د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

11.08.2010 07:44    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: افغانستان په لومړۍ ورځ په ۵ ويکټو ۳۴۹ منډې وکړې

د لوبې پچه سکاټلينډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغانستان ښه پيل درلود او مخکې له دې چې د نور علي ويکټه له لاسه ورکړي نوموړي د کريم خان صادق سره په شريکه ۶۷ منډې وکړې چې د افغانستان د منډو لپاره یې ښه بنسټ کېښود. نن د افغانستان توپ وهنه پخه وه او لوبغاړو په حوصله او مسلکي انداز کې لوبه وکړه. اصغر ستانکزی چې لا ولاړ دی د افغانستان منډې خورا لوړې کړي دي او تر دې مهاله یې ۸۸ منډې کړي دي چې ۳ په کې شپږيزې او ۶ په کې څلوريزې دي.

11.08.2010 07:25    |   کرکټ څانګه په سکاټلينډ کې د ملي لوبډلې نمانځنه وشوه

په سکاټلينډ کې مېشتو افغانانو د تېرې دوشنبې په ورځ ماښام افغان ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه او ویې نازوله. په سکاټلينډ کې د افغانانو د ټولنې مشر محمد اصف ټول افغان ته وويل چې دا غونډه د دې ټولنې له خوا ترتيب شوې وه.

10.08.2010 12:50    |   کرکټ څانګه د افغانستان او سکاټلينډ څلور ورځنۍ لوبه سبا چارشنبه پيل کېږي

سبا سهار د سکاټلینډ په وخت ۱۱ بجې چې د افغانستان د ماسپښین د ۲:۳۰ بجې سره سمون خوري افغانستان دسکاټلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پېل کوي. د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان وايي چې ملي لوبډله سبا څلور ورځینۍ سیالۍ ته په ذهني شکل تیاره ده، او هر کله چې لوبغاړی په ذهني شکل تیار وي لوبه کول ورته هم اسانه وي.

10.08.2010 08:12    |   کرکټ څانګه د ننګرهار هارډ بال کرکټ ټورنمټ مارکوشهرا لوبډلې وګټلو

په ننګرهار کې د هارډ بال ټورنمټ چې پرون یې پای لوبې وي مارکوشهرا لوبډلې شینواري۱۱ ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمټ ګټونکي شو. پرون د ماسپښین ۳:۰۰ بجې پچه شینوارې۱۱ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، په ۱۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۳۱ منډې هدف مارکوشهرا لوبډلې ته وټاکه. له اوبو څښلو دمې وروسته مارکوشهرا لوبډلې په توپ و

09.08.2010 13:08    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ د کرکټ الف لوبډله جوړوي

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غورواۍ کمیټې مسؤلین وايي چې د الف لوبډلې غوره کولو ته یې تیاری نیولی دی، د کمکي اختر وروسته چې کومې شل اوریزې ولایتي سیالۍ کیږي له هغې وروسته به د الف لوډله غوره کوو، د افغانستان لپاره کورنۍ سیالۍ ډيرې ضروري دي کوم لوبغاړي چې د کرکټ استعداد لري خپله وړتیا پکې ثابتولای شي، دغه د الف لوبډلې لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره احتیاطي لوبغاړي وي اوس مهال موږ احتیاطي لوبغاړی نلرو.

08.08.2010 11:51    |   کرکټ څانګه په ننګرهار کې د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلې سبا ترسره کیږي

په ننګرهار کې د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلو ته له اتو لوبډلو دوه غوره لوبډلو مارکو شهرا او شینواري ۱۱ لار موندلې چې سبا ماسپښین ۲ بجې به د دې ټورنمټ پایلې د مارکو په شهرا لوبغالي کې تر سره کیږي.

08.08.2010 11:48    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې په تمرینونو بوخته ده

د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې د انټرکانټینټل څلور ورځینیو سیالیو ته چې په ۱۱ د اګست پېل کیږي په تمریناتو بوخته ده.

05.08.2010 09:05    |   کرکټ څانګه د لوګر په ولایت کې د انټر کلب ټورنمټ له څو ورځو دوام لري

د لوګر په ولایت کې د انټر کلب کرکټ په نوم جام کې ۱۰ لوبډلې په دووو ګروپونو کې لوبې کوي، دغه کپ چې د نورو ولایتونو د سیالیو په څېر سیلابونو ځنډولې نن یې بیا لوبې پېل کړې.

05.08.2010 08:57    |   کرکټ څانګه په پکتيا کې د سولې کرکټ ټورنمټ اورښتونو وځنډولو

دا دوه ورځې وشوي چې په پکتیا کې د کرکټ د سولې ټورنمټ سیالۍ اورښتونو ځنډولي او په همدې ولایت کې د کرکټ مینه وال د لوبو بیا پیل کیدو ته انتظار کوي.

05.08.2010 08:54    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۸:۰۰ بجې سکاټلینډ ته ورسیده

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار د انټرکانټینټل جام سیالو ته سکاټلینډ ته ورسیده، د سکاټلینډ سره د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۱ پېل کیږي چې د اګست د ۱۴ نېټې پورې به دوام ولري.

05.08.2010 04:49    |   کرکټ څانګه په ۱۱ د ګست افغانستان د انټرکانټینټل کرکټ په جام کې څلورمه سیالي کوي

د افغانستا ن ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړوا کې څلورم ځل سیالیو لپاره نن سکاټلینډ ته روانه شوه، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي يې د اګست له ۱۱ څخه تر ۱۴ اګست پورې دوام کوي چې خورا ارزښتناکه ده، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ اګست د همدې هیوار سره دي.

03.08.2010 21:14    |   کرکټ څانګه د پکتیا د سولې د جام د نن سیالۍ لوبه تاند سهار وګټله

په پکتیا کې د سولې د کرکټ د ټورنمټ ننۍ سیالي د (د) په ګروپ کې تاند سهر لوبډلې په ۸ ویکټو وګټله، د افغانستان په وخت نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې لوبڅار پچه هوا ته چګه کړه، د سولې د کرکټ د ټورنمټ د (د) ګروپ تاند سهر او زمزم لوبډلو کپتانان د لوبڅار تر څنګ ولاړ و چې پچه به څوک ګټي، پچه ځمکې ته د رسیدو سره د زمزم لوبډلې وګټله.

03.08.2010 21:06    |   کرکټ څانګه د انټرکانټننټل لوبو لپاره ملي لوبډله نن سکاټلينډ ته روانېږي

د کرکت بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ لپاره نوي قوانين جوړ کړي چې یوه ماده يې د کرکټ بورډ په چارواکو په رسمي سفرونو کې د بندېز لګول دي. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ بورډ له ادارې لخوا داسې یوه قانون پلي کیږي. سبا ته به سکاټلینډ ته ۱۴ د ملي لوبډلې لوبغاړي، دوه روزونکي، ویدیو څیړونکی، ډاکټر او د ملي لوبډلې مدیر سفر کوي.

03.08.2010 13:19    |   کرکټ څانګه په ننګرهار کې د شینواري هارډ بال کرکټ جام سیالیو ټورنمټ پېل شو

په ننګرهار کې ولسي جرګې ته نوماند ډاکټر رحمت ګل پتیلې چې د مارکو په شهرا لوبغالي کې د ۸ لوبډلو تر منځ د شینواري سخت توپ په نامه د کرکټ سيالي جوړه کړي. د دې سيالۍ مسئول تحصیل خان وايي چې په دې سيالۍ کې د لعل پورې، مهمندرې، اچین، غني خیل، دوربابا، مارکوشهر، شاهین شینواري او د ننګرهار د اکاډمۍ لوبډلې سيالي کوي.

03.08.2010 13:07    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د لوبې ۲۲ قوانين تصويب او اعلان کړل

د کرکټ دغه ۲۲ قوانین ټول د کرکټ د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کرکټ جوړ کړي، په قوانینو کې اساسي مادې دادې چې لوبغاړي باید د د کرکټ د لوبو قوانینو ته احترام ولري او پلي يي کړي، همدارنګه په قوانینو کې راغلي چې د هېواد او د خپلو مشرانو احترام ساتل د هر لوبغاړي دنده ده. د کرکټ پو قوانينو کې په دې ټينګار شوی چې لوبغاړي باید ډیر پام وکړي چې د سیاسي ډلو ښکار نشي او باید د افغانستان لپاره د سولې سفیران وي.

03.08.2010 07:11    |   کرکټ څانګه د پکتيا په سيالۍ کې د لوبډلې د غوره نوم لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخلئ

په پکتيا کې د سولې په نامه سيالي روانه ده او ۳۲ لوبډلې په کې برخه اخلي. څينې نومونه په کې ډېر پام راښکونکي دي، پاتې نورو ته په معذرت سره موږ لس نومونه غوره کړي دي چې تاسو ترې د خپلې خوښې غوره نوم ته رايه ورکړئ. تاسو رابلو چې په دې ټول پوښتنه کې برخه واخلئ او د خپلې خوښې غوره نوم وټاکئ:

02.08.2010 19:25    |   کرکټ څانګه په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سولې په نامه سيالي ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته وويل چې د کورني کرکټ د پياوړې کولو په ترڅ کې یې د ګردیز په ښار کې د سهر سپورتي ټولنې لخوا د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ د سولې په نوم سيالي په لار اچولې ده چې ځانګړي موخه یې په هیواد کې سوله او ارامي غوښتل دي.

01.08.2010 11:31    |   کرکټ څانګه په انټرکانټننټل سيالۍ کې د افغانستان برخليک

افغانستان له یو کال راهيسي د کرکټ د نړيوالې شورا د لويو وچو يا انټرکانټننټل په لوبو کې لوبه کوي چې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، سکاټلينډ، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، او هالينډ) هم په کې شامل دي. په دې سيالۍ کې چې هر هېواد شپږ لوبې کوي دا مهال افغانستان په دويم مقام دی او دوه لوبې یې پاتې دي. دوه نورې لوبډلې چې د دې سيالۍ د ګټلو او له یو لک څخه د ډېرو ډالرو لاسته راوړلو چانس لري سکاټلينډ او زيمبابوی دي. د افغانستان چانس څومره دی چې دا سيالي وګټي؟

31.07.2010 13:50    |   کرکټ څانګه دولت احمدزی د هېواد د کورني کرکټ مدير وټاکل شو

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وایي (( دولت احمدزي او الهام یاسيني د دې دندو لپاره د د ازاد رقابت له مخې کرکټ بورډ ټاکلي، دولت احمدزی په شپږو شارټ لستو کسانو کې او الهام یاسیني په دریو شارټ لیست کسانو کې کرکټ بورډ غوره کړي، نوموړو د کرکټ بورډ دې دندې د ګمارلو پوښتنو ته له نورو کاندیدانو ښه ځوابونه وویل، د ټاکلو دندو لپاره یې خپل پلانونه د کرکټ بورډ مسؤلینو ته وړاندې کړل، همدا لامل و چې کرکټ بورډ الهام یاسیني د رسنیو د مدیر او دولت احمدزی د کورني کرکټ د مدیر په حیث وټاکل.))

31.07.2010 07:31    |   کرکټ څانګه په کابل کې د ملي لوبډلې تمرين دوام لري

د افغانستان د ملي لوبډلې تمرين په کابل کې دوام لري. په ننګرهار کې د ملي لوبډلې د تمرين کيمپ د باران او سيلابونو له کبله کابل ته وړل شوی و.

29.07.2010 08:12    |   کرکټ څانګه د باران له امله به ملي لوبډله تمرين په کابل کې کوي

په جلال اباد کې سختو اورښتونو له امله د ننګرهار په کرکټ اکاډيمي کې اوبه ولاړې دي او د تمرين ځايونه یې زيانمن کړي دي چې له امله یې لوبډله دا مهال د دې پرېکړې په تمه ده چې بېرته کابل ته ولاړه شي او هلته د کرکټ په لوبغالي کې تمرين وکړي.

29.07.2010 05:43    |   کرکټ څانګه سوپريم کرکټ بورډ ته د نړيوال جام بيټ ډالۍ او د لا همکارۍ ژمنه یې وکړه

نن په کابل کې د سپریم ګروپ د شرکتونو سره د اړيکو او حقوقي څانګې عمومي مشر سورن نورګارډ د افغانستان کرکټ بورډ ته د زیاتو کوښښونو او بریالیتوبونو یوه ډالۍ ورکړه، د سپریم دغه ډالۍ په ډیر هنر سره په بنده شیشه کې یو بیټ او يو توپ و چې په سویلي افریقا کې د شلو اورونو د نړيوال جام پر مهال پرې د افغان ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.

26.07.2010 15:31    |   کرکټ څانګه شمشاد کرکټ کلب د کابل ولايتي سيالۍ اتل شو

نن په کابل کې د کابل د کلبونو د ټورنمټ د پای لوبې اتل شمشاد کرکټ کلب لوبډله شوه، شمشاد د اریانا کلب لوبډلې ته په اتو منډو ماتې ورکړه. فضلي وايي چې د کابل منتخبه لوبډله به ډیر ژر اعلان شي په دې ټورنمنټ کې چې هر لوبغاړي ښه ځلیدلي وي هغه به د کابل په لوبډله کې شاملوي او د منډو د کتاب له مخې د هر لوبغاړي غوراوی کیږي.

26.07.2010 08:24    |   کرکټ څانګه راشد لطيف په مطبوعاتي غونډه کې خلکو ته وروپېژندل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په خبري غونډه کې راشد لطیف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل. راشد لطيف په خپلو خبرو کې وويل چې ((زه د نړۍ په هر ګوډ کې د افغان لوبډلې د روزولو لپاره تیار یم که هغه هر ځای وي، زه د کرکټ د پرمختګ د هیلو سره راغلي یم.))

25.07.2010 14:03    |   کرکټ څانګه راشد لطيف کابل ته ورسېد. سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د توپ وهنې د پرمختګ په موخه ټاکل شوی نوی روزونکی راشد لطيف نن کابل ته ورسېد. راشد له کراچۍ څخه د اسلام اباد له لارې کابل ته ولاړ چې هرکلي ته یې د کرکټ چارواکي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.