د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

11.01.2010 20:09    |   فضل قادر فضلي د قانون بېلابېل ډولونه

قانون د قواعدو ټولګه ده چې د يو با صلاحيته ارګان له خوا نافذ شوى وي. سياست ، اقتصاد او ټولنه ددغو قواعدو پر بنسټ د بېلابېلو لارو څخه تنظيميږي او همدارنګه قانون د يو لومړني ټولنېز منځګړى په توګه د خلکو ترمنځ اړيکې څاري. حقوق او قانون د برابرې ، انصاف او عدالت په باب ډير ارزښتمند او پيچلي مسائل تر څيړنې لاندي نيسې. ارسطو د يونان فيلسوف د ميلاد نه ٣٥٠ کاله وړاندې ليکلى دي چې " د قانون حاكميت له انفرادي حاکميت ځنې غوره دي "

11.01.2010 18:57    |   عصمت الله عزام دبدعتي ملاتعارف اوپېژندنه

په اوسني دورکي ډيرداسي دملايانواوپيرانوپه جامه کي خلګ شته چي له دين څخه يې دوکانونه جوړکړي دي پدې معنی چي دين يې دروزۍ دپيداکولوذريعه ګرزولي ده،دوئ که تقريرکوي نويابه دبزرګانوواقعې بيانوي،داسي چي بالکل به له حقيقت څخه لري وي، اويابه دخيراتوفضائل بيانوي،ددين نوراحکاماتوته ئې شاګرزولي وي،هغه نه بيانوي که خلګ شرک کوي، که رواجونه اوبدعات کوي داملاصاحب ئې نه منع کوي، بلکه داسي وايې:چي که خلګ هرڅه کوي کوي دي زه کارنه ورباندي لرم،

11.01.2010 18:52    |   عصمت الله عزام دايمان شعبې

بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد دايمان شعبې درته معلومي دي؟ عن ابې هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم الايمان بضع وسبعون شعبة فافضلهاقول لاله الا الله وادناهااماطة الاذی عن الطريق والحياءشعبة من الايمان (متفق عليه )

11.01.2010 08:33    |   زاهد جلالي دلاري آداب

دلاري دآدابو مرعات کولو ته بايد ډيره پاملرنه وشي خو متاًسفانه چي نن ورځ زمونږ څخه فوت شوي دي.دبشريت سترلارښود زمونږ ګران نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په يوه حديث کي په څو ټکوکي دلاري آداب راښودلي. يوه ورځ رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته وويل چي لاروکي له ودريدو څخه ځان وژغوري، اصحابو وويل چي مونږ يواځي خپل ورځني بحث کوو،رسول الله صلې الله عليه وسلم وفرمايل:چي داسي ده نو دلاري آداب مراعات کوي،اصحابو پوښتنه وکړه:لاره څه آداب لري؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:دسترګو حفاظت،دلاري څخه دمضر څيز لري کول،دسلام ځواب ويل او دامربالمعروف او نهي عن المنکر دفريضي اداء کول. دلاري آداب دپورتني حديث څخه په اقتباس او نورو اضافياتو سره په لاندي ډول دي:

11.01.2010 08:32    |   انبیا ژمن ښه مدیریت، غوره پایلې

بريالي مديران او د کار څښتن بايد پوه وي چې د څه ډول پايلو په لټه کې دي. په واقعيت کې همدا پايلې دي چې د وګړو د پرېکړې په اړه پانګه بلل کېږي او د کار په وروستيو کې ماته يا برياليتوب ټاکي. معمولاً په کاري تړونونو يا د کار په پېژندنه کې هغه غوښتونکې موخې او پايلې چې مديران يې بايد په لټه کې وي، ذکر کېږي او په ډاډه توګه د دوى د کړنو په اړه د راتلونکو پرېکړو لپاره معيار ګرځي. پايلې هغه څه دي چې مديران يې په اړه حقوق تر لاسه کوي.

10.01.2010 10:30    |   عبدالرحمان حبیب زوی ستانیکزي څوک دي؟

د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانیکزي په دې توګه پیژندل کیږي:

10.01.2010 07:01    |   زده کړیال هاند رفیق الله (بریالی) د بشرد حقوقوبنسټیزه تیوری

مخکی ددی نه چه د بشرد حقوقود سرلیک لاندی خبری وکړو.لومړی باید دغه د بشردحقوق کلمه وپیژنوچه ددی څه مانا ده اوولی منخ ته راغلی ده ددی دپاره چه ښه په ډاګه شی نو زه تاسی ته یو څوبیلګی درپه ګوته کوم.د بشرحقوق(وګړیزاو انسانی حقوق)د بیلګی په توګه الله تعالی زمونږ خالق دی او مونږه یی مخلوق یوهغه (الله تعالی)مونږ ته حقوق راکړی او هغه دا چه مونږه یی اشرف المخلوقات پیداکړی یو (د عزت او شرافت خاوندان)مونږه ته یی عقل راکړی دی چه ورباندی د ښو او بدو توپیرکولی شو.راځم یو بلی روښانه بیلګی ته فرضا ماشومان په خپل موراو پلارحقوق لری اوهغه دا چه مور او پلار باید خپلو اولادونوته په ماشومتوب کی ښه خواړه لباس ،او ورسره په څنګ کی ښه او سالمه روزنه او تربیه ورکړی ځکه د موراو پلارغیږه ماشومانو ته لومړنی ښونځی او د ادب ځای دی.چه دا ټول د ماشومانو حقوق دی په خپلو والدینو باندی.

09.01.2010 09:47    |   عبدالودود پښتونځار پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه

په سر كې له ګران استاد ډاكټرمجاوراحمد زيارځنې مننه كوم، چې له ډېرو بوختياوو سره، سره يې راته دسمون لپاره څو يادښتونه راوليږل .

06.01.2010 06:52    |   عصمت الله عزام دقبرله عذاب څخه دخلاصون لاري

دقبرعذاب حق دی په قران کريم اوډيرواحاديثوسره ثابت دی ،له دې څخه انکارکول لويه ګمراهي ده،اوقبرداٰخرت دمنازلوڅخه اولنۍ منزل دی که په دې کي څوک کامياب شونوبيادتل لپاره کامياب دی،که څوک(نعوذبالله من ذلک)ناکام شونوهغه دتل لپاره ناکام دی،له دې امله عثمان رضی الله عنه به چي کله دقبرونوزيارت کوئ نوډيرزيات به ئې ژړل،چاورته وويل :څه وجه ده چي دجنت،دوزخ اوصراط ذکرکيږي ته دومره نه ژاړي لکه دقبردزيارت په وخت کي؟ هغه وفرمايل:ځکه چي قبردآخرت له منازلوڅخه لومړنۍ منزل دئ که په دې کي کامياب شوم نووروسته به کامياب يم،که ناکام شوم نوروسته به هم ناکام يم .

03.01.2010 07:45    |   عبدالغفارجُبیر اسلام اوساینس ،دزم زم اوبه یوه معجزه ده

دحضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه می واورېدل چی دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه مراددرته حاصلیږی۔ (ابن ماجه)

31.12.2009 13:53    |   زاهد جلالی له قران سره د ماشوم د اړیکو ساتلو لپاره ۲۵ لارښوونی

لاندینی لارښوونی باید په خپل ماشوم باندی په دوامدار ډول عملی کړو چی پدی کی د ماشوم مور ډیر مهم او اساسی رول لوبولی شی:

31.12.2009 13:46    |   عبدالرحمن فرقاني اسلام ټول ومني يا يى پريږدي

هر قانون او نظام د ژوندانه لپاره خپله فلسفه او خپل عام فكر لري, اود هرنيمګړى قانون او نظام دتطبيق له كبله په ټولنه كه ستونزي راپيدا كيژي , چه په هغه قانون پوري تړلي وي , او هر قانون لره خپلي مسئلي دي چه د هغه له طبيعت او جوړښت سره سمون لري , او هر نظام خپل اثر د واقعت په نړي كي ښي , اوهرقانون لره خپلي د حل لاري وي د هغو ستونزواو مشكلات لپاره كومي چه د دى قانون او نظام د تطبيق او نافذيدو له كبله په ټولنه كي راولاړي شوي وي . د منطق او انصاف څخه لري خبره ده , چه له يوه نظامه څخه غوښتنه وشي , چه د هغو ستونزو او مسائلو په هكله د حل لاري وړاندي كي , كومي چه د بل مختلف نظام د تطبيق لكبله په ټولنه كي پيدا شوي وي , چه له هره لحاظه له دى نظام سره توپير لري .

30.12.2009 12:12    |   ګل آغا احمدي وردګ افغان طبي آله یا د ویاړونو نوښت

هره ټولنه او هیواد په خپله غیږه کې یو لړ داسې شخصیتونه لري چې نومونه یې د ملي اتلانو په توګه د تل لپاره د هیواد د ویاړونو په تاریخ کې لیکل کیږي. په دې لړ کې نن بیا د یوه داسې شخصیت معرفي له تاسو قدرمنو سره شریکوم چې د خپل زیار، تحصیل ، هڅو او څیړنو په وسیله یې د روغتیا په ډګر کې داسې یوه آله جوړه کړې ده چې په نړیواله کچه منل شوې، اړوندو نړیوالو کمپنیو یې جوړول، استعمال او نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې کول منلي دي. همدارنګه په نړیواله کچه سربیره نوموړې آله یا وسیله په ملي کچه هم په پراخه توګه مقبولیت ترلاسه کړی چې د ملي دفاع د وزیر جلالتمآب ستر جنرال عبدالرحیم وردګ له خوا د ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ د ویاړمنې لاسته راوړنې ستاینه او تقدیر د دې ادعی د پخلي لپاره غوره ثبوت ګڼلی شو.

29.12.2009 09:06    |   انبیا ژمن د مدیریت په اړه ۱۶۰ ټکي

۱- د کارونو په ترسره کولو کې په ځانګړو لارو ټينګار وکړئ. ښايي څوک وکولاى شي له لنډې او غوره لارې مو خپلو موخو ته ورسوي.

27.12.2009 18:27    |   محمدکریم نور کریسمېس او د حضرت عیسٰی ع ریښتینی زېږد

کرېسمېس له انګریزي ویي Christ´s Mass څخه اخېستل شوی دی . دغه ویی له آره له یوناني هغه Christos missa

26.12.2009 14:31    |   انجنیر ګلبدین فضلي حضرت حسین رض چاشهید کړ؟

حضرت حسین رض چاشهید کړ؟

24.12.2009 08:07    |   مومن مهاجر دمسافرلمونځ

وړاندي تردې چي داړوندې مسئلې شرعي اړخ وڅېړم غواړم يادونه وکړم چي زه دامسئله يوازي دصحيحواحاديثوپه رڼاکي څېړم که څوک پرې نقدلري هغه هم بايددااصل په پام کي ولري .

24.12.2009 08:06    |   عبيد الله د محرم ، روژې فضائل او مسائل

دمحرم د مياشتې دعاشورا او دهغې بعضې ضروري مسائل ١ لنډه مقدمه ٢ دعاشورى دورځې تعيين او دهغې روژه ٣ ددغه روژې نيولو اصلي سبب څه دي او باطل پرستو څه ګرځولي دي.

23.12.2009 07:21    |   پوهنيار نبی حبيبي او عبدالهادی حيران شرعي قانون يوه پېژندګلو : د شريعت مقاصد

اى خلکو، ستاسې د رب لخوا تاسې ته هدايت راغلى چې ستاسې په سينو کې د مريضتيا (روحاني) شفا ده او دا د مومنانو لپاره لارښودنه او رحمت دى (سورة يونس، ايت ٥٧). يَا اَيُهَا النَاسُ قَدْ جَاءَتْکُمْ مَوْعِظَة مِنْ رَبِکُمْ وَ شِفَاء لِمَا فِى الصدُورِ وٍَ هُدًى وَ رحمةً للعَالَمِيْن.

20.12.2009 11:37    |   فضل محمود فضلي شحمیات یا غوړ- لومړی برخه

غوړي د غذا اساسي برخه جوړوي خو ډیر خلک د اړتیا نه ډیر غوړ کاروي. په ځانګړي توګه مشبوع یا سخت غوړي (لکه حیواني غوړي) د روغتیا لپاره تاوان رسوي ځکه دا ډول غوړ په وینه کې د مضرو کولسترولو کچه لوړوي کوم چی کولای شي د زړه د رګونو د بندیدو لامل شي. د مضرو کولسترولو زیات خوراک په وینه کې ددی ډول کولسترولو کچه په وینه کې لوړوي او په پایله کې د زړه د رګونو د ناروغیو لامل ګرځي. د زړه د رګونو ناروغی په نړی کې د مړینی یو له مهمو لاملونو څخه شمیرل کیږي.

09.12.2009 08:07    |   رفيع الله نيازی د ارواپوهنې له مخې د ماشوم پېژندنه

د اروا پوهنې لۀ مخې د ماشوم پېژندنه: د ارو ا پوهنې ډېری علماوو لۀ ماشومتوب څخه تر ځلميتوب پورې عمر پۀ بېلابېلو برخو وېشلی او د خپلو فکرونو لۀ مخې يې دغه دورې تحليل کړېدي، چې يو ډول وېشنه يې پۀ لاندې ډول ده . ۱ ـ لۀ زېږون څخه تر درې کالنۍ پورې. ۲ ـ لۀ درې کالنۍ څخه تر شپږ کالنۍ پورې. ۳ ـ لۀ شپږ کالنۍ څخه تر دولس کالنۍ پورې. ۴ ـ لۀ دولس کالنۍ څخه تر شپاړلس کالنۍ پورې ( نوی ځلميتوب ) .

02.12.2009 19:39    |   فضل محمود فضلي ځواني دانی یا اکنی (Acne)

ځواني دانی د پوستکي یوه عامه ناروغي ده چی په نړی کې میلیونونه ځوانان پدی ناروغی اخته کیږی. دغه ناروغي کولای شي دواړه رواني او فزیکي ستونزي منځته راوړي.

01.12.2009 12:28    |   حبيب وقار د اېډز وژونكې ناروغي او لاملونه يې

اېډز هغه بې درملنې، بدرنګه او وژونكې ناروغي ده. چې تر اوسه يې نړيوال د درمل په جوړولو نه دي بريالي شوي. اېډز (AIDS) د ناروغيو په وړاندې د بدن د مقاومت د له منځه تللو په مانا دى. نوموړې ناروغي د اېچ آى وي (Human Immunodeficiency Virus) له وېروس څخه را منځ ته كېږي. ساينسپوهان د اېډز په اړه وايي، چې ښايي له نن څخه٨٠ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېچ آی وي وايرس اخته شوي وي. چا چې د بيزوګانو غوښې خوړلې.

27.11.2009 21:22    |   فضل محمود فضلي د شکری یا ډیابیتس ناروغي

د شکری ناروغي یوه هارموني ناروغي ده چی کولای شي په پښتورګو، پنډیو او پښو، سترګو، زړه، عصبي ریشو او د وینی په جریان کې ستونزی رامنخته کړي.

23.11.2009 11:18    |   انبيا ژمن د بدلون مديريت په اړه ۱۰۱ ټکي

نن ورځ بدلون د پرمختللي اقتصاد او سوداګرۍ په مديريت کې يو له اغېزناکو او مهمو فکټورونو څخه ګڼل کېږي. ادارې او د ادارو کارکوونکي بايد د بدلون په وړاندې مثبت ليدلورى ولري، ترڅو له دې لارې د نن ورځې په چلنجي مارکېټ کې د سيالۍ ځواک ولري. دا ليکنه مديرانو ته ښوونه کوي چې په څه ډول د خپل پايښت لپاره له خپلو سيالانو څخه يو ګام وړاندې وي، د بدلون لاره وټاکي او د بدلون د رهبرۍ يوه پروژه په غاړه واخلي.