د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یاسر الهاشمی

07.07.2015 10:05    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان او فرانسې ګډه مبارزه

((په کالايس کې د کډوالو موضوع ته رسيده ګې د دواړه هيوادونو ګډ مسووليت دی او انګلستان بايد د فرانسې سره د کالایس د کډوالو په برخه کې جدې همکاري وکړي.)).

06.07.2015 10:06    |   یاسر الهاشمی د انګلستان د کډوالۍ نوی اصول

ټول هغه بهرنی اوسيدونکی چې په انګلستان کې دنده لري، مکلف دي چې هر کال (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي. که چيرې بهرنی کارګر په انګلستان کې و نه توانيږي په يوه کال کې (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي، نشي کولای چې د انګلستان له محیط سره ځان عيار کړي.

05.07.2015 18:02    |   یاسر الهاشمی اروپايي ملتونه د ناقانونه کډوالو په بیرته لیږلو باندې په میلياردونو يورو مصرف کړي.

اروپايي هيوادونو په تيرو پنځلسو کلونو کې د ناقانونه کډوالو په بیرته ليږلو باندې (۱۱.۳) ميليارده يورو لګولي او د دې تر څنګ (۱.۶) ميليارده يورو یې د خپلو سرحدونو په حفاظت او ساتنې مصرف کړي دي.

24.06.2015 10:32    |   یاسر الهاشمی ډيويډ کامرون يو ځلې بيا د کډوالو د شميره د راټيټولو ژمنه وکړه.

(( د بهرنيو کارګرانو د شميرې په ټيټيدو سره به زموږ خلک د کار مارکيټ ته لاره پيدا کړي، د کار په بدل کې به مزد لاسته راوړي او په پای کې تخصص او مهارت هم پيدا کړي.))

22.06.2015 10:15    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالۍ په اړ ه د انګلستان نوی پلان

((يو هيواد هغه وخت پياوړۍ ګڼل کيږي چې ناقانونه کډوالۍ کنټرول کړي نه دا چې د سمندر په سر پل جوړ کړي. بی کنټروله مهاجرت د يوه هيواد، د کار پر بازار منفي اغيره کوي او کولای شي چې د هيواد اقتصاد ته لويه ضربه وارد کړي

14.06.2015 11:59    |   یاسر الهاشمی یونان، د کډوالو لپاره ناوړه تمځای

د يوناني چارواکو له قوله، د روان کال د می په میاشت کې (۱۲۰۰) تنه افغاني او سریاني کډوال نيولي چې غوښتل یې له يونان څخه واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي. د يوناني چارواکو له قوله، د روان کال د می په میاشت کې (۱۲۰۰) تنه افغاني او سریاني کډوال نيولي چې غوښتل یې له يونان څخه واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي. انساني قاچاقبران افغان کډوال د ايران، ترکيي او يونان له لارې نورو اروپايي

08.06.2015 22:04    |   یاسر الهاشمی کډوالو او بهرنيو کارګرانو برخليک په انګلستان کې

کامرون خپلو پلويانو سره ژمنه وکړه چې د دغې لایحې په تصويب سره به انګلستان د ناقانونه کډوالو او کارګرانو لپاره زندان جوړ کړي

08.06.2015 10:13    |   یاسر الهاشمی اروپايي ټولنې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې نظامي عمليات تصویب کړل

د مديترانې په سمندرګۍ کې د اروپايي ټولنې لخوا نظامي عمليات به په دريوو پړاونو کې ترسره شي.

27.05.2015 09:43    |   یاسر الهاشمی انګلستان د اروپايي ټولني له پريکړې سره موافق نه دی

((موږ دېته اماده يو چې د مديترانې په سمندرګۍ کې د مجرمينو له بانډونو (قاچاق وړونکي شبکې) په وړاندې مبارزه وکړو او د دوی بيړۍ له منځه يوسو، د دې تر څنګ هغه هيوادونه چې کډوال ترې اروپا ته راځي له هغوی سره به مرستې وکړو. خو، موږ نه شو کولای چې خلکو ته پناه ورکړو.))

26.05.2015 10:17    |   یاسر الهاشمی اروپايي ټولنه او د کډوالو د ويشنې طرحه

د قانون ترڅنګ اروپايي ټولنې پر يوې داسې طرحې هم کار کړی چې د هغې پر اساس غړي هيوادونه مکلف ګڼل شوي چې یو شمير کډوالو ته د هيواد اقتصادي وضعيت، نفوس او پناه ورکونې ځواک ته په کتو، پناه ورکړي.

25.05.2015 00:02    |   یاسر الهاشمی اوه ناقانونه افغان کډوال د قاچاقي سفر قرباني شول

د روان زږديز کال د می د مياشتې په دولسمه نيټه، اوه تنه افغان کډوال هغه مهال ووژل شول چې د ايران پولي ته څیرمه د ترکيي په وان سرحدي ښار کې د واور له ورښت سره مخامخ شول. دغو کډوالو غوښتل چې د ايران او ترکيي له لارې اروپا ته په غير قانوني ډول ولاړ شي.

20.05.2015 20:13    |   یاسر الهاشمی د مديترانې په سمندرګی کې د کډوالو په مړينه کې (۳۰) سلنه زياتوالی راغلی

د اروپايي ټولنې د کډوالو کميسیون د راپور له مخې د روان کال د می تر میاشتې پورې څه د پاسه (۱۵۰۰) کسان د مديترانې په سمندرګی کې ډوب شوي او دا په داسې حال کې ده چې تير کال د می تر مياشتې پورې (۱۰۰۰) کسانو د مديترانې په سمندرګی کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. اوسنی شميره د تير کال په پرتله (۳۰) زياتوالی ښيي.

14.05.2015 10:22    |   یاسر الهاشمی یونان، د کډوالو لپاره دوزخ دی

((ډیری افغانان يونان ته له داخليدو سره سم د پوليسو لخوا نيول کيږي او د کډوالو کمپونو ته ليږدول کيږي. په دغه کمپونو کې د اوسيدو شرايط ډيره نامساعد دي. د کمپونو ساتونکي او شاو خوا خلک د کډوالو په وړاندې له بد چلند څخه کار اخلي.))

13.05.2015 09:37    |   یاسر الهاشمی په یونان کې ميشت افغانان په قفس کې ژوند کوي

((زه په يوازي ځان وړاندې تلی نشم، ځکه چې کورنې مې راسره ده. موږ د زندانيانو په شان ژوند کوو، تر دې چې موږ ډاکټر ته د ورتګ اجازه هم نه لرو. موږ دلته په ققس کې ژوند کوو، آيا په نړی کې داسې ځای شته چې موږ پکې د آرامي ساه واخلو؟؟!))

06.05.2015 09:48    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالو په وړاندې نوی طرحه تصویب شوه

د ( ۲۰۱۵ع) د می په لومړی نيټه د اروپا پارلمان د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه او حل لارې د موندلو په منظور ناسته وکړه او په دغه ناسته کې يوه طرحه تصويب شوه چې د هغې له مخې به اروپايي هیوادونه د قانوني مهاجرتونه لپاره زمينه برابروي، د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د مديتراني سمندرګي له لارې راغلو کډوالو څخه يوه برخه د پناه غوښتونکي په حيث قبول کړي او د دې ترڅنګ د مديترانې په سمندرګي کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو په منظور ځينې تدابير هم په دغه مصوبه کې شامل دی.

06.05.2015 09:48    |   یاسر الهاشمی انګلستان به يوازي عيسوي کډوالو ته پناه ورکړي.

هر کال په لسګونه زره ناقانونه کډوال د مديترانې سمندرګي له لارې د اروپايي هیوادونو تر پولو اوړي او په اروپايي هيوادونو کې پناه غواړي. انګلستان او نور اروپايي هيوادونه نشي کولای چې ټولو پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي. خو! کولای شي چې د دغه پناه غوښتونکو يوه برخې ته پناه ورکړي، زما وړانديز دا ده چې بايد يواځي عيسوي کډوالو ته پناه ورکړل شي.

27.04.2015 10:16    |   یاسر الهاشمی ټاکنې او د ناقانونه کډوالو برخليک

د هغه شبکو پر فعاليتونو به بنديز ولګوو چې بهرنيانو ته د کار زمينه برابروي هغه شبکې چې ناقانونه کډوال په دنده وګماري پر هغوی به درندې نغدي جريمي وضع کړو.

25.04.2015 10:32    |   یاسر الهاشمی ناقانونه کډوال او د محکمې پر پريکړې بياکتنه

((موږ به ناقانونه کډوال د ابتدائيه پريکړې څخه وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوو. او دوی کولای شي چې د خپل هيواد څخه زموږ پر پريکړو د بيا کتنې ادعا يا غوښتنه وکړي)).

22.04.2015 23:05    |   یاسر الهاشمی په اروپا کې افغان او ايراني مسيحيان

د آلماني رسنی دويچه وله د راپور پراساس په اروپا کې په عیسويت د اوښتي افغانانو او ايرانيانو په شميره کې د پام وړ زياتوالی راغلی. دغه زياتوالی دې حد ته رسيدلی چې د برلين په ځينو سيمو کې د کليسا مراسم په آلماني او فارسي ژبو تر سره کيږي.

22.04.2015 23:04    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه مهاجرتونو په وړاندې طرحه تصویب شوه

د اپريل په شلمه د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيران په لوګزامبورګ کې بيرنې غونډه درلوده او په دې غونډه کې يي د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه لس ماده ییزه طرحه تصویب کړه.

11.04.2015 23:10    |   یاسر الهاشمی په انګلستان کې د کډوالو شميره څلويښت سلنه راټيټه شوی

کومه شميره چې د اکسفورډ پوهنتون د مهاجرت د څانګي لخوا خپره شوې، ښيي چې په(۲۰۱۴ ع) کال کې د تابعيت اخيستونکیو اشخاصو شميره، د نورو کلونو په پرتله (۴۰٪) را ټیټه شوې ده.

04.04.2015 12:04    |   یاسر الهاشمی د مهاجرت اغيز پر فرهنګ

د مهاجرت د مهمو اثار او يا پايلو څخه يوهم فرهنګي اثر دی، که د مهاجر منونکي او مهاجر ليږونکي هيوادونو فرهنګ او کلتور سره ورته والی ولري او يا هم سره نژدې وي بيا نو د فرهنګونو تنوع منځ ته نه راځي.

01.04.2015 13:47    |   یاسر الهاشمی د مهاجرت اغيز پر جمعيت (نفوس) باندې

مهاجرت، له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د یو شخص د اقامت د محل تغیر دی ، کيدای شي چې مهاجرت داخلي وي او يا هم بهرني يعنې د هيواد له سرحداتو څخه د باندې.

16.03.2015 11:19    |   یاسر الهاشمی د يونان پر لور

له افغانستان، ايران، سوريه، عراق او پاکستان څخه ناقانونه کډوال لومړی ازمير ته راځې او بيا له ازمير څخه د ساموس جزيرې ته ځې او له هغه ځايه د يونان په لورې سفر کوي.

16.03.2015 11:19    |   یاسر الهاشمی د انسانانو تبادله (پاتې برخه)

موږ ډوډې نه وه خوړلې، قاچاقبر ته مو وویلې چې ډوډې راوړي. قاچاقبر لاړو روميان او د سيلو ډوډۍ يي راوړ، يوه ډوډۍ او یوه رومې د پنځو کسانو لپاره و.