د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

25.08.2010 10:57    |   کرکټ څانګه په کابل کې د ولایتي سیالیو لپاره د لوبغالي په ترمیمولو کار روان دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اړونده مسوولینو ته یې دنده ورکړي چې د کمکي اختر څخه وروسته د ولایتي شل اوریزو سیالیو لپاره د کابل لوبغال چمتو کړي. همدارنګه کرکټ بورډ وايي چې د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کې به د يو پرځای دوه ځغاستځايونه يا پيچونه وي چې د تمرینونو لپاره ترې لوبډلې د سیالیو په مهال ګټه پورته کولای شي. کرکټ بورډ د کابل د لوبغالي د پیچونو لپاره خاوره د لوګر له ولایته راوړې، د پیچونو خاوره خپلې ځانګړتیاوي لري ګرد باید ونلري، شګلنه نه وي او باید سریښتناکه وي چې هغه یوازې د افغانستان د لوګر ولایت د وروست میدان په ډنډ او د پاکستان په ګجراتو کې پیدا کیږي.

23.08.2010 16:27    |   کرکټ څانګه د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطیف استعفی ومنله

پرون د یکشنبې په ورځ راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې یا دې کبیر خان بیرته د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی کړي او یا دې خپله د راشد لطیف تنخواه یو په دوه کړي او که د افغانستان کرکټ بورډ دا شرطونه نه مني نو بیا دې يې استعفا ومنل شي.

22.08.2010 18:25    |   کرکټ څانګه راشد لطيف له کرکټ بورډ نوي امتيازات غوښتي دي، چې ونه منل شول استعفا یې کړې ده

د روزونکي کبيرخان د دندې له ختمولو وروسته د افغانستان د توپ وهنې روزونکي راشد لطيف هم کرکټ بورډ ته په برېښليک کې ليکلي دي چې که کبيرخان بېرته په دنده ونه ګماري نو بايد چې ده ته نور امتيازات ومنل شي، او چې ونه منل شول نو کرکټ بورډ ته یې استعفا لېږلې ده.

22.08.2010 10:39    |   کرکټ څانګه د کرکټ د ولایتي استازو دوه ورځینی سیمینار نن پای ته رسیږي

د افغانستان د کورني کرکټ مسؤل دولت احمدزی وایي چې هر کله پیاوړی کورنی کرکټ ولرو نو د کرکټ په ډګر کې نورې ښې لاسته راړنې لرلای شو، پیاوړی کورني کرکټ په هیواد کې تکړه لوبغاړي د ملي لوبډلې او د الف لوبډلې په اسانۍ سره پیدا کولای شي.

21.08.2010 17:47    |   کرکټ څانګه د کبيرخان په اړه پرېکړه اخري ده

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايه مشر وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې پخواني روزونکي په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه اخري ده او بيا په کې بدلون نشي راتلی.

21.08.2010 15:37    |   کرکټ څانګه حامد شينواری: د کرکټ بورډ يو کميسيون به په يو شمېر لوبو کې پرېکړې واروزي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايه مشر حامد شينواري ټول افغان ته ويلي دي چې په يو شمېر لوبو کې ځينې داسې پرېکړې شوي دي چې د ارزونې په موخه یې کميسيون ټاکلی دی. کرکټ بورډ دا پرېکړه له دې وروسته کوي چې په سکاټلينډ کې په څلور ورځنۍ او دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د سکاټلينډ خلاف د ځينو د تمې سره سم پرېکړې ونه شوې او د کرکټ بورډ د خفګان لامل شوې چې د روزونکي کبيرخان د تړون په ختمولو کې يې رول هم ولوباوه.

21.08.2010 12:18    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته د کرکټ جامي واستولې

نن د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیا ولایت د سولې د ټورنمټ ۳۲ ګډونکونکو لوبډلو ته د کرکټ ۴۸۰ جوړه جامې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د استازي ګل پاچا مجیدي په لاس واستولې.

21.08.2010 10:07    |   کرکټ څانګه د ننګرهار د ولایت د لوبډلې د غوراوۍ لومړی پړاو پای ته ورسید

پرون د جمعې په ورځ په سونو د کرکټ لوبغاړو څخه په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امریت په راروانو ولایتي شل اوریزو سیالیو کې د همدې ولایت د لوبډلې لپاره د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسیده.د ۲۵۰ لوبغاړو څخه زیاتو د کرکټ لوبغاړو د ننګرهار د لوبډلې لپاره عملي ازموینه ورکړه، لوبغاړي په دوو برخو توپ اچونکو او توپ وهونکو ګروپونو ویشل شويې و، هر توپ اچونکي به توپ وهونکې ته له ۲۰ زیاتې توپونه اچول بیا به د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټې د کرکټ د معیارونو په اساس لوبغاړی د دویمې مرحلې د غوراوۍ لپاره غوره کول.

19.08.2010 22:00    |   کرکټ څانګه د کبيرخان د استعغا په اړه د کرکټ بورډ رسمي خبرپاڼه

له څو ورځور راهیسې د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته په تیلیفوني پیغام کې له دندې د استعفا کولو غوښتنه کړي وه، د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو د کرکټ بورډ د مشر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ پرله پسې ناستې وکړې او په پای کې د روزونکي کبیر خان غوښتنه منل شويې اعلان کړه.

19.08.2010 10:22    |   کرکټ څانګه کبيرخان: د افغان کرکټ په خدمت وياړم او دوام ورکول غواړم

د افغانستان د کرکټ مشر روزونکی کبيرخان - چې افغان کرکټ بورډ وايي استعفا یې ورکړې ده - وايي چې د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال سره یې تيلي فوني پيغام د استعفا په مانا نه و بلکه غوښتل یې چې روښانه کړي چې د دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره خپل دريځ څرګند کړي.

19.08.2010 07:28    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډله پلازمېنې کابل ته راورسیده

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل هوائي ډګر ته راوسیدله، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لومړی د کابل د کرکټ لوبغالي ته وېوړل شو او له لوبغالي څخه زیات لوبغاړي خپلو کورونو ته ولاړل او ځینې لا په کابل کې پاتې دي. د لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی او ویډیو څیړونکی داود بابر او ۱۳ د ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راورسیدل، د کابل په هوائې ډګر کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو لخوا د ګلانو په ګیډیو ټول لوبغاړي بدرګه شول.

18.08.2010 17:39    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ: د کبيرخان استعفا مو منلې ده

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو چارو څانګې ټول افغان ته وويل چې نن روزونکي کبيرخان له سکاټلينډ څخه د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ته د اس ام اس له لارې ليکلي دي چې که استعفا یې ومنل شي نو خوښ به وي. د کرکټ بورډ چارواکي زياتوي چې له دوه غونډو وروسته د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال او اجرايه مشر

18.08.2010 12:31    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله سبا سهار ۷ کابل ته رارسیږي

د افغانستان ملي لوبډله سبا په ۲۸ د زمري د کابل په وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو د صافي هوائي شرکت په الوتکه کې له سکاټلینډ څخه پلازمینې کابل ته رارسیږي. ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې و.

18.08.2010 06:50    |   کرکټ څانګه افغانستان د سکاټلینډ سره په دوه دوستانه یو ورځنیو لوبو کې مساوي شو

د افغانستان لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه د سکاټلینډ هیواد سره په ۱۶ د اګست و چې افغان ملي لوبډلې له سکاټلینډ څخه په ۹ ویکټو وګټله، په ۳۱ اورونو کې یې سکاټلینډیانو ته ټاکل شوی هدف ۲۲۴ منډې د یو لوبغاړي په سوزیدلو پوره کړ.دویمه یوه ورځینۍ لوبه چې د اګست په ۱۷ نېټه و، سکاټلینډ په ۶ ویکټو له افغانستان څخه وګټله، سکاټلینډیانو افغان ټول لوبغاړي په ۱۲۰ منډو په ۴۱ اورونو کې وسوځول. د سکاټلینډ هیواد ټاکل شوی هدف افغانانو ته په ۳۳ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوزیدلو پوره کړ.

17.08.2010 11:38    |   کرکټ څانګه سکاټلينډ له افغانستان څخه ډېر زر غچ واخيست او په ۶ ويکټو یې دويمه يو ورځنۍ لوبه وګټله

پچه افغانستان وګټله او د له يوې سختې باراني شپې وروسته يې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان ويکټې یو په بل پسې زر زر وغورزېدې. يواځې جاويد احمدي ۲۵ او سميع الله شينواري ۴۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۲۰ منډو وسوځېدل.

16.08.2010 16:06    |   کرکټ څانګه د اسیايي هیوادونو په لوبو کې د افغان ملي لوبډلې مهال ویش اعلان شو

په اسیايي لوبو کې افغانستان د اسیايي هیوادونو د کرکټ د څلورو پیاوړو لوبډلو په کتار کې دی. افغانستان به لومړۍ لوبه په دې سیالیو کې د ډ ګروپ ګټونکې لوبډلې سره د ۲۰۱۰ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه تر سره کوي، د ډ په ګروپ کې نیپال، مالدیف او هانګ کانګ هیوادونه لومړی په خپلو کې لوبې کوي. د دې ګروپ هره لوبډله چې بریالۍ شو نو هغه به د افغانستان سره به کواټر پایلوبه کوي.د افغانستان ملي لوبډلې که د ډ د ګروپ ګټونکې لوبډلې څخه لوبه وګټله نو د دې سیالیو په نیمه پایلو کې به د پاکستان هیواد ملي لوبډلې سره د نومبر په ۲۵ نېټه مخامخ کیږي.

16.08.2010 11:08    |   کرکټ څانګه افغانستان سکاټلينډ ته په يو ورځنۍ لوبه کې په ۹ ويکټو ماته ورکړه

د افغانستان توپ وهنه کريم صادق او نور علي ځدراڼ پيل کړه. د نور علي ځدراڼ ويکټه له ۷ منډو جوړولو وروسته وغورزېده خو کريم صادق او شهزاد محمدي تر پايه ودرېدل. د افغانستان په توپ وهنه کې نن يواځينۍ درې شپږيزې کريم خان صادق ووهلې. په لوبه کې نن کريم صادق برسېره پر دې ۱۱ او شهزاد محمدي ۱۵ څلوريزې ووهلې.

16.08.2010 08:55    |   کرکټ څانګه د سکاټلينډ خلاف د څلور ورځنۍ لوبې څلورمې ورځ انځورونه

د سکاټلينډ خلاف د څلور ورځنۍ لوبې څلورمې ورځ انځورونه

15.08.2010 14:13    |   کرکټ څانګه په پکتیا کې د سولې سیالۍ دویم پړاو ته ورسیدې

د پکتیا په ولایت کې د ۱۳۸۹ لمریز کال د زمري له ۶نېټې څخه راپدیخوا د سولې د کرکټ سیالیو جام د ۳۲ لوبډلو تر منځ پېل شوي چې تر دې مهاله لوبې د ټورنمټ دویم پړوا ته رسیدلي دي.

15.08.2010 08:22    |   کرکټ څانګه په چين کې د آسيايي لوبو لپاره لسو هېوادونو لوبډلې معرفي کړې

د افغانستان په شمول لسو هېوادونو د په چين کې د آسيايي لوبو لپاره لوبډلې معرفي کړي دي. په دې لسو هېوادونو کې له افغانستان پرته پاکستان، سريلانکا، بنګلادېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديو، نېپال او سينګاپور هم شامل دي.

15.08.2010 04:00    |   کرکټ څانګه افغانستان د انټرکانټینټل په سيالۍ کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه او دا مهال یې نمرې تر ټولو ډېرې دي

پرون افغانستان د سکاټلینډ ټول لوبغاړي یې په ۳۱۶ منډو وسوځول، افغانستان سکاټلینډ ته په دې لوبه کې ۵۴۵ منډې هدف ټاکلی و، د سکاټلینډ د هیواد پخې ښویدلې وې او پوهیدل چې افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف نشي پوره کولای کوښښ یې کولو چې وخت ضایع کړي او لوبه د افغانستان سره مساوي کړي خو حمید حسن په دویمه پاڼۍ کۍ د لومړۍ پاڼۍ په شان توره وکړه او د سکاټلینډ هیواد ۵ لوبغاړي یې وسوځل او لوبه افغانستان وګټله.

14.08.2010 09:54    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: افغانستان سکاټلينډ ته ماته ورکړه او ۱۴ نورې نمرې یې هم خپلې کړې

افغانستان نن د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د سکاټلينډ سره د لوبې په څلورمه ورځ د سکاټلينډ ټول لوبغاړي په ۳۱۶ منډو وسوځول او لوبه یې په ۲۲۹ منډو وګټله. په دې ترتيب افغانستان د دې لوبې ۱۴ نورې نمرې هم خپلې کړې او ټولې شل نمرې یې خپلو نمرو ته ورزياتې کړې. دا مهال په دې سيالۍ کې د افغانستان نمرې ۷۷ شوې چې تر ټول لوړې او افغانستان یې په ګروپ کې لومړی کړ. افغانستان له دې وروسته په دې سيالۍ کې يوه بله لوبه د کينيا سره لري چې په نيروبي کې به ترسره کېږي. سکاټلينډ هم يوه بله خو زيمبابوی دوه لوبې لري.

14.08.2010 01:53    |   کرکټ څانګه په برتانيه کې افغانان تشويقوو چې د ملي لوبډلې ملاتړ ته راشي. SAS

په سکاټلينډ کې د افغان-سکاټلينډ د ټولنې مشر محمد اصف په برتانيه کې په مېشتو افغانانو غږ کړی دی چې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د دوه يو ورځنيو لوبو سيل ته دې د افغان لوبډلې لپاره ورشي.

13.08.2010 09:35    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: په درېمه ورځ افغانستان سکاټلينډ ته ۵۴۶ منډې هدف وټاکه

نن افغان لوبډله د سکاټلينډ سره د انټرکانټننټل سيالۍ په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبې په درېمه ورځ د دويمې پاڼۍ توپ وهنې ته دوام ورکوي چې د سکاټلينډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو (چې د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې کېږي) پيل کېږي.

12.08.2010 07:40    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي، دويمه ورځ: افغانستان ۶ نمرې خپلې کړې او د پاتې ۱۴ د لاسته راوړلو په هڅه کې دی

کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې موږ غوښتل چې د فالو آن (سکاټلينډ ته دويم څل توپ وهنې بلنه) ورکړو خو لکه چې له لوبغالي راووتلو نو دواړو روزونکو (کبيرخان او راشد لطيف) پرېکړه کړې وه چې موږ د دويم ځل لپاره توپ وهنه وکړو. منګل زياتوي چې ((موږ د فاسټ بالرانو ستونزه لرله. حميد او شاپور ځدراڼ دواړو ډېره لوبه وکړه او دواړه زخميان وو. موږ وېرېدو چې که چېرته هغوی ته د دويم ځل توپ وهنې دعوت ورکړو نو هسې نه چې ګېر شو ځکه چې زموږ بريد کونکي بالران زخميان دي.))