کتابونه پاڼې پاڼې
د لنډو کیسو ددې په زړه پورې ټولګې انګریزي بڼه د" ډورینس" په نامه مشهورې امریکايي خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی. ټاکل شوې ده چې د نومبر په میاشت کې " ډورینس "د دغه کتاب د تبلیغ او ترویج چارې په رسمي ډول په متحدو ایالاتو او برتانیا کې پیل کړي.
د رحیم الله بشارت نوی پولیسي ناول چې ۳۸بجې ۴۰ دقیقې نومېږي له چاپه راووت. د ښاغلي بشارت لومړی ناول د شنوګټوقاضي و چې لوستونکیو یې ډېر تود هرکلی وکړ.
موږ جنګ ځپلې ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري بلکه د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم منفی اغیزه کړې او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم ،ورورګلوۍ او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې او لاس نیوی روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه ډیره کمزوری کړې ده .
د نوميالۍ پښتنې شاعرې او ليکوالې حسينه ګل تنها پنځمه شعري ټولګه د "له ما نه مۀ بيلېږه" په نامه تازه په پېښور کې له چاپه راووته.