د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

25.10.2013 22:57    |   محمد یوسف هېواددوست د چکدرې په کمپ کې لیسه له تړل کېدو وژغورئ

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي قدرمنو هېوادوالو ! د درناوۍ او پېرزوینو په وړاندې کولو سره څرګندوو چې د پښتونخوا صوبې د چکدرې په کمپ کې د افغاني مهاجرو د سلمان فارسی عالی لیسې زده کوونکو همدا اوس اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری داسې زده کوونکي هم هلته شته چې یتیمان دي او نشي کولای د ښوونځي میاشتنی فیس هم ورکړي او ددې تر څنګ د ښوونځي کرایه او نور لګښتونه .یو شمېر هېوادوالو له اروپا او نورو سیمو نه په خپل وار اوخدای وس له هغوي سره خپله مرسته کړې خو د وطن دغه بچیان زموږ او ستاسو بنسټیزو او پرله پسې مرستو ته اړتیا لري نو ځکه خو هیله لرو تاسو ګران ورونه او قدرمنې خویندې په خپلو مادي مرستو سره دغه لیسه له تړل کېدو، او هلته د علم ډېوه له مړه کېدو څخه وژغورۍ.

11.10.2013 16:28    |   سيدجان کارواني لندن کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .

11.10.2013 16:22    |   محمد امین بسمل د المان په میونشن کې دلوی اخترلمانځه خبرتیا

دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت تاسو درنولوستونکوته لمړی دراتلونکي لوی اخترپه مناسبت مبارکي وايي اوبیا په خورادرناوي تاسوته خبردرکوي،

09.10.2013 13:48    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د اروپا ۲۰۱۳ کال سایکل ځغاسته په بریالۍ توګه بشپړه شو

د اتصالات ګروپ کمپنۍ لخوا ۹ تنه ۲۱۰۰ کیلو مټره واټن سایکل ځغاسته کې د ګډون په موخه ټاکل شوي وو. دغه ځغاسته له بروسل څخه پیل تر بارسلونا پورې له ۵ هیوادونو څخه تیریده او د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر له ۵ مې نیټې څخه یې تر ۱۹مې نیټې پورې یې دوام وموند.

09.10.2013 13:39    |   نسېم کاکړ په واشنګټن کې د غټ اختر لمونځ

داختر د لمانځه خبرتېا

30.09.2013 18:08    |   عزيز مقری د سویدن په مالمو کې د نمانځغونډې خبرتیا

ښاغلي عبدالمالک بيکسياراوآغلي نجيبه سارا بیاباني فرهنګي اند او هڅو ته د درناوي په خاطر یوه څیړنیزه غونډه جوړوي . له همدي کبله تاسو اغلو او ښاغلو لیکوالو ،شاعرانو وفرهنګیانو دشعروادب او د ښاغلي عبدالمالک بیکسیار او اغلی نجیبه سارا بیا بانې مینه والو ته په

17.09.2013 18:07    |   کابلی وال دپاچا خان مستند فلم په هند کې

بالیوود هرکال دښکلې کشمیر د لداخ په مرکز (لیح) کې دهندي فلمونو نړیوال فیستوال جوړوي ، په دغه فیستوال کې د هند نامتو فلم جوړونکې او فلمي لوبغاړې برخه اخلي ، خپل جوړکړي فلمونه په دغه نړیوال فیستوال کې نندارې ته ږدي ، دلته دخپلو فلمونو په راتلونکوپروګرامونو باندې بحثونه کوي او دنړۍ او ټول هند له ګوټ ګوټ څخه فلم جو ړونکي اود فلم مینه رابولي . دوی ټول دلته راځي او ددغه نړیوال فیستوال مادی او معنوي اړخونو ته پیاوړتیا وربښي . فیستوال هرکال دمی په ورستیو چې دهندوستان ګرمي خپلي لوړې کچې ته رسیږي جوړیږي . خو سږ کال په شمالي هندوستان کې زیات سیلابونه ددی لامل شول چې دهندوستان په شمال کې زیاتو خلکو او ښارونو ته زیات تاوانونه ورسیدل. همداوه چې پرهغه مهال بالیود هنرمندانو له هغو زیانمنو خلکو سره دخواخوږۍ په موخه خپله ټاکې نیټه بدله کړه او د سپتامبر له ۱۳ څخه تر ۱۶ پورې نیټه یې دښکلي لداخ په ښار کې ورته غوره کړه .

09.09.2013 18:51    |   محمد یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه غندنلیک

په ډېرې خواشینۍ سره مو په ژوندون تلویزیون کې ولیدل او له یو شمېر افغاني رسنیو څخه مو هم واورېدل چې نن د سپټامبر د میاشتې پر نهمه نېټه یو شمېر غلواو داړه مارانو ، د مطبوعاتو او آزدو رسنیو قسم خوړلو دښمنانو ، د اسلام او د ستر افغانستان د تاریخي هویت دښمنانو په پوره بې شرمۍ سره د ژوندون تلویزیون پر مقدس حریم تیری وکړ او د یو تېر او بدنامه او سړي وژونکي دولت د بیرغ په پورته کولو او د دولتي موټرو له سره اوپه دولتي پیسو یې سیمه او خلک تهدید کړل .دا د ژوندون پر ټلویزیون تیری نه بلکې دا د افغانستان د هر قلموال او پر خپلواکۍ مین فرهنګي شخصیت او ان پر افغان ولس تیری بلل کیږي .تیري کوونکو چې هم دولت کوي او هم د بدنامو څېرو په درواغجنه لمانځنه تمثیلوي په اصل کې وښودله چې

30.08.2013 20:53    |   حضرت الله رحیمی د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کی افغان محصیلینوته دماسټری دداخلولارښود

فیصل اباد پوهنتون کی افغان محصیلینو ته ماسټری کول اسان شول د پاکستان د زراعت تر ټولو لوۍ پوهنتون چی نړۍ کی ۱۴۲ نمبر او اسیا سربیره پاکستان کښی لومړی مقام لری. خوشبختانه افغان محصیلینو ته په مختلفو پوهنځیو کښی داخلی ورکوی د یاده ونی وړده په اسلامی نړی کی اول مقام لری نن می هځه وکړه چی دپوهنتون اعلی چارواکوسره اوګورم مننه تری کوم چه وخت ی راکړو دوکتورمحمد یونس صیب په مشری اجلاس وشو ښاغلی دپوهنتون دمحصیلینود ښونی یالارښونی چارومسول دی ډاډ ګرنه ی راکړه اوپخپله پکی هم دلچسپی اوښودله. اوس هرافغان کولی شی چه لسانس ي کړی وی

28.08.2013 23:18    |   فايق ځان په لندن کې د خوشالو او ټنګ ټنکور ما ښام

د ټنګ ټکور خبرتیا او بلنه

22.08.2013 07:40    |   اخونزاده ساپی په کراچۍ کې د خدایي خدمتګار تحریک کتاب مخکتنه

د خدایي خدمتګار تحریک په اړه لیکل شوی کتاب په دې ورستیو د کراچۍ میشته لیکوال

07.08.2013 00:01    |   نسيم په ویرجنیا کې د اختر د لمانځه خبرتیا

اختر

06.08.2013 15:17    |   تازه خان ويال په لندن کې د کوچني اختر لمانځه ته خبرتيا

داختر لمانځه ته خبرتيا

06.08.2013 12:36    |   بســـــمل دکوچني اخترلمانځه دادأ کولوخبرتیا

له سلام او احترام سره یو ځای لمړی تاسو درنولوستونکوته په خورا درنښت خبردرکوو، چې دلته دجرمني په بایرن آیالت دمونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې دکوچني اخترلمونځ له خیره سره دوه ځلې ادأ کیږي لمړی لمونځ د سهار په اتو۸ بجو اودوهم لمونځ دسهارپه نهه نیموبجوادأ کیږي. دمګړۍ خو لا سمه نه ده مالومه چې کوچنی اختر به په کومه ورځ وي خویو شمېررسنیو لا وار دمخه دکوچني اختر لمړۍ ورځ دپنجشنبې ورځ ښودلې که یاده ورځ تغیرهم وکړي زموږ په جامع جومات کې به دلمانځه ادأ کولوپه وخت کې بدلون را نه شي.

05.08.2013 14:03    |   جاوېد احمدزی په بلجیم کې دکوچنې اختر دلمانځه خبرتیا

د بلـــجیم په انتورپن ښارکې افغان کلتوري ټولنه د کوچنې اخــتر د رارسېدلو له امــله ټولو هېوادولو، نړۍ مسلمانانو او بلجیم مېشتو افغــــــانانو ته مبارکې وړاندي کوي

04.08.2013 16:50    |   سعيدي دادبي ناستې خبرتيا

دغونډې خبرتيا

31.07.2013 17:38    |   اسدالله په هالنډ کې د فاتحې خبرتیا

د فاتحی خبرتیا

30.07.2013 18:37    |   خبري څانګه په برلین کې د ارواښاد ډاکتر عبدالرحمن ځدراڼ جنازه

Donnerstag, den 01. August 2013 um 13:00 Uhr Columbiadamm 128 10965 Berlin

28.07.2013 18:15    |   بسمل دتراویــــح لمانځه اوقران عظیم الشان دختم خبرتیــــا

دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دیوافغان امام په خواږه اوزړه وړونکي غږ دقران عظیم الشان ختم ترسره کیږي.

23.07.2013 14:47    |   جاوېد احمدزی په بلجیم کې د فاتحې خبرتیا

انا لله وانا اليه راجعون

23.07.2013 11:34    |   فريداحمدتسکين د غمرازۍ پيغام

ارمان دی بيا ليدو يې درده پاتې شي دوی لاړ شي د ګل غوندې د ورځې ميلمانه وي ځيني خلک

20.07.2013 12:08    |   د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه د لاريون خبرتيا

د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه د دفاع لاريون

09.07.2013 19:43    |   خبري څانګه خان او کمیسار--- په پښتو ژبه نوی ناول چاپ شو

د ناول نوم : خان او کمیسار لیکوال : محمدانعام واک چاپځی : ناروې « خان او کمیسار» د افغانانو د آتیایمې لسیزې د ناورین هغه رښتیانۍ کیسه ده چې په ۴۱۶ مخونو کې، په ښه صحافت او ښه کاغذ کې چاپ شوې ده.

08.07.2013 13:17    |   بسمل دمـیرویس نیکــه جومات خبرتیـــا

دجرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې دافغانانوداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواووروڼوته دروژې مباره کې دراتګ له امله مباره کي وايي اوټولوخویندو اووروڼوته ددې مباره کې فریضې په ادأ کولو کې له پاک رب څخه توفیق غواړي.

17.06.2013 19:54    |   عثمان عمر ساپی په المان کې د مرحوم ډګروال عبدالحی ساپي د میرمنې فاتحه

انجنر محمد داؤد ساپی ځوی،الحاج محمداکبر ساپی او محمد اعظم ساپی ورونه. د میدان وردګو ولایت پخوانی والي الحاج غلام حسین ظفر د ورور اوښی، د پکتیا پخوانی والي محمدعثمان «عمر »ساپی، ډګروال محمداضغر ساپی،د ګوندي مطبعې د تولید پخوانی امر فیض محمد ساپی،دیپلوم انجنر غلام فاروق عمر، دیپلوم انجن