د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

23.11.2010 13:55    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ ملي لوبډله په اسیاد کې د هانګ کانګ سره سبا ته لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ښار کې ده د نومبر په ۲۴ نېټه چې د څلور نۍ ورځ (چهارشنبه) کیږي د هانګ کانګ هیواد ملي لوبډلې سره لوبه کوي. دا لوبه د چین په وخت د سهار په ۹:۳۰ او د افغانستان په وخت د سهار په ۶:۱۰ د قیقو پېل کیږي.

23.11.2010 13:46    |   کرکټ څانګه نن د کابل کرکټ ملي سټډیم د رغولو ډبره کیښودل شوه

د کابل کرکټ ملي سټډیم د جوړولو کار د څو میاشتو راهیسې پېل شوی چې نن یې د جوړولو رسمي پرانست غونډه وشوله، دې پرانست غونډې ته د هیواد مخور شخصیتونه او په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر ایکن بیرې راغلي و. د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر په خپلو خبرو کې لومړی د متحده ایالتو د سفیر ایکین بیرې او د راغلولو ټولو میلمنو څخه مننه وکړه.

21.11.2010 12:45    |   کرکټ څانګه افغان ملي لوبډلې په اسیاد کې د لوبې په اړه اړین معلومات

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ښار کې ده د نومبر په ۲۴ نېټه چې د څلور نۍ ورځ (چهارشنبه) کیږي لوبه کوي. دا لوبه د چین په وخت د سهار په ۹:۳۰ او د افغانستان په وخت د سهار په ۶:۱۰ د قیقو پېل کیږي.

20.11.2010 07:38    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ ملي لوبډله په اسیاد کې لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ته ورسیدله، افغان لوبډله به په چین کې د دې میاشتې په ۲۴ نېټه خپله لومړۍ لوبه کوي.

08.11.2010 12:11    |   کرکټ څانګه د افغانستان کرکټ بورډ افغان ای کرکټ لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ای لوبډلې لپاره شل تکړه لوبغاړي د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه غوره کړي چې د ملي لوبډلې لپاره به په راتلونکې کې ښه مرستندویه لوبغاړي وي. د ای افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده: فضل ځاځی، پامیر حسیني، رحمت شاه، نیاز ولي، عمران ستانکزی، نجیب ترکی، نور الحق، دولت ځدران، علي علي، عبید کنړی، شیر رحمان، نصرت الله قریشي، حمزه هوتک، شکور زکي، ضمیر خان، مرادعلي، عبدالله عادل، شیر شیرزی، نویدصائم.

27.09.2010 13:01    |   کرکټ څانګه عبدالله مزاري بېرته هېواد ته ستون شو

پلان دا و چې نوموړی به د لوبډلې سره کينيا ته سفر کوي او هلته به په څلور ورځنۍ او درې يو ورځنيو لوبو کې د کينيا خلاف لوبه کوي. خو دا چې په شارجه کې د تمرين په مهال ټپي شو نو پر ځای یې عزت الله دولتزی غوره کړای شو. عزت الله تېز توپ اچونکی دی.

24.09.2010 10:58    |   کرکټ څانګه افغانستان اماراتو ته په ۶ ويکټو ماته ورکړه

د افغانستان ملي لوبډله چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د کينيا د سفر لپاره چمتو والی نيسي نن د تمرين په ترڅ کې د اماراتو د لوبډلې سره دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي. لوبه پنځوس اوريزه ده او د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

23.09.2010 23:20    |   کرکټ څانګه د شنبې په ورځ د کابل په لوبغالي کې شل اوریزه ولایتي سیالۍ پېل کیږي

د کابل په لوبغالي کې سبا نه بل سبا شل اوریزه ولایتي سیالۍ پېل کیدونکې ده، لوبه به د سهار په ۹ بجې د کابل په وخت پېل کیږي او هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي چې يوه به د سهار په ۹ او بله د ماسپښين په ۱:۳۰ بجه وي.

09.09.2010 18:22    |   کرکټ څانګه د کرکټ پوهنځی

په دې برخه کې تاسو د کرکټ د اصولو، او قوانينو او نورو اړينو توکو په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ. تاسو کولای شئ د کرکټ پوهنې په اړه په دې برخه کې ليکل وکړئ او قوانين یې موږ سره شريک کړئ.

09.09.2010 16:32    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د ولايټي شل اوریزې سیالۍ د لوبو قوانین اعلان کړل

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنکي مسؤلینو په رارونې شل اوریزې سیالۍ کې ګډونکونکو لوبډلو ته د معیاري لوبې تر سره کولو لپاره د قوانینو مجموعه اعلان کړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا قوانين یې د شل اوریزې سیالۍ د معياري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کې وضعه کړي.

05.09.2010 09:25    |   کرکټ څانګه شمشاد تلويزيون له کرکټ بورډ څخه د لوبو د خپرولو په بدل کې پيسې غواړي

ټول افغان خبر شوی دی چې د شمشاد تلويزيون له کرکټ بوډ څخه د ولايتي شل اوريزې سيالۍ د خپرولو په بدل کې پنځوس زره ډالر غوښتي دي. د افغانستان کرکټ بورډ د دې خبر پخلی کړی دی او وايي چې د شمشاد تلويزيون سره یې تفاهم دا و چې بې کومې معاوضې به دا سيالۍ خپروي او د دې لپاره یې ورسره چمتووالی هم نيولی دی. کرکټ بورډ وايي چې شمشاد تلويزيون دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د سيالۍ پيل ته يواځې شل ورځې پاتې دي. کرکټ بورډ وايي پخوا ورته د شمشاد تلويزيون چارواکو د پيسو په اړه څه نه و ويلي.

02.09.2010 22:55    |   کرکټ څانګه افغان ځوانانو ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ پايلوبې ته بريالۍ شوه

نن د پاکستان په رمضان کپ کې پاک کورانګي په منځلوبه کې کورنګي الفتح ته ماته ورکړه او نيمه پايلوبې يا سيمي فاينل ته بريالۍ شوه چې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې د لوبډلې سره به لوبه کوي.

02.09.2010 19:04    |   کرکټ څانګه د شل اوريزې ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره د لوبو د کتلو بيې اعلان شوې

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروانې کورنۍ شل اوريزې سيالۍ د چمتووالي کال د کابل په لوبغالي کې ګړندی روان دی. په دې لړ کې کرکټ بورډ د دې اعلان هم کړی دی چې د لوبې سيل کونکي به لږ د تېر په شان د لوبې کتلو لپاره ټکټ اخلي خو دا ځل به دا پروسه لا منظمه وي.

31.08.2010 22:53    |   کرکټ څانګه د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته ورسېده

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله چې دا مهال په کراچۍ کې په رمضان سيالۍ کې برخه اخلي د دې سيالۍ نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه. افغان لوبډلې نن په منځلوبه کې د پاکستان کرکټ کلب ته ماته سخته ماته ورکړه.

31.08.2010 17:08    |   کرکټ څانګه د کینیا سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

نن د افغانستا کرکټ بورډ د کینیا سره د انټر کانټینټل د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۴ اساسي او ۴ احتیاطي لوبغاړي اعلان کړل، د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالیو لپاره د تمرینونو کمپ د متحده عربي اماراتو د شارجې په ولایت کې ترسره کوي. د لوبډلې اساسي او مرستوندویه لوبغاړي به د سپمتمبر د ۱۸ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په خپل کورني لوبغالي شارجه کې خپل تمرینونه کوي، ملي لوبډله به د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کینیا د هیواد پلازمېنې ته له متحده عربي اماراتو سفر کوي.

31.08.2010 10:33    |   کرکټ څانګه په رمضان کپ کې افغانستان بېګا ته منځلوبه کوي. په ژوندۍ بڼه یې ووينئ

د افغان ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله AYCA چې د افغانستان په استازيتوب په کراچۍ کې د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې برخه اخلي نن په منځلوبه کې د پاکستان کرکټ کلب سره لوبه کوي. ننۍ لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ او د پاکستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پيلېږي.

31.08.2010 09:17    |   کرکټ څانګه د افغاستان د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف خپلې دندې ته دوام ورکوي

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکې راشد لطیف خپله پرېکړه بدله کړه او وایي چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ او ودې د خدمت لپاره چمتو دی او خپلې دندې ته د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزونکې په صفت دوام ورکوي.

31.08.2010 08:35    |   کرکټ څانګه د ولايتي شل اوريزه لوبو مهال ويش اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ۲۴ ولايتونو ترمنځ د راتلونکې شل اوريزې سيالۍ مهال ويش اعلان کړ. دا سيالي د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. کرکټ بورډ پتيلي چې د پخوانیو سیالیو په نسبت به دا سيالي لا معياري وي نو په همدې موخه یې ورته قوانين ټاکلي او لوبډلې ته یې لېږدلي دي. همدا راز کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کې د لوبغالي د سمونې او نورو اسانتياو په رامنځ ته کولو کار روان کړی دی.

29.08.2010 23:44    |   کرکټ څانګه د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ منځ لوبې ته بريالۍ شوه، ملک کلب ته يې په ۱۴۷ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډلې نن د پاکستان په رمضان کپ کې دويمه لوبه په ستر توپير د ملک سپورټس کلب څخه وګټله او د دې سيالۍ منځ لوبې يا کوارټر فاينل ته بريالۍ شوه. د افغانستان د ځوانانو د ټولنې د لوبډلې روزونکي حقداد نوري له کراچۍ څخه د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې په ننۍ لوبه کې یې لوبډلې د سميع الله د هيټرک تر څنګ په دې سيالۍ کې تر بلې هرې لوبډلې ډېرې منډې جوړې کړې او په پايله کې یې سميع الله شينواري ته د لس زره کلدارو انعام هم ورکړل شو.

29.08.2010 09:40    |   کرکټ څانګه د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې دويمه لوبه وګټله

بیګا شپه د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د پاکستان د ملير جيمخانه سره لوبه وکړه چې په پنځه ويکټو افغانستان وګټله. د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کلب پکې لومړۍ لوبه د چورنګي الفتاح په خلاف بايللې وه. پچه د جم خانې لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د ۱۹ اور په ۴ توپ یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او ځوان افغان کرکټ کلب ته يې ۹۲ منډې هدف وټاکه.

28.08.2010 11:50    |   کرکټ څانګه د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې لومړۍ لوبه بایلوده

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې کپتان خالقداد نوري په بیګانۍ لوبه نیوکې لري او وايي(( د چورنګې الفتاح سره باید بیګانۍ لوبه په ۱۱ بجې د شپې پېل شوې وه خو داسې ونشول او لوبه یې په ۱ بجه د شپې پېل کړه، لوبه یې ځکه ناوخته پېل کړه چې تلویزیون د پاکستان د ملي لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوله)).

27.08.2010 13:41    |   کرکټ څانګه د کرکت ولایتي سیالۍ د سپتمبر د میاشتې په ۲۵ نېټه پيلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ پتېلې چې د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په لاره واچوي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيزو چارو مسوول الهام یاسيني ټول افغان ته وويل چې د دغو سیالیو لپاره افغان کرکټ بورډ ښه تیاری نیولی او له پخوانیو سیالیو په نسبت به دا شل اوریزې سیالۍ د کرکټ د معیارونو له مخې تر سره کیږي.

27.08.2010 09:28    |   کرکټ څانګه د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې د افغانستان لوبې په ژوندۍ بڼه ووينئ

د افغان ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله AYCA چې د افغانستان په استازيتوب په کراچۍ کې د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې برخه اخلي نن لومړۍ لوبه د Korangi Al-Fatah لوبډلې سره ترسره کوي. دا لوبه او د افغانستان نورې لوبې د جيو سپورټس تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه په لاندې پتو کتلای شئ. همدا راز په دې اړه به نور تازه حال په فيس بوک د ټول افغان کرکټ څانګې په پاڼه خپروو:

26.08.2010 11:10    |   کرکټ څانګه د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله نن د فلډ لایټ کرکټ سیالیو ته روانه شوه

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله نن د پنځه نۍ په ورځ د پاکستان د کراچې ښار ته روانه شوه، د ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي هم ورسره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه لیفون کرکټ نایټ سیالیو کې ګډون کوي. دغه سیالي په پاکستان کې د رمضان کپ په نامه هم یادیږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست په ۲۷ نېټه له پاک جم خانې کرکټ کلب، دوېمه په ۲۸ نېټه ملیر جم خاني کرکټ کلب او دریمه لوبه د اګست په ۲۹ نېټه د اډوانس ټیلې کوم کرکټ کلب سره په کراچۍ ښار کې کوي.

25.08.2010 12:00    |   کرکټ څانګه د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په پاکستان کې د محمد اصغر علي شاه په سیالې کې برخه اخلي

سبا ته د پنجشنېبې په ورځ چې د وږي د ۴ نېټې سره سمون خوري د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د پاکستان د کراچې ښار ته د ۹ ملي لوبډلې د کرکټ لوبغاړو سره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه لیفون کرکټ نایټ سیالیو ته روانیږي.