د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډ

20.01.2017 10:57    |   فضل قادرانډيوال په پېښور کې د افغان کلتوري ټولنې په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو

په پېښور کې د يوشمير افغان ليکوالو او شاعرانو له د افغان کلتوري ټولنې په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو په دې اړه د پېښورد مهاجرو په رياست کې غونډه شوه چې په کې گڼو ليکوالو اود ادب مينه والو برخه واخېسته

19.01.2017 14:25    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار د بــدخشان قــارون او د کـنـدهـار فــقـیــر

موسی(ع)،خپلوان یې قارون،اوفـرعون(دوهم توتموس)هـمهال په مبارزه کې وو. ښایي قارون به د فرعون سره ښې اړیکې لرلې،خو قوم یې د فرعون له لاسه په کړاو اخته و. داسې برېښي چې د جمعیت اسلامي مشر پوهنمل برهان الدین رباني ( ۱۹۴۰تر۲۰۱۱ ) ته اسـلام لوښی و، نه عـقـیـده. د احمد شاه مسعود (۱۹۵۳تر ۲۰۰۱) او ربـاني د «دوهـمې سـقـاوۍ » پــه مهال (اپریل ۱۹۹۲تـر سپتمبر ۱۹۹۶) پرې ځینو جهادي مشرانو ټـینګار وکړ چې کمونـیسټ جــنرال بابا جان او د هغه په شان نور دې له لوړو حکومتي مقامونو نه وباسي. خـو د ربـانـي لپاره اسانه نــه وه چې خپل اڼـډیوالان دې له لوړو حکومتي څوکیو لرې کړي.

14.01.2017 13:18    |   ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپی د الله `ج` یو محبوب بنده کیدل

بِسْــــــــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ ارَّحِيم قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٣١﴾سوره آل عمران ترجمه:" ای پیغمبره!ووایه ،که تاسې الله سره محبت لرئ زما متابعت وکړئ ترڅو الله هم تاسې خوښ کړي او ګناهګانې مو دروبخشي.ځکه چې الله بخشونکی او مرحمت کوونکی دی." لوی پروردګار مو په خپل کریم کتاب (قرآن عظیم الشاءن)کښې د خپل

30.12.2016 14:51    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی ( بین الافغاني تفاهم)

( بین الافغاني تفاهم) که اغیار راغوڼډوی سي دسيسې او تهاجم افغان څه بلا وهلی؟ په بینالافغاني تفاهم

14.12.2016 13:02    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی د مولوي جلال الدین بلخي یو نصیحتي نظم

د مولوي جلال الدین بلخي یو نصیحتي نظم په ځوانمردۍ کښې په مرسته کې

11.12.2016 14:34    |   ډ. حمیدالله زړهءور صاپی ځوانان او ملت جوړونه ، نه قومپرستي!

په دې وروستیو وختو کې د شمشاد ټې.وي. یو پروګرام د (ملت) په نوم د ښاغلي میرویس ستانکزي په کوربه ویاندۍ د مختلفو وروڼو قامونو(پښتون،هزاره، تاجک، ازبیک ، ترکمن، پشه يي،بلوچ ا.د.ن. ) د ځوانانو په ګډون د هرې جمعې په شپه خپریږي چې زما ډیره توجه ېې ځانته اړولې ؛

18.11.2016 13:25    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار په امریکا کې سیاسي زلزله که کم بــر فاشیزم

ډانلـډ ج. ټـرمپ یوغټ مچ دی چې د امریکایي سیاسي مفکر سامویل هـنټـينګټن « د فرهنګونو د ټکـر» په ډېـران کې بنګیـږي اوکله ناکله ښایي د ګورباچیف د کوپـړۍ خوبونه ویني!؟ د بشپـړې هـیوادسازۍ په هـیله، د امریکې ولس د خپل تاریخ په اوږدو کې د کلکو مشکلاتو سره مخـامخ شوی و. دغـه مبارزه به د دغه هـدف لپاره ادامه ولري. د امریکي ولس باید د پرمختـګ، مساواتو، سولې، او د ژوند د چاپـیـریال د ساتنـې لپاره تل چمتو وي او د خپلو واکمنانو په وړاندې ودرېـږي چې په نورو هـیوادونو کې پـسرلـي رانه ولـي!!

12.11.2016 21:38    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی ایزمونه

دادنیا هم خدای عجیبه پیدا کړې++++ له آدم نه مخکې دلته دیو،جِن ییزم ملايکه ېې وو له نوره پیدا کړي++++ خو آدم حوا په منځ کښې اِبلسیزم له جنته چې و ارض ته راګذار شلل++++ قابیل قتل کړو هابيل له نفسانیزم بیا آدم اولاد جوړ لمړنی کُمون کړ++++ وروسته ېې وخوړل یو بل پر فیوډالیزم

12.11.2016 21:36    |   ډ. حمیدالله زړهءور صاپی د ګلمرجانیزم دوام په امریکا کښې

اوس چې ډونالډ جان ټرمپ د امریکا نامتو میلیارډر او بزنسمین د ۲۰۱۶م ټولټاکڼې وګټلې ګویا که د افغان هغو سره ېې پرتله کړو ، د دنیا لمړی یا دریم متفکر به وي !! چې د ډیریو شځو او نرانو شنونکو له آنده هومره امکان ېې نه درلود،خو امریکن ولس+کانګرس+ استخباراتو ېې یو بدلون غوښته او د ۶ میاستو دوهم پړاو نه ېې هم ځانونه خلاص کړل

05.11.2016 14:16    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار دغـلواکیستان اقـتصاد: د مسعـود او فـنود ډالرواله

یوڅو ورځې وړاندې مې د غلواکیستان په سیاست د یوې لیکنې له لارې رڼا واچوله(ګلمرجانیزم په افغانستان او امریکا کې: د ملال رڼا کشف). زما یو دوست دغه لیکنه د دوستانو سره په بحث کې ډاڼـډس کړې وه او بـیا یې ماته وویـل چـې هغوی زما له ذکر شوې لیکنې نه یوه غټه نتیجه راوویستله. یعنې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د آنکل سـام بچیان د اتحاد شمال له داړه مارانو نه د سیاسي درغـلۍ زده کړه کوي: عبدالله عبدالله په ۲۰۱۵ کې د ځان لپاره د «اداري رئیس» مقام په اشرف غني ورتا په! که په امریکا کې هیلري کلینټن د ۲۰۱۶ د نومبر په اتمه نیټه انتخابات وګـټي، نو ډانالډ تـرمپ به یې اداري رئیس وي!؟ زما ذکر شوی دوست چې لمونځ ادا کړي، نو بیا په ویکيـلـیـکس پسې سوړې لټوي. زما په اټکل، د جولـیان اسـانج ویکـي لیکـس د څــیـړنیـز ژورنالـیـزم تــوغ جــګ کـړ، یوویشــتمه پیـړۍ یې د شفافـیت په ممبر ودروله او د انـارشـیــزم په ماڼـۍ کې یې د معـلوماتو د آزادۍ چغـه لـوړه کــړه.

30.10.2016 18:30    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار ګلـمـرجـانـیـزم په افغانستان او امریـکا کـې د ملال رڼـا کـشـف

ګل مرجان یو سرتمبه افغان و. په غیرله خپلې خبرې به یې د هیچا روغه خبره هم نه منله! یوه برتانوي لیکواله جینیټ وینټرسَن وایي چې: «په لیکلو کې هـر څه په ژبه پیل کيـږي. ژبه په غوږ نیولو/توجه پیل کیـږي.» یوې پښتنې پیـغلې ملال رڼـا په خپله لڼډه لیکنه کې عبدالله عبدالله په افغانستان کې ګـلمرجان ګڼلی دی، ځکه چې له انتخاباتو وروسته یې «نه نړیوال څارونکي منل، نه یې د خپل هیواد لوی اکثریت مانه، لڼډه دا چې هیڅ یې نه منل او یوازې خپله خبره یې منله». پـه لانـدې مونه کې اشرف غني او جـان کـري خانـدي، خو عـبـدالله سترګې پټې کـړې او کـښـته

22.10.2016 07:20    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار تـورې دې لالا وهي …نوڼۍ دې عبدالله وهي

داچې د سقاویانو روحیه ګړبیدلې وه، وروسته له جرګې په دوه بجو ټول لښکر له زرغون ښار نه د کابـل په لوري و خوځید. محّمدګل مومند موظف شو چې د احمدزیو کوچیانو او د رود د احمد زیو سره دې د موسهي لـوګر له لارې د کابل په خوا وخوځیـږي او پاتی نور لښکر دې د چاراسیاب له لارې کابـل ته ورنـنوځي. سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو. د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې د کابل په هسکو کې مورچلونه ووهل او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلونه ورنه ونـیول . کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما[جرنیل یارمحّمد وزیري] د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و(۳۰۴-۲۹۲ مخونه). کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې (نجات) د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه [یارمحّمد خان وزیری]ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان) په بـدرګه د لیکـوال جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا او زما ملګرو ته د مایوسۍ او ناامیدۍ تلقیـن کاوه»(۳۰۷-۳۰۴ مخونه). جنرال یار محّمد خان وزیري ورته وویـل چې د ژغورنې د لښکر د مشرانو په پـریکړه به یـې خبر کړي

26.09.2016 12:20    |   ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپی آیا امریکایان د ۹/۱۱ د وژل شویو انسانانو د تاوان اخیستلو حق لري؟

سعودي چارواکو ژر داسې عکس العمل وښود چې که امریکایان دعوی وکړي، سعودي به خپلې میلیاردونه ډالري پانګې د امریکا له بانکونو راوباسي !!، او ڼن مې د آلمان غږ سایټ کې ولوستل چې بارک اوباما دا مسوده ویټو کړله؛ خو که کانګرس بیرته ۲/۳ ډیرۍ رایه تر لاسه کړي ، کولای سي د اوباما ویټو ویټو کړي!!.

25.09.2016 11:06    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د افغـان سیکانو او هـیندوانو کـرغـیـړن ژونـد او د بادشاه خان انسان دوستي

څو ورځې وړاندې مې د یوه افغان سیک ښاغلي دیاسینګ یو شعر په اینټر نیټ کې واورید چې هم یې خوښ کړم او هم یې غمجن کړم. دیاسینګ پکتیاوال افغان دی او دایې شعــر او شعـور دی:

21.09.2016 11:34    |   ډ.حمیدالله زړه ور ساپی پاکستان که چټلستان؟

له هغه ورځې چې جوړ شو پاکستان ښه ورځ نه ده ليدلې افغانستان چې `جناح `په ریفرانډم کې جنجال وکړ بګیل پاتې سول بلوڅ او پښتونستان خدای بخښلو غفارخان او صمد بابا

12.09.2016 11:58    |   ډاکټر لمر افغانستان د وينو او مړينو په لومه کې

دغه ليکنه په ۲۰۱۳ ميلادي کال ليکلې شوې ده، خو د سېپټامبر مياشتي د يولسمې نېټې د پېښې د پنځلسمې کليزې په درشل کې ګڼشمېر پوهانو دا جوته کړې، چې د نړيوال تجارتي مرکز ودانې د الوتکو د بريد په ترڅ که نه دې ړنګ شوي، بلکې د يو پلان شوي انجينيري پلان سره سم نسکور شوي دي، چې د سيستيماتيک ډيناميتي چاودنو په ترڅ کې تر سره شوې دي، خو ليا يوه پوښتنه پرته له ځوابه پاتې ده، چې د ډيناميت د چودولو لپاره د اورلګېدنې مزي په څه ډول ځای پرځای شوي ول، چې د هېڅ دولتي، استخباراتي او يا هم ساختماني ادارو لخوا ورته پام نه دی شوی او يا دا چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سېپټامبر د يوولسمې نېټې پېښه مخکې له مخکې پلان شوې وه، چې د امريکايي د جيوپوليتيک خوخو لپاره کارول شوې ده. دغه معلومات د آلمان په يو شمېر برېښناپاڼو کې د سېپتامبر په لسمه نېټه خپاره شوي دي. د اوس لپاره هم د دې لیکنې بیا خپرول اړین ښکاره شول نو ځکه یې تاسې ته وړاندې کوم.

10.09.2016 11:04    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د پـښتـون- ضـد احصایـو څـڼـډې

ما ځیرکیار یوه څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې په دې سرلیک خپره کړې وه:« د سي. آی. أې. د حـقایقـو د کتاب څیـړنه: د پښتون- دښمنې دسیسې څـڼــډې». بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړه لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما د ۲۰۱۳ اپریل/وری ۱۳۹۲پورتنۍ څیـړنه د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شـریکـه کړي – د دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما نـن (۳۱ اګیست۲۰۱۶= ۱۰ وږی ۱۳۹۵=۲۷ ذولقاعده۱۴۳۷) د سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوک) بیا ولوست، او هلته مې په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عـوض دا «یـــادښـت» ولوست: «نـوټ: په افـغانستان کې د قـومونو د احصائیـو د حساسې موضوع په اړه اوسني احصائـیوي اطلاعات نشته، او د نظر پلټنې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمپَـلونو(نمونو) اتکا د قومي احصائیو د معلـوماتو لپاره ډاډ وړ لار نه ده.» اوس نو بایـد زه ځیرکیار دا موضوع راوسپـړم

08.09.2016 10:12    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ یادونه

غزل

29.08.2016 10:41    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار د ځناورو واکمني او یرغـل خان

د دې لیکنې په مطلب هغه مهال سم پوهیدلی شئ چې بې له مخکني قضاوت نه یې په سړه سینه له پیل نه تر پای پـورې ولـولئ او بیا د تاریخ ساز (فکري او/یا عقیدوي) انـسان په څیرخپل ګریوان ته وګورئ چې څه مو لیدلي او اوریدلي دي. زه دلته په یو ناوَل غږیـږم چې واقیعیت یې انځورکړی دی

24.08.2016 10:36    |   ډاکټر عبدالجمیل ممتاز ملي امنیت او امنیتي ارګانونو ته مشوره

خدای دې نکړي چې دا کرښې راته مثبت پيدا کړي،ځکه دیو چا خبره ده چې وايي مخالفین دي ددولت خلک دي ،لومړیو کې مې ورسره ونه منل وروسته يې داسې خبرې راته وکړي او داسې دلایل يې وویل چې شکمن يې کړم ،نو ځکه وایم، ما ورته د مهم طالب په اړه چې د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې قاضي دي وویل : چې شاید داکس به یوه ورځ د کشفي ځواکونو ګوتو ته ورشي،هغه راته کړه چې حیران دي کړم ،هغه هره میاشت یو ځل ننګرهار ته راځي او له دې ځایه پېښور ته ځې ،همدا قیر سرکونه يې لاره ده، حیرانتیا مې لاپسې زیاته شوه، نو ځکه و ایم چې دا کرښې راته مثبت پيدا نکړي.

15.08.2016 20:56    |   ډاکټر عبدالجمیل ممتاز امنیت په څنګه تامین شي؟

د امنیت د تامین او ټېنګښت لپاره پوهیږم چې دملي یووالي حکومت هر اړخیزې هڅې کوي، ځواکونه مو ټول په جګړو کې بوخت دی،دهېواد په ۳۳ ولایتونوکې درنې نښتې،عملیاتونه او جګړې روانې دي ،چې دغه جګړې د ښکیلو دواړو غاړو ترڅنګ له ځانه سره خورا دردونکي ملکي تلفات او مالي زیانونه لري .

14.08.2016 11:18    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار سیاسي سایکالوجي: خَضـر خان سپک ژبي دانالـډ ترمپ ته درس ورکړ

د رحمان بـا بــا دا شعـر د ډانالډ ترمپ د ځانځانۍ د ښامار(اژدهـای خودی) سره اړخ لګـوي. زه د کابــل پوهنتون د پوهنې او روزنې د پوهنځي له پخواني رئیس استاد رڼا ګل اریوب زي نه د زړه لـه کومي منـنه کوم چې دغه شعر یې زما سره شریک کـړ. «د ځانـځـانۍ ښامار» د ســاه پـــوه او فلسه پــوه شهـیــد پوهــاند بهـالـدین مجــروح(۱۹۸۸-۱۹۲۸) وتــلی کـتاب دی چې په پـښتــو او فارسي ژبـو خـپـور شـوی و:کابل، نشرات افغان اکادمی/نمبر۱۸. ۱۳۵۲=۱۹۷۳ ما ځیرکیار د ډانالډ ترمپ په اړه په ټلویژن کې دا قضاوتونه اوریدلي وو: ژبه یې ډکون نلري؛ بې احساسه او شډل دی؛ د امریکې او جمهوري ګوند لپاره خطرناک دی؛ لانجه مار دی؛ ځان نشي کنټرولولی؛....په ډرامه او شورماشورکې خوښ دی!

08.08.2016 12:09    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی د ۲۰۱۶ د اوړي المپیک لوبې په ریو برازیل کښې اوزمآحساس

بیګا شپه مې د ټي وي پر صفحې ۴ ساعته کتل د برازیل په <ریو>دوژنیرو کې المپیاېې لوبې د پرانیستنې شانداره مراسمو پسې د دوه سوه اوه هیوادونو او سازمانونو پریډ په پیل کې لرغونی یونان د اولمپیاد پلار تیر شول ورپسې اِې اِف (الف فا) افغانستان نوبت وي

31.07.2016 12:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار «د څــیــړن غــلا وبــا»: ۱۹۸۷ تر ۲۰۱۶

څـیړن غلا (ادبي غلا) د بل چا په وینا او/یـا مفکورې خیټه اچول دي. ما ځیرکیار د ۲۰۰۴زییز د مارچ په لومړۍ نیټه(اا حوت ۱۳۸۲) هغه مهال په جرمني کې استوګن منلي محمد اصف وردګ ته خپله په قلم لیکل شوې لیکنه د خپرولو لپاره په دې سرلیک ورليـږلې وه: «د څیـړن غلا سیاست او استخبارات» دغه لیکنه به په نـږدې راتلونکی کې په اینټرنیټ کې خپره کړم. خو اوس د څیړن غلا په «وبا» ګړیـږم. د څیړن غلا عمل، پخپله د څیړن غلا له لفظ نه زوړ دی: څیړن غلا د هـنر او لیکلې ژبې را هیسې شتون لري

27.07.2016 13:09    |   ډاکټر لمر د تروريزم پديدې ته ځغلنده کتنه

د تروريزم پديدې ته ځغلنده کتنه