کرکټ څانګه
افغانستان نېپال ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه او د آسيايي شورا د ايليټ سيالۍ اتل شو. دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا سيالي ګټي.
هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې بيټنګ کول غوره کړل. د افغانستان توپ اچونه شاهپور ځدراڼ پيل کړه.دويم اور وکړ. نوموړی په تېرو دوه لوبو کې نه و چې سمه پرېکړه نه برېښي. ميرويس اشرف اوس داسې تېز توپ اچونکی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې یې د ده له لوبې پرته بشپړه نه ښکاري. ميرويس وکړای شول چې د دويم په څلورم توپ افغانستان ته د هانګ کانګ لومړۍ ويکټه ډالۍ کړي. د ميرويس اشرف په توپ محمد شهزاد ښکلي کيچ ونيوه. ميرویس اشرف نن ۸ اورونه وړل او ۱۸ منډې یې پکې ورکړې چې دوه وايډ وو. دې ته وايي دقيقه او منظمه توپ اچونه.
ACC ايليټ جام: د افغانستان او هانګ کانګ سکور کارډ
نن چي د اپريل دمياشتي د اومي نيټي سره سمون خوري په كويټ كي د څلورو هغه لوبډلو ترمنځ چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا كړي وه دكركيټ لوبي ترسره شوي چي په دي لوبه كي نيپال دماليزيا سره لوبه وكړه اوافغانستان دهانګ كانګ سره لوبه وكړه.
په A ګروپ کې نېپال په لومړي مقام او هانګ کانګ نن عمان ته په ماته ورکولو دويم مقام خپل کړ. د مهال ويش سره سم به د A ګروپ لومړۍ لوبډله د B ګروپ د دويمې لوبډلې او د B ګروپ لومړۍ لوبډله د A ګروپ د دويمې لوبډلې سره نيمه پايلوبه کوي.
د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ته د کوېت چارواکو ويزه ورکړې ده او په نيمه پایلوبه کې به برخه اخلي.
هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه
د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې نن د B ګروپ ماليزيا او امارات خپلې درېمې لوبې ترسره کوي. افغانستان خپلې درې لوبې ترسره کړي دي او ۴ نمرې لري. امارات هم ۴ نمرې لري او ماليزيا بيا ۲ نمرې لري.
د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس یوه نيمه مياشت مخکې په خوست کې د دې ولايت له بېلابېلو برخو څخه ۴۵ کرکټ لوبډلو سيالي وکړه.
د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ
د هلال مومند ليکنه: افغان ملي لوبډله چې ځان یې پخپل تکليف او هڅه د دې جوګه کړی چې د نړۍ د ټيسټ هېوادونو سره لوبه وکړي او نړيوال جام ته لاره پيدا کړي په کوېت کې د آسيايي شورا په ايليټ جام کې نسبتا کمزورې لوبه وکړه او له ډېرو افغانانو سره یې دا ويره پيدا کړه چې ګنې د دې لوبډلې د پرمختګ هيله کېدای شي سمه نه وي. خو زه اوس هم په دې باور يم چې افغانان د ډېر استعداد څښتنان دي او کولای شي چې نور پرمختګ هم وکړي. پوښتنه دا ده چې دا استعداد ولې کله کله نه ځلېږي؟ زما په اند دا لاندې ټکي یې لاملونه کېدای شي:
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مينيجر بشير ستانکزي له کوېت څخه د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته ويلي دي چې د محمد نبي عيسی خېل د ويزې اخيستنې کارونه يې ګړندي کړي او امکان لري ډېر زر ورته کوېت ويزه ورکړي.
د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې د افغانستان تر دې مهال درې لوبې کړي چې یوه یې بايلودې او دوه یې ګټلې دي. افغانستان په خپل ګروپ کې دا مهال په دويم نمبر دی او ټولې څلور نمرې لري.
2010 اسيايي شورا ايليټ جام - افغانستان/ماليزيا سکور کارډ
د ټول افغان یو لوستونکی عبدالقدير وايي چې: ((موږ بايد په واقعيت کې د الله پاک ج شکر وباسو چې نن مو له ماليزيا څخه وګټله، چې افغان لوبډلې (په سيالۍ کې تر ټولو پياوړې لوبډلې) په یوه منډه وګټله.))
د کرکټ نړيوالې شورا دشل اورونو نړيوال جام لپاره چې د اپرېل په ۳۱مه نېټه په غرب الهند ټاپوګانو کې پيل کېږي پخپله ويبپاڼه اعلان کړه.
د کرکټ آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ د نمرو جدول
اماراتو افغانستان ته ماته ورکړه او یو ستر ارمان یې پوره شو. افغانستان نه په بيټنګ کې وځلېد او نه هم په توپ اچونه کې. د افغانستان توپ اچونکو لکه د پخوا په شان ډېر اضافي منډې ورکړې چې دلوبو د بايللو سبب شوې.
يه عربي متحده اماراتو کې مېښت یو شمېر هېوادوال چې غوښتل په کوېت کې د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ جام په سيالۍ کې د افغانستان لوبې له نږدې وګوري وايي چې پخوا څو ځلې کوېت ته تللي خو د دا ډول مشکل سره نه دي مخ شوي.
د بوتان ټول لوبغاړي په ۷۸ منډو وسوځېدل.
په ننۍ لوبه کې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل نشته. نوموړی د ويزې د نه لرلو له کبله لا تر اوسه په کابل کې دی. د يو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي هم د ويزې د نه لرلو له کبله پاتې شوي دي چې د نيپال مرستيال کپتان ګينندرا مالا او د هانګ کانګ نجيب عامر په کې شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډله چې نن د کوېت په وخت ماسپښين یوه بجه کوېت ته د آسيايي شورا د ايليټ جام د لوبو په موخه ورسېده، د چارشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د بحرين سره ترسره کوي.
د کرکټ د نړيوالې شورا د (هاي پرفارمنس High Performance ) د پروګرام مشر ريچارډ ډون وايي چې د کرکټ نړيواله شورا افغان کرکټ بورډ ته د کال اته لکه پنځوس زره (۸۵۰۰۰۰) ډالر بوديجه ورکوي چې له مخې یې بايد افغان لوبغاړي خوښ وساتي او معاشونه ورکړي.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره په کار و چې دا لوبډله یې اعلان کړې وه. دوه اونۍ وړاندې ټول افغان د برېښناليک له لارې له افغان کرکټ بورډ څخه د لوبډلې د غړو د نومونو پوښتنه کړې وه خو افغان کرکټ بورډ ورته تر اوسه بېرته ځواب ورنکړ.
د افغانستان د کرکټ چارواکي وايي چې ملي لوبډله نن يکشنبه د لاهور له کيمپ څخه هېواد ته راستنېږي او سبا دوشنبه به د کوېت په خوا روانېږي.