د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

07.05.2015 12:04    |   شفیق همدم آیا حامد کرزی برمیگردد؟

محبوب ترین، منفور ترین و مرموزترین چهره، القاب اند که توسط طرفداران، رقیبان و تحلیلگران به حامد کرزی، رئیس جمهور اسبق کشور اطلاق می گردد. چهره که سازمان های استخباراتی، دکتران روانشناسی و حتی نزدیکترین حامیانش در شناخت این چهره ناکام مانده اند. این سیاستمدار افغان در نخستین سال های زمامداری اش انقدر مشهور و محبوب بود که اکثریت افغان ها به حیث فرشته نجات به او میدیدند در خارج از کشور نیز جایگاه خاص برخوردار بود. اما این چهره سرشناس نه تنها محبوبیت و شهرت اش را، بلکه قدرت، نفوذ و حتی نزدیکترین اعضای خانواده اش را نیز موقتا و دایماً از دست داد. با این هم فراز و نشیب ها این سیاستمدار دست از سیاست نه کشیده و می کوشد به این راه ادامه دهد.

05.05.2015 21:18    |   نظرمحمد مطمئن پګواش غونډه؛ په زور ازموینې د ډیپلوماسي بریا

د پګواش کانفرانس په دوحه کې او دیته ورته کانفرانسونه په دې موخه جوړيږي چې د مخالفو جهتونو ترمنځ د دښمنۍ فاصلې کمې او خپلمنځي اختلافات او نظرونه د نورو په وړاندي ووايې.

03.05.2015 14:18    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار فـرهـنګي حـقـوق د افـغـانستان پـه سـفـارتـونـو کې

د میلمه هیواد سفارت په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد ملي څیره تمثیلوي او په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد د دپـلوماتیکـو او کلتوري اړیکو د اعـصابـو او ملي پیـژاند (هویت) مرکز دی. ما د افغانستان څلور سفارتونه (په واشنګټـن ډی. سي.، برلین، لندن او تهران کې) د فرهنګي حقوقـو په اړوند کې د څیـړنې لاندې ونیول. په ټـولو او هـر یـو کې، په افغانستان کې د ملي هـویت سازۍ د خــورا اغـیزمن عنصــر (پـښتـو ژبې) سره د ناګڼلي پردي چلن شوی دی، او په دې ډول ذکر شوو سفارتونو خپله رسمي ملي بې کفایتي په غـټ بـریالیتوب سره ښودلې ده

28.04.2015 17:34    |   سیداحمد ماموند دثور داومې پېښه

دا لیکنه مې په ډنمارک کې په دغه اړوند جوړ شوي کنفرانس کې دلوستلو دپاره لیکلې وه ،خو هلته مې ګډون ونه کړی شو. دا واقعیت دی چې په ټولیزه کې د درېمې نړۍ هېوادونه او په دغه ډله کې افغانستان څه پرون او څه هم نن دنړۍ دزبرځواکونو دستراتیژیکو ګټو دلاسته راوړلو ،نفوذ پراخولو او ټکرونو ډګرونه ؤ او دي. په شلمه پېړۍ کې دغه زبرځواکونه پخوانی شوروي اتحاد او دامریکا متحده ایالاتونه ؤ او نن امریکا او دناتو سازمان دی چې دخپلو ګټو په خاطر یې زمونږ وطن کې د اور لمبې بلې کړې دي.ددرېمې نړۍ دنورو هېوادونو په څیر په افغانستان کې دپام وړ ټول ټولنیز،سیاسي،اقتصاد،کلتوري او پوځي بدلونونه ددغو زبرځواکونو دنفوذ او سیالۍ تر اغیز لاندې سرته رسېدلي ؤ او اوس خو هر څه د امریکا په نېغه لارښوونه سرته رسیږي .

28.04.2015 10:05    |   انجنیر . ش . سـاپـی در باره ی منابع،بررسی متون یهودی ـ فارسی،7

درگیری با مقدمات و مقصدی که این یادداشت ها می پیماید، در تار و پود عضلات هر بازو نیست و آن اندیشه که بتواند دل خواه را در آستان گفتار نو به مذبح برد، در مخزنی ذخیره نمی شود که در آن توتم های جهل به صورت جزمیاتی لایتغیر انبار شده است. از این روی گرچه صفحات آن شناس نامه که برای زبان فارسی در چند نوشته ی اخیر ارائه دادم، به میزان کافی مهرهای موید بر اوراق خود داشت، اما کسانی با واهمه ای آشکار، حساسیت هایی بروز دادند که از جهات مختلف چنان شگفت انگیز می نمود، که بر من اثبات شد راه درست می روم و دل هایی را به لرزه درآورده ام که از صدور المثنای نظیر، برای زبان رایج خود، دچار هراس بسته شدن دکان های قوم پرستی شده اند. چنین است که به عمق بیش تر می روم، چند گوهر نو از میان لجن ته نشست شده در این دریای دروغ، که یهودیان هویت کهن شرق میانه را در آن غرقه کرده اند، بیرون می کشم، تا احتمالا تشخیص درست بر نزدیک بینان نیز میسر شده باشد.

28.04.2015 10:04    |   ظریف امین یار اسرار عدم موفقیت دولت مجاهدین

به همه هویدا است که افغانستان در محراق توجه و مرکز تقاطع منافع قدرت های بزرگ جهان قرار دارد. موقعیت جیو پالیتیک و وضعیت ستراتیژیک این کشور را در امتداد سده های متمادی در لوژ و جولان گاه استیلاگران قرار داده است. حضور و نقش اجانب در این کشور همواره متکی بر تقویت و حمایت ظلمت ، نفاق، آشوب، توطیه ها وعقبگرایی بوده است. شیوه های دایمی اجنبی ها در افغانستان نفاق، ظلمت گرایی، اکستریمیزم، جلوگیری از سیر تکامل جامعه، صدور جنگ، صدور انقلاب و صدور آیدیولوژی های مانند تروریزم، بنیاد گرایی مذهبی، اسلام سیاسی و دموکراسی می باشد که افغانستان را به لابراتوار دایمی این صادرات مبدل نموده است.

25.04.2015 19:57    |   حیات الله پیاوړی کودتا یا سیاسي فاجعه

د افغانستان په وروستي څلویښت کلن تاریخ کښې د څو کودتاګانو را منځته کیدل او د هغو ناوړه پایلې فاجعه د انګلیسي ژبې د (Disaster) د کلیمې سره برابره او د ناوړې پیښې او مصیبت په معنی ده. فاجعه کیدای شي طبیعي او یا غیری طبیعی وي. طبیعی لکه زلزله، ږلۍ د غر ښویدل، سیلاب، وچکالي او داسې نور. غیر طبیعي د انسانانو په لاس رامنځ ته کیدونکي پیښې دي. لکه ایکولوژیکي او چاپیریالي ستونزې یعنې (د ځنګلونو بې رحمانه وهل، هوا ته د مضره ګازونو خپرول، د چاپیریال لکه د اوبو، هوا او ځمکې) ککړول او د هغوی ناوړه پایلې چې د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او ډول ډول سترو انساني ناورینونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي. زه په دې بحث کښې د طبیعي پیښو په اړه نه بلکه د انسان په لاس آګاهانه، پلان او رامنځته شوې سیاسي پيښې او فاجعې په اړه چې کودتا بلل کیږي او نه جبران کیدونکی سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ناوړه پایلې لري، شته معلومات شریکوم.

25.04.2015 19:57    |   عبدالرحمن فرقانی څلورم ځواک د نوښت په لور..!

واقعیت خو دا دی؛ چې ټولنیزې ښکارندې په پرله پسې توګه د مثبت بدلون او اوړون په لړکې د یوه هیواد د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې تل نوښت ته اړتیا لری، خو دا نوښت باید د نوموړي هیواد د دیني، فکري او کلتوري ارزښتونو څخه،کوم چې په نړیواله کچه د یوه هیواد ځانګړتیا او هویت تشکیلوي پښه بهر کې نه ږدي او نه هم نوموړي ارزښتونو د پردیو هیوادونو تر کلتوري یرغل لاندې واقع شي، خو له بدمرغه زموږ په هیواد کې هغه کرغیړنې ښکارندې ،چې د یوې انسانې ټولنې د تباهۍ او بدمرغۍ لامل کیږې په پرله پسې توګه پر هیواد باندې د حاکم حالت له کبله د ودې په حال کې دي او زموږ سر لوړی هیواد د ذلت او معنوي خوار ۍ لوري ته وړي.

24.04.2015 22:35    |   صدیق رهپو طرزی ٫٫ روشنگر،، سنت زده

هنوز من دبیر روشنی نشده بودم که حمید الله روغ، نوشته یی زیر نام، ٫٫ مساله شناسی روشنگری افغانی ،، را در شمارهٔ سوم و چارم روشنی، که یحیا هارون، مدیر مسوولش بود، به دست نشر سپرد.

23.04.2015 22:15    |   میلاد "سیار" فساد اخلاقی

فساد اخلاقی یکی از مشکل های حاد و درد سر ساز در هر مرز و بوم به شمار میاید که بیشتر جوانان را در خود غرق ساخته به آینده یک مملکت صدمه رسانده و مصونیت اجتماعی را در آن مرز و بوم متزلزل میسازد . این پدیده از دو واژه فساد و اخلاق ترکیب شده است که از شاخص های فساد شمرده شده و باعث بد بختی و عقب مانی در یک جامعه انسانی میگردد . در این نوشته روی دو واژه فساد و اخلاق , پدیده فساد اخلاقی و عامل های آن , اخلاق از منظر اسلام , رابطه میان اخلاق و آزادی , نقش جوانان در محو پدیده فساد اخلاقی و راه های مبارزه با آن یادوری صورت گرفته است .

22.04.2015 23:11    |   عبدالرؤف حکمت د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي ژوند او مبارزې ته کتنه

مرحوم مولوي محمد نبي محمدي د افغانستان د معاصر تاریخ یو پیژندل شوی شخص دی،نوموړی د شوروي ضد جهاد په مهال د افغان مجاهدینو یو مهم رهبر او د حرکت انقلاب اسلامي په نامه د مجاهدینو د تنظیم مشر و.

22.04.2015 23:10    |   نظرمحمد مطمئن د امریکا نوی سیاست؛ بل ډیورنډ او بل وزیرستان؟

موږ لا له پاکستان سره د ډیورنډ پولې له ستونزې نه يو خلاص شوي چې اوس د یو بل ډیورنډ لاین اړوند بهرنیانو خپلې طرحې جوړې کړي دي او تر څیړنې لاندي يې نیولي چې که عملي شي نتیجه به يې څه وي او د عملي کيدو له پاره يې څه کول په کار دي.

19.04.2015 11:02    |   احسان الله آرینزی د هندوانو له پاره د چرچېل نسخه

یو شپه مې افغاني وېبپاڼې کتلې چې نوې مقالې ولولم. په Maihan.org وېبپاڼه کې مې د درانه لیکوال محمد عالم افتخار په یوه لیکنه سترګې ولګېدې چې (بربریت در بوسه چرچېل؛ تا خطبه ملا نیازی) نومېږي.

19.04.2015 11:00    |   فریداحمدفرهنگ موږ څوک وژني؟

افغانان دکلونوراهیسي دجګړې په تورتنورکې ورتیږي ،نړیوال دهوسایني اوپرمختګ نه ډک ژوندتیروي ، دنیادترقۍ اوپیشرفت لوړوپوړیوته ورسیدل ،په افغانستان کې ور ځ تربلي جګړه زوراخلي اوقومونه یوپه بل وژل کیږي . داهیوادد تاریخ په اوږدو کې په نړیواله اوسیمه ایزه کچه دډیروستروامپراطوریومرکزپاته سوی اولامل یې په دې خاوره کي دملیتونویووالي بلل کیږي ،کله چي افغانان په خپلوکي یوموټي سوي دتاریخ پاڼوته په کتوهیڅ یوزبرځواک په دې نه دی توانیدلی چي داملک دخپل قلمرو لاندي راولي اوله شتویې ګټه واخلي .

17.04.2015 11:59    |   نظرمحمد مطمئن د منځني ختیځ وروستي بدلونونه؛ پر یمن د سعودي-ایران "توده" جګړه، طالبان ولې چوپه خوله دي؟

د یمن پر حوثي ملیشو د سعودي عربستان او د سعودي عربستان تر رهبري لاندي د نږدې څلورو عربي هیوادونو بمبارد او د سعودي له دې تګلارې څخه د نږدې لسو هېوادونو ملاتړ، د نړیوالو بېلابېل غبرګونونه را څرګند کړل، ځینو هیوادونو يې په ښکاره له حملې څخه ملاتړ او ننګه وکړه، ځینو هیوادونو بیا وویل چې د اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو له لاري دي خبرې وشي، پرته له ایران او ځینو نورو شیعه هیوادونو د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون ډیری هیوادونو د حوثي ملیشو له خوا د یمن حکومت نیول يوه کودتا وګڼله او ويې غوښتل چې واک بیرته په سوله ییز ډول د یمن د اوسیدونکو په خوښه واکمن ته ورکول شي.

07.04.2015 21:17    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۹

په هیواد کې د ننه او د باندې له هیواده، په میډیا کې د کو چنیانو پر ادبیاتو او پروګرامونو باندې د خبرو کولو په دې برخه کې اړینه ګڼم ووایم چې په تلویزوني خپرونو کې د کو چنیانو له پار جلا کړای شوې برخې د ځانګړې پاملرنې وړ دی. یو خو دا برخې ډیرې له پامه لویدلې او سطحي ګڼل شوي دي او مسولین یا نه پوهیږي او یا ځانونونه تیر باسي چې همدا کوچنیان د سبا لویان دي، که سم وروزل شي، خو ښه، که په همدې ډول ناسم وي، نو راتلونکی نسل او د هغوی حالت به یا همداسې وي او یا به له دې هم بد تر وي.

03.04.2015 23:17    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۸

له ۲۰۰۱ نه بیا تر نن پورې به د میدیا په بیلابیلو برخو کې د کوچنیانو ادبیاتو د څیړنې او تخلیق په برخه کې څومره د چا له خوا کار شوی وي، مالومول یې یو څه ګران کار دی، خو هغومره چې په ویبپاڼو کې، یا په چاپي او انځوریزو رسنیو کې کار شوی دی او زما له نظره تیر شوي دي، زه یې په لنډ ډول دلته یادونه کوم:

25.03.2015 11:13    |   محمد عارف منصوری بحران هويت ( افغانيت، اسلاميت، دموكراسى )

سير تكامل جوامع بشرى و پيچيده شدن مناسبات انسانى، مقوله هويت را به يكى از بنيادى ترين عناصر انديشه و تفكر معاصر مبدل نموده. به همان ميزانى كه دانشمندان به واكاوى چيستى هويت پرداخته اند، ابهام و اختلاف نظر در مورد آن بيشتر گرديده. هر كس از منظرى به آن نگريسته، اما هيچيك پاسخ مسلم و قاطعى براى آن ارائه ننموده است. بقول الكسيس كارل كه دو جايزه نوبل را در شناخت فيزيولوژى انسان از آن خود نموده، نا شناخته ترين موجود هستى است. از سوى ديگرهيچ موجودى به اندازه انسان، نيازمند شناخت خودش نيست.

22.03.2015 18:48    |   میلاد "سیار" تعصب

تعصب وعصبیت در اصل از ماده”عصب” به معنی رگها و پی‌هایی است که مفاصل را به هم ارتباط می‌دهد، سپس هر گونه ارتباط و به هم پیوستگی را تعصب و عصبیت نامیده‌اند، اما معمولا این لفظ در مفهوم افراطی آن به کار می‌رود . فیلسوف جرج سانتایانا تعصب را اینگونه تعریف کرده‌است: " تلاش خود را مضاعف‌کردن وقتی هدف را فراموش کرده‌اید. " به باور وینستون چرچیل، " متعصب کسی است که نمی‌تواند نظر خود را تغییر دهد یا موضوع را عوض کند . " تعصب یک متغیر وابسته است که عامل های متعددی در شکل گیری این متغیر نقش دارد که از عدم آگاهی دقیق از اساسات دین مقدس اسلام در مملکت های اسلامی , تقلید بدون تحلیل , تعصب , خانواده و محیط , کارکرد های دوگانه حکومت و نخبه های تعصب گرا میتوان منحیث عامل های تاثیر گزار نام برد . تعصب و قوم گرایی در افغانستان نیز یکی از مسایل حاد به شمار میرود که تا هنوز هم مردم افغان درگیر این پدیده است . جنگ های داخلی , هرج و مرج , عقب مانی ها از میدان رقابت جهانی , مبدل شدن مملکت بر میدان رقابت کشور های خارجی , فقر اقتصادی , مساعد شدن زمینه برای تهاجم فرهنگی ... را میتوان منحیث پیامد های منفی تعصب نوشت . برای محو ساختن پدیده تعصب در گام نخست باید سطح آگاهی مردم از طریق منبر مسجد ها , رسانه ها , شبکه های اجتماعی , پروژه های حکومتی , تبلیغات بلند برده شده و در مورد ضرر های تعصب برای مردم آگاهی داده شود .

19.03.2015 11:25    |   پوهندوی آصف بهاند مآخذ، بیبلیوګرافي، ریفرینس

زموږ د اوسنیو قلموالو او څیړونکو د کارونو او څیړنو په ترڅ کې د نورو ستونزو او تیروتنو تر څنګ په څیړنه کې له منابعو، سرچینو،مآخذونو، ریفرنس یا بیبلیوګرافي څخه د استفادې او نه استفادې ستونزه ډیره عامه شوې ده. زما له ډیر پخوا نه دې ستونزې ته پام و او په میډیا کې مې چې کله د مآخذ د نه ښوولو او یا په نا سم ډول د یوه کتاب او مآخذ ښوول په مخه راتلل، نو به مې د کمپیوتر د مآخذونو په ځانګړې پاڼه کې دا تیر وتنې له آدرس سره په نښه کولې. پلان مې دا و چې په راتلونکې کې دا ستونزې او تیر وتنې په میډیا کې له نورو قلموالو سره مطرح کړم او د اصلاح له پاره یې په ګډه لار پیدا کړو. په دې موضوع څو پر له پسې کلونه واوښتل او د تیر وتنو لیست ما سره دومره اوږد شو چې خپله ور ته حیران شوم چې اوس یې چا ته په څه ډول ژر ور یادوي.

19.03.2015 11:21    |   شریف نوی سفلیت/ وهابیت او بازاري اسلام

له فقهي او عقیده وي پلوه کېدای شي چې اوسني معاصر سلفي / وهابي خوځښتونه له یوې داسې ونې سره ورته وبولو چې جرړې یې له ابن تیمیه اوبنسټیزه تنه یې محمد بن عبدالوهاب وي، مګر له دې وروسته بیا د سلفیانو/ وهابیانو نورې وړې ډلې دهغو بې شمېره پاڼو په شان دي چې د یوې ونې په خاښونو پورې نښتې وي. په لاندې توګه هغه دوه سلفي/ وهابي لویې ډلې راوړو چې په نویو سلفیانو/ وهابیانو کې له محمد بن عبدالوهاب او له هغه وروسته له ابن تیمیه سره ټينګې اړیکې لري. د دې دوو ډولو یوه سنتي او عنعنوي سلفیت دي او بله ډله یې غورځنګي سلفیت دی.

13.03.2015 23:19    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۷

دا و په تیرو وختونو کې( پخوا له ټوپکي حاکمیت نه) د کوچنیانو د ادبیاتو او د هغو د ژوند ته د پام کولو لنډ جاج. رابه شو اوسني وخت ته، هغه وخت ته چې رژیم په رښتینې بڼه واوښت، رښتیانی بدلون راغی، د خلکو او ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې ژور بدلون رامنځ ته شو او له دې سره سم د افغانستان په ټوله خاوره باندې ټوپکي انارشي حاکمه شوه. کله چې د قلم په ځای د ټوپک شپیلۍ سُر شي، هلته به بیا نو د ژوند څه حال وي، د فرهنګ به څه حال وي، د ادبیاتو او بیا د کوچنیانو او د هغوی په باب فکر کول او د هغوی روزنه او ادبیات به څه حال ولري؟

06.03.2015 21:34    |   نجیب منلی غچ

خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو باغونو کې کرواړه. د کاناډا په تورنتو کې یو علمي سیمینار ته تللی وم. زما دومره انګلیسي زده وه چې کتاب مې پرې لوستلای شو او مطلب مې په کې افاده کولای شو خو د انګلیسي ژبیو کاناډایانو په دریو خبرو کې مې ایله دوې اخیستلای شوې، مانا چې د سیمینار له ویناوو مې نیمه نیمچه استفاده کوله. په ویناوالو کې یو ایرانی استاد هم و. نه پوهېږم چې هغه به څومره پر انګلیسي ژبه حاکم و خو لهجه یې دومره بېکاره وه چې زه یې په لسو خبرو کې په یوه هم نه پوهېدم. په دې هم پوه نه شوم چې وینا یې دقیقاً د څه په اړه وه. همدومره څه مې مغزو ته ورسېدل چې ایراني استاد د «قصه» او «قصاص» د مفاهیمو پر ایتیمولوژیک تړاو بحث کاوه.

05.03.2015 11:05    |   میلاد "سیار" زن در افغانستان

زن موجودی که بشریت را از هلاکت نجات داده و باعث ازدیاد و تکثیر نسل انسان در روی کره خاکی شده است . واژه زن در شماری از واژه نامه های دری به همسر , جنس ماده معنی شده است . زنان افغان با مشکل های زیادی رو به رو اند که در بعضی اوقات زنده گی آنها را دشوارتر میسازند . در این نوشته در مورد طرز دید شهروندان افغان در مقابل زنان افغان و مولفه های این طرز دید , مشکل های عمده زنان افغان و راه های بیرون رفت از این وضعیت پرداخته شده است .

02.03.2015 20:35    |   عبدالغني (هاشمي) افغانستان؛ د سولې هیلې او د جګړې اندېښنې

په دې وروستیو کې د سولې ګړندیو هڅو که له یوې خوا یو ځل بیا د افغانستان جګړو ځپلو خلکو په ژوبلو زړونو کې د هیلو غوټۍ راوسپړلې او سولې ته یې ډېر هیله من کړل؛ نو له بل لوري د تېرو تجربو او نوو تبلیغاتو او معلوماتو له مخې د پسرلي په راتلو سره د دولت وسله والو مخالفینو د جګړې پېلېدونکې تازه پړاو هم افغانان له اندېښنو او ناهیلیو سره مخ کړي دي. د افغانستان ملي وحدت دولت د خپلو وروستیو خپلواکو هڅو له لارې او د چین په ګډون د ځينو هېوادونو په منځګړتوب د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیلېدلو اوازو او تودو ګونګوسو، چې دا ځل وسله والو طالبانو هم ورته د تمې خلاف لېوالتیا او چمتو والی ښودلی؛ په افغانستان کې څه ناڅه د سولې هېلې ټوکولي او سولې ته یې لاره رالنډه کړې ده. ددې ترڅنګ بله هیله مندي دا هم ده، چې د پاکستان په ګډون، چې په افغانستان کې د جګړې، وسله والو طالبانو ملاتړ او نورو سیاسي لاسوهنو مهم لوری ګڼل کېږي؛ د افغانستان په کړکېچ کې ډېریو سیمه ییزو، بهرنيو او کورنيو ښکېلو ډلو او اړخونو هم تر پخوا په دې برخه کې نرمښت او چمتو والی ښودلی، چې دا پخپله سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې زیاتوي.