د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

06.12.2014 12:32    |   عبدالباري جهاني د کندهار سندریزه شاعري

په هرات کي د تیموریانو د سقوط سره سم، د کندهار ښار او شاوخوا سیمه د اته لسمي پیړۍ تر لومړیو کلونو پوري د ایران د صفوي دولت او د هند د مغولو د ډهلي د سلطنت ترمنځ لاس پر لاس کیدی. په دې څه کم دریو پیړیو کي د کندهار د اجتماعي او سیاسیي وضع په باب، پرته له دې چي د دغه او هغه جنرال او شهریار له خوا فتح سوی دی، چنداني معلومات نه لرو. له بده مرغه چي، په فوکلور کي هم د دغو جګړو او پیښو انعکاس نسته یا لږ ترلږه زموږ تر لاسه نه دي را رسیدلي؛ که چیري په دې باره کي کوم نظمونه یا کیسې موجودي وې هغه د زمانې بادونو او ګردونو لاندي کړي دي.

01.12.2014 11:12    |   محمد عارف رسولي د هیوادونو د ناکامۍ لاملونه پیژندل او د بریا یو څو لارې

په بیوزله ملتونو کې که د داخلي او بهرنیو لاملونو له کبله شخړې رامنځته شي او که دا شخړې د اوږده وخت لپاره دوام وکړي نو دا هیواد او دولت یې د ناکامو دولتونو او ملکونو په کتار کې راځي. په خواشینۍ سره زموږ ګران هیواد هم اوس د دې ناکامو دولتونو په کتار کې شمیرل کیږي. ناکام دولتونه او ملتونه له خورا ډېرو تولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي. دا یوه پیچلې ستونزه ده او ډول ډول داخلي او بهرني پیچلي لاملونه لري او ورڅخه راوتل ستونزمن کاروي. دلته د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي، ملي قانوني اقتصاد، ملي ارزښتونه او ټولینز پیوستون او نور ټولنیز قراردادونه کمزوري کیږي اوبیا رغول یې ګران کار وي. دلته بهرني قوتونه لاسوهنه کوي، د پخلاینې مخه ډب کوي او د مثبتو بدلونونو مخه نیسي. په دې لیکنه کې د ننیو نړیوالو شته څیړنو او تاریخي شواهدو په رڼا کې هڅه شوې ده چې د بیوزله او شخړو وهلو هیوادونو چې ناکام هیوادونه هم ورته وایي یو څه بحث وکړم. موخه داده چې د هغوي د ناکامیو او د نجات په لارو یو څه رڼا واچوم ترڅو په دې اهمه ملي موضوع عامه پوهاوئ زیات شي.

30.11.2014 15:46    |   عبدالواسع هیله‌ من رسوایی ارزشها و واژه‌های سیاسی و دینی در افغانستان

افغانستان کشوریست که تمام ارزش‌ها و واژه‌های دینی و سیاسی در آن رسوا و بدنام می شوند. اگر در تاریخ افغانستان دیده شود این امر بسیار واضح به نظر می رسد. می‌خواهم چند نمونه از این موارد را خدمت شما ارایه نمایم. البته قابل ذکر است که بیشتر این رسوایی‌ها و بدنامی‌ها از طرف سیاسیون بزرگوار و زمامداران عالیقدر صورت گرفته است. خصوصاً در عملی نمودن این موارد افراط و تفریط صورت می گیرد.

30.11.2014 00:02    |   سورګل ژمن تڼی د برلېن دېوال او ډیورنډ کرښه

د برلېن دېوال او ډیورنډ کرښه، دا دواړه د هېوادونو د وېښ نښې دي. د برلېن دېوال او ډیوذنډ کرښې ترمنځ هم یوشانتېوالی او هم بېلوالی شته. خو د دواړو (هغې دېوال او دغې کرښې) سیاسي مانا او مفهوم یو شان دی. ما له دې کابله چې د برلین دېوال ړنګولو جشن پنځویشتمه کالیزه څو ورځې د مخه، په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. ما د دې لپاره دا دواړه د هېوادو د بېلوالي نښې په یو ګډ عنوان کې راوړلې چې د ډیورنډ کرښې ته د یو هغه کوچني هغو افغانانو سم پام واړوم، د کومو په مغزو کې چې نور، نور څه ګرځي او راګرځي.

28.11.2014 13:24    |   صدیق الله فدایي د افغانستان په سوله او امن کې د دینی علماوو نقش

په افغاستان کې دینی عالمانو تل د ټولنې په مثبتو او منفی بدلونونو کې رول لوبولي دی. ډیر وخت په افغانستان کې دینی عالمان له دولت سره په تصادم او ټکر کې واقع شوي او زیات وخت یې هم د پردیو اشغالګرو پر ضد دآزادی لپاره تحریکونه او خوځښتونه رهبری کړي دي. ځیني وختونه دیني عالمان د دولتونو د لاس آله ګرځیدلې او استقلالیت یی نه دی لرلی. او په ځینو نورو وختونو کې هم د پاکستانی، ایرانی، سعودی او نورو کړیو لخوا د سیاسی موخو لپاره استعمال شوي دي.

28.11.2014 13:19    |   صدیق الله فدایي د اسلامی امت د خلاصون هلې ځلې

نن ورځ موږ ګورو چې اسلامي هیوادونه د لویو خطرونو سره مخامخ دي. له سودان نه نیولې تر کراچې پورې په ټولو اسلامي هیوادونو کې امن نشته، په زرګونو مسلمانان په بی ګناه توګه وژل کیږي او د مصر نه نیولې تر پاکستانه پورې مسلمان ځوانان له محکمې پرته په زندانونو کې ورځې شپې تیروی. عراق، افغانستان، پاکستان، سوریه، مصر او لیبیا د جګړې په اور کې سوځي او ورو ورو دغه بې امني نورو اسلامی هیوادونو ته لاره مومي.

26.11.2014 18:56    |   محمد عارف رسولي افغان پوهنتونونه او د کتاب او کوریکولم ستونزه

د افغان پوهنتونونو زده کړیال تراوسه هم سم درسي کتابونه نلري. دهغوي استاذان ورته هغه په نامه د څپرکو کاپۍ یا د لکچرنوټونو او کتابونو څخه اخیستل شوې برخې ورکوي چې ډېرئ یې زیات وختونه د وخته تیر او زاړه وي. له بلې خوا، کتابتونونه، د بودجې له کموالي سره مخ دي او دهغو بخشش شوو کتابونو د غورځولو ځای دي چې تر ډېره له اړتیاوو سره سم ندي او د کوریکولم یا د درسي پروګرام له محتویاتو سره سمون نه خوري. ولې دا تراوسه داسې ده، ۱۳ کاله وشول چې په یوه سکتور کې مرسته شوې چې ښوونه او لوړې زده کړې یې یوه د بریالیتوب کیسه بللئ؟ کرستینه رورز د زده کړې او ښوونې د زیرمو په وړاندې درئ مهم خنډونه ارزوي او تشریح کوي چې څنګه دا له نورو مسئلو سره اړیکه لري: د کوریکولم اصلاح، بودجه او د مکتب د لمړنیو او ثانوي دورو له سکتور سره نه همغږي. دا هغه وړاندیزونه چې استاذانو او مشاورینو یې سپارښتنه کړې وه معرفي کوي چې په پایله کې به زده کړیالانو ته مناسب درسي کتابونه ورسوي. هغه وایي، په خواشینۍ سره داسې معلومیږي چې نه د لوړو زده کړو راتلونکي پنځه کلن پلان او نه په سکتور کې غټو مرسته کوونکو دا بیړنئ حالت درک کړئ وي.

26.11.2014 10:52    |   عبدالباري جهاني حمید ماشوخېل

تقریبا دوه نیمی پېړۍ پخوا د پېښور سره نیژدې د ماشوخېلو په کلی کی په یوه ډېر غریب محيط کی د عبدالحمید ماشوخېل په نوم یوه شاعر ژوند کاوه چی په ژوند کی یې لږو خلکو د احوال خبر واخیست.خو ،د پښتنو د هېشگی دود او دستور سره سم ،پسله مرگه ډېر وستایل سو. چا د پښتو ژبی بېدل،چا د پښتو سعدی او چا د موشگاف لقب ورکړ.قلندر اپرېدی په خپله زمانه کی د پښتو ژبی په شعر کی بل حریف نه وینی مگر کله چی خبره حمید ماشوخېل ته رسېږی نو وایی:

25.11.2014 18:24    |   صحراني ګل آشنا دښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې ستونزې او د حل لارې

بشري نړۍ له نارينه او ښځينه انسانانو څخه سرچينه نيولې چې د کورنۍ ژوند په پيلولو سره يې کلي ، قبيله ،ټولنه او ولس تشکيل کړې دي، چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د مبین دین په لارښونه او په غیري اسلامي هېوادونو کې د هغوي د خپل کلتور او منسوح شوي دین په لارښود سره د خپلوۍ او دوستۍ اړیکي او داسې نورې ګڼې رشتې رامينځته کړي دي.ديو نارينه انسان په څېر ښځو ته هم دنياوي او اوخروي مسؤليتونه متوجه دي او مکلف دي چې د دنيا د ژوندانه په شېبو کې هلې ځلې وکړياو د دنيا او اخرت سعادت ،نېکمرغي ،برياوې ،هوسا ژوند او وياړمنې شی، ددې لپاره ترټولو لومړي او اړينه وسيله علم او عرفان دي، چې په لاس ته راوړلو یې انسان له جهل څخه راوتلای شي، همدا د بې سوادۍ لاملونه دې چې اکثره ټولنې او نژادونه یې د بد بختۍ سره مخ کړي دی، د سید جمال الدین افغان وینا ده چې که نارینه زده کړي ونه کړي نو یو انسان بې زده کړو پاتې کېږي او که یوه ښځه علم او پوهه لاس ته را نه وړې نو یوه کورنۍ به بې سواده پاتې شي، نو همدا لامل دی چې د ټولنې د اوسنۍ اړتیاو په نظر کې نیولو سره لازمه ده چې هره ښځه باید زده کړې وکړي.

23.11.2014 13:25    |   محمد عارف رسولي د ملتونود ظهور، پرمختګ او زوال یو څو لاملونه

په دې لیکنه کې د ملتونو د پرمختګ، ظهور او یا او وروسته پاته والي په اړه بحث کیږي. که پوه شو چې ټولنې د کومو لاملونو له مخې پرمختګ کوي نو دهغو لاملونو نشتون بیا وروسته پاته والئ راولي.

18.11.2014 10:58    |   پاچا راحل شريف د پوځيانو د روزلو وړانديز کړی

درست ده چې له پاکستان سره دوستي به زموږ د ستراتيژيکو ګټو سره سمون لري، خو په دې شرط چې خپل اسلامپال او ږيره خريېلی نظامي تيوريسن مفتي مهار کړي. مدارس يې کنټرول او د افغانستان پر ضد د تبليغ او تخريب لپاره نور وړانده طالبان ونه زيږوي

17.11.2014 11:27    |   پروفیسور عبدالحالق رشید دوزیرستان د ویش دتوطیی په اړه یوتاریخی سند

دیورند(٭) یودوه سیلابه کرغیړن نوم اوکرغیړنه کرښه ده ، چې دیوه عادي انګریز کیپتان (وروسته دباندنیوچارو چارواکی ) اودافغانستان د یوه خپلسري خوپه عین وخت کې دیوشمیرپه وینا مجبور واکمن (عبدالرحمان خان ) له څیرو سره ځان پتلیزوي . دغه ډنګر خو مکار کیپتان له ۱۸۷۹ میلادي کال څخه ، یانې له هغه مهاله وروسته چې امیرمحمد یعقوب خان دکابل له تخته یوازې په دغه ګناه چې پربالا حصار باندې یې دپاڅون کوونکو وینې تویې نه کړې اوپردې یې تورن کړچې له مقاومت کوونکو سره یې لاره وه دهند په لوروخوځاوه ، دیوه فعال انګریزې مامور اودهغې حادثې له مخې چې پلار یي په سرحد کې دنده ترسره کړې وه اوهمدلته مړشوی و دافغانستان چا رو ته وګمارل شو، او خپل ماموریت یې له همدغه ځایه پیل کړ.

16.11.2014 13:08    |   عبدالرحمن فرقاني پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای

که يوه لور ته په اسلامي نړۍ کې د سپيڅليو، منځلارو او متوازنو اسلامي ارزښتونو او مفاهيمو د بدنامولو لپاره پخپله د اسلامي امت د سختدريځه ډلو د ناوړه، بې منطقه او بې اټکله کړنو څخه داسلام د سپيڅلي الهي دين پر ضد ګټه پورته کېږي؛ بل لور ته په نوموړې نړۍ کې ډېموکراسي د ولسواکۍ د تمثيل لپاره د يوه غولونکي شعار په توګه د مادي نړۍ د استعماري ځواک د مادي ګټو د خونديتوب لپاره په معکوس ډول ګمارل کېږي، چې له بدمرغه په ټول کې پر اسلامي نړۍ باندې د دغو ناوړه تپل شوو ښکارندو بيه بيا په لوي لاس د اسلامي امت کړېدلي ولسونه ورکوي، کوم چې د سوکالۍ او نيکمرغۍ له بهير څخه وروسته پاتې، د وحشت اوبربريت له عالم سره لاس ګريوان د وژنې او رټنې په نړۍ کې د ژوند سپېرې او ترخې شپې او ورځې تېروي.

16.11.2014 12:59    |   صحراني ګل په افغانستان کې د استادانو او معلمینو رونې ته لنډه کتنه

په هر هېواد کې د هېواد د پرمختګ لپاره پرمختللې ښوونې او روزنې ته اړتیا لیدل کېږي هغه هېوادونه چې منظمه او پرمختللې ښوونه اوروزنه ولري نو د هغو د پرمختګ لامل همدغه ښوونه او روزنه ده. هغه هېوادونه چې ښوونې او روزنې ته زیات پاملرنه کوي؛ نو هېواد یې هم د پرمختګ او د اولې درجي هېوادونو په لیست کې شمېرل کیږې، چې د وګړو لپاره لازم فرصتونه، دهېواد فرهنګ او تاریخ، اقتصاد، نظامی سکتور. خداماتې سکتورونه او په هغه ټولنه کې عدالت قایم او جهل له منځه ځي. هغه هېواد چې لسګونه کاله په سرو لمبو کې وسوځید او له جکړو وروسته یې د پرمختګ په لور لومړي ګامونه واخیستل افغانستان دی، چې د ښوونې بهیر یې دکمیت له مخې په چټکۍ او د کیفیت له پلوه یوه څه وروسته پاتې شو. دنا سمې حکومتدارۍ، ټوپک سالارۍ، فیوډالیزم او تش په نوم دیموکراسۍ د هېواد په هر برخه کې منفي اغیزې وکړې چې یوه برخه یې د لوړو زده کړو د استادانو روزنه ده.

15.11.2014 11:08    |   صحراني ګل پر ظاهر شاه د سردار داود خان د کودتا لاملونه

داود خان څوک و؟ ارواښاد سردار محمد داود خان د سردار محمد عزیز زوی دی. په ۱۹۰۹ کال په کابل کې زېږدلی دی. متوسطه زده کړي د استقلال په لېسه کې سرته رسولې دي. په فرانسي کې د مهندسۍ په څانګه کې درس لوستلی او دکابل په نظامي تعلیمګا کې یې نظامي زده کړي سرته ورسولي. په ۱۹۳۴ کال د دمشرقي ولایت نایب الحکمه شو. په ۱۹ ۳۵ کال د کندهار ولایت نایب الکحمه په حیث مقرر شو. د ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۷ پورې د مرکزي قواو قوماندان، ۱۹۴۸ کال دیوه کال لپاره داخله وزیر شو. ۱۹۴۵ کال څخه تر ۱۹۵۳ پورې د شامحمود په کابینه کې د دفاع وزیر پاتې شوی دی. ډېر په وطن مین، صادق، باتقوا،دعیاشي او روشوت خورۍ څخه پاک افغان. په ۱۹۶۳ کال کې ظاهر شاه د صدراعظمۍ له دندې ګوښه کړ چې بالاخره بیرته په یوه کودتا کې د هېواد واک لاسته راوړ(عطایې، ۱۳۸۳).

13.11.2014 10:39    |   عارف الله عارف بودیزم او په افغانستان کې یې خپریدل

بودیزم دبودا نومې سړي په لاس جوړ شوی مذهب وو کومه الهي سرچینه یې نه درلوده.دغه مذهب دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته خپور شو.په اړه یې بېلابېل اندونه اوګروهې رامنځته شوې.پر انساني روزنه ولاړه تګلاره یې درلوده.افغانستان ته دکنیشکا او اشوکا پرمټ راورسیدو. دلته یې خپلې رېښې وغځولې او له ځان څخه یې عبادت ځایونه پرېښودل چې اوس هم دنني افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شتون لري لکه په جلال اباد،کندهار،کاپیسااو دهندوکش دغرونو په لمنو کې.

12.11.2014 10:47    |   سادت د ډیورند توره تپل شوې فرضی کرښه د واحد افغانستان او افغان ولس د بدبختی اصلی لامل

د نن څخه پوره ۱۲۱ کاله وړاندې په ۱۸۹۳ کال کی د نومبر په ۱۲ د افغان ولس پر سینه داسی یوه ظالمانه او لری د هر ډول انسانی او نړیوالو معیارونو چاړه تیره کړای شوې او تپل شوې چې تر ننه یې د زخمونو څخه وینی او زووي بهیږي. . .

12.11.2014 10:44    |   محمد عارف رسولي په ټولنو کې د اصلاح لپاره پاکو او مسلکی خلکو ته اړتیا وي

په انساني ټولنو کې د دې اړتیا شته ترڅو یو داسې ټولئ وي چې خپله هم پوه وي، ښه اعمال ولري، خلک هم و ښو کارونو ته راوبولي اوله بدو یې را وګرځوي. ویلای شو چې په ټولو بریالیو انساني ټولنو کې د تاریخ په اوږدو کې داسې ګروپونو شتون درلوده او اوس یې هم لري. البته دې ټولنو به د هر وخت، هرې ټولنې، هر تمدن او هر دین د اړتیاوو او غوښتنو سره سم یو څه بنیادي او اعتقادي توپیرونه درلودل خو که ښه ورته ځیر شو دې ډلو یو څه ورته والي هم درلوده او اوس یې هم لري. د ټولو ګډ خاصیت نو د خلکو ښو ته رابلل او له بدو منع کول وو. همدارنګه دا ټولي او ګروپونه په خپلو ټولنو کې د ښه شهرت او کړنو څښتنان ول. څرنګه چې په هره ټولنه کې داسې خلک پوره احترام ترلاسه کوي نو کله کله داسې هم شوې او هروخت کیدای شي چې خپله فاسد خلک په دې لباس کې ځان ووهي او د خپلو ګټو لپاره کار وکړي او ترځان ښه خلک تخریب کړي او اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

11.11.2014 18:52    |   زين الله منلی د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ نوميالي

د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ په نومياليو کې ځينې داسې نوميالي شته چې زما پام يې ځانونو ته واړاوه او ومې غوښتل چې د دوي په پېژندګلوۍ خپل زړه خوښ کړم او دا هم کېدلای شي چې زما خپلوان او دوستان هم ورباندې خوښ شي. هغه وګړي چې زه يې پېژندل غواړم هغوي دا نوميالي وګړي دي چې په تاريخ کې هر يو ځانګړی او ستر اغيز درلودلی دی.

10.11.2014 10:56    |   عبدالباري جهاني اخوند درویزه او آزاده شاعري ؟

اخوند درویزه د یوسفزیو پښتنو په منځ کي تر نیمي پیړۍ زیات عمر تیر کړی او د سیمي په ټولو پښتني سیمو کي ګرځیدلی دی. د هغه د ژوند زمانه د ۱۵۳۰ څخه تر ۱۶۳۸ پوري ټاکله سوې ده، یعني ۱۰۸ کاله یې ژوند کړی دی. اخوند درویزه یو متشرع عالم وو او د پښتنو لپاره یې اهمیت په دې کي دی چي د مخزن الاسلام په نوم یو کتاب یې، چي د دیني اصولو او احکامو په باره کي دی، په پښتو ژبه لیکلی دی؛ او دا کتاب یو له لومړنیو پښتو کتابونو څخه دی. اخوند درویزه د روښانیانو تر ټولو سخت دښمن وو؛ هغوی یې تاریکیان بلل او پخپله بیر روښان یې ملحد او ګمراه باله. خوشحال خان خټک لومړنی پښتون شاعر دی چي دې کتاب ته یې د مخزن الاسرار په نوم اشاره کړې او هغه یې د شکل او متن له مخي غندلی دی.

09.11.2014 13:09    |   حفیظ الله خالد کنفرانس ویانا

دومین کنفرانس ملل متحد در مورد کشورهای محاط به خشکه و کمترین انکشاف یافته جهان از تاریخ ۳ الی ۵ نوامبر ۲۰۱۴ در شهر ویانا پایتخت اتریش برگزار گردید،دراین کنفرانس که درآن یک هزار نفراشتراک کننده ازکشورهای محاط به خشکه ،کشورهای ترانزیت، کشورهای کمک کننده ،ارګانهای زیربط ملل متحد و موسسات بین المللی اشتراک نموده بود مشکلات ترانزیتی کشورهای محاط به خشکه مورد بررسی قرار گرفته راه های حل آن طی مصوبۀ تحت نام (اعلامیۀ ویانا ) برای ده سال آینده یعنی از ( ۲۰۱۴ – ۲۰۲۴ ) تصویب گردید ، در کنفرانس ویانا آقای بان کی مون سرمنشی ملل متحد،آقای کوتیسا رئیس اسامبله عمومی،آقای هینزفیشررئیس جمهور اتریش و تعدادی از روئسای حکومات و هیات های عالیرتبه از کشورهای مختلف جهان اشتراک نموده بود.

05.11.2014 11:18    |   الحاج مولوي زین الله منلی قیسي پښتانه،‌ طالوت – د قیسي پښتنو نېکه

د قران کریم په اسراء سورت کې راغلي دي، چې بني اسراييل به د موسی علیه السام له کتاب تورات څخه دوه ځله سرغړونه او فساد کوي او الله تعالی به دوی ته یوځل د بابل د پاچا بخت نصر اودویم ځل به د ایران د آخشورش پاچا د وزیر هامان په لاس د دغو سرغړونو جزا او سزا ورکوي. بیا د استر او مردخای په برکت د هامان له کړاو څخه وژغورل شول اوهامان په خپله هلاک شو. د بقره د سورت په ۲۴۶ - ۲۵۲ ایتونوکې راغلي دي، چې بني اسراییل د خپلو ګاونډیو عملاقانوله لاسه ډېر په کړاو اوځور کې ول.

31.10.2014 19:43    |   عبدالباري جهاني سوله به کله او څنګه راځي؟

د پاکستان د ډان ورځپاني د اکټوبر د یودیرشمي په ګڼه کي لیکلي دي چي د افغانستان جمهوریس ډاکټر اشرف غني په پیکینګ کي د افغانستان د سولي او بیا رغولو په باب کنفرانس ته په ینا کي وویل چي سوله زموږ تر ټولو لومړنی هدف دی. موږ سیاسي مخالفینوو په تیره بیا طالبانو ته بلنه ورکوو چي د افغانستان په خبرو اترو کي برخه واخلي او له خپلو ټولو بین المللی انډیوالانو څخه غوښتنه کوو چي د سولي د هغه تلاښونو ملاتړوکړي چي په افغانانو به اړه لري او رهبري به یې افغانان کوي.

29.10.2014 12:05    |   پوهندوی آصف بهاند د مطالعې دود او دوې وروستۍ مقالې

د خوشالۍ خبره ده چې د لوست، کتاب او مطالعې په لوري، د استادانو،شاګردانو او نوي نسل پام اوړي. هیله ده چې دا هڅې نورې هم بیړنۍ شي او د مطالعې کلتور دومره عام شي چې کوراکور د کتاب او مطالعې په ارزښت باندې خلک پوه شي. کله چې مطالعه وي، نو ورسره پوهه وي.چې پوهه وي د کتاب او مطالعې وال خپله لار د ښیګڼې او پرمختګ پر لوري پرانیزي. کله چې کتاب او مطالعه وي، د نا پوهۍ او تیارې لمن ټولیږي، د خلکو او ټولنې سترګې غړیږي، بیا نو خپل منزل ته د رسیدو لار پیدا کولای شي.

27.10.2014 10:41    |   شیر صافی در باره ی منابع زبان فارسی2

مشتاقان حقیقت اشارات ضرور را گرفته اند و با صبر و متانت به دیگران منتقل می کنند. هنگامی که روشن فکری ملتی دچار کرختی و بی غیرتی فرهنگی می شود، جربـزه و جرات تحقیق و انتقاد را از دست می دهد، بر خیال و اعمال و اندیشه های مستقل خود چوب حراج می زند، پس لاجرم عقل را از ورود به این گونه مطالب می هراساند و با بهانه جویی و لج بازی، برای تسکین خاطر، به مبالغه های بیمار گونه کنونی در باب صفویه و عثمانی و غیره می افزاید !!!