د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډ

15.04.2016 09:10    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ يادونه

شعر

14.04.2016 09:12    |   ډاکتر شارق ساپی طالبانو ته هم نومونه ورخلاص شول!

هره جګړه چې له خپل ټاکلې پولې، هدف، مکاني اوزماني ظرفيتونو نه وا وړي، نور د جګړې پر دواړو لوريو ورځ تربلې درنيږي. په دوه زره يو ميلادي کال کې امريکا او متحدين يې د يوې تازه جزبې اوغوسې په پایله کې افغانستان ته راغلل، چې په ظاهره يې هدف د یولسم ستمبر د خونړۍ پېښې بدل اخیستل اوعاملين نيول و.

11.04.2016 10:35    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار بروس ګ. ریچارډسـن: د حقیقت یو پلټونکی او د ژورنالیزم یو اعتبار له نړۍ لاړ

امریکایي بروس ګ. ریچارډسـن په ژورنالیزم کې د حقیقت پلټونکی و. هغه په افغانستان باندې د دوه زبرځواکونو د یرغلونو په اړه دقیقې څـیـړنې را مینځته کړې: د ۱۹۷۹زییز په دسمبر کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بیا د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې د امریکې د متحدو ایالتونو یرغل. دغه شان هغه له شوروي یرغل راهیسې د افغانانو « د پاڅون له غلطو اتلانو» نه څپوڼی لرې کړ، خاصتا په شوروي قواو کې د احمد شاه مسعود د جرم ګډون یې رابرسیره کړ. غټ شمیر صادق خلک به په بروس ریچاډسن پسې وکړېـږي، ځکه هغه د صادقو ژورنالیسټانو، صادقو محقـقینو او صادقو هیواد دوستانو ملګری و. بروس ریچارډسن ته د نورو هیوا دوستانو په څیر خپل هیواد (امریکا) ګران و. خو هغه له دېنه ډډه کوله چې حقیقت دې د مصنوعي هیواد دوستۍ قـرباني شي

03.04.2016 10:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار د پـرانیستو تـڼیـو خوب

زه ځیرکیار واګپوه(پولیټیکل ساینټیسټ) یم او هرچا او هرې پیښې ته د خپل مسلک له ګوټ نه کسم. ما د باچاخان فخر افغان ځوي ارواښاد خان عبدالولي خان د یو تکړه افغان واګیالي (سیاستمدار) په څیر پیژانده. خو اوس چې مې (د خان عبدالولي خان خطونه: د جهانزېب نیاز سوغات. لاهور: ملت پرینټینګ پرېس، جولای ۲۰۰۶) ولوست، د هغه د سړیتوب په نورو څڼډو هم پوه شوم. ولیخان نه یواځې یو غټ واګیالی و، بلکې سترګه ور نیوکـګر(نقاد) ، د زده کړې پتنګ او د پښتو ادبیاتو د ګل بڼ یو ځانګړی ملیار و. دغه ګل بڼ د هغې ژورې سمڅې په خوله کې جوړشوی و چې تل ته یې د ولیخان په شان حساس لیکوال ورکوزیدلی شو. په دغه تکه تیاره سمڅه کې د ولی خان ارمانونه غلي شوي وو او د هغه د ادبي ګلـبڼ چاپـیریال یې جوړ کړی و. دغه توره او ژوره سمڅه د ولي خان د پلار کور و. په همدغه بوګنوونکې سمڅه کې ولی خان د پښتنو د مشر نیکه خوشال خان خټک بابا کړیکه هم واورېدله

02.04.2016 12:15    |   ډاکټر شارق ساپی خيرخوا صيب لوبه معصومه ده!

پښتون ليکوال ښاغلي لطف الله خيرخوا په يوه محافظه کاره ويب پاڼه د کرکټ د لوبو اوخوښوونکو په اړه دومره پریکنده او يواړخیزه ژبه کارولې، چې په لاشعوري ډول د سړي په ذهن کې، د کرکیټ لوبې پرضد د لیکوال له خوا د يو ډول فتوا بڼه غوره کوي، که څه هم ليکوال په څرګنده توګه د لوبې مخالفت نه دی کړی.

31.03.2016 21:06    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی د وطن شتمني او د غلو کړۍ

افغانستان لري په زړه کې ښې پریمانه شتمنئ له اوبو، هوا نیولې تر معدن،کانه شتمنئ یورانیم وو په هلمند کښې، لال، لاجورد د بدخشان د پروان! زمرد ګوره ، زرافشانه شتمنئ

30.03.2016 08:30    |   د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردګ ګلتوری بنسټ د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه

د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه

25.03.2016 13:26    |   ډاکټره نادیه ولسمشر ته د روغتيايي نظام اړوند پرانیستی لیک

دا ډاکټران د دومره ناروغانو درملنه نکوی څومره چی ناروغه او ان وژنی.

13.03.2016 11:03    |   ډ. حمیدالله زړهءور صاپی آیا په ملګرو ملتونو کښې د یو ملت یا مملکت استازی دیوې سیاسي ډلې نماینده وی؟

په دې وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان د سولې خبرو په دولتي، ملي، سیمه اییز او بینالمللي پړاوونو کې د پخوا په پرتله یوڅه خوشبینئ موندلې دې ، د سولې عالي شورا نسبتاََ تر پخوا ښه تره او با تجربه تره جوړښت خپل کړی، او حتی پخپله امریکادسياسي مخلفيو وړاندیزونو ته مایءل شوي ول؛ د افغان سولې داخلي او خارجي دشمنو اجنټانو < چې څېرې ېې ټولو ته مالومې دي ) یو دم له دی چې دا په ډیرو درغلیو، جاسوسیو، افغان وژنو، له فیفټی-ففتی نه هم لا په زیاتو نا حقه امتیازاتو لاسته راوړلو ګټلې ښه! حکومتداري له لاسه ورنکړي، یا لکه د۱۹۹۵-۲۰۰۰ بیا ونه زغلول شي !!،له مختلفو آدرسونو خولې خلاصې کړي او نه د خپل مقام حیثیت او د نه د افغانانو بشري-حقونو ته په حرمت ، د پټو پچو په پیسو رانیول شوې سلاهګانې پر اجیرو بې-مسولیته لڼډغرو وېشي، او د طالب او تروریست په نوم (حال دا چې دوی پخپله دي) پښتون وژنه، بیکوره کول او دربدرولو ته دوام ورکوي، د م.م. له مایکروفون څخه هم د تورو لستونو د اوږدولو غوښتنه کوي!،؛(راديوت۰و۰ یک سره د م ثیقل خبرې)

12.03.2016 12:22    |   کاتب شاه کاتب هډه وال (کرکټ) کتاب بيا ځلي چاپ شو

د ژورنالېست او ليکوال سميع الله پام په زيار ليکل شوی د کرکټ کتاب د مينوالو د غوښتنې سره سم بيا ځلي چاپ شو. په دغه کتاب کې د کرکټ پېژندنه، تاريخچه، قاموس او د کرکټ مسلکي برخې يوځای شوي چې تېر ځل يې دوه زره ټوکه بازار ته راوتلی و او تر خلاصېدو وروسته يوځل بيا چاپ شو. د کرکټ په دغه کتاب کې له نورو مسلکي مالوماتو سربېره د توپ وزن، د توپ اندازه، د بېټ وزن او اندازه او همدارنګه د ويشتنځای د اوږودوالي او پلنوالي په اړه مالومات ليکل شوي. دغه کتاب يو سل او پنځه صفحې دی چې د کرکټ په برخه کې لمړنی پښتو مسلکي کتاب دی.

09.03.2016 10:11    |   ډاکټر نبي مصداق د سردار محمد داؤد خان د درنښت مقبره

د مارچ په لومړۍ نېټه د قندهار ځینو مشرانو د فقید داؤد خان د وراره د لمسي سردار نادر نعیم په ګډون له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه درلوده او د دې مشرانو په غوښتنه، ولسمشر نه یواځې د افغانستان د لومړي جمهور رئیس شهید داؤد خان د مقبرې جوړول ومنل؛ خو د خپل شخصي ۲۰.۰۰۰ ډالرو د اهدا ژمنه یې هم وکړه، چې د حکومت ۴۰۰.۰۰۰ زره افغانیو سره په ګډه دا مقبره جوړه شي.

06.03.2016 12:20    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار «لـوَړبـابـا»:د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ور کړي او د سیالانو په لـړ کې یې ودروي! مخکې له دې چې لوړبابا په شلمه پیـړۍ کې د پښتون روڼ آنـدتـیا او پښتـو ژورنالیـزم د مخکښ په څیر دروپـیـژنم ، روغه به وي چې د نولسمې پـیـړۍ په دوهمه نیمایي کې په لـر افغانستان کې په ژورنَـلیزم نوکې رڼا واچوم.

29.02.2016 10:03    |   ډ.حمیدالله زړءور ساپی ( ژبې)

لس زرونه کاله مخکې پیدا شوې د آسیا په زړء کښې وروڼه خویندې ژبې مغولي، ترکستاني او هندو-آرین یوه پښتو بله فارسو دي خوژې ژبې په دوه سوو ممالکو د دنیا کې مختلف رنګونه ،خلک او خپلې ژبې

22.02.2016 10:17    |   ډاکټرحميدالله زړهءورساپی په۲۱ فبروري،د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ،دپښتو حال

له ټولیزو رسنیو څخه دا څو کالونه لولو او اورو چې د ملګرو ملتونو سازمان د فروري یوویشتمه دمورنۍ ژبې یاژبو نړۍوالې ورځې په حیث پېژندلې ده او په ټولو هیوادونو کې لمانځل کېږي.

19.02.2016 10:26    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د اوښکو سېلاب

شعر

18.02.2016 11:16    |   ډاکټر نبي مصداق تر څو به دا تلفات وي؟

د افغانستان د تېرو ۳۸ کالو غميزو، یو هم هغه زړه بږنونکي ارقام دي چې ملل متحد او نورې معتبرې نړیوالې ادارې یې د هر کال په پای کې خپروي. په دې ارقامو کې په زرګونه بې نومه او په ټوله کې د بې ادرسه افغانانو د مړینې او ژوبلېدنې شمېرې خپرېږي.

17.02.2016 12:02    |   ملک ميرام ګل اکاډمي طالب کلانترانو ته سر خلاصی- طنزيه ليک

طالب کلانترانو ته سر خلاصی- طنزيه ليک

15.02.2016 10:30    |   ډاکټر هېواد همت د ګډ حکومت جوړولو سوژه او دسیسه د چا وه ؟

اول خو به دا خبره وکړم ، چې د اوسني نظام سرنوشت سره یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني سرنوشت ندی تړلی .که دا نظام له منځه ځي نو یوازې به اشرف غني له منځه نه ځي . بیا به دا ټول ډنډوره چیان لکه د طلوع تلویزون ، یک تلویزون ، د شمال ټلواله ، د حراست ډله ، مجاهدین ، قانع ، ځلاند ، حامد کرزی ، سپنتا ، خرم ، یحیا ، ملي شورا ، امرالله صالح ، پتمن ، فاروق وردګ ، انورالحق اهادي او بلاخیره لنډ به ووایو چې د افغانستان هر میشت وګړی به ددغه نظام د چپ کیدو ضرر خوند ضرور او حتمي واخلي.خو که چیرې دا نظام شتون ولري او تقویه شي . نو دا پورته ټول کسان به د دیموکراسی نور پړوانو هم تمرین کړي.

14.02.2016 11:32    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی جنګ او صلحه

په دې وروستیو ورځو او شپو کې د ډیري افغانانو په ژبه د سولې مقدسه کلمه زیاته اورېدل کېږي ، د دې لپاره چې د ولس ډیري له بې مانا اوتپل شوې نیابتي جګړو څخه ستړي شوي او تر پوزې رسېدلي دي. د څلور اړخیزو دولتونو ناستې؛ په قطر کښې د پګواښ له خوا د افغاني طالبانو او ډیرو افغاني ګروپونو نمایندګانو دوهمه غوڼډه ،؛همدارنګه زما چې ډیرې د توجو وړ وګرځېدې خو نپوهیږم چې نورو دوستانو به تعقیب کړې وي که نه؟ د بی بی سی د "آزادې جرګه" او د آزادۍ راډیو د تیرې پینځهنۍ د"آزادی په څپو کې " پروګرامونه د سولې په باب ځانګړې خپرونې وې.

13.02.2016 13:43    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د اروپا پر هېوادونو د کډوالو اقتصادي او سياسي اغېزې

تېر کال لوېديځې اروپا په ځانګړې توګه آلمان ته له افغانستان، عراق، سوريې، ځتيځې اروپا او ځينو نورو بې وزلو هېوادونو تر يوه ميليون زيات کډوال راغلل. د لوېديځو هېوادونو پام د کډوالو له راتلو وروسته يو ځل بيا د بې وزلو او جګړې ځپلو هېوادونو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته ورواوخت. د حکومتونو او وګړو په کچه بېلابېل بحثونه رامنځته شول. ځينې هېوادونو لکه هنګري، پولند او چک يا د دې کډوالو له مننې او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه کوي او يا هم يوازې د مسيحي محدودو کډوالو د منلو ژمنه کوي. په داسې حال کې چې آلمان، اطريش او سويدن زيات شمېر کډوال ومنل او هېواد ته د ننوتلو اجازه يې ورکړه. له دې امله په ځانګړې توګه د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل په خپل ګوند کې د ننه او هم د ځينو نورو ګوندونو او وګړو، په ځانګړې توګه د سخت دريزه کړيو له خوا له زيات مقاومت او نيوکو سره مخ شوه.

11.02.2016 10:20    |   ډاکټر هېواد همت د افغانستان سیاسي سقوط

د امریکا یوه لوړ پوړي د پټو رازونو چارواکي د امریکا سنا مجلس په استماعیه غونډه کې دا خبره کړي ، که دې افغانستان اوسنۍ حالت همداسې دوام وکړي نو ددې امکان شته چې دې دوه زره شپاړسم کالې جریان کې د سیاسي سقوط سره مخ شي .

11.02.2016 10:18    |   ډاکټر نبي مصداق ضیا مسعود پر ملېشو ولایتونه ساتي

د افغانستان د ملي یوالي حکومت چې ویل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په نوښت جوړ شوی، افغانانو ته وښودله چې ۳۵۰ ميلیونه ډالر چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو مصرف شول، بابېزه وګڼل شول.

05.02.2016 11:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د احمد شاه بابا بې کماله لمسیان په ارګ کې

ما ځیرکیار دا لیکنه نږدې شل کالونه وړاندې د ۱۹۹۶ په نومبر کې لیکلې وه او په ناروې کې د محّمد حسن ولسمل «مجاهد ولس» او د محّمد طارق بزګر «دعوت» ته مې د خپرولو لپاره لیـږلې وه. دغه شان په روم کې د پخواني پاچا محّمد ظاهر شاه دفتر ته مې د سردار عبدالولي په نوم هم ليـږلې وه. دوه ورځې وړاندې مې په «افغان- جرمن آنلاین» کې د منلي محّمد داود لیکنه ولوستله. هلته یې هیله څرګنده کړې ده چې که کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني زما دا لیکنه په فارسي ژبه واړوي. زه د منلي مومند دغه وړاندیز ګټور کڼم. ما د غه لاسي لیکنه، وروسته له ۱۷ ګينټو په خپل ارشیف کې ومیندله، او نن مې ټایپ کړه. ډاډه یم چې ښوواند سیستاني به دغه دوه مخیزه لیکنه وژباړي ، او په دې ډول به دواړه منلی محّمد داود مومند او ښواند اعظم سیستاني زما هیره شوې لیکنه بیا د بحث لپاره راژوندۍ کړې. ۳ فبروري ۲۰۱۶. ځیرکیار

02.02.2016 10:28    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د غم نظمونه

غزل

01.02.2016 12:02    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا (۲)

یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹]. د امان الله خان فـرمانونه يې خزانه وه، او د وزیرستان په خلکو کې د غوڼډ مشر وزیري نږدې او کلکه پیژندګلوي یې جبه خانه وه. هغه ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۰۸]«خپل قدم د وزیرستان په خاوره کې کښیښود» او د «غړوبه» نومې کلي نومیالي شیرمحّمد خان خوجلخیل وزیر میلمستون ته د ماښام په تیاره کې ورننوت او د ماخوستن له لماځه وروسته یې د کلي د مشرانو سره هم په میلمستون کې په موضوع خبرې وکړې او هغوی ورسره خپل ملاتړ وښود. د سهر له لمانځه نه وروسته(۲۳ وری ۱۳۰۸ لمریز[۱۲ اپریل ۱۹۲۹] لیکوال جنرال یارمحمد خان وزیری د «یوې ډلې» وزیرو سره د سهیلي وزیرستان د مرکز واڼـه په لور وخوځید. همغه ورځ د واڼه په سیمه کې بوميخیل نومې کلي ته ورسیدل او د محّمد خان زلیخیل په میلمستون کې یې واړول- مخونه: ۱۳۷ تر ۱۴۶؛ ۱۴۸ تر ۱۷۱. د ماخوستن له لمانځه نه وروسته، ټول مشران میلمستون ته راغلل او جنرال وزیري ورته د امان الله خان پیغام واوراوه. دولس مشرانو ته یې پیغامونه ولیکل