شعرونه


دعا

عبدالقديم وياړ مورراته دعاوکړه ويلې زويه خداي دې ترمخې رڼاکړه چې له کوره رابهرشوم مخې ته مې ته راغلې دمور دعا مې په غوږوکې انګازې شوې زړه کې مې وويل خدايه د مور دعا قبليږي څومره ژر خوحيران ځکه يم چې مورخو راته دعا کې دا نه وو ويلي چې خداي دې رڼا درته په غوسه کړي د 1388لمريزکال د وري31مهدوشنبه وزيرمحمد اکبرخان مينه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

سيند

عبدالقديم وياړ زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ سيند ګامونه وهي داسې لکه له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی سيند ته چادزړه خبرکړې ده سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي سيند څوک نه ملامتوي سيند ته څوک ليونی نه وايي سيند دزړه ټول بړاس په سندرو باسي زما دسيند همدا رندي خوښه ده زه دسيند پر غاړه له لمانځه وروسته

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

کوچۍ

عبدالقديم وياړ درخو دعا وکړه چې باران وشي ښه په زوره زورور باران دومره زورور چې د ډاګ له لمنې ستا سو کيږدۍ يوسي ټولې چي پلاردې مجبورشي زمونږپه کلا کې يوه کوټه وغواړي جمعه د1387لمريزکال وروستۍ ورځ لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

دروغ

عبدالقديم وياړ زما له سياست سره نه لګيږي ډيرترې ستړی يمه خو څه وکړم کارمې سياسي دی بياهم ورسره ګوزاره کومه پرون راته ديو وزارت وياند ويل: ((مونږ دروغ وايواوتاسو هم دروغ خپروئ)) بيامې هم مخې ته يو سياسي خبر پروت دی هلته په مخامخ ټلويزون کې يو سندرغاړی په سوز اوساز يوه سندره د زړه له اخلاصه وايي پکې خوشال ښکاري لکه چې دروغ يې هيڅ نه وي زده لکه چې په سياست نه پوهيږي جمعه د138

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

مرورې

عبدالقديم وياړ   مرورې ته چې ځې دومره خو وګوره چې يوڅوک به ستا له اوښکو ډکو خوږو سترګو ته کاته غواړي مرورې تاډير اسانه دتلو خبره وکړه خو ګوره مرورې ستا داوښکو دهر څاڅکي غوندې زما زړه به زرې زرې وي درپسې مرورې حالات له مونږه همداغواړي چې هرڅ

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

فال

عبدالقديم وياړ  فاليان ټول دروغ واييزه په فال باور نه لرمځکه چې فاليان په ډيروښوو خبروکېيوه نيمه کږه کوي خوزما خوارنصيب  ټول کوږ دی يکشنبه1387کال دکب مياشتې يوولسمه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

استخاره

عبدالقديم وياړ ياهو کړه پيرهنن دې ټولې دعاګانې راپيرزوکړهنن دې دمړو ارواګانې ټولې را وننګوههوکړه پيرهچې نن مې بخت ناځوان ملتيا وکړيپيرهنن مې استخاره ښه ختلېنن شپه مې خوب کې ځان بختورليدلی ځان مې د لويو ملکونوباچا  ترځان مې ټيټ شاجهان اوسکندرليدلی پيرهنن مې اراده ده چې هرڅه ورته په سپنه ووايمپيره

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

رجړومه

عبدالقديم وياړ   اوس هغه زړه نه دی راپاتې ګلېهغه چې ستا دمينې تاج محل وزما،ستا او رقيب په جنګ کېډيرلګيدلی دیپاک سوځيدلی دیتکتور ايره شوی دی ګوګل زما لکه رجړومه راشه خيالي سترګوته دې ورنه رانجه يوسهد1387کال دسلواغې 26مهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

ځواب

عبدالقديم وياړ  ترې ومې پوښتل يو مين ته به د نه ځواب څنګه ورکوې؟څنګه به يې زړه ورصبروې؟ څنګه به ځان له پامه وربدوې؟زما ورکړی ګل يې ترپښو لاندې کړويل يې داسې داسېدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

کتاب

عبدالقديم وياړ  غواړم ستا په خنداستا پر ناز او اداستاپرخپګان ستا پرموسکاستاپرمينه ستاپرغوسېستاپرقارستاپرتلوسېيو،يوکتاب وليکمخوڅه وکړمپه کمپيوټري لينکه عادت يمکورکې برق نه وي دفترکې وختدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

نڅاګره

عبدالقديم وياړ   نڅاګره چې شونډې مسکې کړي نڅاګره چې سپينې ليچې تاو را تاوکړي په هرڅرخ کې ملا کږه وږه کړي سترګې خمارې څيره خوږه کړي نڅاګره څه غواړي؟ نڅاګره کوډګري ښيی نڅاګره په هر حرکت اوخوځښت په خندا ناز او ادا کې يو پيغام لري غواړي له ليدونکي زړه يوسي دغمونو هيرول وروښيی نڅاګره غواړي په څرخونو اوحرکتونو ليدونکي ته دا ووايي چې: ژوند په انديښن

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

وجدان

عبدالقديم وياړ زه مې وجدان ته ځان نه ملامتومکله چې يوه وړه غوندې ګناه وکړمهدخپل وجدان محکمه مې دپيښيمانۍ په اور کې دومره سيځيچې د رحمان دوزخونه ورته ساړه ويځکه دښکلو دښکلولو تمه نه کومځکه له شوخو نجونو لرې ګرځم ځکه په ډاډسره درته وايم چې ما خپله ځواني ستا ترپيغلتوبه ښه ساتلې 22\10\1387لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

فلسطين لکه زما د وجود غړی

عبدالقديم وياړ يهودان کرسمس لامنځيخوداځلې بل شانتهدشرابو پر ځاي دفلسطينې ماشومانو له معصومو وينو غوړپونه کويد کليسا ګانو د زنګونو پرځاي دمسلمانانو پر سيمو دبمونو په درزا دماشومانو په چيغا او د بورو په واويلا يهودان کرسمس لمانځي****مسلمانان عاشوراته تياری نيسيدکربلا ويرتازه کويدامام حسين پرشهادت اوښکې تويوييهودان يې په وطن کې ورته بله کربلا جوړويدمسلمانانومشران چپه خوله پاتې دي يهودان کرسمس

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

ارمان

عبدالقديم وياړ     کاشکې زه ژورناليست نه وايي ګوندې په دې ترخو رازونو ژر نه خبريداي هره ورځ به مې د چاودنې اوځانمرګې بريد خبر نه جوړاوه هره ورځ به يو چا راته نه ويلې: زه دطالبانو وياند يم داکار زمونږ مجاهدينو کړی هره ورځ به مې نه اوريداي تاسو دحکومت او ملي ګټو پرضد ياست دطالبانوخبرونه خپروی کاش چې زه ژورناليست نه واي ګوندې له فساده ډکې دولتي ادارې به مې

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

وسپنه

باباستانوم اوستا ميړانې نه ځار ستا تورې اوبرم ته سلام خو باباجانه يوه ګيله لرمه ګوره خپه چې نه شي ستاله سوغاته زه نورستړی يمه بابا خلکو بچوته څه نه دي چې نه يي دي پريښي خو بابا له تانه ماته درنې وسپنې ميراث پاتي دي بابا زه دې له وسپنو نور ستړی يمه بابا زه به ترکومه دغه درنې وسپنې په لاس کله سنګر کله زندان ته ځمه بابا ستا له سوغاته زه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

شعر // سميع الله خليل

سپيــــــــــــن غره تا لـــوی امتحان ورکړی دشهيــــــــــــــدانودي کـــــــــاروان ورکړی   په توره بوړه چـــــــــــــی بمان وريــــــــــدل هــــــــــم دي نښتر غوندی  جانان ورکړی   چې په هرډز به دی څيړۍ بليـــــــــــــــــده په وينو سور دی څيـــــــــــــراغان ورکړی  

14.02.2011 فضل وهاب غورځنګ

غزل / شين ګل عاجز/ دهجرت جونګړه شمشتو ( پيښور )

چې مې لاس په لړزان پيل کړترينه جام لاړ شوه رڼا دسپوږمۍ تته چې ماښام لاړ   چې ما وکتل دپورې غره جومات ته خلک نه ورتلل په تنګ شو ترې امام لاړ   که له ما څخه لرې ئې جانانه چې شاعرشوم ستا له کلي مې پيغام لاړ

12.01.2011 فضل وهاب غورځنګ

غزل / سميع الله خليل / پيښور

ديار غم کې ليونـــــی شوم هسې خوشی لکه دود شوم سپيلنې شوم هسې خوشی   چې داوښکوسيـــــلاب جوړزما په مځ شو دعشــــق باب ته غلنې شوم هسې خوشی   هری خواته خوشالـــــــــــۍ وی خنــداګانی زه شپونکی شوم غرنې شوم هسې خوشی   دحيرت ګوته په غـــــــــــــاښ راته جهــان

12.01.2011 فضل وهاب غورځنګ

غزل / شين ګل عاجز / پيښور

داسی مخامخ شوی اوس به څه کيږي اخ ياره څه چل مــــــی په دی زړه کيږي   خدازده که عمـــــل په يوه هــــــم وکړی هسې خو وعدی ډيرې په خوله کيږي   بيا زلمـــــي له کلــــــي نــــه وتلـــــي دي ګوره چــــې نن بيا په غلــــــيم څه کيږي   نوريې خـــــه په زغــــــرده

22.12.2010 فضل وهاب غورځنګ

غزل / ولي خان شبګير هند

لیونی شي ځــانته غم لکه لـــــــوی غــــــر په بیه واخلي هــــر مین پـــــه مینتوب کــې غټ خطـر پــــه بیه واخليډېر مخونه ښکلی ښکلی خدای پیدا دي په جهان خویـــو نیم ښکلی ځینې ځینې د دلـــبـــر پــــــــه بیه واخلي څومــــره څاڅکي دباران وربـــــاندې اوري له اسمانهخـــــو صدف ورځینې یو بیا دګــــوهــــــر په بیه واخلي دامنم چې ډېرې شپې سترګې رڼې کړي دکال غېږ کېیــــــوه یـــا دوې ورځینې خلک د اخـــتر پ

22.05.2010 فضل وهاب غورځنګ

غزل / ولي خان شبګير هند

زما دستړي ژوندانـــــــــــه دکـــــــــرښې هــــــر ټګی خو په خپل ترکیب کې یو څه درد او یو څه غم لري ملګرودخیال په قيمت لویې قافلې تـــرې ګـــــــــــریوان یوړې بس سترګې مې نـــه اوښکې ،نه نور نم لـــري ملګریوسکه درقیب ورور دي هم یې رنګ لـــۀ ده اخیستئ نفرت خوخلک ځکه له لــــــــــــــړم لـــــــــــــــري ملګروپه انکار او په اقرار مې کله مـــړ کله ژوندی کـــــــړي په یوه خولګۍ کې دواړ

22.02.2010 فضل وهاب غورځنګ

غزل / نیکمل ځاځی

په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتــــــلښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړېښکاري جانان مې مـــــرور شوی دیرېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکـــــــړېجرگه مو وشــوه خو غماز ملـــــــک ؤراته يې سمې فيـــــــــصلې ونکـــــړېدچا دعا به راپسې وي خداييــــــــګوچې له سرو سترګو يې حملې ونکړېساده مين يو غنمرنګ خوښـــــــــــوومونږ د پی مخو يارانې ونکـــــــــــړېلوی او واړه يې په تهمت

16.02.2010 فضل وهاب غورځنګ

غزل /// ولي خان شبګير هند

زړه کې مې څومره محبت ښکاري خدایږو له اسمانه هم اوچت ښکاري========================مینه دقران له غیږې رنګ اخلي ځکه یې پالل راته همت ښکاري========================ځنګه به ناځوان درته زه نه وایمښکليه دځوانۍ انګار د تت ښکاري=========================سپڅلی لکه ستورئ غوندې زړه وژنیډار مې چې په زړه کې له نفرت ښکاري==========================خوله خو ده دمینې یوه زړه تیوړيتاته شیخه څنګه بدعت ښکار

26.01.2010 فضل وهاب غورځنګ

غـزل / انورالحق حقيق

دبيلتـانـه سيـلۍ چــــې راشـــــــي په زړۀ دمحبـــت نيــــالګي له بيــــــــــخه وځـــي   مونږه له ويــــــری ځـــکه مينـــه نــــه کـړو چې زمونږه زور هم بيا له شيــــخه وځي   دا محبت هم اوس د غـــوا لوشـل شــــوه سحــــر ماښام تيـــونه زبيښــــــــــه وځـي   ستا به وړه

16.12.2009 فضل وهاب غورځنګ

غـزل / سيدجمال الدين فاطمي

    راووتمه ياره لۀ خپل کـــــــــــــــــــــوره ســـــتا پۀ تمه پۀ لاره کې يو دم جـــــــــوړ شـــــو پۀ ما باران د کاڼو   پۀ ما باندې چې څومره ورېدلی سـتا کـــــوڅه کې هيڅ نۀ دی ورېدلی پۀ بل چـــــــــــــــــــا باران د کاڼو   ما هر وخت ورولی ســـتا پۀ غم باران د اوښــــــکو بدل کـې ورولی دی اشــــــ

08.12.2009 فضل وهاب غورځنګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more