روانې چارې او بېلابېل
این نوشته رااز موقف یک سیل بین مطالعه وبیطرفانه قضاوت نمایید ! من حتی یک روز هم دردولت کرزی وغنی وظیفه نداشته ام (الحمدلله) چالش های غنی که وی به آن مواجه است :
ټولې وسله والې ډلې که هغه هر څوک او په هر نامه وي چې په ټولنه کې بې نظمي، ترهګري او وحشت رامنځته کوي هغوی د ولس دښمنان او د دولت پر وړاندې خبیثه سرطانونه دي.
وایي چې : ګل د کد و ګل ګوره + یو چې لټوې ترې لاندې بل ګوره . د شلمې پېړۍ وروستۍ دوې لسیزې ـ او د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ یوه نیمه لسیزه افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ د پېښو مرکزؤ. خو دا چې دغه پېښې چېرته طرح رېزي کېدلې ؟ چا عملي کولې ؟ او څوک په کې له مینځه تلل ؟ دا بېلې ـ اوڅو په ډانګ پیلې پو ښتنې دي . ځکه په تېرو (۳۷) کلنوجګړو کې هرڅه په ډاګه شول چې په افغانستان کې دغه پردی جنګ د کومو وجوهاتو له مخې د کوم فورمول پراساس جوړشوی ؤ او څوک په کې د کومو موخو له پاره وسوځېدل .
ما افغاهنا با مشکل روبرو شده ایم که بسیارفریبنده، خطرناک و زینبار است ، ما تحت عنوان بسیار زیبا ( عدالتخواهی، عدالتجویی، دیموکراسی، حقوق بشر، مردم سالاری....) مطالب خویش را مطرح مینمایم ، اما فراموش میکنیم که ما به گونه افراطی مطالب و خواسته های خویش جهت شخصیت سازی خویش و اهداف بیگانگان مطرح مینمایم. اگر مساله برق بود ، خوب برق برای بامیان طبق دستور رییس جمهوربا ظرقیت بزرگ تامین میشد و آیا منبعد مساله ارزش این را داشت که ما رهبری (سنتی!) خویش را کنار زده به سفارتهای کشور های بیگانه برویم و از حکومت خویش داد بزنیم و یا کشور بحرانی خویش را به بحران مزید بکشانیم و یا جونان عزیز خویش را قربانی کنیم ....
که بېرته يې د افغانستان له لومړي رئیس جمهور سردارمحمد داود خان له دورې راپيل کړو دا خبره هېوادوالو ته ډېره ښه په ډاګه کېږي، چې د دې دورې له ړنګېدو راپه دې خوا ورځ تربلې د افغانستان سیاسي، فرهنګي، ټولنیز اواقتصادي حالت د خرابېدو په لورچټک ګامونه واخیستل، سیاسي لاسوهنې په هېوادکې ډېرې شوې، سوله په جګړه بدله شوه، فرهنګ د بل په لاس کې ولوېد، چې له دې سره سم یې د ځوانانو اوپه ټوله کې د افغان ولس په ژوند، حالت، کار اوزده کړې هم ډېرې بدې اغیزې وکړې، یوشمېرځوانان اونجونې له ښوونځيو اوپوهنتونوڅخه د خپلې وېرې اوعزتونو د ساتلوپه موخه له زده کړې بې برخې پاتې اوپه کورکېناستې، چې په نتیجه کې یې نن ژوند له اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس اوګرېوان دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په دې هېواد افغان سوداګرو ته ګواښ کړی، چې د ۶ میاشتو په اوږدو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي. پاکستاني دولت ۱۲۰۰ هغو افغان سوداګرو ته چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پانګونې کړې دي، شپږ مياشتې ضرب الاجل ټاکلی دی او ويلي دي، چې ژر تر ژره دې خپله پانګونه، له مارکېټونو او هټیو ټوله کړي او له دې هېواده دې ووځي. یادو سوداګرو ته ویل شوي، چې شناخت کارټونه یې جعلي او ملکیتونه یې د پاکستانیانو په نومونو دي. دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم افغان سوداګر په پاکستان کې په بېلابېلو پلمو ګواښل شوي دي آن تر دې چې څو ـ څو کرته پاکستاني پولیسو په ناقانونه توګه افغان سوداګر ځورولي او پیسې يې ترې اخيستې دي.
د ښاغلی محترم ډاکټرصاحب لمر او د ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی پوښتنودوام.
څو ورځې وړاندې د جرمني د بایرن ایالت اړوند د ورزبرګ په سیمه کې یو ځوان په اورګاډي کې د تبر او چاقو په واسطه په خلکو بريد وکړ او څو تنه يې ټپيان کړل. بريدګر له بريد وروسته د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو. داعش ډلې د يادې پيښې د مسوليت منلو تر څنګ له بريد وروسته بريدګر ته منسوبه هغه ويډيو هم خپره کړه چې ويل کيږي بريدګر په کې د بريد لپاره چمتوالی ښايې. په دې ویډو کې، اوولس کلن هلک چې په پښتو خبرې کوي او ویل کیږي چې ریاض احمد دی، یوه چاړه په لاس کې خوځوي او وایي داسې برید یې پلان کړی چې د فرانسې پیښه له خلکو هېره شي. په لومړيو کې د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیمن ويلي و چې د پېښې عامل ۱۷ کاله عمر لري او افغان دی. خو وروسته له څيړنو څرګنده شوه چې بریدګر افغان نه بلکه پاکستانی دی. اوس د جرمني رسنيو سره په خبرو کې د ترهګریزو چارو کارپوه ایلمار تیویشن ويلي چې، ترهګر اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی خو په جرمني کې یې خپل نوم له محمد ریاض څخه ریاض خان احمدزي ته بدل کړی دی.
دا چې د ډ. صاب لمر د پوښتنې<<ولې باید په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوریت راغلای وای؟ او پایلې ېې ؟؟؟...>> په بیا مطرح کولو سره ، افغان تحرک صاب دا یو څیړنیز او علمي بحث ته وړاندې کړی او خپل دلایل ېې وړاندې کړي، ښه خبره ده.
يوه ډله چې د بل په اشاره خپل کور تياره کوي که څه هم باميانو ته د ټوټاپ پروژې تفاهم ليک تقريباً يوه مياشت وړاندې په رسمي توګه په ارګ کې د ولسمشر غني په شتون کې لاسليک شو؛ خو اوس په تازه کې دروشنایي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د ډلو ائتلاف وایي، د افغان حکومت او د دغې ائتلاف د استازو ترمنځ د ټوټاپ پروژې د بريښنا مزي د غځولو په سر د راپورته شوي جنجال د هوارلو لپاره خبرې ناکامې شوي دي. افغان حکومت تيرې دوه ورځې په پرله پسې توګه د یو دوه کسیز پلاوي له لارې چې د ولسمشر غني ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی په کې غړیتوب لري د روشنایي غورځنګ د رضایت ترلاسه کولو لپاره دغې غورځنګ سره خبرې وکړې، خو اوس د روشنایي غورځنګ وایي دا خبرې بې پایلې پای ته رسیدلي او دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.
دافغانانو دسیاسی زعامت اشتباهات دتاریخ په اوږدوکی!
آیا د افغانستان محترم صحت عامی وزارت هم په افغانستان کی "په سوله آفرینی پروسه کی" کوم مسولیت لری؟
اسلام اباد نن په سیمه او نړۍ کې په خورا چټکي د لامنزوي کېدو لار وهي. له تروریزم ملاتړ ورته د ځان بلا تمامه شوې. اسلام اباد نن په هغه وضعیت کې لکه د تېرې پېړۍ په وروستیو کې چې له هر خوا پرې د پيسو او وسلو باران وو، نه دی او پوره ګوښه شوی دی. د اتوم بمب په مټ که په ښکاره غښتلی او ببو ښکاري، خو منځ يي ډډ او بوسه دی، د هغه نیمګړتیا او ویجاړتیاوې يی باید له پامه ونه غورځول شي. که د هغه شمېرکوزو پښتنو قبله له اسلام اباده د کابل په لور راوګرځول شي چې پنجاب پرې اباد او ډاډمن دی، پنجاب د افغانستان د مقابلی نه دی.
په دی لیکنه کی په نشه یی توکو د معتادینو په هکله خبری شوی دی
افغانستان کې د جنګونو له امله هرڅه لمنځه تللې او هیواد په کنډواله بدل شوی بیا رغونه یې وخت ، امکاناتو اوقوي ارادې ته اړتیا لري. پرته له شکه چې افغانستان په ټولو برخو کې کمک ته ضروت لري خو په دې حساسو او جنګي حالاتو کې نظامي مرستې ورته اړینې دي. طبعې ده چې افغانستان به دغه مرستې له کوم بل هیواد څخه ترلاسه کوې خو د تیرو تجربو پراساس په افغانستان کې د روسانو مرستې ګټورې ثابتي شوې او دغه هیواد تل له افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته کړې ده . اوس روسیه ژمنه ده چې چې افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړې، افغان حکومت باید له روسانو سره د حسن همجواري پربنسټ دهغوی نظامي مرستې جلب او ترلاسه کړي.
که په پوځ او ټولنه کې چاڼ چې سیاسي او ایډیولوژیک رنګ لري، ادامه پیدا کړي او په مصر کې د مرسي او د هغه د پلویانو غچ د ترکيې له خلکو واخیستل شي، ترکیه به د کورنۍ جګړې په لور ټېل وهي!
امروز ما به شکل روشن و آشکار شاهد استیم که غرب برای تقسیم کشورهای شرق الاوسط آتش برآشفته در عراق را چگونه توسط پدیدۀ ترویرزم به کشورهای چون سوریه، لیبیا، یمن، بحرین، مصر، .... و حتی عربستان سعودی انتقال داد و دارد زبانه های این آتش به کشورهای دیگر در حالت سرایت است.
د افغان کلتوری ارتقا او د مطالعه کلتور په هکله یو څو کرښی.
بیا هغه وخت را رسېدلی چې د کابل پوهنتون استادان په اعتصاب لاس پورې کړي، خو دا اعتصاب د شونډو په ګنډلو، د پوهنتون د تړلو او یا د کار په نه کولو اعتصاب نه دی، بلکې له شپږمې ګوتې سره چلند یا په عامه اصطلاح، د ژوبلې ګوتې د نیولو او بې حده زور کولو اعتصاب دی؛ دا اعتصاب بېلابېل لاملونه لرلای شي چې په اغلب ګومان، ستونزه په لوړه کچه او په یو بدل شوي معیار اوښتې ده.
د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي. ښاغلي نبيل په دې ليکنه کې ويلي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود. نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي. د ښاغلي نبيل ادعا په پوره معنا پر ځای ده چې په پاکستان کې له پنځوسو زياتې ترهګرې ډلې شتون لري چې له مدرسو ترهګر جذبوي. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د حقانې ترهګرې ډلې په شمول؛ ډیری نورې خطرناکې ډلې لکه د لشکر طيبه، جيش الاسلام، جيش المحمد، تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، د ملا نذير ډله، حرکت المجاهدين او ځينې نورې ډلې فعالې دي چې په پاکستان کې تمويل، تجهيز او پلان ورکول کيږي څو په افغانستان او د سیمي په نورو هيوادونو کې د پاکستان په ګټه ورانکاري وکړي.
ایا د زلمي خلیلزاد وروستیو افغان محوره هڅو پاکستان ننګولی؟ پاکستان له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته په سیمه کې د امریکا یو پیاوړی ملګری دی، اوس یې د ملګرتیا لسیزې وځي. د سړې جګړې پر مهال د پاکستان اهمیت د امریکا او په ټوله کې د غرب لپاره دومره زیات شو چې امریکا ورباندي د هند ملګرتیا ته هم شا کړه او د پاکستان دڅارګرو او اردو پر لاس یې د افغان جهاد بشپړ ملاتړ وکړ. پاکستان د دین د ساتني په پلمه، د خپل اردو د پیاوړتیا لپاره د امریکا ملاتړ کاوه، خو تر ننه یې دوه مخې لوبه روانه کړې او لا هم پکې لګیا دی. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له نړیوالو اصولو او ډیسپلینونو هر کله غاړه غړولې او یا خو یې په وار وار نړیوال حیثیت تر پښو لاندې شوی. په ۱۹۷۰ز لسیزه کې له پاکستان څخه د ختیځ بنګلدیش جلا کېدل، له هند سره په درو واړو جګړو کې له سختو ماتو او بدنامیو سره مخ کېدل، د نړیوالو میثاقونو په خلاف د اټومي انرژۍ خپرول، په خپلو کې یو بل وژل، ۳۹ کاله پرې د دیکتاتورانو له لورې په زور واک چلېدل، په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدل، په دې وروستیو کې د ملا اختر محمد منصور هماغلته وژل کېدل؛ هغه څه دې چې نن یې دپاکستان اصلي څېره نړۍ ته ور ښوولې ده. له حامد کرزي او خلیلزاد وړاندي هم ځینو امریکایې ډيپلوماتانو پر پاکستان تورونه لګولي چې ګڼي له عبدالله عزام را نیولې تر ننه پاکستان د ترهګرۍ ټینګ ملاتړ کوي او په خپل کور دننه یې د نړیوال جهاد تر نامه لاندې هڅې د جنرال ضیاء الحق له وخته تر ننه جاري ساتلي.
تېره شپه د ترکيې د پوځ يو شمېر جنرالانو او لوړپوړو افسرانو په داسې حال کې کودتا وکړه، چې ولسمشر طيب اردوغان له هېواده بهر و؛ دغه کودتا وروسته له هغه ناکامه شوه، چې اردوغان د موبايل ويډيو له لارې پر خلکو غږ وکړ، چې د کودتاچيانو پر ضد راپاڅېږي. د ترکيې د کودتا د خبر خپرېدلو سره سم افغانان په ځانګړي توګه د ټولنيزي ميډيا کاروونکي هيښ شول، چا د اردوغان په ملاتړ او چا د کودتاچيانو په ملاتړ تبليغات پيل کړل، چا د اردوغان انځورونه په خپلو پروفايلونو ولګول او چا د ترکيې بيرغ، چا د اردوغان د حکومت په ملاتړ دعاګانې کولې او چا يې د حکومت د پرځولو لپاره دعاګانې. خو په ټوله کې ټول افغانان په يوه بهرنۍ موضوع چې افغانستان ته يې هيڅ خير نه رسيږي؛ سره وويشل شول.
پاکستان په اوسني وخت کي له ډیر ستونزمن حالت سره مخ دی، د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وتوانیدی چي پاکستان د انزوا حالت کي راولي.
د نړۍ د جوړښت سره سم چې د انسانانو خلقت په دې نړۍ کې وسو د انسانیت او انسان پېژندنې څخه راوروسته انسانان په قومونو سره وویشل سول. نړۍ کې شاوخوا۷۵۰۰۰ زره قومونه شتون لري، زه نه غواړم چې ډېر لوی بحث ته ولاړسم زه غواړم چې د پښتون قوم په اړه يوڅه څه ووایم: