شعرونه


غزل

  ته لمانه زه لتانه د ومره لرې لکه دوه سترګې جانانه دومره لرې   چې مې زړه سترګو کې دومره لرې یوسې زه به خود یمه له ځانه دومره لرې  

31.10.2010 پېمانه

غزل

  لټوې  مې کوز او پاس راپسې ګرځې زمانه زنځیر په لاس راپسې ګرځې   ارادې مې خوبوړي غوندې ښکاري زړه ته لار غواړي وسواس راپسې ګرځي  

31.10.2010 پېمانه

د اوښکو لار " څلورمه کړۍ"

د اوښکو لار " څلورمه کړۍ" زه ( جهانګیر ) په پوهنتون کې وم، لا امتحان ته ناست وم، د تلاش پرلپسې زنګونو پوزې ته راوستی وم. کله چې د امتحان پارچه مې استاد ته وسپارله او له صهنې ووتم، نو سمدلاسه مې زنګ ورته ووهه، بې لدې چې سلام وکړي، ويې ویل: -         ایییییی! نن شپه راډیو ته ضرور راشئ! مشاعره کوو، پوه شوې؟ سلام مې ورته وکړه او ورسره مې وعده وکړه چې سمه ده. کله چې راډیو ته راغلم، د شپې اته بجې

27.10.2010 پېمانه

د اوښکو لار

داوښکو لار دفي البدیهه مشاعرو دلړۍ دریمه کړۍ    تیره شپه زموږ د اوښکو لارفي البدیهه مشاعرې یاران (زه شیرین اغاجهانګیر، ګل رحمن رحماني ،زیرک فهیم او فردوس حضرتي ) ددغه لړۍ په یوه بله کړۍ کې سره راټول شوو او وموپتیله چې یوه بله مشاعره چې له ډېرې مودې موزړه ورته کیده، ترسره کړو په دفترکې دکارونو له خلاصولو وروسته دمشاعرې غږ وشو. کله چې خبره دمطلعې لیکلو ته راغله، نو ما (جهانګیر) یوبیت چې له وړاندې مې له ځان سره پوخ کړی وو او له

12.10.2010 پېمانه

زه د امن اور کې سوځم

زه د امن اور کې سوځم ستا د امن لاره ډکه له لمبو ده ستا د سولې شعارونه بې مانا دي زما سپرلی سپرلی ماحول دې لولپه کړه زاڼې زرکې ستا له لاسه په ژړا دي   د خپل جنګ له تاترې شمه وتلی ستا د سولې له سايې نه امان غواړم د حالاتو کشمکش سره عادت یم ستا د عدل فیصلې نه امان غواړم

28.09.2010 پېمانه

فی البدیهه مشاعره

  یادونه: د شپې لس بجې وې. زه ( شیرین اغا جهانګیر) او ګل رحمان رحماني لا په خپل دفتر کې وو او په کار بوخت وو چې سید عبدالله نظامي راننوت. راته يې وویل چې نن شپه یوه فی البدیهه مشاعره کوو. دا اراده خو ما او رحماني صیب یوه اونۍ وړاندې کړې وه، مګر ورته نه برابرېدو. اوس نو زه هم خوښ شوم. درې واړه د نظامي کوټې ته روان شو. که څه هم لاره اوږده وه، مګر درې واړو یارانو مجلس دومره خوږ و چې پوه نشو چې لاره څنګه پرې شوه او کوټې ته ورسېدو. له چایو او میوو له خوړلو وروسته رحماني له خپله جبه قل

26.09.2010 پېمانه

آزاد شعر

ګمان مې هم نه کاوه چې به زما له زړه او زما له زهنه ستا دا سرکشه زورور یادونه دومره آسانه دومره زر خپلې شیندلې ریښې ټولې کړي او کډه وکړي خو اوس پوهیږمه  باور لرمه چې  د حالاتو حادثو پر وړاندې بغیر له خدایه نور نو هرڅه کې بدلون راتلی شي   شیرین اغا جهانګیر ۳ میزان ۱۳۸۹ ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰ 12:10am د صفا راډیو اداره، جلال آباد  

24.09.2010 پېمانه

فی البدیهه مشاعره

یادونه : دصفایاران دخپرونې تربشپړیدووروسته خپلې کاري خونې ته له راګرځیدوسره سم مو د کمپیوټرپه ښیښه په یوه ښکلي انځور چې د یوې کلیوالې انجلۍ وې، سترګې ورښخې شوې ما (ځیرک فهیم) د ((لوستل یې ګران دي څه خوره وره کیسه پرته ده  )) نیم بیتي په ویلوله دوستانوهیله وکړه چې  راځئ  په همدې نیم بیتي في البدیه مشاعره وکړو.    دانودشپې کابودوولس بجې دي زه (ځیرک فهیم ، شیرین اغا جهانګیر،ګل رحمن رحماني ) سره په یوه خونه کې یو چې له همدې موراپیل کړه

23.08.2010 پېمانه

څېړنیز راپور

د ننګرهار ولایت چارواکي د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په مخنیوي کې پاتې راغلي.   شیرین اغا جهانګیر ۰۸-۰۸-۲۰۱۰ په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې چې د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي/جوزا په ۲۲ مه نېټه   رامنځ ته شوه، دواړو قومونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل . په دغه شخړه کې چې دننګرهارولایت دروداتو د مزینې اودبهسودو دعرب قوم ترمینځ  د دو

08.08.2010 پېمانه

ما سره اوس هغه لفظونه نشته

ګرانې! ما ګرم مه ګڼه چې اوس دې نه ستایمه زه بې قصوره یمه ځکه چې ماسره اوس هغه لفظونه نشته چې تا پرې وستایمه  

05.08.2010 پېمانه

څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

  یاد کـې مې هیــڅ نه پاتې کیږي چې دا څه چل شوی د زړه له سترګو مې غورځیږي چې دا څه چل شوی اوس پــه رنـګـونــو کـوم لـوبــې خــو تــا نـه ویـنمـه اوس دې تصـویر رانه شرمیـږي چې داڅه چل شوی  

05.08.2010 پېمانه

زو یو شاعر یم: شیرین اغا جهانګیر

  زه یو شاعر یم زما د خیال په ژبه د خاموشۍ قلفونه مه اچوه د قلم څوکه راته مه ماتوه زما له سوچه زیږیدلی تصویر

05.08.2010 پېمانه

درې بیتونه: شیرین اغا جهانګیر

  تانه خپه شم تانه لرې لاړ شم قسم په خدای له ځانه لرې لاړ شم زما د نظر له کوڅې مه وځه ته پرېږده چې زه جانانه لرې لاړ شم په څه کړاو زړه کې دې ځای کړمه ځان څومره ترې زه آسانه لرې لاړ شم   شیرین اغا جهانګیر د صفا

16.07.2010 پېمانه

خوبوړی غافل: شیرین اغا جهانګیر

سپین غر په وینو سور دی شمشاد لمبه لمبه شو کابل ایره ایره وو پیښور سره سکروټه قندهار یتیم شو راته ننګرهار میرات ښکاري کنړ تالا والا شو هلمند پرهر پرهر دی خو خو زه هیڅ پوه نشومه ځکه چې زه د غفلت په خوب ویده یو خوبوړی غافل د زمانې د کشمش دور کې ویده پاتې شوم

16.07.2010 پېمانه

خوب: شیرین اغا جهانګیر

بیګا مې خوب ولیده چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې درومو او درومو پسې مخ ته درومو هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو او بیا چې ویده شم بیا مې بوځې یوې بلې خواته د لوړو غرونو سرته چې پرې د سپینو واورو لمن خوره وره وي خو د ایوریسټ څوکه بیا

16.07.2010 پېمانه

د دیدن غلا: شیرین اغا جهانګیر

ډېر  ځله داسې شوي چې ستا به فکر نه وو  ما به دې مخ ته په ځیر ځیر کتلو خو چې ستا به پام شو راته ما به نظر اوتر اوتر په بله واړولو شیرین اغا جهانګیر د صفا راډیو اداره جلال اباد ۱۶-۰۷-۲۰۱۰    

16.07.2010 پېمانه

محمد رسول الله

نعت شريف په کور کې د الهاد جوړ شوی غم وو هغه ورځ تا ايښی پردې ځمکه خپل قدم وو هغه ورځ   سندرو باندې ستړي ول مرغان د باغ او بڼ جوړ کړي هواګانو ترنم وو هغه ورځ مړه شوې وه د فارس ها زر کلنه آتشکده پېدا د هر ابليس سترګو کې

24.05.2010 پېمانه

د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ: شیرین اغا جهانګیر

پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی   ښودلې يې د خپلو مټو زور ټولې دنیا ته مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته قسم په پټو سترګو يې بوتان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی   سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو پټۍ به په زخمونو کښیږدي څوک د اماراتو

10.05.2010 پېمانه

ځناورې قافلې : شیرین اغا جهانګیر

ځناورې قافلې   لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې خپل سري قافلې او زورورې قافلې   سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې   زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی

07.05.2010 پېمانه

غزل: بسم الله پښتونمل - کلات

غز لبسم الله (پښتونمل) – كلات راليږونکی : سراج الدین کلیوال هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دىنيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسهنــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پ

05.05.2010 پېمانه

څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

  د ظلم جبر هر زنځیر ته مې خپل لاس نیولی د وخت څپيړو ته مې سر او تندی پاس نیولی   د اور پر کرښه مې دی ایښی هر قدم ځکه چې د تاریخونو فیصلو ته یم حراص نیولی  

04.05.2010 پېمانه

د زنځیرونو شور: شیرین اغا جهانګیر

د زنځیرونو شور هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی   د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی   وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه

04.05.2010 پېمانه

په ټیلیفون کې : شیرین اغا جهانګیر

  نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه لکه د تل په شانتې خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو پوره پنځه میسکاله شمیره مې وکتله کور نه وو زنګ راغلی زړه مې طاقت ونکړو زنګ مې ور ووهلو بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو د مور له هلو سره

31.03.2010 پېمانه

ړندې آینې: شیرین اغا جهانګیر

ړندې آینې زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې   له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې   بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی

30.03.2010 پېمانه

آزاد نظم: شیرین اغا جهانګیر

ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه د آینو سجدې ته پرېوتمه د ډیوو پل مې ونیو شومه ملګری د نغمو د کاروان لاړم د وريځو سره لکه د څاڅکو د باران پرېوتم د یوې وچې دښتې پر لمبه شوي لمن زه د یو نور په تلاش د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه زه هم لمبه لمبه شوم ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم

28.03.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more