د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګل آغا احمدي وردګ

04.05.2010 18:08    |   ګل آغا احمدي وردګ کابل مېشتو وردګو ځواکمنه قومي شوری جوړه کړه

په دې وروستیو کلونو کې زیاتې هلې ځلې روانې وې څو کابل میشتي وردګ د یوې داسې قومي شوری درلودونکي وي چې د دې ویاړلي، علم پروره او متدین قوم سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او هراړخیزې چارې منظمې کړې او خپلو روا حقوقو ته د رسیدو په لاره کې د خپلې شوری په وسیله له یوه قوي دریځ څخه برخمن وي.

19.02.2010 16:00    |   ګل آغا احمدي وردګ د افغانستان پیښلیک

د افغانستان پیښلیک د هغه کتاب نوم چې ښاغلي غلام ولي نوري د ښاغلي حامد علمي د کتاب له دري متن څخه پښتو ته را ژباړلی او د ۱۲۳ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب د افغانستان پیښې د احمدشاه بابا (رح) له دور یا ۱۹۴۷ څخه را نیولې او د ۲۰۰۹ کال د نومبر تر ۲۹ نیټې یا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دویم ځل د انتخاب د لوړې تر مراسمو یې را رسولې دي چې د افغانستان تاریخ لیکونکو، د مسایلو شنونکو، څیړونکو، ښوونکو، محصلینو، مینه والو او ټولو افغانانو لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.

26.01.2010 08:47    |   ګل آغا احمدي وردګ د عملیاتخانې چراغونه

په افغانستان کې د پیښو او چارو بهیر په یوه داسې عجیب او غریب شکل روان دی چې د وګړو د ژوند موجودو نیمګړتیاوو ته تر ډیره حده زموږ د ټولنې ځینې خپل خلک، چارواکي او ادارې زمینه برابروي او د چارو بهیر په داسې یوه خوا برابروي چې د افغاني ټولنې په وړاندې سراسر تاوان ګڼل کیږي.

21.01.2010 09:53    |   ګل آغا احمدي وردګ د ولسواکۍ آزموینه

افغانستان چې د تیرې دیرش کلنې غمیزې له ګیډې څخه لا پوره نه دی راوتلی د خپل سیاسي نظام او دولتي ارګانونو د جوړولو په بهیر کې د ولسواکۍ له یوې سختې آزموینې سره مخامخ او د بري په لټون پسې یې مټې رانغښتې دي. له ګڼ شمیر ګواښونو او چلنجونو سره سره د افغانستان خلکو په تیرو نهو کلونو کې وکولای شول چې د دولت او سیاسي نظام ځینې بنسټیزې زیربناوې جوړې او د هغه په اساس د خپل پرمختګ بهیر ته ادامه ورکړي. په دې لړ کې د موقت حکومت جوړول، د بیړنۍ لویې جرګې تدویر، د انتقالي اسلامي دولت جوړول، د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه، د نوي اساسي قانون تصویب، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لومړۍ ټولټاکنې، لومړی پارلماني ټولټاکنې، د جمهوري ریاست د دویم ځل ټولټاکنې او داسې نور یې غوره نمونې ګڼلی شو. پر دې سربیره د انکشافي مسایلو په برخه کې هم د هیواد په کچه په تیرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي چې د ولسواکۍ په لاره یې افغانستان ته د سفر زمینه برابره کړې ده.

15.01.2010 15:15    |   ګل آغا احمدي وردګ ,وخت او د افغاني ټولنې د چارو بهیر

وخت له هغه زماني واټن څخه عبارت دی چې د مخلوقاتو په ژوند باندې هرو مرو تیریږي او د شپې، ورځې، اونۍ، میاشتې، کال، لسیزې، پيړۍ او زریزې په شکل د مخلوقاتو نړۍ ته سر راښکاره کوي. وخت په یوه شپه او ورځ کې په ۲۴ ساعتونو باندې ویشل شوی چې هر ساعت ۶۰ دقیقې او هره دقیقه له ۶۰ ثانیو څخه عبارت ده. همدارنګه اونۍ، میاشت، کال، لسیزه، پيړۍ او زریزه هم د وخت د تقسیماتو له ډلې څخه ګڼل کیږي.

13.01.2010 07:26    |   ګل آغا احمدي وردګ په کابل ښار کې د ترافیکي وسایطو د تم ځایونو ستونځه

د کابل ښار اوس مهال د داسې یوه ښار بڼه خپله کړې ده چې د معیاري ښاري اخلاقو او خدماتو ډیرې کمې نمونې پکې لیدل کیږي چې تقریبا په نشت سره حساب دي. د دې ښار د پریمانه چټلیو تر څنګ یوه لویه ستونزه په وروستۍ لسیزه کې دغه ښار ته متحده اماراتو له دوبۍ،کاناډا او داسې نورو هیوادونو څخه د یو زیات شمیر هغو مستعملو موټرونو واردول دي چې زیاتره یې د چپ اشترینګ لري او د طالبانو د حاکمیت په دوران کې یې زموږ هیواد ته واردول پيل شوي وو.

09.01.2010 08:57    |   ګل آغا احمدي وردګ د مڼې لومړۍ ګڼه چاپ شوه

مڼه مجله لومړۍ ګڼه چاپ شوه

30.12.2009 13:12    |   ګل آغا احمدي وردګ افغان طبي آله یا د ویاړونو نوښت

هره ټولنه او هیواد په خپله غیږه کې یو لړ داسې شخصیتونه لري چې نومونه یې د ملي اتلانو په توګه د تل لپاره د هیواد د ویاړونو په تاریخ کې لیکل کیږي. په دې لړ کې نن بیا د یوه داسې شخصیت معرفي له تاسو قدرمنو سره شریکوم چې د خپل زیار، تحصیل ، هڅو او څیړنو په وسیله یې د روغتیا په ډګر کې داسې یوه آله جوړه کړې ده چې په نړیواله کچه منل شوې، اړوندو نړیوالو کمپنیو یې جوړول، استعمال او نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې کول منلي دي. همدارنګه په نړیواله کچه سربیره نوموړې آله یا وسیله په ملي کچه هم په پراخه توګه مقبولیت ترلاسه کړی چې د ملي دفاع د وزیر جلالتمآب ستر جنرال عبدالرحیم وردګ له خوا د ښاغلي ډاکتر محمد اسماعیل وردګ د ویاړمنې لاسته راوړنې ستاینه او تقدیر د دې ادعی د پخلي لپاره غوره ثبوت ګڼلی شو.

09.12.2009 18:50    |   ګل آغا احمدي وردګ د ژمي پيل او د بریښنا حالت

د ژمي پيل او د بریښنا حالت

01.12.2009 14:53    |   ګل آغا احمدي وردګ د افغانستان د مطبوعاتو روحیه

دا خبره به ستونزمنه وي چې د هیواد د ټولو مطبوعاتو په هکله په یوه کوچنۍ لیکنه کې د ښه او بد قضاوت وشي خو د افغانستان په اړه د زیاترو کورنیو مطبوعاتو او خبري رسنیو خپرنیزه روحیه په یو لړ داسې جنجالي مسایلو پوښلې ده چې تکراري بڼه، سیاسي رنګ، اختلافي یا جنګي شکل لري. همدارنګه د دې ډول خبري رسنیو روحیه په داسې یوه کاذبه جامه باندې پوښلې وي چې د نن ورځې د حقایقو سره هیڅ راز اړخ نه شي لګولی او نه هم لیدونکو، لوستونکو یا اوریدونکو ته د باور وړ وي. کله کله د ځینو خاصو عواملو له کبله په کورنیو مطبوعاتو سربیره ورته روحیه په یو شمیر هغو نړیوالو خبري رسنیو هم حاکمه کیږي چې زموږ د هیواد لپاره خپرونې کوي. خو د دې خبرې یادونه ضروي ده چې افغانستان له یو لړ داسې خبري رسنیو څخه برخمن دی چې زیاتره وخت له ملي ژمنتیا سره یو ځای د هیواد د سولې، بیا آبادۍ، د مسایلو د حل، اقتصادي ودې، بیا رغونې، ښوونیزې پياوړتیا او د هیواد د اساسي زیربناوو د رغولو په موخه مثبت تبلیغات کوي.

23.11.2009 12:19    |   ګل آغا احمدي وردګ امنیتي ګواښونه او د خصوصي سکتور وده

امنیت د نړۍ په هره انساني ټولنه کې د غوره ژوند د تامین لپاره یو اړین عنصر دی چې نه یوازې ژوند ته د خوښۍ رنګ بلکي د خصوصي سکتور د ودې په شمول د انساني ژوند ټولو اړخونو ته بیله ښکلا وربخښي او د ټولنې هراړخیز پرمختګ یقیني کوي.

21.11.2009 12:51    |   ګل آغا احمدي وردګ بریښنايي حکومت او د اداري فساد مخنیوی

بریښنايي حکومت یا E-Government چې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په برکت یې د انسانانو د چوپړ لپاره ملا تړلې ده د حکومتي چارو د سمبالتیا په لاره کې په حیرانوونکې توګه پرمختللي ګامونه ایښي دي. بریښنايي حکومت د چارو سر ته رسول ګړندي کوي، یوې پرمختللې پروسې ته د حکومت په چارو کې پراختیا ورکوي او د انسانانو د کاري بهیر په چټکتیا کې جوت رول لوبوي چې مثبتې پایلې یې په نړیواله کچه د انسانانو په ورځني ژوند کې له ورایه څرګندیږي.

18.11.2009 08:46    |   ګل آغا احمدي وردګ د نوي انتخابي ولسمشر د کار لومړیتوبونه

د ۱۳۸۸ کال د اسد د میاشتې په ۲۹ نیټه د افغان ولس پتمنو وګړو یو ځلې بیا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو په موخه د رایو د صندوقونو په لوري ولاړل او د افغانستان د ولسمشر او ولایتي استازو د ټاکلو لپاره یې خپلې رایې وکارولې. سره له دې چې د یو لړ کورنیو او بهرنیو فشارونو له مخې ټولټاکنې دویم پړاو ته ولاړې خو د ټولټاکنو له ډګر څخه د ښاغلي عبدالله عبدالله تیښتې یو ځل بیا ولسمشر کرزي ته لاره پرانیسته چې په نوموړو ټولټاکنو کې خپل بری و نمانځي او د یوې نوې او شفافې ادارې د جوړولو لپاره هڅې پيل کړي. پتیل شوې ده چې د ۱۳۸۸ د لړم د میاشتې په ۲۸ نیټه به نوی انتخابي ولسمشر ملت ته د خدمت لپاره د لوړې مراسم پر ځای او د افغان ولس د چوپړ پنځه کلنه دوره به رسما پيل کړي.

16.11.2009 13:06    |   ګل آغا احمدي وردګ د ملت جوړونې بهیر او افغاني ټولنه

ملت جوړونه یا Nation Building هغه پروسه ده چې د یوه هیواد د خاورې د تمامیت، خپلواکۍ، وګړو، دولت، سیاسي نظام ، ملي سرود، اساسي قانون، پولي واحد، ملي ورځو، ملي اتلانو، ټولینیزو آرونو، ملي ارزښتونو او هراړخیزو زیربناوو څخه تشکیل کیږي. همدارنګه د اړوند هیواد د ټولو ساکنو وګړو د ملي یووالي، اتباعو او ښاریانو د مساوي حقوقو د تامین څخه بحث کوي.

12.10.2009 09:06    |   ګل آغا احمدي وردګ په کابل کې د پښتو نړیوال کنفرانس جوړ شو - ګزارش

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په نوښت د کابل ښار د لویې جرګې په تاریخي خیمه کې د پښتو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس چې د ۱۳۸۸ د تلې د میاشتې په ۱۶ نیټه پيل شوی وو د یو شمیر مثبتو پایلو سره یو ځای د ۱۳۸۸ د تلې د میاشتې د ۱۷ نیټې په ماښام پای ته ورسیده چې د هیواد یو شمیر لوړ رتبه دولتي چارواکو، د کابینې یو شمیر وزیرانو، د ملي شوری وکیلانو، پوهانو، استادانو، د کلتوري کړیو استازو، مینه والو د کوزې پښتونخوا او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو میلمنو پکې ګډون کړی وو چې شمیر یې د زرو تنو په شاوخوا کې اټکل کیده.

05.09.2009 10:18    |   ګل آغا احمدي وردګ له ناخوالو څخه د خلاصون لاره

که د بشري ټولنو تاریخ ته لنډ نظر وشي چې د تمدن او پرمختګ تر ټولو لوی عامل یې څه وو نو ډیر ژر به څیړونکي ته پته ولګیږي چې د انسانانو د ښیرازۍ تر ټولو لوی عامل سیستماتیکه ښوونه او روزنه ده چې یوه ټولنه د خپل ژوند د معراج هسکو پوړیو ته رسولی شي.

03.08.2009 10:54    |   ګل آغا احمدي وردګ د یون له خوا د ۳۳ کتابونو د مخکتنې د غونډې تفصیلي راپور

31.05.2009 13:31    |   ګل آغا احمدي وردګ د مڼې ګل نهمه کلنۍ مشاعره په نوښتیز ډول و نمانځل شوه

18.05.2009 21:24    |   ګل آغا احمدي وردګ یوه چوکۍ او څلورڅلویښت کاندیدان

18.05.2009 11:38    |   ګل آغا احمدي وردګ یوه چوکۍ او څلورڅلویښت کاندیدان

شنهواز تڼی، محمد اکبربای، حامد کرزی، عبدالجبار ثابت، شاه محمود پوپل، محبوب الله کوشاني، بسم الله شیر، سرور احمدزی، معتصم بالله مذهبي، عبدالغفور روزي، فروزان فناه، شهلا عطا، عبدالله عبدالله، عبدالحسیب آرین، سیدجلال کریم، عبدالسلام راکټي، معین الدین الفتي، رمضان بشردوست، محمد هاشم توفیقي، حبیب منګل، بشیر بیژن، اشرف غني احمدزی، حسن علي سلطاني، ذبیح الله نورستاني، میرویس یاسیني، غلام فاروق نجرابي، میرسعید هاشمي، محمد داود، محمد نصیر انیس، عبدالمجید صمیم، عبداللطیف پدرام، عبدالقادر امامي غوري، محمد یاسین صافي، سیدجعفر هوفیاني، رحیم خان، ګل احمد یما، ضیاالحق حافظي، بازمحمد، سنګین محمد رحماني، محمد حکیم تورسن، نصرالله بریالی ارسلايي، هدایت امین ارسلا، غلام محمد ریګي او محمد اکبر اوریا.

07.02.2009 19:27    |   ګل آغا احمدي وردګ په ملي کچه د کرکټ دملي اتلانو نازول

افغان ولس هغه میړنی، لایق، باطور او با استعداده ولس دی چې د لازم فرصت، سولې او امنیت په فضا کې ډیر ژر د نړۍ د ویاړلو ولسونو په کتار کې خپل ځان ته ځای موندلی شي چې د کرکټ په ډګر کې د ۱۳۸۷ کال مسلسلې بریاوې او په ارجنټاین کې وروستۍ اتلولي د دې ادعا غوره ثبوت ګڼل کیږي.

25.01.2009 16:07    |   تبصره: ګل آغا احمدي وردګ د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

25.10.2008 17:00    |   لیکنه او ترتیب: ګل آغا احمدي وردګ د سولې د مشاعرې راپورتاژ

24.09.2008 17:36    |   ګل آغا احمدي وردګ د کوچني اختر ورځ، احکام او آداب

24.09.2008 17:10    |   ګل آغا احمدي وردګ د اختر ورځې او تلویزیوني خپرونې