپيني جامې پاکې وي لکه دابونعيم په روايت کې راځى : مومن دخپلو پاکوجاموله کبله په الله جل جلاله ګران وي اوبل داچې مومن په کم شي راضى کيږي _
داډول روايتونه چې سړي لولى اوخپل ځان اوچاپيريال ته ځير شى سړى حيران شي چې مونږ له نبوي لارواوسنت طريقوڅومره ليرى يو!!كه دا يوه تحقيقي اوڅړنيزه موضوع نه وى اوکومه ادبى موضوع وى مابه دخپل ککړسيرت څوخبري کښلې وي، ابليس ملعون په ټولولاروپه تهيه اومجهزه توګه راته ولاړده اوپه ګام ګام يې دخپل پليت جال لومى غوړولې دى اومونږخواران په خپلووږيونفسونواوخواهشاتوسپاره په هره لومه کې نښتى يو مونږ چې کله خپل چاپيريال ته ځيرشوځان را نه هېرشې اوچې ځان ته توجه وکړودچاپيريال دټولوکړموهندارى

________________________________________
يونوچاپيريال پاتى شى په پورتنى روايت کې پاکې اونظافت اوپه کم شى رضاته مومن څومره په بليغه لهجيه درسول الله صلی الله علیه وسلم له خوامتوجه کړل شوى دى !!من کرامة المؤمن على الله زعوجل نقاؤه ثوبه ورضاه باليسير
خومونږ په خپلوککړواوپليتودنياګيوکى کاڼه اوبدمست ګرځويواځي شرعي اصطلاحات اوپه شرعى اصطلاحاتوکې نغښتى ځينى بدعتونه په خولوکې اړورااړواودابى ازرښته اوناچله توښه دځان له پاره کافى بولو:
امام الشاطبی الغرناطی په خپل ښکلی کتاب الاعتصام کی ليکى که يوڅوک له لمانځه وروسته ٩٩تسبيحات (٣٣سبحان الله ٣٣ الحمدالله ٣٣الله اکبر) سل پوره کړى اوپه دى نيت چې پوره سل مختلف تسبيحات خوندوکړى اوثواب به يى زيات وى نودى سړى بدعت وکړ .بدعت کوونکى چې بدعتي عمل کوي حتمايوسنت عمل له منځه وړى ،مونږخونن ډير رواجى عملونه شريعت ته داخل کړي دي فلان صيب به داسې کول اوفلانې به داسې کول زموږد ډیروتکيه کلام ګرځيدلى دى زه په يقين سره ويلى شم چې نعوذبالله په داډول پيرونخروسره موداستر الهي امر پيکه کړى دى چې وايي:ومااتاکم الرسول فخذوه ومانهاکم عنه فانتهوا

________________________________________
اودارازدانبوى هدايت چې وايى :فعليکم بسنتى وسنة الخلفاءالراشدين المهديين تمسکوبهاوعضواعليهابالنواجذ: داديوه نسبة اوږده حديث منځنى برخه ده چې ترمذى ابوداود روايت کړى دى
مونږځينې سنت اومستحب لارى درواج په مټ اوبرکت : سره دفرضواوواجبو مرتبې ته رسولې دي اوبيخي ډيري سنت لارې دبدعتونوپه تورو تروږ ميوکې رانه روکې دي که چا ته دزړه بوخڅۍ وسپړې اود نارواوو او بیلاریو شکايت وکړې نوډيرۍ پوهان اوعلماء دمصلحت اوفتنو پټوساتلوناچله دلائل رامنځته کړي داروانى ناچله دعوى دقران کريم اوسنت په تله کې دمچ دوزر وزن هم نلرى اودافعلاهلاکوونکې فتنې دي (فالى الله المشتکى )
داحقيقت ده چې الهى اوقراني لاره ډيره روښانه ده اونبوى سنت دلمرپه څير روښانه دي اوهيڅ تاويلونوته ندى اړ.اسئل الله العافية والسلامة

دراويانوحال:
په دى سندکې دحبيب بن ابى ثابت ،ميمون بن ابى شبيب ,سمره بن جندب رضي الله عنه حالات مخکى ندي تيرشوى اوبل په دى سندکې سفيان مطلق يادشوى محدثين وايى کله چې سفيان مطلق ذکر شي مراد ورنه سفيان الثورى وى خو مناوى ليکى چې دلته مرادسفيان بن عيينه د ی.

________________________________________
حبيب بن ابى ثابت:
حبيب دبديع به څيرتلفظ کيږي اوپه حاء مهمله سره ده دى په دى نسبتونواوصفتونوسره يادشوى دى : ابويحى الاسدى الکاهلى الکوفى الاعور_صدوق اوثقة
اولوى مجتهدبلل شوى دى اوله لويوامامانو نه شميرل کيږي ،له عبدالله بن عباس ،حبندب رضي الله عنهم اونورونه يى روايتونه کړي دي اوله ده نه سفيان اونورو روايتونه راخيستي دي ،بخارى په الادب المفرداونوروپنځوامامانودده روايتونه راخيستي دي په کال ١١٩هـــ کې وفات شوى دى .

ميمون بن ابي شبيب
ابونصر الکوفي دى په صدوق کثير الارسال سره يادشوى ، له معاذ بن جبل ، عمر، علي ، ابوذر، مقداد، ابن مسعودرضي الله عنهم اونورونه يې روايتونه کړي دي ، له ده نه ابراهيم النخعي ، منصوربن ذاذان او نورو روايتونه کړي دي .
علي بن المديني وايي مونږ ته دده پوره مالومات نشته ، ابوحاتم صالح الحديث او ابن حبان ثقه بللى دي ، عمروبن علي وايي دى يوتاجر اوښه سړى ؤ ، اوپه حديث کې به يې ٠سمعت تورى نه کاراوه ، يعني ارسال به يې کاوه، ابن معين ضعيف بللى دى ، اوپه دري اتياکال کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

________________________________________
سمره بن جندب رضي الله عنه
دى ماشوم ؤ چې پلاريې وفات شو ، موريې له ځانه سره مدينې ته يوؤړ هغې هلته له يوه انصاري سره واده وکړ چې هغه مري بن سنان نومېدى دى له خپل پلندر سره اوسېدی څوچې ځلمى شو دغزاپه مهال به رسول الله صلي الله عليه وسلم دانصاروتنکي ځوانان کتل او ډېروکشرانو ته به يې اجازه نه ورکوله چې په غزاکې برخه واخلي ، داحد يابلې کومې غزاپه مهال رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه ځوان ته اجازه ورکړه کله چې سمره ورمخته شو اجازه يې ورنه کړه، سمره رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل ده ته دې اجازه ورکړه اوماته يې نه راکوې ، که هغه ماته په غيږ راولې نو زه يې ويشتلى شم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل ته هغه ته په غيږ ورشه ، دى چې کله په غيږ ورغى هغه يې وويشت او بيايې اجازه ورکړه
دى په هغو صحابه کرامو کې دى چې ډېر حديث يې روايت کړي دى ، دى وايي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې ماشوم وم او دده حديث به مې يادول خوما حديث نشو بيانولى ، ځکه هلته له مانه مشران خلک ؤو . دى وروسته په بصره کې اوسېدى او همدلته په کال ٥٩ يا٥٨ کې وفات شو.ابن الاثير ليکي چې دى دسختوبرېښو ناروغي نيولى ؤ اودعلاج له پاره يې په يوه لوى دېګ چې سختې ګرمې اوبه پکې وې ؛ ځان توداوه چې پکې ولوېد او له همدې نه وفات شو رضي الله تعالي عنه

________________________________________

التخريج

صحيح اخرجه المصنف في جامعه کتاب الادب باب ماجاء في لبس البيا ض، وقال : حسن صحيح ، واخرجه ابن ماجة في سننه کتاب اللباس باب البياض من الثياب ، وفي اسناده حبيب بن ابي ثابت وهو ثقة الا انه مدلس ، وقدعنعن ، وميمون بن ابي شبيب صدوق کثير الارسال ، والباقي ثقات وللحديث طریق اخر عن سمرة وشواهد يصح بها واخرجه احمد والطياليسي ، والحاکم في مستدرکه وصححه ،ووافقه الذهبي والبيهقي في السنن ، کلهم من حديث حبيب عن ميمون عن سمرة به


رښتینی
18.04.2011

.
.

۶۷ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ زَكَرِيَّا بْنِ أَبِي زَائِدَةَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبِي ، عَنْ مُصْعَبِ بْنِ شَيْبَةَ ، عَنْ صَفِيَّةَ بِنْتِ شَيْبَةَ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : خَرَجَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ غَدَاةٍ ، وَعَلَيْهِ مِرْطٌ مِنْ شَعَرٍ أَسْودَ
________________________________________
ژباړه: حضرت عائشه رضي الله عنها وايې يوسهارمهال رسول الله صلي الله عليه وسلم په داسى حال کې راووت چې دوزغنوتورلوى څادريې اغوستى ؤ

تفصل اوتشريح اونحوى څيړنه
:
خَرَجَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ غَدَاةٍ ،
د(ذات) تورى له وختونوسره دتائيدله پاره زياتول کيږي
اوويل کيږي چې ديوه شي ذات نفس هغه شى وي ، او (ذات) چې کوم شي ته مضاف وي مراد مضاف اليه وي ، عرب وايي : ذات يوم او ذات ليلة او مراد يې نفس دمضاف اليه وي .

وَعَلَيْهِ مِرْطٌ مِنْ شَعَرٍ أَسْودَ
(مرط) دميم په کسره اوراء په سکون سره ده دايولوى څادر وي چې له وړيو ، وژغنو اوياکتان نه جوړ شوى وي ، او دلنګ لپاره کارول کيږي ، په يوه بله نسخه کې (مرط شعر) بې له (من) جاره راغلى دى په اضافت دمرط وشعرته .او(اسود ) مرفوع صفت دمرط ده اوپه يوه بله نسخه کې اسود مجرور په فتحه سره راغلى چې په دې صورت کې دشعرله پاره صفت ده اوداټوله جمله د(خرج ) دفاعل له پاره حال ده .
ددې څادر په اړه ځنې شارحينو ليکلي چې يواځې دلنګ له پاره کارول کیده ، او ځينې شارحينوليکلي چې دابه خورالوى څادر ؤ يوه برخه به يې لنګ وه او پاتې به يې په وږواچولى ؤ په دې اړه هم شارحينو دووه خبرې کړې دي چې اياداد وړيو څادر ؤ او که دوژغنو ؟ دشيخينو په يوه روايت کې راڅي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دوژغنو يو لمڅى لاره او هغه به يې اغوست اوويل به يې : زه بنده يم او ديوه بنده په څېر لباس اغوندم .
انماانا عبد البس کمايلبس العبد
داحديث امام مسلم او ابوداود په يوڅه تغيراو زيادت سره داسې رااخستى دى : خرج النبي صلي الله عليه وسلم ذات غداة وعليه مرط مرجل من شعر اسود ، فجاء الحسن بن علي فادخله ثم جاء الحسين فدخل معه ثم جاءت فاطمة فاشدخلها ثم جاء علي فادخله ثم قال : انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهر کم تطهيرا

ژباړه : يووخت رسول الله صلي الله عليه وسلم په داسي حالت کې راووت چې دوژغنو تور (مرجل) څادريې اغوستى ؤدحضرت على رضي الله عنه زوى حسن رضي الله عنه راغى هغه يې په څادره کې ورپټ کړ بياحسين رضي الله عنه راغى هغه هم په څادره کې ورپټ شو ، بيافاطمه رضي الله عنها راغله هغه يې هم په څادره کې ننويستله بياعلي رضي الله عنه راغى هغه يې هم په څادره کې پټ کړ اوبيا يې دقرآنکريم دا ايت وويلى : انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهر کم تطهيرا
په دې حديث کې د(مرجل) تورى راغلى او په دې کې شارحينو خورا ډېر تفصيلات رااخيستي دي ، خو څرنګه چې دازيادت د مسلم او ابوداود ده نه دشمائل ترمذي نو مونږ يې ځکه له تفصيل نه سترګې پټؤو.

________________________________________

دنارينه لباس
رسول الله صلي الله عليه وسلم به د وړيو او وژغنو لباس اغوست او داچې دلباس مختلف ډولونه به يې کارول ،يو ځانګړى ډول لباس يې نه مختص کاوه او بل داچې ډېر ګران بيه لباس به يې هم نه اغوست ځکه په لباس سره تفاخر او ښايست کول دښځو طبيعت ده ، او دنارينه له پاره ښه خبره داده چې لباس يې پاک او سپېڅلى وي لکه مخکې په يوه روايت کې تېرشو: من کرامة المؤمن على ربه عزوجل نقاوة ثوبه ورضاه له باليسير، نارينه بايد دجامو منځنى ډول وکاروي ، اوداسې جامې دي نه کاروي چې نارينه توب يې کمزورى کوي اودمروت خلاف وي اودجامو پاکوالي ته دي پوره توجه کوي .

دراويانو حال:
ددې روايت په سند کې څلور تنه نوي دي چې هغه يحيى بن زکريابن ابي زائده ، دده پلار زکريا، مصعب بن شيبه ، اوصفيه بنت شيبه رحمهم الله دي ، دپاتې نورو حالات مخکې تېر شوي دي ،
يحيى بن زکريا:
يحيى بن زکريابن ابي زائده الهمداني الکوفي ، دکوفې له لويو فقهاؤ نه دى اوله فقهي سره يې حديث هم جمعه کړي ؤ يعني لکه څنګه چې فقيه ؤ داراز محدث هم ؤ او ده ډېرپه زړه پوري کتابونه ليکلي دي .شپږ واړو امامانو دده روايتونه رااخيستي دي په مداين کې د دريشپېته کلونو په عمر په کال ١٨٢هـ کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي
اودپلار :زکريا په اړه ويل شوي چې صدوق دی، اواحمدبن حنبل ثقه بللى دى ، دى هم حافظ اومشهورا مام ؤ ابوزرعه وايې تدليس به يې کاوه او ابوحاتم ويلي : لين . دي په کال ١٤٩هـ کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

مصعب بن شيبه:
مصعب دمفعول په صيغه سره ده او (شيبة) د(رحمة) په څېر تلفظ کيږي ، نسب يې العبدري او دمکې اوسېدونکى دى ، دى له پنځمې طبقې نه دى ،امام مسلم او ترمذي دده روايتونه راخيستي دي ، دجرح او تعديل ډېر امامان دى کمزورى بولي . ابوحاتم وايي خلک يې نه خوښوي ، دارقطني وايي : لين.احمد وايې : (له مناکير) او ابوداود وايي: ضعيف دى ،

صفية بنت شيبةرضي الله تعالي عنها

دصفية په اړه اختلاف ده چې داصحابيه ده که نه ؟ دارقطني رحمه الله تعالي وايي: نده ، خوامام بخاري رحمه الله تعالي وايي چې دې له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه روايت کړى دى . او ابن حجر رحمه الله تعالي داخبره تائيد کړې ده ، داراز ابن الاثير رحمه الله تعالي هم داختلاف خبره کړې ده ، خووروسته يې ددې دوه حديث راخيستي دي چې يو يې داسې ده : ان رسول الله لما اطمان بمکة عام الفتح طاف على بعير يستلم الحجر بمحجن في يده ثم دخل الکعبة فوجدفيها جماعة عيدان فکسرها ثم قام على باب الکعبة وانا انظر فرمى بها.
بناء ښه خبره داده چې داله کوچنيو صحابه ؤ نه وه رضي الله عنها

________________________________________
التخريج
اخرجه مسلم في صحيحه کتاب اللباس والزينة باب التواضع في اللباس واخرجه ابوداود في سننه کتاب اللباس باب في لبس الصوف والشعر، واخرجه المصنف في جامعه کتاب الادب باب ماجاء في الثوب الاسود وقال حسن غريب صحيح ، ورواه احمد في مسنده وفي الحديث مقال لاهل الفن قيل انه صحيح وقيل ضعيف، وضعفه في مصعب بن شيبة کماذکرنا في ترجمته.


رښتینی
19.04.2011

.
.

۶۸ـ حَدَّثَنَا يُوسُفُ بْنُ عِيسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا وَكِيعٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنِ الشَّعْبِيِّ ، عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ، عَنْ أَبِيهِ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، لَبِسَ جُبَّةً رُومِيَّةً ، ضَيِّقَةَ الْكُمَّيْنِ
________________________________________
ژباړه : مغيره بن شعبه رضي الله عنه وايې : رسول الله صلي الله عليه وسلم رومي چپنه اغوستې وه . (يعني دسفرپه مهال ) چې تنګ لستوڼي يې ؤو.

شرح او تفصيل

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، لَبِسَ جُبَّةً رُومِيَّةً ،
جبه دميم په ضمه او دباء الموحده په تشديد سره ، جبه به په هغه وخت کې دوه ډوله وه يو ډول يې له رخت نه دوه ستوې يعنې دوه پټه جوړېدلې په منځ کې به يې مالوچ ؤ ، اوياخوبه له وړيو نه يوه ستوې يعني يو پټ جوړېدلې.
ويل کيږي دارومي جبه ياچپنه رسول الله صلي الله عليه وسلم دتبوک دغزاپه سفرکې اغوستې وه،دترمذي په روايت کې( جبة رومية) اودابوداود په روايت کې راځي :جبة من صوف من جبات الروم ) اودصحيحينو په رواياتو کې (جبة شامية) راغلي اودشاميه او روميه په صفاتو کې دتضاد مشکل نشته ځکه هغه مهال شام دروم دقيصر له کنترول لاندې ؤ نو شام او روم ګواکې يو هيواد ؤ او شامي يارومي ځکه بلل شوې چې دابه دهغې سيمې خلکو کارولې.

ضَيِّقَةَ الْكُمَّيْنِ
د رسول الله صلي الله عليه وسلم دچپنې لستوڼي تنګ ؤو مونږ په ژباړه کي وويل چې دادسفر په مهال ؤ دنور تفصيل له پاره دلته دبخاري او مسلم يو روايت رااخلو. مغيره رضي الله عنه وايي : زه له رسول الله صلي الله عليه وسلم په يوه سفر کې ملګرى وم ، راته ويې ويل له تاسره اوبه شته ؟ ماورته وويل هوکې . نوله خپلې سپرلي نه کوز شويوې خواته روان شو او دشپې په تياره کي پټ شو ليږ ځنډ وروسته راغى ماداوبوله لوښي اوبه ورتويې کړې ، مخ اولاسونه يې پرېمنځل ، د وړيو شامي چپنه يې اغوستې وه او ويې نشوى کولى چې له لستوڼونه يې لاسونه وباسي نو مجبور شوچې دچپنې له لاندې لوري لاسونه وکاږي ، اوهماغسي يې وکړل ، دبخاري په يوه بل روايت کې راځي : نوکوشش يې وکړ چې له لستوڼو لاسونه وباسي خو هغه تنګ ؤو اومجبوره شو چې دچپنې له لاندې لوري لاسونه وکاږي . او دمسلم په روايت کې دا زياتونه شوې چې : بيايې چپنه په وږو واچوله ، لاسونه يې ومينځل په سراو موزويې مسحه وکړه
دامام مالک ، احمد او ابوداود په روايتونو کې راغلي چې دادتبوک دغزاپه مهال ؤ او په مؤطاء اومسند ابي داود کې راغلي چې دسهار دلمانځه وخت ؤ.اودمسلم په يوه رواپت کې همداکيسه له يوڅه نور زيادت سره راغلې ده: حضرت مغيره رضي الله عنه وايي : ما او رسول الله صلي الله عليه وسلم (له اوداسه وروسته ) خپلو ملګروته راغلو چې کتل مو هغوى عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه په لمانځه کې مخکې کړى ؤ او هغه لمونځ ورکاوه او رسول الله صلي الله عليه وسلم وروستى رکعت

________________________________________
ونيو کله چې عبدالرحمن سلام وګرځاوه رسول الله صلي الله عليه وسلم ولاړ شوڅو پاتې لمونځ پوره کړي خلکو چې دى وليد ووېرېدل . او په بل روايت کې مغيره رضي الله عنه وايي کله چې مونږ هغوى ته راورسېدو مانيت وکړ چې عبدالرحمن وروسته کړم خو رسول الله صلي الله عليه وسلم منع کړم اوراته وې ويل. پرېږده

دراويانو حال
دلته ددې کسانو دژوند حالات رااخلو ! يونس بن ابي اسحاق ، ابواسحاق ، الشعبي ، عروه بن المغيره، مغيره بن شعبه رضي الله تعالي عنهم

يونس بن ابي اسحاق
يونس بن ابي اسحاق الهمداني السبيعي دمشهور محدث ابواسحاق زوى دى دى دکوفې اوسېدونکى دى له خپل پلار ، عامر الشعبي، حسن البصري او نورونه يې روايتونه کړي دي او له ده نه دده زوى عيسى ، الثوري ، عبدالله بن المبارک اونور روايتونه کړي دي ،
يحيى بن معين ثقه بللى دى ، نسائي وايي ليس به باس : او ابن حبان هم په ثقاتوکې ذکر کړى دى ، ابن سعد هم ثقه بللى دى ، او ځينې نورو محديثونو مضطرب او ضعيف بللى دى ، په کال يوسل او نه يااته ينځوس کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

________________________________________
ابواسحاق الشيباني
دده دپلارنوم فيروز ياخاقان دى او دده نوم سليمان دى ابن حجر ويلي دي چې دا ابواسحاق السبيعي دى ، خو مناوي وايي چې ابن حجر سهوه شوى دى ، مصنف به وروسته خپله تصريح وکړي چې دا ابواسحاق الشيباني دى (په ٧٢ نمبرحديث کې) خو دابواسحاق الشيباني يو زوى داسحاق په نامه محدثينو يادکړى چې له ده نه يې روايت کړى دى او يونس بن ابي اسحاق خلکودابواسحاق السبيعي زوى بللى دى . والله اعلم
مونږ مخکې د ابواسحاق السبيعي حالات ليکلي دلته مو دالشيباني ځکه راوړل چې کېدى شي دمناوي خبره سمه وي او دابواسحاق الشيباني په اړه دجرح او تعديل علماء ليکي : متفق على ثقته . دده په وفات کې ډېر اختلاف دى امام بخاري ليکي چې په کال يوسل يو يادوه څلويښت کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

الشعبي:
عامربن شراحيل بن عبد الشعبي الکوفي . دهمدان له شعب نه دى ، امام الشعبي رحمه الله تعالي په خپله وايي چې ماله پنځه سوه صحابه ؤ نه روايتونه کړي دي . دده دامامت په اړه دستر امام حسن البصري رحمه الله تعالی دا خبره کافي ده چې وايي :کان والله کثيرالعلم ، عظيم الحلم ، قديم السلم ، من الاسلام بمکان
لنډه داچې دده امامت او فقاهت هرچامنلى او دسفيان الثوري،حسن البصري دپوړ امام دى په کال يوسل يو ،دوه ، درې، څلور، پنځه، شپږ، اووه، يالس کې وفات شوى دى اوتقريبا نوي کاله ژونديې کړى دى رحمه الله تعالي

________________________________________
عروه بن المغيره:
دى دمشهور صحابي مغيره بن شعبه زوى دى او په کوفه کې يې ژوندکړى دى له خپل پلار او حضرت عائشې رضي الله عنها نه يې روايتونه کړي دي ، اوله ده نه شعبي ، حسن بصري اونورو روايتونه کړي دي ابن حبان اوالعجلي ويلي دي چې ثقه دى او الشعبي وايي چې ددوى په کورنۍ کې دى ښه سړى ؤ رحمه الله

مغيره بن شعبه رضي الله عنه :
دى دبنوثقيف له قبېلې نه دى اومشهور صحابي دى ، دى په ډېره هوښياري سره مشهور ؤ ، دحديبې په سوله کې يې برخه اخستې ، اوله هغې وروسته يې په ټولو غزواتوکې برخه لرلې ده داراز ديمامې ، شام او قادسيې په جګړو کې يې هم برخه اخيستې وه .
حضرت عمررضي الله عنه دبصرې والي ټاکلى و، اوبيايې عزل کړى ؤ ، بيايې دکوفې والي کړى ؤ او دحضرت عثمان رضي الله عنه په وخت کې هم دکوفې والي پاتې شو ، حضرت معاويه رضي الله عنه هم دکوفي والي ټاکلى ؤ . دى په کال٤٩ ياپنځوس کې وفات شوى دى رضي الله عنه

التخريج:

صحيح اخرجه المصنف في جامعه کتاب اللباس باب ماجاء في لبس الجبة والخفين، وقال : حسن صحيح . واخرجه البخاري في الصلاة وفي اللباس في صحيحه، ومسلم في الطهارة، والنسائي کلهم من طرق عن عروة بن المغيرة عن ابيه ـــ به مختصرا ومطولا ، وکذااخرجه ابن ماجه وابوالشيخ في اخلاق النبي صلي الله عليه وسلم من طرق . ورواه احمد في مسنده وابوداؤد.


رښتینی
20.04.2011

.
.

(۹)

باب ماجاء في عيش رسول الله
صـــــلي الله علــــيه وســــــــــــــلم
________________________________________
دعنوان تفصيل:
دشمائل په ځينې نسخوکې له دې باب سره د جمال الدين المحدث الحسيني په نامه چاليکلي دي : مونږته دانسخه همداسې رسېدلې ده چې د(باب ماجاء في عيش رسول الله صلي الله عليه وسلم ) په نوم يوکوچينى باب دلته راغلى دى اوبل کټ مټ په همدې عنوان دکتاب په اخرکې (دري پنځوستم باب ) راغلى دى. اوهغه وروستى باب له دې نه اوږد دى اوپه ځينې نسخوکې هغه اوږدباب دلته راغلى دى خو زمونږ د مشائخو په اصولو کې نشته په هر صورت دلته د(باب اللباس ) او (باب الخف) په منځ کې ددې باب راوړل مناسب نه بريښي اوداسې څرګنديږي چې دابه دکاتب تېروتنه او کړنه وي نه دمصنف رحمه الله تعالي . والله اعلم.
له دی عنوان لاندی ددووبابونو په اړه ځينې شارحينو مختلف وجوهات هم بيان کړي دي لکه داچې دلته دځيني صحابه کرامو اورسول الله صلي الله عليه وسلم ټولو ژوند ته په عمومي توګه لنډه کتنه شوې او هغه وروستى اوږ دباب د رسول الله صلي الله عليه وسلم ژوندته ځانګړى شوى دى . اوياداچې په دې باب کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ژونددلومړيو شپو بيان ذکرشوى ، اوپه هغه وروستي باب کې يې دژوند دوروستيو شپوبيان ده مطلب داچې وروسته کله اسلام پر مخ ولاړ او غنائم زيات شوؤ بياهم دده په ژوند کې کوم توپير رانه غى ،
ابن حجر الهيثمي ليکي چې په دې باب کې په ټوليزه توګه د رسول الله صلي الله عليه وسلم دژوند دتنګسيا حالت او غريبي بيان شوى دى اوپه راتلونکي اوږده باب کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دخوراکونو ډولونه بيان شوي هغه چې کله به رسول الله صلي الله عليه وسلم خوړل او کله به يې پرېښودل نودبابونو مقصود بېل شو
ګومان کیږی چې داوجوهات به د(توجيه القول بمالايرضى به قائله) له قبېلې نه وي ،اصلي وجه هماغه دکاتب دتېروتنې ښه بريښي ځکه که دمصنف مطلب رښتياداسې وي لکه شارحينو چې ليکلي بيابه ده حتما عنوان يوڅه تغير کاوه او دهرعنوان له پاره به يې مناسب توري کارول ، او دلته خو بلکل تکرار ده . له همدې کبله په ځينې نسخو کې ددواړو بابونو حديث يوځاى راوړل شوي دي او دوه بابونه نه دي . والله اعلم .

باب ماجاء في عيش رسول الله صلي الله عليه وسلم

يعنې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دژند څرنګوالى (العيش) ژوند ته وايي اوپه خوړو کې اساسي توکي ډوډۍ ته هم عيش وايي هغه څه چې انسان پرې پائيږي هغوټولوته هم عيش او معيشت وايي :
عرب وايي : عاش عيشا اى صارذاحياة فهوعائش والانثى عائشة والمعيشة مکسب الانسان الذي يعيش به والجمع معائش واعاشه الله في سعة و انهم لمتعيشون اذاکان لهم بلغة من العيش وانهم لعائشون اذاکانت لهم حالة حسنة .
کذا ذکره المناوي.

۶۹ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، ثَنَا حماد بن زيد , عن أيوب , عن محمد بن سيرين , قال : كُنَّا عِنْدَ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه وَعَلَيْهِ ثَوْبَانِ مُمَشَّقَانِ مِنْ كَتَّان فَتَمَخَّطَ في أحدهما . فَقَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ : بَخْ بَخْ يَتَمَخَّطُ أَبُو هُرَيْرَةَ فِى الْكَتَّانِ . لَقَدْ رَأَيْتُنِي وَإِنِّى لأَخِرُّ فِيمَا بَيْنَ مِنْبَرِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم وحُجْرَةِ عَائِشَةَ رضي الله عنها مَغْشِيًّا عَلَيَّّ ، فَيَجِىءُ الْجَانِى فَيَضَعُ رِجْلَهُ عَلَى عُنُقِى ، يُرَى أَنّ بِي جْنُونٌا ، وَمَا بِي جُنُونٍ ، ومَا هو إِلاَّ الْجُوعُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه: محمدبن سيرين رحمه الله تعالي وايي : مونږ له ابوهريرة رضي الله عنه سره ناست ؤو ، ده دکتان دوه داسې جامې اغوستې وې چې په سره رنګ رنګېدلې وې ، په يوه جامه يې پوزه پاکه کړه او ويې ويل : واه واه !! ابوهريرة دکتان په رخت پوزه پاکوي !! په خداى قسم ماخپل ځان په داسې حالت کې ليدلى چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دمنبر او دعائشې دکور په منځ کې بې هوښه ولوېدلم ، يولاروى راغى او زماپه غاړه کې يې پښه راکېښودله هغه ګومان کاوه چې زه دلېونتوب په ناروغي اخته شوى يم خوزه دلېونتوب ناروغي نه وم نيولى زه له لوږې ولوېدم.

تفصيل او نحوي څېړنه :

عن محمدبن سېرين: سيرين دسين په کسره او بياياساکنه ده په اخرکې نون مفتوحه ده په دې توګه سيرين په صحيح نسخوکې راغلى دى . دشمائل مشهور شارح عصام وايي: په ظاهره سيرين دغسلين په څېر او منصرف ده ځکه يواځې علميت ده پکې او دمنع صرف دوم سبب نلري. نوپه ځينې نسخوکې يې په فتحه سره دراتګ وجه ناڅرګنده ده ، او دعجمه سبب هم نشي کېدلى ځکه محمد بن سيرين يوعرب ؤ.
ملاعلي القاري وايي: ځيني نحاة وايي: په اخرکې مطلق مزيدتين هم دمنع صرف علت کېدى شي لکه په (غلبون)کې اوبل داچې ابن سيرين هم عرب نه دى بلکې له موالي نه دى نودعجمه امکان هم شته اودااحتمال هم شته چې سيرين يې مورده نوتانيث او علميت پکې راغلل او غيرمنصرف شو . او دمحمدبن سيرين دژوندحال به وروسته راشي

قال : كُنَّا عِنْدَ أَبِى هُرَيْرَةَ وَعَلَيْهِ
ثَوْبَانِ مُمَشَّقَانِ مِنْ كَتَّان

له (ثوبان) نه مراد ازار او رداء دى ، او ياکېدى شي له دې پرته نوري دوه جامې مرادوي . او (ممشقان) په شين مشدده او مفتوحه شره له مشق نه ده چې دايوډول سره خټه ده يعني داجامې په دې سره خټه سره رنګول شوې وې ، (من کتان) د(ثوبان) له پاره بيان دى ، اوداجمله له ابوهريره نه حال ده.

فَتَمَخَّطَ في أحدهما . فَقَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ : بَخْ بَخْ

دبخ تورى دخوشحالي په مهال عرب کاروي او په يوه شي چې خوشحاله شي نو دهغه شي د درنښت او لويوالي له پاره يې کاروي دلته مراد تعجب دى يعني د کتان په جامه پوزه پاکول ابوهريرة ته دتعجب خبره وه اوداځکه چې مخکې په ده کوم حالت او غريبي تېره شوې وه نسبت هغه ته يقينا دتعجب خبره وه ، او نور حال دى په راتلونکې جمله کې بيانوي ، د(بخ) کلمه د(باء) په فتحه او( خاء) په سکون سره او داراز د(خاء) په کسره منونه سره هم راځي ، او دمبالغې له پاره تکراريږي ، (بخ ) اسم صوت دى مبني په سکون سره ده خوچې کله مکرر شي بيا لومړى يې مشدد او غيرمشدد ده مبني په کسره او تنوين سره راځي ، او دويم مبني په سکون سره وي ، داراز نورهم مختلف حالات لري چې مونږ يې په دې بسنه کوؤ .
يَتَمَخَّطُ أَبُو هُرَيْرَةَ فِى الْكَتَّانِ

داجمله مستانفه ده او دااستنافي کلام ديوې پوښتنې دځواب له پاره راوړل شوى دى ، هغه داچې په يوه جامه پوزه پاکول عادي خبره ده په دې کې تعجب ته اړتيا نشته ابوهريره ددې پوښتنې ځواب کوي او دتعجب وجه په دې لاندې جمله سره بيانوي .

. لَقَدْ رَأَيْتُنِي وَإِنِّى لأَخِرُّ

په رئيتني کې دفاعل او مفعول دواړه ضميرونه متصل راغلي دي اودابې له افعال قلوب څخه په نوروافعالوکې نه صحي کيږي ، بناء دلته دبصريينو مذهب غوره کړل شوى دى چې هغوی یی په نوروافعالوکې هم په قلبيت سره روابولي ، او دلته رأيت دعلمت په معنى کوي ، اوعلمت له افعال قلوب نه ده ، په (لقد) کې لام جواب دقسم له پاره دى ، چې هغه مخذوف ده يعنې (والله لقدرايتني) (واني لاخر) داجمله د رأيت له مفعول څخه حال ده . او لاخر دواحد تکلم په صيغه سره ده دضرب له باب نه ده او له (خرور) نه مشتق ده لکه په (ويخرون للاذقان) کې اوپرمخ لوېدلو ته خرور وايي

فِيمَا بَيْنَ مِنْبَرِ رَسُولِ اللهِ صلي الله عليه وسلم
وحُجْرَةِ عَائِشَةَ رضي الله عنها مَغْشِـــــــيًّا عَلَيَّّ

دابن سعد په روايت کې راغلي چې دحضرت عائشې اوام سلمه رضي الله عنهما دکورپه منځ کې اودلته د هغه خلاف ده؟ ځواب داده شونې ده چې داپېښه دوه ځله رامنځته شوې وي ، او مغشيا على د(لاخر) له فاعل نه حال ده .

فَيَجِىءُ الْجَانِى فَيَضَعُ رِجْلَهُ عَلَى عُنُقِى ، يُرَى أَنّ
بِي جْنُونٌا ، وَمَا بِي جُنُونٍ ، ومَا هو إِلاَّ الْجُوعُ
يعني کوم يولاروى به چې راغى او زه به يې بېهوښه وليدلم ګومان به يې وکړ چې دلېونتوب دوره پرې راغلې اودهغه وخت داعادت ؤ چې دادوره به پرې راغله نويوه کس به يې په غاړه پښه کېښودله څوبيدارشي. حضرت ابوهريره دلته دخپلې تېري شوې کيسې بيان دمضارع په صيغوسره کړى دى لکه : اخر، يجئ، او يضع. ځکه هغه پېښه يې په ذهن کې روښانه پرته ده او ښه ورته يادده. او د(منبر) تورى له (نبر) نه ده او (نبر) جګ اولوړ ځاى ته وايي ،منبر هم طبعا لوړوي.

پوښتنه : مصنف دباب په عنوان کې في عيش رسول الله صلي الله عليه وسلم ليکلي دي ، او کيسه يې دهغه ديوه صحابي حضرت ابوهريره راخيستې ده په دې صورت کې معنون له عنوان سره سمون نه خوري ، او داحديث له ترجمة الباب سره نده برابر؟

ځواب : په دې کې شک نشته چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له هرچازيات سخي او جواد ؤ او له مساکينو او غرباؤ سره يې بې کچې مينه وه ځکه خو به يې دادعاء هم کوله : (اللهم احشرني في زمرة المساکين). او داهم ثابته ده چې (اصحاب صفه ) داسلام مېلمانه ؤ لکه په يوه صحيح حديث کې چې راغلي او هغه روايت هم دابوهريره دی دى وايي: واهل الصفة اضياف الاسلام لاياؤون على اهل ولامال ولاعلى احد داراز ددوى په اړه مختلف ايتونه هم نازل شوي دي لکه : للفقراء الذين احصروا في سبيل الله .. البقرة 273
للفقراء المهاجرين الذين اخرجوا من ديارهم واموالهم . الحشر ٨
که له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره څه وي نو داسلام په مېلمنو او خپلوګاونډيانو (اصحاب صفه) به يې هيڅکله نه ؤ سپمولى ، ددوى له دیسختي ورځې داسي مالوميږي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دژوند حالت هم له دوى نه ښه نه ؤ او په دې اړه ليږ وروسته څوروايات را اخلو.
بناء حديث له ترجمة الباب سره سمون وخوړ او پوښتنه ځواب شوه

ديوې تېروتنې اصلاح:

ځينې خلک فکرکوي چې دمسجد ياخانقاه په کونج کې کېنستل او په عبادت بوختياغوره او له (اصحاب صفه) سره ورته والى اودهغوعمل ته ورته بهترين عمل ده ځکه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته لوى څښتن وايي : ولاتطرد الذين يدعون ربهم ..الانعام52
داراز: واصبر نفسک مع الذين يدعون ربهم بالغداة والعشي.. الکهف ٢٨. اوداايتونه ددوى په باره کې نازل شوي دى خوداخبره ناسمه اوغيرموجه ده . اصحاب صفه په دى موخه په مسجد النبي کې نه ؤو راټول شوي لکه داخلک چې فکر کوي په دې اړه د امام ابواسحاق الشاطبي له کتاب (الاعتصام) نه يوڅه تفصيلات رااخلو:
کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ په هر مکي اونورومسلمانانو هجرت واجب شو په دې مسلمانانو کې ځينې داسې کسان ؤ چې په څه طريقه يې خپل مالونه له ځانه سره يووړل لکه ابوبکر صديق رضي الله عنه ده وکولى شوچې ټول مال مدينې ته نقل کړي . او ځيني داسې کسان ؤ چې هغوى ونشوى کولى خپل مالونه مديني ته له ځان سره يوسي او تش لاسونه مديني ته مهاجر شول . هغه مهال مدينه منوره هم داوس په څېر نه بلکې محدود اوسېدونکي يې ؤو او خپل کارونه يې په خپله کول چاته اړتيانه وه چې ددوى په کارکې برخه واخلي ،. نوله مکې نه مهاجرينو له پاره رسول الله صلي الله عليه وسلم يو پروګرام جوړکړ او هغه داسې چې دډېرى مهاجرينو يې له انصارو سره مواخاة وکړ او دمواخاة تفصيلات دسېرت په کتابونو کې تفصيلي بيان شوي دي ،
ځينې مهاجرين داسې ؤو چې دکجورو زړي او خځلې به يې ټولولې او له هغوبه يې داوښانو له پاره خوراک برابراوه او له دې لارې به يې ځان ته ډوډۍ تياروله ، او ځينې داسې کسان ؤو چې هغوى کارنه لاره نه يې دخوراک څه لرل او نه يې داوسېدلو ځاى لاره دوى رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل مسجد کې راجمعه کړل او دمسجد يوه صفه يې ددوى له پاره ځانګړې کړه . دوى نه څه شتمني لرله او نه يې اهل لاره او په دی ځای کې به اوسېدل رسول الله صلي الله عليه وسلمم به خلک هڅول څوله دوى سره مرسته وکړي ، او ددوى په باره کې ايتونه هم نازل شول لکه يو دوه موچې مخکې راوړل په هغوکې هم مسلمانان ددوى مرستې ته هڅول شوي دي په دې ايتونو کې په يوه کې د (الذين احصروافي سبيل الله ) جمله راغلې ده اولکه مخکې مو وويل په مدينه کې ددوى کاروبارنه ؤ او له مدينې دباندې دکاروبار ياتجارت له پاره هم نشوى وتلى ځکه دوى په مدينه کې دبنديانو په څېرؤو. (احصروا في سبيل الله) بناء دلته په صفه کې ددوى اوسېدنه ګواکې اختياري نه وه ، يواځې دوخت له لاسه مجبوريت دلته راجمعه کړي ؤو.

کله چې مسلمانان پرمخ ولاړل او قوي شول بيادوى هم ددنيا دژوند په کارونوکې دنورو خلکوپه څېر برخه واخيستله ، او ان چې صفه او اصحاب صفه په مسجد نبوي کې نشول پاتې ځکه دلته دپاتې کېدلو عذر ختم شو ، او که دلته ددوى اوسېدل دعبادت يا لکه ځيني خلک يې دمدرسې زوړ شکل يادوي ؛وى نو بايد ددې نورې څانګې جوړې شوې وى ، او وروسته دخلفاؤ په وخت کې بايد دې کارزيات پرمختګ کړى وى ، خوداښکاره خبره ده چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته نه صفه ، اونه اصحاب صفه پاتې شوي دي.

دحديث الباب په څېر څوروايات :
امام بخاري رحمه الله تعالي دابوحازم له لارې له ابوهريره رحمه الله تعالي نه روايت کړى دى وايي: يووخت دسختې لوږې په حال کې له عمر سره مخامخ شوم او ديوه ايت پوښتنه مې ورنه وکړه هغه ايت ذکرکړ ، ليږ وروسته پر مخ ولوېدم او دادډېرې لوږې له کبله چې کتل مې رسول الله صلي الله عليه وسلم مې سرته ناست ؤ . دبخاري په بل روايت کې راځي دى وايي: زه به له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره ګډ ګرځېدلم څوګېډه مړه کړم اوله لوږې به مې په نص پورې کاڼي تړلي ؤو ، او ماته به يوايت معلوم هم ؤ خوله يوچانه به مي دهماغه ايت پوښتنه ددې له پاره کوله که هغه زماپه مخ کې لوږه وپېژني او دخوراک له پاره څه راکړي ،

مصنف رحمه الله تعالي په جامع کې په همدې روايت پورې دازياتونه هم کړې : کله به مې چې له جعفر بن ابي طالب نه دکوم ايت پوښتنه وکړه ، ځواب به يې نه راکاوه څوبه يې چې کورته بوتلم په کورکې به يې خپلې مېرمنې ته وويل : مونږ ته دخوراک له پاره څه راکړه کله به مو چې ډوډۍ وخوړه له هغه وروسته به يې ځواب راکړ . ده له مسکينانو سره ډېره مينه لرله او له هغوى سره به کېناسته او خبرې به يې ورسره کولې ، رسول الله صلي الله عليه وسلم به دى ابوالمساکين باله .

دراويانوحال:
په دې روايت کې دسنددلومړي راوي قتيبة بن سعيد دژوندحال مخکې تېر شوى ، پاتې درې يې :

حمادبن زيد:
حمادبن زيدبن درهم الازدي الجهضمي البصري ، دال جريربن حازم مولى دى کنيت يې ابواسماعيل دى اودى په سترګو ړوند ؤ. له ثابت البناني ، انس ،بن سيرين ، صالح بن کيسان ، ايوب او نوروتابعينونه يې روايتونه کړي دي . او له ده نه عبدالله بن المبارک ،سفيان بن عيينه ، سفيان الثوري ، علي بن المديني ، قتيبة اونورو روايتونه کړي دي . عبدالرحمن بن مهدي وايي : دخلکو امامان په خپل وخت کې څلور کسان ؤو ، په کوفه کې سفيان الثوري ، په حجاز کې مالک ، په شام کې اوزاعي په بصره کې حمادبن زيد .
امام احمدبن حنبل وايي: حماد دټولو مسلمانانو ، اهل دين او اهل اسلام امام دى ، له عبدالوارث اوحماد بن سلمه دواړوڅخه دى زيات دى ، دده په اړه دامت دامامانو خبرې بيخي ډيري دى ، اودده په علم او کره توب کې دچاشک نشته ، دى په کال ٩٨هـ کې پيدا اوپه ١٧٩ کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

ايوب:
ايوب بن ابي تميمه کيسان السختياني : دى دعنزه ، جهينه ياطهيه. قبېلې مريى ؤ دى تابعي دى ، حضرت انس رضي الله عنه يې ليدلى ؤ او روايتونه يې ورنه کړي دي، داراز له عطاء ، عکرمه، عمروبن دينار، حفصة بنت سيرين ، محمدبن سيرين اونورو نه يې روايتونه کړي دى . اوله ده نه اعمش ، دواړه حماد، دواړه سفيان ، شعبه ، عبدالوارث ، مالک اونورو ډېرو روايتونه کړي دي . ويل کيږي له ده نه ټول اته سوه حديث روايت کړل شوي دي حسن بصري دى وليد او ويې ويل : دادځوانانو سردار دى ، او يادبصرې دځوانانو سردار دى.
حمادبن زيد وايي : زه چې له څومره خلکو سره کېنستى يم په هغوټولوکې ايوب غوره دى او ډېر دسنت پيرودى ، سفيان بن عيينه وايي: مادايوب په څېر بل څوک ندى ليدلى ، ابن سعد دده په اړه ليکي : کان ثقة ، ثبتا ، في الحديث ، جامعا کثير العلم ، حجة عدلا، ابوحاتم وايي: هو ثقة لايسئل عن مثله .دى په کال ٦٦يا٦٨کې زېږېدلى او په کال ١٣١هـ کې
وفات شوى دى رحمه الله تعالي

ايوب السختياني:

السختياني ځکه ورته وايي چې (السختيان) ته منسوب دی او (السختيان) دپسونو دڅرمنوکاروبارته وايي.اوغالبا چې ده به همداکار کاوه . که مونږ دسلفو علماؤ دژوندحالات وګورو هغوټولو کارونه او تجارتونه کول داپه داسې حال کې چې ددين دمختلفو برخو خدمتونه يې هم په ښه اخلاص او برياليتوب سره سرته رسولي دي ، خداى خبرچې دوخت په علماؤ کې له کله نه دا فکر پيداشوى چې دعالم له پاره دنياوي کارښه نده ، او بلکې عيب اوپېغورده عالم بايد ټول عمردين ته وقف کړي ؟؟!!
زماپه اند دافکر غلط ده دانړۍ داسبابو کورګۍ ده او علم داسې متاع ده چې بې علمه خلک دهغه قدر او عزت نه پېژني خپله له اسبابولاس اخستل او دعلم دچوپړ په لړکې دعلم قدرنه پېژندونکوته ځان سپارل دکوم عقل او کوم تدبر غوښتنه ده ؟!
يوعالم که په دنيوي چاروکې نوروته اړاومحتاج پاتې شي هغه به دطمعي په ناولي رنځ اخته کيږي ، او دطمع په ناولی رنځ اخته خلک په اخرکې نه ددين په ښمر شي اونه يې دنيوي چاري برابريږي . او دخسرالدنياوالاخرة له بربادونکي پايلې سره مخامخ شي . داقتصادي ستونزو په مهال فکر اوفکري ځواکونه فلج وي په داسې حالت کې علمي کړکېچن کارونه ناشوني دي ، او همدالامل ده چې مونږ دنوښت له کاروانه پاتې يو او هغه علماء چې دڅرمنو اونورو کارونو سره يې ددين خدمت کاوه سوونه کلونه وروسته دانن هم دعلم په نړۍ کې ددوى نومونه ژوندي دي ، او ژوندي به وي . رحمهم الله تعالى

محمد بن سيرين:
محمد دبصرې اوسېدونکى اودوخت ستر امام ؤ ، ده له خپل مولى انس بن مالک ، زيد بن ثابت ، حسن بن علي ، حذيفة بن اليمان، سمرة بن جندب ، ابن عباس اونورو صحابه کرامواو لويوتابعينورحمهم الله نه روايتونه کړي دي .الشعبي ، خالد الحذاء ، ايوب السختياني ، اونورو له ده نه روايتونه کړي دي .دى دحضرت عثمان رضي الله عنه له خلافت دوه کاله مخکې پيداشوى دى
ابن سعد دده په اړه ليکي : کان ثقة ، مامونا، عاليا، رفيقا، فقيها، اماما، کثير العلم ورعا.
ابن عون وايي: په نړۍ کې موددې دريو په څېر علماء ندي ليدلي په عراق کې محمد بن سيرين . په حجازکې قاسم بن محمد ، په شام کې رجاء بن الحيوة.
دى دتعبير امام هم دى او په کال ١١٠هـ کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

التخريج:
اخرجه البخاري في صحيحه کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة ، واخرجه المصنف في جامعه کتاب الزهد باب ماجاء في معيشة اصحاب النبي صلي الله عليه وسلم وقال حسن صحيح غريب ، عن قتيبة کلاهما عن حمادبن زيدـــ به.


رښتینی
26.04.2011

۷۰ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ , ثَنَا جعفر بن سليمان الضبعي , عن مالك بن دينار قال : مَاشَبِعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ خُبْزٍ قَط , ولاَلَحم إِلاَّ عَلى ضفَفَ قال مالك بن دينار : سألت رجلا من أهل البادية : ما الضفف ؟فقال : أن يتناول مع الناس
________________________________________
ژباړه : مالک بن دينار رحمه الله وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم هيڅکله هم دغنمو يا وربشوپه ډوډۍ چې غوښه هم ورسره وي ؛ ندى موړ شوى يواځې چې کله به خلک ورسره ؤو ، يابه يې څوک مېلمانه ؤو ، هلته به يې ځان موړکړ . مالک وايي: ماله يوه کوچي يااعرابي نه د(الضفف) توري په اړه پوښتنه وکړه چې (الضفف) څه ته وايي؟ هغه راته وويل له خلکوسره ګډه ډوډۍ خوړل.

شرح او تفصيل :

مَاشَبِعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ خُبْزٍ قَط , وَلَحم إِلاَّ عَلى ضفَفَ

په (خبز) کې تنوين دتنکير له پاره ده يعني دغنمو او وربشو دواړو ډوډۍ ، او(قط) دقاف په فتحه اوطاء په تشديد سره راځي او په تخفيف سره هم راځي ، دادنفي دټينګار له پاره راغلى ،يعني هيڅکله يې ځان نه ؤ موړ کړى ، په ځيني نسخوکې د (ولالحم) په ځاى (ولحم) بدون (لا) نافيه راغلى دى ، او زمونږ په نسخه کې (لا) دنفي دتاکيد له پاره راغلې ده او (واو) د (مع)په معني ده يعني ډوډۍ له غوښې سره .
نومعني داشوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ډوډۍ او غوښه هيڅکله ځان ندى موړکړى لکه دکتاب په اخر کي په (باب عيش النبي صلي الله عليه وسلم ) کې به دحضرت انس رضي الله عنه يوروايت راشي.هغه وايي : ان البني صلي الله عليه وسلم لم يجتمع عنده غداء ولاعشاء من خبز ولحم الاعلى ضفف.
ځيني شارحين يې داسې معنى کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ډوډۍ ځان ندى موړ کړى او نه يې په غوښه ځان موړ کړى دى ، په هرصورت دواړه احتماله شته ، اوددواړو معناؤ په منځ کې منافات هم نشته
(الضفف)تورى دضاد او لومړۍ فا په فتحه سره ده او معنى يې مصنف رحمه الله را اخلي

قال مالك بن دينار : سألت رجلا من أهل
البادية : ما الضفف ؟فقال : أن يتناول مع الناس
له خلکو ياله خپلو کوروالوسره په ګډه ډوډۍ خوړلوته ضفف وايي، دلته شارحين يو په بل لګېدلي دي ، خوخبره دومره سخته نده ، دلګېدلو ځاى د(ضفف) په مراد کې ده چې له دې خلکونه مراد مېلمانه دي او که دنورو خلکو مېلمستياوي، ولېمې ، ياپه اصطلاح خيرات ده ، ډېر شارحين وايي چې داټول مراددي،او ټول د( ضفف ) لاندې راځي يعني رسول الله صلي الله عليه وسلم به چې يواځي ؤ نو په غوښو او ډوډۍ ندى موړ شوى ځکه نه به ؤ او که به مېلمانه ورته راغلل هغوى ته به يې راپيداکول او له هغوسره به يې ځان موړ کړ يعني دريمه برخه ګیډه به موړ شو . او که به چېرته صحابه ؤ مېلمه کړ يابه وليمه ياعقيقه وه هلته به يې ځان دريمه برخه موړ کړ او له دې زيات خوراک يې نه کاوه ، شارحين ليکي چې څوک ډوډ ۍ درته وکړي ياکومه مېلمستياوي ، بايد سړى مناسب خوراک وکړي چې په دې کوربه خوشحاليږي ، اوپه دې کې هيڅ مشکل نشته ددې شارحينو خبره غوره ده ، نو دلته دعبد الرؤف المناوي خبره په ځاى نده ، او ځکه خويې له بيانولو هم تېريږو .

دراويانو حال:
ددې روايت په سند کې دوه راويان داسې دي چې مخکې يې حالات ندي بيان شوي او هغه جعفر بن سليمان الضبعي اومالک بن دينار دى ، ددوى حالات په لنډو رااخلو :
جعفر بن سليمان
ابوسليمان البصري . له ثابت البناني ، عطاء ، مالک بن دينار، او نورونه روايتونه کړي دي ، او امام الثوري عبد الرحمن بن مهدي، عبدالرزاق ، اونوروله ده نه روايتونه کړي دي . يحيى بن معين ، ابن حبان اونورو ثقه بللى دى او ځينې محدثينو ضعيف بللى دى .
دده له حالاتو معلوميږي چې شعيه ؤ خو دتشيع داعي نه ؤ نو ځکه يې حديث حجت کېدلى شي ، په کال ١٧٨هـ کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي
مالک بن دينار:
مالک اصلا دکابل ياسجستان (قندهار) دى او وخت يې په بصره کې تېرکړى دى ، دى تابعي دى له انس بن مالک ، الاحنف ، حسن البصري، محمد بن سيرين ، عکرمه او نورو نه يې روايتونه کړي دي . او له ده نه دده ورور عثمان ، سعيد بن ابي عروبة و او نورو روايتونه کړي دي ، دى کاتب ؤ ، دقرآنکريم نسخې به يې ليکلې او دهغو دخرڅلاو له لارې به يې ځان ته روزي برابره وله . دى دبصرې له سترو علماؤ او مشهورو علماؤ نه دى ، نسائي ،ابن حبان اونورو ثقه بللى دى خو وايي چې قليل الحديث ؤ يعني له ده نه کم حديث روايت شوي دي ، په کال ١٣٠ هـ يالاندې باندې کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

التخريج
اسناده مرسل وهو صحيح ارسله مالک بن دينار ،و الحديث رواه المصنف في الزهد من طرق عن عائشة رضي الله عنها بالفاظ متقاربة وقال حسن صحيح وسياتي هنا في الشمائل (٣٧٤) من حديث قتادة عن انس نحوه وياتي تخريجه ثمه مفصلا، ان شاء الله تعالى


رښتینی
28.04.2011

(10)

باب ما جاء في خف رسول
الله صلي الله عليه وســــــــلم

71ـ حَدَّثَنَا هَنَّادُ بْنُ السَّرِيِّ ، ثَنَا وَكِيعٌ ، عَنْ دَلْهَمِ بْنِ صَالِحٍ ، عَنْ حُجَيْرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ، عَنِ ابْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، أَنَّ النَّجَاشِيَّ أَهْدَى لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، خُفَّيْنِ ، أَسْوَدَيْنِ ، سَاذَجَيْنِ ، فَلَبِسَهُمَا ثُمَّ تَوَضَّأَ وَمَسَحَ عَلَيْهِمَا
________________________________________
ژباړه: حضرت بريدة رضي الله عنه وايي : نجاشي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته په تحفه کې دوه تورې ساده موزې ورکړې ، رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه دواړه پښوکړې بيايې اودس وکړ او په هغوموزو يې مسحه وکړه .

شرح او تفصيل:

أَنَّ النَّجَاشِيَّ أَهْدَى لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، خُفَّيْنِ ، أَسْوَدَيْنِ ، سَاذَجَيْنِ
(النجاشي)دنون په فتحه او کسره سره هم راځي او جيم مخففه سره تشديد يې نده صحي او دشين په کسره سره وروسته ياءساکنه ده ، اوځيني يې مشدده وايي خو ميرک شاه وايي چې تشديد يې نده سم ځکه داد نفس کلمې ده دنسبت ياء نده . دى دحبشې باچاؤ نوم يې اصحمه ؤ او يايې نوم مکحول بن صعصعه ؤ النجاشي يې لقب دى لکه ديمن دواکمنو لقب چې ( تبع) ؤ دايرانيانو دواکمنو لقب (کسرى) ؤ ، دروميانو هغه (قيصر) ، دشام هغه (هرقل) دمصر (فرعون) النجاشة انفاذ ته وايي اود ده حکمونه به هم نافذؤ ځکه يې نجاشي باله . نجاشي دهجرت په نهم کال مړشوى دى . رسول الله صلي الله عليه وسلم ده ته عمرو بن اميه الضمري ورليږلى ؤ او داسلام دمنلو دعوت يې ورکړى ؤ اوهغه مسلمان شوى ؤ ، کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دده په مرګ خبرشو په مدينه کې يې غائبانه جنازه پرې وکړه . ابن حبان په همدې اسنادله هيثم بن عدي نه روايت کوي چې نجاشي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ليک راوليږو چې زه تاته ستادقوم يوه مېرمن په نکاح درکوم چې هغه ستاپه دين ده هغه ام حبيبه بنت ابي سفيان ده او يو کميس او پرتوګ او(عطاف) په تحفه کې درليږم اودوه ساده موزې . رسول الله صلي الله عليه وسلم او دس وکړ او په موزو يې مسحه وکړه . عطاف يوډول څادر دى ، او ساذج : دساده معرب ده يعني نه نقشي وي پرې او نه وېښتان

فَلَبِسَهُمَا ثُمَّ تَوَضَّأَ وَمَسَحَ عَلَيْهِمَا

يعني په اوداسه يې داموزې پښو کړې دويم ځل چې يې او دس کاوه بيايې مسحه پرې وکړه ، علماء ليکي چې کله څوک چاته تحفه اوډالۍ ورکړي هغه يې بايد سمدستي استعمال کړي څو هديه ورکونکى پوه شي چې زماتحفه يې خوښه او دضرورت وړيې ده ، په دې سره به تحفه ورکوونکي خوشحاله شي او تحفه اخيستونکى که څه هم له دې تحفې ښه شى ولري چې هغه له دې ارزښتناک وي بايد دى دتحفې استعمال لومړى کړى . اوويل کيږي چې نجاشي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته داتحفه راليږله هغه مهال نجاشي لااسلام نه ؤ منلى نوله دې حديث نه داسي معلومه شوه چې دکافر تحفه منل روادي ، او هغه پاکه هم ده ځکه په مجهولو شيانو کې اصل پاکي ده اودلته نور تفصيلات هم شته .

دراويانو حال:
دلته دنورو ټولو راويانو حالات مخکې تېرشوي دي يواځې د دلهم بن صالح او حجيربن عبد الله دژوند حالات په لنډه توګه رااخلو:
دلهم بن صالح :
دلهم دجعفرپه څېر تلفظ کيږي او حروف يې ټول مهملات دي ، دده نسبت الکندي الکوفي دى ، په ځينې نسخوکې الکندي ورسره ليکلى هم دى ، ابوداود وايي (لاباس به) او يحيى بن معين ضعيف بللى دى له الشعبي او نورونه يې روايتونه کړي دي او له ده ابونعيم او نورو روايتونه رااخستي دي .
حجيربن عبدالله :
حجير په تصغيرسره ده مصنف دده روايت حسن بللى او په التقريب کې وايي چې مقبول دى ذهبي مجهول بللى دى اوابن حبان ثقه بللى دى ، ابوداود او ، ابن ماجه او مصنف دده روايتونه رااخيستي دي .

التخريج

اسناده حسن . اخرجه ابوداود في سننه کتا ب الطهارة ، واخرجه المصنف في جامعه کتاب الادب باب ماجاء في الخف الاسود وقال :حسن ، واخرجه ابن ماجه في سننه کتاب الطهارة وسنتها. کلهم من طريق دلهم بن صالح عن حجير. به ، وقيل اسناده ضعيف لان دلهم بن صالح ضعيف وحجيروان کان وثقه ابن حبان لکنه جهله کثيرون کابن عدي ، والذهبي وقال ابن حجر:مقبول عند المتابعة والا فلين الحديث . وللحديث طريق اخر ياتي ذکره وشاهده من حديث ابن عباس فالحديث حسن ان شاء الله ،واخرجه احمد في المسند وابن سعد في طبقاته ، وابو الشيخ في اخلاق النبي صلي الله عليه وسلم


رښتینی
28.04.2011

۷۲

ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ زَكَرِيَّا بْنِ أَبِي زَائِدَةَ ، عَنِ الْحَسَنِ بْنِ عَيَّاشٍ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنِ الشَّعْبِيِّ ، قَالَ : قَالَ الْمُغِيرَةُ بْنُ شُعْبَةَ : أَهْدَى دِحْيَةُ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم خُفَّيْنِ ، فَلَبِسَهُمَا وَقَالَ إِسْرَائِيلُ : عَنْ جَابِرٍ ، عَنْ عَامِرٍ ، وَجُبَّةً فَلَبِسَهُمَا حَتَّى تَخَرَّقَا لا يَدْرِي النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، أَذِكًى هُمَا أَمْ لا
قال ابو عيسى :وابو اسحاق هذا هو ابو اسحاق الشيباني واسمه سليمان
________________________________________

ژباړه : حضرت مغيره بن شعبه رضي الله عنه وايي : دحيه الکلبي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته موزې په تحفه کې ورکړې او رسول الله صلي الله عليه وسلم په پښوکړې . اسرائيل له جابر او له عامر نه روايت کوي هغه وايي : او چپنه يې هم ورکړه هغه موزې يې په پښوکړې ترڅوچې څيري شوې او رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دامعلومات نه ؤ چې هغه حيوان چې له څرمنې يې موزې جوړې شوې وې په شرعي طريقه حلال شوى ؤ . او که په خپل مرګ مړشوى ؤ ، ابوعيسى وايي : داابواسحاق الشيباني دى هغه چې په دې سند کې راغلى او نوم يې سليمان دى.

شرح او تفصيل:

أَهْدَى دِحْيَةُ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم خُفَّيْنِ ، فَلَبِسَهُمَا
وَقَالَ إِسْرَائِيلُ : عَنْ جَابِرٍ ، عَنْ عَامِرٍ ، وَجُبَّةً فَلَبِسَهُمَا

په ځينې نسخوکې (اهدى دحية الى النبي صلي الله عليه وسلم ) راغلي او د(اهدى) باب صله په (الى) او(لام)دواړو سره راتلاى شي.دحيه الکلبي مشهور صحابي دى مخکې يې دژوند حالات پېرشوي دي .

(وقال اسرائيل ) داجمله په حدثناقتيبة باندې عطف ده په دې صورت کې به داد مصنف خبره شي او روايت به معلق شي ځکه مصنف اسرائيل ندى ليدلى ،او يابه دى داخبره دخپل شيخ قتيبة بن سعيد په روايت سره کوي چې بياروايت نشو معلق .
ميرک رحمه الله تعالي ويلي چې کېدى شي داديحيى بن ذکريامقوله وي بيابه په معنوي توګه په عن الحسن بن عياش باندې عطف شي . (وجبة) منصوب ده په خفين باندې عطف ده يعني داسرائيل په روايت کې يواځې خفين ندى بلکې جبه هم ده او ديحيي په روايت کې يواځې خفين دي . او که په قتيبه باندې د(قال اسرائيل ) عطف مراد شي نه په يحيى بن زکريا لکه مخکې چې مو وويل بيابه دا خبره هم دمغيره روايت شي او داد د(وجبة ) له عطف نه معلوميږي . او په وروستي (فلبسهما) کې ضمير خفين او جبة ته راجع دى
.
حَتَّى تَخَرَّقَا لا يَدْرِي النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، أَذِكًى هُمَا أَمْ لا

په (تخرقا) کې ضمير خفين او جبه ته راجع ده ځکه خفين يو ملبوس ده نو يو خفين او بل جبه شوه او په دې توګه تثنيه شوه يعني دا خفين او جبه ترهغه رسول الله صلي الله عليه وسلم اغوستل څوچې څيري شول او دصحابي دعدم درايت خبره داسي توجيه کيږي چې ياخو په خپله رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي چې ماته پته نشته چې دا خفين اوجبه د مزکي حيوان له څرمني جوړدي او که دمړه شوي . او يا خو د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه پوښتنه ددې قرينه ده چې داصل معلومول يې ضروري ندي له دې دامعلوميږي چې مجهول شى پاک ده او په مجهولو شيانو کې طهارت اصل دى.
حافظ الزين العراقي وايي: له دې حديث نه داسي معلوميږي چې دزاړه شي بلکي دډېرزاړه شي استعمال رواده ځکه رسول الله صلي الله عليه وسلم ترهغه وخته خفين کارولي څو څيرې شوې نه وې . او له دې نه د حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم تواضع هم معلوميږي :
مصنف په خپل جامع کې يو روايت رااخيستى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم حضرت عائشې ته وويل څوچې دي جامې ته ټوټې نه وي لګولې ترهغه وخته يې زړه جامه مه بوله ( لاتستخلقي ثوبا ختى ترقعيه) طبراني په الاوسط کې اوالبيهقي په الدعوات کې په صحيح سند سره له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به کله دانساني حاجت اراده وکړه ليري به ولاړ يوه ورځ حاجت ته ولاړ بيايې او دس وکړ داودس په مهال يې چې يوه موزه په پښوکړه په بله موزه باند ې شين مرغه راټيټ شو او پورته يې کړه يوڅه يې پورته کړه وروسته يې وغورځوله او يو تورمارله موزې نه ووت ، رسول الله صلي الله عليه وسلم چې دا پېښه وليدله ويې ويل دا د الله جل جلاله کرامت ده چې زه يې پرې ونازولم
اللهم اني اعوذ بک من شر من يمشي على اربع ومن شر من يمشي على رجليه ومن شرمن يمشي على بطنه .

په يوه بل روايت کې دا زياتونه هم راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : څوک چې په الله جل جلاله اوداخرت په ورځ ايمان لري هغه دي خپل پيزار تر هغو نه په پښوکوي څويې څنډولې نه وي .
درسول الله صلي الله عليه وسلم څو جوړې خفين وې چې څلور له خيبرنه لاس ته ورغلې وې.

دراويانو حال:
په دې روايت کې يواځې حسن بن عياش نوى راوي دى او دنورو ټولو حالات مخکې تېرشوي دي : دلته حسن بن عياش رااخلو:
حسن بن عياش :
عياش دعباس په څېر تلفظ کيږي دده نسبت الاسدي الکوفي دى يحيى بن معين او نورو ثقه بللى دى امام مسلم او ترمذي دده روايتونه رااخيستي دي حافظ الزين العراقي وايي . چې مصنف دحسن بن عياش يواځې دايو روايت رااخيستى دى ، دى په کال يوسل اودوه باندې دېرش کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

التـخـريـــج
الاسناد الاول صحيح اخرجه المصنف في جامعه كتاب اللباس باب ماجاء في لبس الجبة والخفين وقال : حسن غريب ، عن قتيبة بهذا الاسناد سواء :والشطر الاول من الحديث اخرجه ابو الشيخ في اخلاق النبي صلي الله عليه وسلم من حديث الحسن بن عياش عن الشيباني عن عامر . به . اماالشطر الثاني ففيه جابر الجعفي قال فيه يحيى بن معين لم يدع جابرا ممن راه الازائدة وكان جابر كذابا لايكتب حديثه .

---------------------------------------------------------------

وصلي الله تعالي علي خير خلقه وعلي اله وصحبه اجمعين
دلته دلوى څښتن په لويو او ناپايه رحمتونو سره د)شرح الشمائل( لومړۍ ټوک پاى ته ورسېد 13 ربيع الاول 1431هـ


رښتینی
28.04.2011

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

درنو وروڼو دا لیکنه په همدی ځای پای ته ورسیده
او دالیکنه په کتابی شکل هم چاپ شوی ده چی
دهیواد په مختلفو ښارونواوپیښور کی په کتابپلورنځیو
کی ترلاسه کیدلی شی .

په مینه



طالب جان
13.07.2011

حامد صېب ; السلام علېکم ورحمت الله وبرکاته
پتمنه وروره نه پوهېږم چي د شمايلو دغه لړۍ دي ولي ودروله ستا په پورتنو ليکنو کي خو لاتاسي تراوسه په شمايلو پېل لاندی کړی نوبيا پای ته ولي ورسيدۍ ؟ که څه ستونزه لرۍ نوراسره ګډه ي کړۍ که مو له وسه څه کېدل مرسته به درسره وکړو .
نورمو په خدای سپارم


رښتینی
13.07.2011

محترم طالب جان صاحب سلامونه اونیکی هیلې مې ومنه !
داچې زموږ دلېکنې دکتلو زحمت مو کړی دی الله دې اجرونه
درکړې اودا لړۍ درېدلې نده بلکې دشمائل لومړې لس بابونه
چې څه دپاسه اویا حدیثونه پکې دې هغه تکمیل شوه او فعلا
زه په سفر یم په لنډ وخت کې ان شاء الله کورته ځمه او پاتې برخه
به پیل کوم .

یوځل بیا له تاسو نه مننه کوم الله مو سرلوړې لره


مساپر
18.08.2011

[quote:9b93121c17="رښتینی"].
داښکاره خبره ده چی هر انسانی کار نیمګړتیاوی لری له درنو علماؤ او مشائخو نه هيله کوم که زمونږ په دې کارکې يې نيمګړتياوي وليدلې نو حتما يې بايد په هره ذريعه چې وي مونږ پرې خبر کړي هغوى کولى شي دانيمګړتياوي ديوه مضمون په شکل په يوه مجله يانيټ پاڼه کې خپرې کړي ، زماموخه دنيمګړتياؤ په ګوته کول دي او ددې شرحې کره کول دي داد محقینو علماو او پوهه نقادانواصول دی چی چیرته دچا په تصنیف او لیکنه کی نیمګړتیاوی ووینی نو که کولی شی مخامخ یی هغه ته وښیی مخامخ هغه ته دهغه دلیکنی نیمګړتیاوی او سالم نقد وړاندی کړی چی ستاسو دا ځای ناسم او داصلاح وړدی او که داسی شونی نه وی نو په لیکلی توګه خپل نقد ولیکی او اړوند لوری ته یی ولیږی که فرضا هغه بی دلیله له سرټمبګی نه کار واخلی بیا خپل نقد خپور کړی څو خلک له دی نیمګړتیاو او تیروتنو خبر کړی

خو له بده مرغه زموږ په موجوده پیر کی دا اصول ډیر کم خلک عملی کوی لکه چی وایی من صنف فقداستهدف زما پر ځینی لیکنوما له مختلفو لوریونه ډیری بی رحمه نیوکی او انتقادونه اوریدلی دی خو تراوسه می داسی نقادان تقریبا ندی لیدلی چی مخامخ یا په لیکلی توګه یی زه خپلو کړمو او نیمګړتیاو ته ځیر کړی یم والله المستعان کوم انتقاد چی دموضوع دماهرینوله خوا نوی شوی بلکی هسی دکوم مغرض لوری په حقد او کینه ولاړ وی دهغه نقداهمیت نلری بلکی دموضوع دماهرینو له لوری نقدداعتبار وړ وی بناء دحدیثو له متخصصو علماو نه په ډیر احترام هیله کوم چی زموږ نیمګړتیاوی راته وښیی او په دی اړه دی هیڅ مجامله اواغماض نکوی ځکه موضوع او خصوصاپه دی موضوع کی زما نوی ګام پورته کونه ددی غوښتنه کوی چی باید په دی اړه له ډیر دقت نه کار واخیستل شی بناء ددی لیکنی دسموالی او کره والی له پاره دی ته اړتیا لیدل کیږی چی په دی لیکنه نقاد علماء هیڅ رحم ونکړی اوپرته له مجاملی او دودیز اعتذاردزړه له کومی له درنو علماو نه مکررا هیله کوم چی نیمګړتیاوی مو په مخلصانه توګه راته په ګوته کړی .[/quote:9b93121c17]

سلامونه او نیکې هیلې،
ګرانه ورور رښتینی صیب، ډیره مننه، الله تعالی د اجر نصیب که، آمین یا رب العالمین.
په درنښت،


ابواللیث نقشب
23.08.2011

[quote:44206a9e2f="شاکری"]ګرانو لوستونکو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ښاغلی حامدجان ستاسې په دې اقدام ډير خوښ شوم
الله جل جلاله دی ددی اقدام د سر ته رسولو پوره توان درکړي
تر څو مونږ ورڅخه ګټه پورته کړو .
والسلام عليکم[/quote:44206a9e2f] الله دی ددین رښتین خادمان تل خوشاله لري


رښتینی
21.09.2011

درنو وروڼو او خوندو !

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

دشمائلو دلړۍ دویمه برخه به هم باذن الله په لنډ وخت کې پیل شې
الله دې خپل توفیق راسره مل لرې او ستاسو دملتیا اود عاو په هیله

په مینه


رښتینی
17.10.2011

11
ـ باب ماجاء في نعل رسول الله صلى الله عليه وسلم

یادونه : څه موده مخکې دسفر له کبله ما دا لړۍ درولې وه اوس یې دالله جل جلاله په مرسته بیرته
پیل کوم او هغه دې وکړې چې خپله مرسته راسره مله ولرې او دشمائل الترمذي دلومړیو لسوبابونو
شرحه او تفصیل مخکې تیرشوی دی او س یې په پآتي برخه پیل کوو . باذن الله تعالی .

دباب تشریح :
په دې باب کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دنعلینو په څرنګوالي خبرې کیږې اوپه دې اړه راغلې
روایتونه راوړل کیږې اوداچې ده به څه ډول په پښوکولې (نعل) هرهغه پیزارته وایې چې له ځمکې نه
پښه پرې ژغورل کیږې او دعرف په لحاظ خف یاموزه له ځمکي نه دپښې دساتنې په موخه نه کارول کیږې
نوځکه هغه ته نعل نشي ویل کیدلی اوله دې کبله امام الترمذي دخف په اړه ځان ته او دنعل په اړه ځان ته
بابونه راوړل .
نعل په مصدري او اسمي دواړو معناوو کارول کیږې خو په اسمي معنی یې کارونه زیاته ده رسول الله صلی
الله علیه وسلم به نعل په پښوکولي اودمسلم په یوه روایت کې له جابر نه یو روایت راغلی دی : رسو ل الله صلی
الله علیه وسلم وایې :تاسو نعل ډیرپښوکوئ ځکه ترڅو چې یوچا نعل په پښو وې نو داسي دی لکه سپور اوکله
به رسول الله صلی الله علیه وسلم نعل نه پښوکولې په ځانګړې توګه چې لمانځه ته به تلواوداد تواضع ، عاجزي او
ډیر اجرترلاسه کولو په موخه ،

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دهغه
نعلین،بالښت،مسواک او داوداسه اوبه ګرځولي ده به رسول الله ته نعلین ورپښو کولې او دهغه له پښوبه یې
اېستلې هم کله به چې رسول الله کیناست نو ابن مسعود به د هغه نعلین په دواړو لاسونوکې واچولې .اوځکه خو
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په ( صاحب النعلین ) سره هم یادیږې
درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو نعلینو باندې کتابونه لیکل شوې دې لکه دالمغرب یوه عالم شهاب
المغربي د (فتح المتعال فی مدح النعال ) په نامه یو کتاب پرې لیکلی دی داراز امام ابن عساکر هم په نعلینو
مبارکینوباندې یوجزء لیکلی دی . اوامام الترمذي په دې باب کې یولس حدیث راخیستې دې چې لومړۍ حدیث
یې دا لاندې دی :

73
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ الطَّيَالِسِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا هَمَّامٌ ، عَنْ قَتَادَة، قَالَ :
قُلْتُ لأَنَسِ بْنِ مَالِكٍ : كَيْفَ كَانَ نَعْلُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ قَالَ : لَهُمَا قِبَالانِ .

ژباړه :قتاده وایې ما انس بن مالک رضی الله عنه ته وویل چې درسول الله صلی الله علیه وسلم
نعل څه ډول وې ؟ هغه راته وویل دهغو دوه تسمي وې .

تشریح اونحوي څيړنه :

كَيْفَ كَانَ نَعْلُ رَسُولِ الله : یعني درسول الله صلی الله علیه وسلم د نعل قبال څه ډول و ؟ دلته دنعل له پاره
دمذکر صیغه کارول شوې ده او نعل مونث ده داځکه چې د نعل تانیث غیر حقیقي دی نو دمذکر صیغه هم
دملبوس په تاویل سره ورته کارول کیږې .

لَهُمَا قِبَالانِ :قبال هغي تسمې ته ویل کېږې چې دګوتو په منځ کې وې او دا تسمه چې دپښي پرملا دپاسه راشي
بیا شراک بلل کیږې دنعل له پاره مفرد او دتثنیي دواړه ضمیرونه کارول کیږې لکه د بخاري په روایت کې د همدې
انس رضی الله عنه په روایت کې مفرد ضمیرکارول شوی دی : ان نعل رسول الله صلی الله علیه وسلم کان لها قبالان
اود رسول الله صلی الله علیه وسلم د نعل دوه قباله په دې ډول وو چې یو د بټي ګوتي او هغې ته دنږدې ګوتي په
منځکې و او بل دمنځنی او هغې ته نږدې ګوتي په منځ کې و او دادواړه بیا دپښې په ملا باندی له شراک سره
یوځای شوې وو.

یادونه : له دې وروسته موږ له سند نه یواځي دصحابي حالات را اخلو مخکې به مو دسند ټول راویان را اخیستل
په دې سند کې صحابي انس بن مالک رضی الله عنه دی او دده حالات مخکې تیرشوې دې .

التخریج :
حسن . أخرجه أبوداود في سننه (رقم 155)كتاب الطهارة باب المسح علي الخفين , وأخرجه الصنف
في جامعه (رقم 2820) كتاب الأدب , باب ماجاء في الخف الأسود وقال : حسن .وأخرجه ابن ماجه في
سننه (رقم 549)كتاب الطهارة وسننها باب ماجاء في المسح علي الخفين . كلهم من طريق دلهم بن صالح
عن حجير_ به وقال أبوداود: وهذا مما تفرد به أهل البصرة .


رښتینی
18.10.2011

74
ـ
حَدَّثَنَا أَبُو كُرَيْبٍ مُحَمَّدُ بْنُ الْعَلاءِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا وَكِيعٌ ، عَنْ سُفْيَانَ ، عَنْ خَالِدٍ الْحَذَّاءِ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ
بْنِ الْحَارِثِ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : كَانَ لِنَعْلِ رَسُولِ -اللهِ صلى الله عليه وسلم -قِبَالانِ ، مَثْنِيٌّ شِرَاكَهُمَا

ژباړه :
خالدالحذاء له عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت کوې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم
دنعل دوه تسمې وې او شراک یې غبرګ و .

تشریح اونحوي څیړنه :

دمثني په توري کې دوه نسخي راغلې دې یوه :مَثْنِيٌّ دا زموږ نسخه ده یعني دمیم په فتحه ،دثاء
په سکون ،دنون په کسره اود یاء په تشدید سره اوبله یې مُثَّي ده یعني دمیم په ضمه ، دثاء په فتحه او دنون
په تشدیدسره ده اوپه دواړو صورتونوکې داسم مفعول صیغه ده او دقبالان له پاره صفت ده او صفتوالی یې
په دوه ډوله سره ده یاخو صفت مفرده ده اویا جمله صفت ده اودجملي په صورت کې به یې دشراکهما د
تثنیي ضمیر له موصوف سره رابط شي مطلب داشو چې شراک یې غبرګ کړل شوی واو دشراک معني مخکې
تیره شوې ده دنعل هغې تسمي ته وایې چې دملا په برخه یې وې .

راوي :

دلته راوي عبدالله بن عباس رضي الله عنه دې او دهغه حالات مخکې تیرشوې دې نو په ځایې خالد الحذاء را
اخلو خالد الحذاء مشهور تابعي دلوړي درجي عالم او ډیر حدیث لرونکی محدث اوثقه دی شپږو واړو امامانو
دده حدیث راخیستې دې په ده کې هیڅ دعیب خبره نشته یواځې په دې ښه ندی یاد شوی چې دوخت له واکمن
سره یې اړېکې لرلې ، دی په کال ۱۴۱م کې وفات شوی دی .الحذاء موچي ته وایې او دا لقب یې ددې له پاره ندی
چې دی موچي و بلکې ددې لقب په اړه یې څو خبرې شوې دې یودا چې دموچیانوپه بازار کې به ډیر ناست و او بل
دا چې له موچیانو سره یې دوستي لرله یعنی موچۍ یې کړې وه اوبل دا چې ده به په خبرو کې داعبارت ډیر ویلې :
أحذُّ هذا الحذو علی هذا الحدیث .اوداسي ډیر ځله لیدل شوې دې چې یوڅوک یو توری ډیر کاروې یاکوم متل
ډیرکاروې نو خلک یې په هغه سره ونوموې . داراز د ابن خلکان په اړه ویل کیږې چې (کان) تورۍ به یې په خبرو
کې ډیرکاراوه او د ابن خلدن په اړه ویل کیږې چې (دون) تورۍ به یې ډیرکاراوه .

ناویلې دې نه وې پاته چې پخوانیو علماو یوډول پیشه او صنعت هم عیب نه باله اوهرډول کار یې هم کاوه
او هم یې اړوند لقب له ځان سره کاراوه اوکه ددوی ژوندلیکونه ولیدل شي نو له نومونو سره به یې داډول مختلف لقبو
نه وموندل شې لکه : حلوائي ، دباغ ، سکاکي وراق ، حداد ، حذاء اوداسې داځکه چې دحلالي روزي دترلاسه کو
لو له پاره هرډول صنعت او حرفت غوره کول چې شرعا ناروا نه وې هیڅ دعیب خبره نده بلکې ښه او دنارینتوب کار ده .
اود پردیو خیراتونو او زکاتونوپه تمه له ژوند تیرولونه څو ځله ښه او خوندور کار ده .
التخریج :
صحيح أخرجه ابن ماجه في سننه كتاب اللباس ,باب صفة النعال (3614)عن عللي بن محمد الطنافسي عن وكيع - به
ورجاله رجال الشيخين وقال الحافظ في الفتح (10-312) بسند قوي .ورواه المصنف في العلل الكبير(538).


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more