د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

02.03.2015 11:06    |   نور رحمان لېوال د ځمکو په قانون کې سمون، د هېواد د ستونزو پاى

د اوسني افغانستان د ټول مساحت ٦٥٢٠٠٠ کېلومتره مربع او د وګړيو شمېر ٣١ مېليونه دى. د اټکل لمخې په اوسط ډول ٤٥ کسان يا ٦ کورنۍ په يو کېلو مېتر مربع يا پنځه سوه جريبه ځمکه کې اوسيږي.که د هېواد د ځمکو په قانون کې د اړتيا وړ سمونې وشي، هرې کورنۍ ته ٨٣ جريبه ځمکه وررسيږي.

02.03.2015 10:57    |   پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشید مصاحبه نادر ابوالکلام آزاد در آستانه ایجاد کشوری بنام پاکستان

مولانا محی الدین مشهور به ابوالکلام آزاد درنوامبر 1888 در شهر مکه تولد یافته است ، پدر اش خیرالدین نام داشت از باشندگان اصیل هرات باستان بودند. ده ساله بود که با خانواده اش ازمکه به هندوستان مهاجرت نمود و درشهرکلکته مسکن گزین گردیدند.تحصیلات اش را درهندوستان دربخش علوم مروج وقت تکمیل نمودو درجوش جوانی از دیده وران مسلمان جوان وآزادی خواه هندوستان بشمار آمد. در ویکیپیدیای فارسی دوستان ایرانی درموردایشان طبق عادت دیرینه شان نوشته اند که هراتی ایرانی اصل بودند که نظربه تقاضای تاریخ و واقعیت مساله درست نمی نمایند، بهترخواهد بود آنرا به هراتی افغانی الاصل تصحیح نمایم و بگویم که پدران ایشان از هرات افغانستان به مکه ومدینه رفته اند. باری با خانم نجمه هیپت الله چشم چراغ خانواده مولاناآزاد ویکی از خانم های سرشناس درجامعه روشنگر هندوستان درباره خانواده شان صحبتی داشتم ،ایشان نیز گفتند که خانواده ما از هرات به مکه وازآنجا به کلکته رسیده اند ومی گفتند که مولانا می گفت که ما هراتی افغانی الاصل هستیم. وبه احتمال قوی خانواده ایشان با قبیله نیازی افغانها که شماری زیاد از آنها دربنگال هندوستان متوطن بودند نیزرابطه قومی ونسلی داشتند.

02.03.2015 10:42    |   محمد انور ولید په غرني افغانستان کې طبیعي پېښې ، او د دولت مسؤولیت

دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان یو غرنی هېواد دئ . غرونه یې عموماً د ملا د تير په څېر له شمال ختیځ څخه د جنوب لوېدیځ پر لور واقع دي . آسمان څکې سردرې یې که له یوې خوا د برخلیک ټاکونکو تاریخي پړاوونو حماسې له یوه نسل څخه بل ته د یا د بود او میراث په توګه له خپلوڅیرې سینوڅخه د حال په ژبه په ژوندۍ بڼه د تاریخ د هرې مقطع یو یو حکایت تېروي ، خو له بل پلوه د ژوند او کرکیلې د روزۍ ګبین ( د اوبو او کانونو سرشارې زېرمې ) هم په ځان کې لري . چې ور سره په هره دره ، او دښتو بیابانونو کې افغان ځوځات پنځېدلی ، کڅ او شاړې یې پرې آبادې کړې دي .

01.03.2015 14:14    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات شپږمه برخه

پخوا له دې چې په افغانستان کې جګړه او له جګړې نه را زیږیدلې سونامي ګانې پیل شي، د کوچنیانو ادبیاتو ته د هغه وخت د پوهې او امکاناتو په چوکاټ کې پاملرنه شوې وه. کوچنیانو خپرونې درلودې، کیسې او شعرونه ورته چاپیدل، ځانګړې مجلې یې درلودې او په رادیو افغانستان کې د کوچنیانو په نامه مطالب خپریدل او د کوچنیانو د روزلو په نامه ټاکلی وخت ورته ځانګړی شوی و.

28.02.2015 20:44    |   نظرمحمد مطمئن د مذاکراتو روانه لړۍ؛ ایا پاکستان طالبان خبرو ته اړباسل؟

تېره اوونۍ د بي بي سي په ګډون ځینو پاکستاني رسنیو د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په باب هيښوونکي خبرونه خپاره کړل. د پاکستان اردو ژبې ایکسپریس ورځپاڼې بیا دا هم په کې ویل چې د طالبانو د قطر دفتر غړي د افغان حکومت سره د مذاکراتو له پاره پاکستان ته ورروان دی. سره له دې چې هغه خبرې خپرې شوې، خو تر اوسه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو کوم څرک ونه لګیدی، مګر دغو تبلیغاتو ځینو ته لا هم د غولوونکي سراب ښوولو له لارې د سولې هیلې راژوندۍ کړي دی. داسې ښکاري چې دغو تبلیغاتو نه یوازې پر عادي سولې ته تږي افغان اغېز کړی، چې ولسمشر هم له دې اغېزې مستثنا نه دی.

28.02.2015 20:41    |   صحراني ګل دموکراسي یعني څه؟

په افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته چې په سیاست، کلتور او فکر کې کومو اصطلاحاتو ځای نیولی یوه اصطلاح یې دموکراسي ده، په (۱۸۶۳م) کال کې ابرهم لنکن دموکراسي په دې ډول تعریف کړې ده، دخلکو حکومت د خلکو لپاره په خلکو باندې. دا یې عام او واضح تعریف دی، چې له دې تعریف څخه وړاندې اکثره خلک یواځي دخلکو حکومت او آزادي پیژنې اما د دموکراسۍ د اصولو او بنسټ څخه خبر نه دي، چې په اصل کې کومو اصولو ته او بنسټونو ته معتقده ده.په کلاسیک دور کې دموکراسي دوه ډولونه مشهور و چې یو لبرالیزم چې هغه وخت کې د افراد غوښتونکي ماناوه او دویمه یې سوشیالیزم چې د ټولنې غوښتونکي په مانا کارول شوي چې دا یې زاړه ډولونه او اوس یې زیات بدلون کړی. دموکراسي څلور اصول او دوه بنسټونه لري چې لاندې پرې رڼا اچول کیږي.

26.02.2015 12:12    |   انجنیر . ش . سـاپـی در باره ی منابع،بررسی متون یهودی ـ فارسی،6

بر اساس یک بررسی ساده و با مراجعه به مجموعه هایی از مهم ترین لغت نامه های به ظاهر کهن فارسی و توشیحات و آراء و اقوال صاحب نظران حرفه ای در باب آن ها، معلوم شد که فارسی اسناد اثباتی کهن و دستگاه تولید واژگان ندارد، که همراه زمانه روان شود، به وقت خود بزاید و یا پوست بیاندازد. بدین قرار شاهد تدوین اوراق گریم(چهره پرداز) کرده ای شدیم که با نصب ماسک کلماتی قاطعانه ساختگی و من درآوردی، چون نمتک و زغرور و چکوک و بلکنجک و پژول و گلفهشنگ و ونجنک و لیولنگ و هبولنگ و مچاچنگ و شتالنگ و پجول و پژول و اسپغول و قنبره و غیره، نمایش زبان کهنه ی دنیا دیده ای را به صحنه برده اند، می خواهم با مراجعه به مندرجات آن اندک مستندات موجود، در پایان این بررسی های زبان فارسی، از مطلب نیم پنهانی پرده بردارم که هرچند دیدار از آن بسیار ناخوش آیند است، لیکن ریشه مکافات موجود در سطح منطقه را از خاک بیرون خواهد کشید و در منظر ملل شرق میانه قرار خواهد داد.

26.02.2015 12:09    |   انجنیر ـ ش.ساپی خراسان بزرگ؟

عنوان خراسان بزرگ از قمپزهای(فخر و مباهات بی مورد،لاف و گزاف) ایرانیگری رایج است. هیچ ساکن ماورا’ النهر، خود را خراسانی نمی داند. آن ها غالبا ازبک اند و اهل خیوه و مرو و بخارا و سمرقند و غیره خطاب می شوند. اما از این که اشاره به خراسان بزرگ از نظر جغرافیایی و برای خواننده ی ایرانی راهنمایی کننده تر از ماورا’ النهر است، در گفتارها و نوشتارهای درون اقلیمی کاربرد عنوان قلابی خراسان بزرگ بسیار مصطلح و دل چسب می نماید. در ماورا’ النهر عمدتا رد مستمر عبور زندگی تاریخی به تمام اشکال خویش دیده می شود و به خصوص از آن که نام خوارزم قید شده در کتیبه ی بیستون، خلاف نام دیگر اقوام آن سنگ نبشته، گم شده نیست.

25.02.2015 10:56    |   شبل حامد جمعيت اصلاح و چهره ئى ديگرش

•كمال الهلباوي،جوانان اخوان السلمين را كه بخاطر جهاد به افغانستان آمده بودند،به دو بخش تقسيم نموده چنين مي گويد: •بخش اول جواناني بودندكه درزندگي ودرتحصيل خود ناكام مانده بودند واز همين ناكامي وجهل خود وازاندوه زندگي خود به طرف جهاد ومرگ فرار كردند. •بخش دوم جواناني بودند كه درپي زن به هرطرف مي دويدند وانگيزه آنها براي رفتن به افغانستان براي جهادنه بلكه شهوت وزن بود! •زمانيكه ابوعبدالله احمد اميرجماعت اسلامي الجزائر شهيد شد، جناب هلباوي فرمودند:ببينيد خداوند چگونه اورا سزا داده ورسوا نمود! پس شهيد شدن درراه خدا درنزد هلباوي سزا ورسوايي بوده است! اكنون نميدانم كه ايشان درباره حمزه سيدالشهداء چي نظر داشته باشند؟ •هلباوي مي گويد : رئيس بركنارشده محمد مرسي ديگر هرگز به چوكي حكومت برنخواهد گشت، زيرا چنين فيصله شده است(چنين فيصله شده است؟؟؟) وانقلاب عليه مرسي يك كودتا نبود، بلكه ارتش مصر به فرياد بيشتر از 30 مليون شهروند مصر پاسخ مثبت گفت!

25.02.2015 10:49    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د چین هېواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړېکو سم مدیریت غوره پاېلې لرلای شي

سره لدې ، چې د افغانستان او چین هېوادونو تر منځ د ورېښمو له لارې د راکړې ورکړې یو پخوانی خورا اوږد تاریخ پروت دی ، خو معاصر افغانستان سره تر دې دمه ، د چین هېواد له خوا شوې تخنیکي ــ اقتصادي مرستې د ګوتو په شمېر دي . خو په پورتني خبر کې د یاد شوو غټو پروژو د پلي کولو سره د چین هېواد لېوالتیا به د اقتصادي اړېکو په ډګر کې یوه بله نوې او لوړې مرحلې ته د ورننوتلو یوه نوې کړکۍ پرانیزي .

23.02.2015 10:52    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۵

اوس راغلو د کوچنیانو ادبیاتو ته او په اوسني وخت کې د کو چنیانو خوار حالت ته چې څومره د دولت اوحتی قلموالو له پامه لویدلي دي.

23.02.2015 10:51    |   عبدالغني (هاشمي) سوله او د کورنیو ښکېلو اړخونو حساس موقعیت

همداسې چې په افغانستان کې جګړه لسګونه کلونه غزېدلې، ورسره جوخت د سولې هڅې او فعالیتونه هم له لسګونه کلونو راهیسې روانې دي، خو د ملي وحدت دولت له خوا په دې وروستیو کې د بېلابېلو ځانګړو کورنیو، سیمه ییزو او بهرنیو طرحو، پلانونو، پروګرامونو او عملي ګامونو له لارې په دې اړه هڅې تر پخوا ډېرې چټکې او پراخې شوې دي. که څه هم په سیاسي او امنیتي برخو کې د ملي وحدت دولت په لومړیو ورځو کې د بېلابېلو ډلو او اشخاصو له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو او دا لړۍ لا هم دوام لري، خو د سولې په برخه کې وروستیو هڅو او پرمختګونو ددې نیوکو او منفي انګېرنو بهیر سست کړی او خلک یې سولې ته هیله من کړي دي.

23.02.2015 10:50    |   ثناءالله صالحي دیموکراسي او د هغې تطبیق په افغانستان کې

د افغانستان لرغونې خاوره د سیاسي جغرافیايي سترتوب او لومړيتوب له پلوه اوږد تاریخ لري. دا سیمه د آسیا د سوداګریو او فرهنګونو څلور لارې بلل شوې ده. ډېر یرغلګر د دې څلور لارې څخه تېر شوي او د خپل زور ازموینه يې کړې ده.لکه فارسیان، یونانیان، عربان، ترکان،

23.02.2015 10:49    |   میرعنایت الله آشفته جوانان آگاه

این مختصر را با ذکر ۳ نکته خواستم با آینده سازان کشور؛ شریک سازم تا راه طی شدهٔ اشتباه را، شما سروران عزیز تکرار نکنید. ۱: - آنچه عده ای از رهبران چپ و راست، برخورد غیر مسؤولانه، خیال پردازانه، عقده مندانه، خود خواهانه، تنگ نظرانه؛ بیگانه پرستانه، آرمانگرایانه و شعار پردازانه انجام دادند؛ شما آگاهانه پرهیز کنید.

21.02.2015 12:31    |   نجیب منلی سخته ژبه

کله به چې شاګردانو را ته وویل «پښتو سخته ده» نو ما به ځواب ورکاوه چې تا فرانسوي (یا انګلیسي یا فارسي یا پولنډي...) په دوه کلنۍ زده کړې ده او ما پښتو په دوه کلنۍ زده کړې ده نو دا د سختوالي خبره په کې له کومه شوه؟ اوس چې ګورم چې هر څوک په فېسبوک کې پښتو! پښتو! چغې وهي، هر یو ادعا لري چې په پښتو خبرې کول، لیکل او لوستل یې خپل حق دی او د مرګ تر دمه به ترې دفاع کوي، هر څوک د هرې خبرې سره درې کرته نور متعصب بولي خو په خپله یې نه د پښتو املا سمه وي او نه یې انشاء، نو پوښتنه را ته پیدا شي چې لکه وطن چې په نورو ابادوو، همداسې به خپله مورنۍ ژبه هم په نورو جوړول غواړو او که څنګه؟

20.02.2015 19:04    |   د افغان کلتوري ټولنو جرګه د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلاميه

موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورني ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هېواد کې دوه ژبې نصاب د تدریس کار پیل کړي چې افغان اولادونه د دې وړ کړي، تر څو با کیفیته زده کړه وکړي او د هېواد په هرګوټ کې د کار کول قابلیت ولري. البته د درېیمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي. له لوړو زده کړو وزارت څخه جدي غوښتنه کوو چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټینګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي. له ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې ټولو دولتي ارګانونو ته امر وکړي چې د اساسي قانون له مخې د دواړو رسمي ژبو عادلانه توازن مراعات کړي.

20.02.2015 18:57    |   خان ولي کامران د افغانستان کرکټ د زوال په لور

د کرکټ بورډ اوسني مشر ښاغلی نسیم الله دانش او اجرایيوی ریس ښاغلی شفیق ستانکزی لومړی تیروتنه په استرلیا کې د نړیوالو جام سیالیو پرمهال دا وکړه چې د کرکټ د نړیوالو لوبو د پرانیستو پرمهال د هېواد ښه استازیتوب ونشو کړای .

19.02.2015 11:05    |   نجیب منلی ناشولته اختراعات

زه د مشکڼو بنجاره یم. د لارې پر سر مې څادر غوړولی. هغه څه چې زما په بوخڅه کې دي د زرګر په دوکان کې ځای نه لري. زما غاړکۍ د ښيښو او پلاستیکو له مریو جوړې دي، بنګړي مې د رنګ شوي ټیم دي، غوږوالۍ مې د زېړرنګه بې ارزښته فلز دي، د دروغو غمي په کې لګېدلي دي. هر څه مې همداسې دي.

18.02.2015 22:22    |   صدیق رهپو طرزی نگاهی به گفت و گوی ف. مزدک با روزنامهٔ هشت صبح

در آغاز این گفت و گو، آقای فریدِِ مزدک، بیان داشته است که نگاهی به ٫٫ عقب ،، نموده تا به ٫٫ اصل ،، پاسخ برسد. من، با خوانش این نگاه به عقب، صاف و پوستکنده بگویم، شاد شدم که از میان رهبران پیشین حدخا، و وطن، کسی جرات نموده و تلاش دارد، نگاه به ریشهٔ شکل گیری ٫٫ چپ ،، بیاندازد. اما، چند واژه بعدتر، متوجه شدم که ایشان این حضور دیدگاه ٫٫ چپ ،، یا درست ترش مارکسباوری روسی را که پس از ۱۹۱۷، رنگ گرفت، با یک خیز بزرگ، به دههٔ هفتاد همین سده پراند.

16.02.2015 11:04    |   شفیع وردګ رقابت سایبری چین و امریکا و تاثیر آن بر کشورهای منطقه

هوجین تاو رئیس جمهور پیشین چین در ماه ثور سال ۱۳۸۵ مهمان رئیس جمهور قبلی امریکا، جورج بوش و رئیس شرکت مایکروسافت بیلگتس، بود. بیلگتس ثروتمندترین شخص جهان و یک فرد نمونه از ثروت و تکنالوژی امریکا است. هوجین تاو، نخست به شهر سیتل رفت و در خانه صد میلیون دالری بیلگتس مهمان شد. شاید با این کار اش خواسته است تا به امریکا بازگو نماید که چین به قدرت نه، بلکه به تکنالوژی اولویت میدهد.

13.02.2015 10:54    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۴

په پښتو ادب او پښتني ټولنه کې کوچنیان داسې بې برخې دي لکه د الفت صاحب په «خیرات» نومي نثر کې چې ړوند او شل بې برخې وو. که پښتو ادب له هماغه لومړني لاس ته راغلي شعر نه را پیل کړو، کوچنیانو ته په ټاکلي ډول هیڅ داسې څه چې د هغه د هڅونې او پوهونې تکل دې په کې شوی وي، نه تر سترګو کېږي.

11.02.2015 11:07    |   عطا محمد میاخېل د غازي امان الله خان ژوند او پاچاهۍ ته یوه کتنه

اعلیحضرت امان الله خان دامیر حبیب الله خان زوی ، دامیر عبد الر حمن خان لمسی، دامیر محمد افضل خان کړوسی اود محمد زو دحکومت د موسس امیر دوست محمد خان کودی وو دی دامیر حبیب الله خان دیوې نازولې میرمنې سراج الخواتین له نسه د پغمان زرګر دره کې د حاجي اسد خان کره د 1270 ش ( 1891م ) وزیږید ده په ناز او تنعم کې سترګې پرانیستې او په شاهي دربار کې لوی شو ، ده چې ښی او کیڼ لاس وپیژانده په دې هم پوه و چې زموږ په ټولنه کې کلکو ملي او دیموکراتیکو بدلونونو ته شته ده په همداسې یوه روحیه او درک یې وده کوله ، ښوونځي ته ولیږل شو او د وخت له نامتو استادانونه یې زده کړه وکړه ، ملي بد بختیوته متوجه شو ، د ترقۍ او پرمختګ هیلې ورسره پیدا شوې په 1321 ق ( 1903 م ) کال چې د وخت حکومت د دولتي چارو ویش کاوه ، چارو ته یې مسولین ټاکل او لقبونه یې ورکول ده ته دعین الدوله لقب ورکړ شو .

08.02.2015 16:05    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۳

له فولکلور نه وروسته، که د ادیانو تاریخ ته سر ور ښکاره شي او د کوچنیانو د ښوونې روزنې او ادب لټه په کې وشي، لیدل کیږي چې مخکې له دې چې د واکدارانو له خوا په رسمي تشکیلاتو کې دې موضوع ته ځای ورکړل شي او پام ورته وشي، د دیني لارښوونو اومذهبي ارشاداتو له لارې د کوچنیانو ښوونې روزنې ته پاملرنه کیده.

07.02.2015 08:18    |   احمدجان تڼی ټولټاکنو نظام، د هغه سمون

په دې لیکنه کی په هیواد کی ټولټاکنو ستونزو ته اشاره شوی ده

06.02.2015 23:55    |   محمد عارف رسولي خپل ملي هویت څنګه پیاوړئ کړو؟

ملي هویت یوه معاصره پدیده ده او په اوسنیو شرایطو کې د ملتونو د بقا، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړین شرط دئ. د زمانې په تیریدو سره د ملي هویت په ماهیت، تعریف، وده او ستونزو کې هم توپیر راځي. موږ د نن زمانې له شرایطو سره سم باید د ملي هویت په جوړوونکو عناصرو، ستونزو او د ټینګښت په لارو ښه ځان پوه کړو. باید پوه شو چې په یوه هیواد کې د ملي روحیې د پیاوړي کولو، د ملي وحدت د تامین، په ټولنیزو سرتاسري ستونزو کې د ملي وفاق راوستلو او ورته د اړینو حل لارو موندلو لپاره د ملي هویت مسئله خورا مهم او ستر رول لري او له بلې خوا ملي هویت هم بیا په یاد شوو ملي مفاهیمو متقابله مثبته اغیزه شیندي. ملي هویت د یوه هیواد له خلکو سره مرسته کوي چې ګډ ارزښتونه، ګډ ارمانونه او ګډې موخې ولري او هم ورته د رسیدو لپاره ګډې هڅې وکړي نو بیا هغه هیواد ستر ستر کارونه سرته رسولئ شي او لویې پایلې لاسته راوړلئ شي. په همدې توګه، ګډې موخې لرل او ورته کار کول بیا د ملي هویت داعیه لا نوره هم ټینګوي.