د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

20.04.2009 16:07    |   خبري - څانګه د کرکټ ملي لوبډله سبا د سه شنبې په ورځ هېواد ته رارسېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې د غواروي په سیالۍ کې د ګډون دپاره سویلي افریقا ته تللې وه، سبا ته د سه شنبې په ورځ هېواد ته راستنېږي.

17.04.2009 18:01    |   بشير ګواښ افغانستان يو ورځنی لوبوکوونکو لوبډلو کې شامل شو)تازه او بشپړ معلومات(

افغانستان کرکټ لوبډلې نميبيا ته په ۲۱ منډو ورکولو او د ۶ نومرو په درلودلوسره د ۲۰۱۳ کال پورې د نړيوالوکرکټ سياليوو کوونکو په ډله کې شامل شو....

17.04.2009 09:08    |   خبري - څانګه دنمرو جدول او د افغانستان - سکاټلينډ د لوبې انځوريز رپوټ

په دویم پړاو کې د نمرو جدول تر ننه په دې ډول دی:

17.04.2009 15:59    |   الهام یاسینی افغانستان د کرکټ د یوې ورځنۍ لوبډلې لقب لاس ته راوړ. د نمرو تازه ترین جدول

افغانستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د کرکټ د نړیوالو لوبو د یو ورځني کرکټ په لوبډلو کې شامل کړای شو. دا تاريخي بری افغانانو نن ناميبيا ته له ماتې ورکولو څخه وروسته لاس ته راوړ. ناميبيا ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د افغان لوبډلې نمرې ۶ شوې. دا چې د منډو اوسط یې له اماراتو څخه ښه و نو د سويلي افریقا د غوراوي په پړاو کې یې شپږم مقام خپل کړ. پنځم مقام سکاټلينډ لاس ته راوړ.

15.04.2009 02:24    |   خبري - څانګه افغانستان او سکاټلينډ: د افغانستان د بيټنګ مخامخ حال

کریم صادق اوټ شو رن اوټ د ابو وقفه

15.04.2009 05:29    |   خبري څانګه افغا نستان سکاټلینډ ته په ۴۲ منډو ما تې ورکړه . دنمرو تازه جدول

چپ خوا ته کریم صادق د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د افغانستان او سکاټلينډ د لوبې مخامخ حال: هدف: ۲۸۰

13.04.2009 05:01    |   خبري - څانګه کاناډا له افغانستان څخه په ۶ ویکټو وګټله. د نمرو تازه تري جدول

په دې ترتيب ايرلينډ او کاناډا بېخي نږدې دي چې نړیوال جام ته لاره ومومي. د افغان لوبډلې دپاره د نړیوال جام د بریاليتوب خوب اوس هم رښتيا کېدای شي، خو په دې شرط چې پاتې دوه لوبې وګټي او هالينډ د ايرلينډ او کاناډا سره خپلې پاتې دوه لوبې بایلي، او امارات له سکاټلينډ او کاناډا څخه خپلې پاتې دوه لوبې ونه ګټي. په دې حالت کې کېدای شي د يو شمېر لوبډلو شپږ شپږ نمرې شي چې د منډو د اوسط له لارې به بریالۍ لوبډله معلومېږي. که افغانستان پاتې دوه لوبې چې د سکاټلينډ او ناميبيا سره دي وګټي نو د منډو اوسط یې ښه کېږي.

08.04.2009 17:57    |   خبري - څانګه د سویلي افریقا په سیالیو کې افغانستان دویم پړاو ته بریالی شو

په دویم پړاو کې به افغانستان د A ګروپ د څلورو غوره لوبډلو سره لوبه کوي. په دې څلورو غوره لوبډلو کې د ايرلينډ، کاناډا او سکاټلينډ شاملېدل روښانه شوي دي. لا معلومه نه ده چې څلورمه ډله به کوم هېواد وي ځکه چې یوګانډا، عمان، او ناميبيا درې واړه دوه دوه نمرې لري. د دوی د منډو اوسط ته به کتل کېږي او د هغې په اساس به بریالۍ ډله معلومېږي. غالبا دا لوبډله به ناميبيا وي چې له یوګانډا او عمان څخه یې د منډو اوسط ښه ښکاري.

08.04.2009 02:44    |   بشير ګواښ کريم صادق له يوې سيالۍ وويستل شو

د کرکټ د نړيوالې شورا د يو خبر له مخې د افغانستان کرکټ لوبډلې کريم خان صادق دهالينډ سره د سيالۍ پر مهال د قانون د پښو لاندې کولو له کبله له يوې سيالۍ وويستل شو.

06.04.2009 13:33    |   الهام ياسيني هالینډ له افغانستان څخه په ۵ ویکټو وګټله

هالیډ ته په۴۲پنډوسکو۱۲ منډی پاتی دی وړیا-۱۵ هالیډ ته په ۵۴پنډوسکو۵۴منډی پاتی دی کریم صیب محمد نبی ۷ اورونه کری دی میر افضل صیب هم دلته یم

04.04.2009 21:37    |   الهام ياسيني د سویلي افریقا د سیالۍ د نن ورځې د لوبو رپوټ او د نمرو جدول

ګروپ - د افغانستان او کينيا په لوبه کې کينيا افغانستان ته په ۱۰۷ منډو ماتې ورکړه. - د اماراتو او هالينډ په لوبه کې اماراتو هالينډ ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه. - د ډنمارک او برمودا په لوبه کې برمودا ډنمارک ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

04.04.2009 13:54    |   الهام ياسيني کينيا له افغانستان څخه په ۱۰۷ منډو وګټله

الهام ياسيني

03.04.2009 20:35    |   حمزه مومند د افغانستان او برمودا د پرونۍ لوبې انځوريز رپوټ

افغانستان پرون برمودا ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه او د سویلي افریقا په سیالۍ کې یې خپله دویمه لوبه وګټله. افغانستان دا وخت په خپل ګروپ کې تر ټولې مخکې دی. افغانان سبا ته د کينيا سره لوبه کوي. ټول افغان به يې درته مخامخ حال خپروي. تر هغې د پرونۍ لوبې له انځورونو خوند واخلئ.

02.04.2009 12:23    |   خبري - څانګه د افغانستان او ډنمارک د لوبې انځورونه

افغانستان لومړی ډنمارک بيټنګ کولو ته وبللو. افغان لوبغاړي موقعیت نیسي.

01.04.2009 18:10    |   الهام ياسيني د سويلي افريقا د کرکټ په سیالۍ کې د نن ورځې د لوبو رپوټ او د نمرو جدول

الهام ياسيني

01.04.2009 15:24    |   الهام ياسيني د ډنمارک د بیټنګ مخامخ حال دلته ولولﺉ.

الهام ياسيني

01.04.2009 15:59    |   الهام ياسيني افغانستان ډنمارک ته ماتې ورکړه

الهام ياسيني

19.03.2009 19:50    |   رپوټ: جاوېد هميم کاکړ افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله سویلي افریقا ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي د وروستي پړاوپه سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار وخته په شپږو (د کب په ٢٩مه) د سويلي افريقې پلازمينه جوهانزبرګ ته روانه شوه.

18.03.2009 15:19    |   خبري - څانګه د سویلي افریقا په سیالۍ کې کېدای شي افغانستان ځیني لوبډلې خفه کړي. آی سي سي

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پرمختګ ستایلی دی او د دې تمه یې ښودلې ده چې د سویلي افریقا په سیالۍ افغان لوبډله ځیني لوبډلې خفه کړي.

03.03.2009 12:25    |   الهام یاسیني افغان کرکټ بورډ غور کوي چې تمرینونه دلاهور پر ځای په پېښور کې وکړي

د افغانستان د کرکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم ټول افغان ته ویلي دي چې بورډ په دې غور کوي چې افغان کرکټ لوبډله د سویلي افریقا سیالۍ ته د چمتو والي تمرینونه د لاهور پر ځای په پېښور کې وکړي.

03.03.2009 10:02    |   الهام ياسيني لاهور، د سريلانکا په کرکټ ډله بريد، ٧ مړه، ٦ ټپيان

نامعلومو وسله والو کسانو د پاکستان د لاهور په ښار کې د سه شنبې په ورځ سهار مهال هغه وخت د سريلانکا په کرکټ ډله بريد وکړ چې دغه ډله د قذافي لوبغاړي ته د لوبې لپاره په يوه بس کې روانه وه.

15.02.2009 21:16    |   خبري - څانګه د سویلي افریقا سیالۍ ته د کرکټ ملي لوبډله ونومول شوه

ټول افغان ته د افغانستان د کریکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم ویلي دي چې د سویلي افریقا سیالۍ دپاره یې د کرکټ نړیوالې شورا ته د افغان لوبډلې لیست سپارلی دی.

10.02.2009 13:49    |   الهام یاسیني په سویلي افریقا کې د کرکټ د کوالیفایر سیالۍ مهال ویش اعلان شو

نن د کرکټ نړیوالې شورا په سویلي افریقا کې د کوالیفایر یا د غوراوۍ سیالۍ مهال ویش اعلان کړ. په دې مهال ویش کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ډنمارک سره کوي.

03.02.2009 21:38    |   خبري - څانګه د ملي لوبډلې روزونکی کبیرخان پاکستان ته تللی

کابل ته راتګ په مهال دکرکټ د ملي لوبډلې روزونکی کبیرخان د لوبډلې سره نه و. د کرکټ د فدراسیون ویاند جاوید همیم کاکړ په دې اړه ټول افغان ته وویل چې کبیر خان تر دوبۍ پورې د لوبډلې سره یوځای و، خو د شخصي کارونو په موخه هغه پاکستان ته ولاړ او لوبډله کابل ته راغله. د کبيرخان کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي او دا ډېر وخت وشو چې د لوبډلې د روزنې له کبله له کورنۍ لرې و.

03.02.2009 12:51    |   خبري - څانګه د کرکټ اتله لوبډله هېواد ته راستنه شوه. انځوریز رپوټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سهار هېواد ته راستنه شوه. د کابل په هوایي ډګر کې په سلګونو کسانو د ملي لوبډلې هر کلی وکړ. په هرکلي کونکو کې کې د پارلمان ځیني غړي هم وو.