د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

islam dost
27.08.2004

درندلوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
حليمي صيب دپلارنيکه تقليد دابوجهل لاره وه ،مونږاوتاسودخدای جل جلاله فضل دی قران کريم اونبوي احاديث راسره شته دپلارنيکه تقليدته هيڅ اړتيانه ليدل کيږي ،هرڅوک چي وي قاضي قضات څه که دزماني بزرګ هم ځانوبولي خوچي عمل يی دقران اواحاديث څخه خلاف وي اودهغه عمل ددليل په توګه راوړل له ناپوهئ پرته نورهيڅ نه دي ،اسلام يوجامع دين دی چي دافرادوتابع کيدای نه شي ، زمونږلپاره يواځي اويواځي داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم کړه وړه دليل کيدای شي ٠لکه څنګه چي لوی اوبخښونکئ خدای جل جلاله په يوايت شريف کښي مهراباني کوي اوفرمايی :
(( لقدکان لکم فی رسول الله اسوة حسنه ))
حليمي صيب تاسوولي په ځای ددي چي يوڅه ددليل په توګه وليکئ يواځي همدايوه خبره تکراره وی چي دپردي ترشا ناست يی اومستعارنوم کاره وی بايدځان معرفي کړئ ؟؟؟
ګوره حليمي صيب که زمونږ نومونه مستعاروي ياموکورنئ نامعلوم وي ،نوباورکړه تاسوهم که دومره معلوم شخص وی زه هم ليکلی شم چي نوم مي فلانی داحمدشاه بابااودميرويس نيکه لمسی يم څوک ماپيژني چي ته رښتيايی اوکه نه ؟
بل پلوپه يادولری چي که يوڅوک نامعلوم وي نوقران اواحاديث خونامعلوم اودپردي ترشا نه دي لطفادنامعلوموکسانوليکنه په قران اواحاديث ور ردکړه اووته ووايه چي لڅمخ اوداولمپيک په لوبودانجونوګډون روا دی ،فلاني قاضی قضات اوفلاني بزرګ داکار کړی نوبيابه ستاسوليکنه يوڅه معنی ولري ،خوداچي په قران اواحاديثونه شي ثابتولی ځکه نوره درڅخه ورکه شي نولنډدي ټوپ کړي چي تاسو دپردې ترشاياست ٠ زه فکرنه کوم چي ګرانولوستونکي به ديوچاشخصيت پيژندل اړين ګڼي بلکي هغوی خويواځي ليکنه ګوري چي څه يی ليکلي کنه مونږتاسوتقريباټول يوبل نه پيژنو٠
نوحليمي پوهه شه چي مونږاوتاسومسلمانان دقرانکريم اواحاديث نبوي په موجوديت کښي دپلاراونيکه تقليدته ضرورت نه لرواوداډول تقليديواځي غيرمسلمانان کوي اوبس ٠
ازادنظرصيب ستاسوليکنه اوس دوخت نشتوالي له امله نه شم ځوابولی اوکه مرګی رانه مخکي نه شونوانشأالله داسلام په برخه کښي دپتمني خورخاټول ((( دمخ حجاب ))) ترعنوان لاندي به يی مکمل اوتفصيل سره ځواب درته وليکم ٠

والسلام عليکم رحمته الله وبرکا ته

اسلام دوست

___________________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم
ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي



ع کريم حليمي
27.08.2004

ډېر ګران ازاد نظر صاحب او درنو لوستونکو سلام !

نن په افغانسان کي داسي بدنختي ده ٠ چه isi خپله ډله لري او وهابيان خپله ډله لري ٠ چه دواړه طرفه غواړي چه سياسي کټي تر لاسه کړي ٠ او ښه سمه همکاري سره لري ٠ پاکستان ضعيفه افغانستان غواړي ٠
او سعودي غواړي چه وهابيت ريښې وځغلوي ٠ ولي چه د سعودي حکومت پر وهابيزم ولاړ دۍ ٠
او يګانه متعصب مذهب (حزب ) دۍ ٠ چه اخوانيان هم ورته ويل کيږي ٠ چه ليډر ئې عبدالوهاب نجدي دۍ
چه په 1115 ه ق کال ئې اسساس ايښودل سوۍ دۍ٠ او په هغه اندازه متعصب دي ٠ چه د جنت البقيې پر قبرو
ئي هم جهاد اعلان کړۍ وو ٠ چه قبرونه له منځه يوسي ٠ خو الله کاميابه نکړه
اوپر ډير اسلامي او شرعي اعمالو ئې د شرک حکمونه کړي دي ٠
د ظاهر شاه او داودخان په وختو کي ئې د وهابيت ډير مخنيوې کيدۍ ٠ او وهابيانو نسوای کولای چه خپل
تبلغ په عامه وکړي ٠ چون وهابيانو ، اخوانيانو د روس د جهاد په وخت کي ډير کار ترې واخستۍ ٠
نو نن په افغانسات کي ميدان ته راووتل ٠ خبره د اولمپک نه ده ٠ اخوانيان غواړي چه قدرت ته ورسيږي ٠
نو د مذهب په نامه ئې يوشئ جوړ کړي ٠ له خدايه و بېروي او دوۍ حکومت پر وکړي ٠ په تاريخ کي يواري بل ئې هم ميدان ته راووتل چه حکومت ونيسي ٠ د سعودي پر خاوره ئې حمله وکړه ٠ حکومت ئې ونيولۍ ٠ او پاچهي
سعود څيندي تر لاسه کړه ٠ نو سعود هم ترنن ورځي د دغه وهابيزم پر اصولو روان دي ٠ او دملت پښې ئې د مذهب په زولنو ورتړلي دي ٠ او هغه سي شرعي قوانين ئې رايستلي دي چه ملت ئې هيڅ سرنسي پورته کولاي ٠
نو خبره د اولمپک نه ده ٠ وهابيان هغه متعصب خلګ دي ٠ چه ښځه مکتب ته هم نه پرېږدي ٠ نن چي د قدرته
لويدلي دي دومره ئې مني چه پښتنې دي تعلم وکړي ٠ او پرون چه پر قدرت وه ٠ ټوله ښځي ئې پرکور کښېنولې ٠
او په غازي سټېډيم کي ئې ښځه په کلشنکوف ووشتل ٠ چه د صحابه وو د وخته بيا ترنن ورځي دغسي قصاص
په تاريخ کي نوو سوۍ ٠ هر بد عمل چه ئې په ګوته کړې ٠ نو بيا وائې چه په موږ بد خلګ ننوتلي وه ٠ اولمپک ته ښځي استول او نه استول د حکومت کار دۍ او دهغي پښتنې چه ځي که نځي ٠ که د افغانستان شورا اجازه ورکي ، قاضي قضات ئې ومني او که پښتنه هم حاضيره سي چه اولمپک ته ولاړه سي د اسلامي اخلاقو ، پر پښتني دود سره سم ٠ نوزه پښتنه لرم دغه ملا صاحب څخه چه که چيري دغه ګناه کبيره وي نو جزا ئې چشي ده ؟؟؟؟؟
او بل چيري چاته اجازه سوې ده چه په دين کي ملا د زور څه کار واخلي ٠ ؟؟؟؟
[color=darkred:d1adb33014] بسمه تعالی ٠ لا إِكْرَاهَ فى الدِّينِ قَد تَّبَينَ الرُّشدُ مِنَ الغَىِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطغُوتِ وَ يُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ استَمْسك بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لا انفِصامَ لَهَا وَ اللَّهُ سمِيعٌ عَلِيمٌ(256)
ترجمه ٠ نسته هيڅ زور په (منلو ) ددين کښي په تحقيق سره ښکار شوئې ده سمه لاره (د ايمان )له ګمراهۍ (کفر )ځني [/color:d1adb33014]
شان نزول :
مفسر معروف اسلامى طبرسى در مجمع البيان در شان نزول آيه نقل مى كند: مردى از اهل مدينه بنام ابو حصين دو پسر داشت برخى از بازرگانانى كه به مدينه كالا وارد مى كردند هنگام برخورد با اين دو پسر آنان را به عقيده و آيين مسيح دعوت كردند، آنان هم سخت تحت تاثير قرار گرفته و به اين كيش وارد شدند و هنگام مراجعت نيز به اتفاق بازرگانان به شام رهسپار گرديدند.
ابو حصين از اين جريان سخت ناراحت شد و به پيامبر (صلى الله عليه و آله و سلم ) اطلاع داد و از حضرت خواست كه آنان را به مذهب خود برگرداند و سوال كرد آيا مى تواند آنان را با اجبار به مذهب خويش باز گرداند؟
آيه فوق نازل گرديد و اين حقيقت را بيان داشت كه : در گرايش به مذهب اجبار و اكراهى نيست .
در تفسير المنار نقل شده كه ابو حصين خواست دو فرزند خود را با اجبار به اسلام باز گرداند، آنان به عنوان شكايت نزد پيغمبر آمدند ابو حصين به پيامبر عرض كرد من چگونه به خود اجازه دهم كه فرزندانم وارد آتش ‍ گردند و من ناظر آن

هو که يوه پښتنه او لمپک ته ځي خپل ګناه ئې ده ٠ او خپل جواب به په قيامت ووائې ٠
نه کفر دۍ نه شرک ٠
هو ملا صاحب نصيحت دي روا او زور کول د بل پر لور او مور ناروا کار دۍ ٠ که څنګه

حليمي



ع کريم حليمي
27.08.2004

اسلام دوسته وروره ،درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
پر نبي مي په غيبو ايمان راوړی ٠
هو ٠ خو که لا اله الا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير
ئې راته زده کړي وي ٠ ضرور ده او واجب ده چه دپلارنيکه تقليد وکړم ٠

لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً
داسي ده دين دغه پلار او نيکه را خودلۍ ده ٠ که و ئې نه کړم ٠ نوخو کافر کېګم ٠


slam

زده كړيال
27.08.2004

ټولو شاغلو استادانو اسلام عليكم ټولو ته د خير او ښېګړو ډك ډك پېټي غواړم
... دروند استاد: مولوي حليمي صاحب اسلا عليكم. زه شاګرد د پوشتنې اجازه غواړم:
ما دغه موجوده ټولې مقالې او مضامين په پوره غور سره ولوستل. چې ټول دالمپيك او پشتنو پېغلو د ګډون په باب و. خو ستا دغه ليكنې ټولې په طالبيانو او وهابيانو په به هكله وې او لدېنه ورمخكې مقاله كې دې هم په نا څاپي توګه په غصه غصه خبرې كړې وې سره لدې چا ته زياتره په دلايلو ولاړې خبرې كوې، نو پوه نه شوم دغه ليكنه په غلطه دلته را غلي او كه څنګه؟؟. ځكه ما خو كشته پورته وكتل د طالبانو او وهابيانو خبره چيرې ونه ليده چې چا يې ددفاع كړې وي. نو دغه ستا ليكنه ولې له سره همدغه موضوع ته تمبه ده.؟؟؟
او بل تاسو فرمايلي[ خداى مو داسې حيران كړه لكه څنګه مو چې زه حيران كړم] ولې ولې خدايه مكړې ته چا حيران كړى يې او ته لوى او مشر عالم ځنګه حيرانېږي د خدا او رسول لار خو تا ته معلومه ده.!!! حيران خو بايد مونږ شاګردان شو چې ستاسو استادانو په اختلافونو كې رانه لاره وركه شي يو څه وايي او بل څه؟؟
او بل دغه پوشتنه هم را سره پيدا شوه چې اوس تا طالبيان ټول د نوي (دين) لرونكي بللي پدا سې حال كې چې هغوى په همدغه تورن و چې دوى د اوس عصر خلك نه دي ، بلكې دوى د زړو پېړيو خبرې كوي يعنې د قرون وسطى خلك دي.!!
او بل مولوي صاحب په قندهار كې د طالبانو د سقوط نه وروسته او د ډيموكراسۍ په اوسني مهال ټولې ۳۶ لېسې برحاله دي او پدې كې ۳ د نجونو لپاره دي هغه هم ټولې په ښار كې دي او په ټول ښار كشې بې حجابه ښځه نه ليدل كېږي، مخكې شپې د معارف رئيس شاغلي شعيب ته د ملل متحد يو كس راغي او ورته ويل يې د قندهار اول نومره نجونو نمونه راكړه بيا يې مو نږ د هغې د محرم سره كابل ته بيايو هلته بيا امتحان ترينه اخلو خو په قندهار كې داسې انجلۍ حاضره نه شوه چې كابل ته لاړه شي. نو بيا به څنګه د يونان د سفر لپاره اماده شي. چې اوس په دغه ګرمه ديموكراسى كې دا كار ونه شو دا ستا په وخت كې خو به زما په نظر د قندهار خلك لږ نور هم فابند او په پښتني اصولو ولاړ و.
او بل استاده يوه بله مشوره هم را كړه چې:
دغه د طالبانو او وهابيانو وچ په وچه رټل او ردول خو بايد زمونږ د كم علمه او لږ پوهيو كار واى تا غوندې لوى عالم خو يې بايد په غصه نه بلكې په سمو او قوي دلايلو رد كړي چې د آميانو تسلي شه پرې وشي.
بښنه غواړم


islam dost
27.08.2004

دنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
شاګرده وروره له ليکني مويوه نړئ مننه ،رښتياهم هغه متل دی چي وايی ( ډوله وهم دچيرته اوډب دچيرته خيژي ) غريبانان ملامت نه دي ،قانون دادی کله چي له يوچاسره دليل نه وي هغوی خامخايوغربل غرولي نه دي اوريدلي چي اوبووړی ځګ ته هم لاس اچوي ٠مونږدوی ته څه وايواودوی راته څه وايی ؟
مونږورته وايوچي که افغانستان دنړئ ترټولوپرمختللئ هيوادهم وګرځي اوهيڅ ډول ستونځې يی په مخ کښي هم وجودونه لري داولمپيک په لوبوکښي دمسلمانوانجونوګډون ناروا دی خودوی کله مونږته دسپورت اوورزش ګټې ښي چي سپورت روغتياضمانت کوي اوله ډيرومهلکوامراضويی ٠٠٠
اوکله راته وهابيان ياطالبان مخکي مخکي کوي چي په دي وسيله دوی غواړي له اصلي موضوع څخه چي اوس پکښي بنداوحيران اودريان پاته دي ځان يوې خواته کړي ، حليمي صيب خوکله کله دي ته نژدي شي چي وليکي که قاضي قضات ياحکومت اجازه ورکړي نوبياداولمپيک په لوبوکښي ګډون ر٠٠٠
خوګوره حليمي صيب دقران کريم لاندي ايتونه له ياده مه باسه چي لوی خدای جل جلاله فرمايی :
((( []ولاتلبسواالحق بالباطل وتکتمواالحق وانتم تعلمون ))) ( سوره بقره ايات نمبر ( ٤٢)
((( ولتکن منکم امة يدعون الی الخيرويامرون بالمعروف وينهون عن المنکر واولئك هم المفلحون )))
سوره العمران ايات نمبر ( ١٠٤ )


اوداهم :
که جاهل وکړي ګناه شي به معذوره == == پوهنده عاصی به وي له عذره دوره
نابيناکه شي اړ تاؤملامت نه د ی --=== که په غټوګوري خوپه زړه کو ر ه

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


خاټول
27.08.2004

[quote:a1f8418932]ګرانو دوستانو او درنو ملګرو ، ليکوالو سلام !
ږره مي سپينه سوه ٠ هر څه چه پلار مور نيکه کور کلي مسجد مکتب مدرسې راښولي وه ٠ د طالبانو مکتب
راغلط کړه ٠ اوس زه نه پوهيږم چه زما نيکه ګان غلط دي او که دطاليبانو مشران ٠
چه طالبان په ايمان ،اسلام روان دي او که زموږ نيکه ګان ٠ زه د داسي فاميل څه راوتلۍ يم ٠ دانه چه زه وايم چه
ديني عالمان وه خو کومه ورځ چه طالبانو حرکت شروع کۍ ٠ زموږ نيکه ګان ئې ستايل چه فاضيل کندهاري (ابواخندزاده )٠ ملا سليمان اخندزاده چه يګانه قبر دۍ دقندهار د ښار هديره کي چه دولت يعنی ابدالي حکومت
مناره پر درولې ده او ترننه پوري ولاړه ده چه په ټوله دکندهار په هديره کي بله مناره نسته قطعنأ ٠ او په ډبره کي ليکلي چه ملا سليمان علم کندهار ته راوړۍ دۍ [/quote:a1f8418932]
ښاغلی استاد او تره السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
استاده ! داپورتنۍ دنسب لړۍ چي مو ليكلي زه هم په هم دغه لړۍ كي دحبو أخندذاده په نسب پوري اړونده يم او الحمدلله دلته په غرب كي مي هم خپل اسلامي تشخص او پښني كلتور له لاسه نه دی ورکړی ( حتی كه مي له تاسي سره ملاقات كاوو نو مخ به مي پټ وي ) اوتر څو چي زما پر ياد دي نو زمونږ ټول كهول همدغه اصل ته وفادار پاته وو، يو چا كه انحراف كړي وي هغو نو بيا دهغه شخصي عمل دی.
[quote:a1f8418932] دغه طالبيزم خو زما د نيکه ګانو د لاري څه اوښتي بولم ٠ او يا زما نيکه ګان پر اسلام نوه
روان ٠ خداي مو داسي حيران که لکه زه چه مو حيران کړې يم
چه اوس هغه عالمانو نيکه ګانو ليکنو او اعمالوته ګورم ٠ هغه اسلامي قانون چه ئې امان الله خان ليکلي دۍ
ټوله پر قرأن برابر دۍ ٠ چه هرشپه چه ئې لولم ژړا راسي ٠
[/quote:a1f8418932]
استاده ! زه يي والله كه اوښتي بولم، ښايي دسيداحمدبريلوي شهيد دجهادي خوځښت په اړه به مو لوستي وي ؟ نوموړی چي له هندوستان نه دخپلو سرتيرو مجاهدينو په ملتيا دښال ( اوسنۍ كوټي ) په لار قندهار ته راغلل نو دا زما او ستا نيكه حبو أخند ذاده يي نه يواځي دا چي استقبال ته ور ووت او ميلمستيا يي ورته وكړه بلكي بيعت يي هم ورسره وكړ اوخپل 400 سوه طالبان يي غزاته ورسره واستول ، چي دهغوي له ډلي ملا لعل محمدقندهاری بيا دسيد احمد په لښکر كي دنظامي قومندان او دامر بالمعروف او نهي عن المنكر دشعبي دمشر په حيث دنده اجرا كوله او بيا وروسته شهيد شو، لنډه داچي دطالبانو وروڼو لار هم هاغه زمونږ دنيكونو لاره ده.
بل داچي طالبانو كله دښځو تعليم ناروا بللی، بلكي هغوي به په خپله هره انټرويو كي په ډاگه كوله چي كله هم دوي دزمره مادي امكانات لاس ته راوړي چي دښځو پوهنتونونه او ښوونځۍ ورباندي وچلولاي شي نو دوي به هرو مرو داپروسه پيل كوي.
دقانون په اړه بايد رڼه كړم چي طالبانو خو هم همغه دظاهرشاه خان ددوري قانون پلی كړی وو.
[quote:a1f8418932]دغه نن چه زه ګورم ٠چه نن طالبان او بن لادن ته ګورم داسي رامعلوميږي چه دغه خلګ نه د نبي پر شريعت صحيح روان دي ٠ او نه
دا لار زموږ د مسلمانو نيکه ګانو ده ٠ هو زموږ نيکه ګانو د وهابيانو څه ډير بد وړل
اوس پوه سوم ٠ بن لادن وهابي دۍ ، طالبان ٠ والله اعلم
دغه دنن د طالبانو اسلام ماته نوۍ رامعلوميږي ٠ که څنګه ؟؟؟؟ [/quote:a1f8418932]
استاده ! كه مو لطفا دطالبانو او بن لادن دشرعي مخالفتونه يوڅو نموني په مدلل ډول راته په گوته كړل تر څوكه خداي وكړي چي دا وريره دي ددوي له ملاتړنه لاس واخلي.
دوهابيانو دعقيدي په اړه كه لږتفصيل راته وليكۍ هسي نه چي زه وهابۍ شم :lol: :lol: :lol: .
استاده :!: دطالبانو دنوي او دنورو دزاړه اسلام توپيرونه كه مو راته په گوته كړل چي دمحمد صلی الله عليه وسلم له اصلي اسلام سره يي پرتله كړواو كوم چي درسول الله له اسلام سره برابر وو هغه به غوره كړو.
[quote:a1f8418932]نوټ ٠ څوک چه د پردې شاته ناست وي ٠ او اسلامي تبلغ کوي ٠ او دئ نامعلومه ،کورنۍ ئې نامعلومه ، هديره ئې
نامعلومه ٠ نوم ئې مستعار وي ٠ شرعأ قانونأ اخلاقأ بايد ځانونه معرفي کي
دا انټرنټ دۍ او کفارو جوړ کړې دۍ ٠ کفار و پروپاګنډه چوړه کړې ده
کفار دي دا کار کوي چه پټ وطنو ته خلګ استوي چه پروپاګنډه واچوي
موږ مسلمانان يو ٠ بايد خپل وړونه سره و پېږنو نو بيا ئې تبلغ هم په راسته غوږو اورو ٠
که تاسو تبلغ د پردې شاته روا ګڼي ! نو ممکن ده چه پښتنه هم لڅه اولمپک ته رواوي که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟[/quote:a1f8418932]
استاده ايا اوريدلي مو نه دي چي په اخره زمانه كي به دحق پلويان پټ گرزي؟ بيا په داسي حال كي چي داسي اخطار هم وركړشي

[color=red:a1f8418932] (( د ليکنې نېټه : ١ شنبه جولاي 25, 2004 7:19 am
خو که ستاسو خوښه وي ،هم دنورو ليکوالو زه به د يوه قانون پوه (Lawyer ) سره مشوره وکم چه موږ
څومره قانوني حق لرو چه طالب ډوله ليکوال مخه ونيسو ٠
دومره خوښه پوهيږم چه هر هغه څوک چه ان لاين ځي ٠ موږ کولاسو چه معلوم کړو چه له کومه ځايه ليکني کوي
خو ډيره مهيمه دا ده چه اول به زه دغه ليکني و Lawyer ته ورښکاره کړم که قانون پوه (وکيل) داسي څه پکښي
و مندل چي امنيت ملي ته ئې خساره رسېدل (رعايت حريم خصوصي و حقوق افراد ، انتشار مطالب خلاف امنيت و استقلال ملي.) نوبه وګوو که مو څه شخصي کولاي سول و به ئې کړو٠ ))
[/color:a1f8418932]
نو ملگري دي ووايي چي ايا هغه وروڼه چي په مستعارونومونو ليكني كوي ملامت دي؟


Azad Nazer
27.08.2004

((((((،قانون دادی کله چي له يوچاسره دليل نه وي هغوی خامخايوغربل غرولي ))))
داسلام دوست مهر
:evil:


Azad Nazer
27.08.2004

((مونږورته وايوچي که افغانستان دنړئ ترټولوپرمختللئ هيوادهم وګرځي اوهيڅ ډول ستونځې يی په مخ کښي هم وجودونه لري داولمپيک په لوبوکښي دمسلمانوانجونوګډون ناروا دی ))

:shock: :shock: :shock:


Azad Nazer
27.08.2004

که جاهل وکړي ګناه شي به معذوره == == پوهنده عاصی به وي له عذره دوره
نابيناکه شي اړ تاؤملامت نه د ی --=== که په غټوګوري خوپه زړه کو ر ه

:cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:

يو شعر ماته هم راياد شو :

اويه کورباااااااااااااان

ترړنګ ترړنګ ترړنګ

مادطالبه ، طالب له سترګو جارکړې
راځههههه
چې سترکې تورې او تورې کړي لکۍ او لکۍ وله پرېږدينه


دقدر وړ ليكوالانو وروڼو او خويندته !

احمد
28.08.2004

قدرمنو وروڼو او شريفو خويندوته!
لومړي مې نيكې هيلې اوسلامونه ومني...اميد دي روغ اوسي....
محترمو!
داسلام مبارك دين يو شامل او كامل منهج اوتګلاره لري...اسلام دتعصب تنګ نظري اوبدګوماني نه پاك دين دي....
عزتمندو!
داسلام كړي صرف تر لمونځ كولو او روژي نيولو پوري نه څرخيژي ...بلكې اسلام اخلاق معامله عبادت دي ... او هم داسي نور....
په خلاصه توګه اسلام دبشريت ټولو اړخونو ته توجه كړي نو ځكه هم ټوله نړي ورته د شموليت او كامل والې په سترګه ګورې.....
محترمو وروڼو!
كه لژ څه خيال وكړو اسلام دماشوم دې پيدايښت نه مخكې ورته پوره توجه كړي دبيلګې په توګه : ماشوم چې كوم مراحل تي كوې دهغې مور ته كامله توجه شوي ، ترڅو د ماشوم په سالم رعايت او پالنه كې مهم رول ولوبوي...
بياورپسې دماشوم لپاره ښكلې نوم او... لكه چې رسول كريم(ص) په يوځاي كې فرمايې: تاسو په خپلو ماشومانو باندي ښه نمونه كيژدي ځكه داخرت په ورځ باندې تاسو دخپلو پلرونو اونيكنو په نمونو باندې را پورته كيژي ....
داخرت په ورځ باندې تاسو دخپلو پلرونو په نمو نو باندې را پورته كيزي ...بيا فرمايي: چي بهترين ا غوره نمونه عبدالله او عبدالرحمن دي اويا هم هغه نمونه چې په هغې كې دعبد كلمه ذكر شوي وي ...
درسول الله (ص) دماشومانو سره مينه او دهغوي سره لوبې او مستي كول سيرت او تاريخ را نقل كړي دي... ددې نه وروسته چې كله ماشوم لژ شانته رالوي شې دمراهقتوب لومړي مرحلي ته ورسيژي نو ددې لپاره چې دماشوم تربيه مكلمه شي اسلام ورته دسپورت امر كوې... (علموا اولادكم السباحة والرماية وركوب الخيل ) يعنې تاسو خپلو ماشومانو ته لامبو وهل دنښو ويشتل او په آس باندې سوريدل وروښيي....
كه همداسې خيال وكړو دماشوم والې نه وروسته چې همدغه ماشوم ځوانيژې نو اسلام دده په راتلونكې ژوند باندې اسلام پوره توجه كوې...چې تر څو يومسلمان ځوان دې بد اخلاقي نه بچ شي نو دحلالې نكاح(واده) امرورته كوې (يامعشر الشباب من استطاع منكم البآئة فليتزوج ...) خو كه دچا وس نه رسيژې نو هغوي ته نبوې نسخه شته چې هغه روژه ده (ومن لم يستطيع فعليه بالصوم فإنه له وجاء).

همداسي اسلام دمور او پلاراحترام ،دهغوي خدمت كول او ورسره نيكې كول خپل يو لوي اصل بولې....
اسلام خپلو ټولو وګړيو ته په يوه سترګه ګورې...په اسلام كې هيڅ نوعه بهترې اوبرتري نشته مګر په تقوې (دالله تعالې نه په يره او ډار ) سره ده...(ياأيها الناس إنا جعلناكم شعوباً وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عندا لله أتقكم) الحجرات سورت 26مه پاره.
داخبره صيي نه ده چې زه دپلانې پير زوي يم يا زه د لوي اخنذاده لمسې يم يا....
قدرمنو!
داخرت ورځ داسې يوه دهيبت او وحشت نه ډكه ورځ ده چې هرچا ته به صرف خپل ځان مطرح وې اوبس...يودبل نه ټول منډې وهې او تښتې به ...قران كريم دغه حالت په يو ښكلې شكل راته داسي تصويروې: (يوم يفر المرأ من أخيه وأمه وأبيه وصاحبته و بنيه...!!!!) داخرت داسې ورځ ده چې سړي به دخپل ورور مور اوپلار ښځې او بچيانو نه تښتي او ورنه به منډې وهې... نه مور او نه هم پلار دسړي مشكل او ستونزه حل كولاي شي...هرسړي به دخپل عمل مطاپق خولو كې ډوب وې (لكل امرئ منهم يومئذ شأن يغنيه) دعبس سورت 30 مه پاره. هر سړي ته خپل عمل په كار دي او بس ...زمونژ پوښتانه مشران چې وايي: خپل عمل دلاري مل دي...هغه خو په اصل كې دغه ورځ يادوي.
نو اي زما قدرمنو ليكوالانو وروڼو!
راځۍ چې ددغې هيبت ناكې ورځې لپاره څه زاد او توښه برابره كړو...او په خپلو ليكنو كې دالله تعالې نه وډارشو او هغه سبحانه وتعالې د ژوند په هره شيبه كې په خپلو ټولو اعمالو باندې حاضر او ناظر وګڼو اويواځي دهغې ورځې دمالك او څښتن لپاره كار وكړو كوم چې مونژ ئې ورته پيداكړي يوو...( وماخلقت الجن والانس الا ليعبدون) ما نه دي پيداكړي انسانان او پيريان مګر دعبادت لپاره مې پيداكړي...



ع کريم حليمي
28.08.2004

محترمي /ښاغلو: شيرين زباني غاټول ترلې او درنو ملکرو سلام ٠
په مدينه منوره کي دوې مشهوري ښځي وې ٠ يوې ډېر عبادت کاوه ٠ او بله ډېر شېرين زبانه وه ٠
يو صحابي له مبارک نه پوښتنه وکړه ٠ چه مبارکه کمه يوه ښه ده ٠ نو مبارک و فرمايل چه شېرين زبانه ئې جنتي ده
نو انشا الله جنتي ئې ٠
په داسي حال کي چه شېرين زبانه ئې اما د خلګو بوټونه پر پښو ور اصلوې ٠ :)
[quote:3c4d531a23]استاده ! كه مو لطفا دطالبانو او بن لادن دشرعي مخالفتونه يوڅو نموني په مدلل ډول راته په گوته كړل تر څوكه خداي وكړي چي دا وريره دي ددوي له ملاتړنه لاس واخلي.
دوهابيانو دعقيدي په اړه كه لږتفصيل راته وليكۍ هسي نه چي زه وهابۍ شم .
استاده دطالبانو دنوي او دنورو دزاړه اسلام توپيرونه كه مو راته په گوته كړل چي دمحمد صلی الله عليه وسلم له اصلي اسلام سره يي پرتله كړواو كوم چي درسول الله له اسلام سره برابر وو هغه به غوره كړو. [/quote:3c4d531a23]
نوۍ قصاص مي په بولدک کي وليدلۍچه يوه سړي مړی کړی وو ٠ نو طالبانو محکوم کړی وو ٠ او په سپين بولدک کي ئې قصاص کړۍ هغه ورځ زه هم په سفر تللۍ وم ٠ او يو داسي قصاص وو چه نه په خدای روا وو
نه په رسول ٠ په غاړه کي ئې رسې ور واچول او په روسي چرسقيل ئې پورته کړۍ ٠ يعني په خپه ئې قصاص کړۍ
پسله لس دقيقې چه مړ سو نو به ئې ترپښه ونيولۍ او سره و بې څرخاوه ٠
ايا دغه اسلامي اخلاق وه ٠ او قصاص دغه ته وائي ٠ دغه ډول شريعت خو زوړ نه دۍ ٠ په تاريخ کي ئې سند نسته نو طبعأ نوۍ دۍ ٠ نن زړو دۍ او 8 کاله دمخه نوۍ کاغذ پېچه شريعت وو ٠ :(
نور نو ضرورت نوينم چه ساسوته ئې وليکم ٠ مدلل مو غوښتي وو ٠ دائې زما دسترکو حال اوس راځم وهابيانوته ٠ تاسو دي خدای راوساتي له وهابي توبه ٠
نېټه : جمعه اګست 27 کي د وهابيانو تاريخ درته ليکل سوۍ وه
وهاب اخنذاده ، سيد قطب رح ،ابو علی مودودي رح د اسلام تاريخ ئې په کارنامو ډک دۍ
سيدقطب رح په 1940 کي امريکا کي وو د 2 کالو له پاره ٠ پسله دوه کاله بيرته مصر ته ولاړۍ ٠ د غرب له نظامه
ئې بد راغله ٠ حق پجانب وو ٠ ولي چه د غلامۍ وختي وې ٠
په مصر کي ئې کتاب چاپ کرۍ ٠ د کتاب له چاپه ٠ حکومت په بند محکوم کړۍ ٠
اساس تسلط انسان بر انسان به جاي خدا طبقه بندي كرده بود، بودند.
وي گفت كشوري با اين شرايط در گذشته وجود داشت و هم اينك نيز وجود دارد و احتمال مي رود كه در آينده نيز وجود داشته باشد.
اين قبيل امور دشمن قسم خورده اسلام بودند.در هر زمان و مكاني انسان ها بايد يك انتخاب صريح انجام دهند: يا بايد قانون خدا را به طور كامل رعايت كنند يا قوانين ساخت دست بشر را به كار بندند.

مودوي، سيدقطب داسلام پر يُرِيدُ اللَّهُ بِكمُ الْيُسرَ وَ لا يُرِيدُ بِكمُ الْعُسرَ اصولو روان دي ، او وه
او وهاب نجدي يو سرختي فلسفې خاوند وو ٠ او تقريبأ په سل کي 25 مسلمانانو عملو ، عبادتوته ئې د بدعت
په سترګه کتل ٠ وكل بدعه ضلاله وكل ضلاله في النار
دا ډيره سخته تماميږي پر مسمانانو چه اکثره عبادتوته بدعت و ويل سي ٠ په داسي حال کي چه بدعت هم نوي !!!!
که يوافغان خپل د پلار قبرته ځي وهابيان ئې بدعت کڼي ٠ که کلام الله پر کاغد وليکي او په غاره ئې وځړوي
بدعت ئې کڼي ٠ طريقت (تصوف ) ته عاقده نه لري ٠
او په داسي حالکي چه روقعه شرعي فعل دۍ او وهابيان بدعت ور ته وائې ٠
مثلأ که پر کاغذ موږ وليکو الظّاهِرِ الْباطِنِ الْمَكْنُونِ الْمَخْزُونِ الَّذى اءقامَ بِهِ السَّمواتِ وَالاَْرْضَ ثُمَّ
او په جين کي يائې په غاړه کړو ٠ د وهابيانوپه استدلال موږ بدعت وکړۍ ٠ او بدعت ضلاله دۍ ٠ او د ضلاله
ځای اور دۍ ٠ او ضلاله کفر ته ويل کيږي ٠ نو دغه سبب دۍ چه افغانان له وهابيزم څخه ډير به وړي ٠
کله چه طالبانو قدرت پلاس کي ونيولۍ ٠ حلقه ئې بنده کړه او مرچ اغا ته ئې ويل چه لښاره ووزه ته موريدان لري
طاليبان يوازي شريعت مني او بس ٠ د عبدالرب مسجد ته ورغلي وه چه مسجد کي حلقه مکوۍ ٠
مړو ته عاقده نلري ٠
داسي که يو دهقان او بي سواد سړي پر سترګه ستن ځړولې وه ٠ بدعت ئې کڼي ٠ حال داچه دغه سړي له نيستۍ
غريبۍ سادګۍ دا کار کړۍ وي ٠ او يو وهابي ئې بدعت کڼي ٠ تعني کفر دي وکړۍ ٠
ښځو ته د تعلم حق نه ور کوي ٠ که څه هم د قرأن حفظ وي ٠ 29 پارې ته اجازه ورکوي ٠ دېرشمي ته اجازه نه ورکوي ٠ او دمسجد ته په ډير سختو شرايتو کي د تلو جواز ورکوي ٠
لنډه ئې چه په دين کي اساني نه غواړي ٠



Adil watanmal
28.08.2004

ګرانو لوستونكو او ښاغلو ليكوالانو صاحبانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
درنو ليكوالانو :
پدى موضوع كې مې جې دا وروستې ليكنې ولوستي نو دا راته په ګوته شوه چې اوبو اخيستي په رښتيا هم هر شي ته لاس اچوي ځكه بعضو ورونو كوشش كړي چې خپل باطل نظر په خلقو ومني خو د ناكامي په صورته كې ئې كوشش كړي چې موضوع ته بل روخ وركړي خو خير زه ددغه ټولو ليكنو لوستلو څخه ورورسته خپل نظر داسي په ډاګه كوم:
1. هر ليكوال بايد په خپله ليكنه كې و ځان ته معيار و ټاكې چې په كومه فلسفه ئې ليكنه ولاړه ده او يا په بل عبارت بايد د ليكوال ليكنه د يوي فلسفي سره موافق وي يا د اسلام او يا ديمكراسي، كمونيزم، عسويت، شيعه ګانو................. ځكه هر فلسفه ځان ته اوصول او قواعد لري چې په همدي سره يو له بل څخه توپير كوي او داسي بايد ونكړي چې يوه جمله ئې د اسلام سره موافقه وي او بله جمله ئې د ديمكراسي سره او بله........... او دا ځكه وايم چې كه مونږ خپلي ليكنو كې د اسلام فلسفي په معيار كوه نو بايد بيا پدي قول د الله پاك كې فكر وكړو:
[color=darkblue:6be0c851a7](((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (208) البقرة)))
(( ............ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) البقرة)))[/color:6be0c851a7]خو بايد په تاسف سره ووايم چې دلته مې ډير ليكوالان وكتل چې د ليكنو معيار ئې معلوم نه دي. نو همدا وجه ده چې كوم يو اسلام اند ليكوال د اسلامې فلسفي په معيار باندي جواب وركړي هغه ورته ښكنځل ښكاري. او چې كله ترينه سوال وشي چې په ليكنه كې مې ښكنځل په ګوته كړه نو بيا خاوره باسي.
2. د بعض ليكوالانو د ليكنو د لوستو پر وخت دا متل مې څو ځله وذهن ته راغلو (( چې وهم دي چيرته او ډب دى چيرته خيږي)) ځكه موضوع يوه څه وي او د ليكوال جوابي ليكنه بل خوا تللي وي لكه پدي موضوع كې ليكني ټولي د پښتنو جينكو په اولمپيك لوبو كې د ګډون په اړوند دي او سره ددي چې د موضوع په شروع كې ددي ترڅنګ د ښځو د تعليم خبره هم شويده خو په تاسف سره بايد ووايم چې بعض ليكوالان په لمړى موضوع خپل نظر څرګند ده وي او دوهمه ډله چې څه دليل ونلري بيا دوهمي موضوع ته مخه كړي او ځني خو ئې لا د دواړو موضوع ګانو نه ووځي د طالبانو د حكومت او د القاعدي متعلق خبري كوي چې دوي و هابيان دي او كه .......... او دوي نوي دين تطبيق كولو كه زوړ................
3. د ټولو ليكوالانو ورونو څخه ده وروري يوه غوښتنه لرم هغه دا چې د كومې ډلي او يا د كومي مسئلي په اړوند معلومات نلري نو بايد په بحث كې ده هغې په اړوند هيڅ قسم معلومات ونه ليكي د بيليګې په توګه پدي بحث كې حليمي صاحب د وهابيانو په اړوند ليكلي دي (((چه اخوانيان هم ورته ويل کيږي ٠ چه ليډر ئې عبدالوهاب نجدي دۍ چه په 1115 ه ق کال ئې اسساس ايښودل سوۍ دۍ٠ او په هغه اندازه متعصب دي ٠ چه د جنت البقيې پر قبرو ئي هم جهاد اعلان کړۍ وو))) اول خو اخوان المسلمين او يا دده په اند اخوانيان دا يو جدا تنظيم دي چې مؤسس ئې حسن البنا رحمة الله عليه دي او دغه تنظيم په ١٩٢٨ميلادي كال كې په مصر كې شروع شوي (( د زياتو معلوماتو لپاره دا پيوند وه ګوري http://www.al-eman.50megs.com/tab3een/albanaa.htm ))))او وهابيان يو جدا تنظيم دي چې مؤسس ئې محمد د عبد الوهاب ځوي رحمة الله عليه دي او په1730 ميلادي كال كې په سعودي عربستان كې ئې شروع شوي (( د زياتو معلوماتو لپاره دا پيوند وګوري http://www.islam-qa.com/words/mohamed_bn_abdalwahab_ara.shtml ))) نو اوس نه پوهيږم چې نوموړي ليكوال چې ځان ته ښه پوه هم وايې دداسي يو تنظيم چې د مؤسس نوم ئې هم ه نه پيژني ليكنه تر سره كوي او دا هم ورته معلومه نه وي چې د اخوانيانو د تنظيم او د سلفيانو (( وهابيانو)) د تنظيمونو مؤسسان دوه جدا عليمي شخصيتونه دي او په دوه جدا ملكونو كې شروع شوي او ددواړو د شروع كيدو ترمنځ ١٩٨ كاله فاصله شته دي نو څه فكر كوي چې د نوموړي ليكنه به تر كومه حده صحيح او د ليكني په معيار برابره وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او څومره به د تعصب او د ناحقه تورونو نه خالي وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
4. ما مخكې يوځل دا خبره كړيده چې مونږ اسلامي دين په افرادو نه پيژنو بلكي افرد په اسلامي دين پيژنو نو دا خبره دادي يوځل بيا تكراره وم او دا وايم چې زمونږ او تاسي معيار بايد په هرڅه كې د اسلامي دين اصول وي نه دپلار او نيكه كړي خبري او كارونه كه د هغوي يواځي نه بلكې د هر چا خبره به مونږ او تاسي د يو مسلمان په صفت د اسلام په هنداره كې ګورو كه موافقه وه على الراْس و العين او كنه نو بايد د حق تابع شوه. او همدا رنګه د هر ليكوال ليكني بايد د اسلام په هنداره كې وه ګوروه نه دا چې مونږ په هغه پسي شو چې خپل اصلي نوم او خپل تعارف وكړه چې تر څو ئې د وخت د انصاف ټيكدارانو او د وخت فرعونيانو (( امريكايانو)) ته په لاس وركړم. او د ريښتا ويلو په سزا دي ورسوي.
5. په اخر كې وايم چې د هري مسلماني جينكې د اولمپك غوندي بربنډو لوبو كې ګډون كول د اسلامي فلسفي له لاري حرام دى او حرامو ته حلال ويل سړي له ايمان څخه خلاصوي.
[color=darkblue:6be0c851a7]په اخر كې يو څو عام سؤالونه كوم هليه لرم چې د ديمكراسي او نورو باطلو فلسفو ميننان خپل شخصيت ولوستونكو ته د جوابو په ويلو باندي په ډاګه كړي.[/color:6be0c851a7]
[color=white:6be0c851a7]• څوك دى ته تيار دى چې د ويدا غوندي د نيم ګز ټوتې نه په جوړ شوي لباس كې يوه پښتنه پيغله د زرګونو خلكو په منځ كې په فخر كولو سره وګوري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
• ايا په دغسي لباس د خپلي كورني افراد هم ليدشي او كنه غواړي چې فقط د نورو كورنو افراد دي په دغسي لباس سره د رزګونو خلكو په منځ كې ودريږي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
• هغه خلق چې غواړي يوه پښتنه پيغله د زرګونو خلكو په منځ كې په داسي يو لباس لكه د ويدا په شان ودريږي ايا دغو خلكو د خپلي كورني افراد هم دى كار ته تشويق كړيدي او كنه د نورو لپاره چغي وهي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:6be0c851a7]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


Azad Nazer
28.08.2004

(( وروره زه دين په افرادو نه پيژنم بلكې افراد په دين پيژنم ))

عادل وطنمل
***********************************************************************************************
زه ستاددغه استدلا ل سره موافق نه يم او هغه په دې دليل :

فرد دانسان مترادف نوم دې چې نه د شيانو لپاره استعماليږي او نه د حېواناتو او ښځندو لپاره ٠ هغه يولک او څلرويشت زره افراد دې هېر کړل چې همدغومره دينونه يې افرادو ته متعارف کړي دي اوکه حضرت محمد دفر په توګه نه وای نوکېدای شي چې اسلام هم نه وای ٠ دا ځکه چې هغه دخدای اولين او اخرين پيغمبردې ٠ خدای خپل فرمانونه د فرد په ذريعه بنده ګانو ته لېږلي ٠ له دې پرته هغه ټول افراددي چې مختلف مذهبونه يې په نوم پېژندل کيږي لکه حضرت علي ، امام ابو حنيفه ، امام شافع ، محمد ابن عبدالوهاب اومېرزا غلام محمد قادياني ٠ يزيد د هغه امير معاويه زوی وو چې رسول اکرم (ص) ورته داسلام ستن ويله ٠ يزيد هم مسلمان وو ، ولی يې څو د مسلمان په توګه نه قبلوي ؟ ځکه چې د هغه فردي عملونه د هغه له دين څخه مقدم ګڼل کيږي ٠ ايا د حضرت ادم علېه سلام څخه مخکې دين وجود درلود؟ کعبه افرادو نه ده جوړه کړې ؟ يهوديت ، عيسويت ، بودايت اوزردشت په افرادو نه پېژنې ؟
ټول احاديث افرادو نه دي رانقل کړي ؟ ته پخپله فرد نه يې ؟؟؟
دين او عقيده پرته له انسانانو څه معنا لري ؟؟؟ ماته د حيواناتو اونباتاتو عقيده اودين وښايه !

ته پخپله لومړې فکر کوه بيا خبرې کوه ، په هرڅه بې مورده نېغ نېغ کېږه مه چې خوژ به شې !

هغه ټول متلونه چې مونږ ته دې لي بېرته تاته دکورنۍ وظيفې په توګه درکووم ترڅه ترې زده کړې ٠

يو يوکلن ماشوم دمور شيدې پېژني مګر خدای نه پېژني ، هغه خدای هغه وخت پېژني چې خپل ځان لومړې دانسان په توګه پېژندلې وي ٠

زما مشوره داده چې لومړې د(( فرد)) يعنې دانسان په توګه ځان پېژندل پکار دي او لکه چې وايي (( اول ځان پسې جهان دې )) دامعنالري چې له خدايه مخکی سړې ځان پېژني ٠

تاسوافراد يعنې انسانان نه پېژنۍ ځکه خو انساني شته والي ته ارزښت نه ورکوۍ او هرڅه په صفر کی ضربوۍ ٠

اوکله چې ددليل په توګه قراني اياتونه دلته ليکې نو پښتو، فارسي يا اردو ترجمه ورسره هم ليکه چې زمونږ ډېر ورونه په عربي نه پوهيږي !!!

لومړې فکري او علمي عدل خپل کړه او بيايې خپل نوم کړه !

په مخه دې ښه

ستا دروند ورور ازاد نظر
___________________________________________________________________
په ښه خوی له بد خواهانو بې پروا يم
په نرمۍ لکه اوبه داور سزا يم



ع کريم حليمي
28.08.2004

محترم ، ښاغلې ازاد نظر صاحب سلام او درنو دوستانو !
هيڅ داسي حزب نسته چه په ليکنو، اساس نامه کي داسي ليکلي وي ٠ چه د انسان کرامت ته تاوان رسوو ٠
ښارونه خرابوو ، دين لمنځه وړو ، مړي کوو ،علمي مؤسسې تړو
خو هر حزب د ابادۍ ، ترقۍ ،انسانيت ،اخلاق ،عدالت ،٠٠٠٠٠٠ تر نامه لاندي ٠ اساس نامه ليکي
خو اساس نامه ده ٠ چه انسانان پرې راټوليږي ٠
کله چه د حزب افراد په عمل شروع وکړي ٠ نو قضاوت پر فرد، افرادو کيږي ٠
که فرد خپلو اصلو ته پابندي ونلري ٠ ځان برهم او درهم کوي ٠
اساسنامه لکه رزمې کار په پيداکيږي ٠ چه پهکار شروع وسي ٠ نوره نو رزمې په درد نخوري ٠
که د رزمۍ خاوند کار زده نوي ٠ هغه رزمې (razume ) ئې پښې نسي ټنګولای ٠
لکه د طاليبانو حرکت ٠


م ن غروال
28.08.2004

درنو او محترمو لو ستوونکو سلام عرض کوم!
او راته وطنپاله آزاد نظره وروره د غروال سلامونه د نېکو هيلو په بدرګه ومنئ!
د هر څه دمخه په خواشينۍ سره چې دا بحث مې ولوست نو داسي فکر مې وکړ چې پښتونولي اخلاق لکه چی همدا دي او د کورنې تربيه هم دا ډول!!! د عجب قلم سره کله کله سړۍ مخامخ شي چی عقلي توازن ورکول هم يو سرحد لري اما دلته يي د منطق او شرافت له پولو هم وراوښتي دي ٠د خير که اجازه وي پدې هکله پدې هکله به زه دوې درې کلمې وليکم وګورو څه لاس ترې راځي٠
د ښاغلي آزاد نظر د پوښتنو او د افغاني ښځينه د تعليم او بدني روزنې په هکله که غواړم څه ووايم نو بايد دده په شان بې وجدانه خطاب شم٠ ما د ازاد نظر ليکنو کي چيرته هم داسي ونه ليدل چې ده ويلي وي چې افغاني ښځې دې بربڼډې شي يا دې هم اسلامي کلتور د پښو لاندي شي٠ دا حقه ده چې د اسلامي قوانينو سره د مسلمانې داسی بې حجابې لکه په المپيک لوبو کي يا د ويدا په شان ځان ښکاره کول، مطلق منع دي او د پښتنو دود هم دا نه له ځانه سره لري او نه يي هم په خپله پښتنې خاوره کي زغمي، اما ازاد نظر هم چيرته داسي ندي ليکلي چی ګواکي دا اسلامي او پښتني اصول دې تر پښو لاندې شي٠ بيا که احياناً داسي هم په ډګر وليکي نو ځواب يي هغه ته په ناوړو او بې ادبو او بې کلتورو کلماتو او جملو سره، نه اسلام دي او نه هم وطنپالنه، نه ادب دي نه هم اخلاق، نه هم غيرت دي او نه هم پښتونولي، !!!
دا دده نظر دي چې غواړي افغاني نجوني په المپيک کي ګډون وکړي٠ او ٠٠٠٠٠٠٠٠ !!!
اما ځواب يي داسي قلم بايد رسم کړي:
ګرانه وروره مونږه پښتانه نشو کولاې دا وزغمو چې زمونږه افغاني ښځينه دې په المپيک کي ګډون وکوي ځکه چی هلته دوې بربڼډې کيږي چی دا زمونږ د پښتنو له کلتور سره موافقت نه لري٠ او که تاسو يي غواړئ هغه په تاسو اړه لري ٠
اما نه دا چې چاته ښکنځل وشي دا له انساني اخلاقو خورا لرې ده، څه ورسېږه د پښتو له کلتور څخه! او بيا د بې وجدانې کلمې استعمالول نو د اخلاقو او انسانيت او اسلاميت سره خورا په ټکر کي دي٠ نورې ډيري خبري دي اما هيڅ څوک دې په هيڅ صورت ځانته ددې اجازه او حق نه ورکوي چې د چا په نظر ويلو دې هغه ته بې ادبه کلمې استعمال شي٠ دا هم بې ادبي ده او هم بې نزاکتي! دا قلم دي چه کارول کيږي، کوڅه او دچرسيانو بڼډار نه دي٠ او قلم ځانته ادب او اصول او علميت ته اړتيا لري چې په منطق تکيه لري نه په ښکنځلو!!!
زه هيلمن يم چې له تکرار څخه يي ډډه وشي او د فورم له مسئول څخه په جدي ډول هيله لرم چې ليکنې تل کنترول کړي او نامناسبې او بې ادبې جملې او کلمات هرڅه زر تر زره ړنګې کړي٠ دا اخلاق د مخاطب شخصيت ته کوم زيان نه رسوي اما ټول افغان پاڼې ته، هو!!!
په درناوې
غروال


ډاکتر وطنمل
28.08.2004

[color=yellow:9ae4d8dd4e]له سلام او نېکو هيلو نه وروسته:
درنو خويندو او ورونو، راځئ چې دا بحث نور وتړو، هيڅوک چا پرينښود چې پر اصل موضوع وغږيږي ، څيړنه او شننه يې وکړي. د زېات کوښښ سره سره، بيا هم بحث له شخصي او تش ځورونکي شکل څخه ونه ووت ، ډيرو
يواځې د موضوع مطرح کول ﻻ پلمه ونيوله او پر يو اوبل يې شخصي تاخت وتاز وکړ، د ټول افغان د بحثونو د فورم علمي ثليقه يې زيانمنه کړه ، ادب او د عالمانو، پوهانو او استادانو درناوی يې تر پښو ﻻندې کړ . بيا هم د دغه بحث له ړنګولو څخه به يې تړل ښه وي، څو ليکونکي نوي موضوعات مطرح کړي او يا په نورو مطرح شوو موضوعاتو باندې بحث وکړي. ومن الله التوفيق . په درنښت او سلامونو [/color:9ae4d8dd4e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more