د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

02.01.2015 11:45    |   پاچا په افغانستان او عراق باندی د امريکا بربنډه حمله!

"په افغانستان او عراق باندی د امريکا بربنډ تجاوز او فلسطينيانو باندی د اسرائيلو ظالمانه تيری او تجاوز د نړۍ په ټولو (رسنيو.ژ) او ټلويزنونو کی خپور شو چی د خلکو قهر او غضب يی د اسرائيلو او يهوديانو او د هغو د خواخوږی او طرفدار يعنی امريکا پر ضد راوپارول. په اسلامی نړۍ کی د امريکا ستراتيژی او اقتصادی ګټي په حقيقت کی د افغانستان ، عراق او فلسطين لخوا چی مجبور وو د امريکا د شتمنيو(منافعو) او خلکو پر ضد په ترهګريزو (ترورستی) عملياتو لاس پوری کړي د خطر سره مخامخ کړي وي.

31.12.2014 14:02    |   محمد عارف رسولي که مو سازمانونه د زده کړې مرکزونه شول

که د انساني پانکې او فردي پوهې ترڅنګ د یوه هیواد سازمانونه د نوې پوهې، ښه کار، غوره تولید او زیات ثروت په ایجاد کې د زده کړې مرکزونه شي نو په سیي لاره روان دئ. که د هیواد سازمانونو د ښې رهبرۍ، غوره مدیریت او په کم وخت او لږه خرچه د ډېرو کارونو سرته رسولو پوهه ترلاسه کړه نود هغه هیواد پرمختګ او سوکالي حتمي کیږي. که سیاسي سازمانونو او ګوندونومو د تشو شعارونو په ځای د خلکو په خدمت او د ملي یووالي په ټینګښت کې له یو بل سره روا او مشروع مسابقه پیل کړه نو ملي ستونزو، شخړو او د بهرنیاو لاسوهونو ته د حل لاره موندل کیږي.

31.12.2014 14:00    |   ډاکټر لمر افغانستان د عين و غين په لومه کې

درنو هېوادوالو! تاسو ته څرګنده ده، چې افغان ولس وروسته د ښاغلي حامد کرزي له واکمني د افغانستان نويو بدلونونو ته په تمه وو، چې د نويو ټاکنو په ترڅ کې او د ناټو له تېښتې وروسته به افغانستان ته، يوه سمه، صادقه او څانګپوهه اداره رامنځ ته شي، خو له بده مرغه د ټاکنو له لومړي پړاوه بيا تر ننه پورې د افغانستان په ټولنيزه، سياسي او اقتصادي برخه کې داسې بدلون رانغی، چې افغان ولس ورته خوشاله شي او يا د زړو او نويو پرهارونو او ټپونو درمل او دوا يې وشي، مګر افغان ولس ليا هم د ناهيلي په ګرداب کې لاهو دی.

30.12.2014 23:30    |   ملاعبدالسلام ضعیف آیاامریکایان مسلمانانوته سوله راوړلای سي؟

دډیره وخته دخلکوپه ذهنونوکې داخبره پخه وه چې امریکایان اهل کتاب دي دمسلمانانوسره دومره دښمني اوستونزه نه لري لکه دنړۍ بل قطب چې دی؛ ځکه چې هغوی مشرکین اویاداچې بي عقیدې اوملحدهیوادونه دي، هغه پخوانۍ وارسااوبیا ورپسي کمونیزم بلاک وو،نوځکه هغه وخت د ډیرو اسلامي هیوادونومیلان دغربي امپریالیسټي بلاک خواته وو،دلومړۍ نړیوالې جګړې چې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې دیوه مذهبي مشر فرانزفرډینانډ دوژلو وروسته پېل سوه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې ۱۷ ميلیونه انسانان ووژل سوه، جرمني په فرانسه، بلجیم اوانګلستان باندي، اسټرلیااوهنګري پر روسانو حمله وکړه. ترکیې د جرمني ملاتړ وکړ، امریکااوځینو نورو هیوادونو دانګستان اوفرانسې کومک وکړ، يو شمیر هیوادونو د روسانوملاتړ وکړ، جګړه ډیره خونړۍ مګر په لنډ وخت کې ختمه سوه.

28.12.2014 23:33    |   عبدالباري جهاني د لارډ کرزن د یاداښتونو له کتابچې څخه یو څو پاڼي

ما مخکي هیڅکله د افغانستان د مشهور امیر عبدالرحمن خان د پایتخت او دربار او له هغه سره د مخامخ کیدلو او عمومي وضع په باب بیان نه دی کړی. ما د مرکزي آسیا د مسلې په باب ډیر کلونه څیړني او مطالعې وکړې، د هند د پولي د امنیت؛ د روسانو د پالیسی، په آسیا کي د روسېې د یرغلونو او فتوحاتو او په دغه سیمه کي د پرتو هیوادونو د رول، ایران، بلوچستان، افغانستان، تبت، چین په باره کي مي مطالعات وکړل او بیا مي نو زړه بیخي ډیرغوښتل چي د افغانستان امیر، چي تر ټولو مهم وو او تر ټولو ګوښه وو، له نیژدې ووینم او مخامخ ورسره وږغیږم. ځکه چي د هغه په برخه کي هم د برټانوي هند پرله پسې حکومتونو او هم لندن اندېښنه درلوده، ورته بدبین ول او حتی ویره یې ورڅخه درلوده.

26.12.2014 11:57    |   داکتر عبدالحی نیازي ملی هویت د ملت جوړونې بنسټ جوړوي

افغانستان د ټولو میشتو اقوامو او ولسونو ګډ کور دی. که څه هم ملی هویت د ملت جوړونې بنسټ جوړوي خو د ملت جوړونې لپاره په هیواد کې د سیاسی واکمنۍ د ټینګښت تر څنګ ، ټولنیز عدالت، ولسواکې، سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ودې او ملی ګټو ته ژمني سیاسي او مدني ټولنې جوړیدل رغنده ونډه لري . د ملی هویت په روڼا کي په هېواد کې د ولس ګډ سوله ایز سیاسی ژوند د ملت جوړونې د پاره لاره پرانیزي او ملت د هیواد د خپلواکۍ ، ملی یوالې او د اقتصادی پرمختک مضمن وي. په نړۍ کي داسې هېواد نشته چې اتباع یی د ملی هویت خاوند نه وي او بیله ملی هویته ملت نه جوړیږي او بیله ملته د هېواد پايښت تلپاتی کیدای نشي.

26.12.2014 11:57    |   نجیب منلی په پښتو کې د «ر» ګانو ستونزه

ډېر ځله یوه ستونزه – پرته له دې چې له واقعیتونو سره تړلې وي – د واقعیتونونو له بیان څخه راولاړېږي. یو عیني واقعیت دی، هغه څه چې زما او ستا له ادراک، پوهې، فکر، احساساتو، انګېرنو او نورو ذهني فعالیتونو څخه جلا د دنیا پر مخ شته: اوبه، تیږه، هوا، بوټی، لمر، سپوږمۍ او په ملیاردونو نور موجودات چې موږ یې ډېر کم شمېر پېژنو او لا تر دې کم شمېر ته یې په خپلو ژبو کې نومونه لرو.

24.12.2014 11:35    |   میلاد "سیار" ارمغان حکومت وحدت ملی

حکومت وحدت ملی زاده همان جنجال ها و تنش های سیاسی شش ماهه انتخابات پر ماجرا 16 حمل سال 1393 خورشیدی است. شکل گیری حکومت وحدت ملی در یک مقطع حساس تاریخی صورت گرفت از یک سو ناتو و نیروهای خارجی با کوله بار بسته آماده بیرون شدن از افغانستان بودند , از سوی دیگر طالبان حس قدرت طلبی شان را با خروج نیروهای ناتو و خارجی شدیدتر ساخته بودند, و ازجانب دیگر هم کشور های سود جو منتظر سودجویی از هر لحظه و وضعیت در کشور بودند و حلقات خاص در داخل افغانستان در خواب و خیال رسیدن به کرسی ها بودند.

23.12.2014 19:17    |   محمد عارف رسولي بیوزله هیوادونه د شخړو په خبیثه دایره کې

بیوزلي او ورپسې اوږدې شخړې او منازعې یوه ټولنه او ملت ژور بحران او د ناکامۍ له یوې خبیثې دایرې سره مخ کوي او ور څخه بیا وتل خورا ګرانه، اوږده ستونزمنه او اغزنه لاره شی او ډېر خلک ورباندې ښه نه پوهیږی. د داسې ټولنو ډېرئ خلک د شخړو، بیوزلۍ او محرومیتونو په اور کې سوځي خو د خلاصون لاره نه مومي. ټولو ته مالومه ده چې زموږ د ټولنې او ملت حالت همداسې دئ. او اړینه ده چې ځان ښه ورباندې پوه کړو او د نجات او خلاصون لارې ومومي. په دې لیکنه کې موخه همدا ده ترڅو د هیواد والو او په تیره ځوانو کدرونو سره مرسته وشي چې په دې ملي ژوره ستره ستونزه ځان سم پوه کړي او د خلاصون لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

23.12.2014 19:11    |   شاه ولی آرین دافغانستان ستراتیژیک موقیعیت

داسیا په زړه کې دغه تاریخی هیواد دسیمی اونړی دجیوپولیټیک باارزښته موقیعیت له امله دتاریخ په اوږدو کې دزبرځواکودیرغل،ښکیلاک او نیواک له امله کرارنه دی پاتی،زموږ ګران هیواد او هیواد والودسترو او نه جبرانیدونکوسرښندنواوقربانیو په ورکولودهیواد د ازادی،ځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسودساتنی او بیرته لاسته راوړلوپه لار کې دغلیمانوپښی په ګونډه کړی اوتیښتی ته یې اړایستی دی

23.12.2014 10:37    |   انجنیر . ش . سـاپـی در باره ی منابع زبان فارسی، 3

مجمع الفرس سروری کاشانی درست در همان زمان که فرهنگ جهانگیری در هند به نام جهانگیر تالیف می شده این کتاب را هم در ایران به امر شاه عباس اول می نوشته اند. تاریخ تالیف جهانگیری سال ۱۰۰۵ و تاریخ تالیف مجمع الفرس سال ۱۰۰۸ هجری است. 
مولف این کتاب محمد قاسم بن حاج محمد کاشانی متخلص به سروری است که شرح حال او در تذکره تقی الدین کاشانی و سفینه ی خوشگو و ریاض الشعرا مسطور است. خلاصه این که وی از اصفهان در حدود سال ۱۰۳۲ به هندوستان رفته و دربار شاه جهان را دریافته و بعد در راه مکه درگذشته است. از تذکره ی نصر آبادی چنین برمی آید که وی در هندوستان پس از اطلاع بر فرهنگ جهانگیری فرهنگ خود را بسط و تفصیل داده است و عجب این است که صاحب فرهنگ جهانگیری کتاب سروری کاشانی را نیز در عداد مآخذ خود ذکر کرده است». 
(دهخدا، مقدمه، ص ۱۹۹، مقاله ی علی اصغر حکمت، مجمع الفرس سروری کاشانی)
برای آگاهی از مراتب خیانت های فرهنگی اعمال شده در حق مردم ممتاز شرق میانه، تنها خواندن چند جمله ی بالا کفایت می کند. جهانگیری فرهنگ دور انداختنی خود را در سال ۱۰۰۵ هجری و سروری، در

22.12.2014 10:08    |   عبدالغني (هاشمي) درې اړخیزه هوکړه، اندېښنې او حساسیتونه

اوسمهال د ترهګریزو فعالیتونو له پلوه د سیمې، آن د نړۍ په کچه تر ټولو کړکېچنه او له تلفاتو ډکه سیمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډې پولې او ورسره څېرمه قبایلي او سرحدي غره ییزې او نورې دې ته ورته سیمې دي، چې د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګرو ډېری مرکزونه په همدغو سیمو کې شتون لري. سره له دې چې په دې برخه کې له ډېرې پخوا ګډې مبارزې ته اړتیا وه او په دغو ګډو پولو کې د ترهګرو د مرکزونو پرضد تر دې پخوا هم د افغانستان، پاکستان او ایساف ځواکونو ترمنځ د ګډې مبارزې په اړه هوکړه شوې وه، خو د بېلابېلو لاملونو له کبله په اړه یې ګټور اقدامات نه دي ترسره شوي

20.12.2014 11:25    |   رنا ګل اریـوبـزی د رحمان بابا په دیوان کی د دین او دنیا تر منځ اړیکی

غوښتل می چی دبابا په دیوان کی ددین او دنیا تر منځ داړیکو په هکله د خپل نظر د څر ګندولو نه مخکی ددی دیوان په ارزښت یو څه ولیکم خو فکر می وکړ چی دا کار څوک کولی شی؟ مګر یو بل باباـ دغزل باباـ همزه شینواری .ده لیکلی دی چی: ننداره دنندار چی دسترګو تور شوه

20.12.2014 11:24    |   عبدالباري جهاني د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه

پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو، نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.

19.12.2014 10:25    |   وکیلي دژبي د دروندواله په هکله

دښاغلي نجیب «منلي» دپرله پسې لیکني (دژبې دروندوالی)تر سریزه لاندي د ټول افغان په ویبپاڼه کي چي خپرې سوي غواړم،چي په دغه برخه کي زه هم خپل نظر د ده له نظره سره شریک کړم .روښتیا هم چي وینا(speech) په ژبه پوهنه کي یو ځانګړی اړ خ لرې .دغه دوینا یوه ځانګړتیا ده،چي یوه ساده خَبَري وییګړه دویناوال له نظره او د ده دږغېده او پر ګړو فشار ډول ډول ماناوي ځني و اخستل سي . زه دښاغلي«منلي» دغه نظرچي د وینا او ویناوال ذهني دریځ په خبروکي خاص وړتیا پیدا کوي په دوو اړخوکي ئې ګورم : ړومبی دټولني د دیالکت (dialekt) له اړخه، چي دغسي اصطلاحګاني هم په وینا کي راځي،چي دلغت (word) له مخه ئې مانا بېخي بدلون مومي لاندي به ئې دښاغلي «منلي » له نظره سره سم لنډ تشریح کړم . یوه ساده خــَبَري وییګړه دویناوال له نظره په ډول ډول مفهوموسره بدلون مومي دغه اړخ ئې ښاغلي «منلي» سم بیان کړي ؛زه پردې باندي بحث نه کوم . بل اړخ ئې دژبي فلسفي اړخ دی چي د «منلي » په لیکنه کي شتون لري او دغه کېدای سي،چي د ده په لیکنه کي وکتل سي .

18.12.2014 10:10    |   میلاد "سیار" وضعیت محصلین افغانستان

محصل توده ای از جامعه است که در صدد کسب علم و دانش میباشد و باید همواره مورد توجه حکومت قرار داشته باشد. به خاطریکه این محصل است که آینده حکومت و ثبات اجتماعی را تضمین میکند. محصل به کسی اطلاق میشود که مشغول آموزش و فرا گیری علم و دانش در مقاطع لیسانس, ماستری, و دیگر مقاطع در یکی از پوهنتون های دولتی یا خصوصی در داخل یا خارج کشوربوده که بعد از ختم دوره تحصیلی حایز مدرک تحصیلی میشود.روز 17 نومبر را جهت ارج گزاری به مقام محصل به عنوان روز محصل مسمی ساخته اند. در سایر کشور ها توجه جدی حکومت بالای محصلین میباشد و سهولت ها را برای شان ایجاد میکنند اما در کشور ما توجه آن چنانی که باید در مورد محصلین صورت میگرفت نگرفت و فرا راه محصلین افغانستان مشکل های زیادی وجود دارد. که دولت باید در حل کردن آن مشکل و ایجاد سهولت برای محصلین افغان راهکار های را باید روی دست گیرد چونکه تنها یگانه راه رسیدن به قله های موفقیت و ترقی کشور تشویق و هموار کردن راه کسب علم و دانش برای محصلین میباشد. از سوی دیگر وزارت تحصیلات عالی باید منحیث نهاد حمایت کننده محصلین در یک هماهنگی با وزارت کار و امور اجتماعی و شهدا معلولین روی زمینه کاریابی این نیروی سرشار از قوت و انرژی را بعد از فراغت مساعد نماید. و محصل محوری را در پوهنتون ها به گونه عمومی ترویج و نهادینه کند . و زمینه حمایت مالی از محصلین بی بضاعت را نیز فراهم کند. و کوشش شود تا این سیستم کلیشه یی تدریس از بین رفته و مواد درسی نوین جا گزین مواد درسی قبلی شود. و از استادان که به صداقت و درستی وطیفه مقدس خود را به پیش میبرند تشویق و تمجید نماید. وضعیت محصلین افغانستان

17.12.2014 09:48    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی - ۴

کله د وینا محتوا د ویناوال له احساساتو سره په اړیکه کې وي. هغه څه چې شوي، کېږي یا کېدونکي دي کېدای شي چې د ویناوال خوښي یا ناخوښي په کې وي، کېدای شي چې ویناوال یې له وقوع څخه په تشویش کې وي، تمه ترې ولري یا کوم بل عاطفي تړاو ورسره ولري.

15.12.2014 23:20    |   عبدالباري جهاني څرنګه تاریخ لیکو؟

تیر وختونه د هر قوم هینداره ده. تر څو پوري چي یو قوم د خپلي سابقې څخه خبر نه وي د راتلونکي په باب سمه پیش بیني نه سي کولای، او حتی په روانو حالاتو کي هم ځان، په ښه توګه، سم نه سي پیژندلای. دا هینداره چي هر څومره روښانه وي او قوم هر څومره خپل مخ سم پکښي وګوري نو موږ ویلای سو چي تاریخ لیکونکي خپله وظیفه په ښه توګه بشپړه کړې ده. تاریخ یا د مورخ یا تاریخ لیکونکي د سترګو لیدلي حالات وي، چي باید په منتهی امانت او ایمانداري ثبت سي؛ تاریخ لیکونکی، په لوی لاس، د خپلو لوستونکو او راتلونکو نسلونو په سترګو کی خاوري ونه پاشي او په لوی لاس د قام د مخ کتلو هینداره تاریکه نه کړي. د تاریخ لیکلو بله منبع، تاریخي متون دي چي هم باید د عقل په ترازو کي وتلل سي ممکن له ناممکن څخه او معقول له

15.12.2014 23:19    |   ډاکټره نادیه د کابل طبی پوهنتون د عمل په ډګر کی

د هیواد ټولو اوسیدونکو په ځانګړی ډؤل علمی کدرونو ته په ډېر درناوی سره غواړم ووایم چی د هیواد د ننه د ټولو روغتیایی ستونزو ریښه د کابل په طبی پوهنتون کی ده او د لوړو زده کړو وزارت او د عامی روغتیا وزارت ورسره برابره ونډه لری. د کابل په طبی پوهنتون کی یو شمیر وژونکی ناروغی شتون لری چی په لنډو ټکو یی په لاندی ډؤل یادولئ شو.

14.12.2014 15:35    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی – ۳

د ګرامر کتابونه را ته د جملې د جوړښت په اړه خبرې کوي خو ځینې مفاهیم لکه ندا (غږ)، استفهام (پوښتنه) که له اړوندو وییوکو سره و تړلای شي خو ښه خبره ده او که نه نو د تنقیط (ټکي، کامې، لیندۍ، لیندکۍ، ...) لمن و نیسي. خو د خبرې په سپړلو کې په هر حال کې پاتې راځي.

13.12.2014 12:37    |   رباني وحدت بشر حقوق دعربي نړۍ نه بلکې د اسلام مبارک دین ډالۍ ده

کله چې د اسلام مبارک دین په خپلو مبارکو وړانګو د انسانانو د ژوند تیاره کونجونه او اړخونه روښانه کړل ، نو انسانانو ته یې د ژوند د پرمخ بېولو ، اداره کولو، نیکمرغی ، خوشالی او پرمختګ لپاره په هره برخه کې هر اړخیز او څرګند احکام او ارشادات وضع کړل .

12.12.2014 21:13    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی

که څه هم له ژبپوهانو سره ناسته ولاړه لرم، د سیلاني په توګه د ځینو سترو ژبپوهانو د لکچر خونې ته هم ورغلی یم، د ژبې پر مسایلو فکر کوم خو په هېڅ وجه خپل ځان ته حتی د ژبپوهنې شاګرد هم نه وایم.

09.12.2014 10:16    |   عبدالخالق رشید شاهدخت افغان كه شاهنشاه روحانى عصرش بود

روز آخر بيست چهارمين كنګره (2003) استادان زبان فارسى درشهرتاريخى پونه به پايان رسيده بود ، بعد ازصرف نان چاشت باګروهى ازاستادان اشتراك كننده كنګره جهت اداى نمازروانۀ مسجد شاندار اعظم كامپلكس ګرديديم. بعد ازختم نماز دوباره به محل معين درصحن همان انستيتوت برگشتيم ، هنوز سه ساعت ديگر به رفتن ما باقيمانده بود، زيراكه قطار ساعت پنج بعد ازظهر ازپونه به صوب دهلي حركت مى كرد. خانمم بااستادان خانم ازايران وكشورهاى ديگر به بازار رفته بود، من منتظير ايشان نيز بودم، خواستم آرام كنم ، نزديكم يكې از استادان هندى نشسته بود چون هوازياد گرم بودبعد ازكمى صحبت اونيز نشسته خوابيد. من به ارزيابى كارهاى وديدواديدهاى سه روزه ام پرداختم، باخود به اين نتيجه رسيدم كه ازشهرپونه دست آوردې وچيزى نوى كه مربوط به تاريخ ، ادبيات وزبان ما باشد نيافتم ونه شنيدم ، من طبق معمول به هرشهرى كه رفتم يك چيز دررابطه ميخواندم ومه شنيدم ، درضمن همين ارزيابى ذهنى باخود باتاسف ګفتم : دريغا كه از شهرزيبا وتاريخى بادست خالى برمې گردم.

08.12.2014 10:32    |   پوهيالى رباني وحدت ولسواکي او سياسي ګوندونه

دولسواکۍ لپاره د سياسي ګوندونو اومدني ټولنو شتون ډير اړين دى، هغه ديو عالم خبره چې دسياسي ګوندونو پرته ولسواکي داسې مثال لري لکه په موټر کې چې تيل نه وي يا لکه د آس پرته د آس ګاډۍ . په همدې اساس په جمهوري نظامونو کې سياسي ګوندونو ته دفعاليت اجازه ورکول کيږي ترڅو خلک په سياسي چارو ، د سياسي ،اقتصادي .... نظام په ټاکلو ،دټولنې دچارو په تنظيم کې او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې برخه واخلي .

08.12.2014 10:22    |   محمد اسماعيل عندليب يوازې چې غلی نه وم

خبره د ملي هويت او په تذکره کې د (افغان) د ليکلو ده، څه موده د مخه د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ويلي و، هغه تذکره به وانه خلي چې هغه ته يې پکې (تاجک) نه وي ليکلي، اوس چې له بريښنايي تذکرې څخه د (افغان) کلمه لرې کړای شوې ده، تر ټولو زياته غوصه ورباندې عموماً پښتانه ښکاره کوي، خو په پښتنو کې هيڅوک داسې پيدا نه شو چې ووايي، هغه ته تذکره به وانه خلم چې (افغان) يې راته پکې نه وي ليکلي.