د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

18.02.2010 12:02    |   کرکټ څانګه د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله. انځوريز رپوټ

د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله

17.02.2010 23:31    |   کرکټ څانګه په جلال اباد کې د کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده

د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي په ساحه کې جوړه شوې کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده. دا خبره ټول افغان ته د دې اکاډيمي مشرانو هر یو تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد کړې ده.

17.02.2010 17:25    |   کرکټ څانګه کاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپورټ

افغانستان د سه شنبې په ورځ په یوه زړه درزونکي لوبه کې کاناډا ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه.

17.02.2010 12:34    |   کرکټ څانګه شبير نوري دوبۍ ته ورسېد. د ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف ټيسټ لوبه کې برخه اخلي.

افغان لوبغاړی شبېر نوري د چارشنبې په ورځ له کابله عربي متحده اماراتو ته ورسېد. شبېر نوري به د افغان ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف په ټيسټ یا څلور ورځنۍ لوبه کې چې د انټرکانټننټل لوبو سيالۍ په ترڅ کې ترسره کېږي برخه اخلي.

17.02.2010 11:14    |   کرکټ څانګه افغانستان او کاناډ سبا په شارجه کې لوبېږي. لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده.

افغانستان او کاناډ سبا پنجشنبه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار کې د شارجه کرکټ په لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

16.02.2010 22:09    |   کرکټ څانګه دICCپه کيمپ کې به ځوان لوبغاړي برخه اخلي

د کرکټ نړيوالې شورا ۶ افغاني لوبغاړو ته چې ۴ به په کې توپ وهونکي او ۲ توپ اچونکي دي په دوبۍ کې د تمرين ورکولو هوډ کړی دی. د تمرين دا کيمپ به ۷ ورځې دوام کوي.

16.02.2010 09:49    |   کرکټ څانګه بري افغان لوبډله د نړيوال جام په سخت ګروپ کې راوستله

دا به ډېره مشکله وي که زه وکړای شم چې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي د سيالۍ د اتل کېدو او له پايلوبې مخکې نړیوال جام ته د بريالي کېدو خوښي په ټکو کې روانغاړی شم. ځانګړې تاريخي شېبې وې چې د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې یې کتل زما او شاوخوا پنځلس زره افغانانو په نصيب شول. په دې لوبغالي ما د نيوزيلانډ او اسټراليا سره د پاکستان لوبې کتلي وې چې زموږ د لوبډلې لوبې ترې په مسليکتوب کې کمې نه وې.

16.02.2010 00:16    |   کرکټ څانګه افغان لوبډله به په ۲۵ د فروري هېواد ته ستنېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاده مسعود ټول افغان ته ويلي دي چې افغان ملي لوبډله به په ۲۵ د فروري چې د سې شنبې سره سمون خوري د هېواد پلازمېنې کابل ته ستنېږي.

15.02.2010 23:22    |   کرکټ څانګه افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله

افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله

15.02.2010 19:13    |   کرکټ څانګه د کپ سره د لوبغاړو انځورونه په ليکه شول

د کپ سره د لوبغاړو انځورونه په ليکه شول. د تفصيل لپاره انځور ته ټک ورکړﺉ.

15.02.2010 17:47    |   کرکټ څانګه د افغانستان سفارت د افغان لوبډلې بری ونمانځه

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بری ونمانځه. د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز او کارکونکي عبدالستار په هڅو نن سفارت د یو شمېر افغانانو په بلنه د کرکټ ملي لوبډله په ميلمستيا او مرستو ونمانځله.

14.02.2010 13:43    |   کرکټ څانګه د ننګرهار تلويزيون نن د افغانستان او سکاټلينډ لوبه ښيي

د دې تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد چې دا لوبې یې د کيمره مين نور احمد حبيبي سره یو ځای انځور کړي او چمتو کړي دي ټول افغان ته وویل چې نن به د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او سکاټلينډ لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۵:۳۰ بجو وښيي.

14.02.2010 12:26    |   کرکټ څانګه په دوبۍ کې اتلولي په جوش ولمانځل شوه. انځوريز رپوټ

د اتلولۍ د نمانځنې انځوريز رپوټ چې د نمانځنې له پيله تر پايه په کې ټول انځورونه درنو لوستونکو ته ډالۍ شوي دي.

14.02.2010 11:31    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ايرلينډ لوبې (پايلوبې) انځوريز رپوټ

چه ايرلينډ وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. دا پرېکړه د ايرلينډ لپاره سمه وه ځکه چې له دې یوه ګړۍ مخکې یې د هالينډ سره لوبه پای ته ورسېده او ډېر لوبغاړي یې ډېر سخت ستړي وو. خو د افغانستان په ګټه وه. کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې که چېرته یې پچه ګټلی وای نو لومړی یې بيټنګ ځکه ايرلينډ ته ورکاوه چې وروسته پرخه غورزېده او توپ لمدېده چې افغاني توپ اچونکو ته یې توپ اچونه سختوله.

14.02.2010 11:30    |   کرکټ څانګه د افغانستان او اماراتو د لوبې انځورونه

افغانستان اماراتو ته ماته ورکړه او نړيوال جام ته یې لاره ومونده

14.02.2010 10:57    |   کرکټ څانګه د پايلوبې ويډيوګانې. د ۲۰ اورونو نړيوال جام غوراوي کې د افغانستان او ايرلينډ تر منځ د پايلوبې ويډیوګانې

دا ويډيوګانې د کرکټ نړيوالې شورا خپرې کړي دي. هرې ويډيو ته چې ټک ورکړﺉ د نړيوالې شورا پاڼې ته مو وړي او هلته ويډيو کتلای شﺉ.

13.02.2010 17:14    |   کرکټ څانګه افغانستان پايلوبه وګټله. افغانستان د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالي وګټله.

افغانستان د کرکټ د شل اوريز يا ټونټي ټونټي نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې چې په عربي اماراتو کې روانې وې نن په پایلوبه کې ا يرلنډ ته په ماتې ورکولو ددغوسياليو اتلولي ترلاسه کړه چې له مخې يې د اتلې لوبډلې په توګه د غرب الهند په جزايرو کې کېدونکي د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته لار ومونده.

13.02.2010 07:17    |   کرکټ څانګه افغانستان د شل اورونو نړيوال جام ته لار ومونده

نن افغانستان د اماراتو سره د دوبۍ په وخت د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې په ۱۲ بجو لوبه کوي. لوبه د رزونکي کبيرخان په وينابرخليک ټاکونکي وي .

13.02.2010 06:36    |   کرکټ څانګه رسنۍ بايد د کرکټ په اړه په رپوټونو کې ريښتوني اوسي

دهالينډ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې په اړه د یو شمېر رسنيو رپوټونو لوستلو او اورېدلو دې ته اړ کړم چې په رسنيو غږ وکړم چې د کرکټ په اړه په رپوټونو کې خپله رښتينولي او ناپييلتوب هيڅکله هم له لاسه ورنکړي. له انصافه کار واخلي او د رښتيا د معلومولو لپاره د بېلابېلو سرچينو څخه معلومات راغونډ کړي.

12.02.2010 09:15    |   کرکټ څانګه افغانستان، هالينډ ته لوبه بايلوده. بشپړ او انځوريز رپوټ

هالينډ په ۴ ويکټو وګټله. افغان لوبډلې نن دزرګونو افغانانوپه مخ کې لوبه وکړه.

12.02.2010 01:32    |   کرکټ څانګه افتاب عالم دوبۍ ته ورسېد. سبا به د ملي لوبډلې سره د هالنډ خلاف په لوبډله کې برخه اخلي

د ملي لوبډلې تر ټول کم عمره لوبغاړی افتاب عالم دوبۍ ته رسېدلی دی. نوموړی د روزونکي کبيرخان او د لوبډلې د مشرانو لوبغاړو له خوا د عبيدالله کونړي پر ځای په لوبډله کې شامل کړای شوی دی. عبيدالله کونړي ونشو کړای چې د ټپ له وجې د ملي لوبډلې سره د شل اوريزو د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ کې چې په اماراتو کې ترسره کېږي برخه واخلي.

11.02.2010 23:35    |   کرکټ څانګه امريکا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې نن په يوه بله لوبه کې د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله.

11.02.2010 07:20    |   کرکټ څانګه افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو

افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو

10.02.2010 23:41    |   کرکټ څانګه په سکاټلينډ د افغان بري انځوريز رپوټ

افغانستان نن په يوه شانداره لوبه کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه. دا لوبهد ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سوونو افغان ملاتړو په شتون کې ترسره شوه. پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې په ډېره سخته ۱۳۱ منډې وکړې او سکاټلينډ ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.

10.02.2010 23:29    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان به نن له امريکا سره لوبه کوي

افغانستان نن د امريکا د متحده ايالاتو له لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غواروي په ترڅ کې ترسره کېږي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.