شعرونه
دوطـــن غـــیـــږه کـې مـــې کـور وای تـــل خـــوشالـي وطـــن سمسور وای چـې راشه درشه په هـــر لـــور وای ماته پردي مالت کې خوب کله راځینه
اوس مي خوندہ نشتہاوس بدل شوی اوس می خوندہ نشتہ// . اوس می اوبہ ھم تر ز ړ ہ کلکی شکاری// . اوس می دتن سیوری ھم نہ وی پورہ// . اوس می د خیال انځور ریچہ ریچہ دی// . اوس می د ز ړ ہ کتاب را ټول گرزوم// . اوس دی د تل پہ سیر ډ یر نہ یادوم// . داسی ھم نہ دہ چی ھیر کړ ی می یی// . داسی ھم نہ د چی تا نہ پیژنم// . بلا د فکر تصویرونہ جو ړ کړ م// . د خوشحالیو مانی دنگی کړ مہ// . د اکو بکو لوبہ گرمہ کړ مہ// . یو څو بی روح نانځکی جو ړ ی کمہ// . بی خولی خندا وی وی بی ژبی قیصی// . اوس بدل شوی اوس می خوندہ نشتہ// . خو لنڈہ دا چی د ھوس شارگو ټي// . د وسوسو پہ تخلق جو ړکړ م برجین// . لا را کی دم وی خو بس ستړ ی شمہ// . سا راپکی وی پہ رنگ مړ ی شمہ// . بس راولا ړ شم لکہ ست ړی بزگر// . یوہ شیبہ ارام لہ خدایہ غوا ړ م// . لی ږ لا ور دوری پہ سپیرو خاورو کی// . لیچہ تر سر ماتہ کړ م او ږ د او ږ د پریوزم// . اف څومرہ خوند کوی جنت رایاد کړ ی/ . د خپل ورور مینہ او نفرت رایاد کړ ی/ . ژوندون را یاد کړ ی او قیامت رایاد کړ ی/ . د ژوند سپیڅلی حقیقت رایاد کړی!!
( پند د فرزند سعادتمند چې خاص و عام شي ترې بهره مند) اې د دین دنیا په کور کې بَلې شمعې **** جلوه ګر اوسې مدام زما په جَمعې د دراز عُمُر له ونې برخوردار شې **** دښادۍ د دایرې قطب مدار شې دم قدم دې سعادت مل و رفیق شه **** څو چنده تر ما، فلک پر تا شفیق شه نا خواسته دې خدای پوره لره مطلب**** د زړء خواست دې جلوه ګر مه شه په لب
دلته ګولډڼ طلايي مءنی روان دی تیر کلونو سره توپیر ېې په دا شان دی پخوا ډیر به تندرونه، باد باران وو
چی ننګ په لیلا ونکړي مجنون خوداسی نه وي چی سرپه وطن ورنکړي پښتون خوداسی نه وي د مینې په جنون کی ھرعاشق له سره تېروي چی سرته پکی خیرغواړي جنون خوداسی نه وي
په مونږد غم د پاسه غم راځي یوېې تېرنه وي بل ماتم راځي رښتیاچی غم له غمه نه شرمیږي د غم لښکرپه مونږ یکدم راځي
د غرو لمن کې سرو خاټولو د صحرا ته ګورم ښکلي انځور کې د خلقت ښکلې دنیا ته ګورم عطر د شنو پټو خواره فصل د ژوند نوی شو
خلکو ګورئ د وطــن کښــتئ ډوبیږي زړه می دلته خپل ټاټوبي ته ځوریږي نا امنی د ښـــار کــوڅــو تــه رسیدلې کندوزاوس هم په اورونوکی سوزیږي
( لږ غفلت د ټول عُمُر او وطن خواري!) هزاره ورور به وءيل " لحظهءِ غفلت= = تمامي عمر جوالیګري" ده که پوهېږې د زرګر ټکونه ډیر وي په سرو زرو= = خو یو ټک آهنګري ده که پوهېږې
سترګې پټې کړم د ځان سره غږیږم زه د خپل څېري ګریوان سره غږیږم روح مې لاھم د وطن په کوردیره دی زه د خپل روح او روان سره غږيږم