شعرونه
د مینې قلنگ
لیلا له مانه دوربل څڼو گلونه غواړی د پښتنی غیرت درانه درانه خویونه غواړې د مخ کعبې ته دوریښمو محملونه غواړې دوصل شپې ته دسرکووینو خالونه غواړې شرم افسوس دی د اغیارو کهنه پوش یمه زه د بل په جام باندې نسکوره پروت بی هوش یمه زه کاروان د بوی او قا فله ېی ده درنگ غوښتلې زړه د فولاد و او جونگړه ېی د جنگ غوښتلې طاقت د غره او مفکوره یې ده د ننگ غو ښتلې سرسام د مینې او نشه یې ده د بنگ غو ښتلې زه په امید کی پردو سوی سړی نه گورم په انتظار کی د بادار جامی زړی ت
پږېږدئ وینې وژاړي
پرېږدئ شاړې دښتې او دا غرونه وینې وژاړيدنګې دنګې ونې قامتونه وینې وژاړي سوله یرغمل د اهریمن په لاس بې پته شوهپرېږدئ چې مین او ربابونه وینې وژاړي بیا یې د "هیبت" په پار په ځان بمونه وتړلپرېږدئ کونډې بورې ړنګ ښارونه وینې وژاړي بیا طالب د کفر او الحاد په حلوا وپړسېدپرېږدئ چې د وږو پرهارونه وینې وژاړي دلته هر یعقوب یې په خپل زوی پسې ړوند شوی دیپرېږدئ چې یوسف او ګرېوانونه وینې وژاړي وېره که تقدیر دی چې د چښلو توان نه لريپرېږدئ "کریم ن
سولې ، پیمان سره یم
نه کوم تنظیم نه کومې ډلې نه سازمان سره یم ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم دلته تاجک اوزبیک ، ایماق که هزاره اوسیږي زه د ترکمن ، نورستانی زه هر افغان سره یم د بیلو لارو نظریـــو له تـــربګنی خلاف یم چې دملي کټو پاسبان وي هغه ځوان سره یم تنها یو والی ، پیوستون دا فاصلې لنډوي زه د هوښیاره با تدبیر، عاقل انسان سره ملي احساس وطنپالـــنه د بـــري لاره ده د ګران وطن د سوکالۍ د ارمغان سره یم نن که اغیار د بل په لمسه کربلا جوړوي
د ارواښاد سلیمان لایق سره وداعیه
د ارواښاد سلیمان لایق سره وداعیه په سیندنو اوښکې څاڅي غرو ګریوان نه د تعبیرلایق يي لاړه، غرونه ژاړي وریځې ژاړي، تویوي په کاسو اوښکې په ډبرو سر وهي سیندونه ژاړي که بریښنا کې وریځې خپل دردونه سپړې په تالندو کې زموږ دردونه ژاړي کور او کلي کې د ویر صحنه خپره ده یو تن نه دی بلکې ټول ولسونه ژاړي په کوم لارو چې لایق تللی راغلی لارې ژاړي، کوڅې ژاړي، پلونه ژاړي کوم محفل کې چې یارانو سره ناست وو اوس یاران يي د محفل یادونه ژاړي د بنډار یاران چې اوس تال
عجیبه زندګی ده
راغلې د ناتو منتو ډله په ډ ېره بې با کی ده عجیبه زندګی ده په سازش مې را غو ښتې چرګه مشورتی ده عجیبه زندګی ده هدف معلوم نه دی ډېره بې رحمه سوګتی ده عجیبه زندګی ده هغه کاڼی دغه کانی لوړه نا وړه لیدری ده عجیبه زندګی ده دروغجن ،ټپوس ،کارغه او که متفکره قمری ده عجیبه زندګی ده سیاست پاتې په طاقچه کې دکرزی هم خوشالی ده عجیبه زندګی ده هاده هیاهو ده هورا ختمه بله د۴۵ هېوادونوپاچایی ده عجیبه زندګی ده ګواښ را غلی د موږک او پیشو هم جوړه حکمفر ما
د ارواښاد سلیمان لایق په یاد
نه پریږدي لایق غوندې شاعر له پرګنو سره بده تربګني ده د اسمان له پښتنو سره هسې اسمان لاپې د نیاو او عدالت وهي شرم دی اسمان ته خپلو ورانو فیصلو سره څوک به وي چې نه وي غمجن، ستړی، ماڼیجن نه وي کاڼي بوټي ژاړي د زمان دې مسخرو سره چوپه راته ټوله نن دنیا او مافیها ښکاري چوپ شو پښتو شعر اوس د لایق په چوپېدو سره تش ښکاري جومات له مقدیانو چې امام لاړه سوړ د پښتنو تود نغری شو له دېرو سره چوپه نن حجره د پښتنو خوشې عبث نه ده لاړه ادم خان ترې د رباب سویو نغمو سره
ساقي او ملا
د ساقي او ملا هومره تفاوت دی لکه ځمکې او اسمان ترمنځ چې وت دی د ساقي جنت د ځمکې پر سر نقد دی نامعلومه د ملا خیالي جنت دی د ساقي جنت کې هر وخت شراب څښی شي د ملا جنت کې څښاک بیا په قیامت دی په شرابو د ساقي خومونه ډک دي د ملا خیالي لښتو ته څه حاجت دی ساقي ویشي ډک جامونه تږو منځ کې د ملا کار د شرابو تش صفت دی د ساقي شراب مستي او خوښي ښندي د ملا شراب د خوسا ګوړو شربت دی د ساقي شراب خو نقد په کاسو رسي د ملا شراب د باټو روایت دی میخانه ده دمه ځ
اختر
ما ته اختر سره غمونه راځي د تېر دوران خواږه يادونه راځي زما په غم شهيده مور يادوم د خاطرو په زړه داغونه راځي چې ایني د خوږ ماضي ته ګورم راته په ياد ښکلي فکرونه راخي د ځوانۍ هيلو جوړول قصرونه خيال ته هغه ښايسته وختونه راځي د پښتنو هغه عالي دودونه د تاریخ پاڼو کې ذکرونه راځي مینه وروري او خواخوږي وه زياته داسې صفت کې ډېر بابونه راځي زړونه به خوښ وو د وجدان په نيرو کله اوس بیا هغه کلونه راځي اوس مې پښتو په زړه دا
دصدرۍ غټ جیبونه
طنز دلته د سایز په اندازه هر چا ته څوکۍ جوړیږي هر چا ته د غلا په اندازه جیبونه د صدرۍجوړیږي په دې بې خولې خلکو هر ډول ناولي بابولالې چلیږي دا وطن کله د ارګ دغلو د خولو په پسکۍ جوړیږي په دې پکو غټو ټپوسانو اعتبار مه کوه د ښکار دا وطن په رنګونو ، کله په رنګ بدلونکی څمڅکۍ جوړیږي د وطن ناوې ښه ډیر پسولو نه او سینګارونه غواړي افغانی خواره ناوې کله یوازې په یوه نتکۍ جوړیږي دوطن خلکوته د ښادیو ډک دستر خوان په کار دی داملا ماتۍ بی خانده ملت کله مازې په ټګۍج
نه پوهیږم
په عالم کې جوړه نن غوغا ده نه پوهېږم دا وبا دروغ ده او که رښیاده نه پوهېږم بې حسابه انسانې مرګونه او حادثې دی څه عجیبه افسانه او معما ده نه پوهېږم داڅه ډول افت دی چې په بنه د قیامت دی اخرت دی که مسته دادنیاده نه پوهېږم الهی! ستا هرکار کې لوی حکمت دی دا څه ازمېښت اوامتحان دی نه پوهېږم رڼاورځ دې رانه ورکه هره شېبه کړه توره شپه ده که ښایسته رڼا ده نه پوهېږم عاقلان د زمانې دې په کې را ګیر کړل یولورته ژړا بل لورته خندا ده نه پوهېږم زوروردې کړل کمزوره
پورته شه خپله
. پورته شه خپله نه په ماضي کې کړی چا او نه يې اوس کوي څوک پورته شه خپله د پرېوتي لا تپوس کوي څوک د بېچاره له غمه ما ليدلي مړۂ نه دي څوک د بېنواوو حق کې خپل وجدان ته پړۂ نه دي څوک؟ د اوبو وړي لاسنيوي ته فرصت نه لري څوک له خپل وجود نه د وتلو جرأت نه لري څوک مشران وايي: (پردی غم تر واورو سوړ وي) ګله! په حال د وږي څه خبر په خېټه موړ وي ګله! * * * په خپلو ګوتو خپلو سترګو نه خړ رنګ وباسه د طمع بې ننګه نظر ترې په ښه ننګ وباسه د لټۍ پښې دې پخپل لاس
د مشرانو خبري
رښتیاویل ترخه اوخپل عیب د اوږومیان بل تـــه نیوله ګوته درې ښــه یي خــپــل ځان دېوانه بـــــه ده خــنـــددوده بـه دېـــوانـه دامـتـل ویلــی پخپل کــتاب کـي هــم رحـمان لـَريِ ویل کـول لــه یـوبـل نه تـوپیـرډېـر کـــول کاردی اوخـــبـــري تـشـي وي آســان که نورتل دي درته ګرم نوځان بولې سینا څنګه بـه وي پرېکـړه دټـولـني ستا پـه شان پــه هــاند ســره یــم ګـډ دلـته په ښه شان کړه که مي هم سم وي نوخوښ رانه انسان
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی قدرت ،څوکۍ زراو زورفرهنګ باید بدل شی ددغه فرهنګ اوهنر سمېدل په کار دی ګلم جم ، الکهولیست او فاسد چې سرپرست وزیرکیږی ددغو اړیکو اوجوړجاړی پېژندل په کار دی چې دولت دشپانه او لیوه نارې وهی نو بیا د مېږو او وریو محا سبه کېدل په کار دی خیانت او فساد په خپله لاس او پښې نه لری دکار اوکار اهل کارته تفکیک کېدل په کار دی هره لوبه او هره پرېکړه امن او سکون غواړی داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته کتل په کار دی دپوه او ناپوه کار خپله نظام
ملا او طالب
خوشې نه ده چې برباد هسې وطن دی د ملا په نوم راګډ موږ کې دښمن دی شپې پلنګ ورځې ملنګ متل ریښتیا دی په ممبر د ورځې ناست د شپې رهزن دی په ښکاره د مدینې کعبې صفت کړي خو په شا کې لوی مخبر بیا د لندن دی شجره د پیر او غوث چې ځانته باسي خپله دېو دی په لباس د برهمن دی سپینه ږیره، سپین لباس، سپینې خبرې حقیقت کې په زړه تور په مغز خیرن دی د شیطان د عزازیل(۱) ابلیس یو نوم دی دی د دریواړو استاد په هر یو فن دی کوم اغیز چې په تبلیغ کې پر ولس ښندي د کوډ ګرو ت
نوی سیاست
طنز لوی مارغان مو په مرداریو ماړه سول اوس تاج د مارشالي غواړي اصیل کارغان مو د ځنګل لوړې ځالې او په ګوربتانو باداري غواړي داسې سوړ باد راالوتۍ دی په دې خودآباده د عصري بوټو په ځنګل هر خړ ټپوس هر څه د پک سر په زور له دولته غیر قانوني غواړي دواک لپاره هر بدل سړي لکه سپي دمردارو غوښو لپاره جنګیږي دبا ابرو غلا لپاره څوک ډبل عبدالله څوک سنګل غني غواړي د ارګ غلو واکمنو نورو غلوته ویته خوله اوچوغې سترګې دې نیولې هغوی هم یوازې دوام د ځان د سورتخت او پاچاهي غواړي
د وخت انتقام
عجیب وخت شو یو ملا بل ملا وژني هغه هم يي خاص د خدای په رضا وژني د مسجد، محراب، ممبر ویجاړي څه کړې چې ملا او مقتدي په بیا بیا وژني چې پرون يي د لمانځه په سر وژل کړل نن لمونځغاړې په لمانځه په دعا وژني د تقوا او پارسايۍ دعوه يي هیڅ ده چې پخپل لاس متقي او پارسا وژني دین یو لوبه شوه د څو فرقو ترمنځه نن به دی او دی به هغه سبا وژني زموږ ملک په یو داسې بلا واوښت چې ناشنا خلک پاڅیږي اشنا وژني ځیني وايي مکړه، پریږده، بده نه ده چې بهر بلا د کلي بلا وژن
غیرت
حاتـم طائي که هـم کـورله مـړې راوړي وبـې نـه بامم هیڅکله مـېـړاني مـي دا غـواړي غـیـرت پسـول دی دمېـړه داعـجبه نه ده ګــوره سـپــی لاخــپـل څـښـتن لـه پــردی داړي مـنـت زغـمي د نـــورو کلـه هـمتـوالـي وبه نه وینې بـازان په ښـکـار کـي کاړي واړي مېړانه د یاقوتوسرّه دانه په ځان کي پټه ارزښـت ئې دی اوچـت پـه دغــه قـیـمت ویاړي بې همته وي سرټیتی وغوښت ته د پردو مـېـړه مـني داکله که پـردي هـم وي ســرتاړي
د خدای (ج) عظمت
په عظمت کې یې ورک شوی افلاطون دی دا جهان یې لوی کتاب او لوی قانون دی دا ځمکه د همدې کتاب یو باب دی چې فضا یې د لامبو یو ستر دریاب دی د اغاز او د انجام نه څوک خبر دي؟ ډېر پوهان پدغه لار کې کور او کر دي چا لیدلی خپل اواز په کوم زمان دی بې زمانه په کوم ځای کې کوم مکان دی؟ د خپل عقل جسم ورک و له سقراطه نه یې مخې ته لیدی شو نه یې شاته پښتورګي او زړه درې پروفیسوران دي بې له زده کړې خپل مسلک کې ماهران دي بې د مغز له ښوونې رهبران
دوه مسافرین
یو خیاط او موچي د ښه ژوند کولو لپاره له کلي نه ښار ته سفر وکړ. دې دوو نفرو له یو بله ډېر فرق درلود. یوه به شپېلک وهلو. بل به ورته ویل، کیدای شي غږ دې چوپ کړې. زما ماغزه دې خراب کړل. خو هغه به ورته ویل آرام شه ملګریه. خوشالي او سندرې به زموږ سفر لنډ کړي. سندرې زموږ سفر نه لنډوي خو نور یې هم سختوي! ته ستومانه یې، واخله لږ اوبه وچکه. اوبه به دې حالت ښه کړي. دا اوبه خو سړې نه دي. دا خو ډیرې خرابې اوبه وې. وروسته له یو دوو ورځو دوی یوه واړه کلي ته ورسېدل او ویې غوښتل چې خپل بخت و آزمايي.
مارشال
ته مارشال هغه مارشال دوستم مارشال شو اوس دې شخه لکۍ ګرځي ډم مارشال شو خدای پوهیږی د بې وسو ښاریه ده دې وطن کې غم مدغم شو غم مارشال شو شیخ فریده ته خبر شوې او که نه شوې هغه ړوند هغه ګونګی لړم مارشال شو اهلیت یی صدقه کړ له سیاسته ټوکې نه دی مجبوریت وو سم مارشال شو پښتانه دې پیڅې بره ساتي جنګ ته قلم مات کړه کتاب سوځه بم مارشال شو میمه حق یی دی چې ارتې تڼئ ګرځي د بې واکو واکداري شوه هم مارشال شو
د کوچنيانو لپاره د پښتو الفبې تورو منظومه
. د پښتو ژبې د نړۍ والې ورځې په مناسبت د کوچنيانو لپاره د پښتو الفبې د تورو منظومه د مور د سترګو توره ځه! (الف) او (ب) زده کړه بلا دې واخلم (پ) او (ت) ورسره (ټ) زده کړه بيکه دې واخله هله ژر کوه ناوخته شوله مکتب ته لاړ شه! (ث) او (ج)، (چ) (ح) او (خ) زده کړه کتاب دې پرانيزه! (څ) (ځ)، (د) (ډ) او (ذ) ووايه معلم ته کېنه! (ر) او (ړ)، (ز) (ژ) او (ږ) زده کړه د زړګي سره (س) او (ش) هم پښتو (ښ) حفظ کړه هم په ښه توګه (ص) او (ض) هم (ط) او (ظ) زده کړه
زما دزړه درد
په نیمه شپه می غیږ ته راسه چی دی په تورو زلفو ووهم لاسونه. په نیمه شپه می خواته راسه چی دی دتورو ستر ګوواخلمه خوندونه. په نیمه شپه می دیدن وکه چی می د سوی زړه پوره سی ارمانونه. په نیمه شپه راباندی راسه دا زمجنون به درته غلی ولاړ یمه. ستر ګی دی مه راړوه یاره نور می دسوی زړګی مه اخله ازارونه.
اختر ته
ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره ته لمانځلی محمد یی منوره د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره هر کور کې د شهید ستاینه کیږي زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره ستا مقام د طالب کور دی بختوره بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره هر کلی درته هغو وایی اختره چې لري سینه کې زړه لکه ډبره لویه خدایه نور په
د اختر ډالۍ
د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې یو عآلم دی چې اخته په عیش عشرت دی هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته یو جلا شانته درباراو سلطنت دی چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو دلته، هلته یو عجیب شان تفاوت دی د شرابو منګوټي هلته تشیږي ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي د انګړ عالم يي وړي په حسرت دی هره نجونه يی په سن د بلاغت ده لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي لا تر اووم اسمانه پورته يي قامت دی
مارشالي
لواطت په جایزه کې چې مارشال شي خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟ د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی بل هنر او بل کمال په غم کې نه وي ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي د هغو خلکو په ناسته پاڅه مه ځه ګلم جم يي چې ښایست، ښکلا جمال شي ډار او وېره له هغې ورځ پکار ده چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي ښای دې ځینې بدتر مو هم احو