د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

06.12.2012 20:24    |   تاج محمد تمکین په بانکي سیستم کې د کریدت کارډ اهمیت

په بانکي سیستم کې د کریدت کارډ اهمیت : دعصري بانکي سیستم د برکت له امله په نړئ کې ډیری شمیر اسانتیاوې رامنځته شویدي چې له مخې یې اوس خلک په ډیر زیات خوندیتوب او ډاډمنتوب سره د پیسو معاملې کولای شي چې په پخوا وختونو کې دغه کار شونی نه وو او ډیری شمیر ستونزې یې درلودې ، کریدیټ کارډ د عصري بانکي سیستم د اسانتیا رامنخټه کوونکو وسیلو څخه یوه بیلګه ده ، په دې لیکنه کې په دې غږیږو چې کریدت کارډ څه ته وايي او په بانکي سیستم کې څه اهمیت لري.

28.11.2012 21:29    |   ډاکټر لمر په سړو، تيارو او مالګينو اوبو کې د خدای د مخلوق څرک

ملايانو به موږ ته ويل، چې د خدای په لکهاو قسمه مخلوق په آسمانو کې الوزي، همدومره پر ځمکه ګرځي او نور په لکهاو قسمه په اوبو کې لامبي، خو دا يې نه و راته ويلي، چې مخلوق تر ګنګل لاندې هم په پټو، سړو او تيارو مالګينو اوبو کې غوټې وهي. د انترکتيکا د وېدا (Vida) په سيمه کې د (Desert Research Institute-DRI) يو شمېر پوهانو له ۳ تر ۴ کيلومټره پېرړ او په زرهاوو کيلومټره پلن کنګل لاندې په منفي ۱۳ درجو کې داسي ژوندي ميکروبونه موندلي دي، چې د نړۍ ساينسپوهان ورته ګوته په خوله او لاس تر زنې ناست دي او په رډو رډو سترګو ورته ګوري.

15.11.2012 20:14    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د صنایع سکټور پراختیا ته تلـو سه

یوه ورځ مې یو دوست په مخه راغی او د روغبړ وروسته یې د خبرو اترو څخه داسې څرګندېده ، چې دی ، زما ځیني د هېواد د اقتصاد او په تېره بیا د فابریکوي صنایع په هکله په ځینو ویبپاڼو کې خپرې شوې لیکنې لولي . داچې دې د صنایع سکټور په ځینو تولیدي موسساتو کې ډېر وخت کار کړی و ، نو یې د صنایع اوسنې حالت هېښوونکې او د اندیښنې وړ وباله . د اقتصاد ددې څانګې سره یې خپل د خواخوږۍ نېک احساس په یوه لنډه خو ډېره مانا داره خاطره کې ، چې په ورته وخت کې کورني صنایع ته یې د پاملرنې اړتیا هم انځوروله ، په لاندې ډول وکړه : دی وایي ٫٫ ( یو مهال زه د کابل د څرخي پله په سیمه کې د وړیو اوبدلو په یوه دولتي فابریکه کې چ

11.11.2012 19:34    |   محمد داود نيازی بانک پيژندنه

د بانک دکلمې په هکله بيلابيل نظرونه موجود دي ،چې په عمومي ډول په درې برخو ويشل شوي،هر يويې په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو: 1. ايټالوي کلمه بنکو او بنکس(Banco or Bancus):- د اقتصادپوهانوپه نظر د بانک کلمه د ايټالوۍ ژبې بنکو يا بنکس کلمې څخه اخېستل شوې او دميز(Bench) مانا ورکوي، چې يهودي سوداګرو به د پيسو د معاملاتو په وخت کې دکيناستلو لپاره کاراوه. 2. فرانسوۍ کلمه بنکېه يابنکا(Banqui or banca):- دبانک کلمه بيادځينواقتصادپوهانوپه نظردفرانسوۍ بنکېه يا بنکا له کلمې څخه اخېستل شوې، چې دغه کلمه هم دميز مانا ورکوي. 3. جرمنۍ کلمه بېک (Back):- ځينې اقتصادپوهان بيا داسې نظر هم لري، چې دبانک کلمه دجرمنۍ ژبې دبېک له کلمې څخه اخېستل شوې چې دګډې پانګې مانا لري. دغه جرمنۍ کلمه بيا په ايټالوۍ کلمې بنکو باندې بدله شوې او بيا وروسته په انګريزۍ کلمې بېنک اوښتې ده،چې تراوسه هم په دې نامه ياديږي.

10.11.2012 23:36    |   خاطرمانېروال د خلايي نړيجال آزموينه کاميابه شوه

د نړيوال تشيال تمځي يو خلانورد (ستوريونی) د نړيجال په وسيله څمکه باندې يو روبوټ اوچلولو او دغسې د خلا نه په ځمکه باندې د انټرنيټ ازموينه کاميابه شوه. ساينسپوهان د ډېر وخت نه په دې لټه کې وو چې څنګه د تشيال نه د نړيجال په وسيله ځمکې سره اړيکې اونيسي.

02.11.2012 17:00    |   خاطرمانېروال د زبرژونکې په وسیله د رنخورو ېږمو بيا رغونه

په شادوګانو د څېړنو او ازمېښتونو کولو نه پسته ساينسپوهانو دا مالومه کړې ده چې د يو نابالغ نارينه د کينسر په وجه ناکاره شوي زېږمې Sperm بيا رغېدی شي او اولاد زېږولی شي. ځنې ماشومان د چنګاښ رنځ له کبله د درملنې په وخت د تپکارۍ له لارې د رنځوړه (کينسرزده) ژونکو Cells سره سره روغې هم د لاسه ورکوي او بيا نشي کولی چې بچي اوزېږوي. که داسې رنځ سره بالغ نارينه مخامخ شي نو درملګر کولی شي چې د هغه تومنه خوندي کي او د رنځ رغېدو نه پسته يې د هغه بدن ته ښکته کړي خو د ماشومانو په تومنه کې زېږمه يا زږړ ژوی Sperm نه وي او د تپکارۍ يا تپدرملنې په وخت که يو ځل اووژلې شي نو بيا رغونه يې شونې نه وي.

31.10.2012 20:08    |   ډاکټر لمر د هانټا ويروسونه او د مرګ ګواښونه

درنو لوستونکو تاسو ته به پته وي، چې د ۲۰۱۲ ميلادي کال په ترڅ کې له څو مياشتو راهيسې د امريکا د ايالت د يوشيمېټ ملي پارک (Yosemite National Park) په سیمه کې شپږ (۶) تنه د سږېو په ويروسي ناروغي اخته او ډېر سخت ناروغ شوي ول، د ناروغي سبب يې د هانټا ویروس ميکروب (Hantavirus) ياد شوی دی، چې دغه ويروس د (Sin Nombre Hantavirus) په کورنۍ پورې اړه لري. له دغو شپږو تنو ناروغانو نه دوه (۲) تنه مړه شوي دي، خو نور يې هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. کله چې ما دغه خبر واورېدلو او وروسته مې يې په اړه معلومات ولوستل، نو په افغانستان کې مې په کليو کې د عاميانو يوه خبره په ياد شوه، چې ويل به يې: «څه چې په سترګو نه ليدل کېږي هغه اډونو ته زيان نه رسوي»، خو هغه مهال به يې موږ په ښوونځي کې له ميکروبونو نه وېرولو

23.10.2012 17:53    |   ضیاالرحمن ضیا په اوسني خرڅلاو کې د اړيکو اغېزمن تاکتيکونه

زموږ سروکار له اړيکو سره دى او موږ ټول کوښښ کوو، چې په يو نه يو لاره په نورو کې نفوذ وکړو. څېړنو ښودلې، چې ٧٠ تر ٨٠ سلنه وخت بايد په اړيکو ټينګولو تېر شي. ښې او ډېرې خبرې ددې سبب نه ګرځي، چې اغېزمنې اړيکي دې ټينګ شي، بلکې خپلو حرکاتو ته پاملرنه او له خپلو حرکاتو څخه ګټه اخيستنه، د نورو خبرو ته غوږ نيونه د اغېزمنو اړيکو سبب ګرځي.

15.10.2012 20:29    |   آ غا محمد ( حید ری ) Windows Server 2012 با زا ر ته وړا ندی کیږ ی

د غه لیکنه د د مایکروسا فټ د نوی وینډوز په اړه ده چی په نومبر کی به یی بازار ته وړاندی کړی

14.10.2012 10:47    |   ضیاالرحمن ضیا د خرڅلاو د ډېروالي عملي لارې چارې

خرڅول يا خرڅلاو يو ښه کار دى، ځکه چې خرڅوونکى د اخيستونکي اړتياوې پوره کوي. سوداګري برياليتوب او مسلکيتوب ته اړتيا لري، ځکه چې مسلکي کس لومړى خپل مسلک ته فکر کوي او بيا په کار پيل کوي او کومې تېروتنې چې په خرڅلاو کې لري هغه له منځه وړي.

14.10.2012 10:45    |   آ غا محمد ( حید ری ) د کمپیوټری شبکو ا منیت Computer Network Security

د غه یکنه د کمپیوټری شبکو دامنیت په اړه ده هیله ده په ویب پاڼه یی خپره کړی

13.10.2012 10:59    |   پوهنیار حاجی ګل وهاج کله به د انټرنیټ آسانتیاوي تورې بوړې ته وغځول شي؟

په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو چټکه وده، ننګونې یا ستونزي او وړاندیزونه

29.09.2012 21:00    |   آغا محمد حیدری د بر یښنالیک امنیت

څنګه کولای شی خپل بر یښنالیک له انټرنیټی غلو نه خوندی کړی

26.09.2012 08:37    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د فابریکوی صنایعو تخنیکی چارې سمون ته اړتیا لری

د افغانستان د ملی اقتصاد په جوړښت کې د صنایع سکټور ، چې د ناخالصو محصولاتو د ونډې له مخې د کرنې سکټور نه وروسته دوهم ځای لری ، په دې وروستۍ لسیزه کې د دولت د بې غورۍ او بې کفایتۍ له امله په بشپړ ډول له پامه غوځول شوی دې . ددې سکټور اقتصادی ارزښت ته په کتو مې غوره و بلله چې د کار او فعالیت په ترڅ کې د یو شمېر تصدیو د ناسم منجمنټ ، د اړوندې تکنالوژۍ د کمزوری پوهاوۍ او د تخنیکی مطالعاتو د نیمګړتیا له کبله د یو شمېر راولاړ شوو ستونزو په هکله ، چې د اړوندو فابریکو په تولیدی بهیر یی ناوړه اغېزه درلوده ، یو څه وړاندې کړم .

22.09.2012 11:30    |   محمد داود نیازی سوسیالیزم

د سوشياليزم کلمه د نړۍ په هر ګوټ کې استعماليږ او تل په سياسي ،اقتصادي او علمي بحثو کې پر خبرې کيږي.سوشياليزم د مفهوم او مانا له مخې تقريبا دوه زره څلورسوه اته ديرش کاله وړاندې موجود وه.خو دلفظ او کلمې له رويه د نولسمې پيړۍ محصول دى او دنولسمې پيړۍ په سر کې رامنځته شوې چې په اقتصادي کتابونو کې ددغې کلمې د حقيقي پيدا کوونکي تر منځ اختلاف موجود دى .په ځينو کتابونو کې د سوشياليزم د کلمې پيدا کوونکې رابرټ اوون ښودل شوى مګر د فرانسې نوميالي عالم پير لرو په خپل کتاب کې (ګرودو سامار) داسې ذکر کړي چې د سوشياليزم کلمه لومړى ما استعمال کړې.

18.09.2012 18:54    |   خاطرمانېروال د نوو ستورټليزو موندنه

د امريکا خلاي ادارې ناسا انفراريډ دوربين ( تپوش لروينی) ، وايز (هيښيار)، داسې تشياله څېرې موندلې دي چې کومې له تر اوسه پورې د تشيال په دوندکې وروکې او پټې وې. ټوليزه وينی يواځې د رڼاګانو وړانګې ليدلې شي او وايز د څيزونو د تپ (ګرمايښت) لهرونه هم ويني. دغسې د دې ألې په وسيله د پينۍ (کاينات) د يوې ډيرې ځلنده څېرې موندنه شوې ده. د دې موندنو په سبب اوس ماهرفلکيات دا مالومولې شي چې ستورټليزې او تورغار(بلېک هول) څنګه په وجود کې راځي. د هر يو ستورټليز په مينځ کې يو تورغار وي خو هر يو تورغار بېلابېلې خوبۍ لري . ځنې بنډه غارونه داسې وي چې د خواوشا ګازونه ، دوندونه او سيارې رانغاړي او ځنې بانډه غارونه دومره متره (انرجي) شيندي چې تر لرې لرې پورې سيارې جوړولو ته نه پرېږدي.

06.09.2012 20:31    |   سيدمنتظرشاه ګلاب (دوهمه برخه)

وايي چې ګل هغه نعمت دى چې الله (ج) له جنت څخه زموږ نړۍ ته دجنتي ډالۍ په توګه را استولى دى. يوجنتي الهام دى چې له ښکلا، رنګ اوعطرونوڅخه يې دمينې، بلنې، جرګې، سولې اوخوښۍ څرګندونه کيږي. له همدې کبله په ټولنيزژوندکې دانساني اړيکو ترمنځ دسولې، مينې، ورورولۍ ،يووالي، خوښۍ او وياړ دسمبول په مانا پيژندل شوى اوپه ټولنه کې دسوکاله ژوند يو څرګند بيان دى.

05.09.2012 20:58    |   عبدالخالق ساپی د صنوبر روغتیايي ګټې

ستره تل شنه دنشترو د کورنۍ (Рinaceae) ونه ده چې جګوالی يي تر 50 متره او قطر يي 1متر ته رسېږي. پاڼې د ستنو بڼه لري . دا ونې د پکتیا،کونړ ، نورستان په ولایتونو کې ستر ځنګلونه لري.

02.09.2012 14:51    |   محمد آصف (حبیبي) د دوه ګرځنده ټیلیفونو تر منځ اړیکه څرنګه ټینګیږي؟

له ډيرو مې اوریدلي چې څرنګه به د دوه ټیلیفونو تر منځ اړیکه ټینګیږي؟ حتی ځینو له ما څخه هم ددې پوښتنې ځواب غوښتی. له یوه لوري څخه د موضوع جالبیت او له بل لوري څخه، ددې لپاره چې د ځينو ملګرو دا پوښتنه ځواب شي، پردې تصمیم ونیول شو تر څو په اړوند یې يوه لنډه مقاله ولیکم.

02.09.2012 14:07    |   محمد آصف (حبیبي) په افغانۍ ټولنه کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ا‌ړتیا

معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ چې په انګلیسي ژبه کې ورته I.C.T (Information and Communication Technology ) وايي، یوه ډیره پراخه اصطلاح ده چې د نویو ټکنالوجیکي وسیلو نه په ګټې اخیستنې سره په کم وخت، کم قیمت او خوندي ډول سره د معلو ما تو راکړې ورکړې، خپرونې، ساتنې او اداره کولو په موخه پکار وړل کیږي.

02.09.2012 10:13    |   امان الله ورین د پانګوال اقتصادي نظام پیدایست ،بنسټونه، مزاياوې او عيبونه

د پانګوال اقتصادي نظام په اړه مختلفو اقتصاد پوهانو په مختلفو وختونو کې ډېرې څېړنې کړيدي او دا يوه خورا لويه موضوع ده او په داسې يوې کوچنۍ مقاله کې په پانګوال اقتصادي نظام هر اړخيزه څېړنه ناشونې ده خو مونږ به پدې مقاله کې د پانګوال اقتصادي نظام په پيدايښت، بنسټونو، مزاياو او په عيبونو په لنډ ډول سره بحث وکړو.

31.08.2012 19:37    |   خاطرمانېروال په مریخ د اړنګمنو ډاګو لیدنه

د امريکا خلاي ادارې ناسا روبوتي ګاډي، کيوراسټي ( ارغونځ ) د مريخ نوي انځورونه رااستولي دي چې په هغې کې د ډاګو نوي رنګونه ليدلي کيږي. دې روبوتي ګاډي د ماونټ شارپ (څوکورغر) کوم چې د دې هلځون (Mission)مهم ټاپی دی، ټولين (Panorama) انځورونه او په يو بله سياره باندې غږيز ريکاردېنګ (هدوګن*) هم رالېږلی دی .

31.08.2012 19:28    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د بغلان د بوری تولیدولو د فابرېکې اقتصادي ارزښت

څرګنده ده ، چې کور ، کالی اوډوډۍ د ضروریاتو نه ګڼل کیږی ، خو تل خواړه د لمړنیو ضروریاتو په سر کې ځای لری چې زمونږ د هیواد بې وځله وګړی ورسره تل لاس او ګرېوان دي .نېکمرغه سړی به هغه څوک وی چې نن سبا یې په کور کې اړین خواړه ( اوړه ، غوړی، بوره او هم چای ) چې زمونږ په هېواد کې یو ستغه ستونزه وه او لا هم ده ، شتون ولری . سره لدې چې افغانستان یو زراعتي هېواد او ډېرۍ وګړي یې په کرنه بوخت دي ، خو یو زیات شمېر د اړتیا وړ خوراکي توکي ورته له نورو ملکونو وارېدیږی . نه غواړم چې د هېواد د اقتصاد په عمومي ابعادو وغږېږم ، ومې پتېیله چې په خپل وار د هر ځانګړی تولیدي سکټور ( واحد) ستونزې او نیمګړتیاوې چې اوسمهال ورته د بل هر وخت نه سخته اړتیا ده ، را وسپړم او د له منځه وړلو لپاره یې ځینې وړاندیزونه د کورنی محصولاتو د ودې او پراختیا په موخه او له دې لارې د وګړو د اړتیا د پوره کولو لپاره وړاندې کړم . مخکې له دې چې ددې فابریکې اقتصادی ارزښت په هکله چې په هېواد کې اوږده سابقه لری او له بده مرغه اوس د اومو موادو د کمښت سره مخامخ ده ، خپل آند وړاندې کړم . تېر ته یې یوه ځغلنده کتنه په کار ده .

05.08.2012 22:54    |   عبدالغفارجُبیر خُرمااونوې ساينسي څېړنې

خُرمادډېروخت راهیسی په طب کی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، دنړۍ ساینس پوهان په ځانګړی ډول سره دلویدیځ پوهان پرهغه شی باندی چې اسلام ورباند ټینګارکړیدی پرهغه باندی ډېرې څېړنې کوی، په قرانکریم اواحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم کی خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون اوداسی نورډېرنباتات، مېوې اوخوراکونه ذکرشویدی؛ اوس دوی داپه یوه خوله ثابته کړیده اوپوره اعتراف ئې ورباندی کړیدی چې هرڅه چې اسلام ښه ګڼلې هغه دروغتیالپاره ښه اودرست دی، اوهرهغه شی چې اسلام حرام کړیدی لکه دوینې خوراک، دخنځیرغوښه، یادمُردارشوی حیوان غوښې اوداسی نورڅه نوهغه ضروروانسان ته دلږې ګټې پرځای ډېرتاوان رسوی۔ اویاهیڅ ګټه پکښې نه وی، چې دااوس یونړیوال حقیقت دی.

03.08.2012 13:14    |   محمد طاهر کاڼی د کاغذ اختراع

چینایان د کاغذ مخترعین ګڼل کيږي او دا تصادفي خبره نه ده . لومړی دا چې ، چين په ډېره لرغونې زمانه کې پر کتابي حکمت نامتو وو او بیروکراتیک پېچلي اداري غونډال له مامورینو څخه تل ليکني رپوټونه غوښتل .