د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

23.11.2009 12:16    |   عابد په اقتصادی لحاظ د گټورو خبرو اترو او مکاتبی ارزښت

سرچینه Effective Business Communication ژباړه او زیاتونه عابد

23.11.2009 12:15    |   زاهد جلالي عیسویان څنگه اسلام ته راوبلو؟

سرچینه: د المجتمع عربی اوونیزه ژباړن: زاهد جلالی

23.11.2009 12:13    |   شریف اسلامی بانکداری دسود په وړاندی کلک مورچل

له هغه وخته چی په ګران هیواد افغانستان کی دبانکدارۍ کلچر اواقتصادی علمی دود راغی، له هماغه مهاله پدغه خورا اړینه برخه کی مونږ په اسلامی شریعت ريښتینی ولاړه سوچه اسلامی بانکداری نه درلوده او همدا لوی لامل وو چی په افغانستان کی ټولی بانکی معاملی په نړیوالو بانکی بنسټونو ولاړی چلول کیدی.

21.11.2009 20:31    |   فضل محمود فضلي د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ

فرانسوي څیړونکي وايي چی دوي داسی لاری چاری موندلي چی د انسان د امبریو د مورني حجرو(Human embryonic stem cells) په کارولو سره، په لابراتوار کې د پوستکي په جوړولو بریالي شوي چی دا به د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې لویه مرسته وکړي.

21.11.2009 00:28    |   فضل محمود فضلي د پزی خونریزي

د پزی څخه د وینی بهیدل تر ډیره یوه ناراحتي ده او کومه خطرناکه یا جدي پیښه نده خو کیدای شي په بدن کې د یوی بلی ناروغی په شتوالي ښودنه وکړي. ددغو پیښو ډیری برخی په کور کې تر درملنی لاندی نیول کږي. داکیداي شي د مخ او جامو د ناولتیا له امله د ناروغ د ناراحتی لامل شي خو په اکثرو پیښو کې ډاکټر ته د تګ اړتیا نه پيښيږي.

15.11.2009 03:24    |   نظرمحمدکوچی د نمونیا (سینه بغل) له امله د مړینی مخنیوی

د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) او د ماشومانو نړیوال صندوق (UNICEF) د ادارو لخواتر ۲۰۱۵ میلادي کاله پوری د سینه بغل له امله د ۵،۳ میلیونه ماشومانو د ژوند د ژغورنی لپاه یوه هراړخیزه تګلاره پلاره اچول شوی. دغه تګلاره د نومبر په دویمه نیټه خپره شوی.

12.11.2009 15:57    |   فضل محمود فضلي په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندی د واکسین کمپاین د شپږم پړاو په ویاړ

پولیو یوه انتاني ناروغي ده چی عصبي سیستم اغیزمن کوي او کله کله د فلج سبب ګرځي. د پولیو ویروس د منتنو خوړو، د څښاک اوبو، ډکو متیازو او د لمبا ډنډونو له لیاری انسان ته انتقال مومي.

10.11.2009 23:01    |   فضل محمود فضلي د تیو یا سینو د سرطان بڼه د میتاستازس* څخه وروسته بدلیږي

څیړنی ښیی چی په سلو کې نژدی ۴۰ د سینو د سرطان بڼه د میتاستازس نه پس بدلون مومي. څیړونکي وايي چی دا کار به ددی لامل شي چی د ناروغانو د درملنی رژیم هرومرو د ناروغی د یو پړاو نه و بل پړاو ته هم بدلون ومومي.

10.11.2009 07:46    |   عابد انفلونزا خوکی در افغانستان

در اوایل ماه نومبر سال جاری خبری تکان دهندۀ منتشر گردید که انفلونزا خوکی در افغانستان سرایت کرده است و رو به وسعت است وتعداد زیادی از هموطنان ما مورد حمله مرگبار قرار گرفته اند. انفلونزا خوکی که یکی از مهلکترین ویروسهای جهان به شمار میرود در کشوری دریدر و بیچاره مانند افغانستان که مردم مسلمان در آن زیست دارند و هرنوع استعمال گوشت و یا چربوی خوک را حرام میپندارند ایا در افغانستان افغانهای خود مان اغاز به استعمال کوشت خوک کرده اند؟ و یا این ویروسها از کشورهای همسایه برای ما منتقل شده است؟ یا اینکه این هم یکی از تحفه های مهمانهای! ناخوانده ما هست. و مردم بیچاره ما که معالجه ملاریا هم برای شان مشکل است روز به روز مبتلا به ان میگردند.

09.11.2009 10:23    |   سيد سيف الرحمن هاشمي دساينسي نړۍ څېړنې او اسلام

دساينسې څېړنې د وړاندوينې له مخې د۲۱ دسمبر۲۰۱۲ كا سهار۱۱ بجې ۱۱دقيقو باندې به ځمكه لمر اوكهكشان په يوه لېكه كې راشي چې په نتيجه كې به په ځمكه باندې ډېرې لويي لويي اوښتونونو د رامنځته كېدو اندېښنه ده د زياتي مطالعي لپاره وګورئ : http:11www.maya.12.21.2012.com

09.11.2009 07:42    |   اداره د انجنير خلیل الله مایار لنډ ژوندلیک

يادونه: ټول افغان د انجنيير مايار له بلوګ څخه یو شمېر ليکنې په خپل لومړي مخ د علمي ليکنو په برخه کې خپرې کړي دي. دا دی اوس د انجنير صيب په خپل لاس ليکل شوی ژوند ليک هم درته وړاندې کوو تر څو دا ځوان عالم وپېژنﺉ. موږ له نورو عالمانو او مسلکي ملګرو څخه هيله مند یو چې د علمي ليکنو برخه په خپلو ليکنو بډايه کړي او وروسره خپل ژوندليکونه هم راولېږي تر څو یې خلکو ته وروپېژنو. په درنښت، د ټول افغان اداره

09.11.2009 07:34    |   انجنیر سیف الله - سيول انجنيري بلوګ د سړک د ډیزاین څلورمه برخه

دسړك دبستر خاوره (Sub grade soil )

08.11.2009 18:16    |   فضل محمود فضلي د ماغزو تومورونه - دعامه پوهاوي لپاره

د ماغزو د تومورونو د نښو شدت او منفي اغیزی دی پوری اړه لري چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري. په برتانیی کې ددی ناروغی کلنی پیښی د ټولو نویو تشخیص شویو سرطانونو په سلو کې د دوو څخه کم دي. د ماغزو د تومورونو د پیښو خطر د ۱۲ کلنی څخه مخکې او ۴۰ کلنی څخه وروسته ډیره ده.

07.11.2009 00:15    |   فضل محمود فضلي د پروسس شویو خوړو اړیکه د ژور خپګان یا افسردګي (Depression) سره

د څیړنو پر بنسټ هغه خواړه چی پکې پروسس شوي خواړه زیاته وي، د ډپرشن خطر زیاتوي. د University College London څیړونکي ډله موندلی چی، هغه وګړي چی ډیر سابه، میوی او کبان خوری، پدوی کې د ډپرشن خطر لږ وي.

05.11.2009 09:56    |   جاوېد صبوري اې اېم اف او د افغانستان پر بيا ودانولو اغېزې

اې اېم اېف (International Monetary Fund) يو نړېوال سهامي سازمان دى چې د خپل غړو هېوادونو په ځانګړي توګه د هغه هېوادونو چې د هغه هېوادونو چې د راكړې وركرې په نرخونو او تادياتو اغېزه لري، د اقتصادي سياستونو په څېړلو سره نړېوال مالي سېسټم څارنه كوي. اې اېم اېف په كال ۱۹۴۴ كې د ۱۹۳۰ لسيزې مالي كړكېچ بيا نه رامنځته كېدو په خاطر جوړ شو او اوس ۱۸۵ غړي لري. د دې سازمان مركز په واشنګټن ښار كې دى او تر ټولو زيات سهام چې ۱۷.۰۹ سلنه كېږي د امريكا متحدو ايالتونو په لاس كې دى. تر امريكا وروسته جاپان د شاوخوا ۶.۱۳ سلنه اسهامو په لاس كې لرلو سره په دويم كتار كې راځي. د دې ۲۰- پرمختللي هېوادونو

04.11.2009 22:33    |   فضل محمود فضلي اسپرین یواځی او یواځی د زړه او رګونو د ناروغانو لپاره

کارپوهان وايي چی د اسپرینو (Aspirin) استعمال د زړه د حملی او د دماغي فلج د مخنیوي لپاره په هغو خلکو کې چی د زړه او رګونو ناروغی ونلري باید و نه کارول شي.

03.11.2009 09:53    |   انجنیر ستانه مير زهير منرالي اوبه څه شی دی؟

تر ځمکې لاندی ټولې ا وبه په بيلو بيلو کچو سره منراليزيشن يا محلولی مالګی او غازونه لری. خو منرالی اوبه هغو اوبو ته ويلی کيږی چی بالنيو لوجيکې ١٦ ځانګړنی ولری.

03.11.2009 09:46    |   ډاکټر صداقت یعقوبي د جنسي تمایلاتو کمی

د پورتنیو لارښوونو د انجام او د تنبه کېدو د نښو نښانو تر پیداکېدو وروسته( چې مخکې یې یادوونه شوې) که دخول وشي پایله به یې د دواړو لوریو د غوښتنو د پوره کېدو او قناعت سبب شي.

03.11.2009 09:39    |   احمدشاه پاڅون - ليمه بلوګ د خوګ له والګي څخه د وقایې لارښوونې

د خنزير له والګي څخه د وقایې لارې

03.11.2009 09:33    |   ډاکټر صداقت یعقوبي له مخ نه تورې ټاپې څنګه ورکولی شو؟

پر مخ، پزه او یا تندي باندې خورمایي او یا تور بخنې ټاپې چې د حمل ضد درملو د کارولو او یا د حاملګۍ په وخت کې د هارمونیکو تغیراتو له کبله پیداکېږي د میلازما یا کولازما په نامه یادېږي چې پښتو کې ورته توسیري وایي. په ټوله کې دغه خاپونه د مخ په هغو برخو کې چې د لمر وړانګو ته لوڅې وي پیداکېږي چې د حمل ضد درملو په پرېښودلو او یا د حمل وضع کولو سره د څو اونیو تر څو میاشتو په موده کې په خپله له منځه ځي چې د نوموړو دواګانو په بیا شروع کولو او یا د بیا حامله کېدو سره دوباره پیداکېږي اما په ځینو ښځو کې د پورتنیو لاملونو په نشتوالي کې هم پیداکېدای شي.

03.11.2009 09:30    |   د عثمان منصور انصاري له بلوګه اسلام او علوم

د اسلام سپېڅلى دين د علم او معرفت دين دى او بنسټ يې په علم اتكاء لري او د علم له تكامل سره خوا په خوا په موازي ډول سره يې حقايق توضيح كېږي، نو ساينسي تحقيقات وخت په وخت د قرآن مجيد له معجز كلام سره موافق حركت كوي. كله چې لومړنۍ وحيې د علق په مبارك سورت كې راغله، نو جبرائيل(ع) حضرت محمد(ص) ته وويل: (ولوله، ستا پروردګار هغه ذات دى چې انسان ته يې علم د قلم په واسطه ښودلى دى).

03.11.2009 08:41    |   انجنير خليل الله مايار د سړک‌‌ ډیزاین

د یادونې وړ ده چي نوموري پروژه د ننګرهار پوهنتون د انجنیرې د پوهنځۍ د ۱۳۸۸ کال د فارغ التحصیل انجنیر سیف الله په زیار چمتو شویده.

31.10.2009 15:54    |   فضل محمود فضلي وینه لږی يا کمخوني (Anemia)

وینه لږی- کمخوني

31.10.2009 12:20    |   فضل محمود فضلي روغتیا ته د خطر فکتورونو پرضد مجادله کولی شي د میلیونونو مړینو څخه مخنیوی وکړي

د اکتوبر ۲۷ مه ۲۰۰۹/جنوا: په نړیواله کچه د ژوند اوسط کیدای شی تر پنځو کالو لوړه شی که چیری هغه پنځه فکتورونه چی روغتیا اغیزمن کوی، له منځه لاړه شي- د روغتیا د نړیوال سازمان پر بنسټ دغه پنځه فکتورونه دادي: په ماشومتوب کې د وزن کموالی، غیرمحفوظ جنسي اړیکی، د الکولو استعمال، د څښاک د پاکو او صحی اوبونشتوالی، د پاکوالي او نظافت نشوالی، او د وینی د فشار زیاتوالی.

28.10.2009 22:18    |   فضل محمود فضلی داسی انټی باډی چی د ناروغیو او ټپونو له امله د شدیدی خونریزې څخه مخنیوی کوي

کارپوهان وایي چی دوی داسی یو انټی باډی موندلی چی کولای شی د ناوړواو ناببره پیښو له امله په بدن کې د ژورو ټپونو له کبله دداخلي خونریزې کچه راټیټه کړي. دا پیښی د ټرافیکي پیښو او جنګي حالاتو له کبله په بدن ژور ټپونه دي.