د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

26.02.2013 23:50    |   حفيظ الله غښتلی کوڅه او قانون ۳

شونې ده چې قانون په اقتصادي، سياسي يا ټولنيزو ارزښتونو ولاړ وي. لکه ځنګه چې ارزښتونه بدلېږي همداډول قانون هم بدلېږي. اخلاقي ارزښتونه له بنسټيزو چارو او پوښتنو سره سر و کار لري، چې څه سم دي او څه ناسم. د ساري په ډول - د قتل خلاف قوانين د ټولنې لومړنيو ارزښتونو ته ترويج او دود ورکوي – ژوند ساتنې او خونديتوب ته ترويج ورکوي. که څه هم د اخلاقو دغه ګډ ارزښتونه – د ژوندانه ساتنه مطلق او نړيوال نه دي، ځکه په محدودو شرايطو کې لکه له ځانه دفاع يا په جګړه کې قانون د عمدي او قصدي وژلو جواز ورکوي. (د افغانستان په قوانينو کې له ځانه دفاع ځانګړي شرايط لري چې مهم هغه يې بايد بالمثل ده، په دې معنی که د دوو اشخاصو تر منځ شخړه رامنځته کېږي يو خالي لاس وي او د سوک څاپېړې ګوزار کوي او بل شخص له ځانه د دفاع په خاطر ناريه او جارحه (وژونکي وسايل – اسلحه) کاروي دا له ځانه دفاع نه شي کڼل کېدای)

24.02.2013 20:17    |   ش . ک . پېښوري نوې وډهءنه دهء

ګرانو خوېندو او ورونو ! لاندنۍ ليکنه دما دڅو کلونو دخوارۍ وروستۍ باېله ده . که په لنډه توګه وه واېم ، دا وډنه باېد ټولو ستنځو ته ځواب وه وا ېي . زهء په دې ډ ېر خوشاله کېږم ،چې دما نيمګړتېاوته ګوته وهء نيسۍ . که دا وډنه ومنل شي ،ژمنه درسره کوم ، چې په نړۍکې به تر سلملېونه افغان مسلمان ـ هندو له درې کلونو څخه په لنډ وخت کې دسواد خاوندکړم

17.02.2013 11:57    |   حفيظ الله غښتلی کوڅه او قانون ۱

لومړۍ برخه د قانون او حقوقي سيستم په اړه پېژندګلوي ده چې د کوڅې او قانون د مطالعې لپاره لاره اواروي. د دې برخې څپرکي به له لوستونکيو سره مرسته وکړي چې لومړني مهم معلومات زده کړي او لاندې موارد به ولري: قانون څه شی دی؟

16.02.2013 11:20    |   سيدمنتظرشاه دګلاب نباتي اواګرونوميکي ځانګړتياوي (پنځمه برخه):

داچې دګلونو موسم را روان دی نو لازمه وګڼل شوه چې دګلونو نباتي او اګرونوميکي ځانګړتياو درنو لوستونکوته وړاندې شي څو په هيواد کې د ژوند دچاپيريال دساتنې ترڅنګ دګلونو اقتصادي، صنعتي، ټولنيز او فرهنګي ارزښت په پام کې ونيول شي. څو هيواد مودګاونډيواونړۍ والو هيوادونو په څيرد ګلابو دټولو اقتصادي اړخونو څخه ګټه واخلي او له دې لارې موپه ملي عوايدکې لوړوالي راشي او دنوروپرمختللو هيوادونو په څيريې دمحصولاتو څخه ګټه واخلي.

15.02.2013 18:37    |   ډاکټر لمر د قيامت انګازې

نن په خپرونو کې خپاره شوي دي چې تېره شپه د سايبيريا د اورال په غرونو د آسماني کاڼو (آسترويدونو) باران وو، چې د ښار د کورونو کړکۍ او هندارې يې ماتې کړې دي او خلک يې بېرولي دي. دغه پېښه د روسيې خاورې د چيليابينسک له سيمې ۲۰۰ کيلومتره لرې د اورال په غرنۍ برخه کې پېښه شوې ده. له نېکه مرغه د دغه سيمې د وګړو نفوس کم دی، خو بيا هم يو شمېر خلک په ماتو شويو ښيښو ټپيان شوي دي او دسيمې خلک ډېر بېرېدلي هم دي. د چيليابينسک سيمه اوس د روسيې د ځمکني او هوايي ځواکونو لخوا چاپېر ده او څارل کېږي، چې د پېښې سمه څېړنه وشي.

15.02.2013 17:32    |   ديپلوم انجنير ستانه مير زهير شينواری اسماني کاڼي څه شی دی ؟؟؟

د نړيوالو رسنيو د خبرونو سره سم نن په روسيه کې د مسکو ښار په ختيځ کې ، يو اسماني کاڼی را پريوتې چې څه ناڅه ٤٠٠ کسان يې ژوبل کړي دی ، د خپلو تخصیي او مسلکي معلوماتو له مخې مې هڅه وکړه چې داسماني کاڼو په هکله په خپله مورنۍ پښتو ژبه د ټول افغان له لارې لنډ معلومات وړا ندې کړم .

12.02.2013 20:02    |   خالد عبدالرحیم زی پولي بازار

د هر څه نه وړاندې غواړم لمړۍ د مالي بازارونو په هکله یو لنډه وینا ولرم ، مالي بازارونه هغه بازارونو ته ویل کېږي چې په هغه کې مالي منابع د هغه خلکو څخه چې ورسره زیاتې وي هغو کسانو ته چې هغوی د مالي منابعو کمښت سره مخ وي لېږدول کېږي. مالي بازارونه ددې زمینه برابروي چې مالي منابع د سپما کوونکو څخه پانګوالو ته لار پیدا کړي، ددغې اسانتیا په برابرولو سره مالي بازارونه مرسته کوي ترڅو کورنۍ تولید زیاتوالۍ ومومي او په مجموعي ډول مثمریت په اقتصاد کې رامنځ ته شي. دغه بازارونه د مصرف کوونکو مالي وړتیا د مالي معیادي منابعو په ورکولو سره زیاتوي ترڅو وکولای شي توکي و پلوري او د خپل د ژوند سطحه پرې لوړه کړي.

10.02.2013 14:50    |   خاطرمانېروال روبوټي ګاډي د مريخ په مخ باندې تاريخي کنسته اوکړه

د امريکاي ادارې ناسا مر يخ ته لېږلي شوي رو بوټي ګاډي ، چې کيوراسټي نومېږي اخر د مريخ په مخ سوري کولو کې بريالی شوی دی او د برمه کولو نه يې دومره رېګ يا بوره لاس ته راوړې ده چې مخکې ازموينې پرې اوکړی شي. د برمه کېدو په وخت د مريخ په مخ د تيږې نه سليټي رنګه رېګ راوتلی دی چې روبوټ دغه رېګ د مريخ د مخ نه پورته کي او تجروبه ګاه کې يې د شننې دپاره واچوي. د دې ساينسي شننې دپاره څه وخت پکار دی چې دغسې د دې د پايلو نه مونږ خبر شو.

10.02.2013 11:11    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان معاصر اقتصاد ته یو لنډه کتنه ۲

د کرنې وروسته د هېواد د ملي اقتصاد په څانګیز جوړښت کې صنــــــــــایـــــــــع د ۲۱،۵۹ په سلو کې د کورني ناخالصو تولیداتو د ونډې په درلودلو سره په ۸۲ / ۱۹۸۱ ز کال کې دوهم ځای درلود .

30.01.2013 17:15    |   خالد عبدالرحیم زی اقتصادي رکود (Stagflation )

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د ۱۹۶۰م کال څخه راهیسې د بېکارۍ او د بیو لوړوالي دوه ګونې ستونزې سره مخ دي. اقتصادي رکود د بېکارۍ او انفلاسیون (پیسو پړسوب) د شتون څخه منځ ته راځي. اقتصاد پوه سمیولسن (Samuelson) په وینا: اقتصادي رکود د بیو لوړوالۍ او مزدونو یوځای زیاتوالۍ رانغاړي ، وګړي نشي کولای کار پیدا کړي او کارخانې نشي کولای خپلو تولیدي توکو لپاره پیریدونکي پیداکړي. اقتصادي رکود د پیسو پړسوب (انفلاسیون) څخه لویه او جدي ستونزه ده چې په اقتصاد کې کورنۍ تولید زیانمن کوي او بېکارۍ سطحه لوړه بیایي چې دا ددې لامل ګرځي څو مجموعي عواید پانګوالو باندې ووېشل شي او په ټولنه کې ثبات له منځه ځي او ناانډولي رامنځ ته کېږي دا پدې مانا بې وزله نور هم بې وزلي کېږي او شتمن لا زیات شتمن کېږي.

29.01.2013 19:29    |   ډاکټر لمر د ټولنې څرګند ارزښتونه او د ژوند پټ رازونه

داسې ويل کېږي، چې ژوند د ټولنيزو پېښو يو ځانګړی نندارتون دی او پېښې د هر انسان تر سترګو په همغه ټاکلې موده او سيمه کې تر سره کيږي چې دی پکې موجود وي او په يو ډوله نه يو ډول يې په ذهن کې يې تلپاتې کېږي، نو ما هم په ژوند کې ډېر څه ليدلي، ډېر مې اورېدلي او يا مې لوستي دي، خو هره پېښه خپل سبب، خپل لوبغاړي او خپل ذهني علتونه لري، چې کله انسان هم له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کوي، خو خوند هله کوي، چې دپېښو فلسفوي او پوهنيز شالید وشنل شي، وسپړل شي او بيا د شعور لپاره ترې تغذيوي ماده جوړه شي.

28.01.2013 19:17    |   امان الله ورین د کورني تولید د ملاتړ لارې چارې

هر هېواد پدې هڅه کې دی څو له اقتصادي او سیاسي اړخه قوي اوسي او وګړي يې خوشاله او ارام ژوند ولري. دولتونه کوښښ کوي څو هېوادوالو ته امنيت، د کار زمېنه، د ښوونې او روزنې زمېنه، آرام ژوند او نورې اړینې آسانتياوي رامنځته کړي خو د پورتنيو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نورو عواملو ترڅنګ يو قوي اقتصاد او د قوي اقتصاد لپاره قوي پاليسيو ته اړتيا ده چې يوه يې هم د کورني توليد څخه د ملاتړ پاليسي ده چې کورنی توليد د يو هېواد اقتصادي وده په ګوته کوي په هره اندازه چې کورنى توليد پراختيا مومي هېواد په هر اړخیز ډول پياوړى کيږي.

26.01.2013 10:24    |   خالد عبدالرحیم زی د اسعارو تبادله (بهرنۍ تبادلې)

په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې په پوره توګه په ځان متکي وي، خامخا د هېوادونو ترمنځ د توکو او خدماتو تګ راتګ وي. کله چې توکي او خدمات د یو هېواد څخه بل هېواد ته صادرېږي پیسې د بهرنیو هېوادونو څخه ترلاسه کیږي او کله چې توکي او خدمات واردېږي د هغه په مقابل کې پیسې ورکول کیږي. د پیسو ترلاسه کول او تادیه کول یو هېواد ، یو تصدۍ یا یو وګړي ته په بهرنیو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي ددې ستونزو له ډلې نه لمړۍ د هېوادونو ترمنځ د تبادلې د واحد انتقال ، دوهم د یو هېواد د ملي پیسو تبادله د بل هېواد د پیسو سره. په نړیوالو تادیاتو کې دغه ستونزې به ډېرې نه وای که چېرې د ټولو هېوادونو لپاره د منلو وړ یو پولي واحد شتون درلود . لکه څرنګه چې اوسمهال هر هېواد خپل ځانګړۍ پولي واحد لري د بېلګې په ډول : ترکیه – لیره ، استرالیا – استرالیایی ډالر ، هندوستان - روپۍ ، نایجریا – نایره ، بنګلدیش- تکه، سعودی عربیه – ریال ، د اروپا ټولنه – ایرو ، افغانستان – افغانۍ او داسې نور

25.01.2013 19:12    |   ډاکتر ماخان شینواری تر ډېره بریده؟

د ټول افغان او روهي ن جالونو څخه په ډېره مننه، چې د ،،اوبلن، یعنې څه؟،، په هکله یې زما لیکنه ‏خوره کړې وه. هلته مو دې ته ګوته ونیوه، چې شدې، تیل او... اوبلن نه دي، دا چې دا بهیږي، ‏نوبهیدونکي دي.‏ ګرانو لوستونکو:‏

19.01.2013 22:28    |   ډاکتر ماخان شینواری اوبلن، یعنې څه؟

دا د نړۍ ژبې چې منځ ته راغلي یو د بل سره غبرګې - په همغه وخت یا یوپه بل پسې - د همغو‎ ‎‏ یا ‏ورته ستونځو په هکله منځ ته راغلي، یعنې د ژبو په منځ کې یو غبرګون یعنې ‏موازیتParallelity‏ شتون لري. ‏ په هره ژبه کې د هغې بلې ژبې د وی(لغات) لپاره انډول یا برابر او که غواړۍ معادل وی یا لغات ‏شتون لري او که نه نو انډول یې یا د بلې ژبې رانیسې او یا یې په خپله ژبه کې په مناسب ډول ورته ‏پیداکوي. ‏

18.01.2013 19:02    |   ډاکټر لمر د ناروغۍ بربڼد ګواښونه او د درمل پټ رمزونه

نن سبا بشري نړۍ د ناروغيو له ګڼشمېر بڼو سره لاس او ګرېوان ده. پوهان د نويو درملو او درمليزو توګو په لټه کې دي. د انسانانو بيا ځیني وخت د ايمپريک (ناڅاپه) تکتيک په مرسته نوي درملونو ته پام شي، يا يې ناڅاپه کوم طبيعي راز تر لاسه شي او يا هم څېړونکي په لابراتوارونو کې د نوي درمل په جوړولو بريالی شي، خو ناروغ هم په نويو نارغيومبتلا شي. داسې ويل کېږي، چې انسان په ژوند کې ډېر څه پر ځان آزمويلي او يا يې ناڅاپه ليدلي دي، چې د خپل ذهني ودې د شعور ځيرکتيا يې پرې جوړه، پياوړې او ساتلې ده، خو دا هم ويل کېږي، چې ځينې پېښې يې تر سترګو شوې، چې بربنډه نښې او پټې وږمې يې درلودلې، نو د څار په درشل کې يو ځل کوم چا يوه ټپي غرڅه هم ليدلې وه، چې زخمونه يې خيږړن، خوړين، بويناک او له زويو ډک ول، مګر دغه څارنه د بشر د ذهني تحول سبب هم شوې ده.

12.01.2013 22:08    |   تاج محمد تمکین بانکونه په ملي اقتصاد کې څه اهمیت لري ؟

که نننئ نړئ ته ځیر شو وبه ګورو چې د پولي معاملو په برخه کې څومره سهولتونه او اسانتیاوې راغلي دي او دا ټول د بانکدارئ له برکته دي ، د بانکدارئ له برکته نه یواځې دا چې انسان خپلې پیسې خوندي ګڼي بلکه په تسلئ او اسانئ سره کولای شې چې ټولې پولې معاملې سرته ورسوي او په کار او روزګار کې یې کوم خنډ هم واقع نه شي . بانکونه په ننئ نړئ کې دومره ارزښت لري چې د ملي اقتصاد په پیاوړي کیدو کې یې له ارزښت او اهمیت څخه څوک سترګې نه شي پټولای ، که دنړئ پرمختللو هیوادونو ته وګورو د هیواد اقتصاد ي پرمختګ کې یې تر ډیره بانکي سیستم رول لوبولی دی.

11.01.2013 18:26    |   ډاکټر سيد شيراقا حرکت علم نه په ټګۍ تر لاسه کېدای او نه له چا غلا کېدای شي

فلسفي بحث ډاکټر حرکت ۹.۱.۲۰۱۲ د علم زېربنا ،لوی جهاني تکوین تشکیلوي او جهاني تکوین ، یواځې الهی خلقت ګڼل کیږي ،نوځکه خو علم هم ، پرته له الله (ج) څخه دبل چا، خلقت نه شي ګڼل کېدلې .د علم مُعَرف قانونمندي ده ،چې شکل د موجودیت د هر موجود او یواځې د همدغه قانونمندۍ له مخې دا لوی جهان پېدا ،پایي او تغیر او تکامل مومي . علم قانونمندي او قانونمندي علم دې ، انسان یواځې د علم په بنیاد، الهی خلیفه او وارث الانبیا ء ګڼل کیږي او دهمدغه علمي درک او پوهې په بنیاد، د لوی جهان په معرفت ،مکلف او مؤظف ګرځېدلې دې .همغسې ،چې ټول موجودات او پروسې واحد او تړلې نظام

10.01.2013 19:21    |   ډاکټر لمر د خوراکي توکيو خواږه انځورونه او ترخه رازونه

ټولو ته څرګنده ده، چې د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او نن سبا په نړۍ کې څه د پاسه اووه ميليارده خلک ژوند کوي. د نړۍ د نفوس لوړې کچې په انسانانو کې د لوږې ګواښونه، ناروغي، جګړې او نورې بدمرغي هم رامنځ ته کړې دي، چې اوسمهال يې په ميلياردونو خلک قرباني دي او ټوله نړۍ يې د خوراکي توکيو د کمښت له ګواښنې سره مخامخ کړې ده. نن سبا پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جين-انجينيري په مرسته په غله جاتو، ميوه جاتو او يو شمېر سبزيجاتو کې داسې جنيتيک بدلونونه رامنځ ته کړي، چې د دغه خوراکي توکيو د حاصل کچه لوړه کړي، خو انسان د طبيعت په دغه برخه کې د لاسوهنو په ترڅ کې د کومو نورو بدلونونو، ګواښونو او رنځورونو د رامنځ ته کېدلو سبب کېدلی شي، ننني پوهان ليا پوره نه پوهېږي، ځکه د جين-اينجينيري صنعت يوه نوې پدېده ده او د پوهنې دغه برخه بشريت ته ګټوره ښکاري، مګر ګواښوونکې هم کېدلی شي تمامه شي، مګرپه افغانستان کې د طبیعي ښورې ترڅنګ د يوريا يا نيتريک اسيد لرونکي کيمياوي توکې هم په کرنه کې کاروي، چې خپل ناغېړ اغيز د انسانانو په روغتيايي حالت پرېږدي، خو افغان دولت د خوراکي توکو د بدمرغيو دغه اړخ ته پام نه کوی، دخلکو خبره يو ټولنيز غوبل دی، چې پر مظلوم ولس يې راڅرخوي!

30.12.2012 12:04    |   محمد داود نيازی سوداګريز بانک Commercial Bank

سوداګريز بانکونه ديو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.که په يو هېواد کې سوداګريز بانکونه وجود ونلري نو د هغو هېوادونو اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخامخېږي؛او په اسانۍ سره نشي کولای چې خپل اقتصادي پرمختګ ته ادامه ورکړي. دا چې سوداګريز بانک د پرمختګ يو عامل دى، نو په ډيری پرمختيايي هېوادونو کې عام خلک پيسې سپموي، چې دغه سپماوې په دوه ډوله دي: 1. توليدي سپما: عبارت له هغې سپما څخه ده، چې د بيلا بيلو اقتصادي کړنو په تمويل کې ترې استفاده کېږي؛ او په اقتصادي پر مختګ کې ونډه لري. 2. غيرې توليدي سپما: په دې ډول سپماو کې پيسې له اقتصادي جريان څخه وځي، په پيسو کې عدم تعادل را منځته کېږي،بانکونه له تادياتي ستونزو سره مخامخېږي، او د پيسو د کمښت سبب ګرځي.په دې ډول سپماو کې، عام خلک پيسې په کورونو کې زېرمه کوي.

27.12.2012 12:40    |   شمس الدین الفت ډيسکټاپ Desktop

د Desktop تعريف: دکار هغه ساحه چې پرهغې وينډوګانې، ايکنې، والپيپر، مينوګانې، ټاسک بار، ډايلاګ بکسونه او ټاسک بار راښکاره کيږي د ډيسک ټاپ په نوم ياديږي

14.12.2012 18:02    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د غـوړیـو د تـولیـدولـو صنـایـع

انسان د خپل پایښت او بقأ لپاره ، په بشري نړۍ کې د پېدایښت د لمړۍ ورځې څخه د وخت ، شرایطو او شونتیاوو سره سم د ځان لپاره د مناسب خوراک ،څښاک،پوشاک او استوګن ځای برابرولو لپاره هڅې پیلوي . دا هڅې کله بریالۍ او د هیلو سره اړخ لګوي ، خو ډېر ځل داسې هم پيښیږي ، چې د هڅو پایلې د غوښتنو د پوره کولو ځواب نه شي ویلای ، او پاته راځي . له همدغه ځایه توپیریز ژوند پیل کیږي ، وړاندې ځي او د تاریخ پړاوونه یو پر بل پسې خپل منزل وهي . د وخت په تېرېدو سره د څېویلیزیشن یا تمدن لمن د لټون او موندنو له لارې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخیږي . د بشپړونکو کارونو په وړاندې بولو سره د طبعیت نه د ورکړل شوو څیزونو سربېره د اړتیا وو د پوره کولو او سمبالولو لپاره د نورو نوو څیزونو د رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره ځانګړې لارې چارې سنجول کیږي او پلې کیږي .

09.12.2012 17:23    |   سيدمنتظرشاه دګلاب جغرافياوي خپريدنه (دريمه برخه)

دګلونوپيدايښت اوپراختياپه اړه جلا جلا پوهانوخپلې نظريي ليکلي دي اوپه دې اړه په زړه پورې څيړنې او لټونې کړی دي چې په لنډ ډول په دې ليکنه کې ورته اشاره شوې ده.

08.12.2012 11:09    |   ډاکټر لمر قيامتي اندېښنې که ذهني انګازې

زما سر د قيامت له اندېښنو سره ليا له ماشومتوبه سر ګردان دی، پروسږ کال مې يو ليکنه د قيامت د فزيکي ممکني سببونو په اړه ليکلې وه. له هغه مودې دا دي دويم کال هم مخ په تېرېدو شو، خو ليا هم پر ما قيامت نه دی شوی. د لاتين امريکا د انديانو د مايا د کليز پر بنسټ د ۲۰۱۲ ميلادي کال د دسمبر ۲۱ نېټه د بشري ژوندون لپاره د قيامت نېټه ټاکل شوې ده، چې زموږ نړۍ به ورانېږي يا ورکېږي او يا دا چې ټول کاينات به له منځه ځي. په ګڼشمېر اديانو کې د ټول کاينات ګډوډېدلو ته قيامت وايي او هر دين قيامت ته خپل تعبير او تفسير ورکړی دی. عجيبه بيا دا ده، چې د دسمبر یوويشتمه هم د يلدا شپه يادېږي او هم د قيامت آنګازه ده.

08.12.2012 11:00    |   محمد داود نيازی د ونډو بازارstock exchange

په دې ورستيو کې په هيواد کې د ونډو د بازار د جوړيدو په هکله يو شمير رسنيو خبرونه خپاره کړل دا چې دا سکالو په هيواد کې يوه نوې سکالو ده نو ما هم اړينه وګڼله تر څو په دې هکله يو څه وليکم .د ونډو بازار هغه بازار ته وايي چې د کمپينو ونډې او نورو ارزښتناک اسنادو پيرل،پلورل له يو وګړي بل وګړي ته پکې دليږدولو چارې تر سره کيږي. همدرانګه ګارګ(Gorg)د ونډو د بازار په هکله داسې وايي: د ونډو بازار د وګړويو ټولنه ده چې د اجورې په مقابل کې عامو خلکو ته ونډې او بانډونه پيري او پلوري چې د خصوصي قواعدو په داخل کې دغه معالات تر سره کوي.