د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

22.03.2013 13:33    |   سیداجان کارواني په لندن کې، د نوي کال جشن

نوی افغاني کال مو مبارک شــــه! نوروز افغاني تان مبارک بــــاد!

21.03.2013 20:01    |   ځوان ملي ځوځښتونه او مدني بنسټونه د کانکور د درغليو اړوند د ځوانو ملي خوځښتونو اعلاميه

درنو هېوادوالو او مېړنيو ځوانانو! لکه تاسو ته چې څرګنده ده ځوانو ملي خوځښتونو او يو شمېر مدني بنسټونو په کانکور کې د پراخې درغلۍ او بېعدالتۍ پر وړاندې خپل غږ اوچت کړ او د پرله پسې لاريونونو له لارې يې د کانکور پايلې وننګولې. ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر په خپل وار زموږ اعتراضونو ته غوږ ونيوه او ځانګړې پرېکړې يې وکړې. د وروستي لاريون پر مهال ولسمشر کرزي خپل استازي لاريون کوونکو ته راولېږل او د لاريون کوونکو له استازو سره يې د خبرو غوښتنه وکړه.

19.03.2013 08:01    |   پوهنیار حاجی ګل وهاج د فاتحې خبرتیا

د فاتحي اعلان

17.03.2013 13:28    |   ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه د ولسي جرګې د پرېکړې اړوند د ځوانو ملي خوځښتونو اعلاميه

پرون ولسي جرګې د لوړو زده کړو وزير په کانکور کې د درغليو په اړه د استجواب لپاره وربللی و. زموږ له پخواني اټکل سره سم، له بده مرغه د ولسي جرګې دريځ د دغې مهمې ملي مسألې پر وړاندې ډېر کمزوری و او يوازې يې مسأله له خپله سره تېره کړه. څرنګه چې په کانکور کې د پراخې درغلۍ مسوولين د لوړو زده کړو وزارت اوسني چارواکي دي، دا ممکنه نه ده چې ټاکل شوی کمېسون د دوی له غړيتوب سره بې پرې وي او عادلانه پرېکړه وکړي. د ولسي جرګې پرېکړه به زموږ لپاره هغه وخت د منلو وړ وای چې په دې اړه يې د يوې ځانګړې محکمې د جوړولو غوښتنه کړې وای او يا يې لږ ترلږه د وزارت له اغېز څخه بهر يو خپلواک کميسون جوړ کړی وای.

16.03.2013 11:47    |   ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه په کانکور کې د درغلیو په وړاندې د لاريون بلنه

تاسو ته څرګنده ده چې سږکال د کانکور په ازموينو کې شرموونکې درغلي او نه بښل کېدونکې بېعدالتي شوې ده، چې شواهد يې زموږ په پرېکړه ليک کې خپاره شوي دي.

15.03.2013 18:54    |   دمدني ټولنې د همغږۍ مرکز په کانکور کې د درغلۍ په اړه د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز اعلاميه

کانکور آزموینه هغه ملي پروسه ده، چې له لارې یې ځوانان د وړتیا او اهلیت له مخې دلوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته لاره مومي، او لوړې زده کړې دي، چې له لارې یې په بېلابېلو برخو کې د هېواد کادري بنسټ، د ځوان نسل او هېواد راتلونکی ټاکل کېږي. خو له بده مرغه اداري فساد،او قانون ماتونه زموږ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوندانه د نورو برخو په څېر د کانکور ملي پروسه هم اغېزمنه کړې. سږکال په کانکور کې فساد او درغلي داسې يوې کچې ته رسېدلې، چې د لوړو زده کړو د مستحقو کسانو پروړاندې یې بې عدالتي رامنځ ته کړې. په کانکور کې درغلۍ د ځوان نسل پر روحيې، استعداد او خواريکښۍ ډېره بده اغېزه ښندلې او په هېواد کې يې د ټولنيزې بېعدالتۍ او تبعېض احساس رامنځته کړی، چې کېدای شي دا احساس او نارضایتی د هېواد ملي يووالي او راتلونکې ته نه جبرانېدونکی زيانونه واړوي.

14.03.2013 12:25    |   سیدعبدالله ولي زی نړیوال سازمانونه کتاب چاپ شو!

د نړیوالو اړیکو د پيژندنې په برخه کې د حقوقو د څانګپوه محمد نظیم سمون ژباړل شوی «نړیوال سازمانونه» کتاب چاپ شو. په دغه کتاب کې بېلابېلې نړیوالې ادارې او سازمانونه سپړل شوي دي او د هغوی په اړه هر اړخیز مالومات را ټول شوي دي. دغه کتاب له ژباړلې، سمون او اوډنې وروسته د ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک له خوا په ښه صحافت او ښه کاغذ خپور شوی دی. کتاب ټولټال ۲۸۰ مخه لري چې په لویه کچه (۱۸×۲۵) کې چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې وړکړی او په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب یې لیکلې ده لیکي: چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د ارواښاد سیدمجیب احمد د مړینې د اووم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی. په کتاب د خپرندویې ټولنې د یادښت پرته، د سیدانو کلتوري ټولنې یادونه، د ژباړن خبرې، د لیکوال مخکېوینه او د ډاکټر سیدنصیراحمد له خوا سریزه لیکل شوي دي.

10.03.2013 10:49    |   ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه په کانکور کې د پراخې درغلۍ پر وړاندې د لاريون کوونکو پرېکړه ليک

کانکور هغه ملي پروسه ده، چې له مخې يې د هېواد کادري بنسټ، د ځوان نسل راتلونکی او د افغانستان راتلونکی ټاکل کېږي. له بده مرغه فساد زموږ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوندانه د نورو برخو په څېر د کانکور ملي پروسې ته هم ورننوتی دی او سږکال په کانکور کې فساد او درغلي داسې يوې کچې ته رسېدلې، چې نور د زغم وړ نه ده. په کانکور کې درغلۍ د ځوان نسل پر روحيې، استعداد او خواريکښۍ ډېره بده اغېزه ښندلې او په هېواد کې يې د ټولنيزې بېعدالتۍ او تبعېض احساس رامنځته کړی، چې کېدای شي دا احساس او عقده د هېواد ملي يووالي ته نه جبرانېدونکی زيان واړوي. په کانکور کې د درغليو د ثبوت لپاره ډېر شواهد شته، چې د شاوخوا پنځه سوه مواردو په اړه يې د لوړو زده کړو وزير پخپله اعتراف کړی دی. دلته يو څو شمېرې د بېلګې په توګه وړاندې کوو:

09.03.2013 13:35    |   حزب اسلامى افغانستان د ځوانانو ټولنه د کانکور په اړه د حزب اسلامى افغانستان د ځوانانو د ټولنې اعلاميه

دحزب اسلامي افغانستان دځوانانوټولنه د١٣٩١ لمريزکال دکانکور دازموينې پايلې غير عادلانه او له تصور څخه لرې بولي.

06.03.2013 11:59    |   ادارهء امور و دارالنشای شورای وزیران چهار شهروند ایرانی تابعیت افغانستان به دست آوردند

ادارهء امور و دارالانشای شورای ویران خبر می دهد، که رییس جمهوری اسلامی افغانستان طی امضای دو فرمان جداگانه به چهار شهروند ایرانی تابعیت افغانستان را اعطا نمود.

06.03.2013 11:21    |   ځوان ملي خوځښتونه د کانکور په ازموينو کې د پراخې درغلۍ پر ضدلاریون

درنو هېوادوالو! له څو کلو راهيسې د کانکور په ازموينو کې پراخې درغلۍ روانې دي، خو څرنګه چې د دغو درغليو پر وړاندې چا اغېزناک غږ پورته نه کړ، دا دی سږ کال درغلۍ خپل اوج او د نه زغملو بريد ته ورسېدې. د درغليو د ثبوت لپاره به يوازې همدومره بس وي، چې د بلخ، ننګرهار او کندهار په ګډون د هېواد له ۲۸ ولايتونو څخه ټول ۷۰۰ زده کوونکو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو يوازې د دايکندي له وروسته پاتې ولايت څخه ۸۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي. همداراز د کابل او هرات په ګډون دهېواد له ۳۰ ولايتونو څخه ټول ۱۴۹۴ تنو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو له دايکندي، پروان، فارياب او غور څخه ۲۰۸۵ تنو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي. د درغليو له امله نه يوازې ډېر خواريکښه او مستعد ځوانان لوړو پوهنځيو ته له برياليتوب څخه پاتې شوي، بلکې يو زيات شمېر يې له امله بې پايلې شوي هم دي.

03.03.2013 11:54    |   نوراجان بهیر ویښ افغان، شیخ زاید پوهنتون کې بڼ جوړ کړ

د شنبې په ورځ، د خوست دشيخ زايد پوهنتون په انګړ کې د ویښ افغان شا او خوا سل تنه غړي او خواخوږي راټول وو او په خپلو لاسونو یې په هغه بڼ کې، چې د ویښ افغان په نوم نېږدې څلور جریبه ځمکه ورته بیله شوې، د نارنجو، مالټو او ناجوګانو نېږدې پینځه سوه ونې کینولې.

03.03.2013 11:22    |   ازادۍ راډيو نه په مننې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه مې روا ندي بللي، دطاهر اشرفي سپيناوی

د پاکستان دعلماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي دځينې رسنیو له خوا خپاره شوي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې ده افغانستان اشغال شوی هیواد او ځانمرګي بریدونه يې روا بللي. د افغانستان ځينې رسنیو ادعاکړې، چې نوموړي په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا بللي او دهغې ملاتړ يې کړی.

24.02.2013 13:06    |   نظیف الله ځیرک د ويښ افغان د تعليمي کړيو په اړه لنډ رېپوټ

ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د خپلو ټولنيزو خدمتونو په لړ کې ښوونې، روزنې او عامه پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په همدې موخه يې تر اوسه يو زيات شمېر علمي کار غونډې (ورکشاپونه)، سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ کړي دي. ويښ افغان همداراز هڅه کړې د هېواد په هغو لرې پرتو سيمو کې چې هلته د ماشومانو لپاره د زده کړې امکانات نشته او يا يو شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي، د لومړنيو زده کړو پروګرامونه پلې کړي. څرنګه چې دويښ افغان د اصولو له مخې د بهرنيو او دولتي فنډونو اخېستل منع دي، د دغو تعليمي پروګرامونو لګښت د ويښ افغان غړو په غاړه

22.02.2013 08:11    |   د افغان کلتوري ټولنو جرګه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلامیه

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښونځی څخه د ماشوم ايستلو په شان دي. ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.

21.02.2013 20:00    |   احمدولي اڅکزی پښتو فرانسوي سيند آنلاين سو

قاموسونه ټکی کام په ډېره خوښۍ سره خپلو کتونکو او د پښتو مينه والو ته زيری ورکوي چي د پښتو فرانسوي سيند د 2013م کال د فرورۍ په 21 مه نېټه د مورنيو ژبو د نړۍ والې ورځي په مناسبت آنلاين سو.

21.02.2013 17:53    |   محمدامین بســـمل دمیرویس نیکه دجامع جومات خبرتیا

دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښارکې دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت دتېر۲۰۱۲زکال داکتوبر مېاشتې په لمړیوکې پتېیلې وه چې په ګران افغانستان کې دسولې په اړوندیوه ناسته ولري.

20.02.2013 18:31    |   سيدجان کارواني په لنده کې د مرحوم عبدالله نوري د فاتحې خبرتيا

انجينر جان محمدنوري او ډاکټر حبيب الله نوري وروڼه،

18.02.2013 20:02    |   محمدامین بسمل دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت رسمأوټاکل شو

دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې بایرن مېشتوافغانانوپخپل لوی اسلامي اوفرهنګي مرکز(دمیرویس نیکه په جامع جومات)کې ټاکنې ترسره کړې.

10.02.2013 11:14    |   د ډیورند معضلی د حل عالی شورا د « دیورنډلاین» دلانجې د حل د عالي شورا اعلامیه

د روان کال د فبرورۍ په پنځمه، د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب او ګډون، درې اړخیزه لوړرتبه ناسته، په لندن کې وشوه. دا ناسته د خپل ډول له مخې دریمه ناسته وه، چې لومړی هغه يي په نیویارک او دوهمه يي په کابل کې تـﯧـرکال، ترسره شوې وه.

10.02.2013 11:10    |   الحاج الهام الدين قيام د اروښادخيال محمد کټوازي په مړینې ډاډګيرنې پيغام

بيګا شپه ډيرناوخته قدرمن انجنيرعبدالقادرمسعودپه فيسبوک راته دافغان مبارز،ليکوال،شاعراو ژورناليست اروښادخيال محمد کټوازي دمړينې غمجن خبرورسولو٠دخبرپه اوريدوسخت متاثراوغمجن شوم٠

09.02.2013 19:43    |   حبيب الله غمخور دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام

دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام

07.02.2013 19:37    |   د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک خبرتیا

د فیسبوک په پاڼه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ټولټوک ټولو درنو او په وطن مینو افغانانو ته خبر ورکوي چې ، د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کې یې د ننګرهار پوهنتون لپاره د کتابونو د راټولو کمپاین پیل کړی و چې هغه کمپاین پای ته رسیدلی او په ترڅ کې یې د با احساسه افغانانو له خوا ډالی شوي کتابونه رسما د ننګرهار پوهنتون ته ادارې ته ورسپارل شوي دي ،

07.02.2013 17:10    |   رحمت ديوان د تصوير شپږمه ګڼه چاپ شوه

د پښتو فلمونو سره د مېرنې مور په شان سلوک کېږي، د پښتو فلمونو اداکار شاهد خان سره مرکه.

27.01.2013 18:27    |   خبري څانګه ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد

ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد