د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوسف هېواددوست

27.10.2013 22:31    |   محمد یوسف هېواددوست ژبه او قلم باید مخاطب ولري

ادبیات یعنې توري ،کلمات ، لغات .ادبیات یعنې شعر ، یعنې کیسه ، رومان ، ناول ، یاددښت ، حس ، عاطفه ، منطق او دې ته ورته نور .اوس نو که دا ټول سره څنګ په څنګ کېږدو ، ددغو ټولو ټولګې ته ادبیات وایي . ځینو کسانو ادبیات داسې تعریف کړي : (( هر هغه څه چې په خوله راځي او یا لیکل کیږي )) یو خوځښت دی ، کټ مټ لکه یوه غریزه، چې د انسان ټول وجود نیسي ، تر ستوني پورې رارسیږي او دا نو هغه وخت دی چې یو نیم کسان لکه ( شاعر او یا لیکوال ) هڅه کوي او شله وي چې دا ووایي او یا یې ولیکي ، او په دې توګه خپل ټول پټ احساس راڅرګند کړي .یو ډول په خبرو

25.10.2013 23:57    |   محمد یوسف هېواددوست د چکدرې په کمپ کې لیسه له تړل کېدو وژغورئ

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي قدرمنو هېوادوالو ! د درناوۍ او پېرزوینو په وړاندې کولو سره څرګندوو چې د پښتونخوا صوبې د چکدرې په کمپ کې د افغاني مهاجرو د سلمان فارسی عالی لیسې زده کوونکو همدا اوس اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری داسې زده کوونکي هم هلته شته چې یتیمان دي او نشي کولای د ښوونځي میاشتنی فیس هم ورکړي او ددې تر څنګ د ښوونځي کرایه او نور لګښتونه .یو شمېر هېوادوالو له اروپا او نورو سیمو نه په خپل وار اوخدای وس له هغوي سره خپله مرسته کړې خو د وطن دغه بچیان زموږ او ستاسو بنسټیزو او پرله پسې مرستو ته اړتیا لري نو ځکه خو هیله لرو تاسو ګران ورونه او قدرمنې خویندې په خپلو مادي مرستو سره دغه لیسه له تړل کېدو، او هلته د علم ډېوه له مړه کېدو څخه وژغورۍ.

17.10.2013 18:38    |   محمد یوسف هېواددوست په زړه زخمي مولانا

څه موده وړاندې دلته د ډنمارک د هېواد په پلازمېنه د کوپنهاګن په ښار کې د یوشمېر افغاني فرهنګیانو په همت د مولانا جلال الدین محمد بلخي د یاد یوه علمي غونډه نیول شوې وه .ما ته هم په دغه درنه غونډه کې د وینا بلنه راکړل شوې وه .ما هلته دغه لنډه مقاله ولوستله چې دا دی دلته یې تاسو ته رانقلوم .

24.09.2013 22:15    |   محمد یوسف هېواددوست غوث خیبری دافغانستان د ملي راډیو ټلویریون د غوره ژورنالیست،څېړونکی او لیکوال په توګه

ښه مې په یاد دي ، هماغه شپه چې د کابل له ټلویزیون نه د ( هسکه شمله ) خپرونه خپره شوه ، نو په هماغه ناوخته شپه کې د ټیلفون غږ شو ، زما مېرمنې غوږئ پورته کړ او له لږ ځنډ وروسته یې ما ته وویل چې دا ټیلیفون تاسو ته دی ، غوږئ مې واخیسته ، یو اشنا غږ مې تر غوږونو شو ، راته یې وویل ، (( هېواددوست صیب کور دې ودان ، بچیان دې لوی ، ډېره مننه چې زما مرحوم پلار مو نن شپه د افغان ټلویزیون په امواجو کې یاد کړ ، تاسو خو به خپل فرهنګي او تاریخي رسالت ترسره کوئ ، خو پر ما مو احسان دی چې زما پلار او د هغه د ژوند او ویاړلو کارنامو سلسلې مو د تاریخ له دې دوړو او تیارو ګوټونو راڅرګندې کړې .....))

21.09.2013 15:31    |   محمد یوسف هېواددوست د ګل پاچا الفت ( قلم ) یا ، د « ویښ ځلمي » ( توره )؟

د ګل پاچا الفت الفت له افکارو سره ځکه مینه لرم چې د پښتنو په معاصرو لیکوالو کې الفت صیب ما ته یو متفکر او فلسفي لیکوال ښکاري .دده د ژوند او افکارو د رشد وخت هم داسې یو وخت دی چې هر څه په لوړتیا او اوښتون کې دي .ګله چې زه غواړم الفت صیب ولولم ، یایې افکار وڅېړم نو تر هر څه دمخه د ده وخت او زمان مې سترګو ته کیږي او سړی ناچاره باید هماغه زمان او چاپېریال هم ورسره وڅېړي ، او دا د تاریخ پوهنې تر ټولو مهم اصل ګڼل کیږي ځکه هلته د سړي او یا کومې پېښې د سمې پېژندنې لپاره له هر څه مخکې د هماغه سړي د ژوند ،وخت او د هغه د هماغه وخت چاپېریال او یا د هماغې پېښې د وقوع زماني او مکاني لااملونه باید وپېژندل شي .

09.09.2013 19:51    |   محمد یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه غندنلیک

په ډېرې خواشینۍ سره مو په ژوندون تلویزیون کې ولیدل او له یو شمېر افغاني رسنیو څخه مو هم واورېدل چې نن د سپټامبر د میاشتې پر نهمه نېټه یو شمېر غلواو داړه مارانو ، د مطبوعاتو او آزدو رسنیو قسم خوړلو دښمنانو ، د اسلام او د ستر افغانستان د تاریخي هویت دښمنانو په پوره بې شرمۍ سره د ژوندون تلویزیون پر مقدس حریم تیری وکړ او د یو تېر او بدنامه او سړي وژونکي دولت د بیرغ په پورته کولو او د دولتي موټرو له سره اوپه دولتي پیسو یې سیمه او خلک تهدید کړل .دا د ژوندون پر ټلویزیون تیری نه بلکې دا د افغانستان د هر قلموال او پر خپلواکۍ مین فرهنګي شخصیت او ان پر افغان ولس تیری بلل کیږي .تیري کوونکو چې هم دولت کوي او هم د بدنامو څېرو په درواغجنه لمانځنه تمثیلوي په اصل کې وښودله چې

31.07.2013 18:59    |   یوسف هېواددوست زوړ او ځوان

زه ورته کیسې کړم دوي یو بل سره پسیږي

16.07.2013 19:27    |   یوسف هېواددوست زه به وسوځم ، خو تاسو ته به هم اور واچووم

د خپلواکۍ غوښتونکي فیلسوف جیوردانو برونو په یاد

24.06.2013 20:29    |   یوسف هېواددوست ګل پاچا الفت د نوی شعر اونوي ژورنالیزم استازی

د شلمې پېړۍ له دریمې لسیزې وروسته زموږ په هېواد کې د ادبي یون کاروان لاپسې ګړندی شو پخوانی ادب وپالل شو د نړۍ له ادبیاتو سره زموږ د خلکو ، شناخت او پېژنده په پراخه توګه پیل شوه ، زاړه قالبونه او چوکاټونه مات شول او خپل ځای یې د نوی دور ، نویو افکارو او ډولونو ته پرېشود او په دې توګه پښتو ادب ددغه دوران تر اغېز لاندې ځانته نوې او بشپړتیایي بڼه غوره کړه. د پښتو ادبیاتو دغه دوره چې د ۱۳۲۰ ل څخه تر ۱۳۴۰ل ( ۱۹۴۰ ـ ۱۹۶۴ز)شا او خوا پورې اټکل شوې ، په اصل کې ډېره اغېزمنه او بډایه مرحله معرفي شوې .په همدې دوره کې په لره او بره پښتونخواه کې داسې سیاسي ـ ادبي جریانونه راپیل شول چې که له یوې خوا د دموکراسۍ د پلي کېدو او ټینګښت لپاره یې بنسټونه کېښودل له

10.01.2013 14:57    |   یوسف هېواددوست له عبدالوکیل سوله مل شینواري سره یو ماښام

خدای مې دې غاړې نه بندوي چې د شپې لس بجې وې او یا که له لسو اوښتې وې ، خو یو ناڅاپه د ټیلفون شرنګا شو ، زه نو نوی د ناروغۍ له بستر څخه نه چندان جوړ ، خو بس د چا خبره لنګان لنګان راپورته شوی ووم ، لا هم د پینسلین تابلیتونه خورم ، ځکه دا د ډنمارک میرات مړې یخني داسې په سینه او ځیګر وهلی یم ، چې په ټیلفون کې د خبرو وس هم نه لرم ، خو په هر حال غوږۍ مې پورته کړه ، له هغې خوا وراره مې ګران غورځنګ جان راباندې غږ کړ ، چې کاکا ، محترم سوله مل شینواری هلته ډنمارک ته درغلی او تا لټوي ، خو تا نشي موندل . بریښنالیک دې وګوره ، هلته یې نمره شته .ما سمدلاسه خپل بریښنالیک راخلاص کړ، هلته مې د شینواري صیب پیغام ولوست او هغه نمره چې یې هلته لیکلې وه ، له ځان سره ولیکله او ترڅو چې مې ورته زنګ وهه نو د شپې څه کم دولس بجې وې .سبا سهار یا د غرمې شا او خوا موږ کره بیا د ټیلفون غږ شو ، چې غوږۍ مې پورته کړه نو چا راته وویل : وا هیواددوست صیب !دا ولې نه پیدا کیږې؟له دا درې ورځو دې نمره لټوم ،

18.11.2012 21:42    |   یوسف هېواددوست په کوپنهاګن کې د غوره شاعر علي ګل پیوند لمانځغونډه ترسره شوه

پرون د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر دمیاشتې ۱۷ نېټه له غرمې وروسته د ۲ بجو په شا اوخوا کې د ډنمارک هېواد د کوپنهاګن د ښار په یو صالون کې د پښتو ژبې د غوره شاعر او تکړه ژورنالیست ښاغلي علي ګل پیوند د فرهنګي هڅو لمانځغونډه د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه .خبریال لیکي چې په لومړي سر کې افغان ژورنالیست او لیکوال ښاغلي یوسف هېواددوست د یوې غوره ادبي ټوټې له لارې حاضرینو ته د ښاغلي پیوند د ژوند یو اړخ دیکلمه او تمثیل کړ او کله چې غونډه یې راپیل کړه ، د غونډې د سپیڅلتیا لپاره یې له ښاغلي حاجي صیب معصوم څخه هیله وکړه چې غونډه د پاک الله د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پرانیزي .د قران کریم د مبارکو آیتونو له لوستلو وروسته د لیکوال ادبپاله ټولنې د مشرتاپه د

31.03.2011 17:06    |   یوسف هېواددوست د خپلواکی فرهنګي مرکز د خواشینۍ پیغام

د درویش درانی مور دې خدای وبښي

01.02.2011 20:29    |   محمد یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه د تسلیت پیغام

د ښاغلي افضل ټکور لور دې خدای وبښې

14.07.2010 18:36    |   یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه د مبارکۍ پیغام او یو یاددښت

په ډېرې خوښۍ سره مو د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او افغانفلم د عمومي ریًس په توګه د افغانستان د نومیالي لیکوال ، کره کتونکي ،کیسه لیکوونکي ، شاعر او ژورنالیست ښاغلي زرین انځور د ټاکل کېدو خبر د تل افغان په انترنیتي پاڼه کې ولوست . بې له شکه موږ د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز همکاران ، په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې زیات شمېر افغاني فرهنګیان او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون بې شمېره لیدونکي او اورېدونکي ددغه نیکبخته تقرر له امله ډېر خوښ شوي او ټول هیله لري چې تر دې وروسته به د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ،او افغان فلم د افغانستان د منلي تاریخ ، ملي هویت ،

20.04.2010 15:17    |   یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د راډیو ټلویزیون پخوانۍ او نامتو ممثله او د هېواد د ډرام او تیاتر تکړه لوبغاړې انیسه وهاب د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون په کابل کې وفات شوې .( الله دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).

17.08.2009 14:19    |   یوسف هېواددوست د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د۹۰کلیزې له امله د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د مبارکۍ پیغام

درنو هيوادوالو!

06.03.2009 21:08    |   یوسف هېواددوست ډنمارک کې د (خپلواکۍ ) مرکز غندنليک

09.06.2008 23:13    |   یوسف هېواددوست د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د خواشينۍ پيغام

16.05.2008 22:53    |   یوسف هېواددوست په افغانستان کې بايد سرشمېرنه وځنډول شي

03.03.2008 22:09    |   یوسف هېواددوست د ایران آخوندې رژیم له افغانانو سره په دښمنۍ کې

13.02.2008 14:14    |   یوسف هېواددوست دکلتور وزارت د ملي ترمینولوژۍ ساتندوی

14.02.2007 02:00    |   یوسف هېواددوست د ډیورند د تپل شوې کرښې د منسوخولو لارې