شعرونه
بل ژوند
وياړ فال مې کوته په يوه هيندو فالي خبرې يې راته د اميد کولې ويل يې ته بری مومې ستا به ټول ارمانونه شي پوره زما سترګو کې ستا سترګې راوګرځېدې لکه نن لکه پرون ترې ومې پوښتل : هغه سترګې به بيا کله په سترګو وينم؟ ويل يې : هو کې هغه به ستا شي هغه سترګې به هرسبا او بيګا ستا دسترګو معبد وي هغ
چينه
وياړ يوه چينه له بره دځلانده شګو له چمه دکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيا اوبه يې بهانده مستې اوخوشاله ګامونه يې سرګردانه ځان رسول غواړي دشنه ځنګله دشنو ونو شنه سيوري لاندې دمه کيدو ته دځنګله زړه يخيدوته د دنګو ونو دشنی ځوانۍ قدموته دمرغانو دسندريزکلي ټپوته لا يې ځان ته پام شوی نه وي لاپه خپل ځان خبرې نه وي
ټوکې
وياړ زماپوښتنې ټولې ټوکې ستا ځوابونه هم ټوکې ټوکې مروريدل هم ټوکې ټوکې پخلاکول هم ټوکې ټوکې خو ټوکه څه ده؟ دزړه خبري ته اسانه لار که ته ورته بل څه وايي؟ د1387کال دکب مياشتې 5مه وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون
وخت
وياړ نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي ددې ورځې په ارزښت پوه شه دسبا په تمه ډيره مه اوسه زمونږژوند همدانن دی له سبا نه خداي خبر داځکه درته وايم چې نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده زه او ته سره يوځاي يو يو بل ته مخامخ يو خو يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو يوه ورځ به داسې راشي چې يوازې به زما کتاب ستا په لاس کې وي مابه دريا دوي
يوڅوخبرې
وياړ يوچا يوچاته يوڅو د رازخبرې وکړې په پټه يوڅوکسان يې له يوڅوخبروخبر شول يو څوکسانو يې يوڅو خبرې وساتلې يو څوو نورو يې يوڅو خبرې يوڅو نوروته وکړې هغه يوڅوشيبې غلی خپه کيناست يوڅو غمونو يې په زړه چړې تيرې کړې هغې يوڅو اسويلي وکښل يوڅو اوښکې يې تويې کړلې يو څو شيبې چوپه وه په يوڅو سلګيو کې يې وويل: اوس ښه شو
اجل
وياړ له مرګه نه ويريږم شهادت مې خوښ دی که مې اجل ستا له سترګو وي بيا خو نورعلی نور ويره مې داده چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي که دا کاروشو نو سره او شنه دسمالونه به پرې څوک تړي توخوښارۍ يې زمونږکلی ډير لرې دی د1388لمريزکال دغوايي 18مه کابل
ستازړه
عبدالقديم وياړ ته به هڅه وکړې چې له کلک زړه نه دې زمامينه وباسې خو اوريدلي مې دي چې دکاڼي کرښې په اسانه نه ورانيږي د1388کال دغوايي 16مه وزيرمحمداکبرخان مينه
دعا
عبدالقديم وياړ مورراته دعاوکړه ويلې زويه خداي دې ترمخې رڼاکړه چې له کوره رابهرشوم مخې ته مې ته راغلې دمور دعا مې په غوږوکې انګازې شوې زړه کې مې وويل خدايه د مور دعا قبليږي څومره ژر خوحيران ځکه يم چې مورخو راته دعا کې دا نه وو ويلي چې خداي دې رڼا درته په غوسه کړي د 1388لمريزکال د وري31مهدوشنبه وزيرمحمد اکبرخان مينه
سيند
عبدالقديم وياړ زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ سيند ګامونه وهي داسې لکه له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی سيند ته چادزړه خبرکړې ده سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي سيند څوک نه ملامتوي سيند ته څوک ليونی نه وايي سيند دزړه ټول بړاس په سندرو باسي زما دسيند همدا رندي خوښه ده زه دسيند پر غاړه له لمانځه وروسته
کوچۍ
عبدالقديم وياړ درخو دعا وکړه چې باران وشي ښه په زوره زورور باران دومره زورور چې د ډاګ له لمنې ستا سو کيږدۍ يوسي ټولې چي پلاردې مجبورشي زمونږپه کلا کې يوه کوټه وغواړي جمعه د1387لمريزکال وروستۍ ورځ لمرټلويزون
دروغ
عبدالقديم وياړ زما له سياست سره نه لګيږي ډيرترې ستړی يمه خو څه وکړم کارمې سياسي دی بياهم ورسره ګوزاره کومه پرون راته ديو وزارت وياند ويل: ((مونږ دروغ وايواوتاسو هم دروغ خپروئ)) بيامې هم مخې ته يو سياسي خبر پروت دی هلته په مخامخ ټلويزون کې يو سندرغاړی په سوز اوساز يوه سندره د زړه له اخلاصه وايي پکې خوشال ښکاري لکه چې دروغ يې هيڅ نه وي زده لکه چې په سياست نه پوهيږي جمعه د138
مرورې
عبدالقديم وياړ مرورې ته چې ځې دومره خو وګوره چې يوڅوک به ستا له اوښکو ډکو خوږو سترګو ته کاته غواړي مرورې تاډير اسانه دتلو خبره وکړه خو ګوره مرورې ستا داوښکو دهر څاڅکي غوندې زما زړه به زرې زرې وي درپسې مرورې حالات له مونږه همداغواړي چې هرڅ
فال
عبدالقديم وياړ فاليان ټول دروغ واييزه په فال باور نه لرمځکه چې فاليان په ډيروښوو خبروکېيوه نيمه کږه کوي خوزما خوارنصيب ټول کوږ دی يکشنبه1387کال دکب مياشتې يوولسمه
استخاره
عبدالقديم وياړ ياهو کړه پيرهنن دې ټولې دعاګانې راپيرزوکړهنن دې دمړو ارواګانې ټولې را وننګوههوکړه پيرهچې نن مې بخت ناځوان ملتيا وکړيپيرهنن مې استخاره ښه ختلېنن شپه مې خوب کې ځان بختورليدلی ځان مې د لويو ملکونوباچا ترځان مې ټيټ شاجهان اوسکندرليدلی پيرهنن مې اراده ده چې هرڅه ورته په سپنه ووايمپيره
رجړومه
عبدالقديم وياړ اوس هغه زړه نه دی راپاتې ګلېهغه چې ستا دمينې تاج محل وزما،ستا او رقيب په جنګ کېډيرلګيدلی دیپاک سوځيدلی دیتکتور ايره شوی دی ګوګل زما لکه رجړومه راشه خيالي سترګوته دې ورنه رانجه يوسهد1387کال دسلواغې 26مهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه
ځواب
عبدالقديم وياړ ترې ومې پوښتل يو مين ته به د نه ځواب څنګه ورکوې؟څنګه به يې زړه ورصبروې؟ څنګه به ځان له پامه وربدوې؟زما ورکړی ګل يې ترپښو لاندې کړويل يې داسې داسېدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون
کتاب
عبدالقديم وياړ غواړم ستا په خنداستا پر ناز او اداستاپرخپګان ستا پرموسکاستاپرمينه ستاپرغوسېستاپرقارستاپرتلوسېيو،يوکتاب وليکمخوڅه وکړمپه کمپيوټري لينکه عادت يمکورکې برق نه وي دفترکې وختدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون
نڅاګره
عبدالقديم وياړ نڅاګره چې شونډې مسکې کړي نڅاګره چې سپينې ليچې تاو را تاوکړي په هرڅرخ کې ملا کږه وږه کړي سترګې خمارې څيره خوږه کړي نڅاګره څه غواړي؟ نڅاګره کوډګري ښيی نڅاګره په هر حرکت اوخوځښت په خندا ناز او ادا کې يو پيغام لري غواړي له ليدونکي زړه يوسي دغمونو هيرول وروښيی نڅاګره غواړي په څرخونو اوحرکتونو ليدونکي ته دا ووايي چې: ژوند په انديښن
وجدان
عبدالقديم وياړ زه مې وجدان ته ځان نه ملامتومکله چې يوه وړه غوندې ګناه وکړمهدخپل وجدان محکمه مې دپيښيمانۍ په اور کې دومره سيځيچې د رحمان دوزخونه ورته ساړه ويځکه دښکلو دښکلولو تمه نه کومځکه له شوخو نجونو لرې ګرځم ځکه په ډاډسره درته وايم چې ما خپله ځواني ستا ترپيغلتوبه ښه ساتلې 22\10\1387لمرټلويزون
فلسطين لکه زما د وجود غړی
عبدالقديم وياړ يهودان کرسمس لامنځيخوداځلې بل شانتهدشرابو پر ځاي دفلسطينې ماشومانو له معصومو وينو غوړپونه کويد کليسا ګانو د زنګونو پرځاي دمسلمانانو پر سيمو دبمونو په درزا دماشومانو په چيغا او د بورو په واويلا يهودان کرسمس لمانځي****مسلمانان عاشوراته تياری نيسيدکربلا ويرتازه کويدامام حسين پرشهادت اوښکې تويوييهودان يې په وطن کې ورته بله کربلا جوړويدمسلمانانومشران چپه خوله پاتې دي يهودان کرسمس
ارمان
عبدالقديم وياړ کاشکې زه ژورناليست نه وايي ګوندې په دې ترخو رازونو ژر نه خبريداي هره ورځ به مې د چاودنې اوځانمرګې بريد خبر نه جوړاوه هره ورځ به يو چا راته نه ويلې: زه دطالبانو وياند يم داکار زمونږ مجاهدينو کړی هره ورځ به مې نه اوريداي تاسو دحکومت او ملي ګټو پرضد ياست دطالبانوخبرونه خپروی کاش چې زه ژورناليست نه واي ګوندې له فساده ډکې دولتي ادارې به مې
وسپنه
باباستانوم اوستا ميړانې نه ځار ستا تورې اوبرم ته سلام خو باباجانه يوه ګيله لرمه ګوره خپه چې نه شي ستاله سوغاته زه نورستړی يمه بابا خلکو بچوته څه نه دي چې نه يي دي پريښي خو بابا له تانه ماته درنې وسپنې ميراث پاتي دي بابا زه دې له وسپنو نور ستړی يمه بابا زه به ترکومه دغه درنې وسپنې په لاس کله سنګر کله زندان ته ځمه بابا ستا له سوغاته زه
شعر // سميع الله خليل
سپيــــــــــــن غره تا لـــوی امتحان ورکړی دشهيــــــــــــــدانودي کـــــــــاروان ورکړی په توره بوړه چـــــــــــــی بمان وريــــــــــدل هــــــــــم دي نښتر غوندی جانان ورکړی چې په هرډز به دی څيړۍ بليـــــــــــــــــده په وينو سور دی څيـــــــــــــراغان ورکړی
غزل / شين ګل عاجز/ دهجرت جونګړه شمشتو ( پيښور )
چې مې لاس په لړزان پيل کړترينه جام لاړ شوه رڼا دسپوږمۍ تته چې ماښام لاړ چې ما وکتل دپورې غره جومات ته خلک نه ورتلل په تنګ شو ترې امام لاړ که له ما څخه لرې ئې جانانه چې شاعرشوم ستا له کلي مې پيغام لاړ
غزل / سميع الله خليل / پيښور
ديار غم کې ليونـــــی شوم هسې خوشی لکه دود شوم سپيلنې شوم هسې خوشی چې داوښکوسيـــــلاب جوړزما په مځ شو دعشــــق باب ته غلنې شوم هسې خوشی هری خواته خوشالـــــــــــۍ وی خنــداګانی زه شپونکی شوم غرنې شوم هسې خوشی دحيرت ګوته په غـــــــــــــاښ راته جهــان