د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې شوې څانګه

دا د کرکټ لپاره ځانګړې شوې څانګه ده. دلته د کرکټ تازه خبرونه، انځورونه، شننې او تبصرې خپرېږي. درانه لوستونکي هم کولای شي دلته د کرکټ په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي او خپل معلومات له نورو لوستونکو سره شريک کړي. د کرکټ په اړه معلومات، وړانديزونه او ليکنې موږ ته په articles@tolafghan.com رالېږلی شئ

16.03.2010 19:58    |   کرکټ څانګه په افغانستان کې د کرکټ د لومړي سټډيوم بنسټ ډبره کېښودل شوه

په افغانستان کې د کرکټ د لومړي سټډيوم بنسټ ډبره کېښودل شوه د افغانستان د کرکټ بورډ مشر او د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په جلال اباد کې د مارچ په ۱۳مه نېټه دهېواد د لومړي کرکټ سټيډيوم د جوړولو اعلان وکړ او د جلال اباد ښار په ۱۵ کيلومترۍ کۍ پروت د غازي امان الله خان په ښارګوټې کې یې د دې سټيډيوم بنسټ ډبره کېښوده.


15.03.2010 10:17    |   کرکټ څانګه په کوېت کې د ACC د سيالۍ مهال ويش اعلان شو

د آسيايي شورا د ايليټ کپ د سيالۍ مهال ويش اعلان شوی دی. دا لوبې د مارچ له ۳۱م څخه د اپرېل تر ۹م پورې په کوېت کې ترسره کېږي. په دې لوبو کې لس آسيايي هېوادونه برخه اخلي چې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان په B ګروپ کې ځای لري.


14.03.2010 20:43    |   کرکټ څانګه د شپاړس کلنو د لوبډلې ازموينه په جلال اباد کې اخيستل کېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې په لومړي ځل د روان کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکیو لوبډله د اسیا د کرکټ د شورا یا ای سی سی په چیلنج کپ کې برخه اخلي له همدې امله د افغانستان د کرکټ خپلواک بورډ د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې د جلال اباد په ښار کې ددې لوبډلې د جوړولو په موخه له هغو لوبغاړو چې کرکټ یې کړی وي او وړتیا یې لري ازموینې اخلي او په ټرایيل کې یې شاملوي.


14.03.2010 19:26    |   کرکټ څانګه ICC: افغان لوبډلې سره بايد تخنيکي کسان سفرونه وکړي

د کرکټ د نړيوالې شورا چارواکو ټول افغان ته دوه ورځې وړاندې په دوبۍ کې ويلي دي چې د کرکټ نړيوالې شورا افغان کرکټ بورډ ته برېښناليکونه لېږلی دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې يواځې مسلکي کسان سفرونو ته ولېږي خو په ځواب کې یې ډېره کمه همکاري لېدلې ده.


14.03.2010 11:25    |   مرکه کوونکی الهام الحق د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکې)

د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکې) د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکي)


09.03.2010 20:47    |   الهام یاسیني د دوبۍ په لوبغالې کې د کرکټ د تنکیو افغان لوبغاړو کیمپ لا دوام لري ( انځوریز رپورټ)

د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ټول افغان ته وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوی کمپ ډېرګټوردی، نوې تکتیکونه مو یاد او ډېرې غلطۍ مو ورسره اصلاح شوې.


04.03.2010 13:14    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي

ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به د روان کال د اپرېل په ۱۰مه د شارجې په لوبغالي کې - چې اوس د افغان لوبډلې کورلوبغالی دی - کيمپ کوي.


02.03.2010 21:45    |   عزت الله ځواب برى يې راوړ

دا وروستۍ خو عجيبه غوندې سيالۍ وې ما چې څو ګراوه څټ برى يې راوړ


28.02.2010 15:22    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي

کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اورونو د نړيوال جام له پيله مخکې ويسټ انډيز يا لويديز هند ټاپوګانو ته د تمريني کيمپ په موخه ځي.


28.02.2010 08:54    |   کرکټ څانګه افغانستان به دوه کاله وروسته اسټراليا ته ماته ورکړي!

ليکونکی: هلال مومند . د کرکټ یو شنونکی پاټريک کيډ د انګلستان د ټايمز انلاین په ويبپاڼه ليکلي دي چې که افغانان همدا ډول لوبه کوي نو په دوه کالو کې به د اسټراليا غوندې پياوړو لوبډلو د ماتولو جوګه وي. دا تحليل تر ډېره سم دی خو یو څو وضاحتونو ته اړتيا لري.


27.02.2010 11:30    |   کرکټ څانګه له ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام درسونه او عبرتونه

ليکونکی: هلال مومند: په جنوري ۲۰۱۰ کې د ۱۹ ټيټ لوبډله نيوزيلانډ ته ولاړه چې د ۱۶ لوبډلو په منځ کې یې اخرنی ۱۶م مقام وګاټه. افغانانو له یوې لوبې پرته نورې ټولې رسمي لوبې بايلودې. نه یواځې خرابه لوبه یې وکړه بلکه په هېواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې. د کرکټ بورډ ته اړين دي چې د نيوزيلانډ له سفره دا لاندې درسونه او عبرتونه په پام کې ونيسي او راتلونکې کې ورته پام وکړي:


27.02.2010 09:21    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې

کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابو ۵ لکه ډالر مرسته وشوه. امريکا غواړي د کرکټ دوه لوبغالي جوړ کړي. د کابل بانک مشر خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ سره د دوه نيم او د کرکټ د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزه اعلان کړه.


25.02.2010 10:19    |   کرکټ څانګه په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو

په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو افغان کرکټ ملي لوبډله نن سهار نهه بجې د کابل هوايي ډګر ته داسې مهال ورسېده چې د بارانو ورېدو سره سره یې هرکلي ته په سلګونو افغانان راوتلي وو.


24.02.2010 19:37    |   الهام الحق یاسیني ملي لوبډله د ۵۲ ورځو سفر وروسته سبا سهار ۹ افغانستان ته ستنیږي

ملي لوبډله د ۵۲ ورځو سفر روسته سبا سهار ۹ افغانستان ته ستنیږي


24.02.2010 15:55    |   الهام الحق یاسیني امارات مېشتو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره په ځانګړې نمانځغونډه کې خدای په اماني وکړه

امارات مېشتو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره په ځانګړې نمانځغونډه کې خدای په اماني وکړه غونډه د نسیم الصحراء د شركت د مشر حاجي محمد نسيم له خوا ترتيب شوې وه چې یو شمېر نورو افغان سوداګرو هم په کې لوبډلې ته ډالۍ ورکړې. په غونډه کې چې په سلګونو افغانانو برخه اخيستي وه لوبډله په اتڼونو ونمانځل شوه.


23.02.2010 22:46    |   کرکټ څانګه كاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

څلورمه ورځ: له چيلنج څخه ډکه وه. افغان لوبډلې ته ۴۵۴ منډې کول په کار و. دا د درېمې ورځې انځور دی چې کاناډا په کې بيټنګ ودراوه او افغانان یې بيټنګ کولو ته وروبلل. کاناډا هيله لرله چې افغانان به بيا زر وسوځوي.


23.02.2010 16:58    |   کرکټ څانګه افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه

افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه. افغانستان په څلورمه ورځ د کاناډا پاتې ۴۵۴ منډې پوره کړې او ۶ ويکټو یې وګټله.


23.02.2010 11:53    |   عبدالبصير سباوون سبا اختر دى

درنو لوستونكو ښايي دغه لومړنۍ جملې مې تاسې خوشحاله نه كړي او د تېرو لسيزو دردونو يادونه په كې وشي، خو هيله من يم، چې وروستۍ كرښې به مې ستاسې د پاملرنې وړ وګرځي. افغانستان د تېرو درې لسيزو په كلونو كې له يو لړ ډېرو دردونكو پېښو، ستونزو او كړاونو سره مخ ول. زموږ هېوادوال له ډېرو نااميديو او مايوسيو سره لاس وګرېوان ول، زه اوس دلته نه عواړم چې په دغې خوشحالۍ كې هم يو ځل بيا د هغو تېرو غمونو، دردونو او كړاوونو يادونه وكړم، خو له دغې خوشحالۍ سره يې يو څه اړيكه شته.


22.02.2010 11:12    |   شاعران کرکټي شعرونه: کرکټ کومه، بورد او باخت خو همیشه لري هره لوبه، او چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي

له نورو لوبو نه رخصت اخلم کرکټ کومه یو دانه بال او بل ښه بیټ اخلم کرکټ کومه دواړه لورې ورته شپږ ویکټې لګي اشنا ورته بنډل هم لوشن ټیپ اخلم کرکټ کومه


21.02.2010 11:25    |   کرکټ څانګه د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې او په سبا تکراري ښودل کېږي.

د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې او په سبا تکراري ښودل کېږي. د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې ښودل کېږي. چې سبا سهار ته بيا هم تکرارېږي.


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

16.03.2010 17:56 غزل / نبيله غزل

رنګ ژېړی او تلوسه د انتظار// محبت ، لکه خمار مازيګری

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!