د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

08.09.2009 16:20    |   الهام ياسيني کرکټ: افغان زلمو تاريخ جوړ او د ۲۰۱۰ ز کال نړيوال جام ته یې لاره وموندله

د افغانستان د ۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبغاړو ملي لوبډله د ۱۹ کاله څخه کم عمره لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په ترڅ کې نن د یوګانډا سره لوبه وکړه چې د افغانستان په ګټه تمامه شوه او د ځوانانو ملي لوبډله یې په راتلونکي نړيوال جام کې د لوبې کولو جوګه کړل.

07.09.2009 16:28    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه (د نمرو بشپړ جدول)

افغانستان پچه وګټله او لومړي بيټنګ کول یې غوره وګڼل. افغانانو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان اقبال مالکي ۷۲ منډې جوړې کړې. امريکا ونشو کړای د افغانانو له خوا ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۴۹ اورونو کې په ۲۰۵ منډو وسوځېدل. ايمل وفا د امريکا ۴ لوبغاړي وسوځول. افغانستان په دې ترتيب امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

05.09.2009 23:57    |   بشيرګواښ او الهام ياسيني کرکټ: افغانستان وناټو ته ماته ورکړه (بشپړ راپور او د نمرو جدول)

د ۵۰ اووريزه يوورځنۍسيالۍ په دې لوبه کې وناټو پچه وګټله اوبيټنګ کول يې غوره کړل. د وناټو ټول لوبډلې د ۱۱۱ منډو په کولو سره اوټ شول او په دې توګه يې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه. افغانستان دغه هدف په چټکۍ سره په دوه ويشتم اوور کې د دوو لوبغاړو د اوټ کيدلو په بيه پوره کړ.

05.09.2009 10:13    |   الهام ياسيني او بشير ګواښ کرکټ:افغانستان وناټو ته ماته ورکړه.

افغانستان نن د واناتو سره لوبه کوي. دا د ځوانانو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې درېمه لوبه ده. افغانستان په دې سياليو کې ټولې ۹ لوبې کوي. تر اوسه یې یوه لوبه بايلودې او یوه یې ګټلې ده. افغانستان بايد د وناتو برسېره ۳ نورو لوبډلو ته ماتې ورکړي تر څو په نړيوال جام کې ځای جر کړي.

04.09.2009 16:19    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان هانګ کانګ ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه

وروستی حال: تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

04.09.2009 01:02    |   ع.س د آيرلينډدکرکټ لوبډلې له افغانستان څخه وګټله

نن د ۱۹کلونو څخه کم عمره لوبغاړو د۲۰۱۱کال د کرکټ د نړيوال کپ د غوراوي په لوبو کې دآيرلينډد ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو ډلې دافغانستان ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو ډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه .

03.09.2009 22:33    |   احمدشاه هوتکي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پرون کاناډا ته ورسيدله

کاناډا ته د افغانستان د کرکټ د ټیم تلل د ویزی د ستونزو له امله یو څه وځنډیده چي په وروستیو شیبو کي یی دافغانستان د سفیر ښاغلی جاوید لودین په هلو ځلو سره ویزه تر لاسه کړه .

03.09.2009 11:59    |   الهام ياسيني، بشير ګواښ او سعيد کاکړ د افغانستان او د هالينډ د لوبې انځوريز رپوټ

د سې شنبې په ورځ افغانستان د هالینډ د امتسفلين په ښار کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې خپلې هالينډۍ سيالې ته په دویمې یوې ورځنۍ لوبه کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه. انځوريز رپوټ یې په لاندې ډول دی:

03.09.2009 07:40    |   کمال الدين رنځور د کرکټ د ځوانانو ملي لوبډلې ويزې اخيستي او کاناډا ته به په وخت ورسېږي

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د کرکټ بورډ ورته خبر ورکړی دی چې د۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبډلې لوبغاړو د کاناډا ويزې لاس ته راوړي او د کاناډا ټورنټو ته یې په الوتکو کې ځایونه هم پيدا کړي تر څو د سپتمبر له ۵ مخکې د نړیوال جام د غوراوۍ په سيالۍ کې د برخې اخيستو په موخه ځانونه ورورسوي.

02.09.2009 10:39    |   کمال الدين رنځور د کرکټ د کمکيانو لوبډلې په ارمانونو خاورې واوښتې، د کاناډا له سيالۍ پاتې شوه

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د ۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبډله د نړیوال جام د غوراوۍ له سياليو بې برخې شوه.

01.09.2009 13:34    |   بشير ګواښ او سعيد کاکړ افغانستان هالينډ ته ماته ورکړه )بشپړ راپور (

د هالينډ او افغانستان په لوبه کې نن ورځ هالينډ پچه وګتله او د بيټنګ کولو فيصله يې وکړه چې په مقرره پنځوسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۱ وکړل .

01.09.2009 07:53    |   خوشال انځور دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله په هالينډ کې وستايل شوه

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې دځوانانو دڅانګې له خوا وستایل شوه. د اګست دمیاشتې په ۲۹ نیټه د نیدرلند په هیواد کې د دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې دځوانانو څانګې په یو لړ مراسمو کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله وستایله.

31.08.2009 04:31    |   بشيرګواښ دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې له هالينډ ماته خوړلي او د۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړوويزې يې ځنډيدلي.

هالینډ لومړی بيټنګ وکړ او د ټولو لوبفاړو په سوخيدو يې ۱۸۸ منډې جوړې کړي. د افغانستان له حوا شاه پور ۴ او سميع الله ۲ کسان اوټ کړل. دهالينډ ټين ډوسچاټي له ټولو ډیرې ۵۸ منډې جوړې کړي.

30.08.2009 08:14    |   الهام ياسيني د کرکټ ملي لوبډله نن د هالينډ سره یوه ورځنۍ لوبه کوي

لوبه به د هالينډ په وخت ۱۱ بجې چې د کابل دماسپښين د ۱:۳۰ بجو سره سمون خوري پيل کېږي. د يادونې وړ ده چې یوه ورځنۍ لوبه ۵۰ اورونه او هر اور ۶ پنډوسې وي.

26.08.2009 08:12    |   الهام ياسيني افغانستان هالينډ ته ماته ورکړه

افغانستان له هالينډ څخه څلورورځنۍ لوبه وګټله. خو دا چې هالينډ په لومړنۍ پاڼۍ کې مخکې و نو افغانستان ټولې شل نمرې لاس ته رانه وړې او يواځې ۱۴ نمرې یې لاس ته راوړې.

24.08.2009 07:43    |   الهام ياسيني د کرکټ په تاريخ کې نور علي څلورم لوبغاړی دی چې په دوه پاڼيو کې سل پوره کوي

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي.

23.08.2009 09:17    |   الهام ياسيني افغان كركـټ لوبډله به سبا په امستردام کې د هالينډ د لوبډلې سره لوبه پيلوي

د افغانستان د كركـټ ملي لوبډله به د انټرکانټننټل په سياليو کې خپله دویمه څلورورځنۍ لوبه سباته د هالينډپه امستردام ښار کې د هالينډ د ملي لوبډلې سره پيلوي.

20.08.2009 08:47    |   الهام ياسيني د افغانستان او زيمبابوی دویمه پاڼۍ برابره پای ته ورسېده، لوبډله به اوس هالينډ ته ځي

افغانستان او زيبمبابوی د لویو وچو یا انټرکانټننټل په سیالۍ کې د څلور ورځنې لوبې په څلورمه ورځ خپله دويمه پاڼۍ برابره پای ته ورسوله. په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان له زيمبابوی مخکې وو.

17.08.2009 11:07    |   الهام ياسيني افغانستان له زيمبابوی څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې شو

په هغه څلور ورځنۍ لوبه کې چې افغانستان پرون د زيمبابوی سره په د لويو وچو د سيالۍ په ترڅ کې د زيمبابوی په موتاري ښار کې پيل کړه ، افغانستان د زيمبابوی ټول لوبغاړي په ۳۵۰ منډو وسوځول. افغانستان به اوس د بري لپاره د ۳۵۱ منډو هدف پوره کوي.

16.08.2009 11:47    |   الهام ياسيني د افغانستان او زيمبابوی څلور ورځنۍ کرکټ لوبه نن ۵:۳۰ بجې پيل کېږي

د کرکټ د نړیوالې شورا د لويو وچو په سيالۍ یا (ICC Intercontinental Cup) کې د افغانستان ملي لوبډله نن د کابل په وخت په ۵:۳۰ بجو خپله لومړۍ لوبه د زيمبابوی سره د زيمبابویموتاري په ښار کې پيلوي.

13.08.2009 12:57    |   الهام ياسيني د کرکټ ملي لوبډله د لويو وچو د لوبو په موخه زيمبابوی ته روانه شوه

په زيمبابوی کې به افغان لوبډله خپلې زیمبابوی سيالې لوبډلې سره هغې سره د اګست له ۱۶ څخه تر ۱۹ پورې د لویو وچو د سياليو په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبې کوي. څلور ورځنۍ لوبې د هغو هېوادونو لپاره چې د ټیسټ لوبې نه لري، د ټيسټ د لوبو په مانا دي.

29.04.2009 10:42    |   خبري - څانګه کرکټ:د افغانستان د ځوانانو لوبډله د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام ته بریالۍ شوه. انځوريز رپوټ

افغانستان نېپال ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان لوبغاړو وکړای شو چې د ۴۵م اور څخه وروسته په ۱۳ پنډوسو ۲۰ منډې جوړې کړي. په دې ترتېب افغانانو سره د دې چې ۶ ویکټې او ۱۷ پنډوسې لرلې د نېپال د ۱۸۷ هدف څخه منډې واړولې او لوبه یې وګټله.

23.04.2009 12:25    |   خبري - څانګه د کوېت سیالي:افغانستان عمان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه. انځوريز رپوټ

د افغانستان لوبډلې په ډېره اسانۍ نن د عمان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه. د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځېدل او په ۴۳.۲ اورونو کې یې د عمان د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ.

22.04.2009 19:42    |   حمزه مومند د کوېت په سیالیو کې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د بوتان لوبډلې ته ماته ورکړه. انځورونه

د افغانستان دکرکټ د ځوانانو لوبډلې ( له ١٩ کالو څخه کم عمره لوبغاړو) نن د کوېت په سیالیو کې د بوتان لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

20.04.2009 15:24    |   د افغانستان کرکټ بورډ د تړیوال جام د غوراوي په موخه دکرکټ د ځوانانو لوبډله کويټ ته لاړه

د افغانستان دکرکټ د ځوانانو لوبډله ( له ١٩ کالو څخه کم عمره لوبغاړي) نن د حمل په ٣١مه، د غرمې په يوه بجه له کابل څخه د کويټ په لوري روان شول .