دکلتور او تاريخ له غصب څخه د مغزونواوهنر ترغصبه

محمدحسن حقيار ١٨ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-08 18:38:00 م
میوند ٢٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-13 11:09:57 م

محترم قاضی محمدحسن حقیار صیب سلامونه او پیرزوینې

خپه په دې یم، چې پرون همدا تا د پاکستان په ګټه منډې وهلې خو اوس چې یې ګټه نه در رسېږي ورپسې خبرې کوې، هو یوه بله هم واوره دا کار ښه نه دی
چې ملګري ژر ژر خوشې کوې.


له هر چا سره چې دې قدم واخیست نو تر منزله ورسره لاړ شه، دنیمې لارې یارۍ باندې د ګل ملا همکار په شعري جونګ کې هم بد ویل شوی دی.

مننه

adil ٢٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-13 08:56:35 م

محترم قاضي صيب

خبرې مو د سر په سترګو منم .

خو پدې زماني مقطع کې ستاسو ارزښتناکه ليکنه د پاکستان په وړاندې د ور پيښو هغو د سيسو سره هم جهتي ښيي چې طرح او د تطبيق هلې ځلې يې زموږ او ستاسو دخالق د دښمنانو په لاس کې دي او نن سبا يې حتی د اسلامي کنفرانس غړي هيوادونه هم ددغه اسلامي هيواد د برخليک په اړه په تشويش کښې ا چولي دي.

د هر نسيم وږمه به جوړه نه شم
چې مې پړوني له ګودر پورته کړي


عادل

هلال مومند ١٩ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-09 08:35:56 م

حقیار صیب:

کور مو ودان چې په داسې مهمه موضوع مو رڼا واچوله. ډېر داسې خبرونه مو اورېدلي و خو چا په تفصیل خبر کړي نه و. خیر اوسې.

پاکستان خو د پیدايښت له اولې ورځې داسې ناځوانیانې کوي. دا خو پټه خبره نه ده. افغانانو ته په کار دي چې لاسونه سره یو کړي، یو موټی شي او خپلو خلکو ته د ژوند ښه چاپیریال برابر کړي.