د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یاسر الهاشمی

16.03.2015 10:12    |   یاسر الهاشمی ترکيي ته څنګه ورسيدم؟

ناقانونه افغان کډوال په ژمې کې د سلماس د غرونو، چې ترکيي ته نژدې د ايران په يوه لرې پرته سيمه کې موقعيت لري، له لارې ترکيي ته تګ ګوي؛ دا ځکه چې په ژمې کې دغه غرونه په واورو پټ وې او د پوليسو لاس ته د لويدلو چانس کم وي.

10.03.2015 20:13    |   یاسر الهاشمی د انسانانو تبادله

د صافی په وينا هغه افغان ځوانان چې د پاکستان او ایران له لارې غواړې ترکيې او اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي، تر تهران پورې له( ۲۰ ) څخه د زیاتو قاچاقبرانو تر منځ تبادله کیږي. نوموړې زياتوي:

08.03.2015 12:52    |   یاسر الهاشمی کورنۍ سیالي، ځینې ځوانان قاچاقي سفرونو ته هڅوي

د نوموړي په وينا هره ورځ د سپين بولدک له بندر څخه په زرګونه افغانان د پاکستان خاورې ته په غیر قانونې ډول اوړې چې تر ۵۰٪ څخه زيات یې ځوانان دي او ټول غواړي په ناقانونه لارو صنعتي هيوادونو ته ولاړ شي..

02.03.2015 09:40    |   یاسر الهاشمی افغان کډوال به له اروپايي هيوادونو څخه وويستل شي

هغه ځوانان چې د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته په ناقانونه لارو اروپايي هيوادونو او يا هم په ځانګړي توګه انګلستان ته سفرونه کړي، د دوي د قبليدو چانس ډیر کم دي او په ډيری مواردو کې دوی ته د اوسيدو جواز نه ورکول کيږي.

21.02.2015 11:26    |   یاسر الهاشمی ترکیې ته په ناقانونه لارو رسیدل، له ژوند سره لوبې دي

په پاې کې جمال صافۍ دا هم راته وويل چې له خدایه ډير زيات شکر ګزاره دی چې صحيح او سلامت بیرته خپل هيواد ته رسيدلی او ويی ويلې چې بیا مې ژوند وي، په قاچاقي لارو به لاړ نشم.

14.02.2015 11:03    |   یاسر الهاشمی تر تهرانه غمجنې پيښې

قاچاقبر مونږ ته وويلې چې تاسې لاړ شئ زه د ده خيال ساتم، په لومړې ځل مې وليد زامن خپل پلار په يو داسې بد حالت کې پريښود او تري لاړ.

14.02.2015 11:02    |   یاسر الهاشمی تهران ته څنګه ورسيدم

کله چې مو له قاچاقبر سره په ننګرهار کې خبرې کولې، ويل يي چې ترکيي پوري تاسې په موټر کې سفر کوی او وروسته له ترکيي څخه بیا تر اروپا پورې کښتې کي سفر کوي، هيڅ ستونزه اومشکل نشته ښه راحت سفر به ولرئ.

09.02.2015 09:51    |   یاسر الهاشمی ولې غير قانونې مهاجرت ته نه ووايو

دا چې ولی اروپايي هيوادونه د نا قانونه کډوالو له راتګ څخه نا خوښ دي او د غير قانوني مهاجرتونو په وړاندي یې سخت دريز غوره کړی؟ ځانته عوامل لري چې په لاندې ډول دي:

07.02.2015 22:07    |   یاسر الهاشمی پر افغان کډوالو څه تيريږي

موږ دلته په ځنګل کې ژوند کوو ځينې وخت داسې کيږي چې موږ ته د درېوو ورځو لپاره ډوډۍ نه راکوي، زه په يو وړوکې کوټنۍ کې ژوند کوم چې د دوو کسانو لپاره مناسب دی خو د شپې لخوا زموږ شمير اوه تنو ته رسيږي.

07.02.2015 22:06    |   یاسر الهاشمی ماشومان او ناقانونه سفرونه

ځينې افغانې کورنۍ د دې لپاره خپل ماشومان انګلستان او يا هم کوم بل اروپايي هيواد ته استوي چې هلته په اسانۍ سره قبليږي، خو دوی له حقیقت څخه ناخبره دي او حقيقت دا دې چې:

29.01.2015 20:41    |   یاسر الهاشمی غیر قانوني سفرونه او د بې تابعيتي

په غير قانوني ډول سفرونه د دې لامل کيدای شي تر څو تاسې د يوې اوږدې مودې لپاره د تابعيت څخه محروم شئ او تابعيت څخه محروميدل تاسې د خپل اساسي حقوقو څخه بې برخې کوي.

22.01.2015 19:03    |   یاسر الهاشمی بهرنېو هېوادونو ته تګ ستاسې عقيده اغيزمنه کوي

ډيری ځوانان فکر کوي چې انګلستان کې په اوسيدو سره خپل مسلماني ټینګولی شي، خو کله چې انګلستان ته ورسيږي او کال يي تير نه وي بیا هر ډول نا مشروع عمل ته يي لاس اچولې وي. لامل يي هم پورتنې فکتورونه دي چې مخکی مو ذکر کړل.

22.01.2015 12:03    |   یاسر الهاشمی د انګلستان له سفره پښېمانه ځوان!

کرۍ ورځ مې د سفر پر اړينو توکو نيولو تېره کړه، ځکه چې راتلونکې اونۍ مې له قاچاقبر سره د تلو وخت ټاکلی و، ماښام مې له پلار سره د خپل تره ليدو ته د مخ ښې په نيت ورغلم. تره مې په يوه لرې ولايت کې دنده لرله، زما په ليدو ډېر خوښ شو، خو چې کله مې خپل تصميم او انګستان ته د تګ خبره ورته وکړه، ډېر خوابدې او حيران شو.