د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

04.01.2010 14:17    |   خبري - څانګه کرکټ:هند سره د ۱۹ څخه د ټيټ لوبډلې لوبه په ESPN STAR. ښودل کېږي

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډله چې په نړيوال جام کې دا مهال په نيوزيلانډ کې شتون لري خپله لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۵مه د هندوستان خلاف کوي. هندوستان د ۱۹ کاله ټيټ عمر نړيوال جام اتل دی. دا لوبه به د ESPN STAR په نامه تلويزيون په ژوندۍ بڼه خپروي. دا به افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل وي چې یوه لوبه یې د تلويزيون له لارې د کرکټ مينه وال وکتلای شي.

02.01.2010 20:54    |   خبري - څانګه د کرکټ ۲۱ کسيزه ملي لوبډله سريلانکا ته د تمرين لپاره وخوځېده

د کرکټ ۲۱ کسيزه ملي لوبډله سريلانکا ته د تمرين لپاره وخوځېده> د ملي لوبډلې لوبغاړي ريس احمدزي ټول افغان ته نن سهار له کابل څخه د تيلي فون په ليکه وویل چې لوبډله به مخکې له دې چې د جنوري په ۳۱ مه نېټه په i cup کې د کاناډا، ايرلينډ او د سريلانکا A لوبډلو سره برخه واخلي، د تمرين په موخه به کيمپ کوي. په کيمپ کې به د ملي لوبډلې لپاره دلوبغاړو په غوره کونه غور کېږي او لوبغاړي به د ۲۰۱۰ کال یو شمېر سياليو ته غوره کول کېږي.

28.12.2009 10:02    |   خبري - څانګه کرکټ: د ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډلې تمرينونه په سريلانکا کې روان دي

د افغانستان د کرکټ دد ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډله دا مهال د سريلانکا په پلازمېنه کولومبو کې په تمرينونو بوخته ده او د راتلونکې جمعې یا جنوري په لومړۍ نېټه به نېوزيلانډ ته روانېږي. په نيوزيلانډ کې به لوبډله د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام کې برخه اخلي. د کرکټ نړيوالې شورا د افغان لوبډلې نومونه اعلان کړي دي. د لوبډلې کپتان لکه د پخوا شېر محمد شېرزی دی او پاتې لوبغاړي یې افتاب عالم، افسر خان، انور انوري، ايوب خان، حمزه هوتک، حشمت شهيدي، عزت دولتزی، جاويد احمدي، خوشال رسولي، محمد امينزی، مراد علي، نورالحق، یامين احمدزی، او ذکی الله ذکي دي.

17.12.2009 10:00    |   خبري - څانګه کرکټ: له ۱۹ کالو ټيټه لوبډله به د نړيوال جام لپاره په سريلانکاکې تمرين کوي

د افغانستان د کرکټ د بورډ چارواکي وايي چې د ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډله به د ډيسمبر د مياشتې په ۲۳مه نېټه سريلانکا ته سفر کوي. دا سفر نړيوال جام ته د تياري په موخه دی.

16.12.2009 10:02    |   خبري - څانګه کرکټ: د ۲۰۱۰ د نړيوال جام د غوراوي مهال ویش اعلان شو. افغانستان او امريکا به د فروري په ۱۱مه لوبه کوي

د ۲۰۱۰ ز کال د ۲۰/۲۰ اورونو نړيوال جام لپاره چې په ويسټ انډيز کې ترسره کېږي، افغانستان د اوو نورو هېوادونو سره د ۲۰۱۰ ز کل د فروري په مياشت کې د غوراوۍ سيالي کوي. که افغانستان په دې سيالۍ کې لومړی یا دویم مقام لاس ته راوړي نو نړيوال جام ته به لاره پيدا کړي.

15.12.2009 09:22    |   خبري - څانګه په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو مهال ويش

۲۰۱۰ ز کال د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره برخليک ټاکونکی او له لوبو ډک کال دی. له کله راهيسي چې افغان لوبډلې د یو ورځنۍ لوبې لقب ګټلی دی نو د نړۍ ډېرو مهمو لوبډلو سره د لوبې کولو جوګه شوي دي.

02.12.2009 01:03    |   خبري څانګه په اماراتو کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د افغان لوبډلې هيڅ پوښتنه ونکړه

په عربي متحده اماراتو کې دافغانستان په نامه سفارت او کونسلګرۍ د افغان کرکټ لوبډلې هيڅ ډول پوښتنه او هرکلی ونه کړ. دا په داسې حال کې چې افغان لوبډلې په همدې ښار کې دوه اونۍ تېرې کړې او پرله پسې اوه لوبې یې وګټلې او په سيالۍ کې شريکې ټولې لوبډلې یې ماتې کړې.

01.12.2009 10:03    |   خبري څانګه ملي لوبډله په دوبۍ کې له لمانځنې وروسته د کابل په لور روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د شپې په ۳:۳۰ بجې د کابل په لور روانه شوه. ملې لوبډله له اتلولۍ مخکې او وروسته د عربي متحده اماراتو په بېلابېلو سيمو کې د ميشتو افغانانو له خوا ونمانځل شوه.

30.11.2009 07:05    |   خبري - څانګه افغانستان د آسيا د ۲۰/۲۰ اوري سيالۍ اتل شو. انځوريز رپوټ

کپتان نوروز منګل او روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وویل چې له لوبغاړو یې د ښې لوبې تمه او هغوی وکړه. کبيرخان وویل چې افغانستان له دې ښو لوبډلو سره لوبه کولای شي او هيله ده چې په راتلونکي فروري کې وکړای شي چې د ۲۰۱۰ ز کال د ۲۰/۲۰ نړیوال جام ته لار ومومي چې د ۲۰۱۰ ز کال د می په مياشت کې به کېږي.

28.11.2009 23:27    |   خبري - څانګه آسيا ۲۰/۲۰ : افغانستان کوېت ته په ماته ورکولو پایلوبې ته ووت. انځوريز رپوټ

افغانستان نن د زرګونو افغانانو د ملاتړ په شتون کې کوېت په نيمه پايلوبه کې مات او پایلوبې ته یې لار وموندله. افغانستان ننۍ لوبه په ۸ ويکټو وګټله. د نوروز د ښه بيټڼګ په وجه نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

28.11.2009 17:33    |   ع.ساپې اسیا ۲۰/ ۲۰ : افغانستان دخپلو بریاوو په لړ کې متحده عربي امارات هم مات کړل

په عربي اماراتو کې دکرکټ په روانو شل اوریزو اسیایی لوبوکې افغانستان نن دشنبې په ورځ کوربه هیواد ته په ماته ورکولو د ددغه ګروپ لومړې مقام ترلاسه کړ.

28.11.2009 17:23    |   خبري څانګه آسيا ٢٠ - ٢٠: افغانستان اماراتو ته په زړه راښکونکي لوبه کې ماته ورکړه. انځوريز رپورټ

نن اماراتيانو پچه وګټله او بيټنګ کول يې غوره کړل. اماراتيانو ډېر ښه بيټنګ وکړ او په ٨ ويکټو يې په ٢٠ اورونو کې ١٤٤ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ١٤٥ منډو هدف وټاکه.

27.11.2009 17:41    |   خبري څانګه په دوبې کې مېشت یو شمېر افغانانو د کرکټ د ملي لوبډلې درناوی وکړ

په دوبې کې یو شمېر مېشتو افغانانو او سوداګرو د ملي لوبډلې ښه راغلاست ووايه او د دوی په ویاړ یې د درناوي غونډه جوړه کړه.

26.11.2009 13:56    |   خبري څانګه آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان سعودي ته په ماته ورکولو نيمه پايلوبې ته لار وموندله. انځوريز رپوټ

آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان سعودي ته په ماته ورکولو نيمه پايلوبې ته لار وموندله

24.11.2009 10:01    |   ع.ساپې او الهام ياسيني آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان هانګ کانګ ته په ۱۲۰ منډو ماته ورکړه

افغانستان داسیایی شل اوریزو سیالیوو په لړ کې نن له هانګ کانګ سره خپل بخت ازمایی

23.11.2009 18:47    |   خبري څانګه آسيا ۲۰/۲۰: سبا به افغانستان په ابوظبي کې د هانګ کانګ سره لوبه کوي. د ننۍ لوبې انځوريز رپوټ

آسيا ۲۰/۲۰: سبا به افغانستان په ابوظبي کې د هانګ کانګ سره لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا د آسيا ۲۰/۲۰ د سيالۍ په ترڅ کې خپله درېمه لوبه د هانګ کانګ سره کوي.

23.11.2009 07:44    |   الهام الحق ياسيني اسیا ۲۰/۲۰ سيالي: افغانستان سينګاپور ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه

د آسيا د ۲۰/۲۰ په سيالۍ کې افغانستان خپله دويمه لوبه نن د سينګاپور سره د شارجې په مشهور کرکټ لوبغالي کې وکړه. سينګاپور پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړل. سينګاپور د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۹۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغانانو د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۳ اورونو کې ۱۰۰ منډې پوره کړې او په دې سياليو کې یې دويمه لوبه هم وګټله.

22.11.2009 09:25    |   الهام الحق ياسيني د آسيا د ۲۰۰۹ کال د ۲۰/۲۰ سيالۍ مهال ويش

د سيالۍ مهال ويش:

22.11.2009 09:09    |   الهام الحق ياسيني آسيا ۲۰/۲۰:افغانستان چين ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه

د آسيا د ۲۰/۲۰ په سيالۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له چين څخه په ۹ ويکټو وګټله. د چين لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړل. افغانستان د چين ټوله لوبډله په ۳۶ منډو وسوځوله او ټاکلی هدف یې په ۴ اورونو کې د یو کس په سوځېدو پوره کړ. د افغانستان ننۍ لوبه د شارجې د الذيد په نامه سيمه کې د الذيد په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. سبا ته د افغانستان لوبه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې کېږي.

18.11.2009 09:36    |   الهام الحق ياسيني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ اماراتو ته سفر کوي

د کرکټ د بورډ چارواکي وايي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په ورځ د عربي متحده اماراتو په لور خوځېږي او د آسيا په شل اوريزو سيالیو کې به خپله لومړۍ لوبه د چين سره کوي.

13.11.2009 21:38    |   نعيم مومند افغان کرېکټ او په متحده عربي اماراتو کې داسیاشل اووریزه سيالۍ

څرنګه چې ټولو ته جوته ده د روانې مياشتې په دوه ويشتمه په متحده عربي اماراتو كې د اسيا يي هيوادونو شل اووريزه سيالۍ پيل كيږي ٠ چې د اسيا دولس هيوادونه به پکې ګډون كوي ،او په دوه ډلو وېشل شوي دي ٠ A اوB A= افغانستان ،چين ،هانګ كانګ، عربستان، سينګاپوراومتحده عربي امارات B=بحرين ، قطر ، نيپال ، عمان ، كويټ اوماليزيا ٠ افغانستان په الف ډله كې دی او خپله لومړۍ لوبه به له چين سره كوي ٠

09.11.2009 12:23    |   خبري - څانګه افغانستان د آسيا په ۲۰/۲۰ اوري سيالۍ کې په اماراتو کې برخه اخلي

افغانستان د آسيا په ۲۰/۲۰ اوري سيالۍ کې په اماراتو کې برخه اخلي

13.09.2009 18:09    |   الهام یاسیني کرکټ: افغانستان د کاناډا په سيالۍ کې دویم شو، او ACC یې نړیوال جام ته د تيارولو ژمنه وکړه

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمره ملي لوبډلې د کاناډا په سيالۍ کې چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د ۲۰۱۰ز کال د نړيوال جام په موخه ترسره کېدلې دويم مقام خپل کړ. ايرلينډ چې په سيالۍ کې یې تر ټولو ډېرې نمرې لاس ته راوړې لومړی مقام خپل کړ.

11.09.2009 17:35    |   الهام یاسیني کریکټ:افغانستان پاپوانيوګيني ته ماته ورکړه او اتلولۍ ته یو ګام نږدې شو

تر دې دمه ۱۵ اورونه شوي، پاپوانیوګیني ۶۰مندې جوړې کړي او ۱ لوبغاړی يي سوزیدلی دی پاپوانیوګیني بچه وګټله او بیټنګ يي غوره کړ. کالو څخه د کم عمره نړیوال جام د غوراوي په سيالۍ کې د ۶ لوبو ګټلو وروسته اوس د ايرلينډ او پاپوانيوګيڼي سره د سيالۍ د اتلولۍ د ګټلو په موخه دوه نورې لوبې کوي.

10.09.2009 08:31    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان هالينډ ته په ۱۸۳ منډو ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ کلونو ټيټ عمر لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې چې د کاناډا د ټورنټو په ښار کې سرته رسېږي نن د هالينډ سره لوبه کوي. لوبه به د کابل په وخت ماښام ۶:۴۵ بچې پيل کېږي.