د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

04.02.2015 10:13    |   انجنیر . ش . سـاپـی در باره ی منابع زبان فارسی، 5

باری، این ها که گفتم هنوز تمام استدلال، برای اثبات نوساز و غیر تاریخی بودن زبان فارسی نیست و می خواهم به بحث فنی هولناک و شگفتی وارد شوم که در انتهای آن نزد صاحب خرد بی تعصبی، در کمین دریافت حقیقت نشسته، بی تردید معلوم خواهد شد که زبان نازای فارسی را نمی توان صاحب دستگاه منضبطی شناخت که صیقل روزگار خورده باشد. از جمله بیان کردم که دفتر لغت فرس اسدی طوسی، به تصحیح دبیر سیاقی در ۱۳۳۶شمسی و چاپ همان کتاب به تصحیح مجتبایی و صادقی به سال ۱۳۶۵ شمسی انجام شده است. تصحیح دبیر سیاقی ۴۸۰ و از آن مجتبایی و صادقی ۷۸۰ لغت را به شرح رسانده است. هیچ کس تاکنون نپرسیده این اضافات را از کجا برداشته اند و یا به فرض اگر اسدی طوسی نوشته باشد: «بشکول: مرد قوی بود». بشکول تلفظ چه مردمی در کدام جغرافیا و مرد قوی تلفظ چه کسانی از کدام خطه است، تا بتوانیم

02.02.2015 10:05    |   عبدالغني (هاشمي) تعطیله ولسي جرگه او منفعلې ولایتي شوراګانې

ولسي جرګې د تېرې چارشنبې په ورځ د سلواغې پر اتمه نېټه د څارنیز (نظارتي) صلاحیت پر حذفولو د ولایتي شوراګانو قانون تصویب کړ، چې ددغه قانون له نهايي کېدو وروسته به له ولایتي شورا ګانو څخه د دولت د سیمه ییزو ادارو د چارو د څارنې او نظارت واک واخستل شي او یوازې مشورتي دنده به ولري.

01.02.2015 11:06    |   محمد سلطان (شریفی) د فرانسې ناورین له خپله لاسه!

درې اونۍ مخکي، د چهار شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۷ نېټه، چي د عیسوی کال د جنوري د اوومي نېټې سره سمون خوري، د فرانسې هیواد د پاریس ښار په یوه مرکزي برخه کي یوه تر ټولو خونړی پیښه ځکه رامنځته سول،

31.01.2015 10:45    |   عطا محمد میاخېل افغان ( Afghan )

دافغان کلمه دلرغوني افغانستان د اوسیدونکو له پاره له پخوا راهیسې دود ده . د پښتون کلمې په ډیرو ځایونوکې په مترادفه توګه کارول شوي دي ، د پښتون کلمه د ( پکت) او ( پکتویکي ) له مفاهیمو څخه اشتقاق شوي ، (پکتویکي ) یوولس ګونو اریایي ټبرونو څخه یو ټبر دی چې د پښتون له کلمې سره سمون لري دغه مطلب د پروفیسور ډورن ( Dorn ) په اند ، د هیرودوټ په کتاب کې Istorii کې راغلی دی او ویلي یې دي چې اوسنی پښتون او افغان د هم هغه ( پکت ) له کلمې څخه جوړ شوي دي .

29.01.2015 10:02    |   محمد عارف رسولي د ټولنیزو او کلتوري کمښتونو بدلون او اصلاح

د ملتونو انسانان، قومونه، سازمانونه، سیمې او نور ګروپونه د یو څه توپیرونو سره سره زیات ګډ کلتوري، ټولنیز او سیاسي ارزښتونه لري. دا ځکه چې ټولنه په ګډه کلتور ته وده ورکوي او کلتور بیا په خلکو یوشان اغیزه کوي. نو په ځای خبره ده چې هر ملت، دهغوي پوهان، فرهنګیان، لیکوالان او شنونکي د ځان، خپلو خلکو او ټولنو د اصلاح لپاره لمړئ خپلو ګډو مثبتو او منفي کلتوري عادتونو او ځانګړتیاوو ته ښه ځیر شي. ښه اړخونه یې لا ټینګ کړي، او د منفي اړخونو د بدلون لپاره چې هغوي وروسته پاتې ساتي هم کره ارزونې، مطالعې او بحثونه وکړي او د منفي انګیرنو د اصلاح او بدلون لپاره د یوه منظم کلتوري او ټولنیز پروګرام له مخې په ګډه هڅې وکړي.

27.01.2015 16:09    |   عبدالغني (هاشمي) ترکمنستان په افغانستان کې د پراخیتا لپاره ښه زمینه

ملي وحدت دولت، په ځانګړي ډول په خپله ولسمشر محمد اشرف غني، واک ته له رسېدو سره جوخت، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت او اقتصادي پراختیا لپاره د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاوندیو هغو ونډې او رول ته ډېر ارزښت ورکړ او په همدې موخه یې د خپلې واکمنۍ له پیله تردې دمه د تمې خلاف بېلابېلو نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو ته ډېر سفرونه وکړل.

27.01.2015 09:45    |   محمد انور ولید د امریکا ـ هند دوستي ، او افغانانو ته په لاس ور غلی فرصت

په دې وروستیو کې د افغانستان او چین ، افغانستان او پاکستان ، افغانستان او ایران ، قطر او افغانستان ، سعودي او افغانستان ، هندوستان او افغانستان ، افغانستان او ترکمنستان او امریکې او د سیمې د نورو هېوادونو تر مینځ راشه درشه ډېره شوې ده . څو څو ځلې د یادو هېوادونو مشران او نور لوړپوړي چارواکي یوبل ته سره ورغلي او راغلي دي . خبره خو همغه زړه ده پخوا ترهګر ، ترورېست او القاعده نړۍ او سیمې ته ځکه ګواښ ؤ چې د نړیوالو اړیکو او اقتصادي ودې په وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي وو ، خو نن یې بیا د اسلامي دولت ، اسلامي خلافت او داعش په نومونو سر را اوچت کړی ، د سیمې د هېوادونو او نړیوالو په وړاندې په جبهه یي او ګوریلایي توګه وسله په لاس مقابلې ته را وتلي . ولې متأ سفانه چې د نننۍ نړۍ په دغه پر مختللي دفاعي او تعرضي سیستم کې ددوی تر مینځ د نن او پرون توپیر او تعریف ونه شو چې دوی څوک دي ؟ کوم نامریْي لاسونه او ځواکونه یې تر شا ولاړ دي ؟ د روزنې ، تمویل او تجهیز سرچینې یې چېرې پرتې دي ؟ د لنډو او اوږدو واټنونو قوماندې یې د چا په لاس کې دي ؟

26.01.2015 10:15    |   محمد انور ولید ؤلسمشرغني دفرانسوي مجلې دکارتون بیا ځلي خپرول غندلي

هرچاته خپل دیني ارزښتونه او اعتقادات ګران دي . د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) خپلو اصحابو ته په لارښوونې سره څه ښه ویلي : ( د چا بُتانوته ښکنځل مه کوۍ ، ترڅو هغوی ستاسې خدای (ج) او پیغمبر (ص) ته ښکنځلې ونه کړي . ) له پورته حدیٍث شریف ځخه داسې برېښي چې اسلام دیوبشپړ انساني ادب دین دئ . اسلام خلکو ته ددوی په کفتار ، پندار او کردار کې پر ریښتیني اعتدال باندې (ټینګار)کوي ، ترڅوخپل مینځي اړیکې یې د ټولنیز عدالت د استقرار له پاره سره خرابې نه شي .

26.01.2015 10:12    |   نصیر ستوری د خان عبدالولي خان دنهم تلېن په یاد

پښتون ( افغان/پټان/روهیله/سلیمانی ) د منځنۍآسیا یو زړور، پیاوړی ، لرغونی او امن خوښی ملت /قام دی، د پښتنو تاریخ ،ژبه ، کولتور، میړانه او پښتونولي د نړۍ په ولسونو کې هرچا ته څرګند او مالوم دي. د پښتنو ټاټوبی په منځنۍ اسیا کې د خپل جغرافیاوي سټراټيجيک ارزښت له امله د خپل کړکیښ (تاریخ) په بیلابیلو وختونو کې د ښکیلاکي ، زبیښاکي او یرغلګرو ځواکونو د جګړو ډګر ګرځیدلی دی.

21.01.2015 19:13    |   دکـتور محمــد عـلي هــومـا د بوداپست کنفرانس - د ۲۰۱۵ ميلادي کال

يادونه : په پام کې وه چې د بوداپشت کنفرانس د ۲۰۱۴ ميلادي کال د دسمبر په پنځمه نېټه جوړ شي . ما خپله ليکنه د نومبر مياشتې په دېرشمه نېټه د کنفرانس دايروونکو ته ورواستوله. دوې ورځې وروسته خبر راغی چې کنفرانس د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ مياشتې ترشپاړسمې نېټې پورې وځنډيده. ددې سره سره چې د ليکنې له وخت څخه څو مياشتې تېريږي، خود ليکنې منځپانګه لاتراوسه تازه ده. دهېوادوالو دلوستلو لپاره يې دلته خپروم.

21.01.2015 19:09    |   حضرت محمد شهاب دغازي امیرامان الله خان په وخت کې تعلیمي بهیر

غازي امان الله خان د امیرحبیب الله خان زوی د امیر عبدالرحمن لمسی چې په قوم بارکــــــزی وو په کال )1309(هـ ق د پغمان په منطقه کې چې د کابل په غرب کې قرار لري زیږېدلی،

21.01.2015 10:09    |   ډاکټر لمر د افغانستان نوې کابينې ته لنډه کتنه

په افغانستان کې ټولنيز وحشت او دهشت غبرګ روان دي. په رسنيو کې ليکل کېږي، چې په شبرغان کې يو هلک په خپلې خور جنسي تجاوز کړی دی. د خیرخانې په سر کوتل کې ۱۴ کلنه نجلې د عصبي تشنج او په وينو لړې موندل شوې ده، چې هم پوليس او هم د کوم روغتون کارکوونکو ورڅخه تقاضا کوله، ځکه د سړک پر غاړې يې بې سيکه موندلې ده. په قلعه نجارا کې يوې خورلنډې خپله ملګرې د خپل ورور په منګولو کې ښکېل کړې وه، چې ورور يې له نورو څو تنو سره جنسي تجاوز پرې کړی دی. نجلۍ نه شي ګرځېدلی او همدا يې په ژبه راځي، چې پنځه تنه ول. هو د پغمان د پېښې داغ ليا هم په زړنو لکه خپسکه ناست دی، خو ولس د «دوه سره او چار پای» دولت په تمه دی.

21.01.2015 09:58    |   علي خان محسود د باچا خان د فضول خرڅۍ خلاف هلې ځلې

په باچاخان باندې ‌ډېر بې خبره خلک نیوکې کوي، چې بابا شوم ؤ. دغه تر یوه حده ریښتیا دي. بابا په شعوري توګه دبې ځایه او غیر اړین لګښت (د فضول خرڅۍ) خلاف ؤ، ده هغه ډوډۍ میلمنو ته ورکوله چې دوۍ پخپله خوړله، په لټانو او مفت خورو باندې دغه عمل بد لګیدو.

18.01.2015 11:32    |   ډاکتر ځلاند د کابل میوزیم

کابل، د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو تمدنونو مرکز ( ټاټوبی) پاتې شوی دی. کابل له عبرت، نوښت او زده کړې ډک لرغونی تاریخ لري. د زمبورک شاه دیوال، د کابل بالاحصار، د ارګ ماڼې، دارلامان ماڼۍ، تاج بیګ ماڼۍ، د فتح الله کلا، د بې بې مهرو تپه، د نادر خان تپه، د زاړه کابل سیمه، شور بازار، تیمور شاه مقبره ( تیمور شاهي)، د عبدالرحمان خان مقبره، د بابر بڼ، د بابر مقبره، نو ځکه خو باید له کابل ښاره یو وخت دیوال تاو شي او په ټول ښار د تاریخي ارزښت له مخې د میوزیم لوحه را ځوړنده شي. دې ښار پخپل وخت کې ستر تمدونونه زیږولي، زموږ د پاره یې په زړه پوری تاریخ پریښی دی، موږ یې په سترو کارنامو نازیږو، نړۍ ته یې په ځغرده او غرور وړاندې کوو. د کابل د ښکلا کیسې هم ډیرې مشهورې دي، د کابل د هوا زړه را ښکونکې ښکالو هم ډیرې خبرې له ځان سره لري، چې تل یې بهر میشتې افغانان پخپلو مجلسو کې ستایې. هسې ما ویل ددې ښکلي ښار، د ښکلي تمدن او ښکلي هوا ساتنه موږ څومره په احتیاط کړي؟ ځکه له موږ وروسته کوم نسلونه چې راځي، هغوی ته به موږ او زمونږ همدا پېر تاریخې ارزښت ولري یا نه؟

15.01.2015 20:40    |   عبدالباري جهاني خوشحال خان خټک او د هغه عصر

خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشحال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشحال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير، یوازي فوکلوري روایتونه موجود دي. انګریز محقق والټر بیلیو، چی د پښتني قبایلو په باره کی یی ښه زیات تحقیقات

15.01.2015 10:20    |   زرغون شاه شینواری وې ګورئ او وې شاربئ

« د افغانستان اوږده جګړه ختمه شوه، د دغه هېواد د بیا ابادۍ چارې پای ته ورسېدې». د امریکا جمهور رییس ښاغلي اوباما د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۵ د دوشنبې ورځ نیوجرسي د امریکايي پوځیانو قرارګاه. د ۲۰۰۱ کال د اګست د اوومې نیټې نه د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر تر لومړۍ ورځې پورې امریکا په افغانستا کې یو تریلون یانې زر ملیارده ډالر لګولي دي.

12.01.2015 10:04    |   انجنیر . ش . سـاپـی در باره ی منابع زبان فارسی، 4

تاحال این منابع زبان فارسی بنامهای جهانگیری ، رشیدی ، برهان ، آنندراج ، التلخیص و غیاث اللغات را توضح دادیم که در هندبریتانیایی نوشته اند. ادامه ی ماجرای تولید لغت نامه ها :

11.01.2015 12:30    |   اسیستانت پروفیسور محمد ظریف "امین یار" تحول ناقص توام با تداوم ضعیف

حکومت وحدت ملی که محصول فاجعه انتخابات ریاست جمهوری سال ۱۳۹۳ و تشبث مستقیم ایالات متحده امریکا است ، از همان آغاز شکننده ، بی عزم و متزلزل معلوم میشد. بظاهرآ فعالیت ها برای هسته گذاری این نوع سیستم حکومت داری مرموز، غیر متجانس و نا مریی خیلی قبل از انتخابات سال ۱۳۹۳ وجود داشت. ایالات متحده امریکا همواره سعی کرد که در افغانستان دولت سازی کارا صورت نگیرد و کشور همواره متکی به امریکا بماند تا تدوام حضورش در این منطقه از نظر جیو پالیتک تامین گردد. امریکا از همان آغاز تهاجم بالای افغانستان همواره به برخورد های پروژه ای ارجحیت داده و عمدآ سعی و تلاش نکرد تا حکومتداری خوب تقویت پیدا نماید، از جانب دیگر گروه های مسلح و موازی را نتنها در افغانستان از بین نبرده بلکه برخلاف این گروه های کوچگ و ناچیز را مسلح و فربه ساخت و در دولت موقف های بلندی را برای شان در نظرگرفت. درصورت که بسیاری از این گروه ها در لیست جنایتکاران جنگی شامل بودند ، اینکه امریکا چگونه آنها را به چهره سفید مبدل نمودند نکته است قابل مکث.

10.01.2015 15:52    |   سورګل ژمن تڼی دموکراسي، بشري حقونه او آزادي

ما په (۳- ۱۲- ۲۰۱۴) نېټه د نورو ېبسایټونو له څنګه سره، د بي بي سي فارسي وېبسایټ ته هم سر ورښکاره کړو. د بي بي سي فارسي وېبسایټ کې زما سترګې، د روسيې نولسمې پېړۍ لیکوال فیودر داستایفسکي اثارو په اړه، د یو انګرېزي لیکوال پریوې لیکنې ولګیدې. د هغې لیکنې له لوستلو څخه، زما پام ته څه خبرې راغلې. خو مخکې له دې چې زه پرپام ته راغلو خبرو څه ولیکم، د هغه لیکونکي له لیکنې به لږ وغږېږم. د لیکنې لیکوال د داستایفسکي له اثارو څخه هغه شیره راټوله او اخستي وه، کومه چې د ده موخه وه. ده، هغه شیره د خپلو موخو په مخه داسې کارولي وه:

10.01.2015 10:49    |   ثناءالله صالحي په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت

۲۰۱۴م کال د افغانستان لپاره د يوویشتمې پیړۍ تر ټولو مهم او سرنوشت ټاکونکی کال و. خو په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسیدلی و، نو ځکه لوړ پوړو چارواکو نه غوښتل چې خپلې اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي او د دې لپاره يې د ۲۰۱۴م کال په نوم يې د راتلونکو بدو عواقبو تبلیغات يي د عامه خلکو ذهنونو ته ورسول نو په فساد کې ښکیلو اشخاصو ته زمینه مساعده شوه

09.01.2015 10:03    |   نورمحمد غفوری مشکلات و دست آورد های صد روزه

انتخابات سال ۱۳۹۳ هجری شمسی افغانستان یک پدیده بخصوص افغانی بود. در این انتخابات مرد و زن افغان اشتراک وسیع نمودند. اما اداره کنندگان و برگردانندگان انتخابات نخواستند و یا هم نتوانستند به شکل درست و قانونی آن را برگزار نمایند. کمیسیون های انتخاباتی که از جانب رئیس جمهور اسبق به «تیپ و احساس افغانی!» تعین گردیده بود، نظر به اهدافی که در عقب آن نهفته داشت، از استخدام متخصصین با تجربۀ خارجی در آن جلوگیری نمود. خود افغانها و بخصوص اعضای کمیسیون انتخاباتی تجربه دموکراسی و انتخابات بیطرف را نداشتند. تقلب، دسیسه، رشوت و تجارت سیاسی غیر مجاز در کمیسیون انتخابات مسلط بود. دور اول انتخابات ریاست جمهوری سال ۱۳۹۳ نیز با دغلبازی و تقلب همراه بود.

09.01.2015 10:02    |   محمد عارف منصوری تعصب و پيآمد هايش

افغانستان كشوريست كه از سه دهه بدينسو، بحران عميق و گستردۀ اجتماعى را تجربه مينمايد. بحرانيكه زيرساختهاى اساسى جامعه را تخريب نموده، هستى مادى و معنوى آنرا به كام نابودى سپرده است. عدۀ از صاحبنظران، علل و عوامل اين بحران را، ساختار نامتجانس اجتماعى كشور دانسته، موجوديت نژاد ها، اقوام، زبانها، مذاهب و گرايشات افراطى ناشى از اين ها را دلائل عمده و اساسى آن قلمداد ميكنند. شكى نيست كه در تداوم اين بحران، شيرازۀ وحدت نيمبند، شكننده و لرزان ملى آسيب ديده و از هم پاشيده است. تعصبات لجام گسيخته در ابعاد و عرصه هاى گوناگون حيات اجتماعى اوج گرفته، زمينه را براى مداخله كشور هاى آزمند خارجى مساعد نموده است. عليرغم مساعى و تلاشهاى داخلى و خارجى براى تقويت وفاق ملى، روز تا روز زاويۀ اين شگاف بيشتر و بزرگتر شده، چنانچه در حال حاضر، بعنوان ملت متفرقى كه از استخوان شكنى قومى و منازعۀ داخلى رنج ميبرد، موجوديت و بقاى ما در جغرافياى سياسى جهان با خطر انقراض روبروست. در كنار ساير عوامل تاثير گذار، يكى هم تعصبات نژادى، سمتى، زبانى، مذهبى، سياسى و جناحى ايست كه نه تنها قابليت و پتانسيل كل جامعه را در مسير پويايى و شگوفايى تقليل بخشيده، بلكه مشاركت ملى را جهت اعتلاى كشور كاهش بخشيده است. شيوع اين بيمارى چنان فراگير است كه كليه لايه ها، اقشار و طيف هاى جامعه را در بر گرفته است.

06.01.2015 09:40    |   عبدالباري جهاني ځانځانۍ ښامار او اژدهای خودي

په لومړي سر کي د انسان په شکل یو ځان وو. ده شاوخوا وکتل او پرته له ځانه یې بل څه ونه لیدل. ده لومړی وویل چي دا زه یم. ځکه نو د ده نوم « زه » سو. ده وویل دا زه یم... ده ټوله شر یر مخلوق وسوځول... دی وبیریدی، ځکه نو هر څوک چي یوازي وي هغه بیریږي. ده فکر وکړ، کله چي بل هیڅوک نسته نو زه ولي وبیریږم. بیا نو د ده ویره له منځه ولاړه. ځکه بیره خو له دوهم څخه وي او کله چي دوهم نه وي نو سړی ولي وبیریږي؟

05.01.2015 17:50    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی - ۵

دا اعلان د ورځې څو وارې پر یوه مهم تلویزیوني چاینل خپرېږي. غالباً هغه څوک چې دا خبره د ټلویزیون پر پرده کوي پښتو ژبی دی. ښایي په کور کې به هم په پښتو خبرې کوي. هلته، امکان نه لري چې داسې یوه شله ګوډه جمله د خپل کور له غړیو سره د خبرو پر مهال ووایي او که ویې ویله خامخا به ټول ورپورې خاندي.

03.01.2015 11:09    |   میرعنایت الله آشفته کشوری که جهان را دشمن خود می پندارد !

یا به عبارت دیگر نه کشورهای اسلامی و نه کشور های غیر اسلامی را دوست خود می داند. به برداشت این قلم؛ چنین تصور؛ خود عدم استقلال فکری دولتمردان ما را برجسته می سازند. این کمتر از همه منحیث یک فرد مستقل و غیر وابسته به تشکیلات ولی سخت باورمند به منافع علیای کشور و وحدت ملی، نقاط نظر خود را پس از ۱۰۰ روز خاموشی و انتظار مصلحت آمیز پس از تعیین حکومت دومنزله به نام وحدت ملی!؟ % ۵۰ بیان و راه بیرون رفت آن را به پیمانه درک و فهم خود به زبان ساده و عام فهم دور از بکار بُرد اصطلاحات سیاسی و ایدیولوژی ها بیان می نمایم.