د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

09.02.2010 21:05    |   کرکټ څانګه افغانستان سکاټلينډ ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه. انځوريز رپوټ

افغانستان نن د سکاټلينډ سره لوبېږي. لوبه به د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سهار په ۱۰ پيل کېږي

09.02.2010 18:28    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ايرلينډ د لوبې انځوريز رپوټ

دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.

08.02.2010 08:27    |   کرکټ څانګه افغانستان، ايرلينډ ته تاريخي ماته ورکړه

د کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .

08.02.2010 06:56    |   کرکټ څانګه افتاب عالم په ملي لوبډله کې شامل کړای شو

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې تېز توپ ويشتونکی افتاب عالم د عبيدالله کنړي پر ځای په ملي لوبډله کې شامل کړای شو. عبيدالله کنړی دوه ورځې وړاندې ځکه کابل ته ولېږل شو چې د ټپ له امله یې د ملي لوبډلې سره لوبې ته دوام نه شو ورکولای.

07.02.2010 08:11    |   کرکټ څانګه افغانستان د اماراتو یوې سيمه ييزې لوبډلې ته ماته ورکړه. انځوريز رپوټ

افغانستان ننۍ لوبه د اماراتو له سيمه ييزې لوبډلې څخه په ۳۹ منډو وګټله. بې شکه چې د اماراتو سيمه ييزې لوبډلې ښه لوبه وکړه او ځينې وختونه یې افغان لوبډله پسې راخيستې وه.

07.02.2010 07:57    |   کرکټ څانګه کليد راديو به يو ځل بيا لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول محمد شفيق همدردوايي چې هوډ یې کړی په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو ژوندی حال په غږيز ډلو خپور کړي.

06.02.2010 15:54    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغان ملي لوبډله دوبۍ ته ورسېده

دکرکټ ملي لوبډله نن د خالي په ورځ د مازديګر په ۵ بجو د دوبۍ هوايي ډګر ته ورسېده. لوبډله نن د سريلانکا له پلازمينې څخه د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېدلې وه.

05.02.2010 21:16    |   کرکټ څانګه ننګرهار تلويزيون لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

د ننګرهار تلويزيون په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د پوښښ لپاره د ژورناليستانو يوه ډله دې هېواد ته استولې ده.

05.02.2010 00:26    |   کرکټ څانګه د ۲۰ اوريز نړيوال جام د غوراوي بشپړ مهال ویش

د ۲۰ اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالۍ - چې افغانستان او ۷ نور هېوادونه په کې برخه اخلي - بشپړ مهال ویش په لاندې ډول دی.

04.02.2010 23:48    |   کرکټ څانګه د کرکټ ملي لوبډله د خالي په ورځ اماراتو ته رسيږي

په سريلانکا کې د کرکټ ملي لوبډلې سره مل اداري چارواکي وايي چې له سريلانکا څخه به د خالي په ورځ د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېږي او په همدې ورځ به ماښام دوبۍ ته رسېږي.

31.01.2010 18:28    |   کرکټ څانګه ايرلينډ فغانستان ته په ۵ ويکټو ماته ورکړه

د څلورو هېوادونو ۲۰اوريزې سيالۍ په ترڅ کې چې په سريلانکا کې ترسره کېږي افغانستان نن لومړۍ لوبه د ايرلينډ سره وکړه. لوبه ايرلينډ له افغانستان څخه په ۵ ويکټو وګټله.

31.01.2010 10:44    |   کرکټ څانګه افغانستان له کاناډا وګټله. افغانستان په ۸ منډو وګټله

د لوبې وروستی حال: باران پيل شو او لوبه ودرول شوه. که لوبه پيل نه شي افغانستان به د D/L ميتود په اساس په ۸ منډو ګټونکی اعلان کړای شي.

27.01.2010 09:26    |   کرکټ څانګه افغانستان د سريلانکا سره زړه راښکونکي مقابله وکړه

لوبه سريلانکا A په ۳۴ منډو وګټله.

26.01.2010 14:34    |   کرکټ څانګه د نيوزيلانډ کرکټ بورډ د خنزيز غوښې د وړاندې کولو له کبله له افغان لوبغاړو بښنه غوښتې ده

د نيوزيلانډ کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کاله ټيټ افغان لوبډلې د مينيجر له لارې یې د افغان لوبډلې څخه له دې کبله بښنه غوښتې چې د يکشنبې په ورځ یې ورته د سهار د چای په مهال د خنزير (سرکوزي) ساندويچ وړاندې کړی و.