د ورځ مجلې ٤٧- ٤٨ گڼه چاپ او خپره شوه

١٩ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-09 12:40:00 م

 د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز نشراتي ارگان ورځ  مجله  په 154 مخونو کشې چاپ او خپره شوه . دغه پوهنيزه ، ټولنيزه او ادبيمجله د خپل اتم خپرنيزکال درېيمه او څلورمه گڼه ده ، چې په کښې بېلابېل ، سياسي ، کولتوري ، ادبي  او ټولنيزې  ليکنې خپرې شوې دي. مينه وال له(( ساپي مرکز)) او په ولايتونو کښې له اړوندو نماينده گيو څخه ترلاسه کولى شي .

ددې گڼه  په لړ ليک کښې لاندې  ليکنې خپرې شوې دي :

١- د جدي شپږمه او د دلوې 26 نېټه

٢- داشعارو ډولونه

٣- ليکلارښود( يوه پښتو کره پښتو)

٤- پښتانه د بودايي اشوکا او کنيشکا په زمانه کښې .

٥- خواخوږي.

٦- طالب څوک دى د خپلواکۍ د لارې مبارز که تروريست ؟

٧- منطق المظفر_ د الفاظو بحثونه.

٨- پښتو بايد سمه وليکل شي .

٩- په اويستا کښې دغوا پوهېدنه.

١٠-  له تورخمه تر زابله .

١١- کومه ملي ترمنالوژي.

١٢- اوس ، چې څه لرم پښتنو ته به يې ښيم  ـــــــــــــــــ مرکه

١٣- انځور داستاني طرحه.

١٤- سپېڅلې نذارنه .

١٥- پشه يي لنډ گرامر .

١٦- فلسفي درسي بنسټونه ـــــ اسلامي فلسفه.

١٧- د بش له امپريالستي دوکتورينو سره د بريژنيف د سوسيال امپريالستي دوکتورينو ورتوالى

١٨- د هېواد ملکي چارې او د څلورم صنف فارغان .

د ادب گلکڅونه.

١٩- سمه پښتو وليکئ.

٢٠- دارواښاد اميرحمزه بابا ياد.

٢١- د دين نه ليرې والى.

٢٢- د افغانستان بده ورځ ا و د ايران فاشيزم.

٢٣- بش ته پرانستى ليک .

٢٤- د وينې سرطاني ناروغي؛ـ پېژندنه ، درملنه او مخنيونه.

٢٥- د شينوارو په هسکه مېنه کښې پر زيارتونو د خلکو عقيدې.

٢٦.- د ډاکټر کبير ستوري ادب ، سياست او پښتونولي.

٢٧-  که هرڅو يې سمومه نه سمېږي.

٢٨- افغان ادبي ټولنه او د هغې جوړېدنه .

٢٩- په ننگرهار کښې د کانکور داړه ماران .

٣٠ - ستونزه څه ده؟

٣١- دامريکا پر ټاکنو زړه مه تړئ .

٣٢- په ورځ کښې د ورځو خبرې.

٣٣- نوي رارسيدلي کتابونه او څرگندونې .

٣٤-آيا اوسني پښتو فلمونه د خپلې ټولنې استازي توب کوي ؟.

رارسيدلي ليکونه