د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

25.07.2010 10:16    |   کرکټ څانګه د پکتيا پوهنتون د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) اتل شو

د يونيسيف موسسې د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) په نوم د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د کرکټ سيالي ترسره کړه چې شپاړس لوبډلو په کې ګډون کړی وو. پايلوبه یې د پکتيا پوهنتون لوبډلې له رود احمدزيو له لوبډلې وګټله او اتلولي یې خپله کړه. ديادونې وړ ده چې ددې پايلوبې د کپونو او ډاليو وېشلو پروګرام به نن يکشنبه ١٣٨٩/٥/٣ د پکتيا ولايت د صحت عامې په تالار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تر سره شي.

25.07.2010 08:22    |   کرکټ څانګه ۱۶ ټیټ افغان لوبډله له ماليزيا کابل ته ستنه شوه

د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله پرون ماښام د پښتونخواه له لارې هیواد ته له مالیزیا د چیلینجر سیالیو څخه راستنه شوه، افغانستان د چیلنجر په سیالیو کې دریم، ایران دویم او عمان لومړی مقام وګاټه.

24.07.2010 15:41    |   کرکټ څانګه د کابل د لوبډلې د غوراوي سيالي نیمه پایلوبې ته ورسیده

نن د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کابل د اتو کلبونو څخه د څلورو کلبونو( اریانا، المسافي، روحاني، شمشاد) لوبډلې نیمه پایلو ته لاره ومونده. د کابل له لوبغالي څخه عزیز الله فضلي ټول افغان ته وویل چې سبا ته به د (اریانا کلب او المسافي )او د (روحاني او شمشاد) کلب تر منځ د نیمه پایلو شل اوریزې لوبې تر سره کیږي او دوه ګټوونکې لوبډلې به د ټورنمنټ پایلوبو ته لاره مومي.

24.07.2010 08:04    |   کرکټ څانګه راشد لطیف سبا کابل ته رارسیږي

د کرکټ بورډ اجاریوي مشر ډاکټر حامد شینواري ټول افغان ته په کابل کې وویل چې سبا ته راشد لطیف له کراچﺉ څخه اسلام اباد ته په پي اي ای او بیا له سلام اباد څخه د کام ایر په الوتکه کې افغانستان ته د مازیګر په ۴ بجو رارسیږي.

22.07.2010 17:51    |   کرکټ څانګه ننګرهار: د بټي کوټ په ولسوالۍ کې سيمه ييزه سيالي روانه ده. نيمه پايلوبه کې شينواري ايليون هزارناو مات کړ

په ننګرهار کې د یو سيمه ييزې سيالۍ په ترڅ کې چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شهرا په لوبغالې کې ترسره کېږي د شینواری ایلیون او د هزارناو د کرکټ د لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چی د شینواری ایلیون په ګټه تمامه او پایلوبې ته یې لار ومونده. پچه د هزارناو د کرکټ لوبډلې وګټله او شینواری ایلیون یې توپ وهنی ته راوبلل، د شینواری ایلیون د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۸ منډې جوړی او د هزارناو د کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

22.07.2010 17:27    |   کرکټ څانګه د کابل په سيالۍ کې مسافي لوبډله نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه

د کابل په سيالد کابل د کرکټ ولايتي ادارې د کابل د لوبډلې د غوراوۍ په موخه په درې ورځو کې شپږ شل اوريزه لوبې تر سره شوي چې په نتيجه کې یې د ب په ګروپ کې د مسافي لوبډله نیمه پایلوبې ته بريالۍ شوه.ۍ کې مسافي لوبډله نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه. د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په دې ټورنمټ کې ترې اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي. دا ته لوبډلې په لاندې ډول دي:

21.07.2010 17:39    |   کرکټ څانګه په ننګرهار کې د کرکټ نوی استازی وټاکل شو

نن د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار ولایت لپاره نوی استازی ټاکلی دی. او په دې اړه یې ننګرهار ته رسمي مکتوب استولی دی. د دې مکتوب په اساس به قاري هدایت الله په ننګرهار کې د کرکټ بورډ استازی وي. په ننګرهار کې د کرکټ بورډ پخوانی استازی طیب اخندزاده د کرکټ بورډ په دې فیصله خوښ نه دی، خو د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې په ننګرهار کې طیب اخندزاده د کرکټ په ډګر کې خدمت د ستایلو او مننې وړ دی.

21.07.2010 17:36    |   کرکټ څانګه په کابل کې د غوراوۍ د سیالیو د درې وځو پای

کابل ولايتي سيالي:

21.07.2010 17:30    |   کرکټ څانګه شینواری ایلیون پایلوبې ته لار ومنده

د بټی کوټ په شهرا لوبغالې کښې د روان کرکټ ټورنمیټ د سیالیو په لړکښې نن د شینواری ایلیون او د هزارناو د کرکټ د لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چی د شینواری ایلیون په ګټه تمامه او پایلوبې ته یې لار ومنده. پچه د هزارناو د کرکټ لوبډلې وګټله او شینواری ایلیون یې توپ وهنی ته راوبلل، د شینواری ایلیون د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۸ منډې جوړی او د هزارناو د کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

21.07.2010 09:36    |   کرکټ څانګه ننګرهار: بټي کوټ لعلپورې ته ماته ورکړه

د د بټی کوټ په شهرا لوبغالې کښې د روان کرکټ ټورنمیټ د سیالیو په لړکښې نن د بټی کوټ او د لعلپوری د کرکټ د لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، پچه د لعلپوری کرکټ لوبډلې وګټله اولومړی توپ اچونه یې غوره کړه. د بټی کوټ د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو سره د لعلپوری کرکټ لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه

20.07.2010 08:49    |   کرکټ څانګه د انټر کانټینټل سیالیو لپاره ملي لوبډله په ننګرهار کې تمرین کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکې مسؤل هستي ګل عابد نن ټول افغان ته وویل چې د انټرکانټینټل سیالیو لپاره ملي لوبډله په ننګرهار کې ۱۰ ورځې تمرین کوي، ملي لوبډله به د اګست په ۵ نېټه سکاټلینډ ته روانیږي، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د اګست د ۱۱ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د سکاټلینډ سره کوي او نورې سیالۍ یې د همدې هیواد سره د اګست په په شپاړسمه او اوولسمه نېټه کوي.

20.07.2010 08:44    |   کرکټ څانګه د سکاټلينډ د سفر لپاره لوبډله اعلان شوه. نور به د لوبډلې سره غيرتخنيکي کسان سفر نه کوي

عبدالرحیمزی وایي چې سبا ته به ۱۵اساسي لوبغاړي، ۲ روزونکي(کبیر خان، راشد لطیف)، د لوبډلې ډاکټر(عظیم ملک)، ویډیو څیړونکی داود بابر د انګلستان ویزو لپاره خپل اسناد وړاندې کوي تر څو سکاټلینډ ته د سفر جوګه شي. د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې د پخوا په شان به د لوبډلې سره غیرې اړین مسؤلین سفر نه کوي.

19.07.2010 14:32    |   کرکټ څانګه د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله په آسيايي چيلنج سيالي کې درېمه شوه

دغه سیالۍ په مالیزیا کې تر سره شوي، نن د افغانستان اخیري سیالۍ د بوتان سره وه، بوتان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د افغانستان توپ اچونکو د بوتان ټول لوبغاړي په ۶۰ منډو وسوزول او ۶۱م یې ورته هدف وټاکه. په افغان توپ اچونکو کې جعفر کټوازي تر ټولو ښه توپ واچاوه او د درې کسانو په سوځولو یې ۷ منډې ورکړې په داسې حال کې چې شمس محمد هم درې ويکېټې واخيستې او ۱۵ منډې یې ورکړې

19.07.2010 14:09    |   کرکټ څانګه احسان په ACB د کرکټ توکي ګران پلوري

سرچينه زياتوي چې په دې اړه مختلف اندونه شته دی چې ځینې یې په دې باور دي چې مخکې کوم قراردادونه د افغانستان کرکټ بورډ او د احسان تر منځ شوي و سم غور پرې نه و شوی. د احسان شرکټ داسې فکر کوي چې افغانستان بل کوم شرکت د توکو په ډګر کې نه سپانسره وي نو ځکه پرې توکي ګران پلوري.

19.07.2010 14:04    |   کرکټ څانګه د کرکټ بورډ په نوم خلک د شرکتونو څخه پیسې اخلي

څو اونۍ مخکې د ریس ځاځي په نوم یو تن د روشن د مخابراتي شرکت سره د ۳۵۰۰۰ امریکائي ډالرو تړون کړی و چې کرکټ بورډ ترې هیڅ خبر هم نه و، خو بیا هم کرکټ بورډ خپل فعالیت په هغه شېبه کې ښودلې په کوم وخت کې چې روشن د ریس ځاځي بانکي حساب ته پیسې لیږدولي.

19.07.2010 14:02    |   کرکټ څانګه د کابل لوبډلې لپاره د غوره کولو په موخه سيالي پيل شوه

د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په دې ټورنمټ کې ترې اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي.

18.07.2010 12:25    |   کرکټ څانګه د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا

د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ د روزونکو(کوچنګ) او لوبڅارو(امپیرانو) تخنیکي څو ورځیني کورسونه د کرکټ د اسیايي شورا په مرسته جوړ کړي.

18.07.2010 12:18    |   کرکټ څانګه د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا

د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ د روزونکو(کوچنګ) او لوبڅارو(امپیرانو) تخنیکي څو ورځیني کورسونه د کرکټ د اسیايي شورا په مرسته جوړ کړي.

18.07.2010 11:56    |   کرکټ څانګه د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره معیارونه

د افغانستتان د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی لږیا دی چې د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره لومړني قوانین جوړ کړي چې د ښاغلي په اند ډیر ژر به يې کرکټ بورډ پلي کړي.

17.07.2010 13:14    |   کرکټ څانګه راشد لطيف د افغان کرکټ د توپ وهنې روزونکی شو

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د پاکستان پخوانی کپتان، ويکټ ساتونکی او توپ وهونکی راشد لطيف سره یې پخه کړې ده چې د افغان کرکټ د توپ وهنې روزنه به کوي. راشد لطیف سره مخکې هم څو ځل خبرې شوې وې او یوه مياشت وړاندې کابو و چې تړون ورسره لاسليک کړل شي خو افغان کرکټ بورډ د ځينو لوبغاړو او نورو اغېزمنو کسانو د فشار له امله تړون لاسليک نه کړ.

15.07.2010 12:19    |   کرکټ څانګه په کابل کې د کرکټ سټډیم چارې ودرول شوي

د کابل ښاروالۍ کرکټ بورډ ته رسمي مکتوب استولی چې د شهيد نادرخان له تپې لاندې سيمه کې د کرکټ سټډیم د جوړولو چارې ودروي. ښاروالۍ وايي چې په کومه مځکه د کرکټ سټيډيم د جوړولو چاروې روانې دي، د کابل د ښاروالۍ اړوند مځکه ده.

15.07.2010 11:49    |   کرکټ څانګه د ډاکتر ايمل شينواري پرځای ډاکتر حامد شينواری د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکل شو

نن د افغانستان د کرکټ بورډ په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې ډاکتر ايمل شينواري د کرکټ بورد د اجرايوي مشرله دندې استعفا کړې ده او پر ځای يې ډاکتر حامد شينواری چې تر اوسه مشر غوره کونکی یا چيف سيلکټر و ټاکل شوی دی.

14.07.2010 19:46    |   کرکټ څانګه د افغانستان شل اوريزه کورنۍ سيالي وځنډول شوه. له کوچني اختره وروسته به وي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې هغه شل اوريزه سيالي چې غوښتل یې د دې مياشتې په پای کې یې په کابل کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کړي، ځنډولې ده او له کوچني اختر څخه وروسته به یې ترسره کوي. پتيل شوې وه چې دا شل اوريزه ولايتي سيالي د جولاي په ۲۴مه ترسره شي خو د کرکټ بورډ وايي چې د سپانسر (اتصالاتو مخابراتي شرکت) او د شمشاد تلويزيون سره (چې دا لوبې به په ژوندۍ بڼه خپروي) له مشورې وروسته دې پرېکړې ته ورسېد چې دا لوبې وځنډوي او له کوچني اختر څخه یې وروسته ترسره کړي.

13.07.2010 15:08    |   کرکټ څانګه د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله

د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله او اجازه یې ورکړه چې په کورینو سیالیو کې د ولایتونو د لوب‌ډلو په څېر ولوبیږي.د کوچیانو د کرکټ مسؤل محمد الله کوچي نن په کابل کې ټول افغان ته وویل چې زموږ یوازې دا ارمان نه و چې رسمي لوب‌ډله دې ولرو! زموږ دا ارمان دی چې د ملي لوبډلې لپاره تکړه کوچیان لوبغاړي کرکټ بورډ ته وروپیژنو او په افغانستان کې د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.

13.07.2010 09:33    |   کرکټ څانګه شهزاد محمدي ته د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ

د کرکټ نړيوالې شورا په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نوموړي ته رسمي خبرداری ځکه ورکړل شوی دی چې د هالينډ خلاف لوبه کې یې د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبو قانون یې مات کړی دی. خبرپاڼه وايي چې کله شهزاد توپ وهنه کوله او شاته د هالينډ ويکټ ساتونکي د نوموړي د کيچ غږ وکړ نو شهزاد لوبڅار ته اشاره وکړه چې مټ یې لګېدلی و او په بيټ نه و لګېدلی.