له فرهنګیانو یوه هېله
٩ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-29 10:46:00 م
ټو لو درنو شاعرانو، لېکوالو او فرهنګیانو ،
زه غواړم په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید ، کارونې او دودیدنې په اړه یوه څېړنه ترسره کړم . په دې برخه کې یو شمیر داسې لنډیو ،شعرونو او متلونو ته اړتیا لرم چې د نشه يي موادو په اړه وي. مهمه نه ده چې ستاینه یې وي که غندنه . نو که چاته کومه داسې لنډۍ ، شعر ، متل ، سروکۍ .... او نور یاد وي چې په کې د چرسو، کوکنارو ، بنګو ، نسوارو ، هیروینو، تریاکو .... او نورو یادونه شوې وي . مهرباني وکړئ او د تبصرو په خونه کې یې ولېکئ . دا به مو له ماسره لویه مرسته وي .
مننه











د بنـــــــگو بوټى يـــــــم اشنا رانه شې ړنگ به دې کړم
که ځان زما په مينه مست کړې ؛نو ملنگ به دې کړم
غلام دستگيرړنگ
انډيواله دسر له خوا مه پرې سپرېږه اومه فر هنګيان بد معرفي کوه او مه يې په خلکو وژنه٠
داخو دې لاسپوڅي دولت او اشغالګرو وظيفه ده چې دا کار بند کړي او اولس ته کار پيداکړي ، په ملياردو پيسې په خپلو جيبونو کې وليږي او اولس وږی ورته ګوري نو چې دا کار ونکړي څه وکړي . په قاچاقوکې اشغالګر هم لاس لري٠