کرکټ: نړیوال
افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو
افغانستان نن په يوه شانداره لوبه کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه. دا لوبهد ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سوونو افغان ملاتړو په شتون کې ترسره شوه. پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې په ډېره سخته ۱۳۱ منډې وکړې او سکاټلينډ ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
افغانستان نن د امريکا د متحده ايالاتو له لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غواروي په ترڅ کې ترسره کېږي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.
افغانستان نن د سکاټلينډ سره لوبېږي. لوبه به د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سهار په ۱۰ پيل کېږي
دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.
د کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .
د کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .
د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې تېز توپ ويشتونکی افتاب عالم د عبيدالله کنړي پر ځای په ملي لوبډله کې شامل کړای شو. عبيدالله کنړی دوه ورځې وړاندې ځکه کابل ته ولېږل شو چې د ټپ له امله یې د ملي لوبډلې سره لوبې ته دوام نه شو ورکولای.
افغانستان ننۍ لوبه د اماراتو له سيمه ييزې لوبډلې څخه په ۳۹ منډو وګټله. بې شکه چې د اماراتو سيمه ييزې لوبډلې ښه لوبه وکړه او ځينې وختونه یې افغان لوبډله پسې راخيستې وه.
دکرکټ ملي لوبډله نن د خالي په ورځ د مازديګر په ۵ بجو د دوبۍ هوايي ډګر ته ورسېده. لوبډله نن د سريلانکا له پلازمينې څخه د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېدلې وه.
د ۲۰ اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالۍ - چې افغانستان او ۷ نور هېوادونه په کې برخه اخلي - بشپړ مهال ویش په لاندې ډول دی.
په سريلانکا کې د کرکټ ملي لوبډلې سره مل اداري چارواکي وايي چې له سريلانکا څخه به د خالي په ورځ د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېږي او په همدې ورځ به ماښام دوبۍ ته رسېږي.
نن ورځ کريم صادق بيا ښه لوبه وکړه چې ۳۵ بالو يې ۴۲ منډې وکړې
د څلورو هېوادونو ۲۰اوريزې سيالۍ په ترڅ کې چې په سريلانکا کې ترسره کېږي افغانستان نن لومړۍ لوبه د ايرلينډ سره وکړه. لوبه ايرلينډ له افغانستان څخه په ۵ ويکټو وګټله.
د لوبې وروستی حال: باران پيل شو او لوبه ودرول شوه. که لوبه پيل نه شي افغانستان به د D/L ميتود په اساس په ۸ منډو ګټونکی اعلان کړای شي.
لوبه سريلانکا A په ۳۴ منډو وګټله.
د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې په نيوزيلانډ کې د ۱۹ ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن یوه بله ماته وخوړه. دا ځل یې ماته له امريکا وخوړه. امريکايانو وکړای شول چې ټول افغان لوبغاړي په ۳۲ اورونو کې په ۸۶ منډو وسوځوي او هدف په ۱۴ اورونو کې په اسانۍ پوره کړي.
د نيوزيلانډ کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کاله ټيټ افغان لوبډلې د مينيجر له لارې یې د افغان لوبډلې څخه له دې کبله بښنه غوښتې چې د يکشنبې په ورځ یې ورته د سهار د چای په مهال د خنزير (سرکوزي) ساندويچ وړاندې کړی و.
د ايرلينډ کرکټ لوبډلې روزونکی فيل سمپسن - چې افغانانو یې لوبډلې ته په څلور ورځنې لوبه کې ماته ورکړه - وايي چې که افغانان همدا ډول لوبې ته دوام ورکړي نو د انټرکانټننټل سياليو ګټلو لپاره به غوره لوبډله وي. نوموړی وايي چې افغان ملي لوبډله ښه کرکټ کوي.
د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن هانګ کانګ د افغانستان لوبډلې ته ماته ورکړه. هانګ کانګ په ۴ ويکټو وګټله.
د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې نن (شنبه) د پاپوانيوګيني د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره لوبه وکړه. پاپوانيوګيني افغان لوبډلې ته په ۳۰ منډو ماته ورکړه.
نن افغانستان ايرلينډ ته د څلور ورځنۍ لوبې په پای کې تاريخي ماته ورکړه. افغانستان وکړای شول چې لوبه په ۷ ويکټو وګټي.
په سريلانکا کې د افغانستان او نورو لوبډلو بشپړ مهال ويش په لاندې ډول دی چې د دې ليکنې په پای کې د ملي لوبډلې د ۲۰۱۰ کال مهال ويش هم روښانه شوی دی.
د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې د نړيوال جام په ترڅ کې درې نورې لوبې هم لري. دا لوبې به په دې جام کې د ۹م، ۱۰م، ۱۱م، او دولسم مقام د ټاکلو په موخه ترسره کېږي. افغانستان ونشو کړای چې په لومړي پړاو کې پوره نمرې واخلي او سوپر ايټ يا د غوره اته ډلو په کتار کې ځانته ځای جر کړي.
افغانستان ۱۹ هانګ کانګ ۱۹ ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۸ ويکټو وګټله. د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۳۵ اورونو کې په ۱۳۷ منډو وسوځېده. افغان لوبډلې په ۳۱ اورونو کې ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې په ۸ ويکټو وګټله. د افغانانو په بيټنګ کې جاويد احمدي وځلېد. په ۹۸ توپونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد. جاويد ۹ ځلوريزې او ۳ شپږيزي ووهلې.